MyDugsiStart learning

Surah Al-Ahqaf in Pashto: translation and audio

Surah 46 · الأحقاف · The Wind-Curved Sandhills · 35 verses

Surah Al-Ahqaf verse by verse: the Arabic with a recitation you can repeat, the transliteration, and the Pashto translation by Zakaria Abulsalam. For the meaning of every word, see Surah Al-Ahqaf word by word in English.

Verse 1

حمٓ

Transliteration hha-meem

Pashto حا، ميم

Verse 2

تَنزِيلُ ٱلْكِتَـٰبِ مِنَ ٱللَّهِ ٱلْعَزِيزِ ٱلْحَكِيمِ

Transliteration tanzīlu l-kitābi mina l-lahi l-ʿazīzi l-ḥakīmi

Pashto د كتاب نازلول د الله له جانبه دي چې ډېر غالب، ښه حكمت والا دى

Verse 3

مَا خَلَقْنَا ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَآ إِلَّا بِٱلْحَقِّ وَأَجَلٍ مُّسَمًّى ۚ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ عَمَّآ أُنذِرُوا۟ مُعْرِضُونَ

Transliteration mā khalaqnā l-samāwāti wal-arḍa wamā baynahumā illā bil-ḥaqi wa-ajalin musamman wa-alladhīna kafarū ʿammā undhirū muʿ'riḍūna

Pashto مونږ اسمانونه او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، نه دي پیدا كړي مګر په حقه او په ټاكلې مودې سره او كافران شوي كسان له هغه (قرآن) نه چې دوى پرې وېرولى شي، مخ ګرځوونكي دي

Verse 4

قُلْ أَرَءَيْتُم مَّا تَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَرُونِى مَاذَا خَلَقُوا۟ مِنَ ٱلْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ ۖ ٱئْتُونِى بِكِتَـٰبٍ مِّن قَبْلِ هَـٰذَآ أَوْ أَثَـٰرَةٍ مِّنْ عِلْمٍ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ

Transliteration qul ara-aytum mā tadʿūna min dūni l-lahi arūnī mādhā khalaqū mina l-arḍi am lahum shir'kun fī l-samāwāti i'tūnī bikitābin min qabli hādhā aw athāratin min ʿil'min in kuntum ṣādiqīna

Pashto ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته د هغو (معبودانو) خبر راكړئ چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، تاسو ما ته وښیئ دوى په ځمكه كې څه پیدا كړي دي؟ یا دوى لره په (پیدا كولو د) اسمانونو كې څه شراكت شته؟ تاسو ما ته له دغه (قرآن) نه مخكې كوم كتاب راوړئ، یا له علمه څه باقي علامه، كه تاسو رښتيني یئ

Verse 5

وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّن يَدْعُوا۟ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَن لَّا يَسْتَجِيبُ لَهُۥٓ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَـٰمَةِ وَهُمْ عَن دُعَآئِهِمْ غَـٰفِلُونَ

Transliteration waman aḍallu mimman yadʿū min dūni l-lahi man lā yastajību lahu ilā yawmi l-qiyāmati wahum ʿan duʿāihim ghāfilūna

Pashto او له هغه كس نه زيات ګمراه څوك دى چې له الله نه غیر هغه (معبودان) بلي چې د ده دعا (سوال) تر قیامته پورې نشي قبلولى، په داسې حال كې چې دغه (معبودان) به د دوى له بلنې نه غافله (بې خبره) وي

Verse 6

وَإِذَا حُشِرَ ٱلنَّاسُ كَانُوا۟ لَهُمْ أَعْدَآءً وَكَانُوا۟ بِعِبَادَتِهِمْ كَـٰفِرِينَ

Transliteration wa-idhā ḥushira l-nāsu kānū lahum aʿdāan wakānū biʿibādatihim kāfirīna

Pashto او كله چې (ټول) خلق (د حساب لپاره په محشر كې) راجمع كړى شي دغه (معبودان) به د دوى دښمنان وګرځي او د دغو (عبادت كوونكو) له عبادت نه به منكر شي

Verse 7

وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتُنَا بَيِّنَـٰتٍ قَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لِلْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمْ هَـٰذَا سِحْرٌ مُّبِينٌ

Transliteration wa-idhā tut'lā ʿalayhim āyātunā bayyinātin qāla alladhīna kafarū lil'ḥaqqi lammā jāahum hādhā siḥ'run mubīnun

Pashto او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه لوستلى شي، په داسې حال كې چې ښه واضح دي (،نو) كافران شوي كسان د حق په باره كې وايي، كله چې دوى ته راغى: دا ښكاره جادو دى

Verse 8

أَمْ يَقُولُونَ ٱفْتَرَىٰهُ ۖ قُلْ إِنِ ٱفْتَرَيْتُهُۥ فَلَا تَمْلِكُونَ لِى مِنَ ٱللَّهِ شَيْـًٔا ۖ هُوَ أَعْلَمُ بِمَا تُفِيضُونَ فِيهِ ۖ كَفَىٰ بِهِۦ شَهِيدًۢا بَيْنِى وَبَيْنَكُمْ ۖ وَهُوَ ٱلْغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ

Transliteration am yaqūlūna if'tarāhu qul ini if'taraytuhu falā tamlikūna lī mina l-lahi shayan huwa aʿlamu bimā tufīḍūna fīhi kafā bihi shahīdan baynī wabaynakum wahuwa l-ghafūru l-raḥīmu

Pashto بلكې ایا دوى وايي: ده دا له ځانه جوړ كړى دى، ته (دوى ته) ووایه: كه چېرې دا ما له ځانه جوړ كړى وي، نو تاسو زما لپاره له الله نه (د بچ كولو لپاره) د هېڅ شي اختیار نه لرئ، هغه په هغو خبرو ښه عالم دى چې تاسو په هغو كې لګیا يئ، هغه زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې ښه كافي ګواه دى او همدغه ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

Verse 9

قُلْ مَا كُنتُ بِدْعًا مِّنَ ٱلرُّسُلِ وَمَآ أَدْرِى مَا يُفْعَلُ بِى وَلَا بِكُمْ ۖ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَىٰٓ إِلَىَّ وَمَآ أَنَا۠ إِلَّا نَذِيرٌ مُّبِينٌ

Transliteration qul mā kuntu bid'ʿan mina l-rusuli wamā adrī mā yuf'ʿalu bī walā bikum in attabiʿu illā mā yūḥā ilayya wamā anā illā nadhīrun mubīnun

Pashto ته (دوى ته) ووایه: زه په رسولانو كې اول (او نوى رسول) نه یم (بلكې له ما نه مخكې هم رسولان تېر شوي) او زه بېخي نه پوهېږم چې زما سره او تاسو سره به څه كولى شي، زه خو يواځې د هغه څه پیروي كوم چې ما ته وحي كولى شي او زه خو يواځې ښكاره وېروونكى یم

Verse 10

قُلْ أَرَءَيْتُمْ إِن كَانَ مِنْ عِندِ ٱللَّهِ وَكَفَرْتُم بِهِۦ وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِّنۢ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ عَلَىٰ مِثْلِهِۦ فَـَٔامَنَ وَٱسْتَكْبَرْتُمْ ۖ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلظَّـٰلِمِينَ

Transliteration qul ara-aytum in kāna min ʿindi l-lahi wakafartum bihi washahida shāhidun min banī is'rāīla ʿalā mith'lihi faāmana wa-is'takbartum inna l-laha lā yahdī l-qawma l-ẓālimīna

Pashto ته (دوى ته) ووايه: تاسو ما ته خبر راكړئ كه چېرې دا (قرآن) د الله له جانبه وي او تاسو په ده سره كافران شوي یئ او د بني اسرائیلو یو ګواه د دې په مثل سره ګواهي كړې ده، پس هغه ایمان راوړ او تاسو لويي وكړه، بېشكه الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي

Verse 11

وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لِلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَوْ كَانَ خَيْرًا مَّا سَبَقُونَآ إِلَيْهِ ۚ وَإِذْ لَمْ يَهْتَدُوا۟ بِهِۦ فَسَيَقُولُونَ هَـٰذَآ إِفْكٌ قَدِيمٌ

Transliteration waqāla alladhīna kafarū lilladhīna āmanū law kāna khayran mā sabaqūnā ilayhi wa-idh lam yahtadū bihi fasayaqūlūna hādhā if'kun qadīmun

Pashto او كافران شویو كسانو د هغو كسانو په هكله وویل چې ایمان يې راوړى دى: كه چېرې دا (ایمان، قرآن) خیر (او غوره كار) وى، نو دوى به ده ته زمونږ نه مخكې شوي نه وو او چونكه دغو (كافرانو) په دغه (قرآن) سره نېغه لاره ونه موندله، نو ځكه دوى به ضرور وايي: دا ډېر پخواني دروغ دي

Verse 12

وَمِن قَبْلِهِۦ كِتَـٰبُ مُوسَىٰٓ إِمَامًا وَرَحْمَةً ۚ وَهَـٰذَا كِتَـٰبٌ مُّصَدِّقٌ لِّسَانًا عَرَبِيًّا لِّيُنذِرَ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ وَبُشْرَىٰ لِلْمُحْسِنِينَ

Transliteration wamin qablihi kitābu mūsā imāman waraḥmatan wahādhā kitābun muṣaddiqun lisānan ʿarabiyyan liyundhira alladhīna ẓalamū wabush'rā lil'muḥ'sinīna

Pashto حال دا چې له ده نه مخكې د موسٰی كتاب و، چې لار ښوونكى او رحمت و او دا (قرآن) یو تصدیق كوونكى كتاب دى، په داسې حال كې چې په عربي ژبه دى، د دې لپاره چې هغه كسان ووېروي چې ظلم یې كړى دى او نېكي كوونكو لپاره زېرى دى

Verse 13

إِنَّ ٱلَّذِينَ قَالُوا۟ رَبُّنَا ٱللَّهُ ثُمَّ ٱسْتَقَـٰمُوا۟ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ

Transliteration inna alladhīna qālū rabbunā l-lahu thumma is'taqāmū falā khawfun ʿalayhim walā hum yaḥzanūna

Pashto بېشكه هغه كسان چې وايي: زمونږ رب الله دى، بیا ټینګ ودرېږي، نو په دوى به نه څه وېره وي او نه به دوى غمګین كېږي

Verse 14

أُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلْجَنَّةِ خَـٰلِدِينَ فِيهَا جَزَآءًۢ بِمَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ

Transliteration ulāika aṣḥābu l-janati khālidīna fīhā jazāan bimā kānū yaʿmalūna

Pashto دغه كسان د جنت ملګري دي، چې په ده كې به تل ترتله وي، (دوى ته به) بدله وركولى شي د هغو (نېكو) عملونو په سبب چې دوى به كول

Verse 15

وَوَصَّيْنَا ٱلْإِنسَـٰنَ بِوَٰلِدَيْهِ إِحْسَـٰنًا ۖ حَمَلَتْهُ أُمُّهُۥ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا ۖ وَحَمْلُهُۥ وَفِصَـٰلُهُۥ ثَلَـٰثُونَ شَهْرًا ۚ حَتَّىٰٓ إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُۥ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِىٓ أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ ٱلَّتِىٓ أَنْعَمْتَ عَلَىَّ وَعَلَىٰ وَٰلِدَىَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَـٰلِحًا تَرْضَىٰهُ وَأَصْلِحْ لِى فِى ذُرِّيَّتِىٓ ۖ إِنِّى تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّى مِنَ ٱلْمُسْلِمِينَ

Transliteration wawaṣṣaynā l-insāna biwālidayhi iḥ'sānan ḥamalathu ummuhu kur'han wawaḍaʿathu kur'han waḥamluhu wafiṣāluhu thalāthūna shahran ḥattā idhā balagha ashuddahu wabalagha arbaʿīna sanatan qāla rabbi awziʿ'nī an ashkura niʿ'mataka allatī anʿamta ʿalayya waʿalā wālidayya wa-an aʿmala ṣāliḥan tarḍāhu wa-aṣliḥ lī fī dhurriyyatī innī tub'tu ilayka wa-innī mina l-mus'limīna

Pashto او مونږ انسان ته له خپل مور و پلار سره د نېكۍ كولو كلك حكم كړى دى، د ده مور دى د سختۍ په حالت كې (په خېټه كې) پورته كړى او دى يې د سختۍ په حالت كې زېږولى دى او د ده حمل او له تي نه د ده، پرېكولو (غوڅولو، د دواړو) موده دېرش میاشتې ده، تر هغه پورې چې كله دى خپل قوت ته ورسېده او څلوېښتو كالو ته ورسېده، ده وویل: اى زما ربه! ته ما ته (الهام او) توفیق راكړه چې زه ستا د هغه نعمت شكر ادا كړم چې تا په ما او زما په مور و پلار انعام كړى دى او دا چې زه داسې نېك عمل وكړم چې ته يې خوښوې او ته زما په اولاد كې صلاحیت (او نېكي) كېږده، بېشكه ما تا ته توبه كړې ده او بېشكه زه له مسلمانانو ځنې یم

Verse 16

أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ نَتَقَبَّلُ عَنْهُمْ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا۟ وَنَتَجَاوَزُ عَن سَيِّـَٔاتِهِمْ فِىٓ أَصْحَـٰبِ ٱلْجَنَّةِ ۖ وَعْدَ ٱلصِّدْقِ ٱلَّذِى كَانُوا۟ يُوعَدُونَ

Transliteration ulāika alladhīna nataqabbalu ʿanhum aḥsana mā ʿamilū wanatajāwazu ʿan sayyiātihim fī aṣḥābi l-janati waʿda l-ṣid'qi alladhī kānū yūʿadūna

Pashto دغه كسان دي چې مونږ له دوى نه د دوى په عملونو كې تر ټولو ښه قبلوو او د دوى له ګناهونو نه تېرېږو، په داسې حال كې چې د جنت په ملګرو كې به وي (الله كړې ده) هغه رښتینې وعده چې له دوى سره یې وعده كولى شوه

Verse 17

وَٱلَّذِى قَالَ لِوَٰلِدَيْهِ أُفٍّ لَّكُمَآ أَتَعِدَانِنِىٓ أَنْ أُخْرَجَ وَقَدْ خَلَتِ ٱلْقُرُونُ مِن قَبْلِى وَهُمَا يَسْتَغِيثَانِ ٱللَّهَ وَيْلَكَ ءَامِنْ إِنَّ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقٌّ فَيَقُولُ مَا هَـٰذَآ إِلَّآ أَسَـٰطِيرُ ٱلْأَوَّلِينَ

Transliteration wa-alladhī qāla liwālidayhi uffin lakumā ataʿidāninī an ukh'raja waqad khalati l-qurūnu min qablī wahumā yastaghīthāni l-laha waylaka āmin inna waʿda l-lahi ḥaqqun fayaqūlu mā hādhā illā asāṭīru l-awalīna

Pashto او هغه سړى چې خپل مور و پلار ته يې وویل: تاسو دواړو ته دې خرابي وي (زه له تاسو دواړو زړه تنګى یم) ایا تاسو ما ته دا وعده راكوئ چې زه به (ژوندى) راوېستلى كېږم، حال دا چې له ما نه مخكې ډېرې پېړۍ تېرې شوې دي او هغو دواړو الله ته فریاد كاوه (او ورته ویل يې:) تا لره هلاكت دى، ایمان راوړه! بېشكه د الله وعده حقه ده، نو دى (په جواب كې) وايي: دا نه دي مګر د ړومبنو خلقو باطلې قصې

Verse 18

أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ حَقَّ عَلَيْهِمُ ٱلْقَوْلُ فِىٓ أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِم مِّنَ ٱلْجِنِّ وَٱلْإِنسِ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ خَـٰسِرِينَ

Transliteration ulāika alladhīna ḥaqqa ʿalayhimu l-qawlu fī umamin qad khalat min qablihim mina l-jini wal-insi innahum kānū khāsirīna

Pashto دغه هغه كسان دي چې په دوى باندې (د عذاب) خبره ثابته شوې ده، په هغو امتونو كې چې له دوى نه مخكې تېر شوي دي له پېریانو او انسانانو ځنې، بېشكه دوى تاوانیان وو

Verse 19

وَلِكُلٍّ دَرَجَـٰتٌ مِّمَّا عَمِلُوا۟ ۖ وَلِيُوَفِّيَهُمْ أَعْمَـٰلَهُمْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ

Transliteration walikullin darajātun mimmā ʿamilū waliyuwaffiyahum aʿmālahum wahum lā yuẓ'lamūna

Pashto او د هرې یوې (ډلې) لپاره د دوى د كړو عملونو په سبب (بېلې بېلې) مرتبې دي، او د دې لپاره چې دوى ته د دوى عملونه پوره وركړي، په داسې حال كې چې په دوى به ظلم ونه كړى شي

Verse 20

وَيَوْمَ يُعْرَضُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ عَلَى ٱلنَّارِ أَذْهَبْتُمْ طَيِّبَـٰتِكُمْ فِى حَيَاتِكُمُ ٱلدُّنْيَا وَٱسْتَمْتَعْتُم بِهَا فَٱلْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ ٱلْهُونِ بِمَا كُنتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ فِى ٱلْأَرْضِ بِغَيْرِ ٱلْحَقِّ وَبِمَا كُنتُمْ تَفْسُقُونَ

Transliteration wayawma yuʿ'raḍu alladhīna kafarū ʿalā l-nāri adhhabtum ṭayyibātikum fī ḥayātikumu l-dun'yā wa-is'tamtaʿtum bihā fal-yawma tuj'zawna ʿadhāba l-hūni bimā kuntum tastakbirūna fī l-arḍi bighayri l-ḥaqi wabimā kuntum tafsuqūna

Pashto او هغه ورځ (یاده كړه) چې كافران شوي كسان به اور ته پېش كولى شي (او ورته به وویل شي:) تاسو خپل خوندونه (او نعمتونه) په خپل دنيايي ژوند كې ختم كړي دي او تاسو له هغو نه فايده اخيستې ده، نو نن ورځ به تاسو ته د ذلت د عذاب بدله دركولى شي، په سبب د دې چې تاسو به په ځمكه كې ناحقه تكبر كاوه او په سبب د دې چې تاسو به نافرماني كوله

Verse 21

۞ وَٱذْكُرْ أَخَا عَادٍ إِذْ أَنذَرَ قَوْمَهُۥ بِٱلْأَحْقَافِ وَقَدْ خَلَتِ ٱلنُّذُرُ مِنۢ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِۦٓ أَلَّا تَعْبُدُوٓا۟ إِلَّا ٱللَّهَ إِنِّىٓ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ

Transliteration wa-udh'kur akhā ʿādin idh andhara qawmahu bil-aḥqāfi waqad khalati l-nudhuru min bayni yadayhi wamin khalfihi allā taʿbudū illā l-laha innī akhāfu ʿalaykum ʿadhāba yawmin ʿaẓīmin

Pashto او ته د عادیانو ورور (هود) یاد كړه، كله چې ده خپل قوم ووېرولو، چې په احقاف (رېګستان) كې وو، او یقینًا له ده نه مخكې او له ده نه وروسته (نور) وېروونكي (پېغمبران) تېر شوي دي (په دې خبرې سره) چې تاسو عبادت مه كوئ غیر له الله نه، بېشكه زه په تاسو د ډېرې لويې ورځې د عذاب وېره كوم

Verse 22

قَالُوٓا۟ أَجِئْتَنَا لِتَأْفِكَنَا عَنْ ءَالِهَتِنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَآ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّـٰدِقِينَ

Transliteration qālū aji'tanā litafikanā ʿan ālihatinā fatinā bimā taʿidunā in kunta mina l-ṣādiqīna

Pashto دوى وویل: (اى هوده!) ایا ته مونږ ته د دې لپاره راغلى يې چې مونږ له خپلو معبودانو نه واړوې، پس ته پر مونږ هغه (عذاب) راوله چې ته يې مونږ ته وعده راكوې، كه ته له رښتینو ځنې يې

Verse 23

قَالَ إِنَّمَا ٱلْعِلْمُ عِندَ ٱللَّهِ وَأُبَلِّغُكُم مَّآ أُرْسِلْتُ بِهِۦ وَلَـٰكِنِّىٓ أَرَىٰكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُونَ

Transliteration qāla innamā l-ʿil'mu ʿinda l-lahi wa-uballighukum mā ur'sil'tu bihi walākinnī arākum qawman tajhalūna

Pashto ده وویل: بېشكه همدا خبره ده چې (د عذاب د راتلو) علم خو له الله سره دى او زه تاسو ته هغه څه دررسوم چې په هغو سره زه رالېږل شوى یم او لېكن زه تاسو داسې قوم وینم چې له جهالت نه كار اخلئ

Verse 24

فَلَمَّا رَأَوْهُ عَارِضًا مُّسْتَقْبِلَ أَوْدِيَتِهِمْ قَالُوا۟ هَـٰذَا عَارِضٌ مُّمْطِرُنَا ۚ بَلْ هُوَ مَا ٱسْتَعْجَلْتُم بِهِۦ ۖ رِيحٌ فِيهَا عَذَابٌ أَلِيمٌ

Transliteration falammā ra-awhu ʿāriḍan mus'taqbila awdiyatihim qālū hādhā ʿāriḍun mum'ṭirunā bal huwa mā is'taʿjaltum bihi rīḥun fīhā ʿadhābun alīmun

Pashto نو كله چې دوى هغه (عذاب) ولیده، چې د پلنې ورېځې په شكل كې د دوى میدانونو ته مخ كوونكى و، دوى وویل: دا پلنه ورېځ ده، پر مونږ باران وروونكې ده، (نو هود وویل) بلكې دا هغه (عذاب) دى چې تاسو د ده تلوار كاوه، باد دى چې په ده كې دردوونكى عذاب دى

Verse 25

تُدَمِّرُ كُلَّ شَىْءٍۭ بِأَمْرِ رَبِّهَا فَأَصْبَحُوا۟ لَا يُرَىٰٓ إِلَّا مَسَـٰكِنُهُمْ ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْقَوْمَ ٱلْمُجْرِمِينَ

Transliteration tudammiru kulla shayin bi-amri rabbihā fa-aṣbaḥū lā yurā illā masākinuhum kadhālika najzī l-qawma l-muj'rimīna

Pashto چې د خپل رب په حكم سره هر شى هلاكوي، نو دوى سبا ته داسې شول چې يواځې د دوى (خالي) كورونه لیدل كېدل، مونږ همداسې مجرم قوم ته بدله وركوو

Verse 26

وَلَقَدْ مَكَّنَّـٰهُمْ فِيمَآ إِن مَّكَّنَّـٰكُمْ فِيهِ وَجَعَلْنَا لَهُمْ سَمْعًا وَأَبْصَـٰرًا وَأَفْـِٔدَةً فَمَآ أَغْنَىٰ عَنْهُمْ سَمْعُهُمْ وَلَآ أَبْصَـٰرُهُمْ وَلَآ أَفْـِٔدَتُهُم مِّن شَىْءٍ إِذْ كَانُوا۟ يَجْحَدُونَ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ

Transliteration walaqad makkannāhum fīmā in makkannākum fīhi wajaʿalnā lahum samʿan wa-abṣāran wa-afidatan famā aghnā ʿanhum samʿuhum walā abṣāruhum walā afidatuhum min shayin idh kānū yajḥadūna biāyāti l-lahi waḥāqa bihim mā kānū bihi yastahziūna

Pashto او یقینًا یقینًا مونږ هغوى ته په هغو څیزونو كې دومره قوت (او قدرت) وركړى و چې تاسو ته مو په هغو كې قدرت نه دى دركړى او د هغوى لپاره مونږ غوږونه او سترګې او زړونه پیدا كړي وو، نو له دوى نه د دوى غوږونو او نه د دوى سترګو او نه د دوى زړونو هېڅ شى (عذاب) دفع نه كړى شو، ځكه چې دوى د الله له ایتونو نه انكار كاوه او دوى هغه (عذاب) راګېر كړل چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې

Verse 27

وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا مَا حَوْلَكُم مِّنَ ٱلْقُرَىٰ وَصَرَّفْنَا ٱلْـَٔايَـٰتِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ

Transliteration walaqad ahlaknā mā ḥawlakum mina l-qurā waṣarrafnā l-āyāti laʿallahum yarjiʿūna

Pashto او یقینًا یقینًا مونږ هغه كلي چې ستاسو چاپېره دي، هلاك كړل او مونږه ایتونه مكرر بیان كړي دي، د دې لپاره چې دوى (له كفر نه) راوګرځي

Verse 28

فَلَوْلَا نَصَرَهُمُ ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِ ٱللَّهِ قُرْبَانًا ءَالِهَةًۢ ۖ بَلْ ضَلُّوا۟ عَنْهُمْ ۚ وَذَٰلِكَ إِفْكُهُمْ وَمَا كَانُوا۟ يَفْتَرُونَ

Transliteration falawlā naṣarahumu alladhīna ittakhadhū min dūni l-lahi qur'bānan ālihatan bal ḍallū ʿanhum wadhālika if'kuhum wamā kānū yaftarūna

Pashto نو د دوى مرسته هغو (معبودانو) ولې ونه كړه چې دغو (خلقو دوى) د تقرب لپاره له الله نه غیر معبودان ګرځولي وو، بلكې دغه (معبودان په دغه وخت كې) له دوى نه ورك شول او دغه د دوى غټ دروغ دي او هغه څه دي چې دوى به له ځانه جوړول

Verse 29

وَإِذْ صَرَفْنَآ إِلَيْكَ نَفَرًا مِّنَ ٱلْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ ٱلْقُرْءَانَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوٓا۟ أَنصِتُوا۟ ۖ فَلَمَّا قُضِىَ وَلَّوْا۟ إِلَىٰ قَوْمِهِم مُّنذِرِينَ

Transliteration wa-idh ṣarafnā ilayka nafaran mina l-jini yastamiʿūna l-qur'āna falammā ḥaḍarūhu qālū anṣitū falammā quḍiya wallaw ilā qawmihim mundhirīna

Pashto او هغه وخت (یاد كړه) چې مونږ تا ته د پېریانو یوه ډله راوګرځوله، چې قرآن به اوري، نو كله چې دوى ده (قرآن) ته حاضر شول، نو ويې ويل:چوپ شئ! نو كله چې (د قرآن تلاوت) تمام كړى شو (نو) دوى خپل قوم ته بېرته وګرځېدل، په داسې حال كې چې وېروونكي وو

Verse 30

قَالُوا۟ يَـٰقَوْمَنَآ إِنَّا سَمِعْنَا كِتَـٰبًا أُنزِلَ مِنۢ بَعْدِ مُوسَىٰ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ يَهْدِىٓ إِلَى ٱلْحَقِّ وَإِلَىٰ طَرِيقٍ مُّسْتَقِيمٍ

Transliteration qālū yāqawmanā innā samiʿ'nā kitāban unzila min baʿdi mūsā muṣaddiqan limā bayna yadayhi yahdī ilā l-ḥaqi wa-ilā ṭarīqin mus'taqīmin

Pashto دوى وویل: اى زمونږ قومه! بېشكه مونږ داسې كتاب واورېده چې له موسیٰ نه وروسته نازل كړى شوى دى، په داسې حال كې د هغو (كتابونو) تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې وو، حق ته او نېغې (سمې) لارې ته ښوونه كوي

Verse 31

يَـٰقَوْمَنَآ أَجِيبُوا۟ دَاعِىَ ٱللَّهِ وَءَامِنُوا۟ بِهِۦ يَغْفِرْ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ وَيُجِرْكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ

Transliteration yāqawmanā ajībū dāʿiya l-lahi waāminū bihi yaghfir lakum min dhunūbikum wayujir'kum min ʿadhābin alīmin

Pashto اى زمونږ قومه! تاسو د الله د بلونكي وینا قبوله كړئ او په ده ایمان راوړئ، چې هغه (الله) تاسو ته ستاسو ځینې ګناهونه وبخښي او تاسو له ډېر دردوونكي عذاب نه خلاص (او بچ) كړي

Verse 32

وَمَن لَّا يُجِبْ دَاعِىَ ٱللَّهِ فَلَيْسَ بِمُعْجِزٍ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَيْسَ لَهُۥ مِن دُونِهِۦٓ أَوْلِيَآءُ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ فِى ضَلَـٰلٍ مُّبِينٍ

Transliteration waman lā yujib dāʿiya l-lahi falaysa bimuʿ'jizin fī l-arḍi walaysa lahu min dūnihi awliyāu ulāika fī ḍalālin mubīnin

Pashto او څوك چې د الله د بلونكي خبره قبوله نه كړي، نو دغه كس په ځمكه كې (الله لره) عاجزه كوونكى نه دى او د ده لپاره له دغه (الله) نه غیر هېڅ كارسازي (او مددګاران) نشته او دغه كسان په ښكاره ګمراهۍ كې دي

Verse 33

أَوَلَمْ يَرَوْا۟ أَنَّ ٱللَّهَ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَلَمْ يَعْىَ بِخَلْقِهِنَّ بِقَـٰدِرٍ عَلَىٰٓ أَن يُحْـِۧىَ ٱلْمَوْتَىٰ ۚ بَلَىٰٓ إِنَّهُۥ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ

Transliteration awalam yaraw anna l-laha alladhī khalaqa l-samāwāti wal-arḍa walam yaʿya bikhalqihinna biqādirin ʿalā an yuḥ'yiya l-mawtā balā innahu ʿalā kulli shayin qadīrun

Pashto او ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه هغه الله چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي او د دغو په پیدا كولو سره نه دى ستړى شوى، یقینًا په دې قادر دى چې مړي ژوندي كړي؟ ولې نه! بېشكه هغه په هر شي باندې ښه قادر دى

Verse 34

وَيَوْمَ يُعْرَضُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ عَلَى ٱلنَّارِ أَلَيْسَ هَـٰذَا بِٱلْحَقِّ ۖ قَالُوا۟ بَلَىٰ وَرَبِّنَا ۚ قَالَ فَذُوقُوا۟ ٱلْعَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ

Transliteration wayawma yuʿ'raḍu alladhīna kafarū ʿalā l-nāri alaysa hādhā bil-ḥaqi qālū balā warabbinā qāla fadhūqū l-ʿadhāba bimā kuntum takfurūna

Pashto او هغه ورځ (یاده كړه) چې كافران شوي كسان به اور ته وړاندې كولى شي (او ورته وبه ویل شي:) ایا دا حق (اورښتیا) نه دى، دوى به ووايي: ولې نه! زمونږ دې په خپل رب قسم وي! الله به ووايي: نو تاسو عذاب وڅَكئ، په سبب د هغه كفر چې تاسو به كاوه

Verse 35

فَٱصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُو۟لُوا۟ ٱلْعَزْمِ مِنَ ٱلرُّسُلِ وَلَا تَسْتَعْجِل لَّهُمْ ۚ كَأَنَّهُمْ يَوْمَ يَرَوْنَ مَا يُوعَدُونَ لَمْ يَلْبَثُوٓا۟ إِلَّا سَاعَةً مِّن نَّهَارٍۭ ۚ بَلَـٰغٌ ۚ فَهَلْ يُهْلَكُ إِلَّا ٱلْقَوْمُ ٱلْفَـٰسِقُونَ

Transliteration fa-iṣ'bir kamā ṣabara ulū l-ʿazmi mina l-rusuli walā tastaʿjil lahum ka-annahum yawma yarawna mā yūʿadūna lam yalbathū illā sāʿatan min nahārin balāghun fahal yuh'laku illā l-qawmu l-fāsiqūna

Pashto نو (اى نبي!) ته صبر كوه، لكه چې د عزیمت والا رسولانو صبر كړى دى او د دوى په هكله (د عذاب) تلور مه كوه، ګویاكې دوى به هغه ورځ (كې) چې هغه (عذاب) وویني چې له دوى سره يې وعده كولى شوه، داسې وي چې دوى وخت نه دى تېر كړى مګر د ورځې یوه ګړۍ، (دا قرآن) پېغام دى، پس هلاك كولى نه شي مګر فاسقان خلق

Read Surah Al-Ahqaf in another language

All languages

All 114 surahs in Pashto: the Qur’an in Pashto.

Learn it in MyDugsi

Pashto translation: Zakaria Abulsalam, from Quran.com. Transliteration: Quran.com. Recitation: Mishary Alafasy, from EveryAyah.com. MyDugsi is a learning aid, not a replacement for a qualified teacher.