MyDugsiStart learning

Surah Luqman in Pashto: translation and audio

Surah 31 · لقمان · Luqman · 34 verses

Surah Luqman verse by verse: the Arabic with a recitation you can repeat, the transliteration, and the Pashto translation by Zakaria Abulsalam. For the meaning of every word, see Surah Luqman word by word in English.

Verse 1

الٓمٓ

Transliteration alif-lam-meem

Pashto الف، لام، ميم

Verse 2

تِلْكَ ءَايَـٰتُ ٱلْكِتَـٰبِ ٱلْحَكِيمِ

Transliteration til'ka āyātu l-kitābi l-ḥakīmi

Pashto دغه د حكمت لرونكي كتاب ایتونه دي

Verse 3

هُدًى وَرَحْمَةً لِّلْمُحْسِنِينَ

Transliteration hudan waraḥmatan lil'muḥ'sinīna

Pashto په داسې حال كې چې نېكي كوونكو لپاره هدایت او رحمت دى

Verse 4

ٱلَّذِينَ يُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤْتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَهُم بِٱلْـَٔاخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ

Transliteration alladhīna yuqīmūna l-ṣalata wayu'tūna l-zakata wahum bil-ākhirati hum yūqinūna

Pashto هغه كسان چې لمونځ قايموي او زكات ادا كوي او په اخرت باندې هم دوى یقین كوي

Verse 5

أُو۟لَـٰٓئِكَ عَلَىٰ هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ ۖ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ

Transliteration ulāika ʿalā hudan min rabbihim wa-ulāika humu l-muf'liḥūna

Pashto دغه كسان په هدایت باندې دي د خپل رب له جانبه او همدغه كسان پوره كامیاب دي

Verse 6

وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَشْتَرِى لَهْوَ ٱلْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ

Transliteration wamina l-nāsi man yashtarī lahwa l-ḥadīthi liyuḍilla ʿan sabīli l-lahi bighayri ʿil'min wayattakhidhahā huzuwan ulāika lahum ʿadhābun muhīnun

Pashto او په خلقو كې ځینې هغه څوك دي چې عبثې خبرې اخلي، د دې لپاره چې بې له علمه د الله له لارې نه (خلق) ګمراه كړي او دغه (لاره) مَسخره جوړه كړي، دغه كسان چې دي، د دوى لپاره سپكوونكى عذاب دى

Verse 7

وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِ ءَايَـٰتُنَا وَلَّىٰ مُسْتَكْبِرًا كَأَن لَّمْ يَسْمَعْهَا كَأَنَّ فِىٓ أُذُنَيْهِ وَقْرًا ۖ فَبَشِّرْهُ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ

Transliteration wa-idhā tut'lā ʿalayhi āyātunā wallā mus'takbiran ka-an lam yasmaʿhā ka-anna fī udhunayhi waqran fabashir'hu biʿadhābin alīmin

Pashto او كله چې ده ته زمونږ ایتونه ولوستل شي (نو) مخ وګرځوي، په داسې حال كې چې ډېر تكبر كوونكى وي، ګویاكې ده دا له سره اورېدلي نه دي، ګویاكې د ده په دواړو غوږونو كې دروندوالى (كوڼوالى) دى، نو ته ده ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه

Verse 8

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ لَهُمْ جَنَّـٰتُ ٱلنَّعِيمِ

Transliteration inna alladhīna āmanū waʿamilū l-ṣāliḥāti lahum jannātu l-naʿīmi

Pashto بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى اونېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره د نعمتونو جنتونه دي

Verse 9

خَـٰلِدِينَ فِيهَا ۖ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقًّا ۚ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ

Transliteration khālidīna fīhā waʿda l-lahi ḥaqqan wahuwa l-ʿazīzu l-ḥakīmu

Pashto چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي (دغه وعده كړې ده) وعده د الله حقه او همغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى

Verse 10

خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ۖ وَأَلْقَىٰ فِى ٱلْأَرْضِ رَوَٰسِىَ أَن تَمِيدَ بِكُمْ وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍ ۚ وَأَنزَلْنَا مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً فَأَنۢبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ زَوْجٍ كَرِيمٍ

Transliteration khalaqa l-samāwāti bighayri ʿamadin tarawnahā wa-alqā fī l-arḍi rawāsiya an tamīda bikum wabatha fīhā min kulli dābbatin wa-anzalnā mina l-samāi māan fa-anbatnā fīhā min kulli zawjin karīmin

Pashto هغه، اسمانونه بې له ستنو پیدا كړي دي چې تاسو هغه وینئ او په ځمكه كې يې پاخه غرونه غورځولي (پیدا كړي) دي چې دغه (ځمكه) تاسو ونه خوځوي. او په دغې (ځمكه) كې هر قسمه خوځنده (زنده سر) خواره كړي دي او مونږ له بره نه اوبه نازلې كړې دي، بیا مونږ په دغې (ځمكه) كې هر قسمه ښې عمده (غلې، ګياګانې) رازرغونې كړې

Verse 11

هَـٰذَا خَلْقُ ٱللَّهِ فَأَرُونِى مَاذَا خَلَقَ ٱلَّذِينَ مِن دُونِهِۦ ۚ بَلِ ٱلظَّـٰلِمُونَ فِى ضَلَـٰلٍ مُّبِينٍ

Transliteration hādhā khalqu l-lahi fa-arūnī mādhā khalaqa alladhīna min dūnihi bali l-ẓālimūna fī ḍalālin mubīnin

Pashto دغه د الله مخلوق دى، نو تاسو (اى مشركانو!) ما ته وښیئ څه شى دى هغه چې دغو (بتانو) پیدا كړى دى، چې غير له هغه (الله) نه دي، بلكې ظالمان په ښكاره ګمراهۍ كې دي

Verse 12

وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا لُقْمَـٰنَ ٱلْحِكْمَةَ أَنِ ٱشْكُرْ لِلَّهِ ۚ وَمَن يَشْكُرْ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِۦ ۖ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَنِىٌّ حَمِيدٌ

Transliteration walaqad ātaynā luq'māna l-ḥik'mata ani ush'kur lillahi waman yashkur fa-innamā yashkuru linafsihi waman kafara fa-inna l-laha ghaniyyun ḥamīdun

Pashto او یقینًا یقینًا مونږ لقمان ته حكمت وركړى و چې د الله شكر وباسه او هر چا چې شكر وكړ، نو بېشكه همدا خبره ده چې هغه د ځان لپاره شكر كوي، او هر چا چې ناشكري وكړه، نو بېشكه الله ډېر بې پروا، ښه ستايل شوى دى

Verse 13

وَإِذْ قَالَ لُقْمَـٰنُ لِٱبْنِهِۦ وَهُوَ يَعِظُهُۥ يَـٰبُنَىَّ لَا تُشْرِكْ بِٱللَّهِ ۖ إِنَّ ٱلشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ

Transliteration wa-idh qāla luq'mānu li-ib'nihi wahuwa yaʿiẓuhu yābunayya lā tush'rik bil-lahi inna l-shir'ka laẓul'mun ʿaẓīmun

Pashto او (یاد كړه) هغه وخت چې لقمان خپل زوى ته وویل، په دې حال كې چې ده ته يې نصیحت كاوه: اى زما خوږه زویه! له الله سره شریك مه نیسه، بېشكه شرك یقینًا ډېر لوى ظلم دى

Verse 14

وَوَصَّيْنَا ٱلْإِنسَـٰنَ بِوَٰلِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُۥ وَهْنًا عَلَىٰ وَهْنٍ وَفِصَـٰلُهُۥ فِى عَامَيْنِ أَنِ ٱشْكُرْ لِى وَلِوَٰلِدَيْكَ إِلَىَّ ٱلْمَصِيرُ

Transliteration wawaṣṣaynā l-insāna biwālidayhi ḥamalathu ummuhu wahnan ʿalā wahnin wafiṣāluhu fī ʿāmayni ani ush'kur lī waliwālidayka ilayya l-maṣīru

Pashto اومونږ انسان ته د خپل مور و پلار (سره د نېكي كولو) په باره كې كلك حكم كړى دى، دى خپلې مور اوچت كړى و، په داسې حال كې چې سخته كمزورې وه، له پاسه د بلې كمزورۍ نه او د ده بېلول (د تي نه) په دوه كلونو كې وو، دا چې ته زما او د خپل مور و پلار شكر كوه، خاص ما ته بېرته راتله دي

Verse 15

وَإِن جَـٰهَدَاكَ عَلَىٰٓ أَن تُشْرِكَ بِى مَا لَيْسَ لَكَ بِهِۦ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا ۖ وَصَاحِبْهُمَا فِى ٱلدُّنْيَا مَعْرُوفًا ۖ وَٱتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَىَّ ۚ ثُمَّ إِلَىَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

Transliteration wa-in jāhadāka ʿalā an tush'rika bī mā laysa laka bihi ʿil'mun falā tuṭiʿ'humā waṣāḥib'humā fī l-dun'yā maʿrūfan wa-ittabiʿ sabīla man anāba ilayya thumma ilayya marjiʿukum fa-unabbi-ukum bimā kuntum taʿmalūna

Pashto او كه دوى (دواړه) په تا ډېر كوشش وكړي د دې چې ته زما سره هغه شى شریك كړه، چې تا ته د هغه هېڅ علم نشته، نو ته د دوى خبره مه منه، او په دنیا كې له دوى سره نېكه ملګرتیا كوه او ته د هغه چا د لارې پیروي كوه چې ما ته رجوع كوي، بیا خاص ما ته ستاسو بېرته راتله دي، نو زه به تاسو په هغو كارونو خبر كړم چې تاسو به كول

Verse 16

يَـٰبُنَىَّ إِنَّهَآ إِن تَكُ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ فَتَكُن فِى صَخْرَةٍ أَوْ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ أَوْ فِى ٱلْأَرْضِ يَأْتِ بِهَا ٱللَّهُ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ

Transliteration yābunayya innahā in taku mith'qāla ḥabbatin min khardalin fatakun fī ṣakhratin aw fī l-samāwāti aw fī l-arḍi yati bihā l-lahu inna l-laha laṭīfun khabīrun

Pashto اى زما خوږه زویه! بېشكه دغه(د بدۍ او نېكۍ خصلت) چې دى، كه دغه د اوري د دانې په قدر وي، بیا دغه په یو كاڼې كې وي، یا په اسمانونو كې وي، یا په ځمكه كې وي، الله به هغه راوړي، بېشكه الله ډېر باریك بین، ښه خبردار دى

Verse 17

يَـٰبُنَىَّ أَقِمِ ٱلصَّلَوٰةَ وَأْمُرْ بِٱلْمَعْرُوفِ وَٱنْهَ عَنِ ٱلْمُنكَرِ وَٱصْبِرْ عَلَىٰ مَآ أَصَابَكَ ۖ إِنَّ ذَٰلِكَ مِنْ عَزْمِ ٱلْأُمُورِ

Transliteration yābunayya aqimi l-ṣalata wamur bil-maʿrūfi wa-in'ha ʿani l-munkari wa-iṣ'bir ʿalā mā aṣābaka inna dhālika min ʿazmi l-umūri

Pashto اى زما خوږه زویه! ته لمونځ قايموه او د نېكۍ حكم كوه او له بدۍ نه (ځان او خلق) منع كوه او صبر كوه په هغه (تكلیف) چې تا ته رسېږي. بېشكه دغه (كارونه) له اهمو كارونو څخه دي

Verse 18

وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلَا تَمْشِ فِى ٱلْأَرْضِ مَرَحًا ۖ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ

Transliteration walā tuṣaʿʿir khaddaka lilnnāsi walā tamshi fī l-arḍi maraḥan inna l-laha lā yuḥibbu kulla mukh'tālin fakhūrin

Pashto او له خلقو نه خپل مخ مه ګرځوه، او په ځمكه كې په تكبر سره مه ګرځه، بېشكه الله نه خوښوي هر كبرجن (او) فخر كوونكى

Verse 19

وَٱقْصِدْ فِى مَشْيِكَ وَٱغْضُضْ مِن صَوْتِكَ ۚ إِنَّ أَنكَرَ ٱلْأَصْوَٰتِ لَصَوْتُ ٱلْحَمِيرِ

Transliteration wa-iq'ṣid fī mashyika wa-ugh'ḍuḍ min ṣawtika inna ankara l-aṣwāti laṣawtu l-ḥamīri

Pashto او ته په خپل تګ كې میانه رو اوسه او خپل اواز څه ورو كړه، بېشكه چې په اوازونو كې تر ټولو بد (اواز) خامخا د خره اواز دى

Verse 20

أَلَمْ تَرَوْا۟ أَنَّ ٱللَّهَ سَخَّرَ لَكُم مَّا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُۥ ظَـٰهِرَةً وَبَاطِنَةً ۗ وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يُجَـٰدِلُ فِى ٱللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَلَا هُدًى وَلَا كِتَـٰبٍ مُّنِيرٍ

Transliteration alam taraw anna l-laha sakhara lakum mā fī l-samāwāti wamā fī l-arḍi wa-asbagha ʿalaykum niʿamahu ẓāhiratan wabāṭinatan wamina l-nāsi man yujādilu fī l-lahi bighayri ʿil'min walā hudan walā kitābin munīrin

Pashto ایا تاسو نه دي كتلي چې بېشكه الله تاسو لپاره په كار اچولي دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او پر تاسو باندې يې خپل نعمتونه، چې ظاهري دي او باطني دي ؛ پوره كړي دي او په خلقو كې ځینې هغه دي چې د الله په باره كې جګره كوي، بې له علمه او بې له هدایته او بې له روښانه كتابه

Verse 21

وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ٱتَّبِعُوا۟ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ قَالُوا۟ بَلْ نَتَّبِعُ مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ ءَابَآءَنَآ ۚ أَوَلَوْ كَانَ ٱلشَّيْطَـٰنُ يَدْعُوهُمْ إِلَىٰ عَذَابِ ٱلسَّعِيرِ

Transliteration wa-idhā qīla lahumu ittabiʿū mā anzala l-lahu qālū bal nattabiʿu mā wajadnā ʿalayhi ābāanā awalaw kāna l-shayṭānu yadʿūhum ilā ʿadhābi l-saʿīri

Pashto او كله چې دوى ته وویل شي چې تاسو د هغه (قرآن) پیروي وكړئ چې الله نازل كړى دى دوى وايي: (نه!) بلكې مونږ د هغې (لارې) پیروي كوو چې په هغې باندې مونږ خپل پلرونه موندلي دي، ایا اګر كه شیطان دوى د دوزخ عذاب ته رابلل

Verse 22

۞ وَمَن يُسْلِمْ وَجْهَهُۥٓ إِلَى ٱللَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَقَدِ ٱسْتَمْسَكَ بِٱلْعُرْوَةِ ٱلْوُثْقَىٰ ۗ وَإِلَى ٱللَّهِ عَـٰقِبَةُ ٱلْأُمُورِ

Transliteration waman yus'lim wajhahu ilā l-lahi wahuwa muḥ'sinun faqadi is'tamsaka bil-ʿur'wati l-wuth'qā wa-ilā l-lahi ʿāqibatu l-umūri

Pashto او هغه څوك چې خپل مخ الله ته وسپاري، په دې حال كې چې نېكي كوونكى وي، نو یقینًا ده په ډېرې مضبوطې كړۍ باندې منګولې ښخې كړي دي، او خاص الله ته د ټولو كارونو انجام دى

Verse 23

وَمَن كَفَرَ فَلَا يَحْزُنكَ كُفْرُهُۥٓ ۚ إِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ فَنُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوٓا۟ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ

Transliteration waman kafara falā yaḥzunka kuf'ruhu ilaynā marjiʿuhum fanunabbi-uhum bimā ʿamilū inna l-laha ʿalīmun bidhāti l-ṣudūri

Pashto او هر څوك چې كافر شو، نو تا دې د هغه كافر كېدل غمګین نه كړي، خاص مونږ ته د دوى بېرته راتله دي، نو مونږ به دوى خبر كړو په هغو كارونو چې دوى به كول، بېشكه الله ښه عالم دى په هغو خبرو چې په سینو كې دي

Verse 24

نُمَتِّعُهُمْ قَلِيلًا ثُمَّ نَضْطَرُّهُمْ إِلَىٰ عَذَابٍ غَلِيظٍ

Transliteration numattiʿuhum qalīlan thumma naḍṭarruhum ilā ʿadhābin ghalīẓin

Pashto مونږ به دوى ته لږه شان نفع وركړو، بیا به مونږ په زور سره دوى ډېر سخت عذاب ته راكاږو

Verse 25

وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُ ۚ قُلِ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

Transliteration wala-in sa-altahum man khalaqa l-samāwāti wal-arḍa layaqūlunna l-lahu quli l-ḥamdu lillahi bal aktharuhum lā yaʿlamūna

Pashto او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړې دي (، نو) دوى به خامخا ضرور ووايي چې الله، ته ووایه: ټول د كمال صفتونه خاص الله لره دي بلكې د دوى زیاتره نه پوهېږي

Verse 26

لِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْغَنِىُّ ٱلْحَمِيدُ

Transliteration lillahi mā fī l-samāwāti wal-arḍi inna l-laha huwa l-ghaniyu l-ḥamīdu

Pashto خاص د الله لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، بېشكه الله، همغه ډېر بې پروا، ښه ستايل شوى دى

Verse 27

وَلَوْ أَنَّمَا فِى ٱلْأَرْضِ مِن شَجَرَةٍ أَقْلَـٰمٌ وَٱلْبَحْرُ يَمُدُّهُۥ مِنۢ بَعْدِهِۦ سَبْعَةُ أَبْحُرٍ مَّا نَفِدَتْ كَلِمَـٰتُ ٱللَّهِ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ

Transliteration walaw annamā fī l-arḍi min shajaratin aqlāmun wal-baḥru yamudduhu min baʿdihi sabʿatu abḥurin mā nafidat kalimātu l-lahi inna l-laha ʿazīzun ḥakīmun

Pashto او كه په رښتیا سره هره هغه ونه چې په ځمكه كې ده، قلمونه شي، په داسې حال كې چې(سیاهي شي) دغه (محیط) بحر، (بیا) د ده مدد نور اوه بحرونه وكړي (نو) د الله كلمات به خلاص نشي، بېشكه الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى

Verse 28

مَّا خَلْقُكُمْ وَلَا بَعْثُكُمْ إِلَّا كَنَفْسٍ وَٰحِدَةٍ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌۢ بَصِيرٌ

Transliteration mā khalqukum walā baʿthukum illā kanafsin wāḥidatin inna l-laha samīʿun baṣīrun

Pashto نه دي ستاسو پیدا كول او نه بیا ژوندي راپاڅول مګر لكه د یوه نفس، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى

Verse 29

أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ يُولِجُ ٱلَّيْلَ فِى ٱلنَّهَارِ وَيُولِجُ ٱلنَّهَارَ فِى ٱلَّيْلِ وَسَخَّرَ ٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِىٓ إِلَىٰٓ أَجَلٍ مُّسَمًّى وَأَنَّ ٱللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ

Transliteration alam tara anna l-laha yūliju al-layla fī l-nahāri wayūliju l-nahāra fī al-layli wasakhara l-shamsa wal-qamara kullun yajrī ilā ajalin musamman wa-anna l-laha bimā taʿmalūna khabīrun

Pashto ایا تا نه دي لیدلي چې بېشكه الله شپه په ورځ كې ننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او هغه لمر او سپوږمۍ مسخر كړي (په كار اچولي) دي، هر یو يې تر مقررې نېټې پورې روان دى او دا چې بېشكه هغه الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه خبردار دى

Verse 30

ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِ ٱلْبَـٰطِلُ وَأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْعَلِىُّ ٱلْكَبِيرُ

Transliteration dhālika bi-anna l-laha huwa l-ḥaqu wa-anna mā yadʿūna min dūnihi l-bāṭilu wa-anna l-laha huwa l-ʿaliyu l-kabīru

Pashto دغه په دې سبب چې بېشكه الله، هم دى حق دى، او دا چې بېشكه هغه (معبودان) چې دوى يې له هغه (الله) نه غیر بولي، باطل دي او دا چې بېشكه الله، هم دى ډېر اوچت، ډېر لوى دى

Verse 31

أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱلْفُلْكَ تَجْرِى فِى ٱلْبَحْرِ بِنِعْمَتِ ٱللَّهِ لِيُرِيَكُم مِّنْ ءَايَـٰتِهِۦٓ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ

Transliteration alam tara anna l-ful'ka tajrī fī l-baḥri biniʿ'mati l-lahi liyuriyakum min āyātihi inna fī dhālika laāyātin likulli ṣabbārin shakūrin

Pashto ایا تا نه دي لیدلي چې بېشكه كشتۍ په سمندر كې د الله په نعمت سره تګ كوي، د دې لپاره چې تاسو ته له خپلو نښو ځنې وښیي، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د هر ډېر صبر كوونكي، ډېر شكر كوونكي لپاره

Verse 32

وَإِذَا غَشِيَهُم مَّوْجٌ كَٱلظُّلَلِ دَعَوُا۟ ٱللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ فَلَمَّا نَجَّىٰهُمْ إِلَى ٱلْبَرِّ فَمِنْهُم مُّقْتَصِدٌ ۚ وَمَا يَجْحَدُ بِـَٔايَـٰتِنَآ إِلَّا كُلُّ خَتَّارٍ كَفُورٍ

Transliteration wa-idhā ghashiyahum mawjun kal-ẓulali daʿawū l-laha mukh'liṣīna lahu l-dīna falammā najjāhum ilā l-bari famin'hum muq'taṣidun wamā yajḥadu biāyātinā illā kullu khattārin kafūrin

Pashto او كله چې دوى لره د ورېځو په شان موج را لاندې(پټ) كړي (نو) دوى الله بولي، په داسې حال كې چې دین خاص الله ته خالص كوونكي وي، نو كله چې هغه دوى ته وچې ته نجات وركړي، بیا نو په دوى كې ځینې په نېغه لاره ولاړ وي او زمونږ له ایتونو (دلیلونو) نه انكار نه كوي مګر هر هغه چې ډېر عهد ماتوونكى، ډېر ناشكره دي

Verse 33

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱتَّقُوا۟ رَبَّكُمْ وَٱخْشَوْا۟ يَوْمًا لَّا يَجْزِى وَالِدٌ عَن وَلَدِهِۦ وَلَا مَوْلُودٌ هُوَ جَازٍ عَن وَالِدِهِۦ شَيْـًٔا ۚ إِنَّ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقٌّ ۖ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَا وَلَا يَغُرَّنَّكُم بِٱللَّهِ ٱلْغَرُورُ

Transliteration yāayyuhā l-nāsu ittaqū rabbakum wa-ikh'shaw yawman lā yajzī wālidun ʿan waladihi walā mawlūdun huwa jāzin ʿan wālidihi shayan inna waʿda l-lahi ḥaqqun falā taghurrannakumu l-ḥayatu l-dun'yā walā yaghurrannakum bil-lahi l-gharūru

Pashto اى خلقو! تاسو د خپل رب تقوٰى غوره كړئ او له هغې ورځې نه ووېرېږئ چې هېڅ پلار به د خپل اولاد په كار نشي راتلى او نه كوم اولاد شته چې هغه له خپل پلار نه څه شى (عذاب) دفع كوونكى دى، بېشكه د الله وعده حقه ده، نو دنيايي ژوند دې تاسو له سره غره( دوكه) نه كړي اوتاسو دې د الله په باره كې لوى غره كوونكى (شیطان) له سره غره نه كړي

Verse 34

إِنَّ ٱللَّهَ عِندَهُۥ عِلْمُ ٱلسَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ ٱلْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِى ٱلْأَرْحَامِ ۖ وَمَا تَدْرِى نَفْسٌ مَّاذَا تَكْسِبُ غَدًا ۖ وَمَا تَدْرِى نَفْسٌۢ بِأَىِّ أَرْضٍ تَمُوتُ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌۢ

Transliteration inna l-laha ʿindahu ʿil'mu l-sāʿati wayunazzilu l-ghaytha wayaʿlamu mā fī l-arḥāmi wamā tadrī nafsun mādhā taksibu ghadan wamā tadrī nafsun bi-ayyi arḍin tamūtu inna l-laha ʿalīmun khabīrun

Pashto بېشكه الله چې دى، خاص له هغه سره د قیامت علم دى او هغه باران نازلوي او هغه (په يقيني طريقه، بې له وسايلو) پوهېږي په هر هغه څه چې په رحمونو كې دي او هېڅ یونفس نه پوهېږي چې هغه به سبا ته څه كار كوي او هېڅ یو نفس نه پوهېږي چې په كومه ځمكه (سيمه) كې به مري، بېشكه الله ښه عالم، ښه خبردار دى

Read Surah Luqman in another language

All languages

All 114 surahs in Pashto: the Qur’an in Pashto.

Learn it in MyDugsi

Pashto translation: Zakaria Abulsalam, from Quran.com. Transliteration: Quran.com. Recitation: Mishary Alafasy, from EveryAyah.com. MyDugsi is a learning aid, not a replacement for a qualified teacher.