MyDugsiStart learning

Surah Ya-Sin in Pashto: translation and audio

Surah 36 · يس · Ya Sin · 83 verses

Surah Ya-Sin verse by verse: the Arabic with a recitation you can repeat, the transliteration, and the Pashto translation by Zakaria Abulsalam. For the meaning of every word, see Surah Ya-Sin word by word in English.

Verse 1

يسٓ

Transliteration ya-seen

Pashto يا، سين

Verse 2

وَٱلْقُرْءَانِ ٱلْحَكِيمِ

Transliteration wal-qur'āni l-ḥakīmi

Pashto قسم دى په قرآن، چې ډېر د حكمت والا دى

Verse 3

إِنَّكَ لَمِنَ ٱلْمُرْسَلِينَ

Transliteration innaka lamina l-mur'salīna

Pashto بېشكه ته، یقینًا له رسولانو ځنې يې

Verse 4

عَلَىٰ صِرَٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ

Transliteration ʿalā ṣirāṭin mus'taqīmin

Pashto په نېغه لار يې

Verse 5

تَنزِيلَ ٱلْعَزِيزِ ٱلرَّحِيمِ

Transliteration tanzīla l-ʿazīzi l-raḥīmi

Pashto (دغه قرآن) د ډېر غالب، بې حده مهربان نازلول دي

Verse 6

لِتُنذِرَ قَوْمًا مَّآ أُنذِرَ ءَابَآؤُهُمْ فَهُمْ غَـٰفِلُونَ

Transliteration litundhira qawman mā undhira ābāuhum fahum ghāfilūna

Pashto د دې لپاره چې ته هغه قوم ووېروې چې د دوى پلرونه نه دي وېرول شوي، نو (ځكه) دوى غافلان دي

Verse 7

لَقَدْ حَقَّ ٱلْقَوْلُ عَلَىٰٓ أَكْثَرِهِمْ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ

Transliteration laqad ḥaqqa l-qawlu ʿalā aktharihim fahum lā yu'minūna

Pashto یقینًا یقینًا د دوى په زیاترو باندې (د عذاب) خبره ثابته شوې ده، نو (په دې وجه) دوى ایمان نه راوړي

Verse 8

إِنَّا جَعَلْنَا فِىٓ أَعْنَـٰقِهِمْ أَغْلَـٰلًا فَهِىَ إِلَى ٱلْأَذْقَانِ فَهُم مُّقْمَحُونَ

Transliteration innā jaʿalnā fī aʿnāqihim aghlālan fahiya ilā l-adhqāni fahum muq'maḥūna

Pashto بېشكه مونږ د دوى په غاړو (څټونو) كې طوقونه اچولي دي، نو دغه (طوقونه) تر زنو پورې دي، نو (په دې سره) دوى جګ سري كړى شوي دي

Verse 9

وَجَعَلْنَا مِنۢ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ سَدًّا وَمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا فَأَغْشَيْنَـٰهُمْ فَهُمْ لَا يُبْصِرُونَ

Transliteration wajaʿalnā min bayni aydīhim saddan wamin khalfihim saddan fa-aghshaynāhum fahum lā yub'ṣirūna

Pashto او مونږ د دوى په مخه كې یو دېوال كړى دى او یو دېوال د دوى شا ته، پس مونږ دوى پټ كړي دي، لهذا دوى هېڅ نه ویني

Verse 10

وَسَوَآءٌ عَلَيْهِمْ ءَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ

Transliteration wasawāon ʿalayhim a-andhartahum am lam tundhir'hum lā yu'minūna

Pashto او دوى ته یو شان ده كه ته دوى ووېروې، یا ته دوى ونه وېروې، دوى ایمان نه راوړي

Verse 11

إِنَّمَا تُنذِرُ مَنِ ٱتَّبَعَ ٱلذِّكْرَ وَخَشِىَ ٱلرَّحْمَـٰنَ بِٱلْغَيْبِ ۖ فَبَشِّرْهُ بِمَغْفِرَةٍ وَأَجْرٍ كَرِيمٍ

Transliteration innamā tundhiru mani ittabaʿa l-dhik'ra wakhashiya l-raḥmāna bil-ghaybi fabashir'hu bimaghfiratin wa-ajrin karīmin

Pashto بېشكه همدا خبره ده چې ته يواځې هغه څوك وېروې چې د ذكر (قرآن) پیروي كوي او له رحمٰن نه په نالیدلو وېرېږي، نو ته دغه كس ته د مغفرت او د ډېر عزت والا اجر زېرى وركړه

Verse 12

إِنَّا نَحْنُ نُحْىِ ٱلْمَوْتَىٰ وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا۟ وَءَاثَـٰرَهُمْ ۚ وَكُلَّ شَىْءٍ أَحْصَيْنَـٰهُ فِىٓ إِمَامٍ مُّبِينٍ

Transliteration innā naḥnu nuḥ'yī l-mawtā wanaktubu mā qaddamū waāthārahum wakulla shayin aḥṣaynāhu fī imāmin mubīnin

Pashto بېشكه مونږ، همدا مونږ مړي ژوندي كوو او مونږ هغه څه لیكو چې دوى يې مخكې لېږي او د دوى پاتې نښې (هم) او هر شى، مونږ هغه په ښكاره اصل (لوح محفوظ) كې درج كړى دى

Verse 13

وَٱضْرِبْ لَهُم مَّثَلًا أَصْحَـٰبَ ٱلْقَرْيَةِ إِذْ جَآءَهَا ٱلْمُرْسَلُونَ

Transliteration wa-iḍ'rib lahum mathalan aṣḥāba l-qaryati idh jāahā l-mur'salūna

Pashto او ته دوى ته د دغه كلي اوسېدونكي مثال وګرځوه، كله چې دوى ته رسولان راغلل

Verse 14

إِذْ أَرْسَلْنَآ إِلَيْهِمُ ٱثْنَيْنِ فَكَذَّبُوهُمَا فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ فَقَالُوٓا۟ إِنَّآ إِلَيْكُم مُّرْسَلُونَ

Transliteration idh arsalnā ilayhimu ith'nayni fakadhabūhumā faʿazzaznā bithālithin faqālū innā ilaykum mur'salūna

Pashto كله چې مونږ دوى ته دوه پېغمبران ولېږل، نو دوى هغو دواړو ته دروغجن وویل، نو مونږ (دغه) په دریم سره مضبوط كړل، نو دغو (رسولانو) وویل: بېشكه مونږ تاسو ته رسولان (رالېږل شوي) یو

Verse 15

قَالُوا۟ مَآ أَنتُمْ إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا وَمَآ أَنزَلَ ٱلرَّحْمَـٰنُ مِن شَىْءٍ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا تَكْذِبُونَ

Transliteration qālū mā antum illā basharun mith'lunā wamā anzala l-raḥmānu min shayin in antum illā takdhibūna

Pashto دوى وویل، تاسو نه يئ مګر زمونږ په شان انسانان او رحمٰن هېڅ شى هم نه دى نازل كړى، نه یئ تاسو مګر دروغ وایئ

Verse 16

قَالُوا۟ رَبُّنَا يَعْلَمُ إِنَّآ إِلَيْكُمْ لَمُرْسَلُونَ

Transliteration qālū rabbunā yaʿlamu innā ilaykum lamur'salūna

Pashto دغو (رسولانو) وویل: زمونږ رب پوهېږي، بېشكه مونږ تاسو ته یقینًا (پېغمبران) راستول شوي یو

Verse 17

وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ

Transliteration wamā ʿalaynā illā l-balāghu l-mubīnu

Pashto او زمونږ په ذمه نشته مګر ښكاره پېغام رسونه

Verse 18

قَالُوٓا۟ إِنَّا تَطَيَّرْنَا بِكُمْ ۖ لَئِن لَّمْ تَنتَهُوا۟ لَنَرْجُمَنَّكُمْ وَلَيَمَسَّنَّكُم مِّنَّا عَذَابٌ أَلِيمٌ

Transliteration qālū innā taṭayyarnā bikum la-in lam tantahū lanarjumannakum walayamassannakum minnā ʿadhābun alīmun

Pashto دغو خلقو وویل: بېشكه مونږ په تاسو سره بدفالي نیولې ده، قسم دى كه تاسو منع نشوئ (، نو) مونږ به خامخا ضرور تاسو سنګسار كړو او زمونږ له جانبه به تاسو ته خامخا ضرور ډېر دردوونكى عذاب درورسېږي

Verse 19

قَالُوا۟ طَـٰٓئِرُكُم مَّعَكُمْ ۚ أَئِن ذُكِّرْتُم ۚ بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُونَ

Transliteration qālū ṭāirukum maʿakum a-in dhukkir'tum bal antum qawmun mus'rifūna

Pashto دغو(پېغمبرانو) وویل: ستاسو بدفالي له هم تاسو سره ده، ایا نو كه تاسو ته پند دركړى شي (نو تاسو دغه ته بدفالي وایئ؟) بلكې تاسو له حده تېرېدونكى قوم یئ

Verse 20

وَجَآءَ مِنْ أَقْصَا ٱلْمَدِينَةِ رَجُلٌ يَسْعَىٰ قَالَ يَـٰقَوْمِ ٱتَّبِعُوا۟ ٱلْمُرْسَلِينَ

Transliteration wajāa min aqṣā l-madīnati rajulun yasʿā qāla yāqawmi ittabiʿū l-mur'salīna

Pashto او د ښار تر ټولو لرې جانب نه یو سړى راغى، چې منډې يې وهلې، ويې ويل:اى زما قومه! تاسو د رسولانو پیروي وكړئ

Verse 21

ٱتَّبِعُوا۟ مَن لَّا يَسْـَٔلُكُمْ أَجْرًا وَهُم مُّهْتَدُونَ

Transliteration ittabiʿū man lā yasalukum ajran wahum muh'tadūna

Pashto تاسو د هغه چا پیروي وكړئ چې له تاسو نه څه اجر (او مزدوري) نه غواړي، په داسې حال كې چې دوى (پخپله) هدایت موندونكي دي

Verse 22

وَمَا لِىَ لَآ أَعْبُدُ ٱلَّذِى فَطَرَنِى وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ

Transliteration wamā liya lā aʿbudu alladhī faṭaranī wa-ilayhi tur'jaʿūna

Pashto او په ما څه شوي دي (څه مانع دى) چې زه به د هغه ذات عبادت نه كوم چې زه يې پیدا كړى یم او خاص هغه ته به تاسو بېرته بېول كېږئ

Verse 23

ءَأَتَّخِذُ مِن دُونِهِۦٓ ءَالِهَةً إِن يُرِدْنِ ٱلرَّحْمَـٰنُ بِضُرٍّ لَّا تُغْنِ عَنِّى شَفَـٰعَتُهُمْ شَيْـًٔا وَلَا يُنقِذُونِ

Transliteration a-attakhidhu min dūnihi ālihatan in yurid'ni l-raḥmānu biḍurrin lā tugh'ni ʿannī shafāʿatuhum shayan walā yunqidhūni

Pashto ایا زه له هغه (الله) نه غیر نور داسې معبوان ونیسم چې كه رحمٰن ما ته د ضرر رسولو اراده وكړي، (نو) له ما نه به د دوى سفارش هېڅ شى (ضرر) دفع (لرې) نه كړى شي او نه به ما دوى خلاص كړى شي

Verse 24

إِنِّىٓ إِذًا لَّفِى ضَلَـٰلٍ مُّبِينٍ

Transliteration innī idhan lafī ḍalālin mubīnin

Pashto بېشكه زه به په دغه وخت كې خامخا په ښكاره ګمراهۍ كې یم

Verse 25

إِنِّىٓ ءَامَنتُ بِرَبِّكُمْ فَٱسْمَعُونِ

Transliteration innī āmantu birabbikum fa-is'maʿūni

Pashto بېشكه زه چې یم، ما ستاسو په رب ایمان راوړى دى، نو تاسو (ټول) زما (دا خبره) واورئ

Verse 26

قِيلَ ٱدْخُلِ ٱلْجَنَّةَ ۖ قَالَ يَـٰلَيْتَ قَوْمِى يَعْلَمُونَ

Transliteration qīla ud'khuli l-janata qāla yālayta qawmī yaʿlamūna

Pashto ده ته وویل شو: ته جنت ته ننوځه! ده وویل: اى كاشكې چې زما قوم پوه شي!

Verse 27

بِمَا غَفَرَ لِى رَبِّى وَجَعَلَنِى مِنَ ٱلْمُكْرَمِينَ

Transliteration bimā ghafara lī rabbī wajaʿalanī mina l-muk'ramīna

Pashto په هغه شي چې زما رب ما ته په هغه سره بخښنه وكړه او زه يې له عزتمنو څخه كړمه

Verse 28

۞ وَمَآ أَنزَلْنَا عَلَىٰ قَوْمِهِۦ مِنۢ بَعْدِهِۦ مِن جُندٍ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَمَا كُنَّا مُنزِلِينَ

Transliteration wamā anzalnā ʿalā qawmihi min baʿdihi min jundin mina l-samāi wamā kunnā munzilīna

Pashto او مونږ له هغه نه وروسته د ده په قوم باندې له اسمان نه هېڅ لښكر راكوز نه كړ او نه مونږ نازلوونكي وو

Verse 29

إِن كَانَتْ إِلَّا صَيْحَةً وَٰحِدَةً فَإِذَا هُمْ خَـٰمِدُونَ

Transliteration in kānat illā ṣayḥatan wāḥidatan fa-idhā hum khāmidūna

Pashto هغه (سزا) نه وه مګر یوه چغه، نو ناڅاپه دوى مړه یخ پخ پراته وو

Verse 30

يَـٰحَسْرَةً عَلَى ٱلْعِبَادِ ۚ مَا يَأْتِيهِم مِّن رَّسُولٍ إِلَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ

Transliteration yāḥasratan ʿalā l-ʿibādi mā yatīhim min rasūlin illā kānū bihi yastahziūna

Pashto اى افسوسه په بنده ګانو! دوى ته به نه راته كوم رسول مګر دوى به په هغه پورې استهزا كولې

Verse 31

أَلَمْ يَرَوْا۟ كَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّنَ ٱلْقُرُونِ أَنَّهُمْ إِلَيْهِمْ لَا يَرْجِعُونَ

Transliteration alam yaraw kam ahlaknā qablahum mina l-qurūni annahum ilayhim lā yarjiʿūna

Pashto ایا دوى نه ویني چې له دوى نه مخكې مونږ څومره امتونه هلاك كړي دي، چې یقینًا هغوى دوى ته بېرته نه راګرځي

Verse 32

وَإِن كُلٌّ لَّمَّا جَمِيعٌ لَّدَيْنَا مُحْضَرُونَ

Transliteration wa-in kullun lammā jamīʿun ladaynā muḥ'ḍarūna

Pashto او نه دي دا هر یو مګر ټول به زمونږ په وړاندې حاضر كړى شوي وي

Verse 33

وَءَايَةٌ لَّهُمُ ٱلْأَرْضُ ٱلْمَيْتَةُ أَحْيَيْنَـٰهَا وَأَخْرَجْنَا مِنْهَا حَبًّا فَمِنْهُ يَأْكُلُونَ

Transliteration waāyatun lahumu l-arḍu l-maytatu aḥyaynāhā wa-akhrajnā min'hā ḥabban famin'hu yakulūna

Pashto او د دوى لپاره یوه لویه نښه مړه (وچه كلكه) ځمكه ده، چې مونږ هغه ژوندۍ كړه او له هغې نه مونږ دانې راووېستې، نو د دغو (دانو) ځنې دوى خوراك كوي

Verse 34

وَجَعَلْنَا فِيهَا جَنَّـٰتٍ مِّن نَّخِيلٍ وَأَعْنَـٰبٍ وَفَجَّرْنَا فِيهَا مِنَ ٱلْعُيُونِ

Transliteration wajaʿalnā fīhā jannātin min nakhīlin wa-aʿnābin wafajjarnā fīhā mina l-ʿuyūni

Pashto او مونږ په دغه (ځمكه) كې د كجورو او انګورو باغونه پیدا كړي دي او مونږه په دغه (ځمكه) كې چینې جاري كړي دي

Verse 35

لِيَأْكُلُوا۟ مِن ثَمَرِهِۦ وَمَا عَمِلَتْهُ أَيْدِيهِمْ ۖ أَفَلَا يَشْكُرُونَ

Transliteration liyakulū min thamarihi wamā ʿamilathu aydīhim afalā yashkurūna

Pashto د دې لپاره چې دوى د دغو (څیزونو) له مېوو نه خوراك وكړي، حال دا چې دغه (مېوې) د دوى لاسونو نه دي پیدا كړي، ایا نو دوى شكر نه وباسي

Verse 36

سُبْحَـٰنَ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلْأَزْوَٰجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنۢبِتُ ٱلْأَرْضُ وَمِنْ أَنفُسِهِمْ وَمِمَّا لَا يَعْلَمُونَ

Transliteration sub'ḥāna alladhī khalaqa l-azwāja kullahā mimmā tunbitu l-arḍu wamin anfusihim wamimmā lā yaʿlamūna

Pashto پاكي ده هغه ذات لره چې دغه ټولې جوړې يې پیدا كړي دي، له هغو څیزونو نه چې ځمكه يې زرغونوي او د دوى له نفسونو نه او له هغو څیزونو نه چې دوى يې نه پېژني

Verse 37

وَءَايَةٌ لَّهُمُ ٱلَّيْلُ نَسْلَخُ مِنْهُ ٱلنَّهَارَ فَإِذَا هُم مُّظْلِمُونَ

Transliteration waāyatun lahumu al-laylu naslakhu min'hu l-nahāra fa-idhā hum muẓ'limūna

Pashto او د دوى لپاره لویه نښه شپه (هم) ده، مونږ له هغې نه ورځ راوباسو، نو ناڅاپه دوى په تیارو كې ننوتونكي وي

Verse 38

وَٱلشَّمْسُ تَجْرِى لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا ۚ ذَٰلِكَ تَقْدِيرُ ٱلْعَزِيزِ ٱلْعَلِيمِ

Transliteration wal-shamsu tajrī limus'taqarrin lahā dhālika taqdīru l-ʿazīzi l-ʿalīmi

Pashto او لمر (دى چې) په خپلې ټاكلې لارې باندې روان دى، دغه د ډېر غالب، ښه پوه ذات مُقَدر (اندازه) كول دي

Verse 39

وَٱلْقَمَرَ قَدَّرْنَـٰهُ مَنَازِلَ حَتَّىٰ عَادَ كَٱلْعُرْجُونِ ٱلْقَدِيمِ

Transliteration wal-qamara qaddarnāhu manāzila ḥattā ʿāda kal-ʿur'jūni l-qadīmi

Pashto او سپوږمۍ لره، مونږ د هغې لپاره منزلونه مقرر كړي دي، تر هغه پورې چې دا شي لكه د كجورې وچ ډنډوركى

Verse 40

لَا ٱلشَّمْسُ يَنۢبَغِى لَهَآ أَن تُدْرِكَ ٱلْقَمَرَ وَلَا ٱلَّيْلُ سَابِقُ ٱلنَّهَارِ ۚ وَكُلٌّ فِى فَلَكٍ يَسْبَحُونَ

Transliteration lā l-shamsu yanbaghī lahā an tud'rika l-qamara walā al-laylu sābiqu l-nahāri wakullun fī falakin yasbaḥūna

Pashto لمر لره ممكن نه دي چې سپوږمۍ رالاندې كړي او نه شپه په ورځ ړومبۍ كېدونكې ده او هر یو په (خپل) مدار كې لامبو وهي

Verse 41

وَءَايَةٌ لَّهُمْ أَنَّا حَمَلْنَا ذُرِّيَّتَهُمْ فِى ٱلْفُلْكِ ٱلْمَشْحُونِ

Transliteration waāyatun lahum annā ḥamalnā dhurriyyatahum fī l-ful'ki l-mashḥūni

Pashto او د دوى لپاره لویه نښه داده چې بېشكه مونږ د دوى اولاد په ډكه بېړۍ كې سواره كړي دي

Verse 42

وَخَلَقْنَا لَهُم مِّن مِّثْلِهِۦ مَا يَرْكَبُونَ

Transliteration wakhalaqnā lahum min mith'lihi mā yarkabūna

Pashto او د دوى لپاره مو د دغې (بېړۍ) په شان هغه څیزونه پیدا كړي دي چې دوى پرې سورېږي

Verse 43

وَإِن نَّشَأْ نُغْرِقْهُمْ فَلَا صَرِيخَ لَهُمْ وَلَا هُمْ يُنقَذُونَ

Transliteration wa-in nasha nugh'riq'hum falā ṣarīkha lahum walā hum yunqadhūna

Pashto او كه مونږ وغواړو (نو) دوى به غرق كړو، بیا به دوى لپاره نه هېڅ فریادرس وي او نه به دوى له غرقېدونه خلاصول كېږي

Verse 44

إِلَّا رَحْمَةً مِّنَّا وَمَتَـٰعًا إِلَىٰ حِينٍ

Transliteration illā raḥmatan minnā wamatāʿan ilā ḥīnin

Pashto مګر (نه يې غرقوو) له خپل جانب نه د رحمت په سبب او تر یو وخته پورې د فايدې اخيستلو لپاره

Verse 45

وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ٱتَّقُوا۟ مَا بَيْنَ أَيْدِيكُمْ وَمَا خَلْفَكُمْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ

Transliteration wa-idhā qīla lahumu ittaqū mā bayna aydīkum wamā khalfakum laʿallakum tur'ḥamūna

Pashto او كله چې دوى ته وویل شي: تاسو ځان وساتئ له هغه (عذاب) نه چې ستاسو په مخكې دى او له هغه نه چې ستاسو شا ته (په اخرت كې) دى، د دې لپاره چې په تاسو رحم وكړى شي

Verse 46

وَمَا تَأْتِيهِم مِّنْ ءَايَةٍ مِّنْ ءَايَـٰتِ رَبِّهِمْ إِلَّا كَانُوا۟ عَنْهَا مُعْرِضِينَ

Transliteration wamā tatīhim min āyatin min āyāti rabbihim illā kānū ʿanhā muʿ'riḍīna

Pashto او دوى ته د خپل رب له دلیلونو نه هېڅ دلیل نه راځي، مګر دوى له هغو نه مخ ګرځوونكي دي

Verse 47

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ أَنفِقُوا۟ مِمَّا رَزَقَكُمُ ٱللَّهُ قَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لِلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَنُطْعِمُ مَن لَّوْ يَشَآءُ ٱللَّهُ أَطْعَمَهُۥٓ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا فِى ضَلَـٰلٍ مُّبِينٍ

Transliteration wa-idhā qīla lahum anfiqū mimmā razaqakumu l-lahu qāla alladhīna kafarū lilladhīna āmanū anuṭ'ʿimu man law yashāu l-lahu aṭʿamahu in antum illā fī ḍalālin mubīnin

Pashto او كله چې دوى ته وویل شي چې تاسو له هغه (مال) نه ځینې ولګوئ چې الله تاسو ته دركړى دى، نو كافران شوي (د الله منكر) كسان هغو خلقو ته چې ایمان يې راوړى دى؛ وايي: ایا مونږ هغه چا ته طعام وركړو چې كه الله غوښتلى (نو) هغه ته به يې طعام وركړى وى. نه یئ تاسو مګر په ښكاره ګمراهۍ كې

Verse 48

وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَـٰذَا ٱلْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ

Transliteration wayaqūlūna matā hādhā l-waʿdu in kuntum ṣādiqīna

Pashto او دوى (كفار) وايي: (د قیامت) دغه وعده به كله وي كه تاسو رښتیني یئ

Verse 49

مَا يَنظُرُونَ إِلَّا صَيْحَةً وَٰحِدَةً تَأْخُذُهُمْ وَهُمْ يَخِصِّمُونَ

Transliteration mā yanẓurūna illā ṣayḥatan wāḥidatan takhudhuhum wahum yakhiṣṣimūna

Pashto دوى انتظار نه كوي مګر د یوې داسې چغې چې دوى به ونیسي، په داسې حال كې چې دوى به یو له بله سره جګړې كوي

Verse 50

فَلَا يَسْتَطِيعُونَ تَوْصِيَةً وَلَآ إِلَىٰٓ أَهْلِهِمْ يَرْجِعُونَ

Transliteration falā yastaṭīʿūna tawṣiyatan walā ilā ahlihim yarjiʿūna

Pashto نو نه به د وصیت كولو توان ولري او نه به خپل اهل ته بېرته ورشي

Verse 51

وَنُفِخَ فِى ٱلصُّورِ فَإِذَا هُم مِّنَ ٱلْأَجْدَاثِ إِلَىٰ رَبِّهِمْ يَنسِلُونَ

Transliteration wanufikha fī l-ṣūri fa-idhā hum mina l-ajdāthi ilā rabbihim yansilūna

Pashto او په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي، نو ناڅاپه به دوى له قبرونو نه د خپل رب په طرف منډې وهي

Verse 52

قَالُوا۟ يَـٰوَيْلَنَا مَنۢ بَعَثَنَا مِن مَّرْقَدِنَا ۜ ۗ هَـٰذَا مَا وَعَدَ ٱلرَّحْمَـٰنُ وَصَدَقَ ٱلْمُرْسَلُونَ

Transliteration qālū yāwaylanā man baʿathanā min marqadinā hādhā mā waʿada l-raḥmānu waṣadaqa l-mur'salūna

Pashto دوى به وايي: اى زمونږ هلاكته! مونږ له خپل خوب ځاى نه چا راپاڅولو؟ (جواب به وركړى شي) دا هغه (ژوندون) دى چې رحمٰن يې وعده كړې وه او رسولانو رښتیا ویلي وو

Verse 53

إِن كَانَتْ إِلَّا صَيْحَةً وَٰحِدَةً فَإِذَا هُمْ جَمِيعٌ لَّدَيْنَا مُحْضَرُونَ

Transliteration in kānat illā ṣayḥatan wāḥidatan fa-idhā hum jamīʿun ladaynā muḥ'ḍarūna

Pashto دغه (پوكى) به نه وي مګر یوه چغه، نو ناڅاپه به دوى ټول زمونږ په وړاندي حاضر كړى شوي وي

Verse 54

فَٱلْيَوْمَ لَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْـًٔا وَلَا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

Transliteration fal-yawma lā tuẓ'lamu nafsun shayan walā tuj'zawna illā mā kuntum taʿmalūna

Pashto نو نن ورځ به په هېڅ یو نفس باندې هېڅ شى ظلم ونه كړى شي او تاسو ته به بدله نه دركولى كېږي مګر هغه چې تاسو څه عمل كاوه

Verse 55

إِنَّ أَصْحَـٰبَ ٱلْجَنَّةِ ٱلْيَوْمَ فِى شُغُلٍ فَـٰكِهُونَ

Transliteration inna aṣḥāba l-janati l-yawma fī shughulin fākihūna

Pashto بېشكه د جنت والا نن ورځ په مشغولتیا كې دي، خوند اخيستونكي دي

Verse 56

هُمْ وَأَزْوَٰجُهُمْ فِى ظِلَـٰلٍ عَلَى ٱلْأَرَآئِكِ مُتَّكِـُٔونَ

Transliteration hum wa-azwājuhum fī ẓilālin ʿalā l-arāiki muttakiūna

Pashto دوى او د دوى ښځې په سیورو كې (ناست) دي، په تختونو باندې تكیه وهونكي دي

Verse 57

لَهُمْ فِيهَا فَـٰكِهَةٌ وَلَهُم مَّا يَدَّعُونَ

Transliteration lahum fīhā fākihatun walahum mā yaddaʿūna

Pashto د دوى لپاره په دغو (جنتونو) ښې مېوې دي او د دوى لپاره هغه څه دي چې دوى يې غواړي

Verse 58

سَلَـٰمٌ قَوْلًا مِّن رَّبٍّ رَّحِيمٍ

Transliteration salāmun qawlan min rabbin raḥīmin

Pashto سلام دى (چې دوى ته به ویلى شي) ښكاره ویل د رب له جانبه، چې ډېر مهربان دى

Verse 59

وَٱمْتَـٰزُوا۟ ٱلْيَوْمَ أَيُّهَا ٱلْمُجْرِمُونَ

Transliteration wa-im'tāzū l-yawma ayyuhā l-muj'rimūna

Pashto او (وبه ویل شي:) اى مجرمانو! تاسو نن ورځ بېل بېل شئ

Verse 60

۞ أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَـٰبَنِىٓ ءَادَمَ أَن لَّا تَعْبُدُوا۟ ٱلشَّيْطَـٰنَ ۖ إِنَّهُۥ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ

Transliteration alam aʿhad ilaykum yābanī ādama an lā taʿbudū l-shayṭāna innahu lakum ʿaduwwun mubīnun

Pashto اى بني ادمو! ایا ما تاسو ته كلك حكم نه و كړى، داسې چې تاسو د شیطان عبادت مه كوئ. یقینًا هغه ستاسو ښكاره دښمن دى

Verse 61

وَأَنِ ٱعْبُدُونِى ۚ هَـٰذَا صِرَٰطٌ مُّسْتَقِيمٌ

Transliteration wa-ani uʿ'budūnī hādhā ṣirāṭun mus'taqīmun

Pashto او داسې چې تاسو زما عبادت كوئ، دا نېغه لار ده؟

Verse 62

وَلَقَدْ أَضَلَّ مِنكُمْ جِبِلًّا كَثِيرًا ۖ أَفَلَمْ تَكُونُوا۟ تَعْقِلُونَ

Transliteration walaqad aḍalla minkum jibillan kathīran afalam takūnū taʿqilūna

Pashto او یقینًا یقینًا ده (شیطان) په تاسو كې ډېر خلق ګمراه كړي دي، ایا نو تاسو داسې نه یئ چې عقل وچلوئ؟

Verse 63

هَـٰذِهِۦ جَهَنَّمُ ٱلَّتِى كُنتُمْ تُوعَدُونَ

Transliteration hādhihi jahannamu allatī kuntum tūʿadūna

Pashto (منكرانو ته به په اخرت كې وویل شي:) دا هغه جهنم دى چې تاسو ته به يې وعده دركول كېده

Verse 64

ٱصْلَوْهَا ٱلْيَوْمَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ

Transliteration iṣ'lawhā l-yawma bimā kuntum takfurūna

Pashto تاسو ده ته په نن ورځ ننوځئ، په سبب د هغه كفر چې تاسو به كاوه

Verse 65

ٱلْيَوْمَ نَخْتِمُ عَلَىٰٓ أَفْوَٰهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَآ أَيْدِيهِمْ وَتَشْهَدُ أَرْجُلُهُم بِمَا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ

Transliteration al-yawma nakhtimu ʿalā afwāhihim watukallimunā aydīhim watashhadu arjuluhum bimā kānū yaksibūna

Pashto نن ورځ به مونږ د دوى په خولو مهر ولګوو، او زمونږ سره به د دوى لاسونه خبرې كوي او د دوى پښې به ګواهي كوي په هغو كارونو چې دوى به كول

Verse 66

وَلَوْ نَشَآءُ لَطَمَسْنَا عَلَىٰٓ أَعْيُنِهِمْ فَٱسْتَبَقُوا۟ ٱلصِّرَٰطَ فَأَنَّىٰ يُبْصِرُونَ

Transliteration walaw nashāu laṭamasnā ʿalā aʿyunihim fa-is'tabaqū l-ṣirāṭa fa-annā yub'ṣirūna

Pashto او كه مونږ غوښتلى (نو) د دوى سترګې به مو محوه (هوارې) كړې وى، نو دوى به (خپلې معلومې) لارې ته وړاندې شوي وى، بیا به دوى څنګه لېدله

Verse 67

وَلَوْ نَشَآءُ لَمَسَخْنَـٰهُمْ عَلَىٰ مَكَانَتِهِمْ فَمَا ٱسْتَطَـٰعُوا۟ مُضِيًّا وَلَا يَرْجِعُونَ

Transliteration walaw nashāu lamasakhnāhum ʿalā makānatihim famā is'taṭāʿū muḍiyyan walā yarjiʿūna

Pashto او كه مونږ غوښتلى (نو) خامخا مونږ به دوى په خپلو ځایونو كې مسخ كړي وو، نو (بیا به) دوى نه د وړاندې تللو طاقت لاره او نه به بېرته ګرځېدلى وى

Verse 68

وَمَن نُّعَمِّرْهُ نُنَكِّسْهُ فِى ٱلْخَلْقِ ۖ أَفَلَا يَعْقِلُونَ

Transliteration waman nuʿammir'hu nunakkis'hu fī l-khalqi afalā yaʿqilūna

Pashto او هر هغه څوك چې مونږ هغه ته اوږد عمر وركړو (نو) هغه په تخلیق (ساخت) كې نسكور كړو، ایا نو دوى عقل مندي نه كوي

Verse 69

وَمَا عَلَّمْنَـٰهُ ٱلشِّعْرَ وَمَا يَنۢبَغِى لَهُۥٓ ۚ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ وَقُرْءَانٌ مُّبِينٌ

Transliteration wamā ʿallamnāhu l-shiʿ'ra wamā yanbaghī lahu in huwa illā dhik'run waqur'ānun mubīnun

Pashto او مونږ ده ته شعر نه دى ښودلى او نه دا له ده سره ښايېږي، نه دى دا كتاب مګر نصیحت دى او بیانوونكى قرآن دى

Verse 70

لِّيُنذِرَ مَن كَانَ حَيًّا وَيَحِقَّ ٱلْقَوْلُ عَلَى ٱلْكَـٰفِرِينَ

Transliteration liyundhira man kāna ḥayyan wayaḥiqqa l-qawlu ʿalā l-kāfirīna

Pashto د دې لپاره چې دغه (قرآن، یا نبي) هغه څوك ووېروي چې ژوندى وي او د دې لپاره چې په كافرانو خبره ثابته شي

Verse 71

أَوَلَمْ يَرَوْا۟ أَنَّا خَلَقْنَا لَهُم مِّمَّا عَمِلَتْ أَيْدِينَآ أَنْعَـٰمًا فَهُمْ لَهَا مَـٰلِكُونَ

Transliteration awalam yaraw annā khalaqnā lahum mimmā ʿamilat aydīnā anʿāman fahum lahā mālikūna

Pashto ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه مونږ له هغو څیزونو نه چې زمونږ لاسونو جوړ كړي دي، دوى لپاره څاروي پیدا كړي دي، بیا دوى د هغو مالكان دي

Verse 72

وَذَلَّلْنَـٰهَا لَهُمْ فَمِنْهَا رَكُوبُهُمْ وَمِنْهَا يَأْكُلُونَ

Transliteration wadhallalnāhā lahum famin'hā rakūbuhum wamin'hā yakulūna

Pashto او مونږ دغه (څاروي) د دوى لپاره تابع كړي دي، نو په دغو كې ځینې د دوى سورلۍ دي او په دغو كې ځینې دوى خوري

Verse 73

وَلَهُمْ فِيهَا مَنَـٰفِعُ وَمَشَارِبُ ۖ أَفَلَا يَشْكُرُونَ

Transliteration walahum fīhā manāfiʿu wamashāribu afalā yashkurūna

Pashto او د دوى لپاره په دغو (څارویو) كې فايدې او مشروبونه دي، ایا نو دوى شكر نه وباسي؟

Verse 74

وَٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِ ٱللَّهِ ءَالِهَةً لَّعَلَّهُمْ يُنصَرُونَ

Transliteration wa-ittakhadhū min dūni l-lahi ālihatan laʿallahum yunṣarūna

Pashto او دوى له الله نه غیر نور معبودان ونیول، د دې لپاره چې دوى سره مدد وكړى شي

Verse 75

لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَهُمْ وَهُمْ لَهُمْ جُندٌ مُّحْضَرُونَ

Transliteration lā yastaṭīʿūna naṣrahum wahum lahum jundun muḥ'ḍarūna

Pashto دغه (معبودان) د دوى د مدد كولو طاقت نه لري، په داسې حال كې چې دوى (مشركان) به دغو (معبودانو) ته حاضر كړى شوى لښكر وي

Verse 76

فَلَا يَحْزُنكَ قَوْلُهُمْ ۘ إِنَّا نَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ

Transliteration falā yaḥzunka qawluhum innā naʿlamu mā yusirrūna wamā yuʿ'linūna

Pashto نو تا دې د دوى وینا غمژن نه كړي، بېشكه مونږ پوهېږو په هغه (حسد، كینه) چې دوى يې پټوي او په هغه (كفر، عناد) چې دوى يې څرګندوي

Verse 77

أَوَلَمْ يَرَ ٱلْإِنسَـٰنُ أَنَّا خَلَقْنَـٰهُ مِن نُّطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ مُّبِينٌ

Transliteration awalam yara l-insānu annā khalaqnāhu min nuṭ'fatin fa-idhā huwa khaṣīmun mubīnun

Pashto ایا انسان نه دي كتلي چې بېشكه مونږ دغه (انسان) له نطفې (یو څاڅكې اوبو) نه پیدا كړى دى، نو ناڅاپه دى ښكاره سخت جګړه كوونكى دى

Verse 78

وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَنَسِىَ خَلْقَهُۥ ۖ قَالَ مَن يُحْىِ ٱلْعِظَـٰمَ وَهِىَ رَمِيمٌ

Transliteration waḍaraba lanā mathalan wanasiya khalqahu qāla man yuḥ'yī l-ʿiẓāma wahiya ramīmun

Pashto او دى زمونږ لپاره مثال بیانوي او خپل پیدایښت يې هېر كړى دى، وايي: دغه هډوكي به څوك راژوندي كوي، په داسې حال كې چې هغه وراسته وي

Verse 79

قُلْ يُحْيِيهَا ٱلَّذِىٓ أَنشَأَهَآ أَوَّلَ مَرَّةٍ ۖ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ

Transliteration qul yuḥ'yīhā alladhī ansha-ahā awwala marratin wahuwa bikulli khalqin ʿalīmun

Pashto ته (دوى ته) ووایه: دا به هغه ذات راژوندي كوي چې دا يې اول ځلې پیدا كړي دي، او هغه په خپل مخلوق باندې ښه عالم دى

Verse 80

ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُم مِّنَ ٱلشَّجَرِ ٱلْأَخْضَرِ نَارًا فَإِذَآ أَنتُم مِّنْهُ تُوقِدُونَ

Transliteration alladhī jaʿala lakum mina l-shajari l-akhḍari nāran fa-idhā antum min'hu tūqidūna

Pashto هغه ذات چې تاسو لپاره يې له شنې ونې نه اور پیدا كړى دى، نو ناڅاپه تاسو له دغې (شنې ونې) نه اور بلوئ

Verse 81

أَوَلَيْسَ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ بِقَـٰدِرٍ عَلَىٰٓ أَن يَخْلُقَ مِثْلَهُم ۚ بَلَىٰ وَهُوَ ٱلْخَلَّـٰقُ ٱلْعَلِيمُ

Transliteration awalaysa alladhī khalaqa l-samāwāti wal-arḍa biqādirin ʿalā an yakhluqa mith'lahum balā wahuwa l-khalāqu l-ʿalīmu

Pashto ایا هغه ذات چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي، په دې نه دى قادر چې هغه د دوى په شان (نور مخلوق) پیدا كړي؟ ولې نه! او هم دى ښه پیدا كوونكى، ښه پوه دى

Verse 82

إِنَّمَآ أَمْرُهُۥٓ إِذَآ أَرَادَ شَيْـًٔا أَن يَقُولَ لَهُۥ كُن فَيَكُونُ

Transliteration innamā amruhu idhā arāda shayan an yaqūla lahu kun fayakūnu

Pashto بېشكه د هغه امر (حكم) هم دا وي چې كله د یو شي اراده وكړي، دا چې هغه ته ووايي چې پیدا شه، نو هغه پیدا شي

Verse 83

فَسُبْحَـٰنَ ٱلَّذِى بِيَدِهِۦ مَلَكُوتُ كُلِّ شَىْءٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ

Transliteration fasub'ḥāna alladhī biyadihi malakūtu kulli shayin wa-ilayhi tur'jaʿūna

Pashto نو پاكي ده هغه (الله) لره چې خاص د هغه په لاس كې د هر شي باچاهي ده او خاص هغه ته به بېرته بېولى كېږئ

Read Surah Ya-Sin in another language

All languages

All 114 surahs in Pashto: the Qur’an in Pashto.

Learn it in MyDugsi

Pashto translation: Zakaria Abulsalam, from Quran.com. Transliteration: Quran.com. Recitation: Mishary Alafasy, from EveryAyah.com. MyDugsi is a learning aid, not a replacement for a qualified teacher.