Surah Saba in Pashto: translation and audio
Surah 34 · سبإ · Sheba · 54 verses
Surah Saba verse by verse: the Arabic with a recitation you can repeat, the transliteration, and the Pashto translation by Zakaria Abulsalam. For the meaning of every word, see Surah Saba word by word in English.
Verse 1
ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ٱلَّذِى لَهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ وَلَهُ ٱلْحَمْدُ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ ۚ وَهُوَ ٱلْحَكِيمُ ٱلْخَبِيرُ
Transliteration al-ḥamdu lillahi alladhī lahu mā fī l-samāwāti wamā fī l-arḍi walahu l-ḥamdu fī l-ākhirati wahuwa l-ḥakīmu l-khabīru
Pashto ټول د كمال صفتونه يواځې هغه الله لره دي چې خاص د هغه لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او خاص همده ته دي ټولې ستاينې په اخرت كې او همدغه (الله) ښه حكمت والا، ښه خبردار دى
Verse 2
يَعْلَمُ مَا يَلِجُ فِى ٱلْأَرْضِ وَمَا يَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا يَنزِلُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ وَمَا يَعْرُجُ فِيهَا ۚ وَهُوَ ٱلرَّحِيمُ ٱلْغَفُورُ
Transliteration yaʿlamu mā yaliju fī l-arḍi wamā yakhruju min'hā wamā yanzilu mina l-samāi wamā yaʿruju fīhā wahuwa l-raḥīmu l-ghafūru
Pashto هغه پوهېږي په هر هغه څه چې په ځمكه كې ننوځي او په هر هغه څه چې له دې نه راوځي او په په هر هغه څه چې له اسمان نه راكوزېږي او په هر هغه څه چې په ده كې پورته خېژي او همدغه (الله) بې حده مهربان، ډېر بخښونكى دى
Verse 3
وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَا تَأْتِينَا ٱلسَّاعَةُ ۖ قُلْ بَلَىٰ وَرَبِّى لَتَأْتِيَنَّكُمْ عَـٰلِمِ ٱلْغَيْبِ ۖ لَا يَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَلَا فِى ٱلْأَرْضِ وَلَآ أَصْغَرُ مِن ذَٰلِكَ وَلَآ أَكْبَرُ إِلَّا فِى كِتَـٰبٍ مُّبِينٍ
Transliteration waqāla alladhīna kafarū lā tatīnā l-sāʿatu qul balā warabbī latatiyannakum ʿālimi l-ghaybi lā yaʿzubu ʿanhu mith'qālu dharratin fī l-samāwāti walā fī l-arḍi walā aṣgharu min dhālika walā akbaru illā fī kitābin mubīnin
Pashto او كافران شویو كسانو وویل چې مونږ ته به قیامت رانشي ته (دوى ته) ووایه: ولې نه! زما دې په خپل رب قسم وي چې خامخا لازمًا به هغه (قیامت) تاسو ته راشي(هغه رب) چې د غیبو عالم دى، له هغه نه نه پټېږي په اندازه د یوې ذرې په اسمانونو كې او نه په ځمكه كې او نه د دغې (ذرې) نه وړوكى(شى) او نه (ترې) غټ مګر (دغه هر څه) په ښكاره كتاب كې دي
Verse 4
لِّيَجْزِىَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ
Transliteration liyajziya alladhīna āmanū waʿamilū l-ṣāliḥāti ulāika lahum maghfiratun wariz'qun karīmun
Pashto د دې لپاره چې هغه (الله) بدله وركړي هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى اونېك عملونه يې كړي دي، دغه كسان(چې دي) د دوى لپاره مغفرت او ډېر د عزت رزق دى
Verse 5
وَٱلَّذِينَ سَعَوْ فِىٓ ءَايَـٰتِنَا مُعَـٰجِزِينَ أُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مِّن رِّجْزٍ أَلِيمٌ
Transliteration wa-alladhīna saʿaw fī āyātinā muʿājizīna ulāika lahum ʿadhābun min rij'zin alīmun
Pashto او هغه كسان چې زمونږ په ایتونو كې (د باطلولو) كوشش كوي، په دې حال كې چې (په خپل ګمان الله لره) عاجزه كوونكي وي، دغه كسان (چې دي) د دوى لپاره له بد عذاب نه ډېره دردونكې سزا ده
Verse 6
وَيَرَى ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْعِلْمَ ٱلَّذِىٓ أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ هُوَ ٱلْحَقَّ وَيَهْدِىٓ إِلَىٰ صِرَٰطِ ٱلْعَزِيزِ ٱلْحَمِيدِ
Transliteration wayarā alladhīna ūtū l-ʿil'ma alladhī unzila ilayka min rabbika huwa l-ḥaqa wayahdī ilā ṣirāṭi l-ʿazīzi l-ḥamīdi
Pashto او هغه كسان چې هغوى ته علم وركړى شوى دى، (دوى) هغه (قرآن) چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى، همدغه حق ویني او دغه (قرآن) د ډېر غالب، ښه ستايل شوي (الله) لارې ته ښودنه كوي
Verse 7
وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ هَلْ نَدُلُّكُمْ عَلَىٰ رَجُلٍ يُنَبِّئُكُمْ إِذَا مُزِّقْتُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ إِنَّكُمْ لَفِى خَلْقٍ جَدِيدٍ
Transliteration waqāla alladhīna kafarū hal nadullukum ʿalā rajulin yunabbi-ukum idhā muzziq'tum kulla mumazzaqin innakum lafī khalqin jadīdin
Pashto او كافران شویو كسانو وویل: ایا مونږ تاسو ته داسې سړى وښیو چې تاسو ته خبر دركوي چې كله تاسو ذرې ذرې كړى شئ، پوره ذره ذره كېدل، (نو) بېشكه تاسو به خامخا په نوي تخلیق كې يئ (له نوي سره به پیدا كولى شئ)
Verse 8
أَفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا أَم بِهِۦ جِنَّةٌۢ ۗ بَلِ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱلْـَٔاخِرَةِ فِى ٱلْعَذَابِ وَٱلضَّلَـٰلِ ٱلْبَعِيدِ
Transliteration aftarā ʿalā l-lahi kadhiban am bihi jinnatun bali alladhīna lā yu'minūna bil-ākhirati fī l-ʿadhābi wal-ḍalāli l-baʿīdi
Pashto ایا ده له ځانه په الله دروغ تړلي دي، یا په ده پورې لېونتوب دى(داسې نه ده اى مشركانو!) بلكې هغه كسان چې په اخرت ایمان نه لري په عذاب او ډېرې لرې ګمراهۍ كې دي
Verse 9
أَفَلَمْ يَرَوْا۟ إِلَىٰ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ ۚ إِن نَّشَأْ نَخْسِفْ بِهِمُ ٱلْأَرْضَ أَوْ نُسْقِطْ عَلَيْهِمْ كِسَفًا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً لِّكُلِّ عَبْدٍ مُّنِيبٍ
Transliteration afalam yaraw ilā mā bayna aydīhim wamā khalfahum mina l-samāi wal-arḍi in nasha nakhsif bihimu l-arḍa aw nus'qiṭ ʿalayhim kisafan mina l-samāi inna fī dhālika laāyatan likulli ʿabdin munībin
Pashto ایا دوى نه دې كتلي هغه څه ته چې د دوى په مخ كې دي او هغه څه ته چې له دوى نه وروسته دي له اسمانه او ځمكې نه، كه چېرې مونږ وغواړو (نو) دوى به په ځمكه كې ورډوب كړو، یا به په دوى له اسمانه ټوټې راوغورځوو، بېشكه په دغو (كارونو) كې خامخا لویه نښه ده د هر رجوع كوونكي بنده لپاره
Verse 10
۞ وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا دَاوُۥدَ مِنَّا فَضْلًا ۖ يَـٰجِبَالُ أَوِّبِى مَعَهُۥ وَٱلطَّيْرَ ۖ وَأَلَنَّا لَهُ ٱلْحَدِيدَ
Transliteration walaqad ātaynā dāwūda minnā faḍlan yājibālu awwibī maʿahu wal-ṭayra wa-alannā lahu l-ḥadīda
Pashto او یقینًا یقینًا مونږ داود ته له خپله جانبه لوى فضیلت وركړى و، اى غرونو! او مرغانو له ده سره تسبیح راوګرځوئ او مونږ د ده لپاره اوسپنه پسته كړې وه
Verse 11
أَنِ ٱعْمَلْ سَـٰبِغَـٰتٍ وَقَدِّرْ فِى ٱلسَّرْدِ ۖ وَٱعْمَلُوا۟ صَـٰلِحًا ۖ إِنِّى بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
Transliteration ani iʿ'mal sābighātin waqaddir fī l-sardi wa-iʿ'malū ṣāliḥan innī bimā taʿmalūna baṣīrun
Pashto چې ته پوره ارتې زغرې جوړوه او د (كړیو) په اوبدلو (بوڼلو) كې اندازه كوه او تاسو نېك عمل كوئ، بېشكه زه هغه كارونو لره چې تاسو يې كوئ ؛ ښه لیدونكى یم
Verse 12
وَلِسُلَيْمَـٰنَ ٱلرِّيحَ غُدُوُّهَا شَهْرٌ وَرَوَاحُهَا شَهْرٌ ۖ وَأَسَلْنَا لَهُۥ عَيْنَ ٱلْقِطْرِ ۖ وَمِنَ ٱلْجِنِّ مَن يَعْمَلُ بَيْنَ يَدَيْهِ بِإِذْنِ رَبِّهِۦ ۖ وَمَن يَزِغْ مِنْهُمْ عَنْ أَمْرِنَا نُذِقْهُ مِنْ عَذَابِ ٱلسَّعِيرِ
Transliteration walisulaymāna l-rīḥa ghuduwwuhā shahrun warawāḥuhā shahrun wa-asalnā lahu ʿayna l-qiṭ'ri wamina l-jini man yaʿmalu bayna yadayhi bi-idh'ni rabbihi waman yazigh min'hum ʿan amrinā nudhiq'hu min ʿadhābi l-saʿīri
Pashto او د سلیمان لپاره مو هوا (مسخر كړې وه) چې د هغې د ورځې د اولې حصې مزل یوه میاشت (لاره) وه او د هغې د ورځې د اخري حصې مزل (هم) یوه میاشت (لاره) وه او د ده لپاره مونږ د ویلې كړى شوې تانبې چینه وبهوله او (مسخر كړي مو وو) له پېرانو نه هغه څوك چې د ده په مخ كې به يې د ده د رب په حكم سره كار كاوه (ورته ویل شوي وو چې) په دوى كې چې هر چا زمونږ له حكم نه سركشي وكړه (، نو) مونږ به په هغه د لمبې وهونكي اور د عذاب نه وڅَكوو
Verse 13
يَعْمَلُونَ لَهُۥ مَا يَشَآءُ مِن مَّحَـٰرِيبَ وَتَمَـٰثِيلَ وَجِفَانٍ كَٱلْجَوَابِ وَقُدُورٍ رَّاسِيَـٰتٍ ۚ ٱعْمَلُوٓا۟ ءَالَ دَاوُۥدَ شُكْرًا ۚ وَقَلِيلٌ مِّنْ عِبَادِىَ ٱلشَّكُورُ
Transliteration yaʿmalūna lahu mā yashāu min maḥārība watamāthīla wajifānin kal-jawābi waqudūrin rāsiyātin iʿ'malū āla dāwūda shuk'ran waqalīlun min ʿibādiya l-shakūru
Pashto دوى (پېریانو) به د ده لپاره هغه څه جوړول چې ده به غوښتل، یعنې اوچتې قلاګانې، او تمثالونه او لګنونه، لكه تالابونه او په نغریو كلك پراته دېګونه، اى آل داوده! تاسو (نېك) عمل كوئ د شكر لپاره او زما په بنده ګانو كې شكر كوونكي ډېر لږ دي
Verse 14
فَلَمَّا قَضَيْنَا عَلَيْهِ ٱلْمَوْتَ مَا دَلَّهُمْ عَلَىٰ مَوْتِهِۦٓ إِلَّا دَآبَّةُ ٱلْأَرْضِ تَأْكُلُ مِنسَأَتَهُۥ ۖ فَلَمَّا خَرَّ تَبَيَّنَتِ ٱلْجِنُّ أَن لَّوْ كَانُوا۟ يَعْلَمُونَ ٱلْغَيْبَ مَا لَبِثُوا۟ فِى ٱلْعَذَابِ ٱلْمُهِينِ
Transliteration falammā qaḍaynā ʿalayhi l-mawta mā dallahum ʿalā mawtihi illā dābbatu l-arḍi takulu minsa-atahu falammā kharra tabayyanati l-jinu an law kānū yaʿlamūna l-ghayba mā labithū fī l-ʿadhābi l-muhīni
Pashto نو كله چې مونږ په ده د مرګ حكم وكړ، نو دوى (پېریان هیچا) خبر نه كړل مګر د ځمكې چینجو چې د ده امسا يې خوړله، نو كله چې هغه (سلیمان په ځمكه) ولوېده (نو) پېریانو ته معلومه شوه چې بېشكه كه دوى په غیبو پوهېدلى( نو) په دغه سپكوونكي عذاب كې به نه و پاتې شوي
Verse 15
لَقَدْ كَانَ لِسَبَإٍ فِى مَسْكَنِهِمْ ءَايَةٌ ۖ جَنَّتَانِ عَن يَمِينٍ وَشِمَالٍ ۖ كُلُوا۟ مِن رِّزْقِ رَبِّكُمْ وَٱشْكُرُوا۟ لَهُۥ ۚ بَلْدَةٌ طَيِّبَةٌ وَرَبٌّ غَفُورٌ
Transliteration laqad kāna lisaba-in fī maskanihim āyatun jannatāni ʿan yamīnin washimālin kulū min riz'qi rabbikum wa-ush'kurū lahu baldatun ṭayyibatun warabbun ghafūrun
Pashto یقینًا یقینًا د سبا (خلقو) لپاره په خپلې استوګنې كې یوه لویه نښه وه (هغه دا چې د دوى) ښي او چپ اړخ ته دوه باغونه دي، تاسو د خپل رب له رزقه خورئ او د هغه شكر وباسئ (دا ښار) پاكیزه ښار دى او (ستاسو) رب دى ډېر بخښونكى
Verse 16
فَأَعْرَضُوا۟ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ سَيْلَ ٱلْعَرِمِ وَبَدَّلْنَـٰهُم بِجَنَّتَيْهِمْ جَنَّتَيْنِ ذَوَاتَىْ أُكُلٍ خَمْطٍ وَأَثْلٍ وَشَىْءٍ مِّن سِدْرٍ قَلِيلٍ
Transliteration fa-aʿraḍū fa-arsalnā ʿalayhim sayla l-ʿarimi wabaddalnāhum bijannatayhim jannatayni dhawātay ukulin khamṭin wa-athlin washayin min sid'rin qalīlin
Pashto بیا دوى مخ واړلو (د نبیانو له دعوت نه) نو مونږ په دوى د بند زورور سېلاب راخلاص كړ او د دوى د دوه باغونو په ځاى مو دوى ته دوه داسې باغونه په بدل كې وركړل چې دواړه خاوندان د بې خونده مېوو او غزانو او څه لږ شى د بېرو وو
Verse 17
ذَٰلِكَ جَزَيْنَـٰهُم بِمَا كَفَرُوا۟ ۖ وَهَلْ نُجَـٰزِىٓ إِلَّا ٱلْكَفُورَ
Transliteration dhālika jazaynāhum bimā kafarū wahal nujāzī illā l-kafūra
Pashto دغه، مونږ دوى ته سزا وركړه، په سبب د دوى د كفر كولو او مونږ جزا نه وركوو مګر سخت ناشكري ته
Verse 18
وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمْ وَبَيْنَ ٱلْقُرَى ٱلَّتِى بَـٰرَكْنَا فِيهَا قُرًى ظَـٰهِرَةً وَقَدَّرْنَا فِيهَا ٱلسَّيْرَ ۖ سِيرُوا۟ فِيهَا لَيَالِىَ وَأَيَّامًا ءَامِنِينَ
Transliteration wajaʿalnā baynahum wabayna l-qurā allatī bāraknā fīhā quran ẓāhiratan waqaddarnā fīhā l-sayra sīrū fīhā layāliya wa-ayyāman āminīna
Pashto او مونږه د دوى په مینځ كې او د هغو كلیو په مینځ كې چې مونږ په هغو كې بركت اچولى و ښكاره (لارې ته نژدې) كلي جوړ كړل او د دغو (كلیو) په مینځ كې مونږ تګ راتګ په اندازه كړى و، تاسو ګرځئ په دغو (كلیو) كې، په شپو او ورځو، په داسې حال كې چې په امان به یئ
Verse 19
فَقَالُوا۟ رَبَّنَا بَـٰعِدْ بَيْنَ أَسْفَارِنَا وَظَلَمُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ فَجَعَلْنَـٰهُمْ أَحَادِيثَ وَمَزَّقْنَـٰهُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ
Transliteration faqālū rabbanā bāʿid bayna asfārinā waẓalamū anfusahum fajaʿalnāhum aḥādītha wamazzaqnāhum kulla mumazzaqin inna fī dhālika laāyātin likulli ṣabbārin shakūrin
Pashto نو دوى وویل: اى زمونږ ربه! ته زمونږ د منزلونو په مینځ كې لرې والى پیدا كړه او دوى په خپلو ځانونو ظلم وكړ، نو مونږه دوى قصې (افسانې) وګرځول او مونږ دوى تار په تار كړل، پوره تار په تار كول، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي دهر ډېر صبر كوونكي، ډېر شكر كوونكي لپاره
Verse 20
وَلَقَدْ صَدَّقَ عَلَيْهِمْ إِبْلِيسُ ظَنَّهُۥ فَٱتَّبَعُوهُ إِلَّا فَرِيقًا مِّنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ
Transliteration walaqad ṣaddaqa ʿalayhim ib'līsu ẓannahu fa-ittabaʿūhu illā farīqan mina l-mu'minīna
Pashto او یقینًا یقینًا ابلیس د دوى په باره كې خپل خیال رښتیا ومونده، نو دوى ټولو د هغه پيروي وكړه، مګر یوې ډلې، چې هغه مومنان دي
Verse 21
وَمَا كَانَ لَهُۥ عَلَيْهِم مِّن سُلْطَـٰنٍ إِلَّا لِنَعْلَمَ مَن يُؤْمِنُ بِٱلْـَٔاخِرَةِ مِمَّنْ هُوَ مِنْهَا فِى شَكٍّ ۗ وَرَبُّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ حَفِيظٌ
Transliteration wamā kāna lahu ʿalayhim min sul'ṭānin illā linaʿlama man yu'minu bil-ākhirati mimman huwa min'hā fī shakkin warabbuka ʿalā kulli shayin ḥafīẓun
Pashto او د دغه (شیطان) لپاره په دغو (اهل سباوو) باندې هېڅ تسلط (او غلبه) نه وه مګر د دې لپاره چې مونږ معلوم (او بېل) كړو هغه څوك چې په اخرت ایمان لري له هغه چا نه چې هغه د دغه (اخرت) په باره كې په شك كې دى او ستا رب د هر شي ښه نګران دى
Verse 22
قُلِ ٱدْعُوا۟ ٱلَّذِينَ زَعَمْتُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ ۖ لَا يَمْلِكُونَ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَلَا فِى ٱلْأَرْضِ وَمَا لَهُمْ فِيهِمَا مِن شِرْكٍ وَمَا لَهُۥ مِنْهُم مِّن ظَهِيرٍ
Transliteration quli id'ʿū alladhīna zaʿamtum min dūni l-lahi lā yamlikūna mith'qāla dharratin fī l-samāwāti walā fī l-arḍi wamā lahum fīhimā min shir'kin wamā lahu min'hum min ẓahīrin
Pashto ته (دې مشركانو ته) ووایه: تاسو هغه (معبودان) وبولئ چې تاسو (هغه) له الله نه غیر (معبودان) ګڼلي دي، دوى د یوې ذرې اندازه اختیار (او مِلك) نه لري په اسمانونو كې او نه په ځمكه كې او د دوى لپاره په دغو دواړو كې هېڅ برخه (شركت) نشته، او نشته دغه (الله) ته له دوى نه هېڅ مددګار
Verse 23
وَلَا تَنفَعُ ٱلشَّفَـٰعَةُ عِندَهُۥٓ إِلَّا لِمَنْ أَذِنَ لَهُۥ ۚ حَتَّىٰٓ إِذَا فُزِّعَ عَن قُلُوبِهِمْ قَالُوا۟ مَاذَا قَالَ رَبُّكُمْ ۖ قَالُوا۟ ٱلْحَقَّ ۖ وَهُوَ ٱلْعَلِىُّ ٱلْكَبِيرُ
Transliteration walā tanfaʿu l-shafāʿatu ʿindahu illā liman adhina lahu ḥattā idhā fuzziʿa ʿan qulūbihim qālū mādhā qāla rabbukum qālū l-ḥaqa wahuwa l-ʿaliyu l-kabīru
Pashto او د هغه (الله) په نیز شفاعت نفع نه رسوي مګر د هغه چا لپاره چې هغه (الله) د هغه لپاره اجازت وركړي تر هغه پورې چې كله د دوى د زړونو نه وېره(هیبت) لرې كړى شي(نو) دوى وايي: ستاسو رب څه وفرمايل؟ هغوى به ووايي چې حق (يې وفرمایه) او هم دى ډېر اوچت، ډېر لوى دى
Verse 24
۞ قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۖ قُلِ ٱللَّهُ ۖ وَإِنَّآ أَوْ إِيَّاكُمْ لَعَلَىٰ هُدًى أَوْ فِى ضَلَـٰلٍ مُّبِينٍ
Transliteration qul man yarzuqukum mina l-samāwāti wal-arḍi quli l-lahu wa-innā aw iyyākum laʿalā hudan aw fī ḍalālin mubīnin
Pashto (اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه چې تاسو ته له اسمانونو اوځمكې نه څوك رزق دركوي؟ ته ووایه چې ’’الله‘‘ او بېشكه مونږ، یا تاسو خامخا په هدایت باندې یو، یا په ښكاره ګمراهۍ كې یو
Verse 25
قُل لَّا تُسْـَٔلُونَ عَمَّآ أَجْرَمْنَا وَلَا نُسْـَٔلُ عَمَّا تَعْمَلُونَ
Transliteration qul lā tus'alūna ʿammā ajramnā walā nus'alu ʿammā taʿmalūna
Pashto ته (دوى ته) ووایه: له تاسو نه د هغو جرمونو په باره كې تپوس نه كېږي چې مونږ كړي دي او زمونږ نه پوښتنه نه كېږي د هغو عملونو په باره كې چې تاسو يې كوئ
Verse 26
قُلْ يَجْمَعُ بَيْنَنَا رَبُّنَا ثُمَّ يَفْتَحُ بَيْنَنَا بِٱلْحَقِّ وَهُوَ ٱلْفَتَّاحُ ٱلْعَلِيمُ
Transliteration qul yajmaʿu baynanā rabbunā thumma yaftaḥu baynanā bil-ḥaqi wahuwa l-fatāḥu l-ʿalīmu
Pashto ته ووایه: زمونږ رب به زمونږ په مینځ كې جمع وكړي، بیا به زمونږ په مینځ كې په حقه سره فیصله وكړي او هم دى ښه فیصله كوونكى، ښه عالم دى
Verse 27
قُلْ أَرُونِىَ ٱلَّذِينَ أَلْحَقْتُم بِهِۦ شُرَكَآءَ ۖ كَلَّا ۚ بَلْ هُوَ ٱللَّهُ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ
Transliteration qul arūniya alladhīna alḥaqtum bihi shurakāa kallā bal huwa l-lahu l-ʿazīzu l-ḥakīmu
Pashto ته(دوى ته) ووایه: تاسو ما ته هغه (معبودان) راوښیئ چې تاسو له هغه (الله) سره پیوست كړي دي، چې شریكان دي (كله هم داسې نشي كېدى) بلكې همدغه الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى
Verse 28
وَمَآ أَرْسَلْنَـٰكَ إِلَّا كَآفَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ
Transliteration wamā arsalnāka illā kāffatan lilnnāsi bashīran wanadhīran walākinna akthara l-nāsi lā yaʿlamūna
Pashto او ته نه يې لېږلى مونږ مګر د ټولو خلقو (انسانانو) لپاره زېرى وركوونكى او وېروونكى او لېكن اكثره خلق نه پوهېږي
Verse 29
وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَـٰذَا ٱلْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ
Transliteration wayaqūlūna matā hādhā l-waʿdu in kuntum ṣādiqīna
Pashto او دوى وايي: دغه وعده به كله وي كه تاسو رښتيني یئ؟
Verse 30
قُل لَّكُم مِّيعَادُ يَوْمٍ لَّا تَسْتَـْٔخِرُونَ عَنْهُ سَاعَةً وَلَا تَسْتَقْدِمُونَ
Transliteration qul lakum mīʿādu yawmin lā tastakhirūna ʿanhu sāʿatan walā tastaqdimūna
Pashto ته (دوى ته) ووایه: تاسو لپاره د داسې ورځې وعده ده چې تاسو به له هغې نه نه يوه ګړۍ وروسته كېږي او نه به تاسو ړومبى كېږئ
Verse 31
وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَن نُّؤْمِنَ بِهَـٰذَا ٱلْقُرْءَانِ وَلَا بِٱلَّذِى بَيْنَ يَدَيْهِ ۗ وَلَوْ تَرَىٰٓ إِذِ ٱلظَّـٰلِمُونَ مَوْقُوفُونَ عِندَ رَبِّهِمْ يَرْجِعُ بَعْضُهُمْ إِلَىٰ بَعْضٍ ٱلْقَوْلَ يَقُولُ ٱلَّذِينَ ٱسْتُضْعِفُوا۟ لِلَّذِينَ ٱسْتَكْبَرُوا۟ لَوْلَآ أَنتُمْ لَكُنَّا مُؤْمِنِينَ
Transliteration waqāla alladhīna kafarū lan nu'mina bihādhā l-qur'āni walā bi-alladhī bayna yadayhi walaw tarā idhi l-ẓālimūna mawqūfūna ʿinda rabbihim yarjiʿu baʿḍuhum ilā baʿḍin l-qawla yaqūlu alladhīna us'tuḍ'ʿifū lilladhīna is'takbarū lawlā antum lakunnā mu'minīna
Pashto او كافران شویو كسانو وویل: مونږ به له سره په دې قرآن ایمان رانه وړو او نه په هغو كتابونو چې له ده نه مخكې دي او كه ته ووینې كله چې ظالمان د خپل رب په وړاندې ودرول شوي وي، په داسې حال كې چې د دوى ځینې به ځینو نورو ته خبره اړوي (داسې) چې (په دنیا كې) ښه ضعیف كړى شوي كسان به هغو كسانو ته ووايي چې تكبر به يې كاوه: كه تاسو (مونږ لره د ایمان نه منع كوونكي) نه وى (، نو) یقینًا مونږ به مومنان وو
Verse 32
قَالَ ٱلَّذِينَ ٱسْتَكْبَرُوا۟ لِلَّذِينَ ٱسْتُضْعِفُوٓا۟ أَنَحْنُ صَدَدْنَـٰكُمْ عَنِ ٱلْهُدَىٰ بَعْدَ إِذْ جَآءَكُم ۖ بَلْ كُنتُم مُّجْرِمِينَ
Transliteration qāla alladhīna is'takbarū lilladhīna us'tuḍ'ʿifū anaḥnu ṣadadnākum ʿani l-hudā baʿda idh jāakum bal kuntum muj'rimīna
Pashto هغه كسان به ووايي چې تكبر يې كړى و، هغو كسانو ته چې ښه كمزور كړى شوي وو: ایا مونږه تاسو د هدایت نه بند كړي وئ، وروسته له دې چې كله هغه تاسو ته راغى! (داسې نه ده) بلكې تاسو (پخپله) مجرمان وئ
Verse 33
وَقَالَ ٱلَّذِينَ ٱسْتُضْعِفُوا۟ لِلَّذِينَ ٱسْتَكْبَرُوا۟ بَلْ مَكْرُ ٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ إِذْ تَأْمُرُونَنَآ أَن نَّكْفُرَ بِٱللَّهِ وَنَجْعَلَ لَهُۥٓ أَندَادًا ۚ وَأَسَرُّوا۟ ٱلنَّدَامَةَ لَمَّا رَأَوُا۟ ٱلْعَذَابَ وَجَعَلْنَا ٱلْأَغْلَـٰلَ فِىٓ أَعْنَاقِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ۚ هَلْ يُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ
Transliteration waqāla alladhīna us'tuḍ'ʿifū lilladhīna is'takbarū bal makru al-layli wal-nahāri idh tamurūnanā an nakfura bil-lahi wanajʿala lahu andādan wa-asarrū l-nadāmata lammā ra-awū l-ʿadhāba wajaʿalnā l-aghlāla fī aʿnāqi alladhīna kafarū hal yuj'zawna illā mā kānū yaʿmalūna
Pashto او كمزور كړى شوي كسان به هغو كسانو ته ووايي چې تكبر به يې كاوه: (داسې نه وه) بلكې(دا ستاسو) د شپې او ورځي مكر (او فریب) و، كله چې به تاسو مونږ ته حكم كاوه چې مونږ په الله سره كافران شو او د هغه لپاره مونږ شریكان پیدا كړو او دوى (ټول) به پښېماني پټه كړي كله چې دوى عذاب وویني او مونږ به ځنځيرونه د كافران شویو كسانو په غاړو (څټونو) كې واچوو، دوى ته بدله نه وركول كېږي مګر د هغو عملونو چې دوى به كول
Verse 34
وَمَآ أَرْسَلْنَا فِى قَرْيَةٍ مِّن نَّذِيرٍ إِلَّا قَالَ مُتْرَفُوهَآ إِنَّا بِمَآ أُرْسِلْتُم بِهِۦ كَـٰفِرُونَ
Transliteration wamā arsalnā fī qaryatin min nadhīrin illā qāla mut'rafūhā innā bimā ur'sil'tum bihi kāfirūna
Pashto او مونږ نه و لېږلى په كوم ښار كې هېڅ یو وېروونكى مګر هغه متكبره مَړو (مالدارو) خلقو به ویل: بېشكه مونږ په هغه څه چې تاسو په هغه سره رالېږل شوي يئ، كافران یو
Verse 35
وَقَالُوا۟ نَحْنُ أَكْثَرُ أَمْوَٰلًا وَأَوْلَـٰدًا وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِينَ
Transliteration waqālū naḥnu aktharu amwālan wa-awlādan wamā naḥnu bimuʿadhabīna
Pashto او دوى به ویل: مونږ د مال او اولاد په لحاظ ډېر زیات یو او مونږ به په عذاب كولى نشو
Verse 36
قُلْ إِنَّ رَبِّى يَبْسُطُ ٱلرِّزْقَ لِمَن يَشَآءُ وَيَقْدِرُ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ
Transliteration qul inna rabbī yabsuṭu l-riz'qa liman yashāu wayaqdiru walākinna akthara l-nāsi lā yaʿlamūna
Pashto ته ( دوى ته) ووایه: بېشكه زما رب رزق فراخوي چا ته چې وغواړي او تنګوي يې او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي
Verse 37
وَمَآ أَمْوَٰلُكُمْ وَلَآ أَوْلَـٰدُكُم بِٱلَّتِى تُقَرِّبُكُمْ عِندَنَا زُلْفَىٰٓ إِلَّا مَنْ ءَامَنَ وَعَمِلَ صَـٰلِحًا فَأُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمْ جَزَآءُ ٱلضِّعْفِ بِمَا عَمِلُوا۟ وَهُمْ فِى ٱلْغُرُفَـٰتِ ءَامِنُونَ
Transliteration wamā amwālukum walā awlādukum bi-allatī tuqarribukum ʿindanā zul'fā illā man āmana waʿamila ṣāliḥan fa-ulāika lahum jazāu l-ḍiʿ'fi bimā ʿamilū wahum fī l-ghurufāti āminūna
Pashto او نه دي ستاسو مالونه او نه اولاد هغه شى چې هغه تاسو مونږ ته رانژدې كړي، ښه رانژدې كول مګر هغه څوك چې ایمان يې راوړ او نېك عمل يې وكړ، نو دغه كسان دي چې د دوى لپاره دوه چنده بدله ده، په سبب د هغو عملونو چې دوى كړي دي او دوى به (د جنت) په بالاخانو كې په امن وي
Verse 38
وَٱلَّذِينَ يَسْعَوْنَ فِىٓ ءَايَـٰتِنَا مُعَـٰجِزِينَ أُو۟لَـٰٓئِكَ فِى ٱلْعَذَابِ مُحْضَرُونَ
Transliteration wa-alladhīna yasʿawna fī āyātinā muʿājizīna ulāika fī l-ʿadhābi muḥ'ḍarūna
Pashto او هغه كسان چې زمونږ په ایتونو كې كوشش كوي، چې ( په خپل خیال مونږ ه لره) عاجزه كوونكي وي، دغه كسان په عذاب كې حاضر كړى شوي دي
Verse 39
قُلْ إِنَّ رَبِّى يَبْسُطُ ٱلرِّزْقَ لِمَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ وَيَقْدِرُ لَهُۥ ۚ وَمَآ أَنفَقْتُم مِّن شَىْءٍ فَهُوَ يُخْلِفُهُۥ ۖ وَهُوَ خَيْرُ ٱلرَّٰزِقِينَ
Transliteration qul inna rabbī yabsuṭu l-riz'qa liman yashāu min ʿibādihi wayaqdiru lahu wamā anfaqtum min shayin fahuwa yukh'lifuhu wahuwa khayru l-rāziqīna
Pashto ته (دوى ته) ووایه: بېشكه زما رب رزق فراخوي چا ته چې وغواړي په خپلو بنده ګانو كې او د هغه لپاره يې تنګوي او تاسو چې څه شى هم لګوئ، نو هغه د دغه (څیز) عوض دركوي او هغه تر ټولو غوره رزق وركوونكى دى
Verse 40
وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا ثُمَّ يَقُولُ لِلْمَلَـٰٓئِكَةِ أَهَـٰٓؤُلَآءِ إِيَّاكُمْ كَانُوا۟ يَعْبُدُونَ
Transliteration wayawma yaḥshuruhum jamīʿan thumma yaqūlu lil'malāikati ahāulāi iyyākum kānū yaʿbudūna
Pashto او (یاد كړئ) هغه ورځ چې هغه (الله) به دوى ټول راجمع كړي، بیا به ملايكو ته ووايي: ایا دغو كسانو به خاص ستاسو عبادت كاوه؟
Verse 41
قَالُوا۟ سُبْحَـٰنَكَ أَنتَ وَلِيُّنَا مِن دُونِهِم ۖ بَلْ كَانُوا۟ يَعْبُدُونَ ٱلْجِنَّ ۖ أَكْثَرُهُم بِهِم مُّؤْمِنُونَ
Transliteration qālū sub'ḥānaka anta waliyyunā min dūnihim bal kānū yaʿbudūna l-jina aktharuhum bihim mu'minūna
Pashto هغوى (ملايك) به ووايي: تا لره پاكي ده، ته له دوى نه غیر زمونږ مولٰى (او كارساز) يې بلكې دوى به د پېریانو عبادت كاوه، د دوى اكثره پر هغوى ایمان راوړونكي وو
Verse 42
فَٱلْيَوْمَ لَا يَمْلِكُ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ نَّفْعًا وَلَا ضَرًّا وَنَقُولُ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ ذُوقُوا۟ عَذَابَ ٱلنَّارِ ٱلَّتِى كُنتُم بِهَا تُكَذِّبُونَ
Transliteration fal-yawma lā yamliku baʿḍukum libaʿḍin nafʿan walā ḍarran wanaqūlu lilladhīna ẓalamū dhūqū ʿadhāba l-nāri allatī kuntum bihā tukadhibūna
Pashto نو نن ورځ ستاسو ځینې د ځینو نورو لپاره نه د هېڅ نفعې اختیار لري اونه د ضرر اومونږ به هغو كسانو ته چې ظلم (شرك) يې كړى دى،ووایو: تاسو د هغه اور عذاب وڅكئ چې تاسو به د هغه تكذیب كاوه
Verse 43
وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتُنَا بَيِّنَـٰتٍ قَالُوا۟ مَا هَـٰذَآ إِلَّا رَجُلٌ يُرِيدُ أَن يَصُدَّكُمْ عَمَّا كَانَ يَعْبُدُ ءَابَآؤُكُمْ وَقَالُوا۟ مَا هَـٰذَآ إِلَّآ إِفْكٌ مُّفْتَرًى ۚ وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لِلْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمْ إِنْ هَـٰذَآ إِلَّا سِحْرٌ مُّبِينٌ
Transliteration wa-idhā tut'lā ʿalayhim āyātunā bayyinātin qālū mā hādhā illā rajulun yurīdu an yaṣuddakum ʿammā kāna yaʿbudu ābāukum waqālū mā hādhā illā if'kun muf'taran waqāla alladhīna kafarū lil'ḥaqqi lammā jāahum in hādhā illā siḥ'run mubīnun
Pashto او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي، چې ښه واضح دي (نو) دوى وايي: نه دى دا مګر یو داسې سړى دى چې غواړي چې تاسو د هغو (معبودانو له عبادت) نه منع كړي چې ستاسو پلرونو به يې عبادت كاوه او دوى وايي: دا (قرآن) نه دى مګر خالص دروغ دي چې له ځانه جوړ كړى شوي دي او كافران شوي خلق د حق(قرآن) په باره كې وايي كله چې دوى ته راغى: نه دى دا مګر ښكاره جادو
Verse 44
وَمَآ ءَاتَيْنَـٰهُم مِّن كُتُبٍ يَدْرُسُونَهَا ۖ وَمَآ أَرْسَلْنَآ إِلَيْهِمْ قَبْلَكَ مِن نَّذِيرٍ
Transliteration wamā ātaynāhum min kutubin yadrusūnahā wamā arsalnā ilayhim qablaka min nadhīrin
Pashto حال دا چې مونږ دوى ته هېڅ كتابونه نه دي وركړي چې دوى يې لولي او نه له تا نه مخكې مونږ دوى ته هېڅ وېروونكى لېږلى دى
Verse 45
وَكَذَّبَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَمَا بَلَغُوا۟ مِعْشَارَ مَآ ءَاتَيْنَـٰهُمْ فَكَذَّبُوا۟ رُسُلِى ۖ فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ
Transliteration wakadhaba alladhīna min qablihim wamā balaghū miʿ'shāra mā ātaynāhum fakadhabū rusulī fakayfa kāna nakīri
Pashto او هغو كسانو تكذیب كړى و، چې له دوى نه مخكې وو، حال دا چې دوى (د مكې كافران) نه دي رسېدلي لسمې برخې ته د هغه (قوت او قدرت) چې ما هغوى (مخكينو كافرانو) ته وركړى و، نو هغوى زمونږ د رسولانو تكذيب وكړ، بيا نو زما انكار څنګه و
Verse 46
۞ قُلْ إِنَّمَآ أَعِظُكُم بِوَٰحِدَةٍ ۖ أَن تَقُومُوا۟ لِلَّهِ مَثْنَىٰ وَفُرَٰدَىٰ ثُمَّ تَتَفَكَّرُوا۟ ۚ مَا بِصَاحِبِكُم مِّن جِنَّةٍ ۚ إِنْ هُوَ إِلَّا نَذِيرٌ لَّكُم بَيْنَ يَدَىْ عَذَابٍ شَدِيدٍ
Transliteration qul innamā aʿiẓukum biwāḥidatin an taqūmū lillahi mathnā wafurādā thumma tatafakkarū mā biṣāḥibikum min jinnatin in huwa illā nadhīrun lakum bayna yaday ʿadhābin shadīdin
Pashto ته (دوى ته) وایه: بېشكه زه تاسو ته يواځې دیوې خبرې وعظ كوم، دا چې تاسو خاص الله ته ودرېږئ، دوه دوه او یو یو، بیا ښه فكر وكړئ چې ستاسو په ملګري كې هېڅ لېونتوب نشته، نه دى دا مګر تاسو لره وېروونكى، د ډېر سخت عذاب نه مخكې
Verse 47
قُلْ مَا سَأَلْتُكُم مِّنْ أَجْرٍ فَهُوَ لَكُمْ ۖ إِنْ أَجْرِىَ إِلَّا عَلَى ٱللَّهِ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ شَهِيدٌ
Transliteration qul mā sa-altukum min ajrin fahuwa lakum in ajriya illā ʿalā l-lahi wahuwa ʿalā kulli shayin shahīdun
Pashto ته (دوى ته) ووایه: هغه چې ما له تاسو نه څه اجرت غوښتى وي، نو هغه دې تاسو لپاره وي، زما اجر نشته مګر په الله باندې دى او هغه په هر شي باندې ښه ګواه (او ښه خبردار) دى
Verse 48
قُلْ إِنَّ رَبِّى يَقْذِفُ بِٱلْحَقِّ عَلَّـٰمُ ٱلْغُيُوبِ
Transliteration qul inna rabbī yaqdhifu bil-ḥaqi ʿallāmu l-ghuyūbi
Pashto ته ووایه: بېشكه زما رب حق رالېږي (هغه) د پټو خبرو ښه عالم دى
Verse 49
قُلْ جَآءَ ٱلْحَقُّ وَمَا يُبْدِئُ ٱلْبَـٰطِلُ وَمَا يُعِيدُ
Transliteration qul jāa l-ḥaqu wamā yub'di-u l-bāṭilu wamā yuʿīdu
Pashto ته ووایه: حق راغى او باطل نه اول ځلې پیدا كول كولى شي او نه دوباره ژوندي كول كولى شي
Verse 50
قُلْ إِن ضَلَلْتُ فَإِنَّمَآ أَضِلُّ عَلَىٰ نَفْسِى ۖ وَإِنِ ٱهْتَدَيْتُ فَبِمَا يُوحِىٓ إِلَىَّ رَبِّىٓ ۚ إِنَّهُۥ سَمِيعٌ قَرِيبٌ
Transliteration qul in ḍalaltu fa-innamā aḍillu ʿalā nafsī wa-ini ih'tadaytu fabimā yūḥī ilayya rabbī innahu samīʿun qarībun
Pashto ته (دوى ته) ووایه: كه چېرې زه ګمراه شم، نو یقینًا يواځې د خپل ځان په ضرر ګمراه كېږم او كه ما هدایت ومونده، نو په سبب د هغه كلام چې زما رب يې ما ته وحي كوي، بېشكه هغه ښه اورېدونكى، ډېر نژدې دى
Verse 51
وَلَوْ تَرَىٰٓ إِذْ فَزِعُوا۟ فَلَا فَوْتَ وَأُخِذُوا۟ مِن مَّكَانٍ قَرِيبٍ
Transliteration walaw tarā idh faziʿū falā fawta wa-ukhidhū min makānin qarībin
Pashto او كه ته ووینې كله چې دوى ووېرېږي، نو هېڅ خلاصى به نه وي او دوى به له ډېر نژدې ځایه ونیول شي
Verse 52
وَقَالُوٓا۟ ءَامَنَّا بِهِۦ وَأَنَّىٰ لَهُمُ ٱلتَّنَاوُشُ مِن مَّكَانٍۭ بَعِيدٍ
Transliteration waqālū āmannā bihi wa-annā lahumu l-tanāwushu min makānin baʿīdin
Pashto او دوى به ووايي: مونږ په دغه (الله) ایمان راوړى دى، او د دوى لپاره به د ډېر لرې ځاى نه نیول له كومه وي!
Verse 53
وَقَدْ كَفَرُوا۟ بِهِۦ مِن قَبْلُ ۖ وَيَقْذِفُونَ بِٱلْغَيْبِ مِن مَّكَانٍۭ بَعِيدٍ
Transliteration waqad kafarū bihi min qablu wayaqdhifūna bil-ghaybi min makānin baʿīdin
Pashto حال دا چې یقینًا دوى په ده سره له دې نه مخكې كافران شوي وو او دوى به بې له لیدلو ویشتل كول، له ډېر لرې ځایه
Verse 54
وَحِيلَ بَيْنَهُمْ وَبَيْنَ مَا يَشْتَهُونَ كَمَا فُعِلَ بِأَشْيَاعِهِم مِّن قَبْلُ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ فِى شَكٍّ مُّرِيبٍۭ
Transliteration waḥīla baynahum wabayna mā yashtahūna kamā fuʿila bi-ashyāʿihim min qablu innahum kānū fī shakkin murībin
Pashto او پرده به واچول شي د دوى په مینځ كې او په مینځ د هغه شي كې چې دوى يې غواړي (او ارمان يې كوي) لكه چې د دوى له ملګرو (هم جنسو) سره(دا كار) كړى شوى و له دوى نه مخكې، بېشكه دوى په اضطراب اچوونكي شك كې وو
Read Surah Saba in another language
- English (word by word)
- Albanian
- Amazigh
- Amharic
- Assamese
- Azerbaijani
- Bambara
- Bangla
- Bosnian
- Bulgarian
- Chechen
- Chinese
- Czech
- Dari
- Dhivehi
- Dutch
- Finnish
- French
- German
- Gujarati
- Hausa
- Hebrew
- Hindi
- Indonesian
- Italian
- Japanese
- Kannada
- Kazakh
- Khmer
- Kinyarwanda
- Korean
- Kurdish
- Luganda
- Malay
- Malayalam
- Maranao
- Marathi
- Nepali
- Norwegian
- Oromo
- Persian
- Polish
- Portuguese
- Romanian
- Russian
- Sindhi
- Sinhala
- Somali
- Spanish
- Swahili
- Swedish
- Tagalog
- Tajik
- Tamil
- Tatar
- Telugu
- Thai
- Turkish
- Ukrainian
- Urdu
- Uyghur
- Uzbek
- Vietnamese
- Yao
- Yoruba
All 114 surahs in Pashto: the Qur’an in Pashto.
Pashto translation: Zakaria Abulsalam, from Quran.com. Transliteration: Quran.com. Recitation: Mishary Alafasy, from EveryAyah.com. MyDugsi is a learning aid, not a replacement for a qualified teacher.