MyDugsiStart learning

Surah At-Tur in Pashto: translation and audio

Surah 52 · الطور · The Mount · 49 verses

Surah At-Tur verse by verse: the Arabic with a recitation you can repeat, the transliteration, and the Pashto translation by Zakaria Abulsalam. For the meaning of every word, see Surah At-Tur word by word in English.

Verse 1

وَٱلطُّورِ

Transliteration wal-ṭūri

Pashto قسم دى په طور غر

Verse 2

وَكِتَـٰبٍ مَّسْطُورٍ

Transliteration wakitābin masṭūrin

Pashto او په كتاب لیكل شوي

Verse 3

فِى رَقٍّ مَّنشُورٍ

Transliteration fī raqqin manshūrin

Pashto په پرانستل شوې پاڼه كې

Verse 4

وَٱلْبَيْتِ ٱلْمَعْمُورِ

Transliteration wal-bayti l-maʿmūri

Pashto او (قسم دى) په ودان كړى شوي كور

Verse 5

وَٱلسَّقْفِ ٱلْمَرْفُوعِ

Transliteration wal-saqfi l-marfūʿi

Pashto او په پورته كړى شوي چت (چې اسمان دى)

Verse 6

وَٱلْبَحْرِ ٱلْمَسْجُورِ

Transliteration wal-baḥri l-masjūri

Pashto او په ډك (يا بل) كړى شوي سمندر

Verse 7

إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ لَوَٰقِعٌ

Transliteration inna ʿadhāba rabbika lawāqiʿun

Pashto بېشكه ستا د رب عذاب خامخا نازلېدونكى دى

Verse 8

مَّا لَهُۥ مِن دَافِعٍ

Transliteration mā lahu min dāfiʿin

Pashto هغه لره هېڅ دفع كوونكى نشته

Verse 9

يَوْمَ تَمُورُ ٱلسَّمَآءُ مَوْرًا

Transliteration yawma tamūru l-samāu mawran

Pashto هغه ورځ چې اسمان به خوځېږي، سخت خوځېدل

Verse 10

وَتَسِيرُ ٱلْجِبَالُ سَيْرًا

Transliteration watasīru l-jibālu sayran

Pashto او غرونه به روان شي، سخت روانېدل

Verse 11

فَوَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ

Transliteration fawaylun yawma-idhin lil'mukadhibīna

Pashto پس په دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو لپاره هلاكت دى

Verse 12

ٱلَّذِينَ هُمْ فِى خَوْضٍ يَلْعَبُونَ

Transliteration alladhīna hum fī khawḍin yalʿabūna

Pashto هغه كسان چې دوى په بېكاره خبرو (جوړولو) كې لوبې كوي

Verse 13

يَوْمَ يُدَعُّونَ إِلَىٰ نَارِ جَهَنَّمَ دَعًّا

Transliteration yawma yudaʿʿūna ilā nāri jahannama daʿʿan

Pashto هغه ورځ چې دوى به د دوزخ اور ته ټېل وهلى شي، سخت ټېل وهل

Verse 14

هَـٰذِهِ ٱلنَّارُ ٱلَّتِى كُنتُم بِهَا تُكَذِّبُونَ

Transliteration hādhihi l-nāru allatī kuntum bihā tukadhibūna

Pashto دا هغه اور دى چې تاسو به دا دروغ ګاڼه

Verse 15

أَفَسِحْرٌ هَـٰذَآ أَمْ أَنتُمْ لَا تُبْصِرُونَ

Transliteration afasiḥ'run hādhā am antum lā tub'ṣirūna

Pashto ایا نو دا سحر(جادو) دى، یا يې تاسو نه وینئ

Verse 16

ٱصْلَوْهَا فَٱصْبِرُوٓا۟ أَوْ لَا تَصْبِرُوا۟ سَوَآءٌ عَلَيْكُمْ ۖ إِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

Transliteration iṣ'lawhā fa-iṣ'birū aw lā taṣbirū sawāon ʿalaykum innamā tuj'zawna mā kuntum taʿmalūna

Pashto ورځئ، ده ته ننوځئ، پس تاسو صبر وكړئ، یا صبر مه كوئ، پر تاسو باندې دغه (دواړه كارونه) برابر دي، بېشكه همدا خبره ده چې تاسو ته د هغو عملونو بدله دركولى شي چې تاسو به كول

Verse 17

إِنَّ ٱلْمُتَّقِينَ فِى جَنَّـٰتٍ وَنَعِيمٍ

Transliteration inna l-mutaqīna fī jannātin wanaʿīmin

Pashto بېشكه پرهېزګاران به په جنتونو او نعمتونو كې وي

Verse 18

فَـٰكِهِينَ بِمَآ ءَاتَىٰهُمْ رَبُّهُمْ وَوَقَىٰهُمْ رَبُّهُمْ عَذَابَ ٱلْجَحِيمِ

Transliteration fākihīna bimā ātāhum rabbuhum wawaqāhum rabbuhum ʿadhāba l-jaḥīmi

Pashto چې په هغو (نعمتونو) به خوشالېدونكي وي چې دوى ته خپل رب وركړي دي او خپل رب دوى د دوزخ له عذاب نه بچ ساتلي دي

Verse 19

كُلُوا۟ وَٱشْرَبُوا۟ هَنِيٓـًٔۢا بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

Transliteration kulū wa-ish'rabū hanīan bimā kuntum taʿmalūna

Pashto (ورته ویلى به شي:) تاسو خورئ او څښئ په خوند سره، د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو به كول

Verse 20

مُتَّكِـِٔينَ عَلَىٰ سُرُرٍ مَّصْفُوفَةٍ ۖ وَزَوَّجْنَـٰهُم بِحُورٍ عِينٍ

Transliteration muttakiīna ʿalā sururin maṣfūfatin wazawwajnāhum biḥūrin ʿīnin

Pashto په دې حال كې چې په قطار ایښودل شويو تختونو باندې به تكیه كوونكي وي او مونږ به د دوى نكاح د ښايسته غټ سترګو سپينو سرو حورو سره وكړو

Verse 21

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَٱتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّيَّتُهُم بِإِيمَـٰنٍ أَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَمَآ أَلَتْنَـٰهُم مِّنْ عَمَلِهِم مِّن شَىْءٍ ۚ كُلُّ ٱمْرِئٍۭ بِمَا كَسَبَ رَهِينٌ

Transliteration wa-alladhīna āmanū wa-ittabaʿathum dhurriyyatuhum biīmānin alḥaqnā bihim dhurriyyatahum wamā alatnāhum min ʿamalihim min shayin kullu im'ri-in bimā kasaba rahīnun

Pashto او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او د دوى اولاد (هم) په ایمان كې د دوى متابعت كړى وي، (نو) مونږ به په دوى پورې د دوى اولاد هم پیوست كړو او مونږ به دوى ته د دوى له عملونو نه هېڅ شى كم نه كړو، هر سړى به د خپلو كړو په بدل ګرو (ګاڼه) وي

Verse 22

وَأَمْدَدْنَـٰهُم بِفَـٰكِهَةٍ وَلَحْمٍ مِّمَّا يَشْتَهُونَ

Transliteration wa-amdadnāhum bifākihatin walaḥmin mimmā yashtahūna

Pashto او مونږ به دوى ته ور زیاتې كړو ، نورې مېوې او هغه غوښې چې د دوى زړه يې غواړي

Verse 23

يَتَنَـٰزَعُونَ فِيهَا كَأْسًا لَّا لَغْوٌ فِيهَا وَلَا تَأْثِيمٌ

Transliteration yatanāzaʿūna fīhā kasan lā laghwun fīhā walā tathīmun

Pashto دوى به په دغه(جنت) كې یو له بله (د شرابو) پیالې راكاږي، نه به په دغو كې عبثې خبرې وي او نه ګناهګار كول

Verse 24

۞ وَيَطُوفُ عَلَيْهِمْ غِلْمَانٌ لَّهُمْ كَأَنَّهُمْ لُؤْلُؤٌ مَّكْنُونٌ

Transliteration wayaṭūfu ʿalayhim ghil'mānun lahum ka-annahum lu'lu-on maknūnun

Pashto او د دوى چاپېره به د دوى غلامان ګرځي، ګویا كې دغه (غلامان) پټې ساتل شوې ملغلرې دي

Verse 25

وَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ يَتَسَآءَلُونَ

Transliteration wa-aqbala baʿḍuhum ʿalā baʿḍin yatasāalūna

Pashto او د دوى ځینې به ځینو نورو ته مخ راواړوي، چې یو له بله به پوښتنې كوي

Verse 26

قَالُوٓا۟ إِنَّا كُنَّا قَبْلُ فِىٓ أَهْلِنَا مُشْفِقِينَ

Transliteration qālū innā kunnā qablu fī ahlinā mush'fiqīna

Pashto دوى به ووايي چې بېشكه مونږ له دې نه مخكې په خپل اهل كې وېرېدونكي وو

Verse 27

فَمَنَّ ٱللَّهُ عَلَيْنَا وَوَقَىٰنَا عَذَابَ ٱلسَّمُومِ

Transliteration famanna l-lahu ʿalaynā wawaqānā ʿadhāba l-samūmi

Pashto نو الله پر مونږ احسان وكړ او مونږ يې د تودوخي (ګرمباد) له عذاب نه وساتلو

Verse 28

إِنَّا كُنَّا مِن قَبْلُ نَدْعُوهُ ۖ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلْبَرُّ ٱلرَّحِيمُ

Transliteration innā kunnā min qablu nadʿūhu innahu huwa l-baru l-raḥīmu

Pashto بېشكه مونږ له دې نه مخكې هم دغه (الله) باله، بېشكه هم دى ډېر احسان كوونكى ، بې حده رحم كوونكى دى

Verse 29

فَذَكِّرْ فَمَآ أَنتَ بِنِعْمَتِ رَبِّكَ بِكَاهِنٍ وَلَا مَجْنُونٍ

Transliteration fadhakkir famā anta biniʿ'mati rabbika bikāhinin walā majnūnin

Pashto نو ته (خلقو ته) نصیحت كوه، پس ته د خپل رب په نعمت سره نه كاهن يې او نه لېونى

Verse 30

أَمْ يَقُولُونَ شَاعِرٌ نَّتَرَبَّصُ بِهِۦ رَيْبَ ٱلْمَنُونِ

Transliteration am yaqūlūna shāʿirun natarabbaṣu bihi rayba l-manūni

Pashto ایا دوى وايي چې (دى) شاعر دى، مونږ د ده په حق كې د زمانې د حوادثو انتظار كوو

Verse 31

قُلْ تَرَبَّصُوا۟ فَإِنِّى مَعَكُم مِّنَ ٱلْمُتَرَبِّصِينَ

Transliteration qul tarabbaṣū fa-innī maʿakum mina l-mutarabiṣīna

Pashto ته (دوى ته) ووایه: تاسو انتظار كوئ، پس بېشكه زه له تاسو سره له انتظار كوونكو ځنې یم

Verse 32

أَمْ تَأْمُرُهُمْ أَحْلَـٰمُهُم بِهَـٰذَآ ۚ أَمْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُونَ

Transliteration am tamuruhum aḥlāmuhum bihādhā am hum qawmun ṭāghūna

Pashto ایا دوى ته د دوى عقلونه په دې (كار) حكم كوي، یا دوى سركشه (شرخوښونكى) قوم دى

Verse 33

أَمْ يَقُولُونَ تَقَوَّلَهُۥ ۚ بَل لَّا يُؤْمِنُونَ

Transliteration am yaqūlūna taqawwalahu bal lā yu'minūna

Pashto ایا دوى وايي چې دا (قرآن) ده له ځانه جوړ كړى دى (داسې نه ده) بلكې دوى ایمان نه راوړي

Verse 34

فَلْيَأْتُوا۟ بِحَدِيثٍ مِّثْلِهِۦٓ إِن كَانُوا۟ صَـٰدِقِينَ

Transliteration falyatū biḥadīthin mith'lihi in kānū ṣādiqīna

Pashto نو دوى دې د ده په شان خبره راوړي كه دوى رښتیني وي

Verse 35

أَمْ خُلِقُوا۟ مِنْ غَيْرِ شَىْءٍ أَمْ هُمُ ٱلْخَـٰلِقُونَ

Transliteration am khuliqū min ghayri shayin am humu l-khāliqūna

Pashto ایا دوى بې له څه شي پیدا كړى شوي دي، یا هم دوى، پخپله پیدا كوونكي دي؟

Verse 36

أَمْ خَلَقُوا۟ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ ۚ بَل لَّا يُوقِنُونَ

Transliteration am khalaqū l-samāwāti wal-arḍa bal lā yūqinūna

Pashto ایا دوى اسمانونه او ځمكه پیدا كړي دي؟ بلكې دوى یقین نه كوي

Verse 37

أَمْ عِندَهُمْ خَزَآئِنُ رَبِّكَ أَمْ هُمُ ٱلْمُصَۣيْطِرُونَ

Transliteration am ʿindahum khazāinu rabbika am humu l-muṣayṭirūna

Pashto ایا له دوى سره ستا د رب خزانې دي، یا هم دوى واكدران دي

Verse 38

أَمْ لَهُمْ سُلَّمٌ يَسْتَمِعُونَ فِيهِ ۖ فَلْيَأْتِ مُسْتَمِعُهُم بِسُلْطَـٰنٍ مُّبِينٍ

Transliteration am lahum sullamun yastamiʿūna fīhi falyati mus'tamiʿuhum bisul'ṭānin mubīnin

Pashto ایا د دوى لپاره اندرپایه (پوړۍ) ده چې دوى په هغې باندې (خېژي او) اورېدل كوي، نو د دوى اورېدونكي دې ښكاره دلیل راوړي

Verse 39

أَمْ لَهُ ٱلْبَنَـٰتُ وَلَكُمُ ٱلْبَنُونَ

Transliteration am lahu l-banātu walakumu l-banūna

Pashto ایا د هغه (الله) لپاره لوڼه دي او تاسو لپاره زامن دي؟

Verse 40

أَمْ تَسْـَٔلُهُمْ أَجْرًا فَهُم مِّن مَّغْرَمٍ مُّثْقَلُونَ

Transliteration am tasaluhum ajran fahum min maghramin muth'qalūna

Pashto ایا ته له دوى نه څه مزدوري غواړې، پس دوى له تاوانه درانه كړى شوي دي

Verse 41

أَمْ عِندَهُمُ ٱلْغَيْبُ فَهُمْ يَكْتُبُونَ

Transliteration am ʿindahumu l-ghaybu fahum yaktubūna

Pashto ایا له دوى سره غیب دى (وحي راغلې ده) نو دوى يې لیكي

Verse 42

أَمْ يُرِيدُونَ كَيْدًا ۖ فَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ هُمُ ٱلْمَكِيدُونَ

Transliteration am yurīdūna kaydan fa-alladhīna kafarū humu l-makīdūna

Pashto ایا دوى د مكر كولو اراده لري، نو هغه كسان چې كافران شوي دي هم دوى مكر كړى شوي دي

Verse 43

أَمْ لَهُمْ إِلَـٰهٌ غَيْرُ ٱللَّهِ ۚ سُبْحَـٰنَ ٱللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ

Transliteration am lahum ilāhun ghayru l-lahi sub'ḥāna l-lahi ʿammā yush'rikūna

Pashto ایا د دوى لپاره له الله نه غیر بل معبود شته؟ الله لره پاكي ده له هغه شي نه چې دوى يې ورسره شریكوي

Verse 44

وَإِن يَرَوْا۟ كِسْفًا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ سَاقِطًا يَقُولُوا۟ سَحَابٌ مَّرْكُومٌ

Transliteration wa-in yaraw kis'fan mina l-samāi sāqiṭan yaqūlū saḥābun markūmun

Pashto او كه دوى یوه ټوټه له اسمانه رالوېدونكې وویني (، نو) وبه وايي (دا) قط په قط كړى شوې ورېځ ده

Verse 45

فَذَرْهُمْ حَتَّىٰ يُلَـٰقُوا۟ يَوْمَهُمُ ٱلَّذِى فِيهِ يُصْعَقُونَ

Transliteration fadharhum ḥattā yulāqū yawmahumu alladhī fīhi yuṣ'ʿaqūna

Pashto نو ته دوى پرېږده، تر هغه پورې چې دوى له خپلې هغې ورځې سره ملاقات وكړي چې دوى به په هغې كې بې خوده كولى شي

Verse 46

يَوْمَ لَا يُغْنِى عَنْهُمْ كَيْدُهُمْ شَيْـًٔا وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ

Transliteration yawma lā yugh'nī ʿanhum kayduhum shayan walā hum yunṣarūna

Pashto هغه ورځ چې له دوى نه به د دوى مكر هېڅ شى (عذاب) لرې نه كړى شي او نه به د دوى مدد كولى شی

Verse 47

وَإِنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ عَذَابًا دُونَ ذَٰلِكَ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

Transliteration wa-inna lilladhīna ẓalamū ʿadhāban dūna dhālika walākinna aktharahum lā yaʿlamūna

Pashto او بېشكه د هغو كسانو لپاره چې ظلم (شرك) يې كړى دى له دغه (عذاب) نه مخكې عذاب دى او لېكن د دوى زیاتره خلق نه پوهېږي

Verse 48

وَٱصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ فَإِنَّكَ بِأَعْيُنِنَا ۖ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ حِينَ تَقُومُ

Transliteration wa-iṣ'bir liḥuk'mi rabbika fa-innaka bi-aʿyuninā wasabbiḥ biḥamdi rabbika ḥīna taqūmu

Pashto نو ته د خپل رب حكم ته صبر كوه، پس بېشكه ته زمونږ د سترګو په وړاندې يې او ته د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه كله چې ته پاڅېږې

Verse 49

وَمِنَ ٱلَّيْلِ فَسَبِّحْهُ وَإِدْبَـٰرَ ٱلنُّجُومِ

Transliteration wamina al-layli fasabbiḥ'hu wa-id'bāra l-nujūmi

Pashto او دشپې په ځینې حصه كې، نو ته د هغه پاكي بیانوه او له ستوریو نه وروسته (د شپې په اخري حصې كې ) هم

Read Surah At-Tur in another language

All languages

All 114 surahs in Pashto: the Qur’an in Pashto.

Learn it in MyDugsi

Pashto translation: Zakaria Abulsalam, from Quran.com. Transliteration: Quran.com. Recitation: Mishary Alafasy, from EveryAyah.com. MyDugsi is a learning aid, not a replacement for a qualified teacher.