MyDugsiStart learning

Surah Al-Hajj in Pashto: translation and audio

Surah 22 · الحج · The Pilgrimage · 78 verses

Surah Al-Hajj verse by verse: the Arabic with a recitation you can repeat, the transliteration, and the Pashto translation by Zakaria Abulsalam. For the meaning of every word, see Surah Al-Hajj word by word in English.

Verse 1

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱتَّقُوا۟ رَبَّكُمْ ۚ إِنَّ زَلْزَلَةَ ٱلسَّاعَةِ شَىْءٌ عَظِيمٌ

Transliteration yāayyuhā l-nāsu ittaqū rabbakum inna zalzalata l-sāʿati shayon ʿaẓīmun

Pashto اى خلقو! له خپل رب نه ووېرېږئ، بېشكه د قیامت زلزله ډېر لوى شى دى

Verse 2

يَوْمَ تَرَوْنَهَا تَذْهَلُ كُلُّ مُرْضِعَةٍ عَمَّآ أَرْضَعَتْ وَتَضَعُ كُلُّ ذَاتِ حَمْلٍ حَمْلَهَا وَتَرَى ٱلنَّاسَ سُكَـٰرَىٰ وَمَا هُم بِسُكَـٰرَىٰ وَلَـٰكِنَّ عَذَابَ ٱللَّهِ شَدِيدٌ

Transliteration yawma tarawnahā tadhhalu kullu mur'ḍiʿatin ʿammā arḍaʿat wataḍaʿu kullu dhāti ḥamlin ḥamlahā watarā l-nāsa sukārā wamā hum bisukārā walākinna ʿadhāba l-lahi shadīdun

Pashto په هغې ورځ چې تاسو هغه ووینئ، چې هره تى وركوونكې به غافله شي له هغه (وړوكي) نه چې هغه ته تى وركوي او هره حمل والا به خپل حمل وغورځوي او ته به خلقو لره نشه وینې، حال دا چې دوى به نشه نه وي او لېكن د الله عذاب به ډېر سخت وي

Verse 3

وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يُجَـٰدِلُ فِى ٱللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّبِعُ كُلَّ شَيْطَـٰنٍ مَّرِيدٍ

Transliteration wamina l-nāsi man yujādilu fī l-lahi bighayri ʿil'min wayattabiʿu kulla shayṭānin marīdin

Pashto او په خلقو كې ځینې هغه دي چې د الله په باره كې بې له علمه جګړه كوي او د هر سركشه شیطان پیروي كوي

Verse 4

كُتِبَ عَلَيْهِ أَنَّهُۥ مَن تَوَلَّاهُ فَأَنَّهُۥ يُضِلُّهُۥ وَيَهْدِيهِ إِلَىٰ عَذَابِ ٱلسَّعِيرِ

Transliteration kutiba ʿalayhi annahu man tawallāhu fa-annahu yuḍilluhu wayahdīhi ilā ʿadhābi l-saʿīri

Pashto په باره د هغه كې (په ازل كې دا) لیكل شوي دي چې بېشكه شان دا دى چې هر څوك د ده سره دوستي وكړي، نو یقینًا دا (شیطان) دغه (خپل دوست) ګمراه كوي او ده ته د لمبې وهونكي عذاب لاره ښیي

Verse 5

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِن كُنتُمْ فِى رَيْبٍ مِّنَ ٱلْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَـٰكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِن مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَيِّنَ لَكُمْ ۚ وَنُقِرُّ فِى ٱلْأَرْحَامِ مَا نَشَآءُ إِلَىٰٓ أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوٓا۟ أَشُدَّكُمْ ۖ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّىٰ وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَىٰٓ أَرْذَلِ ٱلْعُمُرِ لِكَيْلَا يَعْلَمَ مِنۢ بَعْدِ عِلْمٍ شَيْـًٔا ۚ وَتَرَى ٱلْأَرْضَ هَامِدَةً فَإِذَآ أَنزَلْنَا عَلَيْهَا ٱلْمَآءَ ٱهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنۢبَتَتْ مِن كُلِّ زَوْجٍۭ بَهِيجٍ

Transliteration yāayyuhā l-nāsu in kuntum fī raybin mina l-baʿthi fa-innā khalaqnākum min turābin thumma min nuṭ'fatin thumma min ʿalaqatin thumma min muḍ'ghatin mukhallaqatin waghayri mukhallaqatin linubayyina lakum wanuqirru fī l-arḥāmi mā nashāu ilā ajalin musamman thumma nukh'rijukum ṭif'lan thumma litablughū ashuddakum waminkum man yutawaffā waminkum man yuraddu ilā ardhali l-ʿumuri likaylā yaʿlama min baʿdi ʿil'min shayan watarā l-arḍa hāmidatan fa-idhā anzalnā ʿalayhā l-māa ih'tazzat warabat wa-anbatat min kulli zawjin bahījin

Pashto اى خلقو! كه تاسو د بیا راژوندي كېدو په باره كې په شك كې یئ، نو یقینًا مونږ تاسو له خاورې نه پیدا كړې یئ، (ستاسو نیكه ادم) بیا (مو د هغه اولاده پیدا كړه) له یو څاڅكي (مني) نه، بیا له پرنې وینې نه، بیا له یوې غوښې بوټۍ نه چې تام الخلقت وي او ناقص الخلقت وي، د دې لپاره چې مونږ تاسو ته (خپل حكمت او قدرت) بیان كړو او مونږ په رحمونو كې ثابت پرېږدو هغه چې مونږ يې اراده وكړو تر معلومې نېټې پورې، بیا مونږ تاسو راوباسو (د میندو له خېټو نه) په داسې حال كې چې واړه بچي یئ، بیا (مونږ تاسو پالو) د دې لپاره چې تاسو خپل قوت او كمال ته ورسئ او په تاسو كې ځینې هغه دي چې وفات كولى شي او ځینې په تاسو كې هغه دي چې رد كولى (رسولى) شي تر ټولو ناكاره عمر پورې، د دې لپاره چې هغه له پوهېدلو نه وروسته په هېڅ شي پوه نشي او ته به ځمكه وچه شاړه وینې، نو كله چې مونږ په هغې باندې اوبه نازلې كړو (نو) څربه او نرمه شي او له هر قسمه ښكلو (نباتاتو) نه زرغون كړي

Verse 6

ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْحَقُّ وَأَنَّهُۥ يُحْىِ ٱلْمَوْتَىٰ وَأَنَّهُۥ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ

Transliteration dhālika bi-anna l-laha huwa l-ḥaqu wa-annahu yuḥ'yī l-mawtā wa-annahu ʿalā kulli shayin qadīrun

Pashto دا په سبب د دې چې یقینًا هم الله حق دى او دا چې یقینًا هغه مړي ژوندي كوي او دا چې بېشكه هغه په هر شي باندې قادر دى

Verse 7

وَأَنَّ ٱلسَّاعَةَ ءَاتِيَةٌ لَّا رَيْبَ فِيهَا وَأَنَّ ٱللَّهَ يَبْعَثُ مَن فِى ٱلْقُبُورِ

Transliteration wa-anna l-sāʿata ātiyatun lā rayba fīhā wa-anna l-laha yabʿathu man fī l-qubūri

Pashto او دا چې یقینًا قیامت راتلونكى دى، چې په (راتلو د) هغه كې هېڅ شك نشته او دا چې بېشكه الله به بیا ژوندي راپورته كوي هر هغه چې په قبرونو كې دي

Verse 8

وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يُجَـٰدِلُ فِى ٱللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَلَا هُدًى وَلَا كِتَـٰبٍ مُّنِيرٍ

Transliteration wamina l-nāsi man yujādilu fī l-lahi bighayri ʿil'min walā hudan walā kitābin munīrin

Pashto او په خلقو كې ځینې هغه دي چې د الله په باره كې بې له علمه او بې له هدایته او بې له روښانه كتابه جګړه كوي

Verse 9

ثَانِىَ عِطْفِهِۦ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ ۖ لَهُۥ فِى ٱلدُّنْيَا خِزْىٌ ۖ وَنُذِيقُهُۥ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ عَذَابَ ٱلْحَرِيقِ

Transliteration thāniya ʿiṭ'fihi liyuḍilla ʿan sabīli l-lahi lahu fī l-dun'yā khiz'yun wanudhīquhu yawma l-qiyāmati ʿadhāba l-ḥarīqi

Pashto په داسې حال كې چې خپل څنګ اړوي، د دې لپاره چې د الله له لارې نه (خلق) ګمراه كړي، د ده لپاره په دنیا كې رسوايي ده او مونږ به په ده د قيامت په ورځ د سوځوونكي اور عذاب وڅكوو

Verse 10

ذَٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ يَدَاكَ وَأَنَّ ٱللَّهَ لَيْسَ بِظَلَّـٰمٍ لِّلْعَبِيدِ

Transliteration dhālika bimā qaddamat yadāka wa-anna l-laha laysa biẓallāmin lil'ʿabīdi

Pashto دا په سبب د هغو عملونو دي چې ستا دواړو لاسونو مخكې لېږلي دي او دا چې بېشكه الله په خپلو بنده ګانو باندې له سره ظلم كوونكى نه دى

Verse 11

وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَعْبُدُ ٱللَّهَ عَلَىٰ حَرْفٍ ۖ فَإِنْ أَصَابَهُۥ خَيْرٌ ٱطْمَأَنَّ بِهِۦ ۖ وَإِنْ أَصَابَتْهُ فِتْنَةٌ ٱنقَلَبَ عَلَىٰ وَجْهِهِۦ خَسِرَ ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةَ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلْخُسْرَانُ ٱلْمُبِينُ

Transliteration wamina l-nāsi man yaʿbudu l-laha ʿalā ḥarfin fa-in aṣābahu khayrun iṭ'ma-anna bihi wa-in aṣābathu fit'natun inqalaba ʿalā wajhihi khasira l-dun'yā wal-ākhirata dhālika huwa l-khus'rānu l-mubīnu

Pashto او په خلقو كې ځینې هغه دي چې د الله عبادت كوي په یوې غاړه باندې، نو كه ده ته خیر ورسي (نو) په دې (دین) مطمئن (او قايم) پاتې شي او كه ده ته څه مصیبت (ازمېښت) ورسي (، نو) بېرته په خپل مخ (كفر ته) وګرځي، ده (خپل) دنیا او اخرت ضايع كړل، همدغه ښكاره تاوان دى

Verse 12

يَدْعُوا۟ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُۥ وَمَا لَا يَنفَعُهُۥ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلضَّلَـٰلُ ٱلْبَعِيدُ

Transliteration yadʿū min dūni l-lahi mā lā yaḍurruhu wamā lā yanfaʿuhu dhālika huwa l-ḍalālu l-baʿīdu

Pashto دى له الله نه پرته هغه څه بلي چې ده ته نه ضرر رسولى شي او نه ده ته نفع رسولى شي، همدغه ډېره لرې ګمراهي ده

Verse 13

يَدْعُوا۟ لَمَن ضَرُّهُۥٓ أَقْرَبُ مِن نَّفْعِهِۦ ۚ لَبِئْسَ ٱلْمَوْلَىٰ وَلَبِئْسَ ٱلْعَشِيرُ

Transliteration yadʿū laman ḍarruhu aqrabu min nafʿihi labi'sa l-mawlā walabi'sa l-ʿashīru

Pashto دا هغه (معبود) بلي چې یقینًا د هغه نقصان د هغه له نفع نه زیات نژدې دى، خامخا (هغه) بد دوست دى او خامخا بد ملګرى دى

Verse 14

إِنَّ ٱللَّهَ يُدْخِلُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ جَنَّـٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ يَفْعَلُ مَا يُرِيدُ

Transliteration inna l-laha yud'khilu alladhīna āmanū waʿamilū l-ṣāliḥāti jannātin tajrī min taḥtihā l-anhāru inna l-laha yafʿalu mā yurīdu

Pashto بېشكه الله هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي؛ داسې جنتونو ته داخلوي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، بېشكه الله كوي هغه چې اراده يې وكړي

Verse 15

مَن كَانَ يَظُنُّ أَن لَّن يَنصُرَهُ ٱللَّهُ فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةِ فَلْيَمْدُدْ بِسَبَبٍ إِلَى ٱلسَّمَآءِ ثُمَّ لْيَقْطَعْ فَلْيَنظُرْ هَلْ يُذْهِبَنَّ كَيْدُهُۥ مَا يَغِيظُ

Transliteration man kāna yaẓunnu an lan yanṣurahu l-lahu fī l-dun'yā wal-ākhirati falyamdud bisababin ilā l-samāi thumma l'yaqṭaʿ falyanẓur hal yudh'hibanna kayduhu mā yaghīẓu

Pashto هر څوك چې دا ګمان كوي چې الله به په دنیا او اخرت كې د دغه (رسول) له سره مدد ونه كړي، نو هغه دې اسمان ته یوه رسۍ اوږده كړي، بیا دې (هغه) غوڅه كړي، نو ودې ګوري چې ایا په رښتیا به د ده چل (او تدبیر) هغه شى ختم كړي چې دا يې په غصه كړى دى

Verse 16

وَكَذَٰلِكَ أَنزَلْنَـٰهُ ءَايَـٰتٍۭ بَيِّنَـٰتٍ وَأَنَّ ٱللَّهَ يَهْدِى مَن يُرِيدُ

Transliteration wakadhālika anzalnāhu āyātin bayyinātin wa-anna l-laha yahdī man yurīdu

Pashto او همدارنګه مونږ دا (قرآن) د څرګندو ایتونو په شكل كې نازل كړى دى او دا چې بېشكه الله هدایت كوي چا ته چې اراده وكړي

Verse 17

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَٱلَّذِينَ هَادُوا۟ وَٱلصَّـٰبِـِٔينَ وَٱلنَّصَـٰرَىٰ وَٱلْمَجُوسَ وَٱلَّذِينَ أَشْرَكُوٓا۟ إِنَّ ٱللَّهَ يَفْصِلُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ شَهِيدٌ

Transliteration inna alladhīna āmanū wa-alladhīna hādū wal-ṣābiīna wal-naṣārā wal-majūsa wa-alladhīna ashrakū inna l-laha yafṣilu baynahum yawma l-qiyāmati inna l-laha ʿalā kulli shayin shahīdun

Pashto بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې یهودیان شوي او صابیان او نصرانیان او مجوس دي او هغه كسان دي چې شرك يې كړى دى، بېشكه الله به د دوى په مینځ كې د قیامت په ورځ فیصله كوي، بېشكه الله په هر شي باندې ګواه دى

Verse 18

أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ يَسْجُدُ لَهُۥ مَن فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَن فِى ٱلْأَرْضِ وَٱلشَّمْسُ وَٱلْقَمَرُ وَٱلنُّجُومُ وَٱلْجِبَالُ وَٱلشَّجَرُ وَٱلدَّوَآبُّ وَكَثِيرٌ مِّنَ ٱلنَّاسِ ۖ وَكَثِيرٌ حَقَّ عَلَيْهِ ٱلْعَذَابُ ۗ وَمَن يُهِنِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِن مُّكْرِمٍ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ يَفْعَلُ مَا يَشَآءُ ۩

Transliteration alam tara anna l-laha yasjudu lahu man fī l-samāwāti waman fī l-arḍi wal-shamsu wal-qamaru wal-nujūmu wal-jibālu wal-shajaru wal-dawābu wakathīrun mina l-nāsi wakathīrun ḥaqqa ʿalayhi l-ʿadhābu waman yuhini l-lahu famā lahu min muk'rimin inna l-laha yafʿalu mā yashāu

Pashto ایا ته نه وینې چې بېشكه الله (چې دى) ده ته سجده كوي هر هغه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه چې په ځمكه كې دي او لمر او سپوږمۍ او ستوري او غرونه او ونې او څاروي او ډېر له خلقو ځینې او (په دوى كې) ډېر داسې دي چې په هغو باندې عذاب ثابت شوى دى او هغه څوك چې الله يې سپك كړي، نو ده ته هیڅوك عزت وركوونكى نشته، بېشكه الله كوي هغه څه چې اراده يې وكړي

Verse 19

۞ هَـٰذَانِ خَصْمَانِ ٱخْتَصَمُوا۟ فِى رَبِّهِمْ ۖ فَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ قُطِّعَتْ لَهُمْ ثِيَابٌ مِّن نَّارٍ يُصَبُّ مِن فَوْقِ رُءُوسِهِمُ ٱلْحَمِيمُ

Transliteration hādhāni khaṣmāni ikh'taṣamū fī rabbihim fa-alladhīna kafarū quṭṭiʿat lahum thiyābun min nārin yuṣabbu min fawqi ruūsihimu l-ḥamīmu

Pashto دا دوه جګړه كوونكې (ډلې) دي چې د خپل رب په باره كې يې جګړه وكړه، نو هغه كسان چې كافران شوي دي د دوى لپاره به د اور جامي پرې كړى شي، د دوى د سرونو له پاسه به ګرمې ایشېدلې اوبه اچولى شي

Verse 20

يُصْهَرُ بِهِۦ مَا فِى بُطُونِهِمْ وَٱلْجُلُودُ

Transliteration yuṣ'haru bihi mā fī buṭūnihim wal-julūdu

Pashto (په دغو (اوبو) سره به هغه څه (كولمې) خوړني كړى شي چې د دوى په ګېډو كې دي او څرمنې(د دوى هم)

Verse 21

وَلَهُم مَّقَـٰمِعُ مِنْ حَدِيدٍ

Transliteration walahum maqāmiʿu min ḥadīdin

Pashto او د دوى (د وهلو) لپاره د اوسپنو څټكونه دي

Verse 22

كُلَّمَآ أَرَادُوٓا۟ أَن يَخْرُجُوا۟ مِنْهَا مِنْ غَمٍّ أُعِيدُوا۟ فِيهَا وَذُوقُوا۟ عَذَابَ ٱلْحَرِيقِ

Transliteration kullamā arādū an yakhrujū min'hā min ghammin uʿīdū fīhā wadhūqū ʿadhāba l-ḥarīqi

Pashto هر كله چې دوى له هغه (دوزخ) نه، له غم نه د وتلو اراده وكړي (،نو) بېرته به په هغه كې ورګرځولى شي(او ورته ویلى به شي:) د سخت سوځوونكي (اور) عذاب وڅَكئ

Verse 23

إِنَّ ٱللَّهَ يُدْخِلُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ جَنَّـٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِن ذَهَبٍ وَلُؤْلُؤًا ۖ وَلِبَاسُهُمْ فِيهَا حَرِيرٌ

Transliteration inna l-laha yud'khilu alladhīna āmanū waʿamilū l-ṣāliḥāti jannātin tajrī min taḥtihā l-anhāru yuḥallawna fīhā min asāwira min dhahabin walu'lu-an walibāsuhum fīhā ḥarīrun

Pashto بېشكه الله به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي داسې جنتونه ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، دوى ته به په هغو كې د سروزور باهوګان واچول شي او ملغلرې او د دوى لباس به په هغو (جنتونو) كې ورېښم وي

Verse 24

وَهُدُوٓا۟ إِلَى ٱلطَّيِّبِ مِنَ ٱلْقَوْلِ وَهُدُوٓا۟ إِلَىٰ صِرَٰطِ ٱلْحَمِيدِ

Transliteration wahudū ilā l-ṭayibi mina l-qawli wahudū ilā ṣirāṭi l-ḥamīdi

Pashto او دوى ته د پاكيزه خبرې ښوونه وشوه او د ستايل شوي (الله) د لارې هدایت ورته وشو

Verse 25

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ ٱلَّذِى جَعَلْنَـٰهُ لِلنَّاسِ سَوَآءً ٱلْعَـٰكِفُ فِيهِ وَٱلْبَادِ ۚ وَمَن يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍۭ بِظُلْمٍ نُّذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ

Transliteration inna alladhīna kafarū wayaṣuddūna ʿan sabīli l-lahi wal-masjidi l-ḥarāmi alladhī jaʿalnāhu lilnnāsi sawāan l-ʿākifu fīhi wal-bādi waman yurid fīhi bi-il'ḥādin biẓul'min nudhiq'hu min ʿadhābin alīmin

Pashto بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي او د الله له لارې نه اړول كوي او له مسجد حرام نه هغه چې مونږ هغه د خلقو لپاره داسې ګرځولى دى چې په ده كې اوسېدونكي او له بهره راتلونكي برابر دي، او څوك چې په ده كې په ظلم سره د الحاد (او بې لار توب) اراده وكړي (،نو) مونږ به په هغه له ډېر دردوونكي عذاب څخه (عذاب) وڅَكوو

Verse 26

وَإِذْ بَوَّأْنَا لِإِبْرَٰهِيمَ مَكَانَ ٱلْبَيْتِ أَن لَّا تُشْرِكْ بِى شَيْـًٔا وَطَهِّرْ بَيْتِىَ لِلطَّآئِفِينَ وَٱلْقَآئِمِينَ وَٱلرُّكَّعِ ٱلسُّجُودِ

Transliteration wa-idh bawwanā li-ib'rāhīma makāna l-bayti an lā tush'rik bī shayan waṭahhir baytiya lilṭṭāifīna wal-qāimīna wal-rukaʿi l-sujūdi

Pashto او (یاد كړه) هغه وخت چې مونږه ابراهیم ته د بیت الله ځاى ښكاره (معین) كړ چې ته له ما سره هېڅ شى مه شریكوه، او زما كور د طواف كوونكو، او قیام كوونكو او ركوع كوونكو (او) سجده كوونكو لپاره پاك كړه

Verse 27

وَأَذِّن فِى ٱلنَّاسِ بِٱلْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَىٰ كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِن كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ

Transliteration wa-adhin fī l-nāsi bil-ḥaji yatūka rijālan waʿalā kulli ḍāmirin yatīna min kulli fajjin ʿamīqin

Pashto او ته په خلقو كې د حج اعلان وكړه دوى به تا ته پیدل راشي او په هر خوار ډنګر اوښ باندې چې دغه (اوښان) به راځي له هرې لرې ژورې لارې نه

Verse 28

لِّيَشْهَدُوا۟ مَنَـٰفِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا۟ ٱسْمَ ٱللَّهِ فِىٓ أَيَّامٍ مَّعْلُومَـٰتٍ عَلَىٰ مَا رَزَقَهُم مِّنۢ بَهِيمَةِ ٱلْأَنْعَـٰمِ ۖ فَكُلُوا۟ مِنْهَا وَأَطْعِمُوا۟ ٱلْبَآئِسَ ٱلْفَقِيرَ

Transliteration liyashhadū manāfiʿa lahum wayadhkurū is'ma l-lahi fī ayyāmin maʿlūmātin ʿalā mā razaqahum min bahīmati l-anʿāmi fakulū min'hā wa-aṭʿimū l-bāisa l-faqīra

Pashto د دې لپاره چې دوى خپلو فايدو ته حاضر شي او په معلومو ورځو كې د الله نوم یاد كړي، په هغو بې ژبو څارویو باندې چې هغه (الله) دوى ته وركړي دي، نو تاسو له هغو نه خورئ او په بد حال فقیر يې خورئ

Verse 29

ثُمَّ لْيَقْضُوا۟ تَفَثَهُمْ وَلْيُوفُوا۟ نُذُورَهُمْ وَلْيَطَّوَّفُوا۟ بِٱلْبَيْتِ ٱلْعَتِيقِ

Transliteration thumma l'yaqḍū tafathahum walyūfū nudhūrahum walyaṭṭawwafū bil-bayti l-ʿatīqi

Pashto بیا دې دوى خپل خیري لرې كړي او خپل نذرونه دې پوره كړي او د قدیم (او عزتمن) كور طوافونه دې وكړي

Verse 30

ذَٰلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ حُرُمَـٰتِ ٱللَّهِ فَهُوَ خَيْرٌ لَّهُۥ عِندَ رَبِّهِۦ ۗ وَأُحِلَّتْ لَكُمُ ٱلْأَنْعَـٰمُ إِلَّا مَا يُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ ۖ فَٱجْتَنِبُوا۟ ٱلرِّجْسَ مِنَ ٱلْأَوْثَـٰنِ وَٱجْتَنِبُوا۟ قَوْلَ ٱلزُّورِ

Transliteration dhālika waman yuʿaẓẓim ḥurumāti l-lahi fahuwa khayrun lahu ʿinda rabbihi wa-uḥillat lakumu l-anʿāmu illā mā yut'lā ʿalaykum fa-ij'tanibū l-rij'sa mina l-awthāni wa-ij'tanibū qawla l-zūri

Pashto دغه (حكم بیان شو) او څوك چې د الله د حرمتونو (احكامو) تعظیم كوي، نو دغه (كار) د ده لپاره د خپل رب په نیز ډېر غوره دى او تاسو لپاره څاروي حلال ګرځول شوي دي غیر له هغو نه چې په تاسو (يې حرمت) لوستل كېږي، نو تاسو ځان وساتئ له پلیتۍ نه چې بتان دي او تاسو د دروغو له وینا څخه ځان وساتئ

Verse 31

حُنَفَآءَ لِلَّهِ غَيْرَ مُشْرِكِينَ بِهِۦ ۚ وَمَن يُشْرِكْ بِٱللَّهِ فَكَأَنَّمَا خَرَّ مِنَ ٱلسَّمَآءِ فَتَخْطَفُهُ ٱلطَّيْرُ أَوْ تَهْوِى بِهِ ٱلرِّيحُ فِى مَكَانٍ سَحِيقٍ

Transliteration ḥunafāa lillahi ghayra mush'rikīna bihi waman yush'rik bil-lahi faka-annamā kharra mina l-samāi fatakhṭafuhu l-ṭayru aw tahwī bihi l-rīḥu fī makānin saḥīqin

Pashto په داسې حال كې چې الله ته په اخلاص سره غاړه ایښودونكي یئ، له ده سره شریك جوړونكي نه یئ، او هر څوك چې له الله سره شریك ونیسي، نو ګویاكې هغه له اسمان نه راوغورځېده، نو مرغان يې وتښتوي، یا يې هوا (باد) له اوچت ځاى نه لرې په ژور ځاى كې وغورځوي

Verse 32

ذَٰلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَـٰٓئِرَ ٱللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى ٱلْقُلُوبِ

Transliteration dhālika waman yuʿaẓẓim shaʿāira l-lahi fa-innahā min taqwā l-qulūbi

Pashto دغه (حكم بیان شو) او څوك چې د الله د نښو تعظیم وكړي، نو بېشكه دا د زړونو له تقوىٰ څخه دى

Verse 33

لَكُمْ فِيهَا مَنَـٰفِعُ إِلَىٰٓ أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ مَحِلُّهَآ إِلَى ٱلْبَيْتِ ٱلْعَتِيقِ

Transliteration lakum fīhā manāfiʿu ilā ajalin musamman thumma maḥilluhā ilā l-bayti l-ʿatīqi

Pashto تاسو لپاره په دغو (څارویو) كې تر یو مقرر وخته پورې ډېرې فايدې دي، بیا د دوى حلالځاى قدیم كور (بیت الله) ته دى

Verse 34

وَلِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنسَكًا لِّيَذْكُرُوا۟ ٱسْمَ ٱللَّهِ عَلَىٰ مَا رَزَقَهُم مِّنۢ بَهِيمَةِ ٱلْأَنْعَـٰمِ ۗ فَإِلَـٰهُكُمْ إِلَـٰهٌ وَٰحِدٌ فَلَهُۥٓ أَسْلِمُوا۟ ۗ وَبَشِّرِ ٱلْمُخْبِتِينَ

Transliteration walikulli ummatin jaʿalnā mansakan liyadhkurū is'ma l-lahi ʿalā mā razaqahum min bahīmati l-anʿāmi fa-ilāhukum ilāhun wāḥidun falahu aslimū wabashiri l-mukh'bitīna

Pashto او د هر امت لپاره مونږ یوه قرباني مقرر كړې ده، د دې لپاره چې دوى د الله نوم یاد كړي په هغو شیانو چې دوى ته هغه (الله) وركړي دي، چې څاروي دي، نو ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو تاسو خاص هغه ته غاړه كېږدئ او عاجزي كوونكو ته زېرى وركړه

Verse 35

ٱلَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ ٱللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَٱلصَّـٰبِرِينَ عَلَىٰ مَآ أَصَابَهُمْ وَٱلْمُقِيمِى ٱلصَّلَوٰةِ وَمِمَّا رَزَقْنَـٰهُمْ يُنفِقُونَ

Transliteration alladhīna idhā dhukira l-lahu wajilat qulūbuhum wal-ṣābirīna ʿalā mā aṣābahum wal-muqīmī l-ṣalati wamimmā razaqnāhum yunfiqūna

Pashto هغه كسان چې كله الله یاد كړى شي (نو) د دوى زړونه ووېرېږي او (زېرى وركړه) صبر كوونكو ته په هغو (سختیو) چې دوى ته رسېږي او لمونځ قايموونكو ته او هغو ته چې له هغه مال نه څه انفاق كوي چې مونږ دوى ته وركړى دى

Verse 36

وَٱلْبُدْنَ جَعَلْنَـٰهَا لَكُم مِّن شَعَـٰٓئِرِ ٱللَّهِ لَكُمْ فِيهَا خَيْرٌ ۖ فَٱذْكُرُوا۟ ٱسْمَ ٱللَّهِ عَلَيْهَا صَوَآفَّ ۖ فَإِذَا وَجَبَتْ جُنُوبُهَا فَكُلُوا۟ مِنْهَا وَأَطْعِمُوا۟ ٱلْقَانِعَ وَٱلْمُعْتَرَّ ۚ كَذَٰلِكَ سَخَّرْنَـٰهَا لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

Transliteration wal-bud'na jaʿalnāhā lakum min shaʿāiri l-lahi lakum fīhā khayrun fa-udh'kurū is'ma l-lahi ʿalayhā ṣawāffa fa-idhā wajabat junūbuhā fakulū min'hā wa-aṭʿimū l-qāniʿa wal-muʿ'tara kadhālika sakharnāhā lakum laʿallakum tashkurūna

Pashto او (د هدیې) اوښان (او غوایان) مونږه هغه تاسو لپاره د الله له نښو څخه ګرځولي دي، تاسو لپاره په دغو كې خیر دى، نو تاسو په دغو باندې د الله نوم یادوئ، په داسې حال كې چې ولاړ وي، نو كله چې د دوى اړخونه پرېوځي، نو له دغو نه خورئ او په صبر كوونكي او په بې صبره(سوالګري فقیر) يې خورئ، همداسې تاسو لپاره مونږ دغه تابع كړي دي، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ

Verse 37

لَن يَنَالَ ٱللَّهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَآؤُهَا وَلَـٰكِن يَنَالُهُ ٱلتَّقْوَىٰ مِنكُمْ ۚ كَذَٰلِكَ سَخَّرَهَا لَكُمْ لِتُكَبِّرُوا۟ ٱللَّهَ عَلَىٰ مَا هَدَىٰكُمْ ۗ وَبَشِّرِ ٱلْمُحْسِنِينَ

Transliteration lan yanāla l-laha luḥūmuhā walā dimāuhā walākin yanāluhu l-taqwā minkum kadhālika sakharahā lakum litukabbirū l-laha ʿalā mā hadākum wabashiri l-muḥ'sinīna

Pashto الله ته له سره نه رسېږي د دغو غوښې او نه د دغو وینې او لېكن هغه ته ستاسو تقوىٰ رسېږي، همداسې يې دغه تاسو لپاره تابع كړي دي، د دې لپاره چې تاسو د الله لويي بیان كړئ په هغې (طریقې) سره چې هغه تاسو ته ښوونه كړې ده او نېكي كوونكو ته زېرى وركړه

Verse 38

۞ إِنَّ ٱللَّهَ يُدَٰفِعُ عَنِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُورٍ

Transliteration inna l-laha yudāfiʿu ʿani alladhīna āmanū inna l-laha lā yuḥibbu kulla khawwānin kafūrin

Pashto بېشكه الله له هغو كسانو نه دفاع كوي چې ایمان يې راوړى دى، بېشكه الله هر ډېر خیانت ګر، لوى ناشكره نه خوښوي

Verse 39

أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَـٰتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا۟ ۚ وَإِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ

Transliteration udhina lilladhīna yuqātalūna bi-annahum ẓulimū wa-inna l-laha ʿalā naṣrihim laqadīrun

Pashto هغو كسانو ته چې ورسره قتال كاوه شي (د قتال) اجازت وركړى شو، ځكه چې یقینًا په دوى ظلم كړى شوى دى، او بېشكه الله د دوى په مدد كولو خامخا قادر دى

Verse 40

ٱلَّذِينَ أُخْرِجُوا۟ مِن دِيَـٰرِهِم بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّآ أَن يَقُولُوا۟ رَبُّنَا ٱللَّهُ ۗ وَلَوْلَا دَفْعُ ٱللَّهِ ٱلنَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَٰمِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَٰتٌ وَمَسَـٰجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا ٱسْمُ ٱللَّهِ كَثِيرًا ۗ وَلَيَنصُرَنَّ ٱللَّهُ مَن يَنصُرُهُۥٓ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَقَوِىٌّ عَزِيزٌ

Transliteration alladhīna ukh'rijū min diyārihim bighayri ḥaqqin illā an yaqūlū rabbunā l-lahu walawlā dafʿu l-lahi l-nāsa baʿḍahum bibaʿḍin lahuddimat ṣawāmiʿu wabiyaʿun waṣalawātun wamasājidu yudh'karu fīhā us'mu l-lahi kathīran walayanṣuranna l-lahu man yanṣuruhu inna l-laha laqawiyyun ʿazīzun

Pashto هغه كسان چې له خپلو كورونو نه ناحقه اېستل شوي دي (بې له كوم سببه) مګر دا چې دوى به ویل: زمونږ رب الله دى، او كه چېرې د الله دفع كول نه وى خلقو لره، ځینو لره په ځینو نورو باندې (، نو) خامخا به نړول شوې وى تكيې او مدرسې او عبادتخانې او هغه جوماتونه چې په هغو كې د الله نوم ډېر یادولى شي او الله به خامخا ضرور د هغه چا مدد وكړي چې د هغه (الله) مدد كوي، بېشكه الله خامخا ډېر زورور، غالب دى

Verse 41

ٱلَّذِينَ إِن مَّكَّنَّـٰهُمْ فِى ٱلْأَرْضِ أَقَامُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتَوُا۟ ٱلزَّكَوٰةَ وَأَمَرُوا۟ بِٱلْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا۟ عَنِ ٱلْمُنكَرِ ۗ وَلِلَّهِ عَـٰقِبَةُ ٱلْأُمُورِ

Transliteration alladhīna in makkannāhum fī l-arḍi aqāmū l-ṣalata waātawū l-zakata wa-amarū bil-maʿrūfi wanahaw ʿani l-munkari walillahi ʿāqibatu l-umūri

Pashto هغه كسان دي چې كه مونږ دوى ته په ځمكه كې قدرت وركړو (نو) دوى به لمونځ قايموي او زكات به ادا كوي او د نېكۍ حكم به كوي او له بدۍ نه به منع كوي، او خاص د الله لپاره د كارونو انجام دى

Verse 42

وَإِن يُكَذِّبُوكَ فَقَدْ كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَعَادٌ وَثَمُودُ

Transliteration wa-in yukadhibūka faqad kadhabat qablahum qawmu nūḥin waʿādun wathamūdu

Pashto او كه چېرې دوى ستا تكذیب وكړي، نو یقینًا له دوى نه مخكې د نوح قوم او عادیانو او ثمودیانو تكذیب كړى دى

Verse 43

وَقَوْمُ إِبْرَٰهِيمَ وَقَوْمُ لُوطٍ

Transliteration waqawmu ib'rāhīma waqawmu lūṭin

Pashto او د ابراهیم قوم او د لوط قوم

Verse 44

وَأَصْحَـٰبُ مَدْيَنَ ۖ وَكُذِّبَ مُوسَىٰ فَأَمْلَيْتُ لِلْكَـٰفِرِينَ ثُمَّ أَخَذْتُهُمْ ۖ فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ

Transliteration wa-aṣḥābu madyana wakudhiba mūsā fa-amlaytu lil'kāfirīna thumma akhadhtuhum fakayfa kāna nakīri

Pashto او د مدین والاو، او د موسٰى تكذیب شوى دى، نو ما كافرانو ته مهلت وركړ، بیا ما دوى ونیول، نو زما انكار كول څنګه وو؟

Verse 45

فَكَأَيِّن مِّن قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَـٰهَا وَهِىَ ظَالِمَةٌ فَهِىَ خَاوِيَةٌ عَلَىٰ عُرُوشِهَا وَبِئْرٍ مُّعَطَّلَةٍ وَقَصْرٍ مَّشِيدٍ

Transliteration faka-ayyin min qaryatin ahlaknāhā wahiya ẓālimatun fahiya khāwiyatun ʿalā ʿurūshihā wabi'rin muʿaṭṭalatin waqaṣrin mashīdin

Pashto نو څومره ډېر كلي دي چې مونږ هغه هلاك كړي دي، په داسې حال كې چې هغه ظالمان وو، نو دغه (كلي) په خپلو چتونو پراته دي، او څومره ډېر بېكاره پراته كوهیان دي او مضبوطې ماڼۍ دي

Verse 46

أَفَلَمْ يَسِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَتَكُونَ لَهُمْ قُلُوبٌ يَعْقِلُونَ بِهَآ أَوْ ءَاذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا ۖ فَإِنَّهَا لَا تَعْمَى ٱلْأَبْصَـٰرُ وَلَـٰكِن تَعْمَى ٱلْقُلُوبُ ٱلَّتِى فِى ٱلصُّدُورِ

Transliteration afalam yasīrū fī l-arḍi fatakūna lahum qulūbun yaʿqilūna bihā aw ādhānun yasmaʿūna bihā fa-innahā lā taʿmā l-abṣāru walākin taʿmā l-qulūbu allatī fī l-ṣudūri

Pashto ایا نو دوى په ځمكه كې ګرځېدلي نه دي، نو چې دوى لپاره داسې زړونه وى چې دوى په هغو سره پوهېدلى یا داسې غوږونه چې دوى په هغو سره اورېدلى، نو بېشكه قصه دا ده چې سترګې نه ړندېږي او لېكن هغه زړونه ړندېږي چې په سینو كې دي

Verse 47

وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِٱلْعَذَابِ وَلَن يُخْلِفَ ٱللَّهُ وَعْدَهُۥ ۚ وَإِنَّ يَوْمًا عِندَ رَبِّكَ كَأَلْفِ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّونَ

Transliteration wayastaʿjilūnaka bil-ʿadhābi walan yukh'lifa l-lahu waʿdahu wa-inna yawman ʿinda rabbika ka-alfi sanatin mimmā taʿuddūna

Pashto او دوى په تا په (راوستلو د) عذاب سره تلوار كوي او الله به له سره د خپلې وعدې خلاف و نه كړي، او بېشكه یوه ورځ ستا د رب په نیز د زرو كلونو په شان ده له هغو چې تاسو يې شمېرئ

Verse 48

وَكَأَيِّن مِّن قَرْيَةٍ أَمْلَيْتُ لَهَا وَهِىَ ظَالِمَةٌ ثُمَّ أَخَذْتُهَا وَإِلَىَّ ٱلْمَصِيرُ

Transliteration waka-ayyin min qaryatin amlaytu lahā wahiya ẓālimatun thumma akhadhtuhā wa-ilayya l-maṣīru

Pashto او ډېر كلي دي چې ما هغو ته مهلت وركړى و، حال دا چې دوى ظالمان وو، بیا ما هغه ونیول، او خاص ما ته بېرته راتله دي

Verse 49

قُلْ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنَّمَآ أَنَا۠ لَكُمْ نَذِيرٌ مُّبِينٌ

Transliteration qul yāayyuhā l-nāsu innamā anā lakum nadhīrun mubīnun

Pashto ته ووایه: اى خلقو! بېشكه همدا خبره ده چې زه تاسو ته ښكاره وېروونكى یم

Verse 50

فَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ

Transliteration fa-alladhīna āmanū waʿamilū l-ṣāliḥāti lahum maghfiratun wariz'qun karīmun

Pashto نو هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي د دوى لپاره مغفرت او ډېر د عزت روزي ده

Verse 51

وَٱلَّذِينَ سَعَوْا۟ فِىٓ ءَايَـٰتِنَا مُعَـٰجِزِينَ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلْجَحِيمِ

Transliteration wa-alladhīna saʿaw fī āyātinā muʿājizīna ulāika aṣḥābu l-jaḥīmi

Pashto او هغه كسان چې زمونږ په ایتونو كې كوشش كوي، په داسې حال كې چې (په خپل خیال كې) عاجزه كوونكي دي، دغه كسان د دوزخ ملګري دي

Verse 52

وَمَآ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ وَلَا نَبِىٍّ إِلَّآ إِذَا تَمَنَّىٰٓ أَلْقَى ٱلشَّيْطَـٰنُ فِىٓ أُمْنِيَّتِهِۦ فَيَنسَخُ ٱللَّهُ مَا يُلْقِى ٱلشَّيْطَـٰنُ ثُمَّ يُحْكِمُ ٱللَّهُ ءَايَـٰتِهِۦ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

Transliteration wamā arsalnā min qablika min rasūlin walā nabiyyin illā idhā tamannā alqā l-shayṭānu fī um'niyyatihi fayansakhu l-lahu mā yul'qī l-shayṭānu thumma yuḥ'kimu l-lahu āyātihi wal-lahu ʿalīmun ḥakīmun

Pashto او مونږ له تا نه مخكې نه دى لېږلى هېڅ يو رسول او نه نبي، مګر كله چې به هغه لوستل كول (،نو) شیطان به د هغه په لوستلو كې غورځول وكړل، نو الله هغه لرې كوي چې شیطان يې غورځوي، بیا الله خپل ایتونه مضبوطوي، او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى

Verse 53

لِّيَجْعَلَ مَا يُلْقِى ٱلشَّيْطَـٰنُ فِتْنَةً لِّلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَٱلْقَاسِيَةِ قُلُوبُهُمْ ۗ وَإِنَّ ٱلظَّـٰلِمِينَ لَفِى شِقَاقٍۭ بَعِيدٍ

Transliteration liyajʿala mā yul'qī l-shayṭānu fit'natan lilladhīna fī qulūbihim maraḍun wal-qāsiyati qulūbuhum wa-inna l-ẓālimīna lafī shiqāqin baʿīdin

Pashto د دې لپاره چې هغه (الله) هغه شى چې شیطان يې غورځوي د هغو كسانو لپاره ازمېښت وګرځوي چې د هغوى په زړونو كې مرض دى او د هغوى لپاره چې زړونه يې سخت دي او بېشكه ظالمان خامخا په ډېر لوى مخالفت كې دی

Verse 54

وَلِيَعْلَمَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْعِلْمَ أَنَّهُ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَيُؤْمِنُوا۟ بِهِۦ فَتُخْبِتَ لَهُۥ قُلُوبُهُمْ ۗ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَهَادِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِلَىٰ صِرَٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ

Transliteration waliyaʿlama alladhīna ūtū l-ʿil'ma annahu l-ḥaqu min rabbika fayu'minū bihi fatukh'bita lahu qulūbuhum wa-inna l-laha lahādi alladhīna āmanū ilā ṣirāṭin mus'taqīmin

Pashto او د دې لپاره چې هغه كسان پوه شي چې دوى ته علم وركړى شوى دى چې بېشكه دا (قرآن) حق دى ستا د رب له جانبه، پس چې دوى په ده ایمان راوړي، بیا د دوى زړونه ده ته نرم شي او بېشكه الله خامخا هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى ؛ د نېغې لارې هدایت كوونكى دى

Verse 55

وَلَا يَزَالُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فِى مِرْيَةٍ مِّنْهُ حَتَّىٰ تَأْتِيَهُمُ ٱلسَّاعَةُ بَغْتَةً أَوْ يَأْتِيَهُمْ عَذَابُ يَوْمٍ عَقِيمٍ

Transliteration walā yazālu alladhīna kafarū fī mir'yatin min'hu ḥattā tatiyahumu l-sāʿatu baghtatan aw yatiyahum ʿadhābu yawmin ʿaqīmin

Pashto او هغه كسان چې كافران شوي دي تل به د دغه (قرآن) په هكله به شك كې وي، تر دې چې په دوى قیامت ناڅاپه راشي، یا دوى ته د شنډې ورځې عذاب راشي

Verse 56

ٱلْمُلْكُ يَوْمَئِذٍ لِّلَّهِ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ ۚ فَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ فِى جَنَّـٰتِ ٱلنَّعِيمِ

Transliteration al-mul'ku yawma-idhin lillahi yaḥkumu baynahum fa-alladhīna āmanū waʿamilū l-ṣāliḥāti fī jannāti l-naʿīmi

Pashto باچاهي په دغې ورځ كې خاص د الله لپاره ده، هغه به د دوى په مینځ كې فیصله كوي نو هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي د نعمتونو په جنتونو كې دي

Verse 57

وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَكَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا فَأُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ

Transliteration wa-alladhīna kafarū wakadhabū biāyātinā fa-ulāika lahum ʿadhābun muhīnun

Pashto او هغه كسان چې كفر يې كړى دى او زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى، نو دغه كسان چې دي، د دوى لپاره رسوا كوونكى عذاب دى

Verse 58

وَٱلَّذِينَ هَاجَرُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ثُمَّ قُتِلُوٓا۟ أَوْ مَاتُوا۟ لَيَرْزُقَنَّهُمُ ٱللَّهُ رِزْقًا حَسَنًا ۚ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَهُوَ خَيْرُ ٱلرَّٰزِقِينَ

Transliteration wa-alladhīna hājarū fī sabīli l-lahi thumma qutilū aw mātū layarzuqannahumu l-lahu riz'qan ḥasanan wa-inna l-laha lahuwa khayru l-rāziqīna

Pashto او هغه كسان چې د الله په لاره كې يې هجرت كړى دى، بیا هغوى ووژل شي، یا (په خپل مرګ) مړه شي (نو) خامخا هرومرو به الله دوى ته ډېره ښكلې روزي وركړي، او بېشكه الله خامخا همغه تر ټولو غوره رزق وركوونكى دى

Verse 59

لَيُدْخِلَنَّهُم مُّدْخَلًا يَرْضَوْنَهُۥ ۗ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَعَلِيمٌ حَلِيمٌ

Transliteration layud'khilannahum mud'khalan yarḍawnahu wa-inna l-laha laʿalīmun ḥalīmun

Pashto خامخا ضرور به هغه دوى داسې ځاى ته داخل كړي چې دوى به هغه خوښوي او بېشكه الله خامخا ښه عالم، ډېر تحمل والا دى

Verse 60

۞ ذَٰلِكَ وَمَنْ عَاقَبَ بِمِثْلِ مَا عُوقِبَ بِهِۦ ثُمَّ بُغِىَ عَلَيْهِ لَيَنصُرَنَّهُ ٱللَّهُ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَعَفُوٌّ غَفُورٌ

Transliteration dhālika waman ʿāqaba bimith'li mā ʿūqiba bihi thumma bughiya ʿalayhi layanṣurannahu l-lahu inna l-laha laʿafuwwun ghafūrun

Pashto (خبره هم) دا ده، او هغه كس چې بدل يې واخیست په مثل د هغه (ضرر) چې دى په هغه سره مُعذب شوى و، بیا (په دویم ځل) په ده ظلم وكړى شو (نو) خامخا ضرور به الله د ده مدد كوي، بېشكه الله خامخا ډېر معافي كوونكى، ډېر بخښونكى دى

Verse 61

ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ يُولِجُ ٱلَّيْلَ فِى ٱلنَّهَارِ وَيُولِجُ ٱلنَّهَارَ فِى ٱلَّيْلِ وَأَنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌۢ بَصِيرٌ

Transliteration dhālika bi-anna l-laha yūliju al-layla fī l-nahāri wayūliju l-nahāra fī al-layli wa-anna l-laha samīʿun baṣīrun

Pashto دغه په دې سبب چې بېشكه الله شپه په ورځ كې ننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او دا چې بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى

Verse 62

ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِۦ هُوَ ٱلْبَـٰطِلُ وَأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْعَلِىُّ ٱلْكَبِيرُ

Transliteration dhālika bi-anna l-laha huwa l-ḥaqu wa-anna mā yadʿūna min dūnihi huwa l-bāṭilu wa-anna l-laha huwa l-ʿaliyu l-kabīru

Pashto دغه په دې سبب چې بېشكه الله، هم دى حق دى او دا چې بېشكه هغه چې دوى يې له هغه (الله) نه غیر بولي، همغه باطل دى او دا چې بېشكه الله، هم دى ډېر اوچت، ډېر لوى دى

Verse 63

أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ أَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً فَتُصْبِحُ ٱلْأَرْضُ مُخْضَرَّةً ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ

Transliteration alam tara anna l-laha anzala mina l-samāi māan fatuṣ'biḥu l-arḍu mukh'ḍarratan inna l-laha laṭīfun khabīrun

Pashto ایا تا نه دي لیدلي چې بېشكه الله له بره نه اوبه نازلې كړې، بیا (په دغو سره) ځمكه تكه شنه ګرځي، بېشكه الله ډېر مهربان (ښه باریك بین)، ډېر خبردار دى

Verse 64

لَّهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۗ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَهُوَ ٱلْغَنِىُّ ٱلْحَمِيدُ

Transliteration lahu mā fī l-samāwāti wamā fī l-arḍi wa-inna l-laha lahuwa l-ghaniyu l-ḥamīdu

Pashto خاص هم دغه (الله) لره دي هر څه چې په اسمانونو كې دي او هر څه چې په ځمكه كې دي او بېشكه الله خامخا هم دى غني ( بې پروا) ډېر ستايل شو ى دى

Verse 65

أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ سَخَّرَ لَكُم مَّا فِى ٱلْأَرْضِ وَٱلْفُلْكَ تَجْرِى فِى ٱلْبَحْرِ بِأَمْرِهِۦ وَيُمْسِكُ ٱلسَّمَآءَ أَن تَقَعَ عَلَى ٱلْأَرْضِ إِلَّا بِإِذْنِهِۦٓ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ بِٱلنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ

Transliteration alam tara anna l-laha sakhara lakum mā fī l-arḍi wal-ful'ka tajrī fī l-baḥri bi-amrihi wayum'siku l-samāa an taqaʿa ʿalā l-arḍi illā bi-idh'nihi inna l-laha bil-nāsi laraūfun raḥīmun

Pashto ایا تا نه دي لیدلي چې بېشكه الله تاسو لپاره تابع كړي دي هر هغه چې په ځمكه كې دي او بېړۍ چې په بحر كې د هغه په امر ګرځي او هغه اسمان ساتي له دې نه چې په ځمكه باندې راولوېږي مګر (خو) د هغه په حكم سره، بېشكه الله په خلقو باندې خامخا ډېر نرمي كوونكى، مهربان دى

Verse 66

وَهُوَ ٱلَّذِىٓ أَحْيَاكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ ۗ إِنَّ ٱلْإِنسَـٰنَ لَكَفُورٌ

Transliteration wahuwa alladhī aḥyākum thumma yumītukum thumma yuḥ'yīkum inna l-insāna lakafūrun

Pashto او دغه (الله) همغه ذات دى چې تاسو يې ژوندي كړي یئ، بیا به هغه تاسو مړه كاندي، بیا به هغه تاسو ژوندي كړي، بېشكه انسان خامخا ډېر ناشكره دى

Verse 67

لِّكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنسَكًا هُمْ نَاسِكُوهُ ۖ فَلَا يُنَـٰزِعُنَّكَ فِى ٱلْأَمْرِ ۚ وَٱدْعُ إِلَىٰ رَبِّكَ ۖ إِنَّكَ لَعَلَىٰ هُدًى مُّسْتَقِيمٍ

Transliteration likulli ummatin jaʿalnā mansakan hum nāsikūhu falā yunāziʿunnaka fī l-amri wa-ud'ʿu ilā rabbika innaka laʿalā hudan mus'taqīmin

Pashto د هر یو امت لپاره مونږ د بندګۍ یوه لاره مقرر كړې ده چې دوى په هغې عمل كوونكي دي، نو دوى دې له تا سره په دې كار (د دین) كې له سره جګړه ونه كړي او ته خپل رب ته (د خلقو) بلنه كوه، بېشكه ته خامخا په نېغ (او برابر) هدایت باندې يې

Verse 68

وَإِن جَـٰدَلُوكَ فَقُلِ ٱللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُونَ

Transliteration wa-in jādalūka faquli l-lahu aʿlamu bimā taʿmalūna

Pashto او كه دوى له تاسره جګړه كوي، نو ته وایه: الله پوه دى په هغو عملونو چې تاسو يې كوئ

Verse 69

ٱللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ فِيمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ

Transliteration al-lahu yaḥkumu baynakum yawma l-qiyāmati fīmā kuntum fīhi takhtalifūna

Pashto الله به د دوى په مینځ كې د قیامت په ورځ په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى به په كې اختلاف كاوه

Verse 70

أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِى ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ ۗ إِنَّ ذَٰلِكَ فِى كِتَـٰبٍ ۚ إِنَّ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرٌ

Transliteration alam taʿlam anna l-laha yaʿlamu mā fī l-samāi wal-arḍi inna dhālika fī kitābin inna dhālika ʿalā l-lahi yasīrun

Pashto ایا ته نه يې پوه شوى چې بېشكه الله پوهېږي به هر هغه څه چې په اسمان او ځمكه كې دي، بېشكه دغه په یو كتاب كې دي، بېشكه دغه الله ته ډېر اسان دي

Verse 71

وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِۦ سُلْطَـٰنًا وَمَا لَيْسَ لَهُم بِهِۦ عِلْمٌ ۗ وَمَا لِلظَّـٰلِمِينَ مِن نَّصِيرٍ

Transliteration wayaʿbudūna min dūni l-lahi mā lam yunazzil bihi sul'ṭānan wamā laysa lahum bihi ʿil'mun wamā lilẓẓālimīna min naṣīrin

Pashto او دوى (كفار) له الله نه غیر د هغه شي عبادت كوي چې الله په (عبادت د) هغه هېڅ دلیل نه دى نازل كړى او د هغه شي چې دوى ته په هغه باندې هېڅ علم نشته، او د ظالمانو لپاره هېڅ مدد كوونكى نشته

Verse 72

وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتُنَا بَيِّنَـٰتٍ تَعْرِفُ فِى وُجُوهِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ٱلْمُنكَرَ ۖ يَكَادُونَ يَسْطُونَ بِٱلَّذِينَ يَتْلُونَ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتِنَا ۗ قُلْ أَفَأُنَبِّئُكُم بِشَرٍّ مِّن ذَٰلِكُمُ ۗ ٱلنَّارُ وَعَدَهَا ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ۖ وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ

Transliteration wa-idhā tut'lā ʿalayhim āyātunā bayyinātin taʿrifu fī wujūhi alladhīna kafarū l-munkara yakādūna yasṭūna bi-alladhīna yatlūna ʿalayhim āyātinā qul afa-unabbi-ukum bisharrin min dhālikumu l-nāru waʿadahā l-lahu alladhīna kafarū wabi'sa l-maṣīru

Pashto او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه ولوستل شي، چې ډېر واضح دي، (نو) ته د كافران شویو كسانو په مخونو انكار پېژنې، نژدې وي چې دوى په هغو كسانو حمله وكړي چې دوى ته زمونږ ایتونه تلاوت كوي، ته (دوى ته) ووایه: ایا نو زه تاسو ته له دغه نه د ډېر بد شي خبر دركړم (هغه) اور دى، الله د ده وعده كړې ده له هغو كسانو سره چې كافران شوي دي او هغه د بېرته ورتلو بد ځاى دى

Verse 73

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَٱسْتَمِعُوا۟ لَهُۥٓ ۚ إِنَّ ٱلَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ لَن يَخْلُقُوا۟ ذُبَابًا وَلَوِ ٱجْتَمَعُوا۟ لَهُۥ ۖ وَإِن يَسْلُبْهُمُ ٱلذُّبَابُ شَيْـًٔا لَّا يَسْتَنقِذُوهُ مِنْهُ ۚ ضَعُفَ ٱلطَّالِبُ وَٱلْمَطْلُوبُ

Transliteration yāayyuhā l-nāsu ḍuriba mathalun fa-is'tamiʿū lahu inna alladhīna tadʿūna min dūni l-lahi lan yakhluqū dhubāban walawi ij'tamaʿū lahu wa-in yaslub'humu l-dhubābu shayan lā yastanqidhūhu min'hu ḍaʿufa l-ṭālibu wal-maṭlūbu

Pashto اى خلقو! یو مثال بیانولى شي، نو تاسو ده ته ښه غوږ كېږدئ، بېشكه هغه شیان چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ دوى له سره یو مچ هم نشي پیدا كولى اګر كه دوى ده ته ټول راجمع شي او كه مچ له دوى نه یو شى وتښتوي، دوى له هغه نه دغه (شى) نشي راخلاصولى، كمزورى دى دا طالب (د غیرالله عبادت كوونكى) او دغه مطلوب (باطل معبود)

Verse 74

مَا قَدَرُوا۟ ٱللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِۦٓ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَقَوِىٌّ عَزِيزٌ

Transliteration mā qadarū l-laha ḥaqqa qadrihi inna l-laha laqawiyyun ʿazīzun

Pashto دوى د الله قدر ونه كړ، څنګه چې د هغه د قدر كولو حق دى، بېشكه الله خامخا ډېر زورور، ښه غالب دى

Verse 75

ٱللَّهُ يَصْطَفِى مِنَ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةِ رُسُلًا وَمِنَ ٱلنَّاسِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌۢ بَصِيرٌ

Transliteration al-lahu yaṣṭafī mina l-malāikati rusulan wamina l-nāsi inna l-laha samīʿun baṣīrun

Pashto الله له ملايكو څخه استازي غوره كوي او له خلقو څخه، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى

Verse 76

يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ ۗ وَإِلَى ٱللَّهِ تُرْجَعُ ٱلْأُمُورُ

Transliteration yaʿlamu mā bayna aydīhim wamā khalfahum wa-ilā l-lahi tur'jaʿu l-umūru

Pashto هغه پوهېږي په هغه څه چې د دوى په وړاندي دي او په هغه څه چې د دوى وروسته دي، او خاص الله ته ټول كارونه بېرته ورګرځول كېږي

Verse 77

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱرْكَعُوا۟ وَٱسْجُدُوا۟ وَٱعْبُدُوا۟ رَبَّكُمْ وَٱفْعَلُوا۟ ٱلْخَيْرَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ۩

Transliteration yāayyuhā alladhīna āmanū ir'kaʿū wa-us'judū wa-uʿ'budū rabbakum wa-if'ʿalū l-khayra laʿallakum tuf'liḥūna

Pashto اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو ركوع كوئ او سجده كوئ او د خپل رب عبادت كوئ او نېكي كوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ

Verse 78

وَجَـٰهِدُوا۟ فِى ٱللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِۦ ۚ هُوَ ٱجْتَبَىٰكُمْ وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِى ٱلدِّينِ مِنْ حَرَجٍ ۚ مِّلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَٰهِيمَ ۚ هُوَ سَمَّىٰكُمُ ٱلْمُسْلِمِينَ مِن قَبْلُ وَفِى هَـٰذَا لِيَكُونَ ٱلرَّسُولُ شَهِيدًا عَلَيْكُمْ وَتَكُونُوا۟ شُهَدَآءَ عَلَى ٱلنَّاسِ ۚ فَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ وَٱعْتَصِمُوا۟ بِٱللَّهِ هُوَ مَوْلَىٰكُمْ ۖ فَنِعْمَ ٱلْمَوْلَىٰ وَنِعْمَ ٱلنَّصِيرُ

Transliteration wajāhidū fī l-lahi ḥaqqa jihādihi huwa ij'tabākum wamā jaʿala ʿalaykum fī l-dīni min ḥarajin millata abīkum ib'rāhīma huwa sammākumu l-mus'limīna min qablu wafī hādhā liyakūna l-rasūlu shahīdan ʿalaykum watakūnū shuhadāa ʿalā l-nāsi fa-aqīmū l-ṣalata waātū l-zakata wa-iʿ'taṣimū bil-lahi huwa mawlākum faniʿ'ma l-mawlā waniʿ'ma l-naṣīru

Pashto او په (لاره د) الله كې كوشش كوئ، څنګه چې د هغه د كوشش حق دى، هغه تاسو غوره كړي یئ او په تاسو باندې يې په دین كې هېڅ حرج (مشقت) نه دى ایښى، تاسو د خپل پلار ابراهیم د ملت تابع شئ، دغه (الله) تاسو مسلمانان نومولي يئ، له دې (قرآن) نه مخكې او په ده كې، د دې لپاره چې رسول پر تاسو باندې ګواه شي او تاسو په خلقو باندې ګواهان شئ، نو تاسو لمونځ قايموئ او زكات ادا كوئ او په (دين د) الله باندې منګولې ټېنګې كلكې كړئ، هغه ستاسو مالك دى، نو هغه ښه مالك دى او ښه مدد كوونكى دى

Read Surah Al-Hajj in another language

All languages

All 114 surahs in Pashto: the Qur’an in Pashto.

Learn it in MyDugsi

Pashto translation: Zakaria Abulsalam, from Quran.com. Transliteration: Quran.com. Recitation: Mishary Alafasy, from EveryAyah.com. MyDugsi is a learning aid, not a replacement for a qualified teacher.