MyDugsiStart learning

Surah Ash-Shu'ara in Pashto: translation and audio

Surah 26 · الشعراء · The Poets · 227 verses

Surah Ash-Shu'ara verse by verse: the Arabic with a recitation you can repeat, the transliteration, and the Pashto translation by Zakaria Abulsalam. For the meaning of every word, see Surah Ash-Shu'ara word by word in English.

Verse 1

طسٓمٓ

Transliteration tta-seen-meem

Pashto طا، سين، ميم

Verse 2

تِلْكَ ءَايَـٰتُ ٱلْكِتَـٰبِ ٱلْمُبِينِ

Transliteration til'ka āyātu l-kitābi l-mubīni

Pashto دا د واضح كتاب ایتونه دي

Verse 3

لَعَلَّكَ بَـٰخِعٌ نَّفْسَكَ أَلَّا يَكُونُوا۟ مُؤْمِنِينَ

Transliteration laʿallaka bākhiʿun nafsaka allā yakūnū mu'minīna

Pashto ښايي چې ته د خپل ځان هلاكوونكى يې، په دې وجه چې دوى مومنان كېږي نه

Verse 4

إِن نَّشَأْ نُنَزِّلْ عَلَيْهِم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ ءَايَةً فَظَلَّتْ أَعْنَـٰقُهُمْ لَهَا خَـٰضِعِينَ

Transliteration in nasha nunazzil ʿalayhim mina l-samāi āyatan faẓallat aʿnāquhum lahā khāḍiʿīna

Pashto كه مونږ وغواړو (نو) په دوى به له اسمان نه یو دلیل نازل كړو، بیا به د دوى څټونه دغه (دلیل) ته غاړه ایښودونكي شي

Verse 5

وَمَا يَأْتِيهِم مِّن ذِكْرٍ مِّنَ ٱلرَّحْمَـٰنِ مُحْدَثٍ إِلَّا كَانُوا۟ عَنْهُ مُعْرِضِينَ

Transliteration wamā yatīhim min dhik'rin mina l-raḥmāni muḥ'dathin illā kānū ʿanhu muʿ'riḍīna

Pashto او دوى ته د رحمن له جانبه څه نوى ذكر (نصیحت) نه راځي مګر دوى له هغه نه مخ ګرځوونكي دي

Verse 6

فَقَدْ كَذَّبُوا۟ فَسَيَأْتِيهِمْ أَنۢبَـٰٓؤُا۟ مَا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ

Transliteration faqad kadhabū fasayatīhim anbāu mā kānū bihi yastahziūna

Pashto نو تحقیق دوى تكذیب وكړ، پس دوى ته به ژر د هغه څه خبر (انجام) راشي چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې

Verse 7

أَوَلَمْ يَرَوْا۟ إِلَى ٱلْأَرْضِ كَمْ أَنۢبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ زَوْجٍ كَرِيمٍ

Transliteration awalam yaraw ilā l-arḍi kam anbatnā fīhā min kulli zawjin karīmin

Pashto ایا دوى ځمكې ته نه ګوري، څومره ډېر مونږ په دې كې له هر قسمه عمده جوړو نه زرغون كړي دي

Verse 8

إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ

Transliteration inna fī dhālika laāyatan wamā kāna aktharuhum mu'minīna

Pashto بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى زیاتره ایمان راوړونكي نه دي

Verse 9

وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ

Transliteration wa-inna rabbaka lahuwa l-ʿazīzu l-raḥīmu

Pashto او بېشكه ستا رب خامخا هم هغه ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى

Verse 10

وَإِذْ نَادَىٰ رَبُّكَ مُوسَىٰٓ أَنِ ٱئْتِ ٱلْقَوْمَ ٱلظَّـٰلِمِينَ

Transliteration wa-idh nādā rabbuka mūsā ani i'ti l-qawma l-ẓālimīna

Pashto او (یاد كړه) هغه وخت چې ستا رب موسٰى ته اواز وكړ داسې چې ته هغه قوم ته ورشه چې ظالمان دي

Verse 11

قَوْمَ فِرْعَوْنَ ۚ أَلَا يَتَّقُونَ

Transliteration qawma fir'ʿawna alā yattaqūna

Pashto چې د فرعون قوم دى، ایا دوى نه وېرېږي (له الله نه)!

Verse 12

قَالَ رَبِّ إِنِّىٓ أَخَافُ أَن يُكَذِّبُونِ

Transliteration qāla rabbi innī akhāfu an yukadhibūni

Pashto (موسٰى) وویل: اى زما ربه! بېشكه زه له دې نه وېرېږم چې دوى به زما تكذیب وكړي

Verse 13

وَيَضِيقُ صَدْرِى وَلَا يَنطَلِقُ لِسَانِى فَأَرْسِلْ إِلَىٰ هَـٰرُونَ

Transliteration wayaḍīqu ṣadrī walā yanṭaliqu lisānī fa-arsil ilā hārūna

Pashto او (بل) زما سینه تنګېږي او (بل) زما ژبه نه چلېږي، نو ته هارون ته پېغام ولېږه

Verse 14

وَلَهُمْ عَلَىَّ ذَنۢبٌ فَأَخَافُ أَن يَقْتُلُونِ

Transliteration walahum ʿalayya dhanbun fa-akhāfu an yaqtulūni

Pashto او (بل دا چې) د هغوى لپاره زما په خلاف (دعوىٰ د) ګناه ده، نو زه له دې نه وېرېږم چې دوى به ما قتل كړي

Verse 15

قَالَ كَلَّا ۖ فَٱذْهَبَا بِـَٔايَـٰتِنَآ ۖ إِنَّا مَعَكُم مُّسْتَمِعُونَ

Transliteration qāla kallā fa-idh'habā biāyātinā innā maʿakum mus'tamiʿūna

Pashto (الله) وفرمایل: داسې نشي كېدى، نو تاسو دواړه زما له ښكاره معجزو سره لاړ شئ، بېشكه مونږ له تاسو سره یو، اورېدونكي یو

Verse 16

فَأْتِيَا فِرْعَوْنَ فَقُولَآ إِنَّا رَسُولُ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ

Transliteration fatiyā fir'ʿawna faqūlā innā rasūlu rabbi l-ʿālamīna

Pashto نو تاسو دواړه فرعون ته ورشئ، نو (ورته) ووایئ: بېشكه مونږ د رب العلمین استازي یو

Verse 17

أَنْ أَرْسِلْ مَعَنَا بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ

Transliteration an arsil maʿanā banī is'rāīla

Pashto په دې خبره چې ته زمونږ سره بني اسرائیل خوشې كړه

Verse 18

قَالَ أَلَمْ نُرَبِّكَ فِينَا وَلِيدًا وَلَبِثْتَ فِينَا مِنْ عُمُرِكَ سِنِينَ

Transliteration qāla alam nurabbika fīnā walīdan walabith'ta fīnā min ʿumurika sinīna

Pashto (فرعون) وویل: ایا مونږه په خپل كاله كې ستا پالنه نه وه كړې، په داسې حال كې چې ته بچى وې او تا په مونږ كې د خپل عمر څو كاله تېر كړي وو

Verse 19

وَفَعَلْتَ فَعْلَتَكَ ٱلَّتِى فَعَلْتَ وَأَنتَ مِنَ ٱلْكَـٰفِرِينَ

Transliteration wafaʿalta faʿlataka allatī faʿalta wa-anta mina l-kāfirīna

Pashto او تا خپل هغه كار كړى و چې تا كړى و، په دې حال كې چې ته له ناشكرو ځنې يې

Verse 20

قَالَ فَعَلْتُهَآ إِذًا وَأَنَا۠ مِنَ ٱلضَّآلِّينَ

Transliteration qāla faʿaltuhā idhan wa-anā mina l-ḍālīna

Pashto (موسٰى) وویل: ما دغه كار په هغه وخت كې كړى و چې زه له ناپوهانو ځنې وم

Verse 21

فَفَرَرْتُ مِنكُمْ لَمَّا خِفْتُكُمْ فَوَهَبَ لِى رَبِّى حُكْمًا وَجَعَلَنِى مِنَ ٱلْمُرْسَلِينَ

Transliteration fafarartu minkum lammā khif'tukum fawahaba lī rabbī ḥuk'man wajaʿalanī mina l-mur'salīna

Pashto نو كله چې زه له تاسو ووېرېدم (نو) له تاسو نه وتښتېدم، بیا ما ته زما رب حكم (او علم) راكړ او زه يې له رسولانو څخه وګرځولم

Verse 22

وَتِلْكَ نِعْمَةٌ تَمُنُّهَا عَلَىَّ أَنْ عَبَّدتَّ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ

Transliteration watil'ka niʿ'matun tamunnuhā ʿalayya an ʿabbadtta banī is'rāīla

Pashto او دغه داسې احسان دى چې ته يې په ما زباتوې (هغه) دا دى چې تا بني اسرائیل غلامان ګرځولي وو

Verse 23

قَالَ فِرْعَوْنُ وَمَا رَبُّ ٱلْعَـٰلَمِينَ

Transliteration qāla fir'ʿawnu wamā rabbu l-ʿālamīna

Pashto فرعون وویل: او رب العلمین څه شى دى؟

Verse 24

قَالَ رَبُّ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَآ ۖ إِن كُنتُم مُّوقِنِينَ

Transliteration qāla rabbu l-samāwāti wal-arḍi wamā baynahumā in kuntum mūqinīna

Pashto هغه وویل: رب دى د اسمانونو او ځمكې او د هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، كه تاسو یقین كوونكي یئ

Verse 25

قَالَ لِمَنْ حَوْلَهُۥٓ أَلَا تَسْتَمِعُونَ

Transliteration qāla liman ḥawlahu alā tastamiʿūna

Pashto هغه (فرعون) خپلو ګېر چاپېره خلقو ته وویل: ایا تاسو نه اورئ؟

Verse 26

قَالَ رَبُّكُمْ وَرَبُّ ءَابَآئِكُمُ ٱلْأَوَّلِينَ

Transliteration qāla rabbukum warabbu ābāikumu l-awalīna

Pashto (موسٰى) وویل: (چې رب العلمین) ستاسو رب دى او ستاسو د مخكينو پلرونو رب دى

Verse 27

قَالَ إِنَّ رَسُولَكُمُ ٱلَّذِىٓ أُرْسِلَ إِلَيْكُمْ لَمَجْنُونٌ

Transliteration qāla inna rasūlakumu alladhī ur'sila ilaykum lamajnūnun

Pashto (فرعون) وویل: بېشكه ستاسو دغه رسول چې تاسو ته رالېږل شوى دى، یقینًا لېونى دى

Verse 28

قَالَ رَبُّ ٱلْمَشْرِقِ وَٱلْمَغْرِبِ وَمَا بَيْنَهُمَآ ۖ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ

Transliteration qāla rabbu l-mashriqi wal-maghribi wamā baynahumā in kuntum taʿqilūna

Pashto (موسٰى) وویل: (هغه) د مشرق او مغرب رب دى او څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، كه تاسو له عقل نه كار اخلئ

Verse 29

قَالَ لَئِنِ ٱتَّخَذْتَ إِلَـٰهًا غَيْرِى لَأَجْعَلَنَّكَ مِنَ ٱلْمَسْجُونِينَ

Transliteration qāla la-ini ittakhadhta ilāhan ghayrī la-ajʿalannaka mina l-masjūnīna

Pashto (فرعون موسٰى ته) وویل: قسم دى كه تا له ما نه غیر بل معبود ونیوه (نو) زه به خامخا هرومرو تا وګرځوم له قیدیانو ځنې

Verse 30

قَالَ أَوَلَوْ جِئْتُكَ بِشَىْءٍ مُّبِينٍ

Transliteration qāla awalaw ji'tuka bishayin mubīnin

Pashto (موسٰى) وویل: ایا اګر كه زه تا ته یو څرګندوونكى شى (دلیل) راوړم

Verse 31

قَالَ فَأْتِ بِهِۦٓ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّـٰدِقِينَ

Transliteration qāla fati bihi in kunta mina l-ṣādiqīna

Pashto (فرعون) وویل: نو ته هغه راوړه كه ته له رښتینو څخه يې

Verse 32

فَأَلْقَىٰ عَصَاهُ فَإِذَا هِىَ ثُعْبَانٌ مُّبِينٌ

Transliteration fa-alqā ʿaṣāhu fa-idhā hiya thuʿ'bānun mubīnun

Pashto نو هغه (موسٰى) خپله امسا وغورځوله، نو ناڅاپه هغه وه ښكاره ښامار

Verse 33

وَنَزَعَ يَدَهُۥ فَإِذَا هِىَ بَيْضَآءُ لِلنَّـٰظِرِينَ

Transliteration wanazaʿa yadahu fa-idhā hiya bayḍāu lilnnāẓirīna

Pashto او خپل لاس يې راواېست، نو ناڅاپه هغه د كتونكو لپاره تك سپين و

Verse 34

قَالَ لِلْمَلَإِ حَوْلَهُۥٓ إِنَّ هَـٰذَا لَسَـٰحِرٌ عَلِيمٌ

Transliteration qāla lil'mala-i ḥawlahu inna hādhā lasāḥirun ʿalīmun

Pashto فرعون خپلو چاپېره سردارانو ته وویل: بېشكه دا یقینًا ډېر پوه جادوګر دى

Verse 35

يُرِيدُ أَن يُخْرِجَكُم مِّنْ أَرْضِكُم بِسِحْرِهِۦ فَمَاذَا تَأْمُرُونَ

Transliteration yurīdu an yukh'rijakum min arḍikum bisiḥ'rihi famādhā tamurūna

Pashto دا غواړي چې په خپل جادو سره تاسو له خپلې ځمكې نه وباسي، نو تاسو د څه مشوره راكوئ؟

Verse 36

قَالُوٓا۟ أَرْجِهْ وَأَخَاهُ وَٱبْعَثْ فِى ٱلْمَدَآئِنِ حَـٰشِرِينَ

Transliteration qālū arjih wa-akhāhu wa-ib'ʿath fī l-madāini ḥāshirīna

Pashto هغوى وویل: ته دا او د ده ورور وروسته كړه او په ښارونو كې راټولوونكي ولېږه

Verse 37

يَأْتُوكَ بِكُلِّ سَحَّارٍ عَلِيمٍ

Transliteration yatūka bikulli saḥḥārin ʿalīmin

Pashto چې تا ته هر ښه پوه، غټ جادوګر راولي

Verse 38

فَجُمِعَ ٱلسَّحَرَةُ لِمِيقَـٰتِ يَوْمٍ مَّعْلُومٍ

Transliteration fajumiʿa l-saḥaratu limīqāti yawmin maʿlūmin

Pashto نو جادوګر د معلومې ورځې میعاد ته راجمع كړى شول

Verse 39

وَقِيلَ لِلنَّاسِ هَلْ أَنتُم مُّجْتَمِعُونَ

Transliteration waqīla lilnnāsi hal antum muj'tamiʿūna

Pashto او خلقو ته وویل شول چې ایا تاسو راجمع كېدونكي یئ؟

Verse 40

لَعَلَّنَا نَتَّبِعُ ٱلسَّحَرَةَ إِن كَانُوا۟ هُمُ ٱلْغَـٰلِبِينَ

Transliteration laʿallanā nattabiʿu l-saḥarata in kānū humu l-ghālibīna

Pashto كېدى شي چې مونږ د جادوګرو پیروي وكړو كه هم دوى غالب راتلونكي شي

Verse 41

فَلَمَّا جَآءَ ٱلسَّحَرَةُ قَالُوا۟ لِفِرْعَوْنَ أَئِنَّ لَنَا لَأَجْرًا إِن كُنَّا نَحْنُ ٱلْغَـٰلِبِينَ

Transliteration falammā jāa l-saḥaratu qālū lifir'ʿawna a-inna lanā la-ajran in kunnā naḥnu l-ghālibīna

Pashto نو كله چې جادوګر راغلل، (نو) فرعون ته يې وویل: ایا یقینًا به زمونږ لپاره واقعي اجر وي كه همدا مونږ غالبه شو؟

Verse 42

قَالَ نَعَمْ وَإِنَّكُمْ إِذًا لَّمِنَ ٱلْمُقَرَّبِينَ

Transliteration qāla naʿam wa-innakum idhan lamina l-muqarabīna

Pashto ويې ويل:هو، او بېشكه تاسو به په دغه وخت كې خامخا له مقربانو څخه یئ!

Verse 43

قَالَ لَهُم مُّوسَىٰٓ أَلْقُوا۟ مَآ أَنتُم مُّلْقُونَ

Transliteration qāla lahum mūsā alqū mā antum mul'qūna

Pashto دوى ته موسٰى وویل: تاسو هغه څه وغورځوئ چې تاسو يې غورځوونكي یئ

Verse 44

فَأَلْقَوْا۟ حِبَالَهُمْ وَعِصِيَّهُمْ وَقَالُوا۟ بِعِزَّةِ فِرْعَوْنَ إِنَّا لَنَحْنُ ٱلْغَـٰلِبُونَ

Transliteration fa-alqaw ḥibālahum waʿiṣiyyahum waqālū biʿizzati fir'ʿawna innā lanaḥnu l-ghālibūna

Pashto نو هغوى خپلې رسۍ او امساګانې وغورځولې او ويې ويل:د فرعون په عزت سره، بېشكه مونږ، خامخا همدا مونږ غالب یو

Verse 45

فَأَلْقَىٰ مُوسَىٰ عَصَاهُ فَإِذَا هِىَ تَلْقَفُ مَا يَأْفِكُونَ

Transliteration fa-alqā mūsā ʿaṣāhu fa-idhā hiya talqafu mā yafikūna

Pashto نو موسٰى خپله امسا وغورځوله، نو ناڅاپه هغې هغه څه ښوى تېرول چې دوى په دروغه جوړ كړي وو

Verse 46

فَأُلْقِىَ ٱلسَّحَرَةُ سَـٰجِدِينَ

Transliteration fa-ul'qiya l-saḥaratu sājidīna

Pashto نو جادوګر وغورځول شول (پړمخې)، چې سجده كوونكي وو

Verse 47

قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا بِرَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ

Transliteration qālū āmannā birabbi l-ʿālamīna

Pashto ويې ويل:مونږ په رب العلمین ایمان راوړ

Verse 48

رَبِّ مُوسَىٰ وَهَـٰرُونَ

Transliteration rabbi mūsā wahārūna

Pashto چې د موسٰى او هارون رب دى

Verse 49

قَالَ ءَامَنتُمْ لَهُۥ قَبْلَ أَنْ ءَاذَنَ لَكُمْ ۖ إِنَّهُۥ لَكَبِيرُكُمُ ٱلَّذِى عَلَّمَكُمُ ٱلسِّحْرَ فَلَسَوْفَ تَعْلَمُونَ ۚ لَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُم مِّنْ خِلَـٰفٍ وَلَأُصَلِّبَنَّكُمْ أَجْمَعِينَ

Transliteration qāla āmantum lahu qabla an ādhana lakum innahu lakabīrukumu alladhī ʿallamakumu l-siḥ'ra falasawfa taʿlamūna la-uqaṭṭiʿanna aydiyakum wa-arjulakum min khilāfin wala-uṣallibannakum ajmaʿīna

Pashto (فرعون) وویل: تاسو په ده ایمان راوړ مخكې له دې نه چې زه تاسو ته اجازت دركړم، بېشكه دا یقینًا ستاسو هغه مشر دى چې تاسو ته يې جادو ښودلى دى، نو یقینًا تاسو به ژر پوه شئ، خامخا هرومرو به زه ستاسو لاسونه او ستاسو پښې، ادل بدل پرې كړم، او زه به خامخا هرومرو تاسو ټول په دار كړم

Verse 50

قَالُوا۟ لَا ضَيْرَ ۖ إِنَّآ إِلَىٰ رَبِّنَا مُنقَلِبُونَ

Transliteration qālū lā ḍayra innā ilā rabbinā munqalibūna

Pashto هغوى وویل: هېڅ ضرر نشته، بېشكه مونږ خپل رب ته بېرته ورتلونكي یو

Verse 51

إِنَّا نَطْمَعُ أَن يَغْفِرَ لَنَا رَبُّنَا خَطَـٰيَـٰنَآ أَن كُنَّآ أَوَّلَ ٱلْمُؤْمِنِينَ

Transliteration innā naṭmaʿu an yaghfira lanā rabbunā khaṭāyānā an kunnā awwala l-mu'minīna

Pashto بېشكه مونږ دا طمع لرو چې زمونږ رب به مونږ ته زمونږ ګناهونه وبخښي، په دې چې مونږ (په دې حاضرینو كې) اول د ایمان راوړونكو یو

Verse 52

۞ وَأَوْحَيْنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ أَنْ أَسْرِ بِعِبَادِىٓ إِنَّكُم مُّتَّبَعُونَ

Transliteration wa-awḥaynā ilā mūsā an asri biʿibādī innakum muttabaʿūna

Pashto او مونږ موسٰى ته وحي وكړه داسې چې ته زما بنده ګان د شپې بوځه، بېشكه تاسو پسې به درتلل كېدى شي

Verse 53

فَأَرْسَلَ فِرْعَوْنُ فِى ٱلْمَدَآئِنِ حَـٰشِرِينَ

Transliteration fa-arsala fir'ʿawnu fī l-madāini ḥāshirīna

Pashto نو فرعون په ښارونو كې راټولوونكي ولېږل

Verse 54

إِنَّ هَـٰٓؤُلَآءِ لَشِرْذِمَةٌ قَلِيلُونَ

Transliteration inna hāulāi lashir'dhimatun qalīlūna

Pashto (او ويې ویل) بېشكه دغه (بني اسرائیل) ډېره لږه وړه ډله ده

Verse 55

وَإِنَّهُمْ لَنَا لَغَآئِظُونَ

Transliteration wa-innahum lanā laghāiẓūna

Pashto او بېشكه دوى مونږ لره یقینًا غصه كوونكي دي

Verse 56

وَإِنَّا لَجَمِيعٌ حَـٰذِرُونَ

Transliteration wa-innā lajamīʿun ḥādhirūna

Pashto او بېشكه مونږ خامخا بيداره ډله یو

Verse 57

فَأَخْرَجْنَـٰهُم مِّن جَنَّـٰتٍ وَعُيُونٍ

Transliteration fa-akhrajnāhum min jannātin waʿuyūnin

Pashto نو مونږه دوى (فرعونیان) له باغونو او چینو نه راوښكل

Verse 58

وَكُنُوزٍ وَمَقَامٍ كَرِيمٍ

Transliteration wakunūzin wamaqāmin karīmin

Pashto او له خزانو او ښو ځایونو نه

Verse 59

كَذَٰلِكَ وَأَوْرَثْنَـٰهَا بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ

Transliteration kadhālika wa-awrathnāhā banī is'rāīla

Pashto همداسې (مونږ وكړل) او مونږ د دغو (څیزونو) وارثان بني اسرائیل وګرځول

Verse 60

فَأَتْبَعُوهُم مُّشْرِقِينَ

Transliteration fa-atbaʿūhum mush'riqīna

Pashto نو (فرعونیان) د دوى پسې شول، چې د لمر ختو په وخت كې داخلېدونكي وو

Verse 61

فَلَمَّا تَرَٰٓءَا ٱلْجَمْعَانِ قَالَ أَصْحَـٰبُ مُوسَىٰٓ إِنَّا لَمُدْرَكُونَ

Transliteration falammā tarāā l-jamʿāni qāla aṣḥābu mūsā innā lamud'rakūna

Pashto نو كله چې دواړو ډلو یو بل سره ولیدل، د موسٰى ملګرو وویل: بېشكه مونږ خامخا نیول كېدونكي یو

Verse 62

قَالَ كَلَّآ ۖ إِنَّ مَعِىَ رَبِّى سَيَهْدِينِ

Transliteration qāla kallā inna maʿiya rabbī sayahdīni

Pashto (موسٰى) وویل: هیڅكله داسې نشي كېدى، بېشكه زما سره زما رب دى، هغه به ضرور زما لار ښوونه كوي

Verse 63

فَأَوْحَيْنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ أَنِ ٱضْرِب بِّعَصَاكَ ٱلْبَحْرَ ۖ فَٱنفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرْقٍ كَٱلطَّوْدِ ٱلْعَظِيمِ

Transliteration fa-awḥaynā ilā mūsā ani iḍ'rib biʿaṣāka l-baḥra fa-infalaqa fakāna kullu fir'qin kal-ṭawdi l-ʿaẓīmi

Pashto نو مونږ موسٰى ته وحي وكړه چې ته په خپلې امسا سره سمندر ووهه، نو هغه څیرې شو، نو هره برخه د ډېر اوچت غر په شان شوله

Verse 64

وَأَزْلَفْنَا ثَمَّ ٱلْـَٔاخَرِينَ

Transliteration wa-azlafnā thamma l-ākharīna

Pashto او دغه ځاى ته مونږ هغه نور ښه رانژدې كړل

Verse 65

وَأَنجَيْنَا مُوسَىٰ وَمَن مَّعَهُۥٓ أَجْمَعِينَ

Transliteration wa-anjaynā mūsā waman maʿahu ajmaʿīna

Pashto اومونږ موسٰى او هغو كسانو ته چې له هغه سره وو ؛ ټولو ته نجات وركړ

Verse 66

ثُمَّ أَغْرَقْنَا ٱلْـَٔاخَرِينَ

Transliteration thumma aghraqnā l-ākharīna

Pashto بیا مونږ هغه نور غرق (ډوب) كړل

Verse 67

إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ

Transliteration inna fī dhālika laāyatan wamā kāna aktharuhum mu'minīna

Pashto بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره ایمان راوړونكي نه وو

Verse 68

وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ

Transliteration wa-inna rabbaka lahuwa l-ʿazīzu l-raḥīmu

Pashto او بېشكه رب ستا خامخا هم هغه ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى

Verse 69

وَٱتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ إِبْرَٰهِيمَ

Transliteration wa-ut'lu ʿalayhim naba-a ib'rāhīma

Pashto او ته دوى ته د ابراهیم خبر (قصه) ولوله

Verse 70

إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِۦ مَا تَعْبُدُونَ

Transliteration idh qāla li-abīhi waqawmihi mā taʿbudūna

Pashto كله چې هغه خپل پلار او خپل قوم ته وویل: تاسو د څه څیز عبادت كوئ

Verse 71

قَالُوا۟ نَعْبُدُ أَصْنَامًا فَنَظَلُّ لَهَا عَـٰكِفِينَ

Transliteration qālū naʿbudu aṣnāman fanaẓallu lahā ʿākifīna

Pashto هغوى وویل: مونږ د بتانو عبادت كوو، پس همېشه به دوى ته په عبادت قايم اوسو

Verse 72

قَالَ هَلْ يَسْمَعُونَكُمْ إِذْ تَدْعُونَ

Transliteration qāla hal yasmaʿūnakum idh tadʿūna

Pashto هغه وویل: ایا دوى ستاسو اوري كله چې تاسو (دوى) بلئ؟

Verse 73

أَوْ يَنفَعُونَكُمْ أَوْ يَضُرُّونَ

Transliteration aw yanfaʿūnakum aw yaḍurrūna

Pashto یا تاسو ته نفع دررسوي، یا ضرر دررسوي؟

Verse 74

قَالُوا۟ بَلْ وَجَدْنَآ ءَابَآءَنَا كَذَٰلِكَ يَفْعَلُونَ

Transliteration qālū bal wajadnā ābāanā kadhālika yafʿalūna

Pashto هغوى وویل: بلكې مونږ خپل پلرونه موندلي دي چې همداسې به يې كول

Verse 75

قَالَ أَفَرَءَيْتُم مَّا كُنتُمْ تَعْبُدُونَ

Transliteration qāla afara-aytum mā kuntum taʿbudūna

Pashto هغه وویل: ایا تاسو كتلي دي (او پوه شوي يئ په) هغه چې تاسو يې عبادت كوئ

Verse 76

أَنتُمْ وَءَابَآؤُكُمُ ٱلْأَقْدَمُونَ

Transliteration antum waābāukumu l-aqdamūna

Pashto تاسو او ستاسو پخوا تېر شوي پلرونه

Verse 77

فَإِنَّهُمْ عَدُوٌّ لِّىٓ إِلَّا رَبَّ ٱلْعَـٰلَمِينَ

Transliteration fa-innahum ʿaduwwun lī illā rabba l-ʿālamīna

Pashto پس بېشكه دوى (ستاسو معبودان) زما دښمنان دي غیر له رب العلمین نه

Verse 78

ٱلَّذِى خَلَقَنِى فَهُوَ يَهْدِينِ

Transliteration alladhī khalaqanī fahuwa yahdīni

Pashto هغه چې زه يې پیدا كړى یم، نو هغه زما لار ښوونه كوي

Verse 79

وَٱلَّذِى هُوَ يُطْعِمُنِى وَيَسْقِينِ

Transliteration wa-alladhī huwa yuṭ'ʿimunī wayasqīni

Pashto او هغه چې همغه په ما خوراك كوي او په ما څښاك كوي

Verse 80

وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ

Transliteration wa-idhā mariḍ'tu fahuwa yashfīni

Pashto او كله چې زه ناروغه شم، نو هغه ما ته شفا راكوي

Verse 81

وَٱلَّذِى يُمِيتُنِى ثُمَّ يُحْيِينِ

Transliteration wa-alladhī yumītunī thumma yuḥ'yīni

Pashto او هغه چې ما ته به مرګ راكوي، بیا به ما ژوندى كوي

Verse 82

وَٱلَّذِىٓ أَطْمَعُ أَن يَغْفِرَ لِى خَطِيٓـَٔتِى يَوْمَ ٱلدِّينِ

Transliteration wa-alladhī aṭmaʿu an yaghfira lī khaṭīatī yawma l-dīni

Pashto او هغه چې زه طمع لرم دا چې د قیامت په ورځ به هغه ما ته زما ګناه وبخښي

Verse 83

رَبِّ هَبْ لِى حُكْمًا وَأَلْحِقْنِى بِٱلصَّـٰلِحِينَ

Transliteration rabbi hab lī ḥuk'man wa-alḥiq'nī bil-ṣāliḥīna

Pashto اى زما ربه! ما ته حكم (علم وحكمت) راكړه او ما له نېكانو سره پیوست كړه

Verse 84

وَٱجْعَل لِّى لِسَانَ صِدْقٍ فِى ٱلْـَٔاخِرِينَ

Transliteration wa-ij'ʿal lī lisāna ṣid'qin fī l-ākhirīna

Pashto او زما لپاره په وروستنو خلقو كې د صدق ژبه (نېكنامي) وګرځوه

Verse 85

وَٱجْعَلْنِى مِن وَرَثَةِ جَنَّةِ ٱلنَّعِيمِ

Transliteration wa-ij'ʿalnī min warathati jannati l-naʿīmi

Pashto او ما د نعمتونو د جنت له وارثانو ځنې وګرځوه

Verse 86

وَٱغْفِرْ لِأَبِىٓ إِنَّهُۥ كَانَ مِنَ ٱلضَّآلِّينَ

Transliteration wa-igh'fir li-abī innahu kāna mina l-ḍālīna

Pashto او زما پلار ته بخښنه وكړه، یقینًا هغه له ګمراهانو ځنې و

Verse 87

وَلَا تُخْزِنِى يَوْمَ يُبْعَثُونَ

Transliteration walā tukh'zinī yawma yub'ʿathūna

Pashto او ته ما مه شرموه په هغې ورځ كې چې خلق به بیا ژوندي كولى شي

Verse 88

يَوْمَ لَا يَنفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ

Transliteration yawma lā yanfaʿu mālun walā banūna

Pashto په هغې ورځ چې نه به مال نفع رسوي او نه زامن

Verse 89

إِلَّا مَنْ أَتَى ٱللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ

Transliteration illā man atā l-laha biqalbin salīmin

Pashto مګر هغه چا ته چې الله ته په ډېر سلامت زړه راغى

Verse 90

وَأُزْلِفَتِ ٱلْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِينَ

Transliteration wa-uz'lifati l-janatu lil'muttaqīna

Pashto او جنت به(په هغې ورځ كې) پرهېزګارانو ته ورنژدې كړى شي

Verse 91

وَبُرِّزَتِ ٱلْجَحِيمُ لِلْغَاوِينَ

Transliteration waburrizati l-jaḥīmu lil'ghāwīna

Pashto او جهنم به ګمراهانو ته ښه ښكاره كړى شي

Verse 92

وَقِيلَ لَهُمْ أَيْنَ مَا كُنتُمْ تَعْبُدُونَ

Transliteration waqīla lahum ayna mā kuntum taʿbudūna

Pashto او دوى ته به وویل شي: چېرته دي هغه (معبودان) چې تاسو به يې عبادت كاوه

Verse 93

مِن دُونِ ٱللَّهِ هَلْ يَنصُرُونَكُمْ أَوْ يَنتَصِرُونَ

Transliteration min dūni l-lahi hal yanṣurūnakum aw yantaṣirūna

Pashto له الله نه غیر، ایا دوى ستاسو مدد كوي، یا دوى بدله اخيستى شي؟

Verse 94

فَكُبْكِبُوا۟ فِيهَا هُمْ وَٱلْغَاوُۥنَ

Transliteration fakub'kibū fīhā hum wal-ghāwūna

Pashto نو دا (بتان) به په دغه (جهنم) كې نسكور وغورځول شي دوى او ګمراهان هم

Verse 95

وَجُنُودُ إِبْلِيسَ أَجْمَعُونَ

Transliteration wajunūdu ib'līsa ajmaʿūna

Pashto او د ابلیس لښكرې، دوى ټول

Verse 96

قَالُوا۟ وَهُمْ فِيهَا يَخْتَصِمُونَ

Transliteration qālū wahum fīhā yakhtaṣimūna

Pashto دوى به ووايي، په داسې حال كې چې دوى به سره جګړې كوي:

Verse 97

تَٱللَّهِ إِن كُنَّا لَفِى ضَلَـٰلٍ مُّبِينٍ

Transliteration tal-lahi in kunnā lafī ḍalālin mubīnin

Pashto قسم په الله، یقینًا مونږه خامخا په ښكاره ګمراهۍ كې وو

Verse 98

إِذْ نُسَوِّيكُم بِرَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ

Transliteration idh nusawwīkum birabbi l-ʿālamīna

Pashto كله چې مونږ تاسو له رب العلمین سره برابرولئ

Verse 99

وَمَآ أَضَلَّنَآ إِلَّا ٱلْمُجْرِمُونَ

Transliteration wamā aḍallanā illā l-muj'rimūna

Pashto او مونږ نه وو ګمراه كړي مګر مجرمانو (بدو مشرانو)

Verse 100

فَمَا لَنَا مِن شَـٰفِعِينَ

Transliteration famā lanā min shāfiʿīna

Pashto نو زمونږ لپاره هیڅوك شفاعت كوونكي نشته

Verse 101

وَلَا صَدِيقٍ حَمِيمٍ

Transliteration walā ṣadīqin ḥamīmin

Pashto او نه كوم مخلص دوست

Verse 102

فَلَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَكُونَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ

Transliteration falaw anna lanā karratan fanakūna mina l-mu'minīna

Pashto نو ارمان كه په رښتیا زمونږ لپاره یو ځل دنیا ته واپسي وى، نو چې شوي وى مونږ له مومنانو نه

Verse 103

إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ

Transliteration inna fī dhālika laāyatan wamā kāna aktharuhum mu'minīna

Pashto بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى زیاتره مومنان نه وو

Verse 104

وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ

Transliteration wa-inna rabbaka lahuwa l-ʿazīzu l-raḥīmu

Pashto او بېشكه ستا رب، خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى

Verse 105

كَذَّبَتْ قَوْمُ نُوحٍ ٱلْمُرْسَلِينَ

Transliteration kadhabat qawmu nūḥin l-mur'salīna

Pashto د نوح قوم د رسولانو تكذیب وكړ

Verse 106

إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ نُوحٌ أَلَا تَتَّقُونَ

Transliteration idh qāla lahum akhūhum nūḥun alā tattaqūna

Pashto كله چې دوى ته د دوى ورور نوح وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ!

Verse 107

إِنِّى لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ

Transliteration innī lakum rasūlun amīnun

Pashto بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم

Verse 108

فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ

Transliteration fa-ittaqū l-laha wa-aṭīʿūni

Pashto نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ

Verse 109

وَمَآ أَسْـَٔلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ ۖ إِنْ أَجْرِىَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ

Transliteration wamā asalukum ʿalayhi min ajrin in ajriya illā ʿalā rabbi l-ʿālamīna

Pashto او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (عوض) نه غواړم، نه دى اجر زما مګر په رب العلمین باندې

Verse 110

فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ

Transliteration fa-ittaqū l-laha wa-aṭīʿūni

Pashto نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ

Verse 111

۞ قَالُوٓا۟ أَنُؤْمِنُ لَكَ وَٱتَّبَعَكَ ٱلْأَرْذَلُونَ

Transliteration qālū anu'minu laka wa-ittabaʿaka l-ardhalūna

Pashto هغوى وویل: ایا مونږ په تا ایمان راوړو!، حال دا چې ستا پیروي تر ټولو رذیلو خوارو خلقو كړې ده

Verse 112

قَالَ وَمَا عِلْمِى بِمَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ

Transliteration qāla wamā ʿil'mī bimā kānū yaʿmalūna

Pashto (نوح) وویل: او ما ته څه علم دى په هغه څه چې دوى يې كوي

Verse 113

إِنْ حِسَابُهُمْ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّى ۖ لَوْ تَشْعُرُونَ

Transliteration in ḥisābuhum illā ʿalā rabbī law tashʿurūna

Pashto نه دى د دوى حساب مګر زما په رب باندې، كه تاسو پوهېږئ

Verse 114

وَمَآ أَنَا۠ بِطَارِدِ ٱلْمُؤْمِنِينَ

Transliteration wamā anā biṭāridi l-mu'minīna

Pashto او زه له سره دې مومنانو لره شړونكى نه یم

Verse 115

إِنْ أَنَا۠ إِلَّا نَذِيرٌ مُّبِينٌ

Transliteration in anā illā nadhīrun mubīnun

Pashto زه نه یم مګر ښكاره وېروونكى

Verse 116

قَالُوا۟ لَئِن لَّمْ تَنتَهِ يَـٰنُوحُ لَتَكُونَنَّ مِنَ ٱلْمَرْجُومِينَ

Transliteration qālū la-in lam tantahi yānūḥu latakūnanna mina l-marjūmīna

Pashto دوى وویل: اى نوحه! قسم دى كه ته وانه وښتې (نو) خامخا هرومرو به ته له سنګسار كړى شويو ځنې شې

Verse 117

قَالَ رَبِّ إِنَّ قَوْمِى كَذَّبُونِ

Transliteration qāla rabbi inna qawmī kadhabūni

Pashto هغه وویل: اى زما ربه! بېشكه زما قوم زما تكذیب وكړ

Verse 118

فَٱفْتَحْ بَيْنِى وَبَيْنَهُمْ فَتْحًا وَنَجِّنِى وَمَن مَّعِىَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ

Transliteration fa-if'taḥ baynī wabaynahum fatḥan wanajjinī waman maʿiya mina l-mu'minīna

Pashto نو ته زما په مینځ كې او د دوى په مینځ كې فیصله وكړه واضحه فیصله او ته ما ته نجات راكړه او هغه چا ته چې له ما سره كوم مومنان دي

Verse 119

فَأَنجَيْنَـٰهُ وَمَن مَّعَهُۥ فِى ٱلْفُلْكِ ٱلْمَشْحُونِ

Transliteration fa-anjaynāhu waman maʿahu fī l-ful'ki l-mashḥūni

Pashto نو مونږ نجات وركړ هغه ته او هغه چا ته چې له ده سره په ډكه كشتۍ كې وو

Verse 120

ثُمَّ أَغْرَقْنَا بَعْدُ ٱلْبَاقِينَ

Transliteration thumma aghraqnā baʿdu l-bāqīna

Pashto بیا مونږ له دې نه پس باقي خلق غرق (ډوب) كړل

Verse 121

إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ

Transliteration inna fī dhālika laāyatan wamā kāna aktharuhum mu'minīna

Pashto بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى زیاتره مومنان نه وو

Verse 122

وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ

Transliteration wa-inna rabbaka lahuwa l-ʿazīzu l-raḥīmu

Pashto او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى

Verse 123

كَذَّبَتْ عَادٌ ٱلْمُرْسَلِينَ

Transliteration kadhabat ʿādun l-mur'salīna

Pashto عادیانو د رسولانو تكذیب وكړ

Verse 124

إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ هُودٌ أَلَا تَتَّقُونَ

Transliteration idh qāla lahum akhūhum hūdun alā tattaqūna

Pashto كله چې دوى ته د دوى ورور هود وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ!

Verse 125

إِنِّى لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ

Transliteration innī lakum rasūlun amīnun

Pashto بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم

Verse 126

فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ

Transliteration fa-ittaqū l-laha wa-aṭīʿūni

Pashto نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ

Verse 127

وَمَآ أَسْـَٔلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ ۖ إِنْ أَجْرِىَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ

Transliteration wamā asalukum ʿalayhi min ajrin in ajriya illā ʿalā rabbi l-ʿālamīna

Pashto او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (عوض) نه غواړم، زمااجر نه دى مګر په رب العلمین باندې

Verse 128

أَتَبْنُونَ بِكُلِّ رِيعٍ ءَايَةً تَعْبَثُونَ

Transliteration atabnūna bikulli rīʿin āyatan taʿbathūna

Pashto ایا تاسو په هر اوچت ځاى یوه نښه (لوړه ودانۍ) جوړوئ، په داسې حال كې چې عبثیات كوئ!

Verse 129

وَتَتَّخِذُونَ مَصَانِعَ لَعَلَّكُمْ تَخْلُدُونَ

Transliteration watattakhidhūna maṣāniʿa laʿallakum takhludūna

Pashto او تاسو پاخه عمارتونه جوړوئ، ښايي چې تاسو به (په دنیا كې) تل اوسېږئ

Verse 130

وَإِذَا بَطَشْتُم بَطَشْتُمْ جَبَّارِينَ

Transliteration wa-idhā baṭashtum baṭashtum jabbārīna

Pashto او كله چې تاسو نیول كوئ (،نو) نیول كوئ، په داسې حال كې چې ظلم كوونكي يئ

Verse 131

فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ

Transliteration fa-ittaqū l-laha wa-aṭīʿūni

Pashto نو تاسو له الله نه ووېږئ او زما اطاعت وكړئ

Verse 132

وَٱتَّقُوا۟ ٱلَّذِىٓ أَمَدَّكُم بِمَا تَعْلَمُونَ

Transliteration wa-ittaqū alladhī amaddakum bimā taʿlamūna

Pashto او تاسو له هغه ذات نه ووېرېږئ چې ستاسو مدد يې كړى دى په هغه څه سره چې تاسو پرې پوه یئ

Verse 133

أَمَدَّكُم بِأَنْعَـٰمٍ وَبَنِينَ

Transliteration amaddakum bi-anʿāmin wabanīna

Pashto هغه ستاسو مدد كړى دى په څارویو او زامنو سره

Verse 134

وَجَنَّـٰتٍ وَعُيُونٍ

Transliteration wajannātin waʿuyūnin

Pashto او باغونو او چینو سره

Verse 135

إِنِّىٓ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ

Transliteration innī akhāfu ʿalaykum ʿadhāba yawmin ʿaẓīmin

Pashto بېشكه زه پر تاسو باندې د ډېرې لويې ورځې د عذاب وېره كوم

Verse 136

قَالُوا۟ سَوَآءٌ عَلَيْنَآ أَوَعَظْتَ أَمْ لَمْ تَكُن مِّنَ ٱلْوَٰعِظِينَ

Transliteration qālū sawāon ʿalaynā awaʿaẓta am lam takun mina l-wāʿiẓīna

Pashto هغوى وویل: مونږ ته یو شان ده، ایا كه ته نصیحت (وعظ) كوې، یا ته نه كېږې له وعظ كوونكو نه

Verse 137

إِنْ هَـٰذَآ إِلَّا خُلُقُ ٱلْأَوَّلِينَ

Transliteration in hādhā illā khuluqu l-awalīna

Pashto نه دى دا ستا (وعظ كول) مګر عادت د پخوانیو خلقو

Verse 138

وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِينَ

Transliteration wamā naḥnu bimuʿadhabīna

Pashto او مونږ له سره په عذاب كې مبتلا كېدونكي نه يو

Verse 139

فَكَذَّبُوهُ فَأَهْلَكْنَـٰهُمْ ۗ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ

Transliteration fakadhabūhu fa-ahlaknāhum inna fī dhālika laāyatan wamā kāna aktharuhum mu'minīna

Pashto نو دوى د هغه تكذیب وكړ، نو مونږه دوى هلاك كړل، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى اكثره مومنان نه وو

Verse 140

وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ

Transliteration wa-inna rabbaka lahuwa l-ʿazīzu l-raḥīmu

Pashto او بېشكه ستا رب خامخا همغه ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى

Verse 141

كَذَّبَتْ ثَمُودُ ٱلْمُرْسَلِينَ

Transliteration kadhabat thamūdu l-mur'salīna

Pashto ثمودیانو د رسولانو تكذیب وكړ

Verse 142

إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ صَـٰلِحٌ أَلَا تَتَّقُونَ

Transliteration idh qāla lahum akhūhum ṣāliḥun alā tattaqūna

Pashto كله چې دوى ته د دوى ورور صالح وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ!

Verse 143

إِنِّى لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ

Transliteration innī lakum rasūlun amīnun

Pashto بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم

Verse 144

فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ

Transliteration fa-ittaqū l-laha wa-aṭīʿūni

Pashto نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ

Verse 145

وَمَآ أَسْـَٔلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ ۖ إِنْ أَجْرِىَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ

Transliteration wamā asalukum ʿalayhi min ajrin in ajriya illā ʿalā rabbi l-ʿālamīna

Pashto او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په رب العلمین باندې

Verse 146

أَتُتْرَكُونَ فِى مَا هَـٰهُنَآ ءَامِنِينَ

Transliteration atut'rakūna fī mā hāhunā āminīna

Pashto ایا تاسو به په پرېښودل شئ په هغو څیزونو كې چې دلته دي، په امن (او بې غمۍ) سره

Verse 147

فِى جَنَّـٰتٍ وَعُيُونٍ

Transliteration fī jannātin waʿuyūnin

Pashto په باغونو او چینو كې

Verse 148

وَزُرُوعٍ وَنَخْلٍ طَلْعُهَا هَضِيمٌ

Transliteration wazurūʿin wanakhlin ṭalʿuhā haḍīmun

Pashto او په فصلونو او داسې كجورو كې چې د هغو وږي (شګوفې) ډېر نرمې پستې وي

Verse 149

وَتَنْحِتُونَ مِنَ ٱلْجِبَالِ بُيُوتًا فَـٰرِهِينَ

Transliteration watanḥitūna mina l-jibāli buyūtan fārihīna

Pashto او تاسو په غرونو كې كورونه توږئ (كنئ)، په داسې حال كې چې ښه ماهران یئ

Verse 150

فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ

Transliteration fa-ittaqū l-laha wa-aṭīʿūni

Pashto نو تاسو له الله نه ووېرېږئ، او زما اطاعت وكړئ

Verse 151

وَلَا تُطِيعُوٓا۟ أَمْرَ ٱلْمُسْرِفِينَ

Transliteration walā tuṭīʿū amra l-mus'rifīna

Pashto او تاسو د اسراف كوونكو (له حد نه تېرېدونكو كافرانو) حكم مه منئ

Verse 152

ٱلَّذِينَ يُفْسِدُونَ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ

Transliteration alladhīna yuf'sidūna fī l-arḍi walā yuṣ'liḥūna

Pashto هغه چې په ځمكه كې فساد كوي او اصلاح نه كوي

Verse 153

قَالُوٓا۟ إِنَّمَآ أَنتَ مِنَ ٱلْمُسَحَّرِينَ

Transliteration qālū innamā anta mina l-musaḥarīna

Pashto هغوى وویل: بېشكه همدا خبره ده چې ته له جادو كړى شویو كسانو ځنې يې

Verse 154

مَآ أَنتَ إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا فَأْتِ بِـَٔايَةٍ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّـٰدِقِينَ

Transliteration mā anta illā basharun mith'lunā fati biāyatin in kunta mina l-ṣādiqīna

Pashto ته نه يې مګر زمونږ په مثل بشر، نو ته كومه معجزه راوړه! كه ته له رښتینو ځنې يې

Verse 155

قَالَ هَـٰذِهِۦ نَاقَةٌ لَّهَا شِرْبٌ وَلَكُمْ شِرْبُ يَوْمٍ مَّعْلُومٍ

Transliteration qāla hādhihi nāqatun lahā shir'bun walakum shir'bu yawmin maʿlūmin

Pashto او هغه وویل: دا اوښه ده، د دې لپاره د اوبو وار دى او تاسو لپاره د مقررې ورځې د اوبو وار دى

Verse 156

وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوٓءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابُ يَوْمٍ عَظِيمٍ

Transliteration walā tamassūhā bisūin fayakhudhakum ʿadhābu yawmin ʿaẓīmin

Pashto او تاسو دې ته هېڅ تكلیف مه رسوئ، (ګنې) نو تاسو به د ډېرې لويې ورځې عذاب ونیسي

Verse 157

فَعَقَرُوهَا فَأَصْبَحُوا۟ نَـٰدِمِينَ

Transliteration faʿaqarūhā fa-aṣbaḥū nādimīna

Pashto نو دوى د هغې پړكي پرې كړل، بیا دوى پښېمانه شول

Verse 158

فَأَخَذَهُمُ ٱلْعَذَابُ ۗ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ

Transliteration fa-akhadhahumu l-ʿadhābu inna fī dhālika laāyatan wamā kāna aktharuhum mu'minīna

Pashto نو دوى عذاب ونیول، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى اكثره مومنان نه وو

Verse 159

وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ

Transliteration wa-inna rabbaka lahuwa l-ʿazīzu l-raḥīmu

Pashto او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى

Verse 160

كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوطٍ ٱلْمُرْسَلِينَ

Transliteration kadhabat qawmu lūṭin l-mur'salīna

Pashto د لوط قوم د رسولانو تكذیب وكړ

Verse 161

إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ لُوطٌ أَلَا تَتَّقُونَ

Transliteration idh qāla lahum akhūhum lūṭun alā tattaqūna

Pashto كله چې دوى ته د دوى ورور لوط وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ!

Verse 162

إِنِّى لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ

Transliteration innī lakum rasūlun amīnun

Pashto بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم

Verse 163

فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ

Transliteration fa-ittaqū l-laha wa-aṭīʿūni

Pashto نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ

Verse 164

وَمَآ أَسْـَٔلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ ۖ إِنْ أَجْرِىَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ

Transliteration wamā asalukum ʿalayhi min ajrin in ajriya illā ʿalā rabbi l-ʿālamīna

Pashto او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (عوض) نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په رب العلمین باندې

Verse 165

أَتَأْتُونَ ٱلذُّكْرَانَ مِنَ ٱلْعَـٰلَمِينَ

Transliteration atatūna l-dhuk'rāna mina l-ʿālamīna

Pashto ایا په مخلوقاتو كې تاسو له سړیو سره بدكاري كوئ

Verse 166

وَتَذَرُونَ مَا خَلَقَ لَكُمْ رَبُّكُم مِّنْ أَزْوَٰجِكُم ۚ بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ عَادُونَ

Transliteration watadharūna mā khalaqa lakum rabbukum min azwājikum bal antum qawmun ʿādūna

Pashto او تاسو پرېږدئ هغه څه چې تاسو لپاره ستاسو رب پیدا كړي دي، یعنې ستاسو ښځې، بلكې تاسو له حده تېرېدونكي خلق یئ

Verse 167

قَالُوا۟ لَئِن لَّمْ تَنتَهِ يَـٰلُوطُ لَتَكُونَنَّ مِنَ ٱلْمُخْرَجِينَ

Transliteration qālū la-in lam tantahi yālūṭu latakūnanna mina l-mukh'rajīna

Pashto دوى وویل: قسم دى كه ته منع نه شوې اى لوطه! (نو) خامخا هرومرو به ته له اېستل شویو ځنې شې

Verse 168

قَالَ إِنِّى لِعَمَلِكُم مِّنَ ٱلْقَالِينَ

Transliteration qāla innī liʿamalikum mina l-qālīna

Pashto هغه وویل: بېشكه زه ستاسو له عمل سره له سخت بغض لرونكو ځنې یم

Verse 169

رَبِّ نَجِّنِى وَأَهْلِى مِمَّا يَعْمَلُونَ

Transliteration rabbi najjinī wa-ahlī mimmā yaʿmalūna

Pashto اى زما ربه! ته ما ته او زما اهل ته نجات راكړې له هغو كارونو نه چې دوى يې كوي

Verse 170

فَنَجَّيْنَـٰهُ وَأَهْلَهُۥٓ أَجْمَعِينَ

Transliteration fanajjaynāhu wa-ahlahu ajmaʿīna

Pashto نو مونږ هغه ته او د هغه اهل ټولو ته نجات وركړ

Verse 171

إِلَّا عَجُوزًا فِى ٱلْغَـٰبِرِينَ

Transliteration illā ʿajūzan fī l-ghābirīna

Pashto غیر له یوې بوډۍ نه چې په باقي پاتې كېدونكو كې وه

Verse 172

ثُمَّ دَمَّرْنَا ٱلْـَٔاخَرِينَ

Transliteration thumma dammarnā l-ākharīna

Pashto بیا مونږ هغه نور هلاك كړل

Verse 173

وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِم مَّطَرًا ۖ فَسَآءَ مَطَرُ ٱلْمُنذَرِينَ

Transliteration wa-amṭarnā ʿalayhim maṭaran fasāa maṭaru l-mundharīna

Pashto او په دوى باندې مونږ باران ووراوه، عجیب (د كاڼو) باران، نو بد باران و د وېرول شویو (خلقو)

Verse 174

إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ

Transliteration inna fī dhālika laāyatan wamā kāna aktharuhum mu'minīna

Pashto بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره مومنان نه وو

Verse 175

وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ

Transliteration wa-inna rabbaka lahuwa l-ʿazīzu l-raḥīmu

Pashto او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى

Verse 176

كَذَّبَ أَصْحَـٰبُ لْـَٔيْكَةِ ٱلْمُرْسَلِينَ

Transliteration kadhaba aṣḥābu al'aykati l-mur'salīna

Pashto د ونو ځنګل والاو د رسولانو تكذیب وكړ

Verse 177

إِذْ قَالَ لَهُمْ شُعَيْبٌ أَلَا تَتَّقُونَ

Transliteration idh qāla lahum shuʿaybun alā tattaqūna

Pashto كله چې دوى ته شعیب وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ!

Verse 178

إِنِّى لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ

Transliteration innī lakum rasūlun amīnun

Pashto بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم

Verse 179

فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ

Transliteration fa-ittaqū l-laha wa-aṭīʿūni

Pashto نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ

Verse 180

وَمَآ أَسْـَٔلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ ۖ إِنْ أَجْرِىَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ

Transliteration wamā asalukum ʿalayhi min ajrin in ajriya illā ʿalā rabbi l-ʿālamīna

Pashto او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په رب العلمین باندې

Verse 181

۞ أَوْفُوا۟ ٱلْكَيْلَ وَلَا تَكُونُوا۟ مِنَ ٱلْمُخْسِرِينَ

Transliteration awfū l-kayla walā takūnū mina l-mukh'sirīna

Pashto تاسو پېمانه پوره وركوئ او تاسو له كم وركونكو څخه مه كېږئ

Verse 182

وَزِنُوا۟ بِٱلْقِسْطَاسِ ٱلْمُسْتَقِيمِ

Transliteration wazinū bil-qis'ṭāsi l-mus'taqīmi

Pashto او تاسو په برابرې تلې سره تول كوئ

Verse 183

وَلَا تَبْخَسُوا۟ ٱلنَّاسَ أَشْيَآءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا۟ فِى ٱلْأَرْضِ مُفْسِدِينَ

Transliteration walā tabkhasū l-nāsa ashyāahum walā taʿthaw fī l-arḍi muf'sidīna

Pashto او تاسو خلقو ته د هغوى څیزونه مه كموئ، او مه ګرځئ په وراني سره په ځمكه كې، په دې حال چې فساد كوونكي یئ

Verse 184

وَٱتَّقُوا۟ ٱلَّذِى خَلَقَكُمْ وَٱلْجِبِلَّةَ ٱلْأَوَّلِينَ

Transliteration wa-ittaqū alladhī khalaqakum wal-jibilata l-awalīna

Pashto او تاسو له هغه ذات نه ووېرېږئ چې تاسو او ړومبني خلق يې پیدا كړي دي

Verse 185

قَالُوٓا۟ إِنَّمَآ أَنتَ مِنَ ٱلْمُسَحَّرِينَ

Transliteration qālū innamā anta mina l-musaḥarīna

Pashto هغوى وویل: بېشكه همدا خبره ده چې ته له جادو كړى شویو ځنې يې

Verse 186

وَمَآ أَنتَ إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا وَإِن نَّظُنُّكَ لَمِنَ ٱلْكَـٰذِبِينَ

Transliteration wamā anta illā basharun mith'lunā wa-in naẓunnuka lamina l-kādhibīna

Pashto او ته نه يې مګر زمونږ په شان بشر، او یقینًا مونږ خامخا تا له دروغ ویونكو څخه ګڼو

Verse 187

فَأَسْقِطْ عَلَيْنَا كِسَفًا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّـٰدِقِينَ

Transliteration fa-asqiṭ ʿalaynā kisafan mina l-samāi in kunta mina l-ṣādiqīna

Pashto نو ته پر مونږ باندې له اسمانه ټوټې راوغورځوه، كه ته له رښتینو ځنې يې

Verse 188

قَالَ رَبِّىٓ أَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُونَ

Transliteration qāla rabbī aʿlamu bimā taʿmalūna

Pashto هغه وویل: زما رب ښه عالم دى په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ

Verse 189

فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمْ عَذَابُ يَوْمِ ٱلظُّلَّةِ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ

Transliteration fakadhabūhu fa-akhadhahum ʿadhābu yawmi l-ẓulati innahu kāna ʿadhāba yawmin ʿaẓīmin

Pashto نو دوى د هغه تكذیب وكړ، پس دوى د سیوري د ورځې عذاب ونیول، بېشكه دغه (عذاب) د ډېرې لويې ورځې عذاب و

Verse 190

إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ

Transliteration inna fī dhālika laāyatan wamā kāna aktharuhum mu'minīna

Pashto بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره مومنان نه وو

Verse 191

وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ

Transliteration wa-inna rabbaka lahuwa l-ʿazīzu l-raḥīmu

Pashto او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى

Verse 192

وَإِنَّهُۥ لَتَنزِيلُ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ

Transliteration wa-innahu latanzīlu rabbi l-ʿālamīna

Pashto او بېشكه دا (قرآن) د رب العلمین (له جانبه) نازل كړى شوى دى

Verse 193

نَزَلَ بِهِ ٱلرُّوحُ ٱلْأَمِينُ

Transliteration nazala bihi l-rūḥu l-amīnu

Pashto دا جبریل امین راكوز كړى دى

Verse 194

عَلَىٰ قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ ٱلْمُنذِرِينَ

Transliteration ʿalā qalbika litakūna mina l-mundhirīna

Pashto ستا په زړه باندې، د دې لپاره چې ته له وېروونكو څخه شې

Verse 195

بِلِسَانٍ عَرَبِىٍّ مُّبِينٍ

Transliteration bilisānin ʿarabiyyin mubīnin

Pashto په ښكاره عربي ژبه كې

Verse 196

وَإِنَّهُۥ لَفِى زُبُرِ ٱلْأَوَّلِينَ

Transliteration wa-innahu lafī zuburi l-awalīna

Pashto او بېشكه دا (قرآن، یعنې د ده ذكر) د ړومبنیو خلقو په كتابونو كې دى

Verse 197

أَوَلَمْ يَكُن لَّهُمْ ءَايَةً أَن يَعْلَمَهُۥ عُلَمَـٰٓؤُا۟ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ

Transliteration awalam yakun lahum āyatan an yaʿlamahu ʿulamāu banī is'rāīla

Pashto ایا دغه (كفارو) ته (د قرآن د حقانیت) دا لویه نښه نه ده چې د بني اسرائیلو عالمان په ده پوهېږي؟

Verse 198

وَلَوْ نَزَّلْنَـٰهُ عَلَىٰ بَعْضِ ٱلْأَعْجَمِينَ

Transliteration walaw nazzalnāhu ʿalā baʿḍi l-aʿjamīna

Pashto او كه مونږ دا (قرآن) په عجمیانو كې په چا نازل كړى وى

Verse 199

فَقَرَأَهُۥ عَلَيْهِم مَّا كَانُوا۟ بِهِۦ مُؤْمِنِينَ

Transliteration faqara-ahu ʿalayhim mā kānū bihi mu'minīna

Pashto بيا هغه دا (قرآن) دوى ته لوستلى وى، دوى په ده باندې ایمان راوړونكي نه وو

Verse 200

كَذَٰلِكَ سَلَكْنَـٰهُ فِى قُلُوبِ ٱلْمُجْرِمِينَ

Transliteration kadhālika salaknāhu fī qulūbi l-muj'rimīna

Pashto همداسې مونږ دا (د قرآن تكذیب) د مجرمانو په زړونو كې ننه ایستلى دى

Verse 201

لَا يُؤْمِنُونَ بِهِۦ حَتَّىٰ يَرَوُا۟ ٱلْعَذَابَ ٱلْأَلِيمَ

Transliteration lā yu'minūna bihi ḥattā yarawū l-ʿadhāba l-alīma

Pashto دوى په ده ایمان نه راوړي تر هغه پورې چې دوى ډېر دردوونكى عذاب وویني

Verse 202

فَيَأْتِيَهُم بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ

Transliteration fayatiyahum baghtatan wahum lā yashʿurūna

Pashto نو هغه (عذاب) به په دوى ناڅاپه راشي، په داسې حال كې چې دوى نه پوهېږي

Verse 203

فَيَقُولُوا۟ هَلْ نَحْنُ مُنظَرُونَ

Transliteration fayaqūlū hal naḥnu munẓarūna

Pashto بیا به دوى وايي: ایا مونږ ته به مهلت راكولى شي؟

Verse 204

أَفَبِعَذَابِنَا يَسْتَعْجِلُونَ

Transliteration afabiʿadhābinā yastaʿjilūna

Pashto ایا نو دوى زمونږ همدا عذاب ژر غواړي

Verse 205

أَفَرَءَيْتَ إِن مَّتَّعْنَـٰهُمْ سِنِينَ

Transliteration afara-ayta in mattaʿnāhum sinīna

Pashto نو ته ما ته خبر راكړه كه مونږ دوى ته څو كاله نفع وركړو

Verse 206

ثُمَّ جَآءَهُم مَّا كَانُوا۟ يُوعَدُونَ

Transliteration thumma jāahum mā kānū yūʿadūna

Pashto بیا په دوى هغه (عذاب) راشي چې دوى سره به يې وعده كولى شوه

Verse 207

مَآ أَغْنَىٰ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يُمَتَّعُونَ

Transliteration mā aghnā ʿanhum mā kānū yumattaʿūna

Pashto (نو) د دوى به هېڅ په كار رانشي هغه څه چې دوى ته به (په هغو سره) نفع وركولى شوه

Verse 208

وَمَآ أَهْلَكْنَا مِن قَرْيَةٍ إِلَّا لَهَا مُنذِرُونَ

Transliteration wamā ahlaknā min qaryatin illā lahā mundhirūna

Pashto او مونږ هېڅ یو كلى نه دى هلاك كړى مګر د هغه لپاره وېروونكي وو

Verse 209

ذِكْرَىٰ وَمَا كُنَّا ظَـٰلِمِينَ

Transliteration dhik'rā wamā kunnā ẓālimīna

Pashto د نصیحت كولو لپاره، اومونږ ظالمان نه وو

Verse 210

وَمَا تَنَزَّلَتْ بِهِ ٱلشَّيَـٰطِينُ

Transliteration wamā tanazzalat bihi l-shayāṭīnu

Pashto او دا (قرآن) شیطانانو نه دى راكوز كړى

Verse 211

وَمَا يَنۢبَغِى لَهُمْ وَمَا يَسْتَطِيعُونَ

Transliteration wamā yanbaghī lahum wamā yastaṭīʿūna

Pashto او نه دا (كار) د هغوى لپاره صحیح دى او نه دوى (د دې كار) طاقت لري

Verse 212

إِنَّهُمْ عَنِ ٱلسَّمْعِ لَمَعْزُولُونَ

Transliteration innahum ʿani l-samʿi lamaʿzūlūna

Pashto بېشكه دوى (شیطانان) له اورېدلو نه خامخا منع كړى شوي (لرې كړى شوي) دي

Verse 213

فَلَا تَدْعُ مَعَ ٱللَّهِ إِلَـٰهًا ءَاخَرَ فَتَكُونَ مِنَ ٱلْمُعَذَّبِينَ

Transliteration falā tadʿu maʿa l-lahi ilāhan ākhara fatakūna mina l-muʿadhabīna

Pashto نو ته له الله سره بل هېڅ معبود مه بله، (ګنې) نو شې به ته له عذاب وركړى شویو نه

Verse 214

وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ ٱلْأَقْرَبِينَ

Transliteration wa-andhir ʿashīrataka l-aqrabīna

Pashto او ته خپل ډېر نژدې خپلوان ووېروه

Verse 215

وَٱخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ ٱتَّبَعَكَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ

Transliteration wa-ikh'fiḍ janāḥaka limani ittabaʿaka mina l-mu'minīna

Pashto او ته خپل وزر ښكته كړه د هغه چا لپاره چې ستا پیروي يې كړې ده، چې مومنان دي

Verse 216

فَإِنْ عَصَوْكَ فَقُلْ إِنِّى بَرِىٓءٌ مِّمَّا تَعْمَلُونَ

Transliteration fa-in ʿaṣawka faqul innī barīon mimmā taʿmalūna

Pashto نو كه دغو (خپلوانو) ستا نافرماني وكړه، نو ته (ورته) ووایه: بېشكه زه د هغو كارونو نه بېزاره یم چې تاسو يې كوئ

Verse 217

وَتَوَكَّلْ عَلَى ٱلْعَزِيزِ ٱلرَّحِيمِ

Transliteration watawakkal ʿalā l-ʿazīzi l-raḥīmi

Pashto او ته توكل وكړه په ډېر غالب، بې حده رحم كوونكي ذات باندې

Verse 218

ٱلَّذِى يَرَىٰكَ حِينَ تَقُومُ

Transliteration alladhī yarāka ḥīna taqūmu

Pashto هغه چې تا ویني كله چې ته پاڅېږې (لمانځه ته)

Verse 219

وَتَقَلُّبَكَ فِى ٱلسَّـٰجِدِينَ

Transliteration wataqallubaka fī l-sājidīna

Pashto او په سجده كوونكو كې ستا اوښتل (ویني)

Verse 220

إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ

Transliteration innahu huwa l-samīʿu l-ʿalīmu

Pashto بېشكه هغه، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى

Verse 221

هَلْ أُنَبِّئُكُمْ عَلَىٰ مَن تَنَزَّلُ ٱلشَّيَـٰطِينُ

Transliteration hal unabbi-ukum ʿalā man tanazzalu l-shayāṭīnu

Pashto ایا زه تاسو ته خبر دركړم چې په چا باندې شیطانان راكوزېږي؟

Verse 222

تَنَزَّلُ عَلَىٰ كُلِّ أَفَّاكٍ أَثِيمٍ

Transliteration tanazzalu ʿalā kulli affākin athīmin

Pashto دوى په هر ډېر دروغجن، سخت مجرم باندې راكوزېږي

Verse 223

يُلْقُونَ ٱلسَّمْعَ وَأَكْثَرُهُمْ كَـٰذِبُونَ

Transliteration yul'qūna l-samʿa wa-aktharuhum kādhibūna

Pashto دوى غوږ ږدي (د ملايكو خبرو ته) او د دوى زیاتره دروغجنان دي

Verse 224

وَٱلشُّعَرَآءُ يَتَّبِعُهُمُ ٱلْغَاوُۥنَ

Transliteration wal-shuʿarāu yattabiʿuhumu l-ghāwūna

Pashto او شاعران (چې دي) د دوى پیروي ګمراه خلق كوي

Verse 225

أَلَمْ تَرَ أَنَّهُمْ فِى كُلِّ وَادٍ يَهِيمُونَ

Transliteration alam tara annahum fī kulli wādin yahīmūna

Pashto ایا ته نه وینې چې بېشكه دوى په هره وادۍ (ناو) كې سرګردانه ګرځي

Verse 226

وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ

Transliteration wa-annahum yaqūlūna mā lā yafʿalūna

Pashto او بېشكه دوى وايي هغه څه چې دوى يې (پخپله) نه كوي

Verse 227

إِلَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ وَذَكَرُوا۟ ٱللَّهَ كَثِيرًا وَٱنتَصَرُوا۟ مِنۢ بَعْدِ مَا ظُلِمُوا۟ ۗ وَسَيَعْلَمُ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوٓا۟ أَىَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُونَ

Transliteration illā alladhīna āmanū waʿamilū l-ṣāliḥāti wadhakarū l-laha kathīran wa-intaṣarū min baʿdi mā ẓulimū wasayaʿlamu alladhīna ẓalamū ayya munqalabin yanqalibūna

Pashto غیر له هغو كسانو نه چې ایمان راوړي او نېك عملونه كوي او الله ډېر زیات یادوي او بدله اخلي كله چې پر دوى ظلم وكړى شي، او هغه كسان چې ظلم يې كړى دى ژر به پوه شي چې د بېرته ورتلو كوم ځاى ته به دوى بېرته ورځي

Read Surah Ash-Shu'ara in another language

All languages

All 114 surahs in Pashto: the Qur’an in Pashto.

Learn it in MyDugsi

Pashto translation: Zakaria Abulsalam, from Quran.com. Transliteration: Quran.com. Recitation: Mishary Alafasy, from EveryAyah.com. MyDugsi is a learning aid, not a replacement for a qualified teacher.