Surah An-Najm in Pashto: translation and audio
Surah 53 · النجم · The Star · 62 verses
Surah An-Najm verse by verse: the Arabic with a recitation you can repeat, the transliteration, and the Pashto translation by Zakaria Abulsalam. For the meaning of every word, see Surah An-Najm word by word in English.
Verse 1
وَٱلنَّجْمِ إِذَا هَوَىٰ
Transliteration wal-najmi idhā hawā
Pashto قسم دى په ستوریو كله چې پرېوځي
Verse 2
مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمْ وَمَا غَوَىٰ
Transliteration mā ḍalla ṣāḥibukum wamā ghawā
Pashto ستاسو ملګرى نه ګمراه شوى دى او نه (په عقيده كې) بې لارې شوى دى
Verse 3
وَمَا يَنطِقُ عَنِ ٱلْهَوَىٰٓ
Transliteration wamā yanṭiqu ʿani l-hawā
Pashto او دى له خپل خواهش نه خبرې نه كوي
Verse 4
إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْىٌ يُوحَىٰ
Transliteration in huwa illā waḥyun yūḥā
Pashto نه دى دا (قرآن) مګر وحي چې (ده ته) وحي كول شي
Verse 5
عَلَّمَهُۥ شَدِيدُ ٱلْقُوَىٰ
Transliteration ʿallamahu shadīdu l-quwā
Pashto ده ته (دا) د ډېرو سختو قوتونو والا (جبریل) ښودلى دى
Verse 6
ذُو مِرَّةٍ فَٱسْتَوَىٰ
Transliteration dhū mirratin fa-is'tawā
Pashto چې د طاقت والا دى، بیا هغه پورته لاړ
Verse 7
وَهُوَ بِٱلْأُفُقِ ٱلْأَعْلَىٰ
Transliteration wahuwa bil-ufuqi l-aʿlā
Pashto او هغه په تر ټولو لوړې غاړې كې و
Verse 8
ثُمَّ دَنَا فَتَدَلَّىٰ
Transliteration thumma danā fatadallā
Pashto بیا هغه (جبریل محمدﷺ ته) نژدې شو، پس ښه نژدې شو
Verse 9
فَكَانَ قَابَ قَوْسَيْنِ أَوْ أَدْنَىٰ
Transliteration fakāna qāba qawsayni aw adnā
Pashto نو د دوه لیندو په مسافت شو بلكې (له دې نه هم) ډېر نژدې
Verse 10
فَأَوْحَىٰٓ إِلَىٰ عَبْدِهِۦ مَآ أَوْحَىٰ
Transliteration fa-awḥā ilā ʿabdihi mā awḥā
Pashto نو هغه (الله د جبریل په ژبه) خپل بنده ته وحي وكړه، هغه چې وحي يې وكړه
Verse 11
مَا كَذَبَ ٱلْفُؤَادُ مَا رَأَىٰٓ
Transliteration mā kadhaba l-fuādu mā raā
Pashto د ده (نبي) زړه غلط شوى نه دى په هغه څه كې چې ده ولیدل
Verse 12
أَفَتُمَـٰرُونَهُۥ عَلَىٰ مَا يَرَىٰ
Transliteration afatumārūnahu ʿalā mā yarā
Pashto ایا تاسو له ده سره په هغه څه كې جګړه كوئ چې دى يې ویني
Verse 13
وَلَقَدْ رَءَاهُ نَزْلَةً أُخْرَىٰ
Transliteration walaqad raāhu nazlatan ukh'rā
Pashto او یقینًا یقینًا ده هغه (جبریل) په یو بل ځلې كوزېدو كې لیدلى دى
Verse 14
عِندَ سِدْرَةِ ٱلْمُنتَهَىٰ
Transliteration ʿinda sid'rati l-muntahā
Pashto له سدرۃة المنتهٰى سره
Verse 15
عِندَهَا جَنَّةُ ٱلْمَأْوَىٰٓ
Transliteration ʿindahā jannatu l-mawā
Pashto دغې سره جنة ۃالماوىٰ دى
Verse 16
إِذْ يَغْشَى ٱلسِّدْرَةَ مَا يَغْشَىٰ
Transliteration idh yaghshā l-sid'rata mā yaghshā
Pashto كله چې دغه سدرة (د بېرې ونه) هغه څه پټوله چې دا يې پټوله
Verse 17
مَا زَاغَ ٱلْبَصَرُ وَمَا طَغَىٰ
Transliteration mā zāgha l-baṣaru wamā ṭaghā
Pashto سترګې نه كږې شوې او نه يې له حد نه تېرى وكړ
Verse 18
لَقَدْ رَأَىٰ مِنْ ءَايَـٰتِ رَبِّهِ ٱلْكُبْرَىٰٓ
Transliteration laqad raā min āyāti rabbihi l-kub'rā
Pashto یقینًا یقینًا ده د خپل رب ډېرې لويې نښې ولیدلې
Verse 19
أَفَرَءَيْتُمُ ٱللَّـٰتَ وَٱلْعُزَّىٰ
Transliteration afara-aytumu l-lāta wal-ʿuzā
Pashto نو تاسو ما ته خبر راكړئ د لات او عُزّٰى
Verse 20
وَمَنَوٰةَ ٱلثَّالِثَةَ ٱلْأُخْرَىٰٓ
Transliteration wamanata l-thālithata l-ukh'rā
Pashto او منات دریم، د بېخي وروستني
Verse 21
أَلَكُمُ ٱلذَّكَرُ وَلَهُ ٱلْأُنثَىٰ
Transliteration alakumu l-dhakaru walahu l-unthā
Pashto ایا تاسو لپاره هلكان دي او د هغه لپاره جینكۍ
Verse 22
تِلْكَ إِذًا قِسْمَةٌ ضِيزَىٰٓ
Transliteration til'ka idhan qis'matun ḍīzā
Pashto دغه په دې وخت كې ډېر ظالمانه تقسیم دى
Verse 23
إِنْ هِىَ إِلَّآ أَسْمَآءٌ سَمَّيْتُمُوهَآ أَنتُمْ وَءَابَآؤُكُم مَّآ أَنزَلَ ٱللَّهُ بِهَا مِن سُلْطَـٰنٍ ۚ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا ٱلظَّنَّ وَمَا تَهْوَى ٱلْأَنفُسُ ۖ وَلَقَدْ جَآءَهُم مِّن رَّبِّهِمُ ٱلْهُدَىٰٓ
Transliteration in hiya illā asmāon sammaytumūhā antum waābāukum mā anzala l-lahu bihā min sul'ṭānin in yattabiʿūna illā l-ẓana wamā tahwā l-anfusu walaqad jāahum min rabbihimu l-hudā
Pashto دغه (بتان) نه دي مګر تش نومونه چې تاسو او ستاسو پلرونو دغه ايښي دي، الله په دغو هېڅ دلیل نه دى نازل كړى دوى پیروي نه كوي مګر د تش ګمان او د هغه شي چې نفسونه يې غواړي او یقینًا یقینًا دوى ته د خپل رب له جانبه هدایت راغلى دى
Verse 24
أَمْ لِلْإِنسَـٰنِ مَا تَمَنَّىٰ
Transliteration am lil'insāni mā tamannā
Pashto ایا د انسان لپاره هغه څه دي چې دى يې تمنا كوي
Verse 25
فَلِلَّهِ ٱلْـَٔاخِرَةُ وَٱلْأُولَىٰ
Transliteration falillahi l-ākhiratu wal-ūlā
Pashto نو خاص د الله لپاره اخرت او دنیا دي
Verse 26
۞ وَكَم مِّن مَّلَكٍ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ لَا تُغْنِى شَفَـٰعَتُهُمْ شَيْـًٔا إِلَّا مِنۢ بَعْدِ أَن يَأْذَنَ ٱللَّهُ لِمَن يَشَآءُ وَيَرْضَىٰٓ
Transliteration wakam min malakin fī l-samāwāti lā tugh'nī shafāʿatuhum shayan illā min baʿdi an yadhana l-lahu liman yashāu wayarḍā
Pashto او په اسمانونو كې څومره ډېر ملايك دي چې د دوى سفارش هېڅ شى نفع نه وركوي مګر وروسته له دې چې الله اجازت وركړي هغه چا ته چې يې وغواړي او (د هغه په شفاعت) راضي شي
Verse 27
إِنَّ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱلْـَٔاخِرَةِ لَيُسَمُّونَ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةَ تَسْمِيَةَ ٱلْأُنثَىٰ
Transliteration inna alladhīna lā yu'minūna bil-ākhirati layusammūna l-malāikata tasmiyata l-unthā
Pashto بېشكه هغه كسان چې په اخرت ایمان نه لري، خامخا دوى د ښځو په نومونو سره ملايك نوموي
Verse 28
وَمَا لَهُم بِهِۦ مِنْ عِلْمٍ ۖ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا ٱلظَّنَّ ۖ وَإِنَّ ٱلظَّنَّ لَا يُغْنِى مِنَ ٱلْحَقِّ شَيْـًٔا
Transliteration wamā lahum bihi min ʿil'min in yattabiʿūna illā l-ẓana wa-inna l-ẓana lā yugh'nī mina l-ḥaqi shayan
Pashto حال دا چې دوى ته په دې هېڅ علم نشته، دوى يواځې د تش ګمان پیروي كوي او بېشكه ګمان له حقه هېڅ شى نشي دفع كولى
Verse 29
فَأَعْرِضْ عَن مَّن تَوَلَّىٰ عَن ذِكْرِنَا وَلَمْ يُرِدْ إِلَّا ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا
Transliteration fa-aʿriḍ ʿan man tawallā ʿan dhik'rinā walam yurid illā l-ḥayata l-dun'yā
Pashto نو ته د هغه چا نه مخ واړوه چې زمونږ له ذكر نه يې مخ ګرځولى دى او يواځې دنيايي ژوندون غواړي
Verse 30
ذَٰلِكَ مَبْلَغُهُم مِّنَ ٱلْعِلْمِ ۚ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِۦ وَهُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ ٱهْتَدَىٰ
Transliteration dhālika mablaghuhum mina l-ʿil'mi inna rabbaka huwa aʿlamu biman ḍalla ʿan sabīlihi wahuwa aʿlamu bimani ih'tadā
Pashto دا د دوى د علم انتها ده، بېشكه ستا رب په هغه چا ښه عالم دى چې د هغه (الله) له لارې نه ګمراه شوى دى او هغه ښه عالم دى په هغه چا چې هدایت يې موندلى دى
Verse 31
وَلِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ لِيَجْزِىَ ٱلَّذِينَ أَسَـٰٓـُٔوا۟ بِمَا عَمِلُوا۟ وَيَجْزِىَ ٱلَّذِينَ أَحْسَنُوا۟ بِٱلْحُسْنَى
Transliteration walillahi mā fī l-samāwāti wamā fī l-arḍi liyajziya alladhīna asāū bimā ʿamilū wayajziya alladhīna aḥsanū bil-ḥus'nā
Pashto او خاص الله لره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي، د دې لپاره چې هغو كسانو ته چې بد يې كړې دي، د خپل عمل بدله وركړي او هغو كسانو ته (هم) ډېره ښه بدله وركړي چې نېكي يې كړې ده
Verse 32
ٱلَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَـٰٓئِرَ ٱلْإِثْمِ وَٱلْفَوَٰحِشَ إِلَّا ٱللَّمَمَ ۚ إِنَّ رَبَّكَ وَٰسِعُ ٱلْمَغْفِرَةِ ۚ هُوَ أَعْلَمُ بِكُمْ إِذْ أَنشَأَكُم مِّنَ ٱلْأَرْضِ وَإِذْ أَنتُمْ أَجِنَّةٌ فِى بُطُونِ أُمَّهَـٰتِكُمْ ۖ فَلَا تُزَكُّوٓا۟ أَنفُسَكُمْ ۖ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ ٱتَّقَىٰٓ
Transliteration alladhīna yajtanibūna kabāira l-ith'mi wal-fawāḥisha illā l-lamama inna rabbaka wāsiʿu l-maghfirati huwa aʿlamu bikum idh ansha-akum mina l-arḍi wa-idh antum ajinnatun fī buṭūni ummahātikum falā tuzakkū anfusakum huwa aʿlamu bimani ittaqā
Pashto هغه كسان چې له غټو ګناهونو او د بې حیایۍ له كارونو نه ځان ساتي، غیر له وړو وړو ګناهونه، بېشكه ستا رب د بخښنې وسیع كوونكى دى، هغه په تاسو ښه عالم دى، كله چې يې تاسو له ځمكې نه راپیدا كړئ او كله چې تاسو د خپلو میندو په خېټو كې پټ بچي وئ، نو تاسو د خپلو ځانونو تزكیه (پاكوالى) مه كوئ، هغه (الله) ښه عالم دى په هغه چا چې ډېر متقي دى
Verse 33
أَفَرَءَيْتَ ٱلَّذِى تَوَلَّىٰ
Transliteration afara-ayta alladhī tawallā
Pashto ایا نو تا هغه كس لیدلى چې مخ يې واړوه (له ایمانه)
Verse 34
وَأَعْطَىٰ قَلِيلًا وَأَكْدَىٰٓ
Transliteration wa-aʿṭā qalīlan wa-akdā
Pashto او ډېر لږ (مال) يې وركړ او منع يې كړ (نور مال)
Verse 35
أَعِندَهُۥ عِلْمُ ٱلْغَيْبِ فَهُوَ يَرَىٰٓ
Transliteration aʿindahu ʿil'mu l-ghaybi fahuwa yarā
Pashto ایا له هغه سره علم غیب دى، پس دى لیدل كوي
Verse 36
أَمْ لَمْ يُنَبَّأْ بِمَا فِى صُحُفِ مُوسَىٰ
Transliteration am lam yunabba bimā fī ṣuḥufi mūsā
Pashto بلكې ایا دى په هغه څه نه دى خبر كړى شوى چې د موسٰى په صحیفو كې دي
Verse 37
وَإِبْرَٰهِيمَ ٱلَّذِى وَفَّىٰٓ
Transliteration wa-ib'rāhīma alladhī waffā
Pashto او د ابراهیم هغه چې وفا يې كړې ده
Verse 38
أَلَّا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَىٰ
Transliteration allā taziru wāziratun wiz'ra ukh'rā
Pashto چې هېڅ پورته كوونكى د بل بار نه پورته كوی
Verse 39
وَأَن لَّيْسَ لِلْإِنسَـٰنِ إِلَّا مَا سَعَىٰ
Transliteration wa-an laysa lil'insāni illā mā saʿā
Pashto او دا چې د انسان لپاره نشته مګر هغه څه چې ده (يې) كوشش كړى دى
Verse 40
وَأَنَّ سَعْيَهُۥ سَوْفَ يُرَىٰ
Transliteration wa-anna saʿyahu sawfa yurā
Pashto او دا چې بېشكه د ده كوشش به عنقریب وښوول شي
Verse 41
ثُمَّ يُجْزَىٰهُ ٱلْجَزَآءَ ٱلْأَوْفَىٰ
Transliteration thumma yuj'zāhu l-jazāa l-awfā
Pashto بیا به ده ته بدله وركړى شی، ډېره پوره بدله
Verse 42
وَأَنَّ إِلَىٰ رَبِّكَ ٱلْمُنتَهَىٰ
Transliteration wa-anna ilā rabbika l-muntahā
Pashto او دا چې بېشكه ستا رب ته (د ټولو مخلوقاتو) ورګرځېدل دي
Verse 43
وَأَنَّهُۥ هُوَ أَضْحَكَ وَأَبْكَىٰ
Transliteration wa-annahu huwa aḍḥaka wa-abkā
Pashto او دا چې بېشكه هم دغه (الله) (خلق) خندوي او ژړوي
Verse 44
وَأَنَّهُۥ هُوَ أَمَاتَ وَأَحْيَا
Transliteration wa-annahu huwa amāta wa-aḥyā
Pashto او دا چې هم دغه (الله) مرګ وركوي او ژوند وركوي
Verse 45
وَأَنَّهُۥ خَلَقَ ٱلزَّوْجَيْنِ ٱلذَّكَرَ وَٱلْأُنثَىٰ
Transliteration wa-annahu khalaqa l-zawjayni l-dhakara wal-unthā
Pashto او دا چې بېشكه دغه (الله) دوه جوړې نر او ښځه پیدا كړې دي
Verse 46
مِن نُّطْفَةٍ إِذَا تُمْنَىٰ
Transliteration min nuṭ'fatin idhā tum'nā
Pashto له یوه څاڅكي (نطفې) نه، كله چې وڅڅول شي
Verse 47
وَأَنَّ عَلَيْهِ ٱلنَّشْأَةَ ٱلْأُخْرَىٰ
Transliteration wa-anna ʿalayhi l-nashata l-ukh'rā
Pashto او دا چې بېشكه د ده په ذمه دي (له دې مرګ نه پس) بل ځلې پیدا كول
Verse 48
وَأَنَّهُۥ هُوَ أَغْنَىٰ وَأَقْنَىٰ
Transliteration wa-annahu huwa aghnā wa-aqnā
Pashto او دا چې بېشكه همدغه (الله) غني كول كوي او خزانې وركوي
Verse 49
وَأَنَّهُۥ هُوَ رَبُّ ٱلشِّعْرَىٰ
Transliteration wa-annahu huwa rabbu l-shiʿ'rā
Pashto او دا چې همدغه (الله) د شِعرٰى ستوري رب (او مالك) دى
Verse 50
وَأَنَّهُۥٓ أَهْلَكَ عَادًا ٱلْأُولَىٰ
Transliteration wa-annahu ahlaka ʿādan l-ūlā
Pashto او دا چې بېشكه همده ړومبني عادیان هلاك كړې دي
Verse 51
وَثَمُودَا۟ فَمَآ أَبْقَىٰ
Transliteration wathamūdā famā abqā
Pashto او ثمودیان هم، نو باقي يې پرې نه ښودل
Verse 52
وَقَوْمَ نُوحٍ مِّن قَبْلُ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ هُمْ أَظْلَمَ وَأَطْغَىٰ
Transliteration waqawma nūḥin min qablu innahum kānū hum aẓlama wa-aṭghā
Pashto او له دوى نه مخكې يې د نوح قوم هلاك كړ، بېشكه دوى، هم دوى، ډېر ظالمان او ډېر سركشان وو
Verse 53
وَٱلْمُؤْتَفِكَةَ أَهْوَىٰ
Transliteration wal-mu'tafikata ahwā
Pashto او اړول شوي كلي يې ښكته راوغورځول
Verse 54
فَغَشَّىٰهَا مَا غَشَّىٰ
Transliteration faghashāhā mā ghashā
Pashto نو دغه هغه شي پټ كړ چې دى يې پټ كړ
Verse 55
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكَ تَتَمَارَىٰ
Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbika tatamārā
Pashto نو (اى انسانه!) ته د خپل رب په كومو نعمتونو كې شك كوې
Verse 56
هَـٰذَا نَذِيرٌ مِّنَ ٱلنُّذُرِ ٱلْأُولَىٰٓ
Transliteration hādhā nadhīrun mina l-nudhuri l-ūlā
Pashto دا (محمدﷺ) له ړومبنیو وېروونكو ځنې یو وېروونكى دى
Verse 57
أَزِفَتِ ٱلْـَٔازِفَةُ
Transliteration azifati l-āzifatu
Pashto قیامت ډېر نژدى راغى
Verse 58
لَيْسَ لَهَا مِن دُونِ ٱللَّهِ كَاشِفَةٌ
Transliteration laysa lahā min dūni l-lahi kāshifatun
Pashto دې (قيامت) لره له الله نه غیر هېڅ څرګندوونكى نشته
Verse 59
أَفَمِنْ هَـٰذَا ٱلْحَدِيثِ تَعْجَبُونَ
Transliteration afamin hādhā l-ḥadīthi taʿjabūna
Pashto ایا نو تاسو له دې خبرې (قرآن) نه تعجب كوئ
Verse 60
وَتَضْحَكُونَ وَلَا تَبْكُونَ
Transliteration wataḍḥakūna walā tabkūna
Pashto او خاندئ او نه ژاړئ
Verse 61
وَأَنتُمْ سَـٰمِدُونَ
Transliteration wa-antum sāmidūna
Pashto او تاسو غافلان يئ (لوبې كوونكي يئ)
Verse 62
فَٱسْجُدُوا۟ لِلَّهِ وَٱعْبُدُوا۟ ۩
Transliteration fa-us'judū lillahi wa-uʿ'budū
Pashto نو تاسو الله ته سجده وكړئ او (د ده) عبادت وكړئ
Read Surah An-Najm in another language
- English (word by word)
- Albanian
- Amazigh
- Amharic
- Assamese
- Azerbaijani
- Bambara
- Bangla
- Bosnian
- Bulgarian
- Chechen
- Chinese
- Czech
- Dari
- Dhivehi
- Dutch
- Finnish
- French
- German
- Gujarati
- Hausa
- Hebrew
- Hindi
- Indonesian
- Italian
- Japanese
- Kannada
- Kazakh
- Khmer
- Kinyarwanda
- Korean
- Kurdish
- Luganda
- Malay
- Malayalam
- Maranao
- Marathi
- Nepali
- Norwegian
- Oromo
- Persian
- Polish
- Portuguese
- Romanian
- Russian
- Sindhi
- Sinhala
- Somali
- Spanish
- Swahili
- Swedish
- Tagalog
- Tajik
- Tamil
- Tatar
- Telugu
- Thai
- Turkish
- Ukrainian
- Urdu
- Uyghur
- Uzbek
- Vietnamese
- Yao
- Yoruba
All 114 surahs in Pashto: the Qur’an in Pashto.
Pashto translation: Zakaria Abulsalam, from Quran.com. Transliteration: Quran.com. Recitation: Mishary Alafasy, from EveryAyah.com. MyDugsi is a learning aid, not a replacement for a qualified teacher.