MyDugsiStart learning

Surah Az-Zukhruf in Pashto: translation and audio

Surah 43 · الزخرف · The Ornaments of Gold · 89 verses

Surah Az-Zukhruf verse by verse: the Arabic with a recitation you can repeat, the transliteration, and the Pashto translation by Zakaria Abulsalam. For the meaning of every word, see Surah Az-Zukhruf word by word in English.

Verse 1

حمٓ

Transliteration hha-meem

Pashto حا، ميم

Verse 2

وَٱلْكِتَـٰبِ ٱلْمُبِينِ

Transliteration wal-kitābi l-mubīni

Pashto قسم دى، په دغه روښانه كتاب

Verse 3

إِنَّا جَعَلْنَـٰهُ قُرْءَٰنًا عَرَبِيًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ

Transliteration innā jaʿalnāhu qur'ānan ʿarabiyyan laʿallakum taʿqilūna

Pashto بېشكه مونږ دا عربي قرآن ګرځولى دى، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ

Verse 4

وَإِنَّهُۥ فِىٓ أُمِّ ٱلْكِتَـٰبِ لَدَيْنَا لَعَلِىٌّ حَكِيمٌ

Transliteration wa-innahu fī ummi l-kitābi ladaynā laʿaliyyun ḥakīmun

Pashto او بېشكه دا په ام الكتب (لوح محفوظ) كې زمونږ په نزد خامخا ډېر اوچت، ډېر حكمت والا دى

Verse 5

أَفَنَضْرِبُ عَنكُمُ ٱلذِّكْرَ صَفْحًا أَن كُنتُمْ قَوْمًا مُّسْرِفِينَ

Transliteration afanaḍribu ʿankumu l-dhik'ra ṣafḥan an kuntum qawman mus'rifīna

Pashto ایا نو مونږ له تاسو نه دا ذكر (قرآن) واړوو (بند كړو) بېخي اړول (بندول)، په دې سبب چې تاسو له حده تېرېدونكى قوم یئ

Verse 6

وَكَمْ أَرْسَلْنَا مِن نَّبِىٍّ فِى ٱلْأَوَّلِينَ

Transliteration wakam arsalnā min nabiyyin fī l-awalīna

Pashto او مونږ په ړومبنو خلقو كې څومره ډېر نبیان لېږلي دي

Verse 7

وَمَا يَأْتِيهِم مِّن نَّبِىٍّ إِلَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ

Transliteration wamā yatīhim min nabiyyin illā kānū bihi yastahziūna

Pashto او دوى ته به هېڅ یو نبي نه راته مګر دوى به په هغه پورې مسخرې كولې

Verse 8

فَأَهْلَكْنَآ أَشَدَّ مِنْهُم بَطْشًا وَمَضَىٰ مَثَلُ ٱلْأَوَّلِينَ

Transliteration fa-ahlaknā ashadda min'hum baṭshan wamaḍā mathalu l-awalīna

Pashto نو مونږ هغه هلاك كړل چې له دوى نه په نیولو (او قوت) كې ډېر زیات سخت وو او د ړومبنیو خلقو مثال (او حال) تېر شوى دى

Verse 9

وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ خَلَقَهُنَّ ٱلْعَزِيزُ ٱلْعَلِيمُ

Transliteration wala-in sa-altahum man khalaqa l-samāwāti wal-arḍa layaqūlunna khalaqahunna l-ʿazīzu l-ʿalīmu

Pashto او قسم دى كه ته له دوى نه تپوس وكړې چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي (، نو) دوى به خامخا لازمًا ووايي چې دغه ډېر غالب، ډېر پوه ذات پیدا كړي دي

Verse 10

ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلْأَرْضَ مَهْدًا وَجَعَلَ لَكُمْ فِيهَا سُبُلًا لَّعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ

Transliteration alladhī jaʿala lakumu l-arḍa mahdan wajaʿala lakum fīhā subulan laʿallakum tahtadūna

Pashto هغه چې تاسو لپاره يې ځمكه فرش ګرځولې ده او تاسو لپاره يې په دې كې لارې پیدا كړي دي، د دې لپاره چې نېغه لار ومومئ

Verse 11

وَٱلَّذِى نَزَّلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءًۢ بِقَدَرٍ فَأَنشَرْنَا بِهِۦ بَلْدَةً مَّيْتًا ۚ كَذَٰلِكَ تُخْرَجُونَ

Transliteration wa-alladhī nazzala mina l-samāi māan biqadarin fa-ansharnā bihi baldatan maytan kadhālika tukh'rajūna

Pashto او هغه ذات چې له بره نه يې اوبه په اندازې سره نازلې كړې دي، پس په دغو سره مونږ مړ ښار راژوندى كړى دى، همداسې به تاسو راوېستلى شئ

Verse 12

وَٱلَّذِى خَلَقَ ٱلْأَزْوَٰجَ كُلَّهَا وَجَعَلَ لَكُم مِّنَ ٱلْفُلْكِ وَٱلْأَنْعَـٰمِ مَا تَرْكَبُونَ

Transliteration wa-alladhī khalaqa l-azwāja kullahā wajaʿala lakum mina l-ful'ki wal-anʿāmi mā tarkabūna

Pashto او هغه ذات چې ټول قسمونه (انواع) يې پیدا كړي دي او تاسو لپاره يې له بېړیو او څارویو نه هغه پیدا كړي دي چې تاسو پرې سورېږئ

Verse 13

لِتَسْتَوُۥا۟ عَلَىٰ ظُهُورِهِۦ ثُمَّ تَذْكُرُوا۟ نِعْمَةَ رَبِّكُمْ إِذَا ٱسْتَوَيْتُمْ عَلَيْهِ وَتَقُولُوا۟ سُبْحَـٰنَ ٱلَّذِى سَخَّرَ لَنَا هَـٰذَا وَمَا كُنَّا لَهُۥ مُقْرِنِينَ

Transliteration litastawū ʿalā ẓuhūrihi thumma tadhkurū niʿ'mata rabbikum idhā is'tawaytum ʿalayhi wataqūlū sub'ḥāna alladhī sakhara lanā hādhā wamā kunnā lahu muq'rinīna

Pashto د دې لپاره چې تاسو د هغو په شاګانو ښه برابر كېنئ، بیا د خپل رب نعمت رایاد كړئ، كله چې تاسو په دغه برابر كېنئ او ووایئ: پاكي ده هغه ذات لره چې زمونږ لپاره يې دا مسخر (او تابع) كړى دى او مونږ ده لره په قابو كې راوستونكي نه یو

Verse 14

وَإِنَّآ إِلَىٰ رَبِّنَا لَمُنقَلِبُونَ

Transliteration wa-innā ilā rabbinā lamunqalibūna

Pashto او بېشكه مونږ خاص خپل رب ته خامخا بېرته ورتلونكي یو

Verse 15

وَجَعَلُوا۟ لَهُۥ مِنْ عِبَادِهِۦ جُزْءًا ۚ إِنَّ ٱلْإِنسَـٰنَ لَكَفُورٌ مُّبِينٌ

Transliteration wajaʿalū lahu min ʿibādihi juz'an inna l-insāna lakafūrun mubīnun

Pashto او دوى د ده په بنده ګانو كې ځينو لره د ده برخه (او اولاد) وګرځول، بېشكه انسان خامخا ډېر ښكاره ناشكره دى

Verse 16

أَمِ ٱتَّخَذَ مِمَّا يَخْلُقُ بَنَاتٍ وَأَصْفَىٰكُم بِٱلْبَنِينَ

Transliteration ami ittakhadha mimmā yakhluqu banātin wa-aṣfākum bil-banīna

Pashto ایا (تاسو دا وایئ چې) هغه (الله) له هغه چا نه، چې دى يې پیدا كوي، د ځان لپاره لوڼه نیولي دي او تاسو يې په زامنو سره غوره كړي يئ

Verse 17

وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُم بِمَا ضَرَبَ لِلرَّحْمَـٰنِ مَثَلًا ظَلَّ وَجْهُهُۥ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ

Transliteration wa-idhā bushira aḥaduhum bimā ḍaraba lilrraḥmāni mathalan ẓalla wajhuhu mus'waddan wahuwa kaẓīmun

Pashto حال دا چې كله دوى ته په هغه (لور) سره زېرى وركړى شي چې دى يې د رحمٰن لپاره مثال بیانوي (نو) د ده مخ تك تور شي، په دې حال كې چې دى له غمه ډك وي

Verse 18

أَوَمَن يُنَشَّؤُا۟ فِى ٱلْحِلْيَةِ وَهُوَ فِى ٱلْخِصَامِ غَيْرُ مُبِينٍ

Transliteration awaman yunasha-u fī l-ḥil'yati wahuwa fī l-khiṣāmi ghayru mubīnin

Pashto او ایا (دوى د الله لپاره مقرروي) هغه چې په كالیو (زیوراتو) كې لویه ولى شي، حال دا چې په جګړه كې خبره واضحه كوونكي نه وي

Verse 19

وَجَعَلُوا۟ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةَ ٱلَّذِينَ هُمْ عِبَـٰدُ ٱلرَّحْمَـٰنِ إِنَـٰثًا ۚ أَشَهِدُوا۟ خَلْقَهُمْ ۚ سَتُكْتَبُ شَهَـٰدَتُهُمْ وَيُسْـَٔلُونَ

Transliteration wajaʿalū l-malāikata alladhīna hum ʿibādu l-raḥmāni ināthan ashahidū khalqahum satuk'tabu shahādatuhum wayus'alūna

Pashto او دوى (مشركان) ملايكو لره هغه چې دوى د رحمٰن بنده ګان دي، ښځې ګرځوي، ایا دوى د دغو پیدا كولو ته حاضر وو؟ یقینًا به د دوى ګواهي ولیكل شي او له دوى نه تپوس (هم) كېږي

Verse 20

وَقَالُوا۟ لَوْ شَآءَ ٱلرَّحْمَـٰنُ مَا عَبَدْنَـٰهُم ۗ مَّا لَهُم بِذَٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ ۖ إِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ

Transliteration waqālū law shāa l-raḥmānu mā ʿabadnāhum mā lahum bidhālika min ʿil'min in hum illā yakhruṣūna

Pashto او دوى وايي: كه رحمٰن غوښتلي وى، (نو) مونږ به د دغو (باطلو معبودانو) عبادت نه وى كړى، دوى ته د دې (خبرې) هېڅ علم نشته، دوى يواځې اټكلونه چلوي

Verse 21

أَمْ ءَاتَيْنَـٰهُمْ كِتَـٰبًا مِّن قَبْلِهِۦ فَهُم بِهِۦ مُسْتَمْسِكُونَ

Transliteration am ātaynāhum kitāban min qablihi fahum bihi mus'tamsikūna

Pashto ایا دوى ته مونږ له دغه (قرآن) نه مخكې كوم كتاب وركړى دى، پس دوى په هغه منګلولې ښخونكي دي

Verse 22

بَلْ قَالُوٓا۟ إِنَّا وَجَدْنَآ ءَابَآءَنَا عَلَىٰٓ أُمَّةٍ وَإِنَّا عَلَىٰٓ ءَاثَـٰرِهِم مُّهْتَدُونَ

Transliteration bal qālū innā wajadnā ābāanā ʿalā ummatin wa-innā ʿalā āthārihim muh'tadūna

Pashto بلكې دوى وايي: بېشكه مونږ خپل پلرونه په یوې لارې (طريقې) باندې موندلي دي، او بېشكه مونږ هم د دوى په قدمونو لاره موندونكي یو

Verse 23

وَكَذَٰلِكَ مَآ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ فِى قَرْيَةٍ مِّن نَّذِيرٍ إِلَّا قَالَ مُتْرَفُوهَآ إِنَّا وَجَدْنَآ ءَابَآءَنَا عَلَىٰٓ أُمَّةٍ وَإِنَّا عَلَىٰٓ ءَاثَـٰرِهِم مُّقْتَدُونَ

Transliteration wakadhālika mā arsalnā min qablika fī qaryatin min nadhīrin illā qāla mut'rafūhā innā wajadnā ābāanā ʿalā ummatin wa-innā ʿalā āthārihim muq'tadūna

Pashto او همداسې مونږ له تا نه مخكې په كوم كلي كې هېڅ یو وېروونكى نه دى لېږلى مګر د هغه كلي متكبره مالدارو به وویل: بېشكه مونږ خپل پلرونه په یوه لاره (طريقه) موندلي دي او بېشكه مونږ هم د دوى په قدمونو اقتدا كوونكي یو

Verse 24

۞ قَـٰلَ أَوَلَوْ جِئْتُكُم بِأَهْدَىٰ مِمَّا وَجَدتُّمْ عَلَيْهِ ءَابَآءَكُمْ ۖ قَالُوٓا۟ إِنَّا بِمَآ أُرْسِلْتُم بِهِۦ كَـٰفِرُونَ

Transliteration qāla awalaw ji'tukum bi-ahdā mimmā wajadttum ʿalayhi ābāakum qālū innā bimā ur'sil'tum bihi kāfirūna

Pashto (دوى ته به د دوى نبي) وویل: او ایا اګر كه ما تاسو ته له هغې (لارې) نه زیاته سمه لاره راوړې وي چې تاسو په هغې باندې خپل پلرونه موندلي دي؟ دوى به ویل: بېشكه مونږ په هغه (دین) كفر كوونكي یو چې تاسو په هغه سره رالېږل شوي يئ

Verse 25

فَٱنتَقَمْنَا مِنْهُمْ ۖ فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلْمُكَذِّبِينَ

Transliteration fa-intaqamnā min'hum fa-unẓur kayfa kāna ʿāqibatu l-mukadhibīna

Pashto نو مونږ له دوى نه انتقام واخيست، نو ته وګوره د تكذیب كوونكو انجام څنګه و

Verse 26

وَإِذْ قَالَ إِبْرَٰهِيمُ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِۦٓ إِنَّنِى بَرَآءٌ مِّمَّا تَعْبُدُونَ

Transliteration wa-idh qāla ib'rāhīmu li-abīhi waqawmihi innanī barāon mimmā taʿbudūna

Pashto او (یاد كړه) هغه وخت چې ابراهیم خپل پلار او خپل قوم ته وویل: بېشكه زه له هغو (معبودانو) نه بېزاره یم چې تاسو يې عبادت كوئ

Verse 27

إِلَّا ٱلَّذِى فَطَرَنِى فَإِنَّهُۥ سَيَهْدِينِ

Transliteration illā alladhī faṭaranī fa-innahu sayahdīni

Pashto غیر له هغه ذات نه چې زه يې پیدا كړى یم، پس یقینًا هغه به ما ته خامخا هدایت وكړي

Verse 28

وَجَعَلَهَا كَلِمَةًۢ بَاقِيَةً فِى عَقِبِهِۦ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ

Transliteration wajaʿalahā kalimatan bāqiyatan fī ʿaqibihi laʿallahum yarjiʿūna

Pashto او هغه (ابراهیم) دغه ( د توحید كلمه) په خپل اولاد كې باقي پاتې كېدونكې وګرځوله، د دې لپاره چې راوګرځي

Verse 29

بَلْ مَتَّعْتُ هَـٰٓؤُلَآءِ وَءَابَآءَهُمْ حَتَّىٰ جَآءَهُمُ ٱلْحَقُّ وَرَسُولٌ مُّبِينٌ

Transliteration bal mattaʿtu hāulāi waābāahum ḥattā jāahumu l-ḥaqu warasūlun mubīnun

Pashto بلكې ما دوى او د دوى پلرونو ته نفع وركړه تر هغه پورې چې دوى ته حق (قرآن) او ښكاره بیانوونكى رسول راغى

Verse 30

وَلَمَّا جَآءَهُمُ ٱلْحَقُّ قَالُوا۟ هَـٰذَا سِحْرٌ وَإِنَّا بِهِۦ كَـٰفِرُونَ

Transliteration walammā jāahumu l-ḥaqu qālū hādhā siḥ'run wa-innā bihi kāfirūna

Pashto او كله چې دوى ته حق راغى دوى وویل: دا جادو دى، او بېشكه مونږ له ده نه انكار كوونكي یو

Verse 31

وَقَالُوا۟ لَوْلَا نُزِّلَ هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانُ عَلَىٰ رَجُلٍ مِّنَ ٱلْقَرْيَتَيْنِ عَظِيمٍ

Transliteration waqālū lawlā nuzzila hādhā l-qur'ānu ʿalā rajulin mina l-qaryatayni ʿaẓīmin

Pashto او دوى وویل: دا قرآن په دوه كلیو (ښارونو) كې په یو غټ سړي ولې نه نازلاوه شي؟

Verse 32

أَهُمْ يَقْسِمُونَ رَحْمَتَ رَبِّكَ ۚ نَحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُم مَّعِيشَتَهُمْ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ۚ وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَـٰتٍ لِّيَتَّخِذَ بَعْضُهُم بَعْضًا سُخْرِيًّا ۗ وَرَحْمَتُ رَبِّكَ خَيْرٌ مِّمَّا يَجْمَعُونَ

Transliteration ahum yaqsimūna raḥmata rabbika naḥnu qasamnā baynahum maʿīshatahum fī l-ḥayati l-dun'yā warafaʿnā baʿḍahum fawqa baʿḍin darajātin liyattakhidha baʿḍuhum baʿḍan sukh'riyyan waraḥmatu rabbika khayrun mimmā yajmaʿūna

Pashto ایا دوى ستا د رب رحمت تقسیموي؟ مونږ د دوى په مینځ كې په دنيايي ژوند كې د دوى معشیت تقسیم كړى دى او په درجو كې مو د دوى ځینې د ځینو نورو له پاسه پورته كړي دي، د دې لپاره چې د دوى ځینې ځینې نور (تابع او) كار كوونكي ونيسي او ستا د رب رحمت له هغه نه ډېر غوره دى چې دوى يې جمع كوي

Verse 33

وَلَوْلَآ أَن يَكُونَ ٱلنَّاسُ أُمَّةً وَٰحِدَةً لَّجَعَلْنَا لِمَن يَكْفُرُ بِٱلرَّحْمَـٰنِ لِبُيُوتِهِمْ سُقُفًا مِّن فِضَّةٍ وَمَعَارِجَ عَلَيْهَا يَظْهَرُونَ

Transliteration walawlā an yakūna l-nāsu ummatan wāḥidatan lajaʿalnā liman yakfuru bil-raḥmāni libuyūtihim suqufan min fiḍḍatin wamaʿārija ʿalayhā yaẓharūna

Pashto او كه دا (خطره) نه وى چې خلق به ټول یوه ډله (كافران شي) نو مونږ به خامخا د هغه چا لپاره چې په رحمٰن كافران كېږي، د دوى كورونو ته به مو د سپینو زرو چتونه او داسې پوړۍ ګرځولې وى چې دوى به په هغو پاس ختلى

Verse 34

وَلِبُيُوتِهِمْ أَبْوَٰبًا وَسُرُرًا عَلَيْهَا يَتَّكِـُٔونَ

Transliteration walibuyūtihim abwāban wasururan ʿalayhā yattakiūna

Pashto او د دوى د كوټو لپاره به مو (د سپینو زرو) دروازې او تختونه جوړ كړي وى چې دوى به په هغو تكیه وهلې

Verse 35

وَزُخْرُفًا ۚ وَإِن كُلُّ ذَٰلِكَ لَمَّا مَتَـٰعُ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ۚ وَٱلْـَٔاخِرَةُ عِندَ رَبِّكَ لِلْمُتَّقِينَ

Transliteration wazukh'rufan wa-in kullu dhālika lammā matāʿu l-ḥayati l-dun'yā wal-ākhiratu ʿinda rabbika lil'muttaqīna

Pashto او له سرو زرو نه (دغه او نور زينتونه به مو وركړي وى) او نه دي دغه (ټول څیزونه) مګر د دنيايي ژوند سامان دى او اخرت ستا د رب په نېز د متقیانو (پرهیزګارانو) لپاره دى

Verse 36

وَمَن يَعْشُ عَن ذِكْرِ ٱلرَّحْمَـٰنِ نُقَيِّضْ لَهُۥ شَيْطَـٰنًا فَهُوَ لَهُۥ قَرِينٌ

Transliteration waman yaʿshu ʿan dhik'ri l-raḥmāni nuqayyiḍ lahu shayṭānan fahuwa lahu qarīnun

Pashto او هر هغه څوك چې د رحمٰن له ذكر نه ځان ړوند كړي (،نو) مونږ به په ده باندې یو شیطان مسلط كړو، نو هغه به له ده سره تل ملګرى وي

Verse 37

وَإِنَّهُمْ لَيَصُدُّونَهُمْ عَنِ ٱلسَّبِيلِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُم مُّهْتَدُونَ

Transliteration wa-innahum layaṣuddūnahum ʿani l-sabīli wayaḥsabūna annahum muh'tadūna

Pashto او بېشكه دغه (شیطانان) یقینًا دوى (خپل ملګري) له حقې لارې نه منع كوي او دوى ګمان كوي چې بېشكه دوى هدایت موندونكي دي

Verse 38

حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءَنَا قَالَ يَـٰلَيْتَ بَيْنِى وَبَيْنَكَ بُعْدَ ٱلْمَشْرِقَيْنِ فَبِئْسَ ٱلْقَرِينُ

Transliteration ḥattā idhā jāanā qāla yālayta baynī wabaynaka buʿ'da l-mashriqayni fabi'sa l-qarīnu

Pashto تر هغه پورې چې كله دا مونږ ته راشي ( نو) وايي به: اى كاشكې! زما په مینځ كې او ستا په مینځ كې د مشرق او مغرب هومره لرې والى وى، پس (دا) بد ملګرى دى

Verse 39

وَلَن يَنفَعَكُمُ ٱلْيَوْمَ إِذ ظَّلَمْتُمْ أَنَّكُمْ فِى ٱلْعَذَابِ مُشْتَرِكُونَ

Transliteration walan yanfaʿakumu l-yawma idh ẓalamtum annakum fī l-ʿadhābi mush'tarikūna

Pashto او كله چې تاسو ظلم كړى دى (نو) تاسو ته به نن ورځ دا خبره له سره نفع درنـكړي چې بېشكه تاسو (او شیطانان ټول) په عذاب كې سره شریك یئ

Verse 40

أَفَأَنتَ تُسْمِعُ ٱلصُّمَّ أَوْ تَهْدِى ٱلْعُمْىَ وَمَن كَانَ فِى ضَلَـٰلٍ مُّبِينٍ

Transliteration afa-anta tus'miʿu l-ṣuma aw tahdī l-ʿum'ya waman kāna fī ḍalālin mubīnin

Pashto ایا نو ته به كڼو ته اورول وكړې، یا به ړندو ته لار ښوونه وكړې او هغه چا ته چې په ښكاره ګمراهۍ كې دى؟

Verse 41

فَإِمَّا نَذْهَبَنَّ بِكَ فَإِنَّا مِنْهُم مُّنتَقِمُونَ

Transliteration fa-immā nadhhabanna bika fa-innā min'hum muntaqimūna

Pashto نو كه تا مونږ لازمًا بوځو، نو بېشكه مونږ له دوى نه انتقام اخيستونكي یو

Verse 42

أَوْ نُرِيَنَّكَ ٱلَّذِى وَعَدْنَـٰهُمْ فَإِنَّا عَلَيْهِم مُّقْتَدِرُونَ

Transliteration aw nuriyannaka alladhī waʿadnāhum fa-innā ʿalayhim muq'tadirūna

Pashto ایا مونږ تا ته خامخا هغه وښیو چې مونږ يې له دوى سره وعده كړې ده، نو بېشكه مونږ په دوى پوره قدرت لرونكي یو

Verse 43

فَٱسْتَمْسِكْ بِٱلَّذِىٓ أُوحِىَ إِلَيْكَ ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ صِرَٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ

Transliteration fa-is'tamsik bi-alladhī ūḥiya ilayka innaka ʿalā ṣirāṭin mus'taqīmin

Pashto نو ته په هغه (قرآن) منګلې ولګوه چې تا ته وحي كړى شوى دى، بېشكه ته په نېغه لار يې

Verse 44

وَإِنَّهُۥ لَذِكْرٌ لَّكَ وَلِقَوْمِكَ ۖ وَسَوْفَ تُسْـَٔلُونَ

Transliteration wa-innahu ladhik'run laka waliqawmika wasawfa tus'alūna

Pashto او بېشكه دا (قرآن) تا لپاره او ستا د قوم لپاره ذكر (او نصیحت) دى او ژر ده چې له تاسو نه به پوښتنه وكړى شي

Verse 45

وَسْـَٔلْ مَنْ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رُّسُلِنَآ أَجَعَلْنَا مِن دُونِ ٱلرَّحْمَـٰنِ ءَالِهَةً يُعْبَدُونَ

Transliteration wasal man arsalnā min qablika min rusulinā ajaʿalnā min dūni l-raḥmāni ālihatan yuʿ'badūna

Pashto او ته زمونږ له هغو رسولانو نه تپوس وكړه چې مونږ له تا نه مخكې لېږلي دي، ایا مونږه له رحمن نه غیر نور معبودان مقرر كړي دي چې د دوى عبادت كولى شي

Verse 46

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَىٰ بِـَٔايَـٰتِنَآ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَإِي۟هِۦ فَقَالَ إِنِّى رَسُولُ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ

Transliteration walaqad arsalnā mūsā biāyātinā ilā fir'ʿawna wamala-ihi faqāla innī rasūlu rabbi l-ʿālamīna

Pashto او یقینًا یقینًا مونږ موسی زمونږ له نښو سره فرعون او د هغه سردارانو ته لېږلى و، پس ده وویل: بېشكه زه د رب العلمین رسول یم

Verse 47

فَلَمَّا جَآءَهُم بِـَٔايَـٰتِنَآ إِذَا هُم مِّنْهَا يَضْحَكُونَ

Transliteration falammā jāahum biāyātinā idhā hum min'hā yaḍḥakūna

Pashto نو كله چې هغه دوى ته زمونږ په واضحو نښو سره راغى، ناڅاپه دوى په هغو (نښو) پورې خندل

Verse 48

وَمَا نُرِيهِم مِّنْ ءَايَةٍ إِلَّا هِىَ أَكْبَرُ مِنْ أُخْتِهَا ۖ وَأَخَذْنَـٰهُم بِٱلْعَذَابِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ

Transliteration wamā nurīhim min āyatin illā hiya akbaru min ukh'tihā wa-akhadhnāhum bil-ʿadhābi laʿallahum yarjiʿūna

Pashto او مونږ به دوى ته هېڅ یوه نښه نه ښووله مګر چې هغه به د هغې له خور (مثل) نه ډېره لویه وه او مونږ دوى په عذاب سره راونیول، د دې لپاره چې دوى رجوع وكړي

Verse 49

وَقَالُوا۟ يَـٰٓأَيُّهَ ٱلسَّاحِرُ ٱدْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِندَكَ إِنَّنَا لَمُهْتَدُونَ

Transliteration waqālū yāayyuha l-sāḥiru ud'ʿu lanā rabbaka bimā ʿahida ʿindaka innanā lamuh'tadūna

Pashto او دوى (فرعونیانو) وویل: اى جادوګره! (عالمه!) ته زمونږ لپاره له خپل رب نه دعا وغواړه، د هغې وعدې په سبب چې تا سره يې كړې ده، بېشكه مونږ خامخا هدایت موندونكي یو

Verse 50

فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ ٱلْعَذَابَ إِذَا هُمْ يَنكُثُونَ

Transliteration falammā kashafnā ʿanhumu l-ʿadhāba idhā hum yankuthūna

Pashto نو كله چې به مونږ له دوى نه عذاب لرې كړ، په هماغه وخت كې به دوى (وعده) ماتوله

Verse 51

وَنَادَىٰ فِرْعَوْنُ فِى قَوْمِهِۦ قَالَ يَـٰقَوْمِ أَلَيْسَ لِى مُلْكُ مِصْرَ وَهَـٰذِهِ ٱلْأَنْهَـٰرُ تَجْرِى مِن تَحْتِىٓ ۖ أَفَلَا تُبْصِرُونَ

Transliteration wanādā fir'ʿawnu fī qawmihi qāla yāqawmi alaysa lī mul'ku miṣ'ra wahādhihi l-anhāru tajrī min taḥtī afalā tub'ṣirūna

Pashto او فرعون په خپل قوم كې اواز وكړ، ويې ويل:اى زما قومه! ايا د مصر باچايي زما نه ده؟ او دغه ولې چې زما له لاندې بهېږي؟ ایا نو تاسو نه وینئ

Verse 52

أَمْ أَنَا۠ خَيْرٌ مِّنْ هَـٰذَا ٱلَّذِى هُوَ مَهِينٌ وَلَا يَكَادُ يُبِينُ

Transliteration am anā khayrun min hādhā alladhī huwa mahīnun walā yakādu yubīnu

Pashto بلكې زه ډېر غوره یم له دغه (موسٰی) نه چې هغه سپك دى او نژدې نه دى چې خبره واضحه وكړي

Verse 53

فَلَوْلَآ أُلْقِىَ عَلَيْهِ أَسْوِرَةٌ مِّن ذَهَبٍ أَوْ جَآءَ مَعَهُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ مُقْتَرِنِينَ

Transliteration falawlā ul'qiya ʿalayhi aswiratun min dhahabin aw jāa maʿahu l-malāikatu muq'tarinīna

Pashto پس په ده باندې د سرو زرو بنګړي (وښي) ولې نه غورځول كېږي، یا له ده سره ملايك صف تړلي (پیوسته) ولې) نه راځي

Verse 54

فَٱسْتَخَفَّ قَوْمَهُۥ فَأَطَاعُوهُ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ قَوْمًا فَـٰسِقِينَ

Transliteration fa-is'takhaffa qawmahu fa-aṭāʿūhu innahum kānū qawman fāsiqīna

Pashto نو خپل قوم يې بې وقوفه وګرځاوه، نو دوى د ده خبره ومنله، بېشكه دوى فاسقان خلق وو

Verse 55

فَلَمَّآ ءَاسَفُونَا ٱنتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَأَغْرَقْنَـٰهُمْ أَجْمَعِينَ

Transliteration falammā āsafūnā intaqamnā min'hum fa-aghraqnāhum ajmaʿīna

Pashto نو كله چې دوى مونږ خفه كړو (،نو) مونږ له دوى نه انتقام واخيست، پس مونږه دوى ټول غرق كړل

Verse 56

فَجَعَلْنَـٰهُمْ سَلَفًا وَمَثَلًا لِّلْـَٔاخِرِينَ

Transliteration fajaʿalnāhum salafan wamathalan lil'ākhirīna

Pashto نومونږ دوى پیشوایان او مثال وګرځول د وروستنیو خلقو لپاره

Verse 57

۞ وَلَمَّا ضُرِبَ ٱبْنُ مَرْيَمَ مَثَلًا إِذَا قَوْمُكَ مِنْهُ يَصِدُّونَ

Transliteration walammā ḍuriba ub'nu maryama mathalan idhā qawmuka min'hu yaṣiddūna

Pashto او كله چې د مریمې زوى د مثال په طور بیان كړى شو، (نو) ناڅاپه ستا قوم د دغه (مثال) پورې (له خوشالۍ نه) چغې وهلې

Verse 58

وَقَالُوٓا۟ ءَأَـٰلِهَتُنَا خَيْرٌ أَمْ هُوَ ۚ مَا ضَرَبُوهُ لَكَ إِلَّا جَدَلًۢا ۚ بَلْ هُمْ قَوْمٌ خَصِمُونَ

Transliteration waqālū aālihatunā khayrun am huwa mā ḍarabūhu laka illā jadalan bal hum qawmun khaṣimūna

Pashto او ويې ويل:ایا زمونږ معبودان غوره دي، یا كه هغه؟ دوى تا ته دا (مثال) بیان نه كړ مګر د جګړې لپاره بلكې دوى ډېر جګړه كوونكى قوم دى

Verse 59

إِنْ هُوَ إِلَّا عَبْدٌ أَنْعَمْنَا عَلَيْهِ وَجَعَلْنَـٰهُ مَثَلًا لِّبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ

Transliteration in huwa illā ʿabdun anʿamnā ʿalayhi wajaʿalnāhu mathalan libanī is'rāīla

Pashto دغه نه دى مګر یو بنده دى چې مونږ په ده انعام كړى دى او د بني اسرائیلو لپاره مو هغه (د قدرت) یو مثال ګرځولى و

Verse 60

وَلَوْ نَشَآءُ لَجَعَلْنَا مِنكُم مَّلَـٰٓئِكَةً فِى ٱلْأَرْضِ يَخْلُفُونَ

Transliteration walaw nashāu lajaʿalnā minkum malāikatan fī l-arḍi yakhlufūna

Pashto او كه مونږ غوښتلي وى (نو) مونږ به ستاسو په ځاى په ځمكه كې ملايك پیدا كړي وى، چې خلیفګان شوي به وى

Verse 61

وَإِنَّهُۥ لَعِلْمٌ لِّلسَّاعَةِ فَلَا تَمْتَرُنَّ بِهَا وَٱتَّبِعُونِ ۚ هَـٰذَا صِرَٰطٌ مُّسْتَقِيمٌ

Transliteration wa-innahu laʿil'mun lilssāʿati falā tamtarunna bihā wa-ittabiʿūni hādhā ṣirāṭun mus'taqīmun

Pashto او بېشكه دغه (عیسٰی) د قیامت لپاره یقینًا یوه لویه نښه ده، نو تاسو د دغه (قیامت) په باره كې له سره شك مه كوئ، دا نېغه لار ده

Verse 62

وَلَا يَصُدَّنَّكُمُ ٱلشَّيْطَـٰنُ ۖ إِنَّهُۥ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ

Transliteration walā yaṣuddannakumu l-shayṭānu innahu lakum ʿaduwwun mubīnun

Pashto او شیطان دې تا (له دې نېغې لارې نه) له سره وا نه ړوي، بېشكه هغه تاسو لپاره ښكاره دښمن دى

Verse 63

وَلَمَّا جَآءَ عِيسَىٰ بِٱلْبَيِّنَـٰتِ قَالَ قَدْ جِئْتُكُم بِٱلْحِكْمَةِ وَلِأُبَيِّنَ لَكُم بَعْضَ ٱلَّذِى تَخْتَلِفُونَ فِيهِ ۖ فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ

Transliteration walammā jāa ʿīsā bil-bayināti qāla qad ji'tukum bil-ḥik'mati wali-ubayyina lakum baʿḍa alladhī takhtalifūna fīhi fa-ittaqū l-laha wa-aṭīʿūni

Pashto او كله چې عيسٰى له ښكاره دلیلونو سره راغى، ويې ويل:(اى بني اسرائیلو!) یقینًا ما تاسو ته حكم راوړى دى او د دې لپاره (راغلى یم) چې تاسو ته ځینې هغه (احكام) بیان كړم چې تاسو په هغو كې اختلاف كوئ، نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ

Verse 64

إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ رَبِّى وَرَبُّكُمْ فَٱعْبُدُوهُ ۚ هَـٰذَا صِرَٰطٌ مُّسْتَقِيمٌ

Transliteration inna l-laha huwa rabbī warabbukum fa-uʿ'budūhu hādhā ṣirāṭun mus'taqīmun

Pashto بېشكه هم دا الله زما رب دى او ستاسو رب دى، لهٰذا تاسو د ده عبادت كوئ، دغه نېغه لاره ده

Verse 65

فَٱخْتَلَفَ ٱلْأَحْزَابُ مِنۢ بَيْنِهِمْ ۖ فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مِنْ عَذَابِ يَوْمٍ أَلِيمٍ

Transliteration fa-ikh'talafa l-aḥzābu min baynihim fawaylun lilladhīna ẓalamū min ʿadhābi yawmin alīmin

Pashto نو (د نصرانیانو) دغه ډلې په خپل منیځ كې سره مختلفې شوې، نو د هغو كسانو لپاره چې ظلم يې كړى دى، د ډېرې دردوونكي ورځې له عذاب نه هلاكت دى

Verse 66

هَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا ٱلسَّاعَةَ أَن تَأْتِيَهُم بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ

Transliteration hal yanẓurūna illā l-sāʿata an tatiyahum baghtatan wahum lā yashʿurūna

Pashto دوى انتظار نه كوي مګر د قیامت چې په دوى به ناڅاپه راشي، او دوى به نه پوهېږي

Verse 67

ٱلْأَخِلَّآءُ يَوْمَئِذٍۭ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ إِلَّا ٱلْمُتَّقِينَ

Transliteration al-akhilāu yawma-idhin baʿḍuhum libaʿḍin ʿaduwwun illā l-mutaqīna

Pashto په دغې ورځ كې به خواږه یاران، د دوى ځینې به د ځینو نورو دښمنان وي، غیر له متقیانو نه

Verse 68

يَـٰعِبَادِ لَا خَوْفٌ عَلَيْكُمُ ٱلْيَوْمَ وَلَآ أَنتُمْ تَحْزَنُونَ

Transliteration yāʿibādi lā khawfun ʿalaykumu l-yawma walā antum taḥzanūna

Pashto اى زما بنده ګانو! نن ورځ په تاسو وېره نشته او نه به تاسو غمژن كېږئ

Verse 69

ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا وَكَانُوا۟ مُسْلِمِينَ

Transliteration alladhīna āmanū biāyātinā wakānū mus'limīna

Pashto هغه كسان چې زمونږ په ایتونو يې ایمان راوړى دى او دوى مسلمانان وو

Verse 70

ٱدْخُلُوا۟ ٱلْجَنَّةَ أَنتُمْ وَأَزْوَٰجُكُمْ تُحْبَرُونَ

Transliteration ud'khulū l-janata antum wa-azwājukum tuḥ'barūna

Pashto (دوى ته به ویلى شي:) تاسو جنت ته ننوځئ، تاسو او ستاسو ښځې، تاسو به خوشالولى شئ

Verse 71

يُطَافُ عَلَيْهِم بِصِحَافٍ مِّن ذَهَبٍ وَأَكْوَابٍ ۖ وَفِيهَا مَا تَشْتَهِيهِ ٱلْأَنفُسُ وَتَلَذُّ ٱلْأَعْيُنُ ۖ وَأَنتُمْ فِيهَا خَـٰلِدُونَ

Transliteration yuṭāfu ʿalayhim biṣiḥāfin min dhahabin wa-akwābin wafīhā mā tashtahīhi l-anfusu wataladhu l-aʿyunu wa-antum fīhā khālidūna

Pashto په دوى به كاسې د سرو زرو او ګلاسونه ګرځول كېږي او په دغو (جنتونو) كې به هغه څه وي چې نفسونه (زړونه) د هغو خواهش كوي او سترګې (پرې) خوند اخلي او تاسو به په دغو كې تل ترتله یئ

Verse 72

وَتِلْكَ ٱلْجَنَّةُ ٱلَّتِىٓ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

Transliteration watil'ka l-janatu allatī ūrith'tumūhā bimā kuntum taʿmalūna

Pashto او دغه هغه جنتونه دي چې تاسو ته د هغو عملونو په سبب په میراث كې دركړى شول چې تاسو به كول

Verse 73

لَكُمْ فِيهَا فَـٰكِهَةٌ كَثِيرَةٌ مِّنْهَا تَأْكُلُونَ

Transliteration lakum fīhā fākihatun kathīratun min'hā takulūna

Pashto تاسو لپاره په دغو كې ډېرې مېوې دي چې تاسو به له هغو ځنې خوراك كوئ

Verse 74

إِنَّ ٱلْمُجْرِمِينَ فِى عَذَابِ جَهَنَّمَ خَـٰلِدُونَ

Transliteration inna l-muj'rimīna fī ʿadhābi jahannama khālidūna

Pashto بېشكه مجرمان به د جهنم په عذاب كې تل پاتې كېدونكي وي

Verse 75

لَا يُفَتَّرُ عَنْهُمْ وَهُمْ فِيهِ مُبْلِسُونَ

Transliteration lā yufattaru ʿanhum wahum fīhi mub'lisūna

Pashto چې دغه (عذاب) به له دوى څخه نه كمولى شي او دوى به په دغه (عذاب) كې نا امېده اوسي

Verse 76

وَمَا ظَلَمْنَـٰهُمْ وَلَـٰكِن كَانُوا۟ هُمُ ٱلظَّـٰلِمِينَ

Transliteration wamā ẓalamnāhum walākin kānū humu l-ẓālimīna

Pashto او مونږ په دوى ظلم نه دى كړى او لېكن هم دوى پخپله ظالمان وو

Verse 77

وَنَادَوْا۟ يَـٰمَـٰلِكُ لِيَقْضِ عَلَيْنَا رَبُّكَ ۖ قَالَ إِنَّكُم مَّـٰكِثُونَ

Transliteration wanādaw yāmāliku liyaqḍi ʿalaynā rabbuka qāla innakum mākithūna

Pashto او دغه (دوزخیان) به اواز وكړي: اى مالكه! ستا رب دې مونږ مړه كړي، هغه (مالك) به ووايي: بېشكه تاسو (تل) ژوندي پاتې كېدونكي یئ

Verse 78

لَقَدْ جِئْنَـٰكُم بِٱلْحَقِّ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَكُمْ لِلْحَقِّ كَـٰرِهُونَ

Transliteration laqad ji'nākum bil-ḥaqi walākinna aktharakum lil'ḥaqqi kārihūna

Pashto یقینًا یقینًا مونږ تاسو ته حق راوړى و او لېكن ستاسو زیاتره حق لره بدګڼونكي دي

Verse 79

أَمْ أَبْرَمُوٓا۟ أَمْرًا فَإِنَّا مُبْرِمُونَ

Transliteration am abramū amran fa-innā mub'rimūna

Pashto ایا بلكې دوى د یو كار پخه اراده كړې ده، نو بېشكه مونږ (هم) خپل (تدبیر) محكم كوونكي یو

Verse 80

أَمْ يَحْسَبُونَ أَنَّا لَا نَسْمَعُ سِرَّهُمْ وَنَجْوَىٰهُم ۚ بَلَىٰ وَرُسُلُنَا لَدَيْهِمْ يَكْتُبُونَ

Transliteration am yaḥsabūna annā lā nasmaʿu sirrahum wanajwāhum balā warusulunā ladayhim yaktubūna

Pashto ایا دوى دا ګمان كوي چې بېشكه مونږ د دوى پټې خبرې او پټې مشورې نه اورو، ولې نه! او زمونږ رسولان ليكل كوي د دوى ترڅنګه

Verse 81

قُلْ إِن كَانَ لِلرَّحْمَـٰنِ وَلَدٌ فَأَنَا۠ أَوَّلُ ٱلْعَـٰبِدِينَ

Transliteration qul in kāna lilrraḥmāni waladun fa-anā awwalu l-ʿābidīna

Pashto ته (دوى ته) ووایه: كه چېرې د رحمٰن لپاره اولاد وى، نو زه به (د هغه) ترټولو اول عبادت كوونكى وم

Verse 82

سُبْحَـٰنَ رَبِّ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ رَبِّ ٱلْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ

Transliteration sub'ḥāna rabbi l-samāwāti wal-arḍi rabbi l-ʿarshi ʿammā yaṣifūna

Pashto پاكي ده د اسمانونو او ځمكې رب لره، د عرش رب لره له هغه څه نه چې دوى يې (د هغه په باره كې) بیانوي

Verse 83

فَذَرْهُمْ يَخُوضُوا۟ وَيَلْعَبُوا۟ حَتَّىٰ يُلَـٰقُوا۟ يَوْمَهُمُ ٱلَّذِى يُوعَدُونَ

Transliteration fadharhum yakhūḍū wayalʿabū ḥattā yulāqū yawmahumu alladhī yūʿadūna

Pashto نو ته دوى پرېږده چې (په باطلو خبرو كې) غوټې وهي او لوبې كوي تر هغه پورې چې دوى د خپلې هغې ورځې سره ملاقات وكړي چې دوى ته به يې وعده وركولى شوه

Verse 84

وَهُوَ ٱلَّذِى فِى ٱلسَّمَآءِ إِلَـٰهٌ وَفِى ٱلْأَرْضِ إِلَـٰهٌ ۚ وَهُوَ ٱلْحَكِيمُ ٱلْعَلِيمُ

Transliteration wahuwa alladhī fī l-samāi ilāhun wafī l-arḍi ilāhun wahuwa l-ḥakīmu l-ʿalīmu

Pashto او هم دى هغه دى ذات چې په اسمان كې معبود دى او په ځمكه كې (هم) معبود دى، او هم دى ډېر حكمت والا، ښه پوه دى

Verse 85

وَتَبَارَكَ ٱلَّذِى لَهُۥ مُلْكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَعِندَهُۥ عِلْمُ ٱلسَّاعَةِ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ

Transliteration watabāraka alladhī lahu mul'ku l-samāwāti wal-arḍi wamā baynahumā waʿindahu ʿil'mu l-sāʿati wa-ilayhi tur'jaʿūna

Pashto او ډېر بركت ناك دى هغه ذات چې خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې باچايي ده او د هغه څه چې د دغو دواړو په مينځ كې دي او خاص له هغه سره د قیامت د علم دى او خاص هغه ته به تاسو بېرته بېولى شئ

Verse 86

وَلَا يَمْلِكُ ٱلَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِهِ ٱلشَّفَـٰعَةَ إِلَّا مَن شَهِدَ بِٱلْحَقِّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ

Transliteration walā yamliku alladhīna yadʿūna min dūnihi l-shafāʿata illā man shahida bil-ḥaqi wahum yaʿlamūna

Pashto او هغه معبودان چې دوى يې له دغه (الله) نه غیر بلي؛ د شفاعت هېڅ اختیار نه لري، مګر هغه څوك چې د حق ګواهي يې وركړې وي، په دې حال كې چې دوى پوهېږي

Verse 87

وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَهُمْ لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُ ۖ فَأَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ

Transliteration wala-in sa-altahum man khalaqahum layaqūlunna l-lahu fa-annā yu'fakūna

Pashto او قسم دى كه ته له دوى نه تپوس وكړې چې دوى چا پیدا كړي دي (نو) دوى به خامخا ضرور ووايي: الله (پیدا كړي دي) نو كوم طرف ته دوى ګرځول كېږي؟

Verse 88

وَقِيلِهِۦ يَـٰرَبِّ إِنَّ هَـٰٓؤُلَآءِ قَوْمٌ لَّا يُؤْمِنُونَ

Transliteration waqīlihi yārabbi inna hāulāi qawmun lā yu'minūna

Pashto او قسم دى د دغه (رسول) په دې وینا چې اى زما ربه! بېشكه زما دا قوم ایمان نه راوړي

Verse 89

فَٱصْفَحْ عَنْهُمْ وَقُلْ سَلَـٰمٌ ۚ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ

Transliteration fa-iṣ'faḥ ʿanhum waqul salāmun fasawfa yaʿlamūna

Pashto نو ته له دوى نه مخ وګرځوه او ووایه: سلام، پس ژر به دوى پوه شي

Read Surah Az-Zukhruf in another language

All languages

All 114 surahs in Pashto: the Qur’an in Pashto.

Learn it in MyDugsi

Pashto translation: Zakaria Abulsalam, from Quran.com. Transliteration: Quran.com. Recitation: Mishary Alafasy, from EveryAyah.com. MyDugsi is a learning aid, not a replacement for a qualified teacher.