MyDugsiStart learning

Surah Az-Zumar in Pashto: translation and audio

Surah 39 · الزمر · The Troops · 75 verses

Surah Az-Zumar verse by verse: the Arabic with a recitation you can repeat, the transliteration, and the Pashto translation by Zakaria Abulsalam. For the meaning of every word, see Surah Az-Zumar word by word in English.

Verse 1

تَنزِيلُ ٱلْكِتَـٰبِ مِنَ ٱللَّهِ ٱلْعَزِيزِ ٱلْحَكِيمِ

Transliteration tanzīlu l-kitābi mina l-lahi l-ʿazīzi l-ḥakīmi

Pashto د دې كتاب نازلول د الله له جانبه دي، چې ډېر غالب، ښه حكمت والا دى

Verse 2

إِنَّآ أَنزَلْنَآ إِلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبَ بِٱلْحَقِّ فَٱعْبُدِ ٱللَّهَ مُخْلِصًا لَّهُ ٱلدِّينَ

Transliteration innā anzalnā ilayka l-kitāba bil-ḥaqi fa-uʿ'budi l-laha mukh'liṣan lahu l-dīna

Pashto بېشكه مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، نو ته د الله عبادت كوه، په داسې حال كې چې دین هغه (الله) لره خالص كوونكى يې

Verse 3

أَلَا لِلَّهِ ٱلدِّينُ ٱلْخَالِصُ ۚ وَٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِهِۦٓ أَوْلِيَآءَ مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَآ إِلَى ٱللَّهِ زُلْفَىٰٓ إِنَّ ٱللَّهَ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فِى مَا هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى مَنْ هُوَ كَـٰذِبٌ كَفَّارٌ

Transliteration alā lillahi l-dīnu l-khāliṣu wa-alladhīna ittakhadhū min dūnihi awliyāa mā naʿbuduhum illā liyuqarribūnā ilā l-lahi zul'fā inna l-laha yaḥkumu baynahum fī mā hum fīhi yakhtalifūna inna l-laha lā yahdī man huwa kādhibun kaffārun

Pashto خبردار شئ! خاص د الله لپاره خالص دین دى، او هغه كسان چې له هغه نه غیر يې دوستان (كارسازي) نیولي دي (وايي:) مونږ د دوى عبادت نه كوو مګر د دې لپاره چې دوى مونږ الله ته نژدې كړي، ښه نژدې كول، بېشكه الله به د دوى په مینځ كې په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى په هغو كې اختلاف كوي، بېشكه الله هدایت نه كوي هغه چا ته چې هغه دروغجن، ډېر ناشكره وي

Verse 4

لَّوْ أَرَادَ ٱللَّهُ أَن يَتَّخِذَ وَلَدًا لَّٱصْطَفَىٰ مِمَّا يَخْلُقُ مَا يَشَآءُ ۚ سُبْحَـٰنَهُۥ ۖ هُوَ ٱللَّهُ ٱلْوَٰحِدُ ٱلْقَهَّارُ

Transliteration law arāda l-lahu an yattakhidha waladan la-iṣ'ṭafā mimmā yakhluqu mā yashāu sub'ḥānahu huwa l-lahu l-wāḥidu l-qahāru

Pashto كه الله غوښتلى چې (د ځان لپاره) اولاد ونیسي، (نو) خامخا ده به له خپله مخلوقه هغه غوره كړي وى چې دا يې غواړي، هغه لره پاكي ده. هم دى الله دى چې یو (او) ډېر غالب دى

Verse 5

خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ بِٱلْحَقِّ ۖ يُكَوِّرُ ٱلَّيْلَ عَلَى ٱلنَّهَارِ وَيُكَوِّرُ ٱلنَّهَارَ عَلَى ٱلَّيْلِ ۖ وَسَخَّرَ ٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ ۖ كُلٌّ يَجْرِى لِأَجَلٍ مُّسَمًّى ۗ أَلَا هُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْغَفَّـٰرُ

Transliteration khalaqa l-samāwāti wal-arḍa bil-ḥaqi yukawwiru al-layla ʿalā l-nahāri wayukawwiru l-nahāra ʿalā al-layli wasakhara l-shamsa wal-qamara kullun yajrī li-ajalin musamman alā huwa l-ʿazīzu l-ghafāru

Pashto هغه اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي، هغه شپه په ورځ تاووي (نغاړي) او ورځ په شپه تاووي او هغه لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي، هر یو مقرر كړى شوې نېټې ته روان دى، خبردار شئ! همغه ښه غالب، ښه بخښونكى دى

Verse 6

خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَٰحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَأَنزَلَ لَكُم مِّنَ ٱلْأَنْعَـٰمِ ثَمَـٰنِيَةَ أَزْوَٰجٍ ۚ يَخْلُقُكُمْ فِى بُطُونِ أُمَّهَـٰتِكُمْ خَلْقًا مِّنۢ بَعْدِ خَلْقٍ فِى ظُلُمَـٰتٍ ثَلَـٰثٍ ۚ ذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ ٱلْمُلْكُ ۖ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ فَأَنَّىٰ تُصْرَفُونَ

Transliteration khalaqakum min nafsin wāḥidatin thumma jaʿala min'hā zawjahā wa-anzala lakum mina l-anʿāmi thamāniyata azwājin yakhluqukum fī buṭūni ummahātikum khalqan min baʿdi khalqin fī ẓulumātin thalāthin dhālikumu l-lahu rabbukum lahu l-mul'ku lā ilāha illā huwa fa-annā tuṣ'rafūna

Pashto هغه تاسو له يو نفس نه پیدا كړي يئ، بیا يې له هغه نه د هغه ښځه پیدا كړه او تاسو لپاره يې له څارویو نه اته جوړې پیدا كړې، هغه تاسو د خپلو میندو په خیټو كې پیدا كوي، یو قسم پیدا كول، وروسته له بل قسم پیدا كولو نه، په دریو تیارو كې، دغه الله ستاسو رب دى، بادشاهي خاص د هغه لپاره ده، نشته دى هېڅ حق معبود مګر هغه دى، نو كوم طرف ته تاسو ګرځولى شئ

Verse 7

إِن تَكْفُرُوا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَنِىٌّ عَنكُمْ ۖ وَلَا يَرْضَىٰ لِعِبَادِهِ ٱلْكُفْرَ ۖ وَإِن تَشْكُرُوا۟ يَرْضَهُ لَكُمْ ۗ وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَىٰ ۗ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُم مَّرْجِعُكُمْ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ۚ إِنَّهُۥ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ

Transliteration in takfurū fa-inna l-laha ghaniyyun ʿankum walā yarḍā liʿibādihi l-kuf'ra wa-in tashkurū yarḍahu lakum walā taziru wāziratun wiz'ra ukh'rā thumma ilā rabbikum marjiʿukum fayunabbi-ukum bimā kuntum taʿmalūna innahu ʿalīmun bidhāti l-ṣudūri

Pashto كه تاسو كفر اختیار كړئ، نو بېشكه الله له تاسو نه ښه بې پروا دى، او هغه د خپلو بنده ګانو لپاره كفر نه خوښوي، او كه تاسو شكر وباسئ (نو) دى دغه (شكر) تاسو ته خوښوي، او هېڅ بار وړونكى د بل بار نه وړي، بیا خاص خپل رب ته ستاسو بېرته ورتله دي، نو هغه به تاسو په هغو عملونو خبر كړي چې تاسو به كول، بېشكه هغه د سینو په خبرو ښه عالم دى

Verse 8

۞ وَإِذَا مَسَّ ٱلْإِنسَـٰنَ ضُرٌّ دَعَا رَبَّهُۥ مُنِيبًا إِلَيْهِ ثُمَّ إِذَا خَوَّلَهُۥ نِعْمَةً مِّنْهُ نَسِىَ مَا كَانَ يَدْعُوٓا۟ إِلَيْهِ مِن قَبْلُ وَجَعَلَ لِلَّهِ أَندَادًا لِّيُضِلَّ عَن سَبِيلِهِۦ ۚ قُلْ تَمَتَّعْ بِكُفْرِكَ قَلِيلًا ۖ إِنَّكَ مِنْ أَصْحَـٰبِ ٱلنَّارِ

Transliteration wa-idhā massa l-insāna ḍurrun daʿā rabbahu munīban ilayhi thumma idhā khawwalahu niʿ'matan min'hu nasiya mā kāna yadʿū ilayhi min qablu wajaʿala lillahi andādan liyuḍilla ʿan sabīlihi qul tamattaʿ bikuf'rika qalīlan innaka min aṣḥābi l-nāri

Pashto او كله چې انسان ته سختي ورسېږي (، نو) خپل رب بلي، په داسې حال كې چې هغه ته رجوع كوونكى وي، بیا چې كله هغه (الله) ده ته له خپل جانب نه نعمت وركړي (، نو) هېر كړي هغه ذات چې ده به له دې (نعمت) نه مخكې دغه (تكلیف لرې كولو) ته باله، او الله لپاره شریكان مقرر كړي، د دې لپاره چې د هغه (الله) له لارې نه (خلق) ګمراه كړي، ته ووایه: ته په خپل كفر سره لږه نفعه واخله، بېشكه ته له دوزخیانو څخه يې

Verse 9

أَمَّنْ هُوَ قَـٰنِتٌ ءَانَآءَ ٱلَّيْلِ سَاجِدًا وَقَآئِمًا يَحْذَرُ ٱلْـَٔاخِرَةَ وَيَرْجُوا۟ رَحْمَةَ رَبِّهِۦ ۗ قُلْ هَلْ يَسْتَوِى ٱلَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَٱلَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ۗ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُو۟لُوا۟ ٱلْأَلْبَـٰبِ

Transliteration amman huwa qānitun ānāa al-layli sājidan waqāiman yaḥdharu l-ākhirata wayarjū raḥmata rabbihi qul hal yastawī alladhīna yaʿlamūna wa-alladhīna lā yaʿlamūna innamā yatadhakkaru ulū l-albābi

Pashto ایا هغه څوك چې هغه د شپې په ساعتونو كې اطاعت كوونكى دى، چې سجده كوونكى او قیام كوونكى وي، له اخرت نه وېرېږي او د خپل رب د رحمت امېد لري، ته ووایه: ایا سره برابرېدلى شي هغه كسان چې پوهېږي او هغه كسان چې نه پوهېږي، بېشكه همدغه د خالصو عقلونو والا نصیحت اخلي

Verse 10

قُلْ يَـٰعِبَادِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱتَّقُوا۟ رَبَّكُمْ ۚ لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا۟ فِى هَـٰذِهِ ٱلدُّنْيَا حَسَنَةٌ ۗ وَأَرْضُ ٱللَّهِ وَٰسِعَةٌ ۗ إِنَّمَا يُوَفَّى ٱلصَّـٰبِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَابٍ

Transliteration qul yāʿibādi alladhīna āmanū ittaqū rabbakum lilladhīna aḥsanū fī hādhihi l-dun'yā ḥasanatun wa-arḍu l-lahi wāsiʿatun innamā yuwaffā l-ṣābirūna ajrahum bighayri ḥisābin

Pashto ته (دوى ته د الله له جانبه) ووایه: اى زما هغو بنده ګانو چې ایمان يې راوړى دى: تاسو له خپل رب نه ووېرېږئ، د هغو كسانو لپاره چې په دنیا كې يې نېكي كړې ده ؛ لویه نېكي (او بدله) ده او د الله ځمكه فراخه ده، بېشكه يواځې صبر كوونكو ته د هغوى اجر بې حسابه پوره وركاوه شي

Verse 11

قُلْ إِنِّىٓ أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ ٱللَّهَ مُخْلِصًا لَّهُ ٱلدِّينَ

Transliteration qul innī umir'tu an aʿbuda l-laha mukh'liṣan lahu l-dīna

Pashto ته (دوى ته) ووایه: بېشكه ما ته حكم راكړ شوى دى چې زه د الله عبادت كوم، په داسې حال كې چې هغه (الله) لره دین خالص كوونكى يم

Verse 12

وَأُمِرْتُ لِأَنْ أَكُونَ أَوَّلَ ٱلْمُسْلِمِينَ

Transliteration wa-umir'tu li-an akūna awwala l-mus'limīna

Pashto او ما ته حكم راكړى شوى دى چې زه تر ټولو اول مسلمان یم

Verse 13

قُلْ إِنِّىٓ أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّى عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ

Transliteration qul innī akhāfu in ʿaṣaytu rabbī ʿadhāba yawmin ʿaẓīmin

Pashto ته (دوى ته) ووایه: بېشكه زه كه د خپل رب نافرماني وكړم. د ډېرې لويې ورځې له عذاب نه وېرېږم

Verse 14

قُلِ ٱللَّهَ أَعْبُدُ مُخْلِصًا لَّهُۥ دِينِى

Transliteration quli l-laha aʿbudu mukh'liṣan lahu dīnī

Pashto ته (دوى ته) ووایه: زه خاص د الله عبادت كوم، په داسې حال كې چې هغه لره خپل دین خالص كوونكى یم

Verse 15

فَٱعْبُدُوا۟ مَا شِئْتُم مِّن دُونِهِۦ ۗ قُلْ إِنَّ ٱلْخَـٰسِرِينَ ٱلَّذِينَ خَسِرُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۗ أَلَا ذَٰلِكَ هُوَ ٱلْخُسْرَانُ ٱلْمُبِينُ

Transliteration fa-uʿ'budū mā shi'tum min dūnihi qul inna l-khāsirīna alladhīna khasirū anfusahum wa-ahlīhim yawma l-qiyāmati alā dhālika huwa l-khus'rānu l-mubīnu

Pashto نو تاسو له هغه نه غیر د څه شي چې غواړئ، عبادت وكړئ، ته ووایه: بېشكه نقصان كوونكي هغه كسان دي چې د قیامت په ورځ يې خپلو ځانونو او خپل اهل ته تاوان رسولى دى. خبردار شئ، دغه (تاوان) همدغه ښكاره تاوان دى

Verse 16

لَهُم مِّن فَوْقِهِمْ ظُلَلٌ مِّنَ ٱلنَّارِ وَمِن تَحْتِهِمْ ظُلَلٌ ۚ ذَٰلِكَ يُخَوِّفُ ٱللَّهُ بِهِۦ عِبَادَهُۥ ۚ يَـٰعِبَادِ فَٱتَّقُونِ

Transliteration lahum min fawqihim ẓulalun mina l-nāri wamin taḥtihim ẓulalun dhālika yukhawwifu l-lahu bihi ʿibādahu yāʿibādi fa-ittaqūni

Pashto د دوى لپاره به د دوى له پاسه د اور چوپالونه وي او د دوى له لاندې نه به هم چوپالونه وي. دغه (عذاب) دى چې الله په ده سره خپل بنده ګان وېروي، اى زما بنده ګانو! نو تاسو زما نه وویرېږئ

Verse 17

وَٱلَّذِينَ ٱجْتَنَبُوا۟ ٱلطَّـٰغُوتَ أَن يَعْبُدُوهَا وَأَنَابُوٓا۟ إِلَى ٱللَّهِ لَهُمُ ٱلْبُشْرَىٰ ۚ فَبَشِّرْ عِبَادِ

Transliteration wa-alladhīna ij'tanabū l-ṭāghūta an yaʿbudūhā wa-anābū ilā l-lahi lahumu l-bush'rā fabashir ʿibādi

Pashto او هغه كسان چې له طاغوت نه يې ځان وساته، یعنې د هغو له عبادت كولو نه او الله ته يې رجوع وكړه، خاص د دوى لپاره زېرى دى، نو ته زما په بنده ګانو زېرى وكړه

Verse 18

ٱلَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ ٱلْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُۥٓ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ هَدَىٰهُمُ ٱللَّهُ ۖ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمْ أُو۟لُوا۟ ٱلْأَلْبَـٰبِ

Transliteration alladhīna yastamiʿūna l-qawla fayattabiʿūna aḥsanahu ulāika alladhīna hadāhumu l-lahu wa-ulāika hum ulū l-albābi

Pashto هغه (بنده ګان) چې خبره په غور سره اوري، نو د هغې د تر ټولو ښې پیروي كوي، دا هغه كسان دي چې الله دوى ته هدایت كړى دى او همدغه كسان د خالص عقل والا دي

Verse 19

أَفَمَنْ حَقَّ عَلَيْهِ كَلِمَةُ ٱلْعَذَابِ أَفَأَنتَ تُنقِذُ مَن فِى ٱلنَّارِ

Transliteration afaman ḥaqqa ʿalayhi kalimatu l-ʿadhābi afa-anta tunqidhu man fī l-nāri

Pashto ایا نو هغه څوك چې په هغه باندې د عذاب خبره ثابته شوې ده، ایا نوته هغه څوك خلاصولى شي چې په اور كې وي

Verse 20

لَـٰكِنِ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوْا۟ رَبَّهُمْ لَهُمْ غُرَفٌ مِّن فَوْقِهَا غُرَفٌ مَّبْنِيَّةٌ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ ۖ وَعْدَ ٱللَّهِ ۖ لَا يُخْلِفُ ٱللَّهُ ٱلْمِيعَادَ

Transliteration lākini alladhīna ittaqaw rabbahum lahum ghurafun min fawqihā ghurafun mabniyyatun tajrī min taḥtihā l-anhāru waʿda l-lahi lā yukh'lifu l-lahu l-mīʿāda

Pashto لېكن هغه كسان چې له خپل رب نه وېرېږي خاص د دوى لپاره داسې بالاخانې دي چې د هغو له پاسه (نورې) ښې جوړې كړى شوي بالاخانې دي، چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، (دا) د الله كړې وعده ده، الله د وعدې مخالفت نه كوي

Verse 21

أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ أَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً فَسَلَكَهُۥ يَنَـٰبِيعَ فِى ٱلْأَرْضِ ثُمَّ يُخْرِجُ بِهِۦ زَرْعًا مُّخْتَلِفًا أَلْوَٰنُهُۥ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَىٰهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَجْعَلُهُۥ حُطَـٰمًا ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَذِكْرَىٰ لِأُو۟لِى ٱلْأَلْبَـٰبِ

Transliteration alam tara anna l-laha anzala mina l-samāi māan fasalakahu yanābīʿa fī l-arḍi thumma yukh'riju bihi zarʿan mukh'talifan alwānuhu thumma yahīju fatarāhu muṣ'farran thumma yajʿaluhu ḥuṭāman inna fī dhālika ladhik'rā li-ulī l-albābi

Pashto ایا تا نه دي كتلي چې بېشكه الله له بره نه اوبه نازلې كړې دي، بیا يې دغه (اوبه) په ځمكه كې په چینو كې ننه ایستي دي، بیا هغه په دغو (اوبو) سره فصل راوباسي، په دې حال كې چې د هغه رنګونه مختلف وي، بیا هغه وچ شي، نو ته هغه (شین رنګى فصل) تك زېړ وینې، بیا دغه (فصل) لره هغه رژېدلى (مات شوى) وګرځوي، بېشكه په دغه كې د خالصو عقلونو والاو لپاره خامخا نصیحت دى

Verse 22

أَفَمَن شَرَحَ ٱللَّهُ صَدْرَهُۥ لِلْإِسْلَـٰمِ فَهُوَ عَلَىٰ نُورٍ مِّن رَّبِّهِۦ ۚ فَوَيْلٌ لِّلْقَـٰسِيَةِ قُلُوبُهُم مِّن ذِكْرِ ٱللَّهِ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ فِى ضَلَـٰلٍ مُّبِينٍ

Transliteration afaman sharaḥa l-lahu ṣadrahu lil'is'lāmi fahuwa ʿalā nūrin min rabbihi fawaylun lil'qāsiyati qulūbuhum min dhik'ri l-lahi ulāika fī ḍalālin mubīnin

Pashto ایا نو هغه څوك چې الله د هغه سینه د اسلام لپاره پرانستلي وي، نو دغه كس په رڼا كې وي د خپل رب له جانبه، پس هلاكت دى هغو كسانو ته چې د هغوى زړونه د الله له ذكره سخت دي، دغه كسان په ښكاره ګمراهۍ كې دي

Verse 23

ٱللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ ٱلْحَدِيثِ كِتَـٰبًا مُّتَشَـٰبِهًا مَّثَانِىَ تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُودُ ٱلَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ ثُمَّ تَلِينُ جُلُودُهُمْ وَقُلُوبُهُمْ إِلَىٰ ذِكْرِ ٱللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ هُدَى ٱللَّهِ يَهْدِى بِهِۦ مَن يَشَآءُ ۚ وَمَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِنْ هَادٍ

Transliteration al-lahu nazzala aḥsana l-ḥadīthi kitāban mutashābihan mathāniya taqshaʿirru min'hu julūdu alladhīna yakhshawna rabbahum thumma talīnu julūduhum waqulūbuhum ilā dhik'ri l-lahi dhālika hudā l-lahi yahdī bihi man yashāu waman yuḍ'lili l-lahu famā lahu min hādin

Pashto الله تر ټولو ښكلى كلام نازل كړى دى، چې داسې كتاب دى چې په خپل مينځ كې مشابه دى، مكرر (او غبرګ) دى، چې له ده نه د هغو كسانو پوستكي ځیګ كېږي چې له خپل رب نه وېرېږي، بیا د دوى پوستكي او د دوى زړونه د الله ذكر ته نرم شي، دغه د الله هدایت دى، چې چا ته وغواړي په ده سره هدايت وركوي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هیڅوك لار ښودونكى نشته

Verse 24

أَفَمَن يَتَّقِى بِوَجْهِهِۦ سُوٓءَ ٱلْعَذَابِ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۚ وَقِيلَ لِلظَّـٰلِمِينَ ذُوقُوا۟ مَا كُنتُمْ تَكْسِبُونَ

Transliteration afaman yattaqī biwajhihi sūa l-ʿadhābi yawma l-qiyāmati waqīla lilẓẓālimīna dhūqū mā kuntum taksibūna

Pashto ایا نو هغه څوك چې په خپل مخ سره ځان بچ كوي له سخت عذاب نه په ورځ د قیامت كې او ظالمانو ته به وویل شي: تاسو وڅكئ (سزا د) هغو عملونو چې تاسو به كول

Verse 25

كَذَّبَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَأَتَىٰهُمُ ٱلْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ

Transliteration kadhaba alladhīna min qablihim fa-atāhumu l-ʿadhābu min ḥaythu lā yashʿurūna

Pashto هغو كسانو تكذیب كړى و چې له دوى نه مخكې وو، نو په دوى عذاب له هغه ځایه راغى چې دوى نه پوهېدل

Verse 26

فَأَذَاقَهُمُ ٱللَّهُ ٱلْخِزْىَ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ۖ وَلَعَذَابُ ٱلْـَٔاخِرَةِ أَكْبَرُ ۚ لَوْ كَانُوا۟ يَعْلَمُونَ

Transliteration fa-adhāqahumu l-lahu l-khiz'ya fī l-ḥayati l-dun'yā walaʿadhābu l-ākhirati akbaru law kānū yaʿlamūna

Pashto نو الله په دوى په دنيايي ژوند كې رسوايي وڅكوله او خامخا د اخرت عذاب تر ټولو لوى دى، كه چېرې دوى پوهېدلى

Verse 27

وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِى هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانِ مِن كُلِّ مَثَلٍ لَّعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ

Transliteration walaqad ḍarabnā lilnnāsi fī hādhā l-qur'āni min kulli mathalin laʿallahum yatadhakkarūna

Pashto او یقینًا یقینًا مونږ د خلقو لپاره په دې قرآن كې هر قسمه مثال بیان كړى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي

Verse 28

قُرْءَانًا عَرَبِيًّا غَيْرَ ذِى عِوَجٍ لَّعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ

Transliteration qur'ānan ʿarabiyyan ghayra dhī ʿiwajin laʿallahum yattaqūna

Pashto په داسې حال كې چې دغه عربي (واضح) قرآن دى، د كوږوالي والا نه دى، د دې لپاره چې دوى پرهېزګاره شي

Verse 29

ضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلًا رَّجُلًا فِيهِ شُرَكَآءُ مُتَشَـٰكِسُونَ وَرَجُلًا سَلَمًا لِّرَجُلٍ هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلًا ۚ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

Transliteration ḍaraba l-lahu mathalan rajulan fīhi shurakāu mutashākisūna warajulan salaman lirajulin hal yastawiyāni mathalan l-ḥamdu lillahi bal aktharuhum lā yaʿlamūna

Pashto الله یو مثال بیانوي، یو (غلام) سړى دى، په ده كې بدخویه په خپل مینځ كې ناسازه كسان شریكان دي او بل (غلام) سړى دى چې سالم (او پوره) د یو سړي دى، ایا دغه دواړه په حال كې سره برابر دي؟ ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي بلكې د دوى اكثره نه پوهېږي

Verse 30

إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُم مَّيِّتُونَ

Transliteration innaka mayyitun wa-innahum mayyitūna

Pashto بېشكه ته هم مړ كېدونكى يې او بېشكه دوى (هم) مړ كېدونكي دي

Verse 31

ثُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ عِندَ رَبِّكُمْ تَخْتَصِمُونَ

Transliteration thumma innakum yawma l-qiyāmati ʿinda rabbikum takhtaṣimūna

Pashto بیا بېشكه تاسو به د قیامت په ورځ د خپل رب په وړاندې، یو تربله جګړه كوئ

Verse 32

۞ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن كَذَبَ عَلَى ٱللَّهِ وَكَذَّبَ بِٱلصِّدْقِ إِذْ جَآءَهُۥٓ ۚ أَلَيْسَ فِى جَهَنَّمَ مَثْوًى لِّلْكَـٰفِرِينَ

Transliteration faman aẓlamu mimman kadhaba ʿalā l-lahi wakadhaba bil-ṣid'qi idh jāahu alaysa fī jahannama mathwan lil'kāfirīna

Pashto نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله دروغ تړي او رښتیا (قرآن) دروغ ګڼي، كله چې دغه (رښتیا) ده ته راشي؟ ایا په دوزخ كې د كافرانو لپاره استوګنځى نشته؟

Verse 33

وَٱلَّذِى جَآءَ بِٱلصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهِۦٓ ۙ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُتَّقُونَ

Transliteration wa-alladhī jāa bil-ṣid'qi waṣaddaqa bihi ulāika humu l-mutaqūna

Pashto او هغه كس چې صدق (رښتینى دین) يې راوړ او (هغه چې) د دغه (صدق) تصدیق يې وكړ (نو) هم دغه كسان پرهېزګاران دي

Verse 34

لَهُم مَّا يَشَآءُونَ عِندَ رَبِّهِمْ ۚ ذَٰلِكَ جَزَآءُ ٱلْمُحْسِنِينَ

Transliteration lahum mā yashāūna ʿinda rabbihim dhālika jazāu l-muḥ'sinīna

Pashto د دوى لپاره د خپل رب په نېز هغه څه دي چې دوى يې غواړي، دغه د نېكي كوونكو بدله ده

Verse 35

لِيُكَفِّرَ ٱللَّهُ عَنْهُمْ أَسْوَأَ ٱلَّذِى عَمِلُوا۟ وَيَجْزِيَهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ ٱلَّذِى كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ

Transliteration liyukaffira l-lahu ʿanhum aswa-a alladhī ʿamilū wayajziyahum ajrahum bi-aḥsani alladhī kānū yaʿmalūna

Pashto د دې لپاره چې الله له دوى نه هغه بدتر ګناهونه لرې (ختم) كړي چې دوى كړي دي او دوى ته د دوى اجر بدله وركړي، په سبب د هغو تر ټولو ښكلو عملونو چې دوى به كول

Verse 36

أَلَيْسَ ٱللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُۥ ۖ وَيُخَوِّفُونَكَ بِٱلَّذِينَ مِن دُونِهِۦ ۚ وَمَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِنْ هَادٍ

Transliteration alaysa l-lahu bikāfin ʿabdahu wayukhawwifūnaka bi-alladhīna min dūnihi waman yuḍ'lili l-lahu famā lahu min hādin

Pashto ایا الله خپل بنده ته ښه كافي كېدونكى نه دى او دوى تا په هغو (معبودانو) وېروي چې له دغه (الله) نه غیر دي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هیڅوك نېغه لار ښودونكى نشته

Verse 37

وَمَن يَهْدِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِن مُّضِلٍّ ۗ أَلَيْسَ ٱللَّهُ بِعَزِيزٍ ذِى ٱنتِقَامٍ

Transliteration waman yahdi l-lahu famā lahu min muḍillin alaysa l-lahu biʿazīzin dhī intiqāmin

Pashto او هغه څوك چې الله ورته هدایت وكړي، نو د هغه لپاره هیڅوك ګمراه كوونكى نشته. ایا الله ښه غالب او انتقام والا نه دى ؟

Verse 38

وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُ ۚ قُلْ أَفَرَءَيْتُم مَّا تَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ إِنْ أَرَادَنِىَ ٱللَّهُ بِضُرٍّ هَلْ هُنَّ كَـٰشِفَـٰتُ ضُرِّهِۦٓ أَوْ أَرَادَنِى بِرَحْمَةٍ هَلْ هُنَّ مُمْسِكَـٰتُ رَحْمَتِهِۦ ۚ قُلْ حَسْبِىَ ٱللَّهُ ۖ عَلَيْهِ يَتَوَكَّلُ ٱلْمُتَوَكِّلُونَ

Transliteration wala-in sa-altahum man khalaqa l-samāwāti wal-arḍa layaqūlunna l-lahu qul afara-aytum mā tadʿūna min dūni l-lahi in arādaniya l-lahu biḍurrin hal hunna kāshifātu ḍurrihi aw arādanī biraḥmatin hal hunna mum'sikātu raḥmatihi qul ḥasbiya l-lahu ʿalayhi yatawakkalu l-mutawakilūna

Pashto او یقینًا كه ته له دوى نه تپوس وكړې چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي (،نو) دوى به خامخا لازمًا ووايي چې ’’الله‘‘، ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته خبر راكړئ، هغه (معبودان) چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ. كه چېرې الله ما ته د ضرر رسولو اراده وكړي، ایا دغه (ستاسو معبودان) د هغه د ضرر لرې كوونكي دي؟ یا كه هغه (الله) ما سره د رحمت اراده وكړي، ایا دغه (معبودان) د هغه د رحمت منع كوونكي دي؟ ته (دوى ته) ووایه: زما لپاره بس الله كافي دى، خاص په ده باندې توكل كوونكي توكل كوي

Verse 39

قُلْ يَـٰقَوْمِ ٱعْمَلُوا۟ عَلَىٰ مَكَانَتِكُمْ إِنِّى عَـٰمِلٌ ۖ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ

Transliteration qul yāqawmi iʿ'malū ʿalā makānatikum innī ʿāmilun fasawfa taʿlamūna

Pashto ته (دوى ته) ووایه: اى زما قومه: تاسو په خپله طریقه (او ځاى) عمل كوئ، بېشكه زه هم عمل كوونكى یم، نو ژر به تاسو وپېژنئ

Verse 40

مَن يَأْتِيهِ عَذَابٌ يُخْزِيهِ وَيَحِلُّ عَلَيْهِ عَذَابٌ مُّقِيمٌ

Transliteration man yatīhi ʿadhābun yukh'zīhi wayaḥillu ʿalayhi ʿadhābun muqīmun

Pashto هغه څوك چې ده ته به داسې عذاب راشي چې دا به وشرموي او په ده به دايمي عذاب نازل شي

Verse 41

إِنَّآ أَنزَلْنَا عَلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبَ لِلنَّاسِ بِٱلْحَقِّ ۖ فَمَنِ ٱهْتَدَىٰ فَلِنَفْسِهِۦ ۖ وَمَن ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا ۖ وَمَآ أَنتَ عَلَيْهِم بِوَكِيلٍ

Transliteration innā anzalnā ʿalayka l-kitāba lilnnāsi bil-ḥaqi famani ih'tadā falinafsihi waman ḍalla fa-innamā yaḍillu ʿalayhā wamā anta ʿalayhim biwakīlin

Pashto بېشكه مونږ په تا باندې كتاب نازل كړى دى د خلقو لپاره په حقه سره، نوهغه څوك چې په سمه لار روان شي، نو د خپل ځان لپاره يې نفع ده او هغه څوك چې ګمراه شي، نو بېشكه همدا خبره ده چې دى د همدغه (ځان) په ضرر ګمراه كېږي او ته په دوى باندې له سره نګران نه يې

Verse 42

ٱللَّهُ يَتَوَفَّى ٱلْأَنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَٱلَّتِى لَمْ تَمُتْ فِى مَنَامِهَا ۖ فَيُمْسِكُ ٱلَّتِى قَضَىٰ عَلَيْهَا ٱلْمَوْتَ وَيُرْسِلُ ٱلْأُخْرَىٰٓ إِلَىٰٓ أَجَلٍ مُّسَمًّى ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ

Transliteration al-lahu yatawaffā l-anfusa ḥīna mawtihā wa-allatī lam tamut fī manāmihā fayum'siku allatī qaḍā ʿalayhā l-mawta wayur'silu l-ukh'rā ilā ajalin musamman inna fī dhālika laāyātin liqawmin yatafakkarūna

Pashto الله نفسونه (ساګانې) قبضوي د هغو د مرګ په وخت كې او هغه (نفس) چې مړ نه وي د (هغه ساه) د خوب په وخت كې(قبضوي)، بیا هغه (ساه) ساتي چې په هغې يې د مرګ فیصله كړې وي او هغه بله تر مقررې نېټې پورې راخوشې كړي، بېشكه په دغو (قبض، ساتلو او پرېښودلو) كې خامخا لويې نښې دي د هغه قوم لپاره چې ښه فكر كوي

Verse 43

أَمِ ٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِ ٱللَّهِ شُفَعَآءَ ۚ قُلْ أَوَلَوْ كَانُوا۟ لَا يَمْلِكُونَ شَيْـًٔا وَلَا يَعْقِلُونَ

Transliteration ami ittakhadhū min dūni l-lahi shufaʿāa qul awalaw kānū lā yamlikūna shayan walā yaʿqilūna

Pashto بلكې ایا دوى له الله نه غیر شفاعت كوونكي نیولي دي، ته (دوى ته) ووایه: ایا (دوى به شفاعت كوي!) اګر كه دوى په داسې حال كې وي چې نه د څه شي مالكان وي او نه عقل لري

Verse 44

قُل لِّلَّهِ ٱلشَّفَـٰعَةُ جَمِيعًا ۖ لَّهُۥ مُلْكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۖ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ

Transliteration qul lillahi l-shafāʿatu jamīʿan lahu mul'ku l-samāwāti wal-arḍi thumma ilayhi tur'jaʿūna

Pashto ته (دوى ته) ووایه: شفاعت ټول خاص د الله په اختیار كې دى،خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، بیا به تاسو خاص هغه ته بېرته بېول كېږئ

Verse 45

وَإِذَا ذُكِرَ ٱللَّهُ وَحْدَهُ ٱشْمَأَزَّتْ قُلُوبُ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱلْـَٔاخِرَةِ ۖ وَإِذَا ذُكِرَ ٱلَّذِينَ مِن دُونِهِۦٓ إِذَا هُمْ يَسْتَبْشِرُونَ

Transliteration wa-idhā dhukira l-lahu waḥdahu ish'ma-azzat qulūbu alladhīna lā yu'minūna bil-ākhirati wa-idhā dhukira alladhīna min dūnihi idhā hum yastabshirūna

Pashto او كله چې الله يواځې یاد كړى شي (، نو) د هغو كسانو زړونه سخت تنګ شي چې په اخرت ایمان نه لري او كله چې هغه (معبودان، بتان) یاد كړى شي چې له هغه(الله) نه غیر دي(، نو) ناڅاپه دوى ډېر خوشحالېږي

Verse 46

قُلِ ٱللَّهُمَّ فَاطِرَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ عَـٰلِمَ ٱلْغَيْبِ وَٱلشَّهَـٰدَةِ أَنتَ تَحْكُمُ بَيْنَ عِبَادِكَ فِى مَا كَانُوا۟ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ

Transliteration quli l-lahuma fāṭira l-samāwāti wal-arḍi ʿālima l-ghaybi wal-shahādati anta taḥkumu bayna ʿibādika fī mā kānū fīhi yakhtalifūna

Pashto ته ووایه: اى الله د اسمانونو اوځمكې پیدا كوونكیه، د غیبو او د ښكاره وو عالِـمه، ته به د خپلو بنده ګانو په مینځ كې فیصله كوې، په هغو خبرو كې چې دوى به په هغو كې اختلاف كاوه

Verse 47

وَلَوْ أَنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مَا فِى ٱلْأَرْضِ جَمِيعًا وَمِثْلَهُۥ مَعَهُۥ لَٱفْتَدَوْا۟ بِهِۦ مِن سُوٓءِ ٱلْعَذَابِ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۚ وَبَدَا لَهُم مِّنَ ٱللَّهِ مَا لَمْ يَكُونُوا۟ يَحْتَسِبُونَ

Transliteration walaw anna lilladhīna ẓalamū mā fī l-arḍi jamīʿan wamith'lahu maʿahu la-if'tadaw bihi min sūi l-ʿadhābi yawma l-qiyāmati wabadā lahum mina l-lahi mā lam yakūnū yaḥtasibūna

Pashto او كه په رښتیا سره د ظلم (شرك) كوونكو كسانو لپاره هغه څه چې په ځمكه كې دي، ټول مملوك شي او د دغه په مثل نور ورسره شي، نو دوى به خامخا د قیامت په ورځ كې له بدتر عذاب نه د خلاصي لپاره دغه فدیه وركړي. او دوى ته به د الله له جانبه هغه څه ښكاره شي چې دوى به يې ګمان هم نه كاوه

Verse 48

وَبَدَا لَهُمْ سَيِّـَٔاتُ مَا كَسَبُوا۟ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ

Transliteration wabadā lahum sayyiātu mā kasabū waḥāqa bihim mā kānū bihi yastahziūna

Pashto او دوى ته به د خپلو كړو عملونو بدۍ ښكاره شي او له دوى نه به هغه (عذاب) چاپېره شي چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې

Verse 49

فَإِذَا مَسَّ ٱلْإِنسَـٰنَ ضُرٌّ دَعَانَا ثُمَّ إِذَا خَوَّلْنَـٰهُ نِعْمَةً مِّنَّا قَالَ إِنَّمَآ أُوتِيتُهُۥ عَلَىٰ عِلْمٍۭ ۚ بَلْ هِىَ فِتْنَةٌ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

Transliteration fa-idhā massa l-insāna ḍurrun daʿānā thumma idhā khawwalnāhu niʿ'matan minnā qāla innamā ūtītuhu ʿalā ʿil'min bal hiya fit'natun walākinna aktharahum lā yaʿlamūna

Pashto نو كله چې انسان ته تكلیف ورسي (، نو) مونږ بلي، بيا چې كله ده ته مونږ له خپله جانبه نعمت وركړو (، نو) دى وايي: دا خو ما ته يواځې (زما) د علم په سبب راكړ شوى دى، بلكې دغه (وركړه) ازمېښت دى، او لېكن د دوى اكثره نه پوهېږي

Verse 50

قَدْ قَالَهَا ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَمَآ أَغْنَىٰ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ

Transliteration qad qālahā alladhīna min qablihim famā aghnā ʿanhum mā kānū yaksibūna

Pashto یقینًا دغه خبره هغو كسانو (هم) كړې وه چې له دوى نه مخكې وو، نو د دغو كسانو هېڅ په كار رانغلل هغه (مالونه) چې دوى به ګټل

Verse 51

فَأَصَابَهُمْ سَيِّـَٔاتُ مَا كَسَبُوا۟ ۚ وَٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مِنْ هَـٰٓؤُلَآءِ سَيُصِيبُهُمْ سَيِّـَٔاتُ مَا كَسَبُوا۟ وَمَا هُم بِمُعْجِزِينَ

Transliteration fa-aṣābahum sayyiātu mā kasabū wa-alladhīna ẓalamū min hāulāi sayuṣībuhum sayyiātu mā kasabū wamā hum bimuʿ'jizīna

Pashto نو دغو (پخوانیو خلقو) ته د خپلو كړو عملونو بدۍ ورسېدلې او هغه كسان چې ظلم يې كړى دى له دغو خلقو نه (چې قریش دي) ژر به دوى ته د دوى د كړو عملونو بدۍ ورسېږي او دوى (مونږ لره) عاجزه كوونكي نه دي

Verse 52

أَوَلَمْ يَعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ يَبْسُطُ ٱلرِّزْقَ لِمَن يَشَآءُ وَيَقْدِرُ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ

Transliteration awalam yaʿlamū anna l-laha yabsuṭu l-riz'qa liman yashāu wayaqdiru inna fī dhālika laāyātin liqawmin yu'minūna

Pashto او ایا دوى نه پوهېږي چې بېشكه الله رزق فراخوي چا لپاره چې وغواړي او تنګوي يې، بېشكه په دغو (فراخولو اوتنګولو) كې خامخا ډېرې نښې دي د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي

Verse 53

۞ قُلْ يَـٰعِبَادِىَ ٱلَّذِينَ أَسْرَفُوا۟ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا۟ مِن رَّحْمَةِ ٱللَّهِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ يَغْفِرُ ٱلذُّنُوبَ جَمِيعًا ۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلْغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ

Transliteration qul yāʿibādiya alladhīna asrafū ʿalā anfusihim lā taqnaṭū min raḥmati l-lahi inna l-laha yaghfiru l-dhunūba jamīʿan innahu huwa l-ghafūru l-raḥīmu

Pashto ته (دوى) ته ووایه: اى زما هغو بنده ګانو چې په خپلو ځانونو يې زیاتى كړى دى! تاسو د الله له رحمت نه مه ناامېده كېږئ، بېشكه الله ټول ګناهونه بخښي، بېشكه دغه (الله)، هم دى ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

Verse 54

وَأَنِيبُوٓا۟ إِلَىٰ رَبِّكُمْ وَأَسْلِمُوا۟ لَهُۥ مِن قَبْلِ أَن يَأْتِيَكُمُ ٱلْعَذَابُ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ

Transliteration wa-anībū ilā rabbikum wa-aslimū lahu min qabli an yatiyakumu l-ʿadhābu thumma lā tunṣarūna

Pashto او تاسو خپل رب ته رجوع وكړئ او هغه ته غاړه كېږدئ، مخكې له دې نه چې په تاسو عذاب راشي، بیا به تاسو سره مدد نه كولى شي

Verse 55

وَٱتَّبِعُوٓا۟ أَحْسَنَ مَآ أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَكُمُ ٱلْعَذَابُ بَغْتَةً وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ

Transliteration wa-ittabiʿū aḥsana mā unzila ilaykum min rabbikum min qabli an yatiyakumu l-ʿadhābu baghtatan wa-antum lā tashʿurūna

Pashto او تاسو د تر ټولو ښه حكم (قرآن) پیروي وكړئ هغه چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى مخكې له دې نه چې په تاسو عذاب راشي ناڅاپه، حال دا چې تاسو به نه پوهېږئ

Verse 56

أَن تَقُولَ نَفْسٌ يَـٰحَسْرَتَىٰ عَلَىٰ مَا فَرَّطتُ فِى جَنۢبِ ٱللَّهِ وَإِن كُنتُ لَمِنَ ٱلسَّـٰخِرِينَ

Transliteration an taqūla nafsun yāḥasratā ʿalā mā farraṭtu fī janbi l-lahi wa-in kuntu lamina l-sākhirīna

Pashto (تاسو اوس خپل رب ته رجوع وكړئ) ځكه چې نفس به وايي: اى زما حسرته! په هغه چې ما د الله په حق كې تقصیر(او كمى) كړى دى او یقینًا زه خامخا د استهزا كوونكو ځنې وم

Verse 57

أَوْ تَقُولَ لَوْ أَنَّ ٱللَّهَ هَدَىٰنِى لَكُنتُ مِنَ ٱلْمُتَّقِينَ

Transliteration aw taqūla law anna l-laha hadānī lakuntu mina l-mutaqīna

Pashto یا به وايي: كه حقیقتًا الله ما ته هدایت كړى وى(، نو) زه به خامخا د پرهېزګارانو ځنې وى

Verse 58

أَوْ تَقُولَ حِينَ تَرَى ٱلْعَذَابَ لَوْ أَنَّ لِى كَرَّةً فَأَكُونَ مِنَ ٱلْمُحْسِنِينَ

Transliteration aw taqūla ḥīna tarā l-ʿadhāba law anna lī karratan fa-akūna mina l-muḥ'sinīna

Pashto یا به وايي كله چې عذاب ویني: كاشكې په رښتیا سره ما ته بېرته تلل وى، نو زه به له نېكي كوونكو ځنې وم

Verse 59

بَلَىٰ قَدْ جَآءَتْكَ ءَايَـٰتِى فَكَذَّبْتَ بِهَا وَٱسْتَكْبَرْتَ وَكُنتَ مِنَ ٱلْكَـٰفِرِينَ

Transliteration balā qad jāatka āyātī fakadhabta bihā wa-is'takbarta wakunta mina l-kāfirīna

Pashto ولې نه! یقینًا تا ته زما ایتونه راغلي وو، نو تا د هغو تكذیب كړى و او تكبر دې كړى و او ته وې له كافرانو نه

Verse 60

وَيَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ تَرَى ٱلَّذِينَ كَذَبُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ وُجُوهُهُم مُّسْوَدَّةٌ ۚ أَلَيْسَ فِى جَهَنَّمَ مَثْوًى لِّلْمُتَكَبِّرِينَ

Transliteration wayawma l-qiyāmati tarā alladhīna kadhabū ʿalā l-lahi wujūhuhum mus'waddatun alaysa fī jahannama mathwan lil'mutakabbirīna

Pashto او د قیامت په ورځ به ته هغه كسان ووینې چې په الله يې دروغ تړلي وو، په داسې حال كې چې د دوى مخونه به تك تور كړى شوي وي، ایا په دوزخ كې د تكبر كوونكو لپاره ځاى نشته!

Verse 61

وَيُنَجِّى ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوْا۟ بِمَفَازَتِهِمْ لَا يَمَسُّهُمُ ٱلسُّوٓءُ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ

Transliteration wayunajjī l-lahu alladhīna ittaqaw bimafāzatihim lā yamassuhumu l-sūu walā hum yaḥzanūna

Pashto او الله به هغو كسانو ته چې ځان يې (له شرك نه) بچ ساتلى دى، د خپلې كامیابۍ (او فلاح) په وجه نجات وركړي، په داسې حال كې چې دوى ته به نه سختي رسېږي او نه به دوى غمجن كېږي

Verse 62

ٱللَّهُ خَـٰلِقُ كُلِّ شَىْءٍ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ وَكِيلٌ

Transliteration al-lahu khāliqu kulli shayin wahuwa ʿalā kulli shayin wakīlun

Pashto الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هغه په هر شي باندې نګران دى

Verse 63

لَّهُۥ مَقَالِيدُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۗ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْخَـٰسِرُونَ

Transliteration lahu maqālīdu l-samāwāti wal-arḍi wa-alladhīna kafarū biāyāti l-lahi ulāika humu l-khāsirūna

Pashto خاص هم ده لره د اسمانونو او ځمكې چابیانې دي، او هغه كسان چې د الله په ایتونو سره كافران شوي دي، هم دغه كسان تاوانیان دي

Verse 64

قُلْ أَفَغَيْرَ ٱللَّهِ تَأْمُرُوٓنِّىٓ أَعْبُدُ أَيُّهَا ٱلْجَـٰهِلُونَ

Transliteration qul afaghayra l-lahi tamurūnnī aʿbudu ayyuhā l-jāhilūna

Pashto ته (دوى ته) ووایه: ایا نو تاسو ما ته حكم كوئ چې زه د غیر الله عبادت وكړم؟ اى جاهلانو!

Verse 65

وَلَقَدْ أُوحِىَ إِلَيْكَ وَإِلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ ٱلْخَـٰسِرِينَ

Transliteration walaqad ūḥiya ilayka wa-ilā alladhīna min qablika la-in ashrakta layaḥbaṭanna ʿamaluka walatakūnanna mina l-khāsirīna

Pashto او یقینًا یقینًا تا ته وحي كړى شوې ده او هغو كسانو ته چې له تا نه مخكې وو (داسې چې) قسم دى كه تا شرك وكړ (نو) ستا عمل به خامخا لازمًا برباد شي او ته به خامخا لازمًا له تاوانیانو ځنې شې

Verse 66

بَلِ ٱللَّهَ فَٱعْبُدْ وَكُن مِّنَ ٱلشَّـٰكِرِينَ

Transliteration bali l-laha fa-uʿ'bud wakun mina l-shākirīna

Pashto بلكې ته خاص د الله عبادت كوه او اوسه له شكر كوونكو ځنې

Verse 67

وَمَا قَدَرُوا۟ ٱللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِۦ وَٱلْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُۥ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ وَٱلسَّمَـٰوَٰتُ مَطْوِيَّـٰتٌۢ بِيَمِينِهِۦ ۚ سُبْحَـٰنَهُۥ وَتَعَـٰلَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ

Transliteration wamā qadarū l-laha ḥaqqa qadrihi wal-arḍu jamīʿan qabḍatuhu yawma l-qiyāmati wal-samāwātu maṭwiyyātun biyamīnihi sub'ḥānahu wataʿālā ʿammā yush'rikūna

Pashto او دغو (مشركانو) د الله تعظیم ونه كړ د هغه حق تعظیم، حال دا چې ځمكه ټوله د ده په قبضه كې ده د قیامت په ورځ كې او اسمانونه د ده په ښي لاس كې رانغاړل (راټول كړى) شوي دي، ده لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې (له هغه سره) شریكوي

Verse 68

وَنُفِخَ فِى ٱلصُّورِ فَصَعِقَ مَن فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَن فِى ٱلْأَرْضِ إِلَّا مَن شَآءَ ٱللَّهُ ۖ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَىٰ فَإِذَا هُمْ قِيَامٌ يَنظُرُونَ

Transliteration wanufikha fī l-ṣūri faṣaʿiqa man fī l-samāwāti waman fī l-arḍi illā man shāa l-lahu thumma nufikha fīhi ukh'rā fa-idhā hum qiyāmun yanẓurūna

Pashto او په شپېلۍ كې به پو كړى شي، نو بې هوشه (بې خوده) به شي هر هغه څوك چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څوك چې په ځمكه كې دي، غیر له هغه چا نه چې الله يې وغواړي، بیا به په دې كې بل ځلې پو كړى شي، نو ناڅاپه به دوى ولاړ وي، ګوري به (حیران حیران)

Verse 69

وَأَشْرَقَتِ ٱلْأَرْضُ بِنُورِ رَبِّهَا وَوُضِعَ ٱلْكِتَـٰبُ وَجِا۟ىٓءَ بِٱلنَّبِيِّـۧنَ وَٱلشُّهَدَآءِ وَقُضِىَ بَيْنَهُم بِٱلْحَقِّ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ

Transliteration wa-ashraqati l-arḍu binūri rabbihā wawuḍiʿa l-kitābu wajīa bil-nabiyīna wal-shuhadāi waquḍiya baynahum bil-ḥaqi wahum lā yuẓ'lamūna

Pashto او ځمكه به د خپل رب په نور سره روښانه شي او كتاب (عمل نامه) به كېښودل شي او نبیان او شاهدان به راوستل شي او د دوى په مینځ كې به په حق (او انصاف) سره فیصله وكړى شي، په داسې حال كې چې په دوى به هېڅ ظلم ونه كړى شي

Verse 70

وَوُفِّيَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ وَهُوَ أَعْلَمُ بِمَا يَفْعَلُونَ

Transliteration wawuffiyat kullu nafsin mā ʿamilat wahuwa aʿlamu bimā yafʿalūna

Pashto او هر نفس ته به د ده كړى عمل پوره وركړى شي او هغه (الله) ښه عالم دى په هغو عملونو چې دوى يې كوي

Verse 71

وَسِيقَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِلَىٰ جَهَنَّمَ زُمَرًا ۖ حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءُوهَا فُتِحَتْ أَبْوَٰبُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَآ أَلَمْ يَأْتِكُمْ رُسُلٌ مِّنكُمْ يَتْلُونَ عَلَيْكُمْ ءَايَـٰتِ رَبِّكُمْ وَيُنذِرُونَكُمْ لِقَآءَ يَوْمِكُمْ هَـٰذَا ۚ قَالُوا۟ بَلَىٰ وَلَـٰكِنْ حَقَّتْ كَلِمَةُ ٱلْعَذَابِ عَلَى ٱلْكَـٰفِرِينَ

Transliteration wasīqa alladhīna kafarū ilā jahannama zumaran ḥattā idhā jāūhā futiḥat abwābuhā waqāla lahum khazanatuhā alam yatikum rusulun minkum yatlūna ʿalaykum āyāti rabbikum wayundhirūnakum liqāa yawmikum hādhā qālū balā walākin ḥaqqat kalimatu l-ʿadhābi ʿalā l-kāfirīna

Pashto او كافران شوي كسان به دوزخ ته ډلې ډلې روان كړى شي، تر هغه پورې چې كله دوى دغه (دوزخ) ته راشي، (نو) د ده دروازې به پرانستل شي او دوى ته به د دغه (جهنم) نګرانان ووايي: ایا تاسو ته رسولان نه وو راغلي، چې له هم ستاسو نه وو، چې تاسو ته به يې ستاسو د رب ایتونه لوستل او تاسو به يې د خپلې دغې ورځې له ملاقات نه وېرولئ؟ دوى به ووايي: ولې نه! (راغلي وو) او لېكن د عذاب خبره په كافرانو باندې ثابته شوې وه

Verse 72

قِيلَ ٱدْخُلُوٓا۟ أَبْوَٰبَ جَهَنَّمَ خَـٰلِدِينَ فِيهَا ۖ فَبِئْسَ مَثْوَى ٱلْمُتَكَبِّرِينَ

Transliteration qīla ud'khulū abwāba jahannama khālidīna fīhā fabi'sa mathwā l-mutakabirīna

Pashto وبه ویل شي (دوى ته): تاسو د دوزخ په دروازو كې ننوځئ، په داسې حال كې چې په دغه (دوزخ) كې به تل يئ، نو د تكبر كوونكو استوګنه بده ده

Verse 73

وَسِيقَ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوْا۟ رَبَّهُمْ إِلَى ٱلْجَنَّةِ زُمَرًا ۖ حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءُوهَا وَفُتِحَتْ أَبْوَٰبُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا سَلَـٰمٌ عَلَيْكُمْ طِبْتُمْ فَٱدْخُلُوهَا خَـٰلِدِينَ

Transliteration wasīqa alladhīna ittaqaw rabbahum ilā l-janati zumaran ḥattā idhā jāūhā wafutiḥat abwābuhā waqāla lahum khazanatuhā salāmun ʿalaykum ṭib'tum fa-ud'khulūhā khālidīna

Pashto او هغه كسان به چې له خپل رب نه وېرېدل، جنت ته ډلې ډلې روان كړى شي، تر هغه پورې چې كله دوى ده ته راشي، په دې حال كې چې د ده دروازې به (له مخكې نه) پرانستل شوي وي او دوى ته به د دغه (جنت) نګرانان ووايي: په تاسو دې سلام وي، تاسو پاك يئ، نو دغو ته داخل شئ، په داسې حال كې چې تل اوسېدونكي به یئ

Verse 74

وَقَالُوا۟ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ٱلَّذِى صَدَقَنَا وَعْدَهُۥ وَأَوْرَثَنَا ٱلْأَرْضَ نَتَبَوَّأُ مِنَ ٱلْجَنَّةِ حَيْثُ نَشَآءُ ۖ فَنِعْمَ أَجْرُ ٱلْعَـٰمِلِينَ

Transliteration waqālū l-ḥamdu lillahi alladhī ṣadaqanā waʿdahu wa-awrathanā l-arḍa natabawwa-u mina l-janati ḥaythu nashāu faniʿ'ma ajru l-ʿāmilīna

Pashto او دوى به وايي: ټول د كمال صفتونه هغه الله لره خاص دي چې زمونږ سره يې خپله وعده رښتینې كړه او مونږ ته يې دغه ځمكه میراث راكړه، چې په دغه جنت كې مونږ ځاى نیسو، هر ځاى چې مونږ وغواړو، نو د (نېك) عمل كوونكو اجر ښه دى

Verse 75

وَتَرَى ٱلْمَلَـٰٓئِكَةَ حَآفِّينَ مِنْ حَوْلِ ٱلْعَرْشِ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ ۖ وَقُضِىَ بَيْنَهُم بِٱلْحَقِّ وَقِيلَ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ

Transliteration watarā l-malāikata ḥāffīna min ḥawli l-ʿarshi yusabbiḥūna biḥamdi rabbihim waquḍiya baynahum bil-ḥaqi waqīla l-ḥamdu lillahi rabbi l-ʿālamīna

Pashto او (اى نبي) ته به ملايك ووينې، چې د عرش ګېر چاپېره راتاوېدونكي وي، چې د خپل رب له حمد سره تسبیح وايي او د دغو (خلقو) په مینځ كې به په حقه سره فیصله وكړى شي او وبه ویل شي: ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د عالمونو ښه پالونكى دى

Read Surah Az-Zumar in another language

All languages

All 114 surahs in Pashto: the Qur’an in Pashto.

Learn it in MyDugsi

Pashto translation: Zakaria Abulsalam, from Quran.com. Transliteration: Quran.com. Recitation: Mishary Alafasy, from EveryAyah.com. MyDugsi is a learning aid, not a replacement for a qualified teacher.