MyDugsiStart learning

Surah Fussilat in Pashto: translation and audio

Surah 41 · فصلت · Explained in Detail · 54 verses

Surah Fussilat verse by verse: the Arabic with a recitation you can repeat, the transliteration, and the Pashto translation by Zakaria Abulsalam. For the meaning of every word, see Surah Fussilat word by word in English.

Verse 1

حمٓ

Transliteration hha-meem

Pashto حا، ميم

Verse 2

تَنزِيلٌ مِّنَ ٱلرَّحْمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ

Transliteration tanzīlun mina l-raḥmāni l-raḥīmi

Pashto (دغه) نازلول د ډېر مهربان، بې حده رحم كوونكي له جانبه دي

Verse 3

كِتَـٰبٌ فُصِّلَتْ ءَايَـٰتُهُۥ قُرْءَانًا عَرَبِيًّا لِّقَوْمٍ يَعْلَمُونَ

Transliteration kitābun fuṣṣilat āyātuhu qur'ānan ʿarabiyyan liqawmin yaʿlamūna

Pashto داسې كتاب چې د ده ایتونه په تفصیل سره بیان شوي دي، په داسې حال كې چې عربي قرآن دى، د هغه قوم لپاره چې پوهېږي

Verse 4

بَشِيرًا وَنَذِيرًا فَأَعْرَضَ أَكْثَرُهُمْ فَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ

Transliteration bashīran wanadhīran fa-aʿraḍa aktharuhum fahum lā yasmaʿūna

Pashto زېرى وركوونكى او وېروونكى دى، نو د دوى زیاترو مخ وګرځاوه، پس دوى (حق) نه اوري

Verse 5

وَقَالُوا۟ قُلُوبُنَا فِىٓ أَكِنَّةٍ مِّمَّا تَدْعُونَآ إِلَيْهِ وَفِىٓ ءَاذَانِنَا وَقْرٌ وَمِنۢ بَيْنِنَا وَبَيْنِكَ حِجَابٌ فَٱعْمَلْ إِنَّنَا عَـٰمِلُونَ

Transliteration waqālū qulūbunā fī akinnatin mimmā tadʿūnā ilayhi wafī ādhāninā waqrun wamin bayninā wabaynika ḥijābun fa-iʿ'mal innanā ʿāmilūna

Pashto او دوى وویل: زمونږ زړونه په پرده كې دي له هغه څه نه چې ته مونږ هغه ته بلې او زمونږ په غوږونو كې كوڼوالى دى اوزمونږ له مينځه او ستا له مینځه پرده ده، نو ته(خپل) عمل كوه، بېشكه مونږ هم (خپل) عمل كوونكي یو

Verse 6

قُلْ إِنَّمَآ أَنَا۠ بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَىٰٓ إِلَىَّ أَنَّمَآ إِلَـٰهُكُمْ إِلَـٰهٌ وَٰحِدٌ فَٱسْتَقِيمُوٓا۟ إِلَيْهِ وَٱسْتَغْفِرُوهُ ۗ وَوَيْلٌ لِّلْمُشْرِكِينَ

Transliteration qul innamā anā basharun mith'lukum yūḥā ilayya annamā ilāhukum ilāhun wāḥidun fa-is'taqīmū ilayhi wa-is'taghfirūhu wawaylun lil'mush'rikīna

Pashto ته (دوى ته) ووایه: بېشكه هم دا خبره ده چې زه ستاسو په شان بشر یم، ما ته دا وحي كولى شي چې بېشكه همدا خبره ده چې ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو تاسو ده ته مستقیم (او درست) اوسئ او له ده نه مغفرت غواړئ او د مشركانو لپاره هلاكت دى

Verse 7

ٱلَّذِينَ لَا يُؤْتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَهُم بِٱلْـَٔاخِرَةِ هُمْ كَـٰفِرُونَ

Transliteration alladhīna lā yu'tūna l-zakata wahum bil-ākhirati hum kāfirūna

Pashto هغه كسان چې زكات نه ادا كوي او له اخرت نه هم دوى منكران (كافران) دي

Verse 8

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ لَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍ

Transliteration inna alladhīna āmanū waʿamilū l-ṣāliḥāti lahum ajrun ghayru mamnūnin

Pashto بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره نه قطع كېدونكى اجر دى

Verse 9

۞ قُلْ أَئِنَّكُمْ لَتَكْفُرُونَ بِٱلَّذِى خَلَقَ ٱلْأَرْضَ فِى يَوْمَيْنِ وَتَجْعَلُونَ لَهُۥٓ أَندَادًا ۚ ذَٰلِكَ رَبُّ ٱلْعَـٰلَمِينَ

Transliteration qul a-innakum latakfurūna bi-alladhī khalaqa l-arḍa fī yawmayni watajʿalūna lahu andādan dhālika rabbu l-ʿālamīna

Pashto ته (دوى ته) ووایه: ایا په رښتیا تاسو خامخا كافران كېږئ په هغه ذات چې ځمكه يې په دوه ورځو كې پیدا كړه او تاسو د هغه لپاره شریكان جوړوئ. دغه خو رب العالمین دى

Verse 10

وَجَعَلَ فِيهَا رَوَٰسِىَ مِن فَوْقِهَا وَبَـٰرَكَ فِيهَا وَقَدَّرَ فِيهَآ أَقْوَٰتَهَا فِىٓ أَرْبَعَةِ أَيَّامٍ سَوَآءً لِّلسَّآئِلِينَ

Transliteration wajaʿala fīhā rawāsiya min fawqihā wabāraka fīhā waqaddara fīhā aqwātahā fī arbaʿati ayyāmin sawāan lilssāilīna

Pashto او دغه (الله) په دغې (ځمكه) كې د دې له پاسه غرونه كېښودل او په هغې كې يې بركت واچوه او په هغې كې يې د دې (د اوسېدونكو) روزي مقدره (په اندازه) كړه په څلورو ورځو كې، په داسې حال كې چې د تپوس كوونكو لپاره برابر دي

Verse 11

ثُمَّ ٱسْتَوَىٰٓ إِلَى ٱلسَّمَآءِ وَهِىَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَلِلْأَرْضِ ٱئْتِيَا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا قَالَتَآ أَتَيْنَا طَآئِعِينَ

Transliteration thumma is'tawā ilā l-samāi wahiya dukhānun faqāla lahā walil'arḍi i'tiyā ṭawʿan aw karhan qālatā ataynā ṭāiʿīna

Pashto بیا يې د اسمان په طرف اراده وكړه، په داسې حال كې چې هغه یو لوګى و، نو هغه (الله) ده ته او ځمكې ته وویل: تاسو دواړه راشئ، په خپلې خوښې سره، يا په زور سره، دواړو وویل: مونږ په خوښې سره (فرمان منونكي) راځو

Verse 12

فَقَضَىٰهُنَّ سَبْعَ سَمَـٰوَاتٍ فِى يَوْمَيْنِ وَأَوْحَىٰ فِى كُلِّ سَمَآءٍ أَمْرَهَا ۚ وَزَيَّنَّا ٱلسَّمَآءَ ٱلدُّنْيَا بِمَصَـٰبِيحَ وَحِفْظًا ۚ ذَٰلِكَ تَقْدِيرُ ٱلْعَزِيزِ ٱلْعَلِيمِ

Transliteration faqaḍāhunna sabʿa samāwātin fī yawmayni wa-awḥā fī kulli samāin amrahā wazayyannā l-samāa l-dun'yā bimaṣābīḥa waḥif'ẓan dhālika taqdīru l-ʿazīzi l-ʿalīmi

Pashto نو دغه يې په دوه ورځو كې اوه اسمانونه جوړ كړل او په هر اسمان كې يې د هغه د (مناسب) كار وحي وكړه او مونږ تر ټولو نژدې اسمان په ډېوو (د ستورو) سره ښكلى كړ او (دغه مو وساته) په ښې ساتنې سره، دغه د ډېر غالب، ښه پوه ذات اندازه كول دي

Verse 13

فَإِنْ أَعْرَضُوا۟ فَقُلْ أَنذَرْتُكُمْ صَـٰعِقَةً مِّثْلَ صَـٰعِقَةِ عَادٍ وَثَمُودَ

Transliteration fa-in aʿraḍū faqul andhartukum ṣāʿiqatan mith'la ṣāʿiqati ʿādin wathamūda

Pashto نو كه دوى مخ وګرځاوه، نو ته (دوى ته) ووایه: زه تاسو د عادیانو او ثمودیانو د سخت عذاب په مثل عذاب نه وېروم

Verse 14

إِذْ جَآءَتْهُمُ ٱلرُّسُلُ مِنۢ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ أَلَّا تَعْبُدُوٓا۟ إِلَّا ٱللَّهَ ۖ قَالُوا۟ لَوْ شَآءَ رَبُّنَا لَأَنزَلَ مَلَـٰٓئِكَةً فَإِنَّا بِمَآ أُرْسِلْتُم بِهِۦ كَـٰفِرُونَ

Transliteration idh jāathumu l-rusulu min bayni aydīhim wamin khalfihim allā taʿbudū illā l-laha qālū law shāa rabbunā la-anzala malāikatan fa-innā bimā ur'sil'tum bihi kāfirūna

Pashto كله چې دوى ته خپل رسولان د دوى له مخې او د دوى له شا نه راغلل او (ورته ويې ویل:) چې تاسو له الله نه غیر(د بل هیچا) عبادت مه كوئ. دوى وویل، كه زمونږ رب غوښتلى (نو) خامخا ملايك به يې نازل كړي وى، پس بېشكه مونږ په هغه څه سره چې تاسو ورسره رالېږل شوي يئ، كفر كوونكي یو

Verse 15

فَأَمَّا عَادٌ فَٱسْتَكْبَرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ بِغَيْرِ ٱلْحَقِّ وَقَالُوا۟ مَنْ أَشَدُّ مِنَّا قُوَّةً ۖ أَوَلَمْ يَرَوْا۟ أَنَّ ٱللَّهَ ٱلَّذِى خَلَقَهُمْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُمْ قُوَّةً ۖ وَكَانُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا يَجْحَدُونَ

Transliteration fa-ammā ʿādun fa-is'takbarū fī l-arḍi bighayri l-ḥaqi waqālū man ashaddu minnā quwwatan awalam yaraw anna l-laha alladhī khalaqahum huwa ashaddu min'hum quwwatan wakānū biāyātinā yajḥadūna

Pashto نو هر چې عادیان وو، نو دوى خو په ځمكه كې ناحقه لويي وكړه او ويې ويل:په قوت كې زمونږ نه څوك زیات سخت (او مضبوط) دي؟! ایا دوى نه ویني چې بېشكه هغه الله چې تاسو يې پیدا كړي یئ؛ هغه له تاسو نه په قوت كې ډېر سخت دى. او دغو به زمونږ له ایتونو نه انكار كاوه

Verse 16

فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا صَرْصَرًا فِىٓ أَيَّامٍ نَّحِسَاتٍ لِّنُذِيقَهُمْ عَذَابَ ٱلْخِزْىِ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ۖ وَلَعَذَابُ ٱلْـَٔاخِرَةِ أَخْزَىٰ ۖ وَهُمْ لَا يُنصَرُونَ

Transliteration fa-arsalnā ʿalayhim rīḥan ṣarṣaran fī ayyāmin naḥisātin linudhīqahum ʿadhāba l-khiz'yi fī l-ḥayati l-dun'yā walaʿadhābu l-ākhirati akhzā wahum lā yunṣarūna

Pashto نو مونږ په دوى باندې په څو ډېرو سپېرو ورځو كې ډېر زورور یخ باد راخوشې كړ، د دې لپاره چې مونږ په دوى باندې په دنيايي ژوند كې د رسوايي عذاب وڅكوو، او یقینًا د اخرت عذاب ډېر رسواكوونكى دى، په داسې حال كې چې د دوى به مدد نه كولى شي

Verse 17

وَأَمَّا ثَمُودُ فَهَدَيْنَـٰهُمْ فَٱسْتَحَبُّوا۟ ٱلْعَمَىٰ عَلَى ٱلْهُدَىٰ فَأَخَذَتْهُمْ صَـٰعِقَةُ ٱلْعَذَابِ ٱلْهُونِ بِمَا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ

Transliteration wa-ammā thamūdu fahadaynāhum fa-is'taḥabbū l-ʿamā ʿalā l-hudā fa-akhadhathum ṣāʿiqatu l-ʿadhābi l-hūni bimā kānū yaksibūna

Pashto او پاتې شول ثمودیان، نو مونږ دوى ته نېغه لار وښودله، نو دوى په هدایت باندې ړوندوالي ته ترجیح وركړه، نو دوى د سپكوونكي عذاب سختې چغې ونیول، په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول

Verse 18

وَنَجَّيْنَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَكَانُوا۟ يَتَّقُونَ

Transliteration wanajjaynā alladhīna āmanū wakānū yattaqūna

Pashto او مونږ هغو كسانو ته نجات وركړ چې ایمان يې راوړى و او پرهېزګاري به يې كوله

Verse 19

وَيَوْمَ يُحْشَرُ أَعْدَآءُ ٱللَّهِ إِلَى ٱلنَّارِ فَهُمْ يُوزَعُونَ

Transliteration wayawma yuḥ'sharu aʿdāu l-lahi ilā l-nāri fahum yūzaʿūna

Pashto او(یاده كړه) هغه ورځ چې د الله دښمنان به اور ته راجمع كولى شي، نو دوى به ډلې كولى (او تقسیمولى) شي

Verse 20

حَتَّىٰٓ إِذَا مَا جَآءُوهَا شَهِدَ عَلَيْهِمْ سَمْعُهُمْ وَأَبْصَـٰرُهُمْ وَجُلُودُهُم بِمَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ

Transliteration ḥattā idhā mā jāūhā shahida ʿalayhim samʿuhum wa-abṣāruhum wajulūduhum bimā kānū yaʿmalūna

Pashto تر دې چې كله دوى ده ته (څنګه) راشي (، نو) په دوى باندې به د دوى غوږونه او د دوى سترګې او د دوى څرمنې ګواهي وركړي، د هغو كارونو چې دوى به كول

Verse 21

وَقَالُوا۟ لِجُلُودِهِمْ لِمَ شَهِدتُّمْ عَلَيْنَا ۖ قَالُوٓا۟ أَنطَقَنَا ٱللَّهُ ٱلَّذِىٓ أَنطَقَ كُلَّ شَىْءٍ وَهُوَ خَلَقَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ

Transliteration waqālū lijulūdihim lima shahidttum ʿalaynā qālū anṭaqanā l-lahu alladhī anṭaqa kulla shayin wahuwa khalaqakum awwala marratin wa-ilayhi tur'jaʿūna

Pashto او دوى به خپلو څرمنو ته ووايي: تاسو ولې پر مونږ ګواهي وركړه؟ نو دغه (څرمنې) به ووايي: مونږ هغه الله ګویا كړو چې هر شى يې ګویا كړى دى. او دغه (الله) تاسو اول ځلې پیدا كړي یئ او خاص همده ته به بېرته ورګرځولى شئ

Verse 22

وَمَا كُنتُمْ تَسْتَتِرُونَ أَن يَشْهَدَ عَلَيْكُمْ سَمْعُكُمْ وَلَآ أَبْصَـٰرُكُمْ وَلَا جُلُودُكُمْ وَلَـٰكِن ظَنَنتُمْ أَنَّ ٱللَّهَ لَا يَعْلَمُ كَثِيرًا مِّمَّا تَعْمَلُونَ

Transliteration wamā kuntum tastatirūna an yashhada ʿalaykum samʿukum walā abṣārukum walā julūdukum walākin ẓanantum anna l-laha lā yaʿlamu kathīran mimmā taʿmalūna

Pashto او تاسو به (د ګناه د كولو په وخت كې) ځان له دې نه نه پټولو چې په تاسو به ستاسو غوږونه او ستاسو سترګې او ستاسو څرمنې ګواهي وركړي او لېكن تاسو به دا خیال كاوه چې بېشكه الله په ډېرو هغو كارونو نه عالم كېږي چې تاسو يې كوئ

Verse 23

وَذَٰلِكُمْ ظَنُّكُمُ ٱلَّذِى ظَنَنتُم بِرَبِّكُمْ أَرْدَىٰكُمْ فَأَصْبَحْتُم مِّنَ ٱلْخَـٰسِرِينَ

Transliteration wadhālikum ẓannukumu alladhī ẓanantum birabbikum ardākum fa-aṣbaḥtum mina l-khāsirīna

Pashto او دغه ستاسو هغه (خراب) ګمان دى چې تاسو به په خپل رب (دغه) ګمان كاوه، دغه تاسو هلاك كړئ، نو له تاوانیانو ځنې شوئ

Verse 24

فَإِن يَصْبِرُوا۟ فَٱلنَّارُ مَثْوًى لَّهُمْ ۖ وَإِن يَسْتَعْتِبُوا۟ فَمَا هُم مِّنَ ٱلْمُعْتَبِينَ

Transliteration fa-in yaṣbirū fal-nāru mathwan lahum wa-in yastaʿtibū famā hum mina l-muʿ'tabīna

Pashto پس كه دوى صبر وكړي، نو د دوى ځاى اور دى او كه دوى (دالله) رضا كول (او دنیا ته تلل) غواړي، نو دوى له قبول كړى شویو ځنې نه دي

Verse 25

۞ وَقَيَّضْنَا لَهُمْ قُرَنَآءَ فَزَيَّنُوا۟ لَهُم مَّا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَحَقَّ عَلَيْهِمُ ٱلْقَوْلُ فِىٓ أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِم مِّنَ ٱلْجِنِّ وَٱلْإِنسِ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ خَـٰسِرِينَ

Transliteration waqayyaḍnā lahum quranāa fazayyanū lahum mā bayna aydīhim wamā khalfahum waḥaqqa ʿalayhimu l-qawlu fī umamin qad khalat min qablihim mina l-jini wal-insi innahum kānū khāsirīna

Pashto او مونږ د دوى لپاره ملګري مقرر كړي دي، نو دغو (ملګرو) دوى ته هغه څیزونه ښايسته كړي دي چې د دوى مخې ته دي او د دوى وروسته دي او په دوى (د عذاب) خبره ثابته شوې ده په هغو امتونو كې چې له دوى نه مخكې كوم پېریان او انسانان تېر شوي دي. بېشكه چې دوى تاوانیان وو

Verse 26

وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَا تَسْمَعُوا۟ لِهَـٰذَا ٱلْقُرْءَانِ وَٱلْغَوْا۟ فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ

Transliteration waqāla alladhīna kafarū lā tasmaʿū lihādhā l-qur'āni wal-ghaw fīhi laʿallakum taghlibūna

Pashto او كافران شوي كسان وايي : تاسو دغه قرآن ته غوږ مه ږدئ او په (تلاوت د) ده كې شور ماشور اچوئ، ښايي چې تاسو غالبه شئ

Verse 27

فَلَنُذِيقَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ عَذَابًا شَدِيدًا وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَسْوَأَ ٱلَّذِى كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ

Transliteration falanudhīqanna alladhīna kafarū ʿadhāban shadīdan walanajziyannahum aswa-a alladhī kānū yaʿmalūna

Pashto نو مونږ به په كافرانو شویو كسانو خامخا لازمًا ډېر سخت عذاب وڅكوو او خامخا لازمًا به مونږ دوى ته د هغو ټولو بدو عملونو بدله وركړو چې دوى به كول

Verse 28

ذَٰلِكَ جَزَآءُ أَعْدَآءِ ٱللَّهِ ٱلنَّارُ ۖ لَهُمْ فِيهَا دَارُ ٱلْخُلْدِ ۖ جَزَآءًۢ بِمَا كَانُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا يَجْحَدُونَ

Transliteration dhālika jazāu aʿdāi l-lahi l-nāru lahum fīhā dāru l-khul'di jazāan bimā kānū biāyātinā yajḥadūna

Pashto دغه د الله د دښمنانو بدله ده،چې اور دى، د دوى لپاره په دغه (اور) كې د همېشه والي كور دى، په داسې حال كې چې (دغه) بدله ده، په سبب د هغه چې دوى زمونږ له ایتونو نه انكار كاوه

Verse 29

وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ رَبَّنَآ أَرِنَا ٱلَّذَيْنِ أَضَلَّانَا مِنَ ٱلْجِنِّ وَٱلْإِنسِ نَجْعَلْهُمَا تَحْتَ أَقْدَامِنَا لِيَكُونَا مِنَ ٱلْأَسْفَلِينَ

Transliteration waqāla alladhīna kafarū rabbanā arinā alladhayni aḍallānā mina l-jini wal-insi najʿalhumā taḥta aqdāminā liyakūnā mina l-asfalīna

Pashto او كافران شوي كسان به ووايي: اى زمونږه ربه! ته مونږ ته هغه دوه تنه وښیه چې د پېریانو او انسانانو ځنې وو، چې مونږ دغه دواړه د خپلو قدمونو له لاندې كړو، د دې لپاره چې دغه دواړه د تر ټولو ښكته خلقو څخه شي

Verse 30

إِنَّ ٱلَّذِينَ قَالُوا۟ رَبُّنَا ٱللَّهُ ثُمَّ ٱسْتَقَـٰمُوا۟ تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ أَلَّا تَخَافُوا۟ وَلَا تَحْزَنُوا۟ وَأَبْشِرُوا۟ بِٱلْجَنَّةِ ٱلَّتِى كُنتُمْ تُوعَدُونَ

Transliteration inna alladhīna qālū rabbunā l-lahu thumma is'taqāmū tatanazzalu ʿalayhimu l-malāikatu allā takhāfū walā taḥzanū wa-abshirū bil-janati allatī kuntum tūʿadūna

Pashto بېشكه هغه كسان چې (په رښتیا) يې ویلي دي: زمونږ رب الله دى، بیا ټینګ ولاړ وي (، نو) په دوى ملايك نازلېږي چې تاسو مه وېرېږئ او مه غمګین كېږئ او تاسو د هغه جنت زېرى واخلئ چې تاسو سره به يې وعده كولى شوه

Verse 31

نَحْنُ أَوْلِيَآؤُكُمْ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَفِى ٱلْـَٔاخِرَةِ ۖ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَشْتَهِىٓ أَنفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَدَّعُونَ

Transliteration naḥnu awliyāukum fī l-ḥayati l-dun'yā wafī l-ākhirati walakum fīhā mā tashtahī anfusukum walakum fīhā mā taddaʿūna

Pashto مونږ ستاسو دوستان یو په دنيايي ژوند كې او په اخرت كې (هم) او تاسو لپاره په دغه (جنت) كې هر هغه (نعمتونه) شته چې ستاسو نفسونه يې خوښوي او تاسو لپاره په دغه (جنت) كې هر هغه څه دي چې تاسو يې غواړئ

Verse 32

نُزُلًا مِّنْ غَفُورٍ رَّحِيمٍ

Transliteration nuzulan min ghafūrin raḥīmin

Pashto په داسې حال كې چې د ډېر بخښونكي، بې حده رحم كوونكي له جانبه مېلمستیا ده

Verse 33

وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِّمَّن دَعَآ إِلَى ٱللَّهِ وَعَمِلَ صَـٰلِحًا وَقَالَ إِنَّنِى مِنَ ٱلْمُسْلِمِينَ

Transliteration waman aḥsanu qawlan mimman daʿā ilā l-lahi waʿamila ṣāliḥan waqāla innanī mina l-mus'limīna

Pashto او د خبرې په لحاظ له هغه چا نه څوك ډېر ښه دى چې الله ته بلنه كوي او نېك عمل كوئ او وايي چې بېشكه زه له مسلمانانو ځنې یم؟

Verse 34

وَلَا تَسْتَوِى ٱلْحَسَنَةُ وَلَا ٱلسَّيِّئَةُ ۚ ٱدْفَعْ بِٱلَّتِى هِىَ أَحْسَنُ فَإِذَا ٱلَّذِى بَيْنَكَ وَبَيْنَهُۥ عَدَٰوَةٌ كَأَنَّهُۥ وَلِىٌّ حَمِيمٌ

Transliteration walā tastawī l-ḥasanatu walā l-sayi-atu id'faʿ bi-allatī hiya aḥsanu fa-idhā alladhī baynaka wabaynahu ʿadāwatun ka-annahu waliyyun ḥamīmun

Pashto او نېكي او بدي هیڅكله سره نه برابرېږي. ته په هغې طریقې سره جواب وركوه چې تر ټولو ښه وي، نو ناڅاپه به هغه كس چې ستا په مینځ كې او د هغه په مینځ كې دښمني وي، داسې شي ګویا كې هغه ستا ډېر مهربان دوست دى

Verse 35

وَمَا يُلَقَّىٰهَآ إِلَّا ٱلَّذِينَ صَبَرُوا۟ وَمَا يُلَقَّىٰهَآ إِلَّا ذُو حَظٍّ عَظِيمٍ

Transliteration wamā yulaqqāhā illā alladhīna ṣabarū wamā yulaqqāhā illā dhū ḥaẓẓin ʿaẓīmin

Pashto او دا (خصلت) نه وركول كېږي مګر هغو كسانو ته چې صبر كوي او دا نه وركول كېږي مګر د ډېرې لويې برخې والا ته

Verse 36

وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ ٱلشَّيْطَـٰنِ نَزْغٌ فَٱسْتَعِذْ بِٱللَّهِ ۖ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ

Transliteration wa-immā yanzaghannaka mina l-shayṭāni nazghun fa-is'taʿidh bil-lahi innahu huwa l-samīʿu l-ʿalīmu

Pashto او كه خامخا تا ته د شیطان له جانبه څه وسوسه راشي، نو ته په الله پورې پناه ونیسه، بېشكه هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

Verse 37

وَمِنْ ءَايَـٰتِهِ ٱلَّيْلُ وَٱلنَّهَارُ وَٱلشَّمْسُ وَٱلْقَمَرُ ۚ لَا تَسْجُدُوا۟ لِلشَّمْسِ وَلَا لِلْقَمَرِ وَٱسْجُدُوا۟ لِلَّهِ ٱلَّذِى خَلَقَهُنَّ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ

Transliteration wamin āyātihi al-laylu wal-nahāru wal-shamsu wal-qamaru lā tasjudū lilshamsi walā lil'qamari wa-us'judū lillahi alladhī khalaqahunna in kuntum iyyāhu taʿbudūna

Pashto او د هغه له دلیلونو څخه شپه او ورځ او لمر او سپوږمۍ دي، تاسو مه لمر ته سجده كوئ او مه سپوږمۍ ته او تاسو خاص الله ته سجده كوئ چې دغه (نښې) يې پیدا كړې دي، كه چېرې تاسو خاص د هغه عبادت كوئ

Verse 38

فَإِنِ ٱسْتَكْبَرُوا۟ فَٱلَّذِينَ عِندَ رَبِّكَ يُسَبِّحُونَ لَهُۥ بِٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ وَهُمْ لَا يَسْـَٔمُونَ ۩

Transliteration fa-ini is'takbarū fa-alladhīna ʿinda rabbika yusabbiḥūna lahu bi-al-layli wal-nahāri wahum lā yasamūna

Pashto نو كه دوى تكبر وكړ، نو هغه څوك چې له الله سره دي، هغوى شپه او ورځ د ده پاكي بیانوي، په داسې حال كې چې نه ستړي كېږي

Verse 39

وَمِنْ ءَايَـٰتِهِۦٓ أَنَّكَ تَرَى ٱلْأَرْضَ خَـٰشِعَةً فَإِذَآ أَنزَلْنَا عَلَيْهَا ٱلْمَآءَ ٱهْتَزَّتْ وَرَبَتْ ۚ إِنَّ ٱلَّذِىٓ أَحْيَاهَا لَمُحْىِ ٱلْمَوْتَىٰٓ ۚ إِنَّهُۥ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ

Transliteration wamin āyātihi annaka tarā l-arḍa khāshiʿatan fa-idhā anzalnā ʿalayhā l-māa ih'tazzat warabat inna alladhī aḥyāhā lamuḥ'yī l-mawtā innahu ʿalā kulli shayin qadīrun

Pashto او د هغه له نښو څخه دا دي چې بېشكه ته ځمكه وچه كلكه وینې، نو كله چې مونږ په دې اوبه نازلې كړو(نو) وخوځېږي او وپړسېږي، بېشكه هغه ذات چې دغه يې ژوندۍ كړې ده، خامخا د مړیو ژوندى كوونكى دى، بېشكه هغه په هر شي باندې ښه قادر دى

Verse 40

إِنَّ ٱلَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِىٓ ءَايَـٰتِنَا لَا يَخْفَوْنَ عَلَيْنَآ ۗ أَفَمَن يُلْقَىٰ فِى ٱلنَّارِ خَيْرٌ أَم مَّن يَأْتِىٓ ءَامِنًا يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۚ ٱعْمَلُوا۟ مَا شِئْتُمْ ۖ إِنَّهُۥ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ

Transliteration inna alladhīna yul'ḥidūna fī āyātinā lā yakhfawna ʿalaynā afaman yul'qā fī l-nāri khayrun am man yatī āminan yawma l-qiyāmati iʿ'malū mā shi'tum innahu bimā taʿmalūna baṣīrun

Pashto بېشكه هغه كسان چې زمونږ په ایتونو كې كاږه روان دي (او غلطې معناګانې كوي)، نو دوى پر مونږ پټ نه دي، ایا نو هغه څوك چې په اور كې غورځولى شي، ډېر غوره دى، یا هغه څوك چې د قیامت په ورځ (له عذاب نه) په امن كې راشي، څه چې ستاسو خوښ وي هغه كوئ، بېشكه هغه (الله) په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ؛ ښه لیدونكى دى

Verse 41

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِٱلذِّكْرِ لَمَّا جَآءَهُمْ ۖ وَإِنَّهُۥ لَكِتَـٰبٌ عَزِيزٌ

Transliteration inna alladhīna kafarū bil-dhik'ri lammā jāahum wa-innahu lakitābun ʿazīzun

Pashto بېشكه هغه كسان چې په ذكر (قرآن) سره كافران شوي دي، كله چې (دا ذكر) دوى ته راغى، په دې حال كې چې یقینًا دغه (ذكر) خامخا ډېر قوي كتاب دى

Verse 42

لَّا يَأْتِيهِ ٱلْبَـٰطِلُ مِنۢ بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِۦ ۖ تَنزِيلٌ مِّنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ

Transliteration lā yatīhi l-bāṭilu min bayni yadayhi walā min khalfihi tanzīlun min ḥakīmin ḥamīdin

Pashto باطل ده ته نه د ده له مخې نه راتلى شي او نه د ده له شا نه، د ډېر حكمت والا، ښه ستايل شوي (الله) له جانبه رالېږل شوى دى

Verse 43

مَّا يُقَالُ لَكَ إِلَّا مَا قَدْ قِيلَ لِلرُّسُلِ مِن قَبْلِكَ ۚ إِنَّ رَبَّكَ لَذُو مَغْفِرَةٍ وَذُو عِقَابٍ أَلِيمٍ

Transliteration mā yuqālu laka illā mā qad qīla lilrrusuli min qablika inna rabbaka ladhū maghfiratin wadhū ʿiqābin alīmin

Pashto تا ته نه ویل كېږي مګر هغه خبرې چې یقینًا له تا نه مخكې رسولانو ته ويل شوي دي، بېشكه ستا رب خامخا د مغفرت والا او د ډېر دردوونكي عذاب والا دى

Verse 44

وَلَوْ جَعَلْنَـٰهُ قُرْءَانًا أَعْجَمِيًّا لَّقَالُوا۟ لَوْلَا فُصِّلَتْ ءَايَـٰتُهُۥٓ ۖ ءَا۬عْجَمِىٌّ وَعَرَبِىٌّ ۗ قُلْ هُوَ لِلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ هُدًى وَشِفَآءٌ ۖ وَٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ فِىٓ ءَاذَانِهِمْ وَقْرٌ وَهُوَ عَلَيْهِمْ عَمًى ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ يُنَادَوْنَ مِن مَّكَانٍۭ بَعِيدٍ

Transliteration walaw jaʿalnāhu qur'ānan aʿjamiyyan laqālū lawlā fuṣṣilat āyātuhu āʿ'jamiyyun waʿarabiyyun qul huwa lilladhīna āmanū hudan washifāon wa-alladhīna lā yu'minūna fī ādhānihim waqrun wahuwa ʿalayhim ʿaman ulāika yunādawna min makānin baʿīdin

Pashto او كه مونږ دا (كتاب) عجمې قرآن ګرځولى وى، (نو) دوى به ضرور ویلى چې ولې د ده ایتونه واضح نه دي بیان شوي، ایا (كتاب) عجمي دى او (نبي يې) عربي دى، ته (دوى ته) ووایه: دغه (قرآن) د هغو كسانو لپاره چې ایمان يې راوړى دى ؛ هدایت او شفا دى او هغه كسان چې ایمان نه راوړي ؛ د هغوى په غوږونو كې دروندوالى دى، په داسې حال كې چې دغه (قرآن) په دوى ړوندوالى دى. دغه خلق (كفار ګویاكې داسې) دي چې دوى ته له ډېر لرې ځایه اواز كولى شي

Verse 45

وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَـٰبَ فَٱخْتُلِفَ فِيهِ ۗ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ لَقُضِىَ بَيْنَهُمْ ۚ وَإِنَّهُمْ لَفِى شَكٍّ مِّنْهُ مُرِيبٍ

Transliteration walaqad ātaynā mūsā l-kitāba fa-ukh'tulifa fīhi walawlā kalimatun sabaqat min rabbika laquḍiya baynahum wa-innahum lafī shakkin min'hu murībin

Pashto او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، نو په دغه (كتاب) كې اختلاف وكړى شو او كه چېرې هغه كلمه نه وى چې ستا د رب له جانبه ړومبى شوې ده،(نو) خامخا به د دوى په مینځ كې فیصله شوې وى. او بېشكه دوى د ده په هكله خامخا په اضطراب اچوونكي شك كې دي

Verse 46

مَّنْ عَمِلَ صَـٰلِحًا فَلِنَفْسِهِۦ ۖ وَمَنْ أَسَآءَ فَعَلَيْهَا ۗ وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّـٰمٍ لِّلْعَبِيدِ

Transliteration man ʿamila ṣāliḥan falinafsihi waman asāa faʿalayhā wamā rabbuka biẓallāmin lil'ʿabīdi

Pashto هر څوك چې نېك عمل كوي، نو د خپل ځان لپاره (يې كوي) او څوك چې بدي كوي، نو ضرر يې په همده دى، او ستا رب په (خپلو) بنده ګانو د هېڅ ظلم كوونكى نه دى

Verse 47

۞ إِلَيْهِ يُرَدُّ عِلْمُ ٱلسَّاعَةِ ۚ وَمَا تَخْرُجُ مِن ثَمَرَٰتٍ مِّنْ أَكْمَامِهَا وَمَا تَحْمِلُ مِنْ أُنثَىٰ وَلَا تَضَعُ إِلَّا بِعِلْمِهِۦ ۚ وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ أَيْنَ شُرَكَآءِى قَالُوٓا۟ ءَاذَنَّـٰكَ مَا مِنَّا مِن شَهِيدٍ

Transliteration ilayhi yuraddu ʿil'mu l-sāʿati wamā takhruju min thamarātin min akmāmihā wamā taḥmilu min unthā walā taḍaʿu illā biʿil'mihi wayawma yunādīhim ayna shurakāī qālū ādhannāka mā minnā min shahīdin

Pashto خاص همده ته د قیامت علم ورسپارلى شي او هېڅ مېوې له خپلو غلافونو څخه نه راوځي او نه هېڅ یو ښځه حامله كېږي او نه (بچى) زېږوي مګر د دغه (الله) په علم سره او (یاده كړه) هغه ورځ چې دوى ته به (رب) اواز وكړي چې (ستاسو په عقیده) زما شریكان چېرته دي؟ دوى به ووايي: مونږ ته خبر كړې چې (اوس) پر مونږ كې هیڅوك (د دې خبرې) ګواهي كوونكى نشته

Verse 48

وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَدْعُونَ مِن قَبْلُ ۖ وَظَنُّوا۟ مَا لَهُم مِّن مَّحِيصٍ

Transliteration waḍalla ʿanhum mā kānū yadʿūna min qablu waẓannū mā lahum min maḥīṣin

Pashto او له دوى نه به هغه (معبودان) ورك شي چې له دې نه مخكې به دوى بلل او دوى به یقین وكړي چې د دوى لپاره د تېښتې هېڅ ځاى نشته

Verse 49

لَّا يَسْـَٔمُ ٱلْإِنسَـٰنُ مِن دُعَآءِ ٱلْخَيْرِ وَإِن مَّسَّهُ ٱلشَّرُّ فَيَـُٔوسٌ قَنُوطٌ

Transliteration lā yasamu l-insānu min duʿāi l-khayri wa-in massahu l-sharu fayaūsun qanūṭun

Pashto انسان د خیر له غوښتلو نه نه ستړى كېږي او كه ده ته شر (او تكلیف) ورسېږي، نو ډېر ناهېلى، ډېر نا امېده وي

Verse 50

وَلَئِنْ أَذَقْنَـٰهُ رَحْمَةً مِّنَّا مِنۢ بَعْدِ ضَرَّآءَ مَسَّتْهُ لَيَقُولَنَّ هَـٰذَا لِى وَمَآ أَظُنُّ ٱلسَّاعَةَ قَآئِمَةً وَلَئِن رُّجِعْتُ إِلَىٰ رَبِّىٓ إِنَّ لِى عِندَهُۥ لَلْحُسْنَىٰ ۚ فَلَنُنَبِّئَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِمَا عَمِلُوا۟ وَلَنُذِيقَنَّهُم مِّنْ عَذَابٍ غَلِيظٍ

Transliteration wala-in adhaqnāhu raḥmatan minnā min baʿdi ḍarrāa massathu layaqūlanna hādhā lī wamā aẓunnu l-sāʿata qāimatan wala-in rujiʿ'tu ilā rabbī inna lī ʿindahu lalḥus'nā falanunabbi-anna alladhīna kafarū bimā ʿamilū walanudhīqannahum min ʿadhābin ghalīẓin

Pashto او كه خامخا مونږ په ده له خپل جانب نه رحمت وڅكوو، له هغه تكلیف نه وروسته چې ده ته رسېدلى وي (،نو) خامخا لازمًا به وايي: دا زما (حق) دى او زه د قیامت په هكله ګمان نه كوم چې قايم به شي او خامخا كه زه خپل رب ته بېرته وګرځولى شم، (نو) بېشكه زما لپاره به د هغه په نېز خامخا تر ټولو ښه حالت (جنت) وي، نو مونږ به خامخا لازمًا كافران شوي كسان په خپلو عملونو خبر كړو او خامخا لازمًا به مونږ دوى ته له ډېر سخت عذاب ځنې وڅكوو

Verse 51

وَإِذَآ أَنْعَمْنَا عَلَى ٱلْإِنسَـٰنِ أَعْرَضَ وَنَـَٔا بِجَانِبِهِۦ وَإِذَا مَسَّهُ ٱلشَّرُّ فَذُو دُعَآءٍ عَرِيضٍ

Transliteration wa-idhā anʿamnā ʿalā l-insāni aʿraḍa wanaā bijānibihi wa-idhā massahu l-sharu fadhū duʿāin ʿarīḍin

Pashto او كله چې مونږ په انسان باندې انعام وكړو (نو) دى (له حقه) مخ واړوي او خپل جانب (ځان) لرې كړي او كله چې ده ته سختي ورسېږي، نو بیا د ډېرې اوږدې دعا والا وي

Verse 52

قُلْ أَرَءَيْتُمْ إِن كَانَ مِنْ عِندِ ٱللَّهِ ثُمَّ كَفَرْتُم بِهِۦ مَنْ أَضَلُّ مِمَّنْ هُوَ فِى شِقَاقٍۭ بَعِيدٍ

Transliteration qul ara-aytum in kāna min ʿindi l-lahi thumma kafartum bihi man aḍallu mimman huwa fī shiqāqin baʿīdin

Pashto ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما خبر كړئ! كه چېرې دغه (قرآن) د الله له جانبه وي، بیا تاسو په ده سره كافران شئ، (نو) له هغه چا نه لوى ګمراه څوك دى چې په ډېر لرې مخالفت كې وي

Verse 53

سَنُرِيهِمْ ءَايَـٰتِنَا فِى ٱلْـَٔافَاقِ وَفِىٓ أَنفُسِهِمْ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ ٱلْحَقُّ ۗ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُۥ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ شَهِيدٌ

Transliteration sanurīhim āyātinā fī l-āfāqi wafī anfusihim ḥattā yatabayyana lahum annahu l-ḥaqu awalam yakfi birabbika annahu ʿalā kulli shayin shahīdun

Pashto ژر ده چې مونږ به دوى ته خپلې نښې په افاقو (د عالم په اطرافو) كې او د دوى په ځانونو كې وښیو، تر دې چې دوى ته ښه څرګند شي چې یقینًا هم دغه (قرآن) حق دى او ایا ستا رب ښه كافي نه دى دا چې یقینًا هغه په هر شي باندې خبردار دى

Verse 54

أَلَآ إِنَّهُمْ فِى مِرْيَةٍ مِّن لِّقَآءِ رَبِّهِمْ ۗ أَلَآ إِنَّهُۥ بِكُلِّ شَىْءٍ مُّحِيطٌۢ

Transliteration alā innahum fī mir'yatin min liqāi rabbihim alā innahu bikulli shayin muḥīṭun

Pashto خبردار شئ! بېشكه دوى د خپل رب له ملاقات نه په شك كې دي، خبردار شئ! بېشكه هغه په هر شي احاطه كوونكى دى

Read Surah Fussilat in another language

All languages

All 114 surahs in Pashto: the Qur’an in Pashto.

Learn it in MyDugsi

Pashto translation: Zakaria Abulsalam, from Quran.com. Transliteration: Quran.com. Recitation: Mishary Alafasy, from EveryAyah.com. MyDugsi is a learning aid, not a replacement for a qualified teacher.