MyDugsiStart learning

Surah Al-Anfal in Pashto: translation and audio

Surah 8 · الأنفال · The Spoils of War · 75 verses

Surah Al-Anfal verse by verse: the Arabic with a recitation you can repeat, the transliteration, and the Pashto translation by Zakaria Abulsalam. For the meaning of every word, see Surah Al-Anfal word by word in English.

Verse 1

يَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلْأَنفَالِ ۖ قُلِ ٱلْأَنفَالُ لِلَّهِ وَٱلرَّسُولِ ۖ فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَصْلِحُوا۟ ذَاتَ بَيْنِكُمْ ۖ وَأَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥٓ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ

Transliteration yasalūnaka ʿani l-anfāli quli l-anfālu lillahi wal-rasūli fa-ittaqū l-laha wa-aṣliḥū dhāta baynikum wa-aṭīʿū l-laha warasūlahu in kuntum mu'minīna

Pashto دوى له تا نه د غنیمتونو په باره كې تپوس كوي، ته ووایه: غنیمتونه خاص د الله او رسول لپاره دي، نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او تاسو د خپل مینځي حال اصلاح وكړئ او د الله او د هغه د رسول حكم ومنئ كه چېرې تاسو مومنان یئ

Verse 2

إِنَّمَا ٱلْمُؤْمِنُونَ ٱلَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ ٱللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتُهُۥ زَادَتْهُمْ إِيمَـٰنًا وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ

Transliteration innamā l-mu'minūna alladhīna idhā dhukira l-lahu wajilat qulūbuhum wa-idhā tuliyat ʿalayhim āyātuhu zādathum īmānan waʿalā rabbihim yatawakkalūna

Pashto بېشكه خبره همدا ده چې مومنان هغه خلق دي، چې كله الله یاد كړى شي، نو د دوى زړونه ووېرېږي او كله چې دوى ته د هغه (الله) ایتونه تلاوت كړى شي (، نو) دغه (ایتونه) دوى ته ایمان ورزیات كړي او خاص په خپل رب باندې دوى توكل كوي

Verse 3

ٱلَّذِينَ يُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَمِمَّا رَزَقْنَـٰهُمْ يُنفِقُونَ

Transliteration alladhīna yuqīmūna l-ṣalata wamimmā razaqnāhum yunfiqūna

Pashto هغه كسان چې لمونځ قايموي او له هغه (مال) نه چې مونږ دوى ته وركړى دى، څه حصه خرچ كوي

Verse 4

أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُؤْمِنُونَ حَقًّا ۚ لَّهُمْ دَرَجَـٰتٌ عِندَ رَبِّهِمْ وَمَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ

Transliteration ulāika humu l-mu'minūna ḥaqqan lahum darajātun ʿinda rabbihim wamaghfiratun wariz'qun karīmun

Pashto همدغه خلق په حقه مومنان دي، د دوى لپاره د خپل رب په نېز درجې دي او بخښنه او عزتمن رزق دى

Verse 5

كَمَآ أَخْرَجَكَ رَبُّكَ مِنۢ بَيْتِكَ بِٱلْحَقِّ وَإِنَّ فَرِيقًا مِّنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ لَكَـٰرِهُونَ

Transliteration kamā akhrajaka rabbuka min baytika bil-ḥaqi wa-inna farīqan mina l-mu'minīna lakārihūna

Pashto (د غنيمت په باره كې هم هغه شان خبره پېښه شوه) لكه څنګه (چې مخكې پېښه شوې وه كله) چې ته خپل رب له خپله كوره په حقه سره راوېستلى وې، او بېشكه یوه ډله له مومنانو څخه خامخا بد ګڼونكې وه (هغوى په دې كار ناخوښه وو)

Verse 6

يُجَـٰدِلُونَكَ فِى ٱلْحَقِّ بَعْدَ مَا تَبَيَّنَ كَأَنَّمَا يُسَاقُونَ إِلَى ٱلْمَوْتِ وَهُمْ يَنظُرُونَ

Transliteration yujādilūnaka fī l-ḥaqi baʿdamā tabayyana ka-annamā yusāqūna ilā l-mawti wahum yanẓurūna

Pashto دوى له تا سره په حقه خبره كې جګړه كوله وروسته له هغې چې ښه واضحه شوه، د هغوى حال داسې و ګویاكې دوى مرګ ته بېول كېږي، چې دوى يې ویني

Verse 7

وَإِذْ يَعِدُكُمُ ٱللَّهُ إِحْدَى ٱلطَّآئِفَتَيْنِ أَنَّهَا لَكُمْ وَتَوَدُّونَ أَنَّ غَيْرَ ذَاتِ ٱلشَّوْكَةِ تَكُونُ لَكُمْ وَيُرِيدُ ٱللَّهُ أَن يُحِقَّ ٱلْحَقَّ بِكَلِمَـٰتِهِۦ وَيَقْطَعَ دَابِرَ ٱلْكَـٰفِرِينَ

Transliteration wa-idh yaʿidukumu l-lahu iḥ'dā l-ṭāifatayni annahā lakum watawaddūna anna ghayra dhāti l-shawkati takūnu lakum wayurīdu l-lahu an yuḥiqqa l-ḥaqa bikalimātihi wayaqṭaʿa dābira l-kāfirīna

Pashto او كله چې الله له تاسو سره په دوه ډلو كې د یوې وعده كوله چې بېشكه دغه تاسو لپاره ده او تاسو خوښوله چې بېشكه دغه بې وسلې ډله دې تاسو لپاره شي او الله اراده كوي چې په خپلو كلماتو سره حق ثابت كړي او د كافرانو بېخ غوڅ كړي

Verse 8

لِيُحِقَّ ٱلْحَقَّ وَيُبْطِلَ ٱلْبَـٰطِلَ وَلَوْ كَرِهَ ٱلْمُجْرِمُونَ

Transliteration liyuḥiqqa l-ḥaqa wayub'ṭila l-bāṭila walaw kariha l-muj'rimūna

Pashto د دې لپاره چې حق ښه واضحه ثابت كړي او باطل ښه ښكاره باطل كړي (د باطل باطلوالى ښكاره كړي) اګر چې مجرمان (دا كار) بد هم وګڼي

Verse 9

إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَٱسْتَجَابَ لَكُمْ أَنِّى مُمِدُّكُم بِأَلْفٍ مِّنَ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةِ مُرْدِفِينَ

Transliteration idh tastaghīthūna rabbakum fa-is'tajāba lakum annī mumiddukum bi-alfin mina l-malāikati mur'difīna

Pashto كله چې تاسو له خپل رب نه مدد غوښتلو، نو هغه ستاسو دعا قبوله كړه چې بېشكه زه ستاسو مدد كوونكى یم په زرو ملايكو سره، چې په یو بل پسې به راتلونكي وي

Verse 10

وَمَا جَعَلَهُ ٱللَّهُ إِلَّا بُشْرَىٰ وَلِتَطْمَئِنَّ بِهِۦ قُلُوبُكُمْ ۚ وَمَا ٱلنَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ ٱللَّهِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ

Transliteration wamā jaʿalahu l-lahu illā bush'rā walitaṭma-inna bihi qulūbukum wamā l-naṣru illā min ʿindi l-lahi inna l-laha ʿazīzun ḥakīmun

Pashto او الله دا (مرسته) نه وه ګرځولې مګر زېرى او د دې لپاره چې په دې سره ستاسو زړونه مطمئن شي او مدد يواځې د الله له جانبه دى، بېشكه الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى

Verse 11

إِذْ يُغَشِّيكُمُ ٱلنُّعَاسَ أَمَنَةً مِّنْهُ وَيُنَزِّلُ عَلَيْكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً لِّيُطَهِّرَكُم بِهِۦ وَيُذْهِبَ عَنكُمْ رِجْزَ ٱلشَّيْطَـٰنِ وَلِيَرْبِطَ عَلَىٰ قُلُوبِكُمْ وَيُثَبِّتَ بِهِ ٱلْأَقْدَامَ

Transliteration idh yughashīkumu l-nuʿāsa amanatan min'hu wayunazzilu ʿalaykum mina l-samāi māan liyuṭahhirakum bihi wayudh'hiba ʿankum rij'za l-shayṭāni waliyarbiṭa ʿalā qulūbikum wayuthabbita bihi l-aqdāma

Pashto كله چې هغه (الله) پر تاسو باندې له خپل طرف نه پركالي اچوله د امن( او اطمينان) لپاره، او پر تاسو باندې يې له بره نه اوبه نازلولې، د دې لپاره چې تاسو په دې سره ښه پاك كړي او له تاسو نه د شیطان پلیتي لرې كړي او د دې لپاره چې ستاسو زړونه مضبوط كړي او په دې سره (ستاسو) قدمونه كلك كړي

Verse 12

إِذْ يُوحِى رَبُّكَ إِلَى ٱلْمَلَـٰٓئِكَةِ أَنِّى مَعَكُمْ فَثَبِّتُوا۟ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ۚ سَأُلْقِى فِى قُلُوبِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ٱلرُّعْبَ فَٱضْرِبُوا۟ فَوْقَ ٱلْأَعْنَاقِ وَٱضْرِبُوا۟ مِنْهُمْ كُلَّ بَنَانٍ

Transliteration idh yūḥī rabbuka ilā l-malāikati annī maʿakum fathabbitū alladhīna āmanū sa-ul'qī fī qulūbi alladhīna kafarū l-ruʿ'ba fa-iḍ'ribū fawqa l-aʿnāqi wa-iḍ'ribū min'hum kulla banānin

Pashto كله چې ستا رب ملايكو ته وحي كوله چې بېشكه زه له تاسو سره یم، نو تاسو هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى ثابت قدم كړئ، ژر به زه د هغو كسانو په زړونو كې رعب واچوم چې كافران شوي دي، نو تاسو (د هغوى) د څټونو له پاسه وهل وكړئ، او تاسو د دوى پر (هر بند او) ټولو ګوتو باندې ګوزارونه وكړئ

Verse 13

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ شَآقُّوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ ۚ وَمَن يُشَاقِقِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ فَإِنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ

Transliteration dhālika bi-annahum shāqqū l-laha warasūlahu waman yushāqiqi l-laha warasūlahu fa-inna l-laha shadīdu l-ʿiqābi

Pashto دا ځكه چې بېشكه دوى د الله او د هغه د رسول مخالفت كړى دى او څوك چې د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي، نو یقینًا الله ډېر سخت عذاب والا دى

Verse 14

ذَٰلِكُمْ فَذُوقُوهُ وَأَنَّ لِلْكَـٰفِرِينَ عَذَابَ ٱلنَّارِ

Transliteration dhālikum fadhūqūhu wa-anna lil'kāfirīna ʿadhāba l-nāri

Pashto دا (دنيايي سزا ده) نو تاسو دا وڅَكئ او دا چې بېشكه د كافرانو لپاره د اور عذاب دى

Verse 15

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا لَقِيتُمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ زَحْفًا فَلَا تُوَلُّوهُمُ ٱلْأَدْبَارَ

Transliteration yāayyuhā alladhīna āmanū idhā laqītumu alladhīna kafarū zaḥfan falā tuwallūhumu l-adbāra

Pashto اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو له كافرانو سره مخامخ شئ، چې تاسو (ټول) يو لښكر وئ، نو تاسو هغوى ته (خپلې) شاګانې مه وراړوئ

Verse 16

وَمَن يُوَلِّهِمْ يَوْمَئِذٍ دُبُرَهُۥٓ إِلَّا مُتَحَرِّفًا لِّقِتَالٍ أَوْ مُتَحَيِّزًا إِلَىٰ فِئَةٍ فَقَدْ بَآءَ بِغَضَبٍ مِّنَ ٱللَّهِ وَمَأْوَىٰهُ جَهَنَّمُ ۖ وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ

Transliteration waman yuwallihim yawma-idhin duburahu illā mutaḥarrifan liqitālin aw mutaḥayyizan ilā fi-atin faqad bāa bighaḍabin mina l-lahi wamawāhu jahannamu wabi'sa l-maṣīru

Pashto او هغه څوك چې دوى ته په دغه ورځ كې خپله شا ورواړوي، سوا له هغه نه چې د جنګ لپاره بېرته ورګرځېدونكى وي، یا له (خپلې) ډلې سره یو ځاى كېدونكى وي، نو یقینًا هغه د الله له جانبه په غضب سره راوګرځېده او د هغه استوګنه جهنم دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى

Verse 17

فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَـٰكِنَّ ٱللَّهَ قَتَلَهُمْ ۚ وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَـٰكِنَّ ٱللَّهَ رَمَىٰ ۚ وَلِيُبْلِىَ ٱلْمُؤْمِنِينَ مِنْهُ بَلَآءً حَسَنًا ۚ إِنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ

Transliteration falam taqtulūhum walākinna l-laha qatalahum wamā ramayta idh ramayta walākinna l-laha ramā waliyub'liya l-mu'minīna min'hu balāan ḥasanan inna l-laha samīʿun ʿalīmun

Pashto نو تاسو هغوى نه دي وژلي او لېكن الله هغوى وژلي دي او تا ویشتل نه دي كړي كله چې تا ویشتل وكړل او لېكن الله (دغه) ویشتل كړي دي او د دې لپاره چې هغه له خپل جانب نه په مومنانو باندې احسان وكړي، ښه احسان، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

Verse 18

ذَٰلِكُمْ وَأَنَّ ٱللَّهَ مُوهِنُ كَيْدِ ٱلْكَـٰفِرِينَ

Transliteration dhālikum wa-anna l-laha mūhinu kaydi l-kāfirīna

Pashto دا (احسان لازم و) او دا چې بېشكه الله د كافرانو چلونو (او سازشونو) لره ضعيفه كوونكى دى

Verse 19

إِن تَسْتَفْتِحُوا۟ فَقَدْ جَآءَكُمُ ٱلْفَتْحُ ۖ وَإِن تَنتَهُوا۟ فَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ ۖ وَإِن تَعُودُوا۟ نَعُدْ وَلَن تُغْنِىَ عَنكُمْ فِئَتُكُمْ شَيْـًٔا وَلَوْ كَثُرَتْ وَأَنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلْمُؤْمِنِينَ

Transliteration in tastaftiḥū faqad jāakumu l-fatḥu wa-in tantahū fahuwa khayrun lakum wa-in taʿūdū naʿud walan tugh'niya ʿankum fi-atukum shayan walaw kathurat wa-anna l-laha maʿa l-mu'minīna

Pashto كه چېرې تاسو فتح غواړئ، نو یقینًا تاسو ته فتح راغله، او كه چېرې تاسو (له كفر نه) منع شئ، نو دا تاسو لپاره ډېر غوره دي او كه چېرې تاسو راوګرځېدئ (جنګ/كفر ته) مونږ به (هم د مومنانو مدد ته) راوګرځو او تاسو ته به ستاسو ډله د هېڅ شي فايده درونه رسولى شي اګر كه ډېره لویه هم وي او دا چې بېشكه الله د مومنانو ملګرى دى

Verse 20

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَلَا تَوَلَّوْا۟ عَنْهُ وَأَنتُمْ تَسْمَعُونَ

Transliteration yāayyuhā alladhīna āmanū aṭīʿū l-laha warasūlahu walā tawallaw ʿanhu wa-antum tasmaʿūna

Pashto اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله او د هغه د رسول حكم منئ او له دې (اطاعت) نه مه ګرځئ، حال دا چې تاسو يې اورئ

Verse 21

وَلَا تَكُونُوا۟ كَٱلَّذِينَ قَالُوا۟ سَمِعْنَا وَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ

Transliteration walā takūnū ka-alladhīna qālū samiʿ'nā wahum lā yasmaʿūna

Pashto او تاسو د هغو خلقو په شان مه كېږئ چې ویل يې: مونږ واورېدل، حال دا چې دوى به نه اورېدل (فايده من اورېدل)

Verse 22

۞ إِنَّ شَرَّ ٱلدَّوَآبِّ عِندَ ٱللَّهِ ٱلصُّمُّ ٱلْبُكْمُ ٱلَّذِينَ لَا يَعْقِلُونَ

Transliteration inna sharra l-dawābi ʿinda l-lahi l-ṣumu l-buk'mu alladhīna lā yaʿqilūna

Pashto بېشكه د الله په نیز په حیواناتو كې تر ټولو بدتر هغه كاڼه او ګونګیان خلق دي، چې له عقل نه كار نه اخلي

Verse 23

وَلَوْ عَلِمَ ٱللَّهُ فِيهِمْ خَيْرًا لَّأَسْمَعَهُمْ ۖ وَلَوْ أَسْمَعَهُمْ لَتَوَلَّوا۟ وَّهُم مُّعْرِضُونَ

Transliteration walaw ʿalima l-lahu fīhim khayran la-asmaʿahum walaw asmaʿahum latawallaw wahum muʿ'riḍūna

Pashto او كه چېرې الله ته په دوى كې څه خیر (اِنابت او د حق د اورېدلو صلاحيت) معلوم وَى (، نو) خامخا به يې دوى ته اورولي وَى او كه چېرې دوى ته يې (له انابته بغير) اورولي وَى، نو دوى به خامخا ګرځېدلي وو، په دې حال كې چې دوي به اعراض كوونكي وو

Verse 24

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱسْتَجِيبُوا۟ لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ ۖ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ ٱلْمَرْءِ وَقَلْبِهِۦ وَأَنَّهُۥٓ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ

Transliteration yāayyuhā alladhīna āmanū is'tajībū lillahi walilrrasūli idhā daʿākum limā yuḥ'yīkum wa-iʿ'lamū anna l-laha yaḥūlu bayna l-mari waqalbihi wa-annahu ilayhi tuḥ'sharūna

Pashto اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله او د هغه د رسول بلنه منئ كله چې دى تاسو د هغه كار لپاره راوبلي چې تاسو ته ژوند دركوي، او پوه شئ چې بېشكه الله د انسان او د هغه د زړه تر مینځ حايل كېږي (ركاوټ جوړېږي) او دا چې بېشكه خاص د هغه په طرف به تاسو ورجمع كولى شئ

Verse 25

وَٱتَّقُوا۟ فِتْنَةً لَّا تُصِيبَنَّ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مِنكُمْ خَآصَّةً ۖ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ

Transliteration wa-ittaqū fit'natan lā tuṣībanna alladhīna ẓalamū minkum khāṣṣatan wa-iʿ'lamū anna l-laha shadīdu l-ʿiqābi

Pashto او تاسو له هغې فتنې نه ځان وساتئ چې په تاسو كې به يواځې خاص ظالمانو ته نه رسېږي او پوه شئ چې بېشكه الله ډېر سخت عذاب وا لا دى

Verse 26

وَٱذْكُرُوٓا۟ إِذْ أَنتُمْ قَلِيلٌ مُّسْتَضْعَفُونَ فِى ٱلْأَرْضِ تَخَافُونَ أَن يَتَخَطَّفَكُمُ ٱلنَّاسُ فَـَٔاوَىٰكُمْ وَأَيَّدَكُم بِنَصْرِهِۦ وَرَزَقَكُم مِّنَ ٱلطَّيِّبَـٰتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

Transliteration wa-udh'kurū idh antum qalīlun mus'taḍʿafūna fī l-arḍi takhāfūna an yatakhaṭṭafakumu l-nāsu faāwākum wa-ayyadakum binaṣrihi warazaqakum mina l-ṭayibāti laʿallakum tashkurūna

Pashto او تاسو یاد كړئ (هغه وخت) كله چې تاسو ډېر لږ وئ، په ځمكه كې ضعيفه كړى شوي وئ، چې تاسو به وېرېدلئ له دې نه چې خلق به مو په جلتۍ سره وتښتوي، نو هغه تاسو ته ځاى دركړ او په خپل مدد سره يې تاسو مضبوط كړئ او تاسو ته يې له پاكيزه څیزونو نه رزق دركړ، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ

Verse 27

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَخُونُوا۟ ٱللَّهَ وَٱلرَّسُولَ وَتَخُونُوٓا۟ أَمَـٰنَـٰتِكُمْ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ

Transliteration yāayyuhā alladhīna āmanū lā takhūnū l-laha wal-rasūla watakhūnū amānātikum wa-antum taʿlamūna

Pashto اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله سره او له رسول سره خیانت مه كوئ او په خپلو امانتونو كې (هم) خیانت مه كوئ، په دې حال كې چې تاسو پوهېږئ

Verse 28

وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّمَآ أَمْوَٰلُكُمْ وَأَوْلَـٰدُكُمْ فِتْنَةٌ وَأَنَّ ٱللَّهَ عِندَهُۥٓ أَجْرٌ عَظِيمٌ

Transliteration wa-iʿ'lamū annamā amwālukum wa-awlādukum fit'natun wa-anna l-laha ʿindahu ajrun ʿaẓīmun

Pashto او تاسو پوه شئ چې بېشكه خبره همدا ده چې ستاسو مالونه او ستاسو اولادونه ازمايش دي او بېشكه الله (چې دى) له هغه سره ډېر لوى اجر دى

Verse 29

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِن تَتَّقُوا۟ ٱللَّهَ يَجْعَل لَّكُمْ فُرْقَانًا وَيُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّـَٔاتِكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ۗ وَٱللَّهُ ذُو ٱلْفَضْلِ ٱلْعَظِيمِ

Transliteration yāayyuhā alladhīna āmanū in tattaqū l-laha yajʿal lakum fur'qānan wayukaffir ʿankum sayyiātikum wayaghfir lakum wal-lahu dhū l-faḍli l-ʿaẓīmi

Pashto اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه چېرې تاسو له الله نه ووېرېږئ، هغه به تاسو لپاره فرقان (د حق او باطل په مینځ كې فرق كوونكى) مقرر كړي او له تاسو نه به ستاسو ګناهونه ختم كړي او تاسو ته به بخښنه وكړي او الله د ډېر لوى فضل والا دى

Verse 30

وَإِذْ يَمْكُرُ بِكَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لِيُثْبِتُوكَ أَوْ يَقْتُلُوكَ أَوْ يُخْرِجُوكَ ۚ وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ ٱللَّهُ ۖ وَٱللَّهُ خَيْرُ ٱلْمَـٰكِرِينَ

Transliteration wa-idh yamkuru bika alladhīna kafarū liyuth'bitūka aw yaqtulūka aw yukh'rijūka wayamkurūna wayamkuru l-lahu wal-lahu khayru l-mākirīna

Pashto او كله چې له تا سره كافرانو مكر (فریب) كاوه، د دې لپاره چې تا بندي كړي، یا تا قتل كړي، یا تا وباسي، او هغوى چلونه كول او الله (هم) پټ تدبیر كاوه او الله تر ټولو بهتر تدبیر كوونكى دى

Verse 31

وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتُنَا قَالُوا۟ قَدْ سَمِعْنَا لَوْ نَشَآءُ لَقُلْنَا مِثْلَ هَـٰذَآ ۙ إِنْ هَـٰذَآ إِلَّآ أَسَـٰطِيرُ ٱلْأَوَّلِينَ

Transliteration wa-idhā tut'lā ʿalayhim āyātunā qālū qad samiʿ'nā law nashāu laqul'nā mith'la hādhā in hādhā illā asāṭīru l-awalīna

Pashto او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي، دوى وايي: يقيناً مونږ واورېدل، كه چېرې مونږ وغواړو خامخا مونږ به هم د دې (قرآن) په مثل ووایو، نه دي دا مګر د ړومبنو خلقو باطل داستانونه

Verse 32

وَإِذْ قَالُوا۟ ٱللَّهُمَّ إِن كَانَ هَـٰذَا هُوَ ٱلْحَقَّ مِنْ عِندِكَ فَأَمْطِرْ عَلَيْنَا حِجَارَةً مِّنَ ٱلسَّمَآءِ أَوِ ٱئْتِنَا بِعَذَابٍ أَلِيمٍ

Transliteration wa-idh qālū l-lahuma in kāna hādhā huwa l-ḥaqa min ʿindika fa-amṭir ʿalaynā ḥijāratan mina l-samāi awi i'tinā biʿadhābin alīmin

Pashto او كله چې دوى وویل: اى الله! كه چېرې همدا، ستا له جانبه حق دى، نو ته پر مونږ باندې له اسمان نه كاڼي راووروه، یا مونږ ته ډېر دردوونكى عذاب راولېږه

Verse 33

وَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنتَ فِيهِمْ ۚ وَمَا كَانَ ٱللَّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ

Transliteration wamā kāna l-lahu liyuʿadhibahum wa-anta fīhim wamā kāna l-lahu muʿadhibahum wahum yastaghfirūna

Pashto او الله داسې نه دى چې دوى ته عذاب وركړي، په دې حال كې چې ته په دوى كې يې او الله دوى ته عذاب وركوونكى نه دى، په داسې حال كې چې دوى بخښنه (استغفار) غواړي

Verse 34

وَمَا لَهُمْ أَلَّا يُعَذِّبَهُمُ ٱللَّهُ وَهُمْ يَصُدُّونَ عَنِ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ وَمَا كَانُوٓا۟ أَوْلِيَآءَهُۥٓ ۚ إِنْ أَوْلِيَآؤُهُۥٓ إِلَّا ٱلْمُتَّقُونَ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

Transliteration wamā lahum allā yuʿadhibahumu l-lahu wahum yaṣuddūna ʿani l-masjidi l-ḥarāmi wamā kānū awliyāahu in awliyāuhu illā l-mutaqūna walākinna aktharahum lā yaʿlamūna

Pashto او دوى ته څه (امتیاز حاصل) دى چې الله به دوى ته عذاب نه وركوي، حال دا چې دوى له مسجد حرام نه (خلق) منع كوي، په دې حال كې چې دوى د دې (مسجد) جايز واكداران هم نه دي، نه دي واكداران د دې (مسجد) مګر پرهېزګاره خلق او لېكن د دغو خلقو زیاتره نه پوهېږي

Verse 35

وَمَا كَانَ صَلَاتُهُمْ عِندَ ٱلْبَيْتِ إِلَّا مُكَآءً وَتَصْدِيَةً ۚ فَذُوقُوا۟ ٱلْعَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ

Transliteration wamā kāna ṣalātuhum ʿinda l-bayti illā mukāan wataṣdiyatan fadhūqū l-ʿadhāba bimā kuntum takfurūna

Pashto او د بیت الله په خوا كې د دوى لمونځ نه و مګر شپیلي وهل او لاسونه ټكول (پړقول)، نو تاسو عذاب وڅَكئ په سبب د هغه كفر چې تاسو به كاوه

Verse 36

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ يُنفِقُونَ أَمْوَٰلَهُمْ لِيَصُدُّوا۟ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ ۚ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ ۗ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِلَىٰ جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ

Transliteration inna alladhīna kafarū yunfiqūna amwālahum liyaṣuddū ʿan sabīli l-lahi fasayunfiqūnahā thumma takūnu ʿalayhim ḥasratan thumma yugh'labūna wa-alladhīna kafarū ilā jahannama yuḥ'sharūna

Pashto بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى، دوى خپل مالونه د دې لپاره خرچ كوي چې د الله له لارې نه (خلق) منع كړي، نو ژر به دوى دا (مالونه) ولګوي، بیا به دغه په دوى باندې (د) حسرت (او پښېمانتیا باعث) وي، بیا به دوى مغلوب كړى شي او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، هغوى به جهنم ته ورجمع كولى شي

Verse 37

لِيَمِيزَ ٱللَّهُ ٱلْخَبِيثَ مِنَ ٱلطَّيِّبِ وَيَجْعَلَ ٱلْخَبِيثَ بَعْضَهُۥ عَلَىٰ بَعْضٍ فَيَرْكُمَهُۥ جَمِيعًا فَيَجْعَلَهُۥ فِى جَهَنَّمَ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْخَـٰسِرُونَ

Transliteration liyamīza l-lahu l-khabītha mina l-ṭayibi wayajʿala l-khabītha baʿḍahu ʿalā baʿḍin fayarkumahu jamīʿan fayajʿalahu fī jahannama ulāika humu l-khāsirūna

Pashto د دې لپاره چې الله خبیث له پاك نه جدا كړي او (بیا) خبیث كېږدي ځینې يې د ځینو له پاسه، بیا يې یو د بل له پاسه ټول راجمع كړي، بیا به يې جهنم ته وغورځوي، همدغه خلق تاوانیان دي

Verse 38

قُل لِّلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِن يَنتَهُوا۟ يُغْفَرْ لَهُم مَّا قَدْ سَلَفَ وَإِن يَعُودُوا۟ فَقَدْ مَضَتْ سُنَّتُ ٱلْأَوَّلِينَ

Transliteration qul lilladhīna kafarū in yantahū yugh'far lahum mā qad salafa wa-in yaʿūdū faqad maḍat sunnatu l-awalīna

Pashto ته هغو كسانو ته ووایه چې كفر يې كړى دى: كه چېرې دوى منع شي (، نو) دوى ته به د هغو (ګناهونو) بخښنه وشي چې مخكې ترې شوي دي او كه چېرې دوى (كفر ته بيا) راوګرځي، نو تحقیق د ړومبنو خلقو طریقه (قانون) تېره شوې ده. (له هغوى سره شوى عمل له دوى سره هم كېدونكى دى)

Verse 39

وَقَـٰتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ ٱلدِّينُ كُلُّهُۥ لِلَّهِ ۚ فَإِنِ ٱنتَهَوْا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِيرٌ

Transliteration waqātilūhum ḥattā lā takūna fit'natun wayakūna l-dīnu kulluhu lillahi fa-ini intahaw fa-inna l-laha bimā yaʿmalūna baṣīrun

Pashto او تاسو له دوى سره وجنګېږئ تر هغه پورې چې فتنه (له دين نه اړول) پاتې نشي او دین ټول خاص د الله لپاره شي، نو كه چېرې دوى (له كفر او جنګ نه) منع شي، نو بېشكه الله د هغو عملونو چې دوى يې كوي ښه لیدونكى دى

Verse 40

وَإِن تَوَلَّوْا۟ فَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ مَوْلَىٰكُمْ ۚ نِعْمَ ٱلْمَوْلَىٰ وَنِعْمَ ٱلنَّصِيرُ

Transliteration wa-in tawallaw fa-iʿ'lamū anna l-laha mawlākum niʿ'ma l-mawlā waniʿ'ma l-naṣīru

Pashto او كه چېرې دوى (له ايمان نه) وګرځي، نو تاسو پوه شئ چې بېشكه الله ستاسو مولٰی (ساتونكى) دى، هغه ښه مولٰی دى او ښه مدد كوونكى دى

Verse 41

۞ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّمَا غَنِمْتُم مِّن شَىْءٍ فَأَنَّ لِلَّهِ خُمُسَهُۥ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِى ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْيَتَـٰمَىٰ وَٱلْمَسَـٰكِينِ وَٱبْنِ ٱلسَّبِيلِ إِن كُنتُمْ ءَامَنتُم بِٱللَّهِ وَمَآ أَنزَلْنَا عَلَىٰ عَبْدِنَا يَوْمَ ٱلْفُرْقَانِ يَوْمَ ٱلْتَقَى ٱلْجَمْعَانِ ۗ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ

Transliteration wa-iʿ'lamū annamā ghanim'tum min shayin fa-anna lillahi khumusahu walilrrasūli walidhī l-qur'bā wal-yatāmā wal-masākīni wa-ib'ni l-sabīli in kuntum āmantum bil-lahi wamā anzalnā ʿalā ʿabdinā yawma l-fur'qāni yawma l-taqā l-jamʿāni wal-lahu ʿalā kulli shayin qadīrun

Pashto او تاسو پوه شئ چې بېشكه هر هغه شى چې تاسو يې په غنیمت كې حاصل كړئ، نو بېشكه د الله لپاره د هغه (غنیمت) پنځمه برخه ده او د رسول لپاره او د خپلوانو او یتیمانو او مسكینانو او مسافرو لپاره، كه چېرې یئ تاسو چې پر الله ایمان لرئ او پر هغه شي چې مونږ پر خپل بنده باندې د فیصلې په ورځ نازل كړ، هغه ورځ چې دوه ډلې یو تربله (د جنګ لپاره) مخامخ شوې او الله په هر شي باندې ښه قادر دى

Verse 42

إِذْ أَنتُم بِٱلْعُدْوَةِ ٱلدُّنْيَا وَهُم بِٱلْعُدْوَةِ ٱلْقُصْوَىٰ وَٱلرَّكْبُ أَسْفَلَ مِنكُمْ ۚ وَلَوْ تَوَاعَدتُّمْ لَٱخْتَلَفْتُمْ فِى ٱلْمِيعَـٰدِ ۙ وَلَـٰكِن لِّيَقْضِىَ ٱللَّهُ أَمْرًا كَانَ مَفْعُولًا لِّيَهْلِكَ مَنْ هَلَكَ عَنۢ بَيِّنَةٍ وَيَحْيَىٰ مَنْ حَىَّ عَنۢ بَيِّنَةٍ ۗ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَسَمِيعٌ عَلِيمٌ

Transliteration idh antum bil-ʿud'wati l-dun'yā wahum bil-ʿud'wati l-quṣ'wā wal-rakbu asfala minkum walaw tawāʿadttum la-ikh'talaftum fī l-mīʿādi walākin liyaqḍiya l-lahu amran kāna mafʿūlan liyahlika man halaka ʿan bayyinatin wayaḥyā man ḥayya ʿan bayyinatin wa-inna l-laha lasamīʿun ʿalīmun

Pashto كله چې تاسو په ډېرې نژدې غاړه كې وئ او هغوى په ډېرې لرې غاړه كې وو او قافله له تاسو نه لاندې وه او كه چېرې تاسو یو له بل سره وعده كړې وَى، نو تاسو به خامخا په وعده كې مختلف شوي وَى او لېكن د دې لپاره چې الله هغه كار پوره كړي چې مقرر شوى و، د دې لپاره چې هلاكېدونكى د روښانه دلیل (له قايمېدو) نه (پس) هلاك شي، او ژوندى پاتې كېدونكى د روښانه دلیل (له قايمېدو) نه (پس) ژوندى واوسي او بېشكه الله یقینًا ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

Verse 43

إِذْ يُرِيكَهُمُ ٱللَّهُ فِى مَنَامِكَ قَلِيلًا ۖ وَلَوْ أَرَىٰكَهُمْ كَثِيرًا لَّفَشِلْتُمْ وَلَتَنَـٰزَعْتُمْ فِى ٱلْأَمْرِ وَلَـٰكِنَّ ٱللَّهَ سَلَّمَ ۗ إِنَّهُۥ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ

Transliteration idh yurīkahumu l-lahu fī manāmika qalīlan walaw arākahum kathīran lafashil'tum walatanāzaʿtum fī l-amri walākinna l-laha sallama innahu ʿalīmun bidhāti l-ṣudūri

Pashto كله چې الله تا ته ستا په خوب كې هغوى ډېر لږ ښودل او كه چېرې تا ته يې هغوى ډېر زیات ښودلي وَى، (نو) تاسو به خامخا بې زړه شوي وى او تاسو به په خپل مینځ كې په دې كار كې خامخا اختلاف او جګړه كړې وَى او لېكن الله (ستاسو) ساتنه وكړه، بېشكه هغه د سینو پر خبرو ښه عالم دى

Verse 44

وَإِذْ يُرِيكُمُوهُمْ إِذِ ٱلْتَقَيْتُمْ فِىٓ أَعْيُنِكُمْ قَلِيلًا وَيُقَلِّلُكُمْ فِىٓ أَعْيُنِهِمْ لِيَقْضِىَ ٱللَّهُ أَمْرًا كَانَ مَفْعُولًا ۗ وَإِلَى ٱللَّهِ تُرْجَعُ ٱلْأُمُورُ

Transliteration wa-idh yurīkumūhum idhi l-taqaytum fī aʿyunikum qalīlan wayuqallilukum fī aʿyunihim liyaqḍiya l-lahu amran kāna mafʿūlan wa-ilā l-lahi tur'jaʿu l-umūru

Pashto او كله چې يې تاسو ته هغوى، له یو بل سره د مخامخ كېدلو په وخت كې، ستاسو په سترګو كې ډېر لږ ښودل او تاسو يې د هغوى په سترګو كې لږ ښودلئ، د دې لپاره چې الله هغه كار پوره كړي چې مقرر شوى و او خاص د الله په طرف ټول كارونه بېرته ګرځولى شي

Verse 45

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَٱثْبُتُوا۟ وَٱذْكُرُوا۟ ٱللَّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ

Transliteration yāayyuhā alladhīna āmanū idhā laqītum fi-atan fa-uth'butū wa-udh'kurū l-laha kathīran laʿallakum tuf'liḥūna

Pashto اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو د كومې (كافرې) ډلې سره مخامخ شئ، نو ثابت قدم اوسئ او الله ډېر زیات یادوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ

Verse 46

وَأَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَلَا تَنَـٰزَعُوا۟ فَتَفْشَلُوا۟ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ ۖ وَٱصْبِرُوٓا۟ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلصَّـٰبِرِينَ

Transliteration wa-aṭīʿū l-laha warasūlahu walā tanāzaʿū fatafshalū watadhhaba rīḥukum wa-iṣ'birū inna l-laha maʿa l-ṣābirīna

Pashto او تاسو د الله او د هغه د رسول اطاعت كوئ او په خپل مینځ كې جګړه (او اختلاف) مه كوئ (ګنې) نو بې زړه به شئ او ستاسو زور به لاړ شي او صبر كوئ، بېشكه الله د صبر كوونكو ملګرى دى

Verse 47

وَلَا تَكُونُوا۟ كَٱلَّذِينَ خَرَجُوا۟ مِن دِيَـٰرِهِم بَطَرًا وَرِئَآءَ ٱلنَّاسِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ ۚ وَٱللَّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌ

Transliteration walā takūnū ka-alladhīna kharajū min diyārihim baṭaran wariāa l-nāsi wayaṣuddūna ʿan sabīli l-lahi wal-lahu bimā yaʿmalūna muḥīṭun

Pashto او تاسو د هغه خلقو په شان مه كېږئ چې له خپلو كورونو نه ووتل، په دې حال كې چې تكبر كوونكي او خلقو ته ځان ښودونكي وو او دوى د الله له لارې نه (خلق) منع كوي او الله د هغو كارونو احاطه كوونكى دى چې دوى يې كوي

Verse 48

وَإِذْ زَيَّنَ لَهُمُ ٱلشَّيْطَـٰنُ أَعْمَـٰلَهُمْ وَقَالَ لَا غَالِبَ لَكُمُ ٱلْيَوْمَ مِنَ ٱلنَّاسِ وَإِنِّى جَارٌ لَّكُمْ ۖ فَلَمَّا تَرَآءَتِ ٱلْفِئَتَانِ نَكَصَ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ وَقَالَ إِنِّى بَرِىٓءٌ مِّنكُمْ إِنِّىٓ أَرَىٰ مَا لَا تَرَوْنَ إِنِّىٓ أَخَافُ ٱللَّهَ ۚ وَٱللَّهُ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ

Transliteration wa-idh zayyana lahumu l-shayṭānu aʿmālahum waqāla lā ghāliba lakumu l-yawma mina l-nāsi wa-innī jārun lakum falammā tarāati l-fi-atāni nakaṣa ʿalā ʿaqibayhi waqāla innī barīon minkum innī arā mā lā tarawna innī akhāfu l-laha wal-lahu shadīdu l-ʿiqābi

Pashto او (یاد كړئ) هغه وخت چې شیطان دوى ته د دوى عملونه ښايسته كړل او ويې ويل:نن ورځ پر تاسو باندې له خلقو څخه هیڅوك غالب راتلونكى نشته او بېشكه زه ستاسو ساتونكى یم، نو كله چې دواړه ډلې یو تربله مخامخ شوې، بېرته په منډه په شا لاړ او ويې ويل:بېشكه زه له تاسو بېزاره یم، بېشكه زه هغه څه وینم چې تاسو يې نه وینئ، بېشكه زه له الله څخه وېرېږم او الله ډېر سخت عذاب والا دى

Verse 49

إِذْ يَقُولُ ٱلْمُنَـٰفِقُونَ وَٱلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌ غَرَّ هَـٰٓؤُلَآءِ دِينُهُمْ ۗ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ فَإِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ

Transliteration idh yaqūlu l-munāfiqūna wa-alladhīna fī qulūbihim maraḍun gharra hāulāi dīnuhum waman yatawakkal ʿalā l-lahi fa-inna l-laha ʿazīzun ḥakīmun

Pashto كله چې منافقانو ویل او هغو كسانو چې د هغوى په زړونو كې مرض و: دا خلق خپل دین دوكه كړي دي او څوك چې په الله باندې توكل وكړي، نو یقینًا الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى

Verse 50

وَلَوْ تَرَىٰٓ إِذْ يَتَوَفَّى ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ۙ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَـٰرَهُمْ وَذُوقُوا۟ عَذَابَ ٱلْحَرِيقِ

Transliteration walaw tarā idh yatawaffā alladhīna kafarū l-malāikatu yaḍribūna wujūhahum wa-adbārahum wadhūqū ʿadhāba l-ḥarīqi

Pashto او كه چېرې ته ووینې هغه وخت چې ملايك د كافر شويو كسانو ساګانې قبض كوي، چې د هغوى مخونه او د هغوى شاګانې وهي او (ورته وايي:) سخت سوزونكى عذاب وڅَكئ

Verse 51

ذَٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيكُمْ وَأَنَّ ٱللَّهَ لَيْسَ بِظَلَّـٰمٍ لِّلْعَبِيدِ

Transliteration dhālika bimā qaddamat aydīkum wa-anna l-laha laysa biẓallāmin lil'ʿabīdi

Pashto دا په سبب د هغو (بدو عملونو) چې ستاسو لاسونو مخكې لېږلي دي او په دې چې یقینًا الله پر بنده ګانو هېڅ ظلم كوونكى نه دى

Verse 52

كَدَأْبِ ءَالِ فِرْعَوْنَ ۙ وَٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَفَرُوا۟ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ فَأَخَذَهُمُ ٱللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ قَوِىٌّ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ

Transliteration kadabi āli fir'ʿawna wa-alladhīna min qablihim kafarū biāyāti l-lahi fa-akhadhahumu l-lahu bidhunūbihim inna l-laha qawiyyun shadīdu l-ʿiqābi

Pashto (د دې كافرانو حال هم هغه شان دى) لكه حال د فرعونیانو او د هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، د الله په ایتونو كافر شول، نو الله هغوى د خپلو ګناهونو په سبب ونیول، بېشكه الله قوي، (او) ډېر سخت عذاب والا دى

Verse 53

ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ لَمْ يَكُ مُغَيِّرًا نِّعْمَةً أَنْعَمَهَا عَلَىٰ قَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا۟ مَا بِأَنفُسِهِمْ ۙ وَأَنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ

Transliteration dhālika bi-anna l-laha lam yaku mughayyiran niʿ'matan anʿamahā ʿalā qawmin ḥattā yughayyirū mā bi-anfusihim wa-anna l-laha samīʿun ʿalīmun

Pashto دا په دې چې یقینًا الله د هغه نعمت بدلوونكى نه دى چې پر كوم قوم يې پېرزو كړى وي تر هغه چې هغوى هغه (حالت) بدل كړي چې د هغوى په نفسونو كې دى او دا په دې چې یقینًا الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

Verse 54

كَدَأْبِ ءَالِ فِرْعَوْنَ ۙ وَٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِ رَبِّهِمْ فَأَهْلَكْنَـٰهُم بِذُنُوبِهِمْ وَأَغْرَقْنَآ ءَالَ فِرْعَوْنَ ۚ وَكُلٌّ كَانُوا۟ ظَـٰلِمِينَ

Transliteration kadabi āli fir'ʿawna wa-alladhīna min qablihim kadhabū biāyāti rabbihim fa-ahlaknāhum bidhunūbihim wa-aghraqnā āla fir'ʿawna wakullun kānū ẓālimīna

Pashto لكه حال د فرعونیانو او د هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، د خپل رب د ایتونو تكذیب يې وكړ، نو مونږ هغوى د خپلو ګناهونو په وجه هلاك كړل او فرعونیان مو غرق كړل او هغوى ټول ظالمان وو

Verse 55

إِنَّ شَرَّ ٱلدَّوَآبِّ عِندَ ٱللَّهِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ

Transliteration inna sharra l-dawābi ʿinda l-lahi alladhīna kafarū fahum lā yu'minūna

Pashto بېشكه د الله په نیز په ځمكه باندې په ګرځېدونكو كې تر ټولو بدتر هغه كسان دي چې كفر يې كړى دى، نو هغوى ایمان نه راوړي

Verse 56

ٱلَّذِينَ عَـٰهَدتَّ مِنْهُمْ ثُمَّ يَنقُضُونَ عَهْدَهُمْ فِى كُلِّ مَرَّةٍ وَهُمْ لَا يَتَّقُونَ

Transliteration alladhīna ʿāhadtta min'hum thumma yanquḍūna ʿahdahum fī kulli marratin wahum lā yattaqūna

Pashto هغه كسان چې تا له هغوى سره مُعَاهَده كړې وه، بیا هر ځله دوى خپل عهد (تړون) ماتوي او دوى (له الله نه) نه وېرېږي

Verse 57

فَإِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِى ٱلْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِم مَّنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ

Transliteration fa-immā tathqafannahum fī l-ḥarbi fasharrid bihim man khalfahum laʿallahum yadhakkarūna

Pashto نو كه كله هم ته دوى په جنګ كې ومومې، نو دوى ته په سزا وركولو سره هغه كسان تیت او پرك كړه چې د دوى وروسته دي، لپاره د دې چې دغه (وروستني خلق) نصیحت ومومي

Verse 58

وَإِمَّا تَخَافَنَّ مِن قَوْمٍ خِيَانَةً فَٱنۢبِذْ إِلَيْهِمْ عَلَىٰ سَوَآءٍ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ ٱلْخَآئِنِينَ

Transliteration wa-immā takhāfanna min qawmin khiyānatan fa-inbidh ilayhim ʿalā sawāin inna l-laha lā yuḥibbu l-khāinīna

Pashto او كه چېرې كله هم ته له كوم قوم نه د خیانت (وعده خلافۍ) اندېښنه ولرې، نو ته دوى ته په برابرۍ سره (دغه عهد) وغورځوه (تړون على الإعلان ختم كړه)، بېشكه الله خیانت كوونكي (وعده ماتوونكي) نه خوښوي

Verse 59

وَلَا يَحْسَبَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ سَبَقُوٓا۟ ۚ إِنَّهُمْ لَا يُعْجِزُونَ

Transliteration walā yaḥsabanna alladhīna kafarū sabaqū innahum lā yuʿ'jizūna

Pashto او كافر شوي كسان دې كله هم (دا) ګمان ونه كړي چې دوى بچ شول، بېشكه دوى (الله لره) نشي عاجزه كولى

Verse 60

وَأَعِدُّوا۟ لَهُم مَّا ٱسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ ٱلْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِۦ عَدُوَّ ٱللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَءَاخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ ٱللَّهُ يَعْلَمُهُمْ ۚ وَمَا تُنفِقُوا۟ مِن شَىْءٍ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لَا تُظْلَمُونَ

Transliteration wa-aʿiddū lahum mā is'taṭaʿtum min quwwatin wamin ribāṭi l-khayli tur'hibūna bihi ʿaduwwa l-lahi waʿaduwwakum waākharīna min dūnihim lā taʿlamūnahumu l-lahu yaʿlamuhum wamā tunfiqū min shayin fī sabīli l-lahi yuwaffa ilaykum wa-antum lā tuẓ'lamūna

Pashto او تاسو قوت او تړلي اسونه تیار كړئ څومره چې استطاعت لرئ، چې په دې سره به تاسو د الله دښمنان او خپل دښمنان وېروئ او له دوى نه سوا نور خلق (هم) چې تاسو هغوى نه پېژنئ، الله هغوى پېژني او تاسو چې د الله په لاره كې څه شى هم خرچ كوئ، تاسو ته به پوره (بدله) دركړى شي او پر تاسو به ظلم نه كېږي

Verse 61

۞ وَإِن جَنَحُوا۟ لِلسَّلْمِ فَٱجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ ۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ

Transliteration wa-in janaḥū lilssalmi fa-ij'naḥ lahā watawakkal ʿalā l-lahi innahu huwa l-samīʿu l-ʿalīmu

Pashto او كه دغه (كفار) سولې ته مايل شي، نو ته هم دې ته مايل شه او په الله باندې توكل وكړه، بېشكه هم هغه، ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

Verse 62

وَإِن يُرِيدُوٓا۟ أَن يَخْدَعُوكَ فَإِنَّ حَسْبَكَ ٱللَّهُ ۚ هُوَ ٱلَّذِىٓ أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِۦ وَبِٱلْمُؤْمِنِينَ

Transliteration wa-in yurīdū an yakhdaʿūka fa-inna ḥasbaka l-lahu huwa alladhī ayyadaka binaṣrihi wabil-mu'minīna

Pashto او كه دوى له تا سره د دوكې كولو اراده وكړي، نو بېشكه تا لپاره الله كافي دى، دى همغه ذات دى چې ته يې په خپل مدد سره او په مومنانو سره مضبوط كړى يې

Verse 63

وَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ ۚ لَوْ أَنفَقْتَ مَا فِى ٱلْأَرْضِ جَمِيعًا مَّآ أَلَّفْتَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ وَلَـٰكِنَّ ٱللَّهَ أَلَّفَ بَيْنَهُمْ ۚ إِنَّهُۥ عَزِيزٌ حَكِيمٌ

Transliteration wa-allafa bayna qulūbihim law anfaqta mā fī l-arḍi jamīʿan mā allafta bayna qulūbihim walākinna l-laha allafa baynahum innahu ʿazīzun ḥakīmun

Pashto او د دوى د زړونو په مینځ كې يې محبت واچاوه، كه چېرې تا هغه ټول څه لګولي وى چې په ځمكه كې دي (، نو) تا به د دوى د زړونو په مینځ كې محبت نه و اچولى او لېكن الله د دوى په مینځ كې محبت واچاوه، بېشكه هغه ډېر غالب، ښه حكمت والا دى

Verse 64

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ حَسْبُكَ ٱللَّهُ وَمَنِ ٱتَّبَعَكَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ

Transliteration yāayyuhā l-nabiyu ḥasbuka l-lahu wamani ittabaʿaka mina l-mu'minīna

Pashto اى نبي! تا لپاره او ستا پیروي كوونكو مومنانو لپاره الله كافي دى

Verse 65

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ حَرِّضِ ٱلْمُؤْمِنِينَ عَلَى ٱلْقِتَالِ ۚ إِن يَكُن مِّنكُمْ عِشْرُونَ صَـٰبِرُونَ يَغْلِبُوا۟ مِا۟ئَتَيْنِ ۚ وَإِن يَكُن مِّنكُم مِّا۟ئَةٌ يَغْلِبُوٓا۟ أَلْفًا مِّنَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَفْقَهُونَ

Transliteration yāayyuhā l-nabiyu ḥarriḍi l-mu'minīna ʿalā l-qitāli in yakun minkum ʿish'rūna ṣābirūna yaghlibū mi-atayni wa-in yakun minkum mi-atun yaghlibū alfan mina alladhīna kafarū bi-annahum qawmun lā yafqahūna

Pashto اى نبي! ته مومنان (له دغو كفارو سره) په جنګ كولو باندې تېز كړه، كه چېرې په تاسو كې شل تنه صبر كوونكي وي، نو پر دوه سوه كسانو به غالبه شي او كه چېرې په تاسو كې سل تنه صبر كوونكي وي (،نو) پر هغو زرو كسانو به غالبه شي چې كافر شوي دي، ځكه چې یقینًا هغوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي

Verse 66

ٱلْـَٔـٰنَ خَفَّفَ ٱللَّهُ عَنكُمْ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفًا ۚ فَإِن يَكُن مِّنكُم مِّا۟ئَةٌ صَابِرَةٌ يَغْلِبُوا۟ مِا۟ئَتَيْنِ ۚ وَإِن يَكُن مِّنكُمْ أَلْفٌ يَغْلِبُوٓا۟ أَلْفَيْنِ بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۗ وَٱللَّهُ مَعَ ٱلصَّـٰبِرِينَ

Transliteration al-āna khaffafa l-lahu ʿankum waʿalima anna fīkum ḍaʿfan fa-in yakun minkum mi-atun ṣābiratun yaghlibū mi-atayni wa-in yakun minkum alfun yaghlibū alfayni bi-idh'ni l-lahi wal-lahu maʿa l-ṣābirīna

Pashto اوس الله پر تاسو اساني راوستله او معلومه (څرګنده) يې كړه چې بېشكه په تاسو كې كمزوري ده، نو كه چېرې په تاسو كې سل تنه صبر كوونكي وي، (،نو) پر دوه سوه به غالبه شي او كه په تاسو كې زر تنه (صبر كوونكي) وي (،نو) پر دوه زره به غالبه شي، د الله په حكم سره، او الله د صبر كوونكو ملګرى دى

Verse 67

مَا كَانَ لِنَبِىٍّ أَن يَكُونَ لَهُۥٓ أَسْرَىٰ حَتَّىٰ يُثْخِنَ فِى ٱلْأَرْضِ ۚ تُرِيدُونَ عَرَضَ ٱلدُّنْيَا وَٱللَّهُ يُرِيدُ ٱلْـَٔاخِرَةَ ۗ وَٱللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ

Transliteration mā kāna linabiyyin an yakūna lahu asrā ḥattā yuth'khina fī l-arḍi turīdūna ʿaraḍa l-dun'yā wal-lahu yurīdu l-ākhirata wal-lahu ʿazīzun ḥakīmun

Pashto د نبي لپاره لايق نه دي چې د هغه دې بندیان (قيديان) وي، تر هغه چې وینې توى كړي، تاسو د دنیا اسباب غواړئ او الله (تاسو لپاره) د اخرت (د ثواب) اراده لري او الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى

Verse 68

لَّوْلَا كِتَـٰبٌ مِّنَ ٱللَّهِ سَبَقَ لَمَسَّكُمْ فِيمَآ أَخَذْتُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ

Transliteration lawlā kitābun mina l-lahi sabaqa lamassakum fīmā akhadhtum ʿadhābun ʿaẓīmun

Pashto كه د الله له جانبه مخكینى لیك نه وى (،نو) تاسو ته به د هغې (فدیې) په بدل كې چې تاسو واخيستله، خامخا ډېر لوى عذاب دررسېدلى و

Verse 69

فَكُلُوا۟ مِمَّا غَنِمْتُمْ حَلَـٰلًا طَيِّبًا ۚ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

Transliteration fakulū mimmā ghanim'tum ḥalālan ṭayyiban wa-ittaqū l-laha inna l-laha ghafūrun raḥīmun

Pashto نو تاسو خورئ له هغه (ماله) چې تاسو په غنیمت حاصل كړى دى، چې حلال پاكیزه دى، او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

Verse 70

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ قُل لِّمَن فِىٓ أَيْدِيكُم مِّنَ ٱلْأَسْرَىٰٓ إِن يَعْلَمِ ٱللَّهُ فِى قُلُوبِكُمْ خَيْرًا يُؤْتِكُمْ خَيْرًا مِّمَّآ أُخِذَ مِنكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ۗ وَٱللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

Transliteration yāayyuhā l-nabiyu qul liman fī aydīkum mina l-asrā in yaʿlami l-lahu fī qulūbikum khayran yu'tikum khayran mimmā ukhidha minkum wayaghfir lakum wal-lahu ghafūrun raḥīmun

Pashto اى نبي! ته هغو بندیانو (قيديانو) ته ووایه چې ستاسو په لاس كې دي: كه چېرې الله ستاسو په زړونو كې خیر (ایمان) معلوم كړي (،نو) تاسو ته به له هغه (مال) نه غوره دركړي چې له تاسو اخيستل شوى دى او تاسو ته به بخښنه وكړي او الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

Verse 71

وَإِن يُرِيدُوا۟ خِيَانَتَكَ فَقَدْ خَانُوا۟ ٱللَّهَ مِن قَبْلُ فَأَمْكَنَ مِنْهُمْ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

Transliteration wa-in yurīdū khiyānataka faqad khānū l-laha min qablu fa-amkana min'hum wal-lahu ʿalīmun ḥakīmun

Pashto او كه دوى له تا سره د خیانت كولو اراده لري، نو یقینًا دوى له دې نه مخكې له الله سره خیانت كړى دى، نو هغه پر دوى باندې (د مومنانو) قابو (او غلبه) راوستله، او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى

Verse 72

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَهَاجَرُوا۟ وَجَـٰهَدُوا۟ بِأَمْوَٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلَّذِينَ ءَاوَوا۟ وَّنَصَرُوٓا۟ أُو۟لَـٰٓئِكَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍ ۚ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَلَمْ يُهَاجِرُوا۟ مَا لَكُم مِّن وَلَـٰيَتِهِم مِّن شَىْءٍ حَتَّىٰ يُهَاجِرُوا۟ ۚ وَإِنِ ٱسْتَنصَرُوكُمْ فِى ٱلدِّينِ فَعَلَيْكُمُ ٱلنَّصْرُ إِلَّا عَلَىٰ قَوْمٍۭ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَـٰقٌ ۗ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ

Transliteration inna alladhīna āmanū wahājarū wajāhadū bi-amwālihim wa-anfusihim fī sabīli l-lahi wa-alladhīna āwaw wanaṣarū ulāika baʿḍuhum awliyāu baʿḍin wa-alladhīna āmanū walam yuhājirū mā lakum min walāyatihim min shayin ḥattā yuhājirū wa-ini is'tanṣarūkum fī l-dīni faʿalaykumu l-naṣru illā ʿalā qawmin baynakum wabaynahum mīthāqun wal-lahu bimā taʿmalūna baṣīrun

Pashto بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هجرت يې كړى دى او د الله په لاره كې يې په خپلو ځانونو سره جهاد كړى دى او هغه كسان چې ځاى يې وركړى دى (دوى ته) او مرسته يې ورسره كړې ده، دغه كسان یو تر بله دوستان دي او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هجرت يې نه دى كړى (دار الاسلام ته) (، نو) ستاسو له هغوى سره د دوستۍ هېڅ شى (تعلق) نشته تر هغه پورې چې دوى هجرت وكړي او كه چېرې دوى له تاسو نه په دین كې مرسته وغواړي، نو پر تاسو باندې مدد كول لازم دي، مګر د هغه (كافر) قوم په خلاف نه چې ستاسو او د هغوى په مینځ كې معاهده وي او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ ؛ ښه لیدونكى دى

Verse 73

وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍ ۚ إِلَّا تَفْعَلُوهُ تَكُن فِتْنَةٌ فِى ٱلْأَرْضِ وَفَسَادٌ كَبِيرٌ

Transliteration wa-alladhīna kafarū baʿḍuhum awliyāu baʿḍin illā tafʿalūhu takun fit'natun fī l-arḍi wafasādun kabīrun

Pashto او هغه كسان چې كفر يې كړى دى؛ دوى یو تر بله دوستان (حمايتيان) دي، كه تاسو دا (كارونه، يعنې له مومنانو سره دوستي او د دغو كفارو سركوبي) ونه كړئ (،نو) په ځمكه كې به لویه فتنه او ډېر لوى ورانى جوړ شي

Verse 74

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَهَاجَرُوا۟ وَجَـٰهَدُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلَّذِينَ ءَاوَوا۟ وَّنَصَرُوٓا۟ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُؤْمِنُونَ حَقًّا ۚ لَّهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ

Transliteration wa-alladhīna āmanū wahājarū wajāhadū fī sabīli l-lahi wa-alladhīna āwaw wanaṣarū ulāika humu l-mu'minūna ḥaqqan lahum maghfiratun wariz'qun karīmun

Pashto او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هجرت يې كړى دى او د الله په لاره كې يې جهاد كړى دى او هغه كسان چې ځاى يې وركړى دى او مدد يې كړى دى، همدغه كسان په حقه مومنان دي، د دوى لپاره بخښنه او ډېر د عزت رزق دى

Verse 75

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مِنۢ بَعْدُ وَهَاجَرُوا۟ وَجَـٰهَدُوا۟ مَعَكُمْ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ مِنكُمْ ۚ وَأُو۟لُوا۟ ٱلْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَىٰ بِبَعْضٍ فِى كِتَـٰبِ ٱللَّهِ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌۢ

Transliteration wa-alladhīna āmanū min baʿdu wahājarū wajāhadū maʿakum fa-ulāika minkum wa-ulū l-arḥāmi baʿḍuhum awlā bibaʿḍin fī kitābi l-lahi inna l-laha bikulli shayin ʿalīmun

Pashto او هغه كسان چې له دې نه پس يې ایمان راوړ او هجرت يې وكړ او ستاسو په ملګرتیا كې يې جهاد وكړ، نو دغه كسان له هم ستاسو څخه دي او د خپلولۍ والا د الله په كتاب كې د یو بل زیات حقدار دي، بېشكه الله پر هر شي ښه پوه دى

Read Surah Al-Anfal in another language

All languages

All 114 surahs in Pashto: the Qur’an in Pashto.

Learn it in MyDugsi

Pashto translation: Zakaria Abulsalam, from Quran.com. Transliteration: Quran.com. Recitation: Mishary Alafasy, from EveryAyah.com. MyDugsi is a learning aid, not a replacement for a qualified teacher.