Surah As-Saffat in Pashto: translation and audio
Surah 37 · الصافات · Those who set the Ranks · 182 verses
Surah As-Saffat verse by verse: the Arabic with a recitation you can repeat, the transliteration, and the Pashto translation by Zakaria Abulsalam. For the meaning of every word, see Surah As-Saffat word by word in English.
Verse 1
وَٱلصَّـٰٓفَّـٰتِ صَفًّا
Transliteration wal-ṣāfāti ṣaffan
Pashto قسم دى (د ملايكو) په صف جوړونكو ډلو باندې، صف جوړول
Verse 2
فَٱلزَّٰجِرَٰتِ زَجْرًا
Transliteration fal-zājirāti zajran
Pashto بیا (شیطانانو لره) په شړونكو (ملايكو دى) سخت شړل
Verse 3
فَٱلتَّـٰلِيَـٰتِ ذِكْرًا
Transliteration fal-tāliyāti dhik'ran
Pashto بیا د ذكر په لوستونكو باندې
Verse 4
إِنَّ إِلَـٰهَكُمْ لَوَٰحِدٌ
Transliteration inna ilāhakum lawāḥidun
Pashto چې بېشكه ستاسو معبود یقینًا یو دى
Verse 5
رَّبُّ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَرَبُّ ٱلْمَشَـٰرِقِ
Transliteration rabbu l-samāwāti wal-arḍi wamā baynahumā warabbu l-mashāriqi
Pashto چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي او د مشرقونو رب دى
Verse 6
إِنَّا زَيَّنَّا ٱلسَّمَآءَ ٱلدُّنْيَا بِزِينَةٍ ٱلْكَوَاكِبِ
Transliteration innā zayyannā l-samāa l-dun'yā bizīnatin l-kawākibi
Pashto بېشكه مونږ (ځمكې ته) زیات نژدې اسمان په زینت سره ښايسته كړى دى، چې ستوري دي
Verse 7
وَحِفْظًا مِّن كُلِّ شَيْطَـٰنٍ مَّارِدٍ
Transliteration waḥif'ẓan min kulli shayṭānin māridin
Pashto او له هر سركښه شیطان نه مو ښه ساتلى دى
Verse 8
لَّا يَسَّمَّعُونَ إِلَى ٱلْمَلَإِ ٱلْأَعْلَىٰ وَيُقْذَفُونَ مِن كُلِّ جَانِبٍ
Transliteration lā yassammaʿūna ilā l-mala-i l-aʿlā wayuq'dhafūna min kulli jānibin
Pashto دغه (شیطانان) تر ټولو لوړ مجلس ته غوږ نشي نیولى او دوى له هره جانبه ویشتل شي
Verse 9
دُحُورًا ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ وَاصِبٌ
Transliteration duḥūran walahum ʿadhābun wāṣibun
Pashto د شړلو لپاره او د دوى لپاره همېشنى عذاب دى
Verse 10
إِلَّا مَنْ خَطِفَ ٱلْخَطْفَةَ فَأَتْبَعَهُۥ شِهَابٌ ثَاقِبٌ
Transliteration illā man khaṭifa l-khaṭfata fa-atbaʿahu shihābun thāqibun
Pashto غیر له هغه (شیطان) نه چې وتښتوي یو كرت تښتونه، نو په ده پسې شي لمبه رڼا كوونكې
Verse 11
فَٱسْتَفْتِهِمْ أَهُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَم مَّنْ خَلَقْنَآ ۚ إِنَّا خَلَقْنَـٰهُم مِّن طِينٍ لَّازِبٍۭ
Transliteration fa-is'taftihim ahum ashaddu khalqan am man khalaqnā innā khalaqnāhum min ṭīnin lāzibin
Pashto نو ته له دوى نه پوښتنه وكړه چې ایا دوى د تخلیق په لحاظ ډېر سخت دي، یا هغه چې مونږ پیدا كړي دي؟، بېشكه مونږ دوى له سرېښناكې خټې نه پیدا كړي دي
Verse 12
بَلْ عَجِبْتَ وَيَسْخَرُونَ
Transliteration bal ʿajib'ta wayaskharūna
Pashto بلكې ته (د دوى په انكار) تعجب كوې، په داسې حال كې چې دوى (په تا پورې) مسخرې كوي
Verse 13
وَإِذَا ذُكِّرُوا۟ لَا يَذْكُرُونَ
Transliteration wa-idhā dhukkirū lā yadhkurūna
Pashto او كله چې دوى ته نصیحت وكړى شي، دوى پند (نصیحت) نه اخلي
Verse 14
وَإِذَا رَأَوْا۟ ءَايَةً يَسْتَسْخِرُونَ
Transliteration wa-idhā ra-aw āyatan yastaskhirūna
Pashto او كله چې دوى كومه (نښه دلیل) وویني، (نو ورپورې) ډېرې مسخرې كوي
Verse 15
وَقَالُوٓا۟ إِنْ هَـٰذَآ إِلَّا سِحْرٌ مُّبِينٌ
Transliteration waqālū in hādhā illā siḥ'run mubīnun
Pashto او وايي چې نه دى دا (چې مونږ ولید) مګر ښكاره جادو
Verse 16
أَءِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَـٰمًا أَءِنَّا لَمَبْعُوثُونَ
Transliteration a-idhā mit'nā wakunnā turāban waʿiẓāman a-innā lamabʿūthūna
Pashto ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا په رښتیا به مونږ خامخا بیا ژۃوندي راپاڅول كېږو؟
Verse 17
أَوَءَابَآؤُنَا ٱلْأَوَّلُونَ
Transliteration awaābāunā l-awalūna
Pashto او ایا زمونږ ړومبني پلرونه هم؟
Verse 18
قُلْ نَعَمْ وَأَنتُمْ دَٰخِرُونَ
Transliteration qul naʿam wa-antum dākhirūna
Pashto ته (دوى ته) ووایه: هو! په داسې حال كې چې تاسو به ذلیل هم یئ
Verse 19
فَإِنَّمَا هِىَ زَجْرَةٌ وَٰحِدَةٌ فَإِذَا هُمْ يَنظُرُونَ
Transliteration fa-innamā hiya zajratun wāḥidatun fa-idhā hum yanẓurūna
Pashto پس همدا خبره ده چې هغه (قیامت) خو یوه چغه ده، نو ناڅاپه به دوى ګوري
Verse 20
وَقَالُوا۟ يَـٰوَيْلَنَا هَـٰذَا يَوْمُ ٱلدِّينِ
Transliteration waqālū yāwaylanā hādhā yawmu l-dīni
Pashto او دوى به وايي: اى زمونږ هلاكته! دا د بدلې ورځ ده
Verse 21
هَـٰذَا يَوْمُ ٱلْفَصْلِ ٱلَّذِى كُنتُم بِهِۦ تُكَذِّبُونَ
Transliteration hādhā yawmu l-faṣli alladhī kuntum bihi tukadhibūna
Pashto دا د فیصلې ورځ ده، هغه ورځ چې تاسو به د دې تكذیب كاوه
Verse 22
۞ ٱحْشُرُوا۟ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ وَأَزْوَٰجَهُمْ وَمَا كَانُوا۟ يَعْبُدُونَ
Transliteration uḥ'shurū alladhīna ẓalamū wa-azwājahum wamā kānū yaʿbudūna
Pashto (الله به ملايكو ته ووايي:) تاسو راټول كړئ هغه كسان چې ظلم (شرك) يې كړى دى او د دوى جوړې (د عقیدې ملګري) او هغه څه چې دوى به يې عبادت كاوه
Verse 23
مِن دُونِ ٱللَّهِ فَٱهْدُوهُمْ إِلَىٰ صِرَٰطِ ٱلْجَحِيمِ
Transliteration min dūni l-lahi fa-ih'dūhum ilā ṣirāṭi l-jaḥīmi
Pashto له الله نه غیر، نو تاسو دوى د دوزخ په لاره روان (او برابر) كړئ
Verse 24
وَقِفُوهُمْ ۖ إِنَّهُم مَّسْـُٔولُونَ
Transliteration waqifūhum innahum masūlūna
Pashto او دوى ودروئ، بېشكه له دوى نه پوښتنې كول شي
Verse 25
مَا لَكُمْ لَا تَنَاصَرُونَ
Transliteration mā lakum lā tanāṣarūna
Pashto په تاسو څه دي چې یو له بله سره مرسته نه كوئ؟
Verse 26
بَلْ هُمُ ٱلْيَوْمَ مُسْتَسْلِمُونَ
Transliteration bal humu l-yawma mus'taslimūna
Pashto بلكې دوى نن ورځ (پخپله) تسليمېدونكي دي
Verse 27
وَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ يَتَسَآءَلُونَ
Transliteration wa-aqbala baʿḍuhum ʿalā baʿḍin yatasāalūna
Pashto او د دوى ځینې به ځینو نورو ته مخ ورواړوي، یو تربله به پوښتنې كوي
Verse 28
قَالُوٓا۟ إِنَّكُمْ كُنتُمْ تَأْتُونَنَا عَنِ ٱلْيَمِينِ
Transliteration qālū innakum kuntum tatūnanā ʿani l-yamīni
Pashto وبه وايي (كشران مشرانو ته) بېشكه هم تاسو وئ چې مونږ ته به په زور سره راتللئ
Verse 29
قَالُوا۟ بَل لَّمْ تَكُونُوا۟ مُؤْمِنِينَ
Transliteration qālū bal lam takūnū mu'minīna
Pashto وبه وايي (مشران په جواب كې) بلكې تاسو پخپله ایمان راوړونكي نه وئ
Verse 30
وَمَا كَانَ لَنَا عَلَيْكُم مِّن سُلْطَـٰنٍۭ ۖ بَلْ كُنتُمْ قَوْمًا طَـٰغِينَ
Transliteration wamā kāna lanā ʿalaykum min sul'ṭānin bal kuntum qawman ṭāghīna
Pashto او زمونږ لپاره پر تاسو باندې هېڅ زور (تسلط) نه و، بلكې تاسو پخپله سركښه قوم وئ
Verse 31
فَحَقَّ عَلَيْنَا قَوْلُ رَبِّنَآ ۖ إِنَّا لَذَآئِقُونَ
Transliteration faḥaqqa ʿalaynā qawlu rabbinā innā ladhāiqūna
Pashto نو په مونږه باندې زمونږ د رب خبره ثابته شوه، یقینًا مونږ خامخا (عذاب لره) څكونكي یو
Verse 32
فَأَغْوَيْنَـٰكُمْ إِنَّا كُنَّا غَـٰوِينَ
Transliteration fa-aghwaynākum innā kunnā ghāwīna
Pashto نو مونږ تاسو ګمراه كړئ، بېشكه مونږ (پخپله هم) ګمراهان وو
Verse 33
فَإِنَّهُمْ يَوْمَئِذٍ فِى ٱلْعَذَابِ مُشْتَرِكُونَ
Transliteration fa-innahum yawma-idhin fī l-ʿadhābi mush'tarikūna
Pashto پس بېشكه دوى په دغه ورځ په عذاب كې سره شریكان دي
Verse 34
إِنَّا كَذَٰلِكَ نَفْعَلُ بِٱلْمُجْرِمِينَ
Transliteration innā kadhālika nafʿalu bil-muj'rimīna
Pashto بېشكه مونږ له مجرمانو سره همداسې كوو
Verse 35
إِنَّهُمْ كَانُوٓا۟ إِذَا قِيلَ لَهُمْ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا ٱللَّهُ يَسْتَكْبِرُونَ
Transliteration innahum kānū idhā qīla lahum lā ilāha illā l-lahu yastakbirūna
Pashto بېشكه دوى (داسې) وو چې كله به دوى ته وویل شول چې له الله نه غیر هېڅ لايق د عبادت نشته (،نو) دوى به تكبر كاوه
Verse 36
وَيَقُولُونَ أَئِنَّا لَتَارِكُوٓا۟ ءَالِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَّجْنُونٍۭ
Transliteration wayaqūlūna a-innā latārikū ālihatinā lishāʿirin majnūnin
Pashto او دوى وايي چې ایا یقینًا مونږ په رښتیا سره د یو لېوني شاعر له وجې نه خپل معبودان (خدایان) پرېښودونكي یو
Verse 37
بَلْ جَآءَ بِٱلْحَقِّ وَصَدَّقَ ٱلْمُرْسَلِينَ
Transliteration bal jāa bil-ḥaqi waṣaddaqa l-mur'salīna
Pashto (داسې نه ده) بلكې دغه (نبي) حق (دین) راوړى دى، او د رسولانو تصدیق يې كړى دى
Verse 38
إِنَّكُمْ لَذَآئِقُوا۟ ٱلْعَذَابِ ٱلْأَلِيمِ
Transliteration innakum ladhāiqū l-ʿadhābi l-alīmi
Pashto بېشكه تاسو خامخا ډېر دردوونكي عذاب لره څكونكي یئ
Verse 39
وَمَا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
Transliteration wamā tuj'zawna illā mā kuntum taʿmalūna
Pashto او تاسو ته بدله نه دركولى كېږي مګر د هغو عملونو چې تاسو به كول
Verse 40
إِلَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلْمُخْلَصِينَ
Transliteration illā ʿibāda l-lahi l-mukh'laṣīna
Pashto لېكن د الله غوره كړى شوي بنده ګان
Verse 41
أُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمْ رِزْقٌ مَّعْلُومٌ
Transliteration ulāika lahum riz'qun maʿlūmun
Pashto دغه كسان چې دي، د دوى لپاره معلومه روزي ده
Verse 42
فَوَٰكِهُ ۖ وَهُم مُّكْرَمُونَ
Transliteration fawākihu wahum muk'ramūna
Pashto چې (رنګارنګ) مېوي دي، په داسې حال كې چې دوى به عزتمن كړى شوي وي
Verse 43
فِى جَنَّـٰتِ ٱلنَّعِيمِ
Transliteration fī jannāti l-naʿīmi
Pashto د نعمتونو په باغونو كې
Verse 44
عَلَىٰ سُرُرٍ مُّتَقَـٰبِلِينَ
Transliteration ʿalā sururin mutaqābilīna
Pashto (چې ناست به وي) په تختونو یو بل ته مخامخ
Verse 45
يُطَافُ عَلَيْهِم بِكَأْسٍ مِّن مَّعِينٍۭ
Transliteration yuṭāfu ʿalayhim bikasin min maʿīnin
Pashto په دوى به د روانو صافو شرابو جامونه ګرځولى شي
Verse 46
بَيْضَآءَ لَذَّةٍ لِّلشَّـٰرِبِينَ
Transliteration bayḍāa ladhatin lilshāribīna
Pashto چې تك سپین به وي، د څښونكو لپاره به خوندور وي
Verse 47
لَا فِيهَا غَوْلٌ وَلَا هُمْ عَنْهَا يُنزَفُونَ
Transliteration lā fīhā ghawlun walā hum ʿanhā yunzafūna
Pashto نه به په هغو كې سر خوږى وي او نه به دوى د دغو (شرابو) په وجه نشه كولى شي
Verse 48
وَعِندَهُمْ قَـٰصِرَٰتُ ٱلطَّرْفِ عِينٌ
Transliteration waʿindahum qāṣirātu l-ṭarfi ʿīnun
Pashto او له دوى سره به د (خپل) نظر رامنع كوونكې غټو سترګو والا حورې وي
Verse 49
كَأَنَّهُنَّ بَيْضٌ مَّكْنُونٌ
Transliteration ka-annahunna bayḍun maknūnun
Pashto ګویاكې دوى پټې ساتل شوې هګۍ دي
Verse 50
فَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ يَتَسَآءَلُونَ
Transliteration fa-aqbala baʿḍuhum ʿalā baʿḍin yatasāalūna
Pashto نو د دغو (جنتیانو) ځینې به ځینو نورو ته مخ راوګرځوي، چې سره تپوس به كوي
Verse 51
قَالَ قَآئِلٌ مِّنْهُمْ إِنِّى كَانَ لِى قَرِينٌ
Transliteration qāla qāilun min'hum innī kāna lī qarīnun
Pashto په دوى كې يو ویونكى به ووايي: بېشكه زما یو دوست و
Verse 52
يَقُولُ أَءِنَّكَ لَمِنَ ٱلْمُصَدِّقِينَ
Transliteration yaqūlu a-innaka lamina l-muṣadiqīna
Pashto ویل به يې: ایا یقینًا ته خامخا له تصدیق كوونكو ځنې يې؟
Verse 53
أَءِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَـٰمًا أَءِنَّا لَمَدِينُونَ
Transliteration a-idhā mit'nā wakunnā turāban waʿiẓāman a-innā lamadīnūna
Pashto ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا بېشكه مونږ ته به خامخا جزا راكولى شي
Verse 54
قَالَ هَلْ أَنتُم مُّطَّلِعُونَ
Transliteration qāla hal antum muṭṭaliʿūna
Pashto وبه وايي: ایا تاسو كتونكي يئ؟
Verse 55
فَٱطَّلَعَ فَرَءَاهُ فِى سَوَآءِ ٱلْجَحِيمِ
Transliteration fa-iṭṭalaʿa faraāhu fī sawāi l-jaḥīmi
Pashto نو وبه ګوري، نو هغه به (د دوزخ) په مینځ كې وویني
Verse 56
قَالَ تَٱللَّهِ إِن كِدتَّ لَتُرْدِينِ
Transliteration qāla tal-lahi in kidtta latur'dīni
Pashto وبه وايي (كتونكى): قسم په الله! بېشكه شان دا و چې ته نژدې وې چې ما هلاك كړې
Verse 57
وَلَوْلَا نِعْمَةُ رَبِّى لَكُنتُ مِنَ ٱلْمُحْضَرِينَ
Transliteration walawlā niʿ'matu rabbī lakuntu mina l-muḥ'ḍarīna
Pashto او كه زما د رب نعمت نه وى (نو) خامخا زه به له حاضر كړى شویو څخه وم
Verse 58
أَفَمَا نَحْنُ بِمَيِّتِينَ
Transliteration afamā naḥnu bimayyitīna
Pashto ایا نو مونږ مړه كېدونكي نه یو
Verse 59
إِلَّا مَوْتَتَنَا ٱلْأُولَىٰ وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِينَ
Transliteration illā mawtatanā l-ūlā wamā naḥnu bimuʿadhabīna
Pashto زمونږ له ړومبي مرګ نه غیر، او مونږ په عذاب كړى شوي نه یو
Verse 60
إِنَّ هَـٰذَا لَهُوَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ
Transliteration inna hādhā lahuwa l-fawzu l-ʿaẓīmu
Pashto بېشكه دا، یقینًا همدغه ډېر لوى برى دى
Verse 61
لِمِثْلِ هَـٰذَا فَلْيَعْمَلِ ٱلْعَـٰمِلُونَ
Transliteration limith'li hādhā falyaʿmali l-ʿāmilūna
Pashto د دغو (نعمتونو) مثل لپاره دې عمل كوونكي عمل وكړي
Verse 62
أَذَٰلِكَ خَيْرٌ نُّزُلًا أَمْ شَجَرَةُ ٱلزَّقُّومِ
Transliteration adhālika khayrun nuzulan am shajaratu l-zaqūmi
Pashto ایا دغه د مېلمستیا په لحاظ غوره دي، یا د زقوم ونه
Verse 63
إِنَّا جَعَلْنَـٰهَا فِتْنَةً لِّلظَّـٰلِمِينَ
Transliteration innā jaʿalnāhā fit'natan lilẓẓālimīna
Pashto بېشكه مونږ دغه (ونه) د ظالمانو (مشركانو) لپاره فتنه (او عذاب) ګرځولې ده
Verse 64
إِنَّهَا شَجَرَةٌ تَخْرُجُ فِىٓ أَصْلِ ٱلْجَحِيمِ
Transliteration innahā shajaratun takhruju fī aṣli l-jaḥīmi
Pashto بېشكه دغه داسې ونه ده چې د دوزخ په بېخ كې راوځي
Verse 65
طَلْعُهَا كَأَنَّهُۥ رُءُوسُ ٱلشَّيَـٰطِينِ
Transliteration ṭalʿuhā ka-annahu ruūsu l-shayāṭīni
Pashto د دغې وږي، ګویاكې هغه د شیطانانو سرونه دي
Verse 66
فَإِنَّهُمْ لَـَٔاكِلُونَ مِنْهَا فَمَالِـُٔونَ مِنْهَا ٱلْبُطُونَ
Transliteration fa-innahum laākilūna min'hā famāliūna min'hā l-buṭūna
Pashto پس بېشكه دوى به خامخا له هغې نه خوړونكي وي، نو له هغې نه به د خپلو خېټو ډكوونكي وي
Verse 67
ثُمَّ إِنَّ لَهُمْ عَلَيْهَا لَشَوْبًا مِّنْ حَمِيمٍ
Transliteration thumma inna lahum ʿalayhā lashawban min ḥamīmin
Pashto بیا بېشكه دوى ته به د هغې له پاسه د ایشول شویو اوبو ګډون وي
Verse 68
ثُمَّ إِنَّ مَرْجِعَهُمْ لَإِلَى ٱلْجَحِيمِ
Transliteration thumma inna marjiʿahum la-ilā l-jaḥīmi
Pashto بیا بېشكه د دوى ورتله خامخا لمبې وهونكي اور ته دي
Verse 69
إِنَّهُمْ أَلْفَوْا۟ ءَابَآءَهُمْ ضَآلِّينَ
Transliteration innahum alfaw ābāahum ḍāllīna
Pashto بېشكه دوى خپل پلرونه ګمراه موندلي دي
Verse 70
فَهُمْ عَلَىٰٓ ءَاثَـٰرِهِمْ يُهْرَعُونَ
Transliteration fahum ʿalā āthārihim yuh'raʿūna
Pashto نو دوى د هغوى په قدمونو پسې په ډېرې تېزۍ سره منډې وهي
Verse 71
وَلَقَدْ ضَلَّ قَبْلَهُمْ أَكْثَرُ ٱلْأَوَّلِينَ
Transliteration walaqad ḍalla qablahum aktharu l-awalīna
Pashto او یقینًا یقینًا له دوى نه مخكې د ړومبنو خلقو اكثره ګمراه شوي دي
Verse 72
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا فِيهِم مُّنذِرِينَ
Transliteration walaqad arsalnā fīhim mundhirīna
Pashto او یقینًا یقینًا مونږ په دوى كې وېروونكي پېغمبران لېږلي وو
Verse 73
فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلْمُنذَرِينَ
Transliteration fa-unẓur kayfa kāna ʿāqibatu l-mundharīna
Pashto نو ته وګوره چې د وېرول شویو انجام څنګه و؟
Verse 74
إِلَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلْمُخْلَصِينَ
Transliteration illā ʿibāda l-lahi l-mukh'laṣīna
Pashto لېكن د الله غوره كړي بنډكان (له عذاب نه خلاص دي)
Verse 75
وَلَقَدْ نَادَىٰنَا نُوحٌ فَلَنِعْمَ ٱلْمُجِيبُونَ
Transliteration walaqad nādānā nūḥun falaniʿ'ma l-mujībūna
Pashto او یقینًا یقینًا مونږ ته نوح اواز وكړ، نو (مونږ) ښه جواب وركوونكي یو
Verse 76
وَنَجَّيْنَـٰهُ وَأَهْلَهُۥ مِنَ ٱلْكَرْبِ ٱلْعَظِيمِ
Transliteration wanajjaynāhu wa-ahlahu mina l-karbi l-ʿaẓīmi
Pashto او مونږ هغه ته او د هغه كورنۍ ته له ډېر لوى غم نه نجات وركړ
Verse 77
وَجَعَلْنَا ذُرِّيَّتَهُۥ هُمُ ٱلْبَاقِينَ
Transliteration wajaʿalnā dhurriyyatahu humu l-bāqīna
Pashto او مونږ د هغه اولاده، بس هم هغه باقي پاتې كېدونكې وګرځوله
Verse 78
وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِى ٱلْـَٔاخِرِينَ
Transliteration wataraknā ʿalayhi fī l-ākhirīna
Pashto او مونږ په ده باندې په وروستنيو خلقو كې (مدح او ثنا) پرېښودله
Verse 79
سَلَـٰمٌ عَلَىٰ نُوحٍ فِى ٱلْعَـٰلَمِينَ
Transliteration salāmun ʿalā nūḥin fī l-ʿālamīna
Pashto په عالمونو كې دې په نوح سلام وي
Verse 80
إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُحْسِنِينَ
Transliteration innā kadhālika najzī l-muḥ'sinīna
Pashto بېشكه مونږ نېكانو ته همداسې بدله وركوو
Verse 81
إِنَّهُۥ مِنْ عِبَادِنَا ٱلْمُؤْمِنِينَ
Transliteration innahu min ʿibādinā l-mu'minīna
Pashto بېشكه هغه زمونږ د مومنو بنده ګانو څخه و
Verse 82
ثُمَّ أَغْرَقْنَا ٱلْـَٔاخَرِينَ
Transliteration thumma aghraqnā l-ākharīna
Pashto بیا مونږ هغه نور (كافر) خلق غرق كړل
Verse 83
۞ وَإِنَّ مِن شِيعَتِهِۦ لَإِبْرَٰهِيمَ
Transliteration wa-inna min shīʿatihi la-ib'rāhīma
Pashto او بېشكه د هغه له ملګرو ځنې خامخا ابراهیم دى
Verse 84
إِذْ جَآءَ رَبَّهُۥ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ
Transliteration idh jāa rabbahu biqalbin salīmin
Pashto (یاد كړه) كله چې هغه خپل رب ته په ډېر روغ زړه سره راغى
Verse 85
إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِۦ مَاذَا تَعْبُدُونَ
Transliteration idh qāla li-abīhi waqawmihi mādhā taʿbudūna
Pashto كله چې هغه خپل پلار او خپل قوم ته وویل: څه شى دى چې تاسو يې عبادت كوئ؟
Verse 86
أَئِفْكًا ءَالِهَةً دُونَ ٱللَّهِ تُرِيدُونَ
Transliteration a-if'kan ālihatan dūna l-lahi turīdūna
Pashto ایا تاسو د دروغو (او باطلو) لپاره له الله پرته معبودان غواړئ؟
Verse 87
فَمَا ظَنُّكُم بِرَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ
Transliteration famā ẓannukum birabbi l-ʿālamīna
Pashto نو په رب العالمین مو ستاسو څه ګمان دى
Verse 88
فَنَظَرَ نَظْرَةً فِى ٱلنُّجُومِ
Transliteration fanaẓara naẓratan fī l-nujūmi
Pashto نو په ستوریو كې نظر يې واچوه، یو نظر
Verse 89
فَقَالَ إِنِّى سَقِيمٌ
Transliteration faqāla innī saqīmun
Pashto نو ويې ويل:بېشكه زه ناجوړه یم
Verse 90
فَتَوَلَّوْا۟ عَنْهُ مُدْبِرِينَ
Transliteration fatawallaw ʿanhu mud'birīna
Pashto نو دوى له هغه نه وګرځېدل، په داسې حال كې چې شاكوونكي وو
Verse 91
فَرَاغَ إِلَىٰٓ ءَالِهَتِهِمْ فَقَالَ أَلَا تَأْكُلُونَ
Transliteration farāgha ilā ālihatihim faqāla alā takulūna
Pashto نو د دوى معبودانو (بتانو) ته پټ راغى، نو ويې ويل: ایا تاسو (دا خوراكونه) نه خورئ؟
Verse 92
مَا لَكُمْ لَا تَنطِقُونَ
Transliteration mā lakum lā tanṭiqūna
Pashto په تاسو څه شوي دي چې تاسو خبرې نه كوئ؟
Verse 93
فَرَاغَ عَلَيْهِمْ ضَرْبًۢا بِٱلْيَمِينِ
Transliteration farāgha ʿalayhim ḍarban bil-yamīni
Pashto نو په مهارت سره يې په دوى باندې راباندې كړل، په داسې حال كې چې په ښي لاس سره وهونكى و
Verse 94
فَأَقْبَلُوٓا۟ إِلَيْهِ يَزِفُّونَ
Transliteration fa-aqbalū ilayhi yaziffūna
Pashto نو هغوى (مشركانو) ده ته متوجه شول، چې ورپسې منډې يې وهلې
Verse 95
قَالَ أَتَعْبُدُونَ مَا تَنْحِتُونَ
Transliteration qāla ataʿbudūna mā tanḥitūna
Pashto ده وویل: ایا تاسو د هغه څه عبادت كوئ چې تاسو يې (پخپله) تراشئ
Verse 96
وَٱللَّهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُونَ
Transliteration wal-lahu khalaqakum wamā taʿmalūna
Pashto ‚ حال دا چې الله تاسو او هغه عملونه چې تاسو يې كوئ، پیدا كړي دي
Verse 97
قَالُوا۟ ٱبْنُوا۟ لَهُۥ بُنْيَـٰنًا فَأَلْقُوهُ فِى ٱلْجَحِيمِ
Transliteration qālū ib'nū lahu bun'yānan fa-alqūhu fī l-jaḥīmi
Pashto دوى وویل: د ده لپاره یوه ودانۍ جوړه كړئ، بیا تاسو دا په لمبې وهونكي اور كې واچوئ
Verse 98
فَأَرَادُوا۟ بِهِۦ كَيْدًا فَجَعَلْنَـٰهُمُ ٱلْأَسْفَلِينَ
Transliteration fa-arādū bihi kaydan fajaʿalnāhumu l-asfalīna
Pashto نو دوى له ده سره د فریب اراده وكړه، نو مونږ همدوى تر ټولو زیات ذلیله كړل
Verse 99
وَقَالَ إِنِّى ذَاهِبٌ إِلَىٰ رَبِّى سَيَهْدِينِ
Transliteration waqāla innī dhāhibun ilā rabbī sayahdīni
Pashto او ده (ابراهیم) وویل: بېشكه زه خپل رب ته تلونكى یم، ژر به هغه ما ته لاره وښیي
Verse 100
رَبِّ هَبْ لِى مِنَ ٱلصَّـٰلِحِينَ
Transliteration rabbi hab lī mina l-ṣāliḥīna
Pashto اى زما ربه! ته ما ته (زوى) راكړې، چې له صالحانو ځنې وي
Verse 101
فَبَشَّرْنَـٰهُ بِغُلَـٰمٍ حَلِيمٍ
Transliteration fabasharnāhu bighulāmin ḥalīmin
Pashto نو مونږ ده ته د ډېر حلم والا هلك زېرى وركړ
Verse 102
فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ ٱلسَّعْىَ قَالَ يَـٰبُنَىَّ إِنِّىٓ أَرَىٰ فِى ٱلْمَنَامِ أَنِّىٓ أَذْبَحُكَ فَٱنظُرْ مَاذَا تَرَىٰ ۚ قَالَ يَـٰٓأَبَتِ ٱفْعَلْ مَا تُؤْمَرُ ۖ سَتَجِدُنِىٓ إِن شَآءَ ٱللَّهُ مِنَ ٱلصَّـٰبِرِينَ
Transliteration falammā balagha maʿahu l-saʿya qāla yābunayya innī arā fī l-manāmi annī adhbaḥuka fa-unẓur mādhā tarā qāla yāabati if'ʿal mā tu'maru satajidunī in shāa l-lahu mina l-ṣābirīna
Pashto نو كله چې هغه (هلك) له ده (خپل پلار) سره منډې وهلو ته ورسېده، ويې ويل:اى زما خوږه زویه! بېشكه زه په خوب كې وینم داسې چې بېشكه زه تا ذبحه كوم، نو ته وګوره چې ستا څه رايه ده؟ هغه وویل: اى زما پلار جانه! ته هغه كار وكړه چې تا ته يې امر كول شي، ژر ده چې كه الله وغواړي، ته به ما له صبر كوونكو ځنې ومومې
Verse 103
فَلَمَّآ أَسْلَمَا وَتَلَّهُۥ لِلْجَبِينِ
Transliteration falammā aslamā watallahu lil'jabīni
Pashto نو كله چې دواړو غاړه كېښوده او هغه يې په اړخ څملاوه
Verse 104
وَنَـٰدَيْنَـٰهُ أَن يَـٰٓإِبْرَٰهِيمُ
Transliteration wanādaynāhu an yāib'rāhīmu
Pashto او مونږ ده ته اواز وكړ، داسې چې اى ابراهیمه
Verse 105
قَدْ صَدَّقْتَ ٱلرُّءْيَآ ۚ إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُحْسِنِينَ
Transliteration qad ṣaddaqta l-ru'yā innā kadhālika najzī l-muḥ'sinīna
Pashto یقینًا تا خوب رښتیا كړ، بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسې بدله وركوو
Verse 106
إِنَّ هَـٰذَا لَهُوَ ٱلْبَلَـٰٓؤُا۟ ٱلْمُبِينُ
Transliteration inna hādhā lahuwa l-balāu l-mubīnu
Pashto بېشكه دا، یقینًا همدغه ښكاره ازمېښت و
Verse 107
وَفَدَيْنَـٰهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍ
Transliteration wafadaynāhu bidhib'ḥin ʿaẓīmin
Pashto او مونږ ده (اسماعیل) ته په ډېرې لويې ذبیحې سره خلاصى وركړو
Verse 108
وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِى ٱلْـَٔاخِرِينَ
Transliteration wataraknā ʿalayhi fī l-ākhirīna
Pashto او مونږ باقي پرېښود په ده باندې وروستنیو خلقو كې
Verse 109
سَلَـٰمٌ عَلَىٰٓ إِبْرَٰهِيمَ
Transliteration salāmun ʿalā ib'rāhīma
Pashto دا چې سلام دې وي په ابراهیم
Verse 110
كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُحْسِنِينَ
Transliteration kadhālika najzī l-muḥ'sinīna
Pashto نېكانو ته مونږ همداسې بدله وركوو
Verse 111
إِنَّهُۥ مِنْ عِبَادِنَا ٱلْمُؤْمِنِينَ
Transliteration innahu min ʿibādinā l-mu'minīna
Pashto بېشكه هغه زمونږ له مومنو بنده ګانو ځنې دى
Verse 112
وَبَشَّرْنَـٰهُ بِإِسْحَـٰقَ نَبِيًّا مِّنَ ٱلصَّـٰلِحِينَ
Transliteration wabasharnāhu bi-is'ḥāqa nabiyyan mina l-ṣāliḥīna
Pashto او مونږ ده ته د اسحاق زېرى وركړ، په داسې حال كې چې نبي و، له صالحانو نه
Verse 113
وَبَـٰرَكْنَا عَلَيْهِ وَعَلَىٰٓ إِسْحَـٰقَ ۚ وَمِن ذُرِّيَّتِهِمَا مُحْسِنٌ وَظَالِمٌ لِّنَفْسِهِۦ مُبِينٌ
Transliteration wabāraknā ʿalayhi waʿalā is'ḥāqa wamin dhurriyyatihimā muḥ'sinun waẓālimun linafsihi mubīnun
Pashto او بركت اچولى و مونږ په ده (اسمٰعیل) باندې او په اسحاق باندې، او د دې دواړو په اولاد كې څوك نېكې كوونكى دى او څوك په خپل ځان باندې ښكاره ظلم كوونكى دى
Verse 114
وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلَىٰ مُوسَىٰ وَهَـٰرُونَ
Transliteration walaqad manannā ʿalā mūsā wahārūna
Pashto او یقینًا یقینًا مونږ په موسٰى او هارون احسان وكړ
Verse 115
وَنَجَّيْنَـٰهُمَا وَقَوْمَهُمَا مِنَ ٱلْكَرْبِ ٱلْعَظِيمِ
Transliteration wanajjaynāhumā waqawmahumā mina l-karbi l-ʿaẓīmi
Pashto او مونږ دغو دواړو ته او د دغو دواړو قوم ته له ډېر لوى غم نه نجات وركړ
Verse 116
وَنَصَرْنَـٰهُمْ فَكَانُوا۟ هُمُ ٱلْغَـٰلِبِينَ
Transliteration wanaṣarnāhum fakānū humu l-ghālibīna
Pashto او مونږ د دوى مدد وكړ، نو همدوى غالبه شول
Verse 117
وَءَاتَيْنَـٰهُمَا ٱلْكِتَـٰبَ ٱلْمُسْتَبِينَ
Transliteration waātaynāhumā l-kitāba l-mus'tabīna
Pashto او مونږ دغو دواړو ته ډېر واضحه كتاب وركړى و
Verse 118
وَهَدَيْنَـٰهُمَا ٱلصِّرَٰطَ ٱلْمُسْتَقِيمَ
Transliteration wahadaynāhumā l-ṣirāṭa l-mus'taqīma
Pashto او مونږ دغو دواړو ته نېغه لاره ښودلې وه
Verse 119
وَتَرَكْنَا عَلَيْهِمَا فِى ٱلْـَٔاخِرِينَ
Transliteration wataraknā ʿalayhimā fī l-ākhirīna
Pashto او مونږ په دواړو باندې په وروستنیو خلقو كې باقي پرېښوده
Verse 120
سَلَـٰمٌ عَلَىٰ مُوسَىٰ وَهَـٰرُونَ
Transliteration salāmun ʿalā mūsā wahārūna
Pashto دا چې سلام دي وي په موسي او هارون
Verse 121
إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُحْسِنِينَ
Transliteration innā kadhālika najzī l-muḥ'sinīna
Pashto بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسې بدله وركوو
Verse 122
إِنَّهُمَا مِنْ عِبَادِنَا ٱلْمُؤْمِنِينَ
Transliteration innahumā min ʿibādinā l-mu'minīna
Pashto بېشكه دغه دواړه زمونږ د مومنو بنده ګانو ځنې دي
Verse 123
وَإِنَّ إِلْيَاسَ لَمِنَ ٱلْمُرْسَلِينَ
Transliteration wa-inna il'yāsa lamina l-mur'salīna
Pashto او بېشكه الیاس خامخا له رسولانو ځنې دى
Verse 124
إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِۦٓ أَلَا تَتَّقُونَ
Transliteration idh qāla liqawmihi alā tattaqūna
Pashto (یاد كړه)، هغه وخت چې ده خپل قوم ته وویل: ولې تاسو نه وېرېږئ!
Verse 125
أَتَدْعُونَ بَعْلًا وَتَذَرُونَ أَحْسَنَ ٱلْخَـٰلِقِينَ
Transliteration atadʿūna baʿlan watadharūna aḥsana l-khāliqīna
Pashto ایا تاسو بعل (بت) بولئ او تر ټولو ښه پیدا كوونكى ذات پرېږدئ
Verse 126
ٱللَّهَ رَبَّكُمْ وَرَبَّ ءَابَآئِكُمُ ٱلْأَوَّلِينَ
Transliteration al-laha rabbakum warabba ābāikumu l-awalīna
Pashto چې الله دى، چې ستاسو رب دى او ستاسو د ړومبنو پلرونو رب دى
Verse 127
فَكَذَّبُوهُ فَإِنَّهُمْ لَمُحْضَرُونَ
Transliteration fakadhabūhu fa-innahum lamuḥ'ḍarūna
Pashto نو هغوى د ده تكذیب وكړ، نو بېشكه هغوى به خامخا حاضرولى شي
Verse 128
إِلَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلْمُخْلَصِينَ
Transliteration illā ʿibāda l-lahi l-mukh'laṣīna
Pashto د الله له خالص كړى شویو بنده ګانو نه غیر (چې دوى د هغه تكذیب ونه كړ)
Verse 129
وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِى ٱلْـَٔاخِرِينَ
Transliteration wataraknā ʿalayhi fī l-ākhirīna
Pashto او باقي پرېښود مونږ په ده باندې په وروستنیو خلقو كې
Verse 130
سَلَـٰمٌ عَلَىٰٓ إِلْ يَاسِينَ
Transliteration salāmun ʿalā il yāsīna
Pashto چې په الیاسین دې سلام وي
Verse 131
إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُحْسِنِينَ
Transliteration innā kadhālika najzī l-muḥ'sinīna
Pashto بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسي بدله وركوو
Verse 132
إِنَّهُۥ مِنْ عِبَادِنَا ٱلْمُؤْمِنِينَ
Transliteration innahu min ʿibādinā l-mu'minīna
Pashto بېشكه هغه زمونږ له مومنو بنده ګانو ځنې دى
Verse 133
وَإِنَّ لُوطًا لَّمِنَ ٱلْمُرْسَلِينَ
Transliteration wa-inna lūṭan lamina l-mur'salīna
Pashto او بېشكه لوط له رسولانو ځنې دى
Verse 134
إِذْ نَجَّيْنَـٰهُ وَأَهْلَهُۥٓ أَجْمَعِينَ
Transliteration idh najjaynāhu wa-ahlahu ajmaʿīna
Pashto (یاد كړه) هغه وخت چې مونږ ده ته او د ده كورنۍ ته، ټولو ته نجات وركړ
Verse 135
إِلَّا عَجُوزًا فِى ٱلْغَـٰبِرِينَ
Transliteration illā ʿajūzan fī l-ghābirīna
Pashto غیر له یوې بوډۍ نه چې په باقي پاتې كېدونكو كې وه
Verse 136
ثُمَّ دَمَّرْنَا ٱلْـَٔاخَرِينَ
Transliteration thumma dammarnā l-ākharīna
Pashto بیا مونږ نور (ټول) خلق هلاك كړل
Verse 137
وَإِنَّكُمْ لَتَمُرُّونَ عَلَيْهِم مُّصْبِحِينَ
Transliteration wa-innakum latamurrūna ʿalayhim muṣ'biḥīna
Pashto او بېشكه تاسو په دوى تېرېږئ، په دې حال كې چې سبا كوونكي يئ
Verse 138
وَبِٱلَّيْلِ ۗ أَفَلَا تَعْقِلُونَ
Transliteration wabi-al-layli afalā taʿqilūna
Pashto او په شپه كې هم، ایا نو تاسو عقل نه كاروئ
Verse 139
وَإِنَّ يُونُسَ لَمِنَ ٱلْمُرْسَلِينَ
Transliteration wa-inna yūnusa lamina l-mur'salīna
Pashto او بېشكه یونس خامخا له رسولانو ځنې دى
Verse 140
إِذْ أَبَقَ إِلَى ٱلْفُلْكِ ٱلْمَشْحُونِ
Transliteration idh abaqa ilā l-ful'ki l-mashḥūni
Pashto (یاد كړه) هغه وخت چې هغه ډكې كشتۍ ته وتښتېده
Verse 141
فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ ٱلْمُدْحَضِينَ
Transliteration fasāhama fakāna mina l-mud'ḥaḍīna
Pashto نو ده قرعه واچوله، نو شو (په قرعه كې) له مغلوب كړى شویو ځنې
Verse 142
فَٱلْتَقَمَهُ ٱلْحُوتُ وَهُوَ مُلِيمٌ
Transliteration fal-taqamahu l-ḥūtu wahuwa mulīmun
Pashto نو ښوى تېر كړ هغه لره مهي (كب)، په دې حال كې چې هغه (د خپل ځان) ملامت كوونكى و
Verse 143
فَلَوْلَآ أَنَّهُۥ كَانَ مِنَ ٱلْمُسَبِّحِينَ
Transliteration falawlā annahu kāna mina l-musabiḥīna
Pashto نو كه دا خبره نه وى چې بېشكه هغه له تسبیح ویونكو څخه و
Verse 144
لَلَبِثَ فِى بَطْنِهِۦٓ إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ
Transliteration lalabitha fī baṭnihi ilā yawmi yub'ʿathūna
Pashto (نو) خامخا دا به د هغه (كب) په خېټه كې تر هغې ورځې پورې پاتې و چې دوى به بیا ژوندي راپاڅولى شي
Verse 145
۞ فَنَبَذْنَـٰهُ بِٱلْعَرَآءِ وَهُوَ سَقِيمٌ
Transliteration fanabadhnāhu bil-ʿarāi wahuwa saqīmun
Pashto نو مونږ هغه په ډاګه میدان كې وغورځاوه، په دې حال كې چې ناروغ و
Verse 146
وَأَنۢبَتْنَا عَلَيْهِ شَجَرَةً مِّن يَقْطِينٍ
Transliteration wa-anbatnā ʿalayhi shajaratan min yaqṭīnin
Pashto او مونږ په ده باندې یو ځېلۍ داره ونه را زرغونه كړه
Verse 147
وَأَرْسَلْنَـٰهُ إِلَىٰ مِا۟ئَةِ أَلْفٍ أَوْ يَزِيدُونَ
Transliteration wa-arsalnāhu ilā mi-ati alfin aw yazīdūna
Pashto او مونږ دى لېږلى و سل زرو خلقو ته بلكې دوى زیات وو
Verse 148
فَـَٔامَنُوا۟ فَمَتَّعْنَـٰهُمْ إِلَىٰ حِينٍ
Transliteration faāmanū famattaʿnāhum ilā ḥīnin
Pashto نو دوى ایمان راوړ، نو مونږ دوى ته تر یو وخته پورې نفع وركړه
Verse 149
فَٱسْتَفْتِهِمْ أَلِرَبِّكَ ٱلْبَنَاتُ وَلَهُمُ ٱلْبَنُونَ
Transliteration fa-is'taftihim alirabbika l-banātu walahumu l-banūna
Pashto نو ته له دوى نه پوښتنه وكړه، ایا ستا د رب لپاره لوڼه دي او د دوى لپاره زامن دي؟
Verse 150
أَمْ خَلَقْنَا ٱلْمَلَـٰٓئِكَةَ إِنَـٰثًا وَهُمْ شَـٰهِدُونَ
Transliteration am khalaqnā l-malāikata ināthan wahum shāhidūna
Pashto یا كه مونږ ملايك ښځې پیدا كړي دي، په داسې حال كې چې دوى حاضر وو
Verse 151
أَلَآ إِنَّهُم مِّنْ إِفْكِهِمْ لَيَقُولُونَ
Transliteration alā innahum min if'kihim layaqūlūna
Pashto خبردار! بېشكه دوى له خپلو بدترو دروغو څخه خامخا (داسې) وايي
Verse 152
وَلَدَ ٱللَّهُ وَإِنَّهُمْ لَكَـٰذِبُونَ
Transliteration walada l-lahu wa-innahum lakādhibūna
Pashto الله اولاد زېږولى دى. او بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي
Verse 153
أَصْطَفَى ٱلْبَنَاتِ عَلَى ٱلْبَنِينَ
Transliteration aṣṭafā l-banāti ʿalā l-banīna
Pashto ایا هغه (الله د ځان لپاره) لوڼه غوره كړي دي په زامنو باندې
Verse 154
مَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ
Transliteration mā lakum kayfa taḥkumūna
Pashto په تاسو څه شوي دي، څرنګه تاسو (دا) فیصله (او حكم) كوئ؟
Verse 155
أَفَلَا تَذَكَّرُونَ
Transliteration afalā tadhakkarūna
Pashto ایا تاسو نصیحت نه اخلئ
Verse 156
أَمْ لَكُمْ سُلْطَـٰنٌ مُّبِينٌ
Transliteration am lakum sul'ṭānun mubīnun
Pashto ایا تاسو لپاره څه واضحه دلیل شته؟
Verse 157
فَأْتُوا۟ بِكِتَـٰبِكُمْ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ
Transliteration fatū bikitābikum in kuntum ṣādiqīna
Pashto نو تاسو خپل كتاب راوړئ، كه چېرې تاسو رښتیني یئ
Verse 158
وَجَعَلُوا۟ بَيْنَهُۥ وَبَيْنَ ٱلْجِنَّةِ نَسَبًا ۚ وَلَقَدْ عَلِمَتِ ٱلْجِنَّةُ إِنَّهُمْ لَمُحْضَرُونَ
Transliteration wajaʿalū baynahu wabayna l-jinati nasaban walaqad ʿalimati l-jinatu innahum lamuḥ'ḍarūna
Pashto او دوى د هغه (الله) په مینځ كې او د پېریانو په مینځ كې نسب ( د خپلوۍ نسبت) مقرر كړ، او يقینًا یقینًا پېریان په دې پوه شوي دي چې بېشكه دوى به خامخا حاضر كړى شي
Verse 159
سُبْحَـٰنَ ٱللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ
Transliteration sub'ḥāna l-lahi ʿammā yaṣifūna
Pashto الله لپاره پاكي ده له هغو (خبرو) نه چې دوى يې وايي
Verse 160
إِلَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلْمُخْلَصِينَ
Transliteration illā ʿibāda l-lahi l-mukh'laṣīna
Pashto لېكن د الله خالص (غوره) كړى شوي بنده ګان (له دغو خبرو نه بچ دي)
Verse 161
فَإِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُونَ
Transliteration fa-innakum wamā taʿbudūna
Pashto پس بېشكه تاسو او هغه چې تاسو يې عبادت كوئ
Verse 162
مَآ أَنتُمْ عَلَيْهِ بِفَـٰتِنِينَ
Transliteration mā antum ʿalayhi bifātinīna
Pashto نه یئ تاسو په دې (بت پرستۍ) سره ګمراه كوونكي (په فتنه كې اچوونكي د هیچا)
Verse 163
إِلَّا مَنْ هُوَ صَالِ ٱلْجَحِيمِ
Transliteration illā man huwa ṣāli l-jaḥīmi
Pashto غیر له هغه چا نه چې هغه په دوزخ كې ننوتونكى دى
Verse 164
وَمَا مِنَّآ إِلَّا لَهُۥ مَقَامٌ مَّعْلُومٌ
Transliteration wamā minnā illā lahu maqāmun maʿlūmun
Pashto او په مونږ كې هیڅوك نشته مګر د هغه لپاره معلوم ځاى دى
Verse 165
وَإِنَّا لَنَحْنُ ٱلصَّآفُّونَ
Transliteration wa-innā lanaḥnu l-ṣāfūna
Pashto او بېشكه خامخا مونږ صف تړونكي یو
Verse 166
وَإِنَّا لَنَحْنُ ٱلْمُسَبِّحُونَ
Transliteration wa-innā lanaḥnu l-musabiḥūna
Pashto او بېشكه مونږ خامخا تسبیح ویونكي یو
Verse 167
وَإِن كَانُوا۟ لَيَقُولُونَ
Transliteration wa-in kānū layaqūlūna
Pashto او بېشكه چې خامخا دوى به ویل
Verse 168
لَوْ أَنَّ عِندَنَا ذِكْرًا مِّنَ ٱلْأَوَّلِينَ
Transliteration law anna ʿindanā dhik'ran mina l-awalīna
Pashto كه چېرې مونږ سره د پخوانیو خلقو (له كتابونو) نه كوم ذكر (كتاب) وى
Verse 169
لَكُنَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلْمُخْلَصِينَ
Transliteration lakunnā ʿibāda l-lahi l-mukh'laṣīna
Pashto (نو) خامخا مونږ به د الله خالص (او غوره) كړى شوي بنده ګان وو
Verse 170
فَكَفَرُوا۟ بِهِۦ ۖ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ
Transliteration fakafarū bihi fasawfa yaʿlamūna
Pashto نو دوى په دغه (قرآن) سره كافر شول، نو ژر ده چې دوى به پوه شي
Verse 171
وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا ٱلْمُرْسَلِينَ
Transliteration walaqad sabaqat kalimatunā liʿibādinā l-mur'salīna
Pashto او یقینًا یقینًا زمونږ خبره زمونږ د لېږل شویو (رسولانو) بنده ګانو لپاره صادر شوې ده
Verse 172
إِنَّهُمْ لَهُمُ ٱلْمَنصُورُونَ
Transliteration innahum lahumu l-manṣūrūna
Pashto چې بېشكه دوى، خامخا هم دوى مدد كړى شوي دي
Verse 173
وَإِنَّ جُندَنَا لَهُمُ ٱلْغَـٰلِبُونَ
Transliteration wa-inna jundanā lahumu l-ghālibūna
Pashto او بېشكه زمونږ لښكر، خامخا هم دوى غالب راتلونكي دي
Verse 174
فَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتَّىٰ حِينٍ
Transliteration fatawalla ʿanhum ḥattā ḥīnin
Pashto نو ته له دوى نه مخ وګرځوه، تر یو وخته پورې
Verse 175
وَأَبْصِرْهُمْ فَسَوْفَ يُبْصِرُونَ
Transliteration wa-abṣir'hum fasawfa yub'ṣirūna
Pashto او دوى ته ګوره، نو ژر ده چې دوى به (خپل انجام) وویني
Verse 176
أَفَبِعَذَابِنَا يَسْتَعْجِلُونَ
Transliteration afabiʿadhābinā yastaʿjilūna
Pashto ایا نو دوى زمونږ د عذاب تلوار كوي
Verse 177
فَإِذَا نَزَلَ بِسَاحَتِهِمْ فَسَآءَ صَبَاحُ ٱلْمُنذَرِينَ
Transliteration fa-idhā nazala bisāḥatihim fasāa ṣabāḥu l-mundharīna
Pashto نو كله چې هغه د دوى په مېدان كې نازل شي، نو د وېرول شویو سبا به بد وي
Verse 178
وَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتَّىٰ حِينٍ
Transliteration watawalla ʿanhum ḥattā ḥīnin
Pashto او ته له دوى نه مخ وګرځوه تر یو وخته پورې
Verse 179
وَأَبْصِرْ فَسَوْفَ يُبْصِرُونَ
Transliteration wa-abṣir fasawfa yub'ṣirūna
Pashto او ته ګوره، نو ژر ده چې دوى به وویني
Verse 180
سُبْحَـٰنَ رَبِّكَ رَبِّ ٱلْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُونَ
Transliteration sub'ḥāna rabbika rabbi l-ʿizati ʿammā yaṣifūna
Pashto ستا رب لره پاكي ده چې د عزت (او غلبې) مالك دى، له هغو خبرو نه چې دوى (مشركان) يې بیانوي
Verse 181
وَسَلَـٰمٌ عَلَى ٱلْمُرْسَلِينَ
Transliteration wasalāmun ʿalā l-mur'salīna
Pashto او سلام دې وي په رسولانو باندې
Verse 182
وَٱلْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ
Transliteration wal-ḥamdu lillahi rabbi l-ʿālamīna
Pashto او ټول د كمال صفتونه خاص الله لره دي چې د عالمونو ښه پالونكى دى
Read Surah As-Saffat in another language
- English (word by word)
- Albanian
- Amazigh
- Amharic
- Assamese
- Azerbaijani
- Bambara
- Bangla
- Bosnian
- Bulgarian
- Chechen
- Chinese
- Czech
- Dari
- Dhivehi
- Dutch
- Finnish
- French
- German
- Gujarati
- Hausa
- Hebrew
- Hindi
- Indonesian
- Italian
- Japanese
- Kannada
- Kazakh
- Khmer
- Kinyarwanda
- Korean
- Kurdish
- Luganda
- Malay
- Malayalam
- Maranao
- Marathi
- Nepali
- Norwegian
- Oromo
- Persian
- Polish
- Portuguese
- Romanian
- Russian
- Sindhi
- Sinhala
- Somali
- Spanish
- Swahili
- Swedish
- Tagalog
- Tajik
- Tamil
- Tatar
- Telugu
- Thai
- Turkish
- Ukrainian
- Urdu
- Uyghur
- Uzbek
- Vietnamese
- Yao
- Yoruba
All 114 surahs in Pashto: the Qur’an in Pashto.
Pashto translation: Zakaria Abulsalam, from Quran.com. Transliteration: Quran.com. Recitation: Mishary Alafasy, from EveryAyah.com. MyDugsi is a learning aid, not a replacement for a qualified teacher.