MyDugsiStart learning

Surah Al-Anbya in Pashto: translation and audio

Surah 21 · الأنبياء · The Prophets · 112 verses

Surah Al-Anbya verse by verse: the Arabic with a recitation you can repeat, the transliteration, and the Pashto translation by Zakaria Abulsalam. For the meaning of every word, see Surah Al-Anbya word by word in English.

Verse 1

ٱقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُهُمْ وَهُمْ فِى غَفْلَةٍ مُّعْرِضُونَ

Transliteration iq'taraba lilnnāsi ḥisābuhum wahum fī ghaflatin muʿ'riḍūna

Pashto خلقو ته د هغوى (د) حساب (وخت) ډېر نژدې شو، حال دا چې دوى په غفلت كې دي، مخ ګرځوونكي دي

Verse 2

مَا يَأْتِيهِم مِّن ذِكْرٍ مِّن رَّبِّهِم مُّحْدَثٍ إِلَّا ٱسْتَمَعُوهُ وَهُمْ يَلْعَبُونَ

Transliteration mā yatīhim min dhik'rin min rabbihim muḥ'dathin illā is'tamaʿūhu wahum yalʿabūna

Pashto دوى ته د خپل رب له جانبه هېڅ نوى نصیحت نه راځي مګر دوى هغه اوري، په داسې حال كې چې دوى لوبې (مسخرې پرې) كوي

Verse 3

لَاهِيَةً قُلُوبُهُمْ ۗ وَأَسَرُّوا۟ ٱلنَّجْوَى ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ هَلْ هَـٰذَآ إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ ۖ أَفَتَأْتُونَ ٱلسِّحْرَ وَأَنتُمْ تُبْصِرُونَ

Transliteration lāhiyatan qulūbuhum wa-asarrū l-najwā alladhīna ẓalamū hal hādhā illā basharun mith'lukum afatatūna l-siḥ'ra wa-antum tub'ṣirūna

Pashto په دې حال كې چې د دوى زړونه غافله وي، او خفیه مشوره يې پټه وساتله هغو كسانو چې ظلم يې كړى دى (او ويې ویل:) دا (محمد) نه دى مګر ستاسو په شان یو انسان دى، ایا نو تاسو جادو ته راځئ، حال دا چې تاسو ګورئ

Verse 4

قَالَ رَبِّى يَعْلَمُ ٱلْقَوْلَ فِى ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ ۖ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ

Transliteration qāla rabbī yaʿlamu l-qawla fī l-samāi wal-arḍi wahuwa l-samīʿu l-ʿalīmu

Pashto (رسول دوى ته) وویل: زما رب په اسمان او ځمكه كې په هره خبره پوهېږي او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى

Verse 5

بَلْ قَالُوٓا۟ أَضْغَـٰثُ أَحْلَـٰمٍۭ بَلِ ٱفْتَرَىٰهُ بَلْ هُوَ شَاعِرٌ فَلْيَأْتِنَا بِـَٔايَةٍ كَمَآ أُرْسِلَ ٱلْأَوَّلُونَ

Transliteration bal qālū aḍghāthu aḥlāmin bali if'tarāhu bal huwa shāʿirun falyatinā biāyatin kamā ur'sila l-awalūna

Pashto بلكې دوى وايي:(دا قرآن) ګډوډ خوبونه دي، بلكې دا يې له خپل ځانه جوړ كړى دى، بلكې دا شاعر دى، نو دا دې مونږ ته لویه نښه (معجزه) راوړي، له څنګه چې ړومبني (پېغمبران په هغو سره) لېږل شوي وو

Verse 6

مَآ ءَامَنَتْ قَبْلَهُم مِّن قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَـٰهَآ ۖ أَفَهُمْ يُؤْمِنُونَ

Transliteration mā āmanat qablahum min qaryatin ahlaknāhā afahum yu'minūna

Pashto ایمان نه دى راوړى له دوى نه مخكې هېڅ یو داسې كلي، چې مونږ هغه هلاك كړى، ایا نو دوى به ایمان راوړي؟

Verse 7

وَمَآ أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ إِلَّا رِجَالًا نُّوحِىٓ إِلَيْهِمْ ۖ فَسْـَٔلُوٓا۟ أَهْلَ ٱلذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ

Transliteration wamā arsalnā qablaka illā rijālan nūḥī ilayhim fasalū ahla l-dhik'ri in kuntum lā taʿlamūna

Pashto او مونږ له تا نه مخكې رسولان نه دي لېږلي مګر سړي چې مونږ به هغوى ته وحي كوله، نو تاسو د ذكر له خاوندانو (عالمانو) نه تپوس وكړئ كه تاسو نه پوهېږئ

Verse 8

وَمَا جَعَلْنَـٰهُمْ جَسَدًا لَّا يَأْكُلُونَ ٱلطَّعَامَ وَمَا كَانُوا۟ خَـٰلِدِينَ

Transliteration wamā jaʿalnāhum jasadan lā yakulūna l-ṭaʿāma wamā kānū khālidīna

Pashto او مونږ هغه (رسولان داسې) جسدونه نه ووګرځولي چې طعام به نه خوري او هغوى تل ژوندي پاتې كېدونكي نه وو

Verse 9

ثُمَّ صَدَقْنَـٰهُمُ ٱلْوَعْدَ فَأَنجَيْنَـٰهُمْ وَمَن نَّشَآءُ وَأَهْلَكْنَا ٱلْمُسْرِفِينَ

Transliteration thumma ṣadaqnāhumu l-waʿda fa-anjaynāhum waman nashāu wa-ahlaknā l-mus'rifīna

Pashto بیا مونږ له دوى سره وعده رښتیا كړه، نو مونږ دوى ته نجات وركړ او هغه چا ته چې زمونږ اراده (د هغوى د نجات) وه او له حد نه تېرېدونكي مو هلاك كړل

Verse 10

لَقَدْ أَنزَلْنَآ إِلَيْكُمْ كِتَـٰبًا فِيهِ ذِكْرُكُمْ ۖ أَفَلَا تَعْقِلُونَ

Transliteration laqad anzalnā ilaykum kitāban fīhi dhik'rukum afalā taʿqilūna

Pashto یقینًا يقینًا مونږ تاسو ته داسې كتاب نازل كړى دى چې په هغه كې ستاسو ذكر (او عزت) دى، ایا نو تاسو عقل نه لرئ؟

Verse 11

وَكَمْ قَصَمْنَا مِن قَرْيَةٍ كَانَتْ ظَالِمَةً وَأَنشَأْنَا بَعْدَهَا قَوْمًا ءَاخَرِينَ

Transliteration wakam qaṣamnā min qaryatin kānat ẓālimatan wa-anshanā baʿdahā qawman ākharīna

Pashto او څومره ډېر كلي چې ظالم وو، مونږ مات (او ټوټې) كړي دي او له هغو نه پس مو نور خلق پیدا كړل

Verse 12

فَلَمَّآ أَحَسُّوا۟ بَأْسَنَآ إِذَا هُم مِّنْهَا يَرْكُضُونَ

Transliteration falammā aḥassū basanā idhā hum min'hā yarkuḍūna

Pashto نو كله چې به يې زمونږ عذاب محسوس كړ، ناڅاپه به هغوى له دغو (كلیو) نه (په ډېره بيړه) تښتېدل

Verse 13

لَا تَرْكُضُوا۟ وَٱرْجِعُوٓا۟ إِلَىٰ مَآ أُتْرِفْتُمْ فِيهِ وَمَسَـٰكِنِكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْـَٔلُونَ

Transliteration lā tarkuḍū wa-ir'jiʿū ilā mā ut'rif'tum fīhi wamasākinikum laʿallakum tus'alūna

Pashto تاسو مه تښتئ، او واپس لاړ شئ هغو (نعمتونو) ته چې تاسو ته په هغو كې خوشحالي دركړى شوې وه او خپلو كورونو ته، د دې لپاره چې له تاسو نه پوښتنه وكړى شي

Verse 14

قَالُوا۟ يَـٰوَيْلَنَآ إِنَّا كُنَّا ظَـٰلِمِينَ

Transliteration qālū yāwaylanā innā kunnā ẓālimīna

Pashto دوى وویل: اى زمونږ هلاكته! بېشكه همدا مونږ ظالمان وو

Verse 15

فَمَا زَالَت تِّلْكَ دَعْوَىٰهُمْ حَتَّىٰ جَعَلْنَـٰهُمْ حَصِيدًا خَـٰمِدِينَ

Transliteration famā zālat til'ka daʿwāhum ḥattā jaʿalnāhum ḥaṣīdan khāmidīna

Pashto نو تل به د دوى دغه چغه وه تر دې چې مونږ به دوى وګرځول رېبل شوي، مړه یخ پراته

Verse 16

وَمَا خَلَقْنَا ٱلسَّمَآءَ وَٱلْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لَـٰعِبِينَ

Transliteration wamā khalaqnā l-samāa wal-arḍa wamā baynahumā lāʿibīna

Pashto او مونږ اسمان او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي (داسې) نه دي پیدا كړي، چې لوبې كوونكي یو

Verse 17

لَوْ أَرَدْنَآ أَن نَّتَّخِذَ لَهْوًا لَّٱتَّخَذْنَـٰهُ مِن لَّدُنَّآ إِن كُنَّا فَـٰعِلِينَ

Transliteration law aradnā an nattakhidha lahwan la-ittakhadhnāhu min ladunnā in kunnā fāʿilīna

Pashto كه مونږ اراده كړې وى چې څه لوبه تماشه جوړه كړو (نو) یقینًا هغه به مو له خپلې خوا نه جوړه كړې وى كه مونږ (دا كار) كوونكي وى

Verse 18

بَلْ نَقْذِفُ بِٱلْحَقِّ عَلَى ٱلْبَـٰطِلِ فَيَدْمَغُهُۥ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ ۚ وَلَكُمُ ٱلْوَيْلُ مِمَّا تَصِفُونَ

Transliteration bal naqdhifu bil-ḥaqi ʿalā l-bāṭili fayadmaghuhu fa-idhā huwa zāhiqun walakumu l-waylu mimmā taṣifūna

Pashto بلكې مونږ په حق سره باطل وُلو، نو دا د هغه دماغ راوباسي، نو ناڅاپه هغه ختمېدونكى وي، او تاسو ته د هغه څه په وجه هلاكت دى چې تاسو يې بیانوئ

Verse 19

وَلَهُۥ مَن فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ وَمَنْ عِندَهُۥ لَا يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِهِۦ وَلَا يَسْتَحْسِرُونَ

Transliteration walahu man fī l-samāwāti wal-arḍi waman ʿindahu lā yastakbirūna ʿan ʿibādatihi walā yastaḥsirūna

Pashto او خاص د هغه لپاره دي هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، او هغه څوك چې له هغه سره دي، هغوى د هغه له عبادت نه تكبر نه كوي او نه ستومانه كېږي

Verse 20

يُسَبِّحُونَ ٱلَّيْلَ وَٱلنَّهَارَ لَا يَفْتُرُونَ

Transliteration yusabbiḥūna al-layla wal-nahāra lā yafturūna

Pashto هغوى شپه او روځ تسبیح وايي، نه څه وقفه كوي

Verse 21

أَمِ ٱتَّخَذُوٓا۟ ءَالِهَةً مِّنَ ٱلْأَرْضِ هُمْ يُنشِرُونَ

Transliteration ami ittakhadhū ālihatan mina l-arḍi hum yunshirūna

Pashto ایا دوى له ځمكې نه نور معبودان نیولي دي چې هغوى ژوندي كول كوي؟

Verse 22

لَوْ كَانَ فِيهِمَآ ءَالِهَةٌ إِلَّا ٱللَّهُ لَفَسَدَتَا ۚ فَسُبْحَـٰنَ ٱللَّهِ رَبِّ ٱلْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ

Transliteration law kāna fīhimā ālihatun illā l-lahu lafasadatā fasub'ḥāna l-lahi rabbi l-ʿarshi ʿammā yaṣifūna

Pashto كه چېرې په دغو (ځمكه او اسمان) كې له الله نه پرته نور معبودان وى (نو) دواړه به خامخا وران شوي وو، نو الله د عرش مالك، پاك دى له هغو خبرو چې دوى يې بیانوي

Verse 23

لَا يُسْـَٔلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْـَٔلُونَ

Transliteration lā yus'alu ʿammā yafʿalu wahum yus'alūna

Pashto له هغه نه پوښتنه نشي كېدى د هغه څه په باره كې چې هغه يې كوي او له دوى نه پوښتنه كېږي

Verse 24

أَمِ ٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِهِۦٓ ءَالِهَةً ۖ قُلْ هَاتُوا۟ بُرْهَـٰنَكُمْ ۖ هَـٰذَا ذِكْرُ مَن مَّعِىَ وَذِكْرُ مَن قَبْلِى ۗ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ٱلْحَقَّ ۖ فَهُم مُّعْرِضُونَ

Transliteration ami ittakhadhū min dūnihi ālihatan qul hātū bur'hānakum hādhā dhik'ru man maʿiya wadhik'ru man qablī bal aktharuhum lā yaʿlamūna l-ḥaqa fahum muʿ'riḍūna

Pashto ایا دوى له هغه (الله) نه پرته نور معبودان نیولي دي، ته ووایه: تاسو خپل پوخ دلیل راوړئ، دا (وحي) د هغه چا نصیحت دى چې زما سره دي او د هغه چا نصیحت دى چې له ما نه مخكې تېر شوي دي، بلكې د دوى (كافر) اكثره خلق حق نه پېژني، نو دوى مخ ګروځونكي دي

Verse 25

وَمَآ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلَّا نُوحِىٓ إِلَيْهِ أَنَّهُۥ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّآ أَنَا۠ فَٱعْبُدُونِ

Transliteration wamā arsalnā min qablika min rasūlin illā nūḥī ilayhi annahu lā ilāha illā anā fa-uʿ'budūni

Pashto او مونږ له تا نه مخكې هېڅ رسول نه دى لېږلى مګر چې هغه ته به مونږ(دا) وحي كوله چې بېشكه شان دا دى چې له ما نه پرته بل هېڅ حق معبود نشته، لهذا تاسو زما عبادت كوئ

Verse 26

وَقَالُوا۟ ٱتَّخَذَ ٱلرَّحْمَـٰنُ وَلَدًا ۗ سُبْحَـٰنَهُۥ ۚ بَلْ عِبَادٌ مُّكْرَمُونَ

Transliteration waqālū ittakhadha l-raḥmānu waladan sub'ḥānahu bal ʿibādun muk'ramūna

Pashto او دوى (كافر) وايي: الله (د ځان لپاره) اولاد نیولى دى، هغه (له دې نه) پاك دى، بلكې (ملايك خو) ډېر معزز بنده ګان دي

Verse 27

لَا يَسْبِقُونَهُۥ بِٱلْقَوْلِ وَهُم بِأَمْرِهِۦ يَعْمَلُونَ

Transliteration lā yasbiqūnahu bil-qawli wahum bi-amrihi yaʿmalūna

Pashto له هغه (الله) نه په خبره كولو كې ړومبى والى نه كوئ او دوى خاص د هغه په حكم عمل كوي

Verse 28

يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يَشْفَعُونَ إِلَّا لِمَنِ ٱرْتَضَىٰ وَهُم مِّنْ خَشْيَتِهِۦ مُشْفِقُونَ

Transliteration yaʿlamu mā bayna aydīhim wamā khalfahum walā yashfaʿūna illā limani ir'taḍā wahum min khashyatihi mush'fiqūna

Pashto هغه ته معلوم دي څه چې د دوى په وړاندې دي او څه چې له دوى نه وروسته دي، او دوى شفاعت نشي كولى مګر د هغه چا لپاره چې هغه (الله) ترې راضي وي او دوى خاص د هغه له هیبته وېرېدونكي دي

Verse 29

۞ وَمَن يَقُلْ مِنْهُمْ إِنِّىٓ إِلَـٰهٌ مِّن دُونِهِۦ فَذَٰلِكَ نَجْزِيهِ جَهَنَّمَ ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلظَّـٰلِمِينَ

Transliteration waman yaqul min'hum innī ilāhun min dūnihi fadhālika najzīhi jahannama kadhālika najzī l-ẓālimīna

Pashto او په دوى كې چې څوك ووايي چې بېشكه زه له هغه (الله) نه پرته معبود یم، نو دغه دى چې مونږ ده ته (د) جهنم جزا وركوو، همداسې مونږ ظالمانو ته جزا وركوو

Verse 30

أَوَلَمْ يَرَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَنَّ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَـٰهُمَا ۖ وَجَعَلْنَا مِنَ ٱلْمَآءِ كُلَّ شَىْءٍ حَىٍّ ۖ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ

Transliteration awalam yara alladhīna kafarū anna l-samāwāti wal-arḍa kānatā ratqan fafataqnāhumā wajaʿalnā mina l-māi kulla shayin ḥayyin afalā yu'minūna

Pashto ایا هغه كسان چې كافران شوي دي په دې نه دي خبر شوي چې یقینًا یقینًا اسمانونه او ځمكه دواړه سره نښتي وو، بیا مونږ دواړه بېل كړل، او مونږ له اوبو څخه هر ژوند شى پیدا كړى دى، ایا نو دوى ایمان نه راوړي؟

Verse 31

وَجَعَلْنَا فِى ٱلْأَرْضِ رَوَٰسِىَ أَن تَمِيدَ بِهِمْ وَجَعَلْنَا فِيهَا فِجَاجًا سُبُلًا لَّعَلَّهُمْ يَهْتَدُونَ

Transliteration wajaʿalnā fī l-arḍi rawāsiya an tamīda bihim wajaʿalnā fīhā fijājan subulan laʿallahum yahtadūna

Pashto او مونږ په ځمكه كې پاخه غرونه پیدا كړي دي چې په دوى باندې (دغه ځمكه) ونه خوځېږي او مونږ په دې كې لارې پیدا كړې دي، چې ارتې پراخه دي، د دې لپاره چې دوى لار ومومي

Verse 32

وَجَعَلْنَا ٱلسَّمَآءَ سَقْفًا مَّحْفُوظًا ۖ وَهُمْ عَنْ ءَايَـٰتِهَا مُعْرِضُونَ

Transliteration wajaʿalnā l-samāa saqfan maḥfūẓan wahum ʿan āyātihā muʿ'riḍūna

Pashto او مونږ اسمان محفوظ چت جوړ كړى دى او دوى (كفار) د هغه (اسمان) له نخښونه مخ ګرځوونكي دي

Verse 33

وَهُوَ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلَّيْلَ وَٱلنَّهَارَ وَٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ ۖ كُلٌّ فِى فَلَكٍ يَسْبَحُونَ

Transliteration wahuwa alladhī khalaqa al-layla wal-nahāra wal-shamsa wal-qamara kullun fī falakin yasbaḥūna

Pashto او دى همغه ذات دى چې شپه او ورځ او لمر او سپوږمۍ يې پیدا كړي دي، هر یو په (خپل) فلك (دايره) كې ګرځي

Verse 34

وَمَا جَعَلْنَا لِبَشَرٍ مِّن قَبْلِكَ ٱلْخُلْدَ ۖ أَفَإِي۟ن مِّتَّ فَهُمُ ٱلْخَـٰلِدُونَ

Transliteration wamā jaʿalnā libasharin min qablika l-khul'da afa-in mitta fahumu l-khālidūna

Pashto اومونږ له تا نه مخكې هېڅ یو انسان ته تل ژوندي پاتې كېدل نه دي مقرر كړي، ایا نو كه ته مړ شې، نو دوى به تل ژوندي پاتې كېدونكي وي؟

Verse 35

كُلُّ نَفْسٍ ذَآئِقَةُ ٱلْمَوْتِ ۗ وَنَبْلُوكُم بِٱلشَّرِّ وَٱلْخَيْرِ فِتْنَةً ۖ وَإِلَيْنَا تُرْجَعُونَ

Transliteration kullu nafsin dhāiqatu l-mawti wanablūkum bil-shari wal-khayri fit'natan wa-ilaynā tur'jaʿūna

Pashto هر یو نفس د مرګ (مزه) څكونكى دى، او مونږ تاسو په شر او خیر سره ازمایو، ازمایل، او تاسو به خاص مونږ ته راوستلى شئ

Verse 36

وَإِذَا رَءَاكَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِن يَتَّخِذُونَكَ إِلَّا هُزُوًا أَهَـٰذَا ٱلَّذِى يَذْكُرُ ءَالِهَتَكُمْ وَهُم بِذِكْرِ ٱلرَّحْمَـٰنِ هُمْ كَـٰفِرُونَ

Transliteration wa-idhā raāka alladhīna kafarū in yattakhidhūnaka illā huzuwan ahādhā alladhī yadhkuru ālihatakum wahum bidhik'ri l-raḥmāni hum kāfirūna

Pashto او كله چې تا هغه كسان وویني چې كافران شوي دي (نو) دوى تا نه نیسي مګر مسخره كړى شوى (او په خپل مینځ كې وايي:) ایا دا همغه كس دى چې ستاسو معبودان (په سپكه) یادوي؟ حال دا چې همدوى پخپله د رحمن له یادولو نه انكاري دي

Verse 37

خُلِقَ ٱلْإِنسَـٰنُ مِنْ عَجَلٍ ۚ سَأُو۟رِيكُمْ ءَايَـٰتِى فَلَا تَسْتَعْجِلُونِ

Transliteration khuliqa l-insānu min ʿajalin sa-urīkum āyātī falā tastaʿjilūni

Pashto انسان له تلواره پیدا كړى شوى دى، ژر به تاسو ته خپلې نښې وښيم، لهذا له ما نه ژر مطالبه مه كوئ

Verse 38

وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَـٰذَا ٱلْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ

Transliteration wayaqūlūna matā hādhā l-waʿdu in kuntum ṣādiqīna

Pashto او دوى وايي: دغه وعده به كله وي، كه تاسو رښتیني یئ؟

Verse 39

لَوْ يَعْلَمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ حِينَ لَا يَكُفُّونَ عَن وُجُوهِهِمُ ٱلنَّارَ وَلَا عَن ظُهُورِهِمْ وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ

Transliteration law yaʿlamu alladhīna kafarū ḥīna lā yakuffūna ʿan wujūhihimu l-nāra walā ʿan ẓuhūrihim walā hum yunṣarūna

Pashto كه كافران شوي كسان په هغه وخت كې پوه شي چې له خپلو مخونو نه به اور نشي منع كولى او نه له خپلو شاګانو او نه به د دوى مرسته كولى شي

Verse 40

بَلْ تَأْتِيهِم بَغْتَةً فَتَبْهَتُهُمْ فَلَا يَسْتَطِيعُونَ رَدَّهَا وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ

Transliteration bal tatīhim baghtatan fatabhatuhum falā yastaṭīʿūna raddahā walā hum yunẓarūna

Pashto بلكې دا (قیامت) به په دوى ناڅاپه راشي، نو دوى به حیران كړي، بیا دوى د هغه د لرې كولو طاقت نه لري او نه به دوى ته مهلت وركاوه شي

Verse 41

وَلَقَدِ ٱسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِّن قَبْلِكَ فَحَاقَ بِٱلَّذِينَ سَخِرُوا۟ مِنْهُم مَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ

Transliteration walaqadi us'tuh'zi-a birusulin min qablika faḥāqa bi-alladhīna sakhirū min'hum mā kānū bihi yastahziūna

Pashto او یقینًا یقینًا له تا نه مخكې رسولانو پورې استهزاګانې شوې دي، نو ګېر كړل هغو كسانو لره چې په دوى پورې به يې مسخرې كولې، هغه شي چې دوى به ورپورې استهزا كوله

Verse 42

قُلْ مَن يَكْلَؤُكُم بِٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ مِنَ ٱلرَّحْمَـٰنِ ۗ بَلْ هُمْ عَن ذِكْرِ رَبِّهِم مُّعْرِضُونَ

Transliteration qul man yakla-ukum bi-al-layli wal-nahāri mina l-raḥmāni bal hum ʿan dhik'ri rabbihim muʿ'riḍūna

Pashto (دوى ته) ته ووایه: تاسو د رحمن (له عذاب) نه د شپې او د ورځې څوك ساتي؟ بلكې دوى دخپل رب له ذكر نه مخ ګرځوونكي دي

Verse 43

أَمْ لَهُمْ ءَالِهَةٌ تَمْنَعُهُم مِّن دُونِنَا ۚ لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَ أَنفُسِهِمْ وَلَا هُم مِّنَّا يُصْحَبُونَ

Transliteration am lahum ālihatun tamnaʿuhum min dūninā lā yastaṭīʿūna naṣra anfusihim walā hum minnā yuṣ'ḥabūna

Pashto ایا د دوى لپاره نور معبودان شته چې زمونږ نه پرته دوى ساتي؟ هغوى د خپلو ځانونو د مرستې طاقت نه لري او نه دوى زمونږ (د عذاب) نه ساتل كېږي

Verse 44

بَلْ مَتَّعْنَا هَـٰٓؤُلَآءِ وَءَابَآءَهُمْ حَتَّىٰ طَالَ عَلَيْهِمُ ٱلْعُمُرُ ۗ أَفَلَا يَرَوْنَ أَنَّا نَأْتِى ٱلْأَرْضَ نَنقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَآ ۚ أَفَهُمُ ٱلْغَـٰلِبُونَ

Transliteration bal mattaʿnā hāulāi waābāahum ḥattā ṭāla ʿalayhimu l-ʿumuru afalā yarawna annā natī l-arḍa nanquṣuhā min aṭrāfihā afahumu l-ghālibūna

Pashto بلكې مونږ دوى ته او د دوى پلرونو ته نفع وركړه تر دې چې په دوى باندې عمر اوږد شو، ایا نو دوى نه ویني چې بېشكه مونږ ځمكې ته راځو، د هغې له غاړو نه هغه كموو، ایا نو هم دوى غالب دي؟

Verse 45

قُلْ إِنَّمَآ أُنذِرُكُم بِٱلْوَحْىِ ۚ وَلَا يَسْمَعُ ٱلصُّمُّ ٱلدُّعَآءَ إِذَا مَا يُنذَرُونَ

Transliteration qul innamā undhirukum bil-waḥyi walā yasmaʿu l-ṣumu l-duʿāa idhā mā yundharūna

Pashto ته (دوى ته) ووایه: یقینًا زه تاسو يواځې په وحي سره وېروم او كاڼه بلنه نه اوري كله چې هغوى وېرولى شي

Verse 46

وَلَئِن مَّسَّتْهُمْ نَفْحَةٌ مِّنْ عَذَابِ رَبِّكَ لَيَقُولُنَّ يَـٰوَيْلَنَآ إِنَّا كُنَّا ظَـٰلِمِينَ

Transliteration wala-in massathum nafḥatun min ʿadhābi rabbika layaqūlunna yāwaylanā innā kunnā ẓālimīna

Pashto او كه یقینًا دوى ته ستا د رب له عذاب نه لږ تپ ورسېږي، (نو) دوى به خامخا لازمًا وايي: اى زمونږ هلاكته! بېشكه هم مونږ ظالمان وو

Verse 47

وَنَضَعُ ٱلْمَوَٰزِينَ ٱلْقِسْطَ لِيَوْمِ ٱلْقِيَـٰمَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْـًٔا ۖ وَإِن كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا ۗ وَكَفَىٰ بِنَا حَـٰسِبِينَ

Transliteration wanaḍaʿu l-mawāzīna l-qis'ṭa liyawmi l-qiyāmati falā tuẓ'lamu nafsun shayan wa-in kāna mith'qāla ḥabbatin min khardalin ataynā bihā wakafā binā ḥāsibīna

Pashto او د قیامت په ورځ به مونږ ډېر د انصاف تلې كېږدو، نو په هېڅ نفس باندې به هېڅ شى ظلم ونه كړى شي او كه دا (عمل) د اوري د دانې په وزن وي مونږ به هغه راوړو او هم مونږ حساب كوونكي بس یو

Verse 48

وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَىٰ وَهَـٰرُونَ ٱلْفُرْقَانَ وَضِيَآءً وَذِكْرًا لِّلْمُتَّقِينَ

Transliteration walaqad ātaynā mūsā wahārūna l-fur'qāna waḍiyāan wadhik'ran lil'muttaqīna

Pashto او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى او هارون ته فرقان (حق او باطل سره بېلوونكى كتاب) او رڼا او د متقیانو لپاره ذكر (نصیحت) وركړى و

Verse 49

ٱلَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُم بِٱلْغَيْبِ وَهُم مِّنَ ٱلسَّاعَةِ مُشْفِقُونَ

Transliteration alladhīna yakhshawna rabbahum bil-ghaybi wahum mina l-sāʿati mush'fiqūna

Pashto هغه كسان چې له خپل رب نه خشیت (وېره) كوي بې له ليدلو او دوى د قیامت څخه وېرېدونكي دي

Verse 50

وَهَـٰذَا ذِكْرٌ مُّبَارَكٌ أَنزَلْنَـٰهُ ۚ أَفَأَنتُمْ لَهُۥ مُنكِرُونَ

Transliteration wahādhā dhik'run mubārakun anzalnāhu afa-antum lahu munkirūna

Pashto او دا (قرآن) مبارك نصیحت دى چې مونږ دا نازل كړى دى، ایا نو تاسو له ده نه انكار كوونكي یئ

Verse 51

۞ وَلَقَدْ ءَاتَيْنَآ إِبْرَٰهِيمَ رُشْدَهُۥ مِن قَبْلُ وَكُنَّا بِهِۦ عَـٰلِمِينَ

Transliteration walaqad ātaynā ib'rāhīma rush'dahu min qablu wakunnā bihi ʿālimīna

Pashto او یقینًا یقینًا مونږ ابراهیم ته د هغه هدایت له دې نه مخكې وركړى و او مونږ په هغه باندې پوه وو

Verse 52

إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِۦ مَا هَـٰذِهِ ٱلتَّمَاثِيلُ ٱلَّتِىٓ أَنتُمْ لَهَا عَـٰكِفُونَ

Transliteration idh qāla li-abīhi waqawmihi mā hādhihi l-tamāthīlu allatī antum lahā ʿākifūna

Pashto كله چې هغه خپل پلار او خپل قوم ته وویل: دا بتان، څه شى دى هغه چې تاسو دوى ته په عبادت ټینګ ولاړ یئ؟

Verse 53

قَالُوا۟ وَجَدْنَآ ءَابَآءَنَا لَهَا عَـٰبِدِينَ

Transliteration qālū wajadnā ābāanā lahā ʿābidīna

Pashto هغوى وویل: مونږ خپل پلرونه دوى ته عبادت كوونكي موندلي دي

Verse 54

قَالَ لَقَدْ كُنتُمْ أَنتُمْ وَءَابَآؤُكُمْ فِى ضَلَـٰلٍ مُّبِينٍ

Transliteration qāla laqad kuntum antum waābāukum fī ḍalālin mubīnin

Pashto هغه وویل: یقینًا یقینًا تاسو او ستاسو پلرونه په ښكاره ګمراهۍ كې یئ

Verse 55

قَالُوٓا۟ أَجِئْتَنَا بِٱلْحَقِّ أَمْ أَنتَ مِنَ ٱللَّـٰعِبِينَ

Transliteration qālū aji'tanā bil-ḥaqi am anta mina l-lāʿibīna

Pashto هغوى وویل: ایا تا مونږ ته حق راوړى دى، یا ته له لوبو كوونكو څخه يې؟

Verse 56

قَالَ بَل رَّبُّكُمْ رَبُّ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ٱلَّذِى فَطَرَهُنَّ وَأَنَا۠ عَلَىٰ ذَٰلِكُم مِّنَ ٱلشَّـٰهِدِينَ

Transliteration qāla bal rabbukum rabbu l-samāwāti wal-arḍi alladhī faṭarahunna wa-anā ʿalā dhālikum mina l-shāhidīna

Pashto هغه وویل: بلكې ستاسو رب د اسمانونو او ځمكې رب دى هغه (رب) چې دغه يې پیدا كړي دي او زه په دې باندې له ګواهانو ځنې یم

Verse 57

وَتَٱللَّهِ لَأَكِيدَنَّ أَصْنَـٰمَكُم بَعْدَ أَن تُوَلُّوا۟ مُدْبِرِينَ

Transliteration watal-lahi la-akīdanna aṣnāmakum baʿda an tuwallū mud'birīna

Pashto او په الله قسم دى چې هرومرو خامخا به زه ستاسو له بتانو سره یو چال چلوم وروسته له دې چې تاسو وګرځئ شاكوونكي

Verse 58

فَجَعَلَهُمْ جُذَٰذًا إِلَّا كَبِيرًا لَّهُمْ لَعَلَّهُمْ إِلَيْهِ يَرْجِعُونَ

Transliteration fajaʿalahum judhādhan illā kabīran lahum laʿallahum ilayhi yarjiʿūna

Pashto نو هغه، دغه (بتان) ټوټې ټوټې كړل د هغو له لوى نه غير (چې هغه يې پرېښود)، د دې لپاره چې هغوى همده ته رجوع وكړي

Verse 59

قَالُوا۟ مَن فَعَلَ هَـٰذَا بِـَٔالِهَتِنَآ إِنَّهُۥ لَمِنَ ٱلظَّـٰلِمِينَ

Transliteration qālū man faʿala hādhā biālihatinā innahu lamina l-ẓālimīna

Pashto دوى وویل: زمونږ له معبودانو سره دا كار چا كړى دى، بېشكه دغه كس یقینًا له ظالمانو ځنې دى

Verse 60

قَالُوا۟ سَمِعْنَا فَتًى يَذْكُرُهُمْ يُقَالُ لَهُۥٓ إِبْرَٰهِيمُ

Transliteration qālū samiʿ'nā fatan yadhkuruhum yuqālu lahu ib'rāhīmu

Pashto دوى وویل: مونږ له یو زلمي نه اورېدلي وو، چې دوى به يې (په سپكه) یادول، هغه ته ابراهیم ویلى شي

Verse 61

قَالُوا۟ فَأْتُوا۟ بِهِۦ عَلَىٰٓ أَعْيُنِ ٱلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَشْهَدُونَ

Transliteration qālū fatū bihi ʿalā aʿyuni l-nāsi laʿallahum yashhadūna

Pashto هغوى وویل: نو هغه د خلقو د سترګو په وړاندې راولئ، د دې لپاره چې هغوى (يې وویني او) ګواهي وكړي

Verse 62

قَالُوٓا۟ ءَأَنتَ فَعَلْتَ هَـٰذَا بِـَٔالِهَتِنَا يَـٰٓإِبْرَٰهِيمُ

Transliteration qālū a-anta faʿalta hādhā biālihatinā yāib'rāhīmu

Pashto ويې ويل:اى ابراهیمه! ایا تا زمونږ له معبودانو سره دا كار كړى دى؟

Verse 63

قَالَ بَلْ فَعَلَهُۥ كَبِيرُهُمْ هَـٰذَا فَسْـَٔلُوهُمْ إِن كَانُوا۟ يَنطِقُونَ

Transliteration qāla bal faʿalahu kabīruhum hādhā fasalūhum in kānū yanṭiqūna

Pashto هغه وویل: بلكې دا كار د دوى دې مشر (لوى بت) كړى دى، نو تاسو له دوى نه پوښتنه وكړئ كه دوى خبرې كوي

Verse 64

فَرَجَعُوٓا۟ إِلَىٰٓ أَنفُسِهِمْ فَقَالُوٓا۟ إِنَّكُمْ أَنتُمُ ٱلظَّـٰلِمُونَ

Transliteration farajaʿū ilā anfusihim faqālū innakum antumu l-ẓālimūna

Pashto نو دوى خپلو نفسونو ته رجوع وكړه، بیا يې وویل: بېشكه هم تاسو ظالمان یئ

Verse 65

ثُمَّ نُكِسُوا۟ عَلَىٰ رُءُوسِهِمْ لَقَدْ عَلِمْتَ مَا هَـٰٓؤُلَآءِ يَنطِقُونَ

Transliteration thumma nukisū ʿalā ruūsihim laqad ʿalim'ta mā hāulāi yanṭiqūna

Pashto بیا دوى په خپلو سرونو نسكور كړى شول (ويې ویل:) یقینًا یقینًا ته پوه يې چې دا (بتان) خبرې نشي كولى

Verse 66

قَالَ أَفَتَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَنفَعُكُمْ شَيْـًٔا وَلَا يَضُرُّكُمْ

Transliteration qāla afataʿbudūna min dūni l-lahi mā lā yanfaʿukum shayan walā yaḍurrukum

Pashto هغه وویل: ایا نو تاسو له الله نه پرته د هغه څه عبادت كوئ چې تاسو ته هېڅ نفع نشي رسولى او نه تاسو ته ضرر رسولى شي

Verse 67

أُفٍّ لَّكُمْ وَلِمَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ ۖ أَفَلَا تَعْقِلُونَ

Transliteration uffin lakum walimā taʿbudūna min dūni l-lahi afalā taʿqilūna

Pashto اُف په تاسو او په هغو چې تاسو يې له الله نه پرته عبادت كوئ، ایا نو تاسو عقل نه لرئ

Verse 68

قَالُوا۟ حَرِّقُوهُ وَٱنصُرُوٓا۟ ءَالِهَتَكُمْ إِن كُنتُمْ فَـٰعِلِينَ

Transliteration qālū ḥarriqūhu wa-unṣurū ālihatakum in kuntum fāʿilīna

Pashto ويې ويل:دا وسوځوئ او د خپلو معبودانو مرسته وكړئ كه چېرې تاسو (څه) كوونكي یئ

Verse 69

قُلْنَا يَـٰنَارُ كُونِى بَرْدًا وَسَلَـٰمًا عَلَىٰٓ إِبْرَٰهِيمَ

Transliteration qul'nā yānāru kūnī bardan wasalāman ʿalā ib'rāhīma

Pashto مونږ وویل: اى اوره! یخ او سلامتیا والا شه په ابراهیم باندې

Verse 70

وَأَرَادُوا۟ بِهِۦ كَيْدًا فَجَعَلْنَـٰهُمُ ٱلْأَخْسَرِينَ

Transliteration wa-arādū bihi kaydan fajaʿalnāhumu l-akhsarīna

Pashto او دوى له هغه سره د ضررناك مكر كولو اراده كړې وه، نو مونږه هم دوى بې حده تاوانیان وګرځول

Verse 71

وَنَجَّيْنَـٰهُ وَلُوطًا إِلَى ٱلْأَرْضِ ٱلَّتِى بَـٰرَكْنَا فِيهَا لِلْعَـٰلَمِينَ

Transliteration wanajjaynāhu walūṭan ilā l-arḍi allatī bāraknā fīhā lil'ʿālamīna

Pashto او مونږ هغه ته او لوط ته نجات وركړ د هغې ځمكې په طرف چې مونږ په هغې كې د عالَمونو لپاره بركت اچولى دى

Verse 72

وَوَهَبْنَا لَهُۥٓ إِسْحَـٰقَ وَيَعْقُوبَ نَافِلَةً ۖ وَكُلًّا جَعَلْنَا صَـٰلِحِينَ

Transliteration wawahabnā lahu is'ḥāqa wayaʿqūba nāfilatan wakullan jaʿalnā ṣāliḥīna

Pashto او مونږ هغه ته اسحق عطا كړ او یعقوب، زیاتي، او مونږه (دغه) هر یو نېكان ګرځولي دي

Verse 73

وَجَعَلْنَـٰهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا وَأَوْحَيْنَآ إِلَيْهِمْ فِعْلَ ٱلْخَيْرَٰتِ وَإِقَامَ ٱلصَّلَوٰةِ وَإِيتَآءَ ٱلزَّكَوٰةِ ۖ وَكَانُوا۟ لَنَا عَـٰبِدِينَ

Transliteration wajaʿalnāhum a-immatan yahdūna bi-amrinā wa-awḥaynā ilayhim fiʿ'la l-khayrāti wa-iqāma l-ṣalati waītāa l-zakati wakānū lanā ʿābidīna

Pashto او مونږه هغوى داسې امامان ګرځولي وو چې زمونږ په حكم سره به يې لار ښوونه كوله او مونږ دوى ته د نېكۍ كولو او د لمونځ قايمولو او د زكات وركولو وحي كړې وه او دوى خاص زمونږ عبادت كوونكي وو

Verse 74

وَلُوطًا ءَاتَيْنَـٰهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَنَجَّيْنَـٰهُ مِنَ ٱلْقَرْيَةِ ٱلَّتِى كَانَت تَّعْمَلُ ٱلْخَبَـٰٓئِثَ ۗ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ قَوْمَ سَوْءٍ فَـٰسِقِينَ

Transliteration walūṭan ātaynāhu ḥuk'man waʿil'man wanajjaynāhu mina l-qaryati allatī kānat taʿmalu l-khabāitha innahum kānū qawma sawin fāsiqīna

Pashto او لوط ته، مونږ هغه ته د فیصلې كولو قوت او پوهه وركړې وه او مونږ هغه ته له هغه كلي نه نجات وركړى و چې ناپاكه خبیث عملونه يې كول، بېشكه هغوى د بدۍ خلق (او) نافرمانه وو

Verse 75

وَأَدْخَلْنَـٰهُ فِى رَحْمَتِنَآ ۖ إِنَّهُۥ مِنَ ٱلصَّـٰلِحِينَ

Transliteration wa-adkhalnāhu fī raḥmatinā innahu mina l-ṣāliḥīna

Pashto او مونږ هغه (لوط) په خپل رحمت كې داخل كړ، یقینًا هغه له نېكانو څخه دى

Verse 76

وَنُوحًا إِذْ نَادَىٰ مِن قَبْلُ فَٱسْتَجَبْنَا لَهُۥ فَنَجَّيْنَـٰهُ وَأَهْلَهُۥ مِنَ ٱلْكَرْبِ ٱلْعَظِيمِ

Transliteration wanūḥan idh nādā min qablu fa-is'tajabnā lahu fanajjaynāhu wa-ahlahu mina l-karbi l-ʿaẓīmi

Pashto او (یاد كړه) نوح، كله چې هغه له دې نه مخكې اواز وكړ، نو مونږ د هغه سوال قبول كړ، نو مونږ هغه ته او د هغه كورنۍ ته له ډېر لوى غم نه نجات وركړ

Verse 77

وَنَصَرْنَـٰهُ مِنَ ٱلْقَوْمِ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَآ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ قَوْمَ سَوْءٍ فَأَغْرَقْنَـٰهُمْ أَجْمَعِينَ

Transliteration wanaṣarnāhu mina l-qawmi alladhīna kadhabū biāyātinā innahum kānū qawma sawin fa-aghraqnāhum ajmaʿīna

Pashto او مونږ د ده لپاره له هغه قوم نه انتقام واخيست چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى و، بېشكه هغوى بد خلق وو، نو مونږ دوى ټول غرق كړل

Verse 78

وَدَاوُۥدَ وَسُلَيْمَـٰنَ إِذْ يَحْكُمَانِ فِى ٱلْحَرْثِ إِذْ نَفَشَتْ فِيهِ غَنَمُ ٱلْقَوْمِ وَكُنَّا لِحُكْمِهِمْ شَـٰهِدِينَ

Transliteration wadāwūda wasulaymāna idh yaḥkumāni fī l-ḥarthi idh nafashat fīhi ghanamu l-qawmi wakunnā liḥuk'mihim shāhidīna

Pashto او (یاد كړه) داود او سلیمان، كله چې هغوى د فصل په باره كې فیصله كوله، كله چې په هغه كې د شپې د خلقو بې شپانه ګډې بيزې څرېدلې وې او مونږ له هغوى فيصلې ته كتونكي وو

Verse 79

فَفَهَّمْنَـٰهَا سُلَيْمَـٰنَ ۚ وَكُلًّا ءَاتَيْنَا حُكْمًا وَعِلْمًا ۚ وَسَخَّرْنَا مَعَ دَاوُۥدَ ٱلْجِبَالَ يُسَبِّحْنَ وَٱلطَّيْرَ ۚ وَكُنَّا فَـٰعِلِينَ

Transliteration fafahhamnāhā sulaymāna wakullan ātaynā ḥuk'man waʿil'man wasakharnā maʿa dāwūda l-jibāla yusabbiḥ'na wal-ṭayra wakunnā fāʿilīna

Pashto نو مونږه سليمان ته هغه (فیصله) وښودله او مونږ (دوى) هر یو ته حكم او علم وركړى و، او مونږ د داود سره غرونه تابع كړي وو چې تسبیح به يې ویله او مرغان (هم) او مونږ (د داسې كارونو) كوونكي وو

Verse 80

وَعَلَّمْنَـٰهُ صَنْعَةَ لَبُوسٍ لَّكُمْ لِتُحْصِنَكُم مِّنۢ بَأْسِكُمْ ۖ فَهَلْ أَنتُمْ شَـٰكِرُونَ

Transliteration waʿallamnāhu ṣanʿata labūsin lakum lituḥ'ṣinakum min basikum fahal antum shākirūna

Pashto او مونږ هغه ته تاسو لپاره د زغرې جوړول وښودل، د دې لپاره چې هغه (زغره) ستاسو د (دښمنانو له) جنګ نه ستاسو حفاظت وكړي، نو ایا تاسو شكر كوونكي يئ؟

Verse 81

وَلِسُلَيْمَـٰنَ ٱلرِّيحَ عَاصِفَةً تَجْرِى بِأَمْرِهِۦٓ إِلَى ٱلْأَرْضِ ٱلَّتِى بَـٰرَكْنَا فِيهَا ۚ وَكُنَّا بِكُلِّ شَىْءٍ عَـٰلِمِينَ

Transliteration walisulaymāna l-rīḥa ʿāṣifatan tajrī bi-amrihi ilā l-arḍi allatī bāraknā fīhā wakunnā bikulli shayin ʿālimīna

Pashto او (مونږ) د سلیمان لپاره هوا (تابع كړې ده)، چې ډېره تېزه وه، د هغه په حكم سره به هغې ځمكې (سيمې) ته روانېده چې مونږ په هغې كې بركت اچولى دى او مونږ له ازله په هر شي باندې پوه یو

Verse 82

وَمِنَ ٱلشَّيَـٰطِينِ مَن يَغُوصُونَ لَهُۥ وَيَعْمَلُونَ عَمَلًا دُونَ ذَٰلِكَ ۖ وَكُنَّا لَهُمْ حَـٰفِظِينَ

Transliteration wamina l-shayāṭīni man yaghūṣūna lahu wayaʿmalūna ʿamalan dūna dhālika wakunnā lahum ḥāfiẓīna

Pashto او (مونږ تابع كړي وو) ځینې له شیطانانو څخه هغه چې د ده لپاره به يې غوپې وهلې او له دې نه غير نور كارونه به يې كول، او مونږ دوى لره (له وراني نه) ساتونكي وو

Verse 83

۞ وَأَيُّوبَ إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُۥٓ أَنِّى مَسَّنِىَ ٱلضُّرُّ وَأَنتَ أَرْحَمُ ٱلرَّٰحِمِينَ

Transliteration wa-ayyūba idh nādā rabbahu annī massaniya l-ḍuru wa-anta arḥamu l-rāḥimīna

Pashto او (یاد كړه) ایوب كله چې هغه خپل رب ته اواز وكړ چې یقینًا زه (چې یم) ما ته تكلیف رارسېدلى دى او ته تر ټولو زیات رحم كوونكى يې

Verse 84

فَٱسْتَجَبْنَا لَهُۥ فَكَشَفْنَا مَا بِهِۦ مِن ضُرٍّ ۖ وَءَاتَيْنَـٰهُ أَهْلَهُۥ وَمِثْلَهُم مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنْ عِندِنَا وَذِكْرَىٰ لِلْعَـٰبِدِينَ

Transliteration fa-is'tajabnā lahu fakashafnā mā bihi min ḍurrin waātaynāhu ahlahu wamith'lahum maʿahum raḥmatan min ʿindinā wadhik'rā lil'ʿābidīna

Pashto نو مونږ د هغه دعا قبوله كړه، نو مونږ هغه تكلیف لرې كړ چې هغه ته و او مونږ هغه ته د هغه كورنۍ او له هغوى سره د هغوى په مثل عطا كړل له خپل طرف نه د رحمت په وجه او د عبادت كوونكو لپاره د نصیحت په خاطر

Verse 85

وَإِسْمَـٰعِيلَ وَإِدْرِيسَ وَذَا ٱلْكِفْلِ ۖ كُلٌّ مِّنَ ٱلصَّـٰبِرِينَ

Transliteration wa-is'māʿīla wa-id'rīsa wadhā l-kif'li kullun mina l-ṣābirīna

Pashto او (یاد كړه) اسمعیل او ادریس او ذوالكفل، دغه هر یو له صبر كوونكو څخه دي

Verse 86

وَأَدْخَلْنَـٰهُمْ فِى رَحْمَتِنَآ ۖ إِنَّهُم مِّنَ ٱلصَّـٰلِحِينَ

Transliteration wa-adkhalnāhum fī raḥmatinā innahum mina l-ṣāliḥīna

Pashto او مونږ دوى په خپل رحمت كې داخل كړل، بېشكه دوى له صالحانو څخه دي

Verse 87

وَذَا ٱلنُّونِ إِذ ذَّهَبَ مُغَـٰضِبًا فَظَنَّ أَن لَّن نَّقْدِرَ عَلَيْهِ فَنَادَىٰ فِى ٱلظُّلُمَـٰتِ أَن لَّآ إِلَـٰهَ إِلَّآ أَنتَ سُبْحَـٰنَكَ إِنِّى كُنتُ مِنَ ٱلظَّـٰلِمِينَ

Transliteration wadhā l-nūni idh dhahaba mughāḍiban faẓanna an lan naqdira ʿalayhi fanādā fī l-ẓulumāti an lā ilāha illā anta sub'ḥānaka innī kuntu mina l-ẓālimīna

Pashto او (یاد كړه) د كب والا، كله چې هغه د غصې په حال كې لاړ، نو هغه دا خیال وكړ چې مونږ به په ده باندې له سره تنګي ونه كړو، بیا يې په تیارو كې اواز وكړ (داسې) چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر ته يې، ته پاك يې، بېشكه هم زه له ظالمانو څخه یم

Verse 88

فَٱسْتَجَبْنَا لَهُۥ وَنَجَّيْنَـٰهُ مِنَ ٱلْغَمِّ ۚ وَكَذَٰلِكَ نُـۨجِى ٱلْمُؤْمِنِينَ

Transliteration fa-is'tajabnā lahu wanajjaynāhu mina l-ghami wakadhālika nunjī l-mu'minīna

Pashto نو مونږ د هغه دعا قبوله كړه او مونږ هغه له غم نه خلاص كړ او همداسې مونږ مومنانو ته نجات وركوو

Verse 89

وَزَكَرِيَّآ إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُۥ رَبِّ لَا تَذَرْنِى فَرْدًا وَأَنتَ خَيْرُ ٱلْوَٰرِثِينَ

Transliteration wazakariyyā idh nādā rabbahu rabbi lā tadharnī fardan wa-anta khayru l-wārithīna

Pashto او (یاد كړه) زكریا كله چې هغه خپل رب ته اواز وكړ: اى زما ربه! ما يواځې (بې اولاده) مه پرېږده او ته ترټولو غوره وارث يې

Verse 90

فَٱسْتَجَبْنَا لَهُۥ وَوَهَبْنَا لَهُۥ يَحْيَىٰ وَأَصْلَحْنَا لَهُۥ زَوْجَهُۥٓ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ يُسَـٰرِعُونَ فِى ٱلْخَيْرَٰتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَبًا وَرَهَبًا ۖ وَكَانُوا۟ لَنَا خَـٰشِعِينَ

Transliteration fa-is'tajabnā lahu wawahabnā lahu yaḥyā wa-aṣlaḥnā lahu zawjahu innahum kānū yusāriʿūna fī l-khayrāti wayadʿūnanā raghaban warahaban wakānū lanā khāshiʿīna

Pashto نو مونږ د هغه دعا قبوله كړه او مونږ هغه ته یحيٰى عطا كر او د هغه لپاره مو د هغه ښځه روغه كړه، بېشكه دوى (نبیان داسې) وو چې په نېكیو كې به يې تلوار كاوه او مونږ به يې بللو، په دې حال كې چې رغبت كوونكي او وېرېدونكي وو او دوى خاص زمونږ لپاره تواضع كوونكي وو

Verse 91

وَٱلَّتِىٓ أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهَا مِن رُّوحِنَا وَجَعَلْنَـٰهَا وَٱبْنَهَآ ءَايَةً لِّلْعَـٰلَمِينَ

Transliteration wa-allatī aḥṣanat farjahā fanafakhnā fīhā min rūḥinā wajaʿalnāhā wa-ib'nahā āyatan lil'ʿālamīna

Pashto او (یاده كړه) هغه (جینۍ) چې د خپل شرم ځاى حفاظت يې كړى و، نو مونږ په (ګرېوان د) هغې كې خپل ځینې روح پو كړ او مونږ هغه او د هغې زوى د خلقو لپاره لویه نښه وګرځول

Verse 92

إِنَّ هَـٰذِهِۦٓ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَٰحِدَةً وَأَنَا۠ رَبُّكُمْ فَٱعْبُدُونِ

Transliteration inna hādhihi ummatukum ummatan wāḥidatan wa-anā rabbukum fa-uʿ'budūni

Pashto بېشكه همدا ستاسو دین دى، چې یو دین دى او هم زه ستاسو رب یم، نو تاسو زما عبادت كوئ

Verse 93

وَتَقَطَّعُوٓا۟ أَمْرَهُم بَيْنَهُمْ ۖ كُلٌّ إِلَيْنَا رَٰجِعُونَ

Transliteration wataqaṭṭaʿū amrahum baynahum kullun ilaynā rājiʿūna

Pashto او دوى خپل (د دين) كار په خپل مینځ كې ټوټې ټوټې كړ، دوى ټول خاص مونږ ته واپس راتلونكي دي

Verse 94

فَمَن يَعْمَلْ مِنَ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا كُفْرَانَ لِسَعْيِهِۦ وَإِنَّا لَهُۥ كَـٰتِبُونَ

Transliteration faman yaʿmal mina l-ṣāliḥāti wahuwa mu'minun falā kuf'rāna lisaʿyihi wa-innā lahu kātibūna

Pashto نو هغه څوك چې د نېكۍ عملونه كوي، په دې حال كې چې مومن وي، نو د ده د كوشش لپاره هېڅ ناقدري نشته او بېشكه مونږ د دغه (كوشش) لیكونكي یو

Verse 95

وَحَرَٰمٌ عَلَىٰ قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَـٰهَآ أَنَّهُمْ لَا يَرْجِعُونَ

Transliteration waḥarāmun ʿalā qaryatin ahlaknāhā annahum lā yarjiʿūna

Pashto او حرام (ممتنع) دي په هغه كلي باندې چې مونږ هغه هلاك كړى وي دا چې په رښتیا به دوى بېرته نه راځي

Verse 96

حَتَّىٰٓ إِذَا فُتِحَتْ يَأْجُوجُ وَمَأْجُوجُ وَهُم مِّن كُلِّ حَدَبٍ يَنسِلُونَ

Transliteration ḥattā idhā futiḥat yajūju wamajūju wahum min kulli ḥadabin yansilūna

Pashto تر هغه پورې كله چې یاجوج ماجوج پرانستل شي او دوى به له هرې لوړې نه ګړندي راكوزېږي

Verse 97

وَٱقْتَرَبَ ٱلْوَعْدُ ٱلْحَقُّ فَإِذَا هِىَ شَـٰخِصَةٌ أَبْصَـٰرُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ يَـٰوَيْلَنَا قَدْ كُنَّا فِى غَفْلَةٍ مِّنْ هَـٰذَا بَلْ كُنَّا ظَـٰلِمِينَ

Transliteration wa-iq'taraba l-waʿdu l-ḥaqu fa-idhā hiya shākhiṣatun abṣāru alladhīna kafarū yāwaylanā qad kunnā fī ghaflatin min hādhā bal kunnā ẓālimīna

Pashto او حقه وعده به ښه رانژدې شي، نو قصه دا ده چې ناڅاپه د هغو كسانو سترګې به بوټې راوتلې پاتې وي چې كفر يې كړى دى (او وايي به:) اى زمونږ هلاكته! یقینًا مونږ له دې نه په غفلت كې وو، بلكې مونږ ظالمان وو

Verse 98

إِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ حَصَبُ جَهَنَّمَ أَنتُمْ لَهَا وَٰرِدُونَ

Transliteration innakum wamā taʿbudūna min dūni l-lahi ḥaṣabu jahannama antum lahā wāridūna

Pashto بېشكه تاسو او هغه څه چې تاسو يې له الله نه پرته عبادت كوئ؛ (ټول) د جهنم خشاك یئ، تاسو هغه ته ننوتونكي یئ

Verse 99

لَوْ كَانَ هَـٰٓؤُلَآءِ ءَالِهَةً مَّا وَرَدُوهَا ۖ وَكُلٌّ فِيهَا خَـٰلِدُونَ

Transliteration law kāna hāulāi ālihatan mā waradūhā wakullun fīhā khālidūna

Pashto كه چېرې دوى (په رښتیا) معبودان وى (، نو) ده ته به نه وو داخل شوي او (دا) ټول به په هغه كې تل ترتله وي

Verse 100

لَهُمْ فِيهَا زَفِيرٌ وَهُمْ فِيهَا لَا يَسْمَعُونَ

Transliteration lahum fīhā zafīrun wahum fīhā lā yasmaʿūna

Pashto په دغه (دوزخ) كې به د دوى چغې سوري وي او دوى په هغه كې (هېڅ) نه اوري

Verse 101

إِنَّ ٱلَّذِينَ سَبَقَتْ لَهُم مِّنَّا ٱلْحُسْنَىٰٓ أُو۟لَـٰٓئِكَ عَنْهَا مُبْعَدُونَ

Transliteration inna alladhīna sabaqat lahum minnā l-ḥus'nā ulāika ʿanhā mub'ʿadūna

Pashto بېشكه هغه كسان چې هغوى ته زمونږ له جانبه سعادت مخكې فیصله شوى دى، دغه كسان له دغه (دوزخ) نه لرې كړى شوي دي

Verse 102

لَا يَسْمَعُونَ حَسِيسَهَا ۖ وَهُمْ فِى مَا ٱشْتَهَتْ أَنفُسُهُمْ خَـٰلِدُونَ

Transliteration lā yasmaʿūna ḥasīsahā wahum fī mā ish'tahat anfusuhum khālidūna

Pashto دوى به د هغه (دوزخ) اواز (هم) نه اوري او دوى به په هغو (نعمتونو) كې تل ترتله وي چې د دوى نفسونه يې غواړي

Verse 103

لَا يَحْزُنُهُمُ ٱلْفَزَعُ ٱلْأَكْبَرُ وَتَتَلَقَّىٰهُمُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ هَـٰذَا يَوْمُكُمُ ٱلَّذِى كُنتُمْ تُوعَدُونَ

Transliteration lā yaḥzunuhumu l-fazaʿu l-akbaru watatalaqqāhumu l-malāikatu hādhā yawmukumu alladhī kuntum tūʿadūna

Pashto دوى به هغه تر ټولو لویه وېره نه غمجن كوئ او له دوى سره به ملايك ملاقات كوي (او وايي به:) دا ستاسو هغه ورځ ده چې تاسو ته به يې وعده دركولى شوه

Verse 104

يَوْمَ نَطْوِى ٱلسَّمَآءَ كَطَىِّ ٱلسِّجِلِّ لِلْكُتُبِ ۚ كَمَا بَدَأْنَآ أَوَّلَ خَلْقٍ نُّعِيدُهُۥ ۚ وَعْدًا عَلَيْنَآ ۚ إِنَّا كُنَّا فَـٰعِلِينَ

Transliteration yawma naṭwī l-samāa kaṭayyi l-sijili lil'kutubi kamā badanā awwala khalqin nuʿīduhu waʿdan ʿalaynā innā kunnā fāʿilīna

Pashto (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به اسمان راونغاړو په شان د كاغذ د رانغاړلو په لیكنې باندې، لكه څنګه چې مونږ د اول تخلیق ابتدا كړې ده، مونږ د هغه بیا اعاده كوو، دا زمونږ په ذمه وعده ده، بېشكه مونږ (دا كار) كوونكي یو

Verse 105

وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِى ٱلزَّبُورِ مِنۢ بَعْدِ ٱلذِّكْرِ أَنَّ ٱلْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِىَ ٱلصَّـٰلِحُونَ

Transliteration walaqad katabnā fī l-zabūri min baʿdi l-dhik'ri anna l-arḍa yarithuhā ʿibādiya l-ṣāliḥūna

Pashto او یقینًا یقینًا مونږ په زبور كې له نصیحت نه پس دا لیكلي وو چې بېشكه دغه ځمكه، د دې به زما صالح (باصلاحيته) بنده ګان وارثان كېږي

Verse 106

إِنَّ فِى هَـٰذَا لَبَلَـٰغًا لِّقَوْمٍ عَـٰبِدِينَ

Transliteration inna fī hādhā labalāghan liqawmin ʿābidīna

Pashto بېشكه په دې (بیان) كې یقینًا د عبادت كوونكو خلقو لپاره كفایت دى

Verse 107

وَمَآ أَرْسَلْنَـٰكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَـٰلَمِينَ

Transliteration wamā arsalnāka illā raḥmatan lil'ʿālamīna

Pashto او مونږ ته نه يې لېږلې مګر د عالمونو لپاره رحمت

Verse 108

قُلْ إِنَّمَا يُوحَىٰٓ إِلَىَّ أَنَّمَآ إِلَـٰهُكُمْ إِلَـٰهٌ وَٰحِدٌ ۖ فَهَلْ أَنتُم مُّسْلِمُونَ

Transliteration qul innamā yūḥā ilayya annamā ilāhukum ilāhun wāḥidun fahal antum mus'limūna

Pashto ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې ما ته وحي كولى شي چې یقینًا هم دا خبره ده چې ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو ایا تاسو اسلام راوړونكي یئ؟

Verse 109

فَإِن تَوَلَّوْا۟ فَقُلْ ءَاذَنتُكُمْ عَلَىٰ سَوَآءٍ ۖ وَإِنْ أَدْرِىٓ أَقَرِيبٌ أَم بَعِيدٌ مَّا تُوعَدُونَ

Transliteration fa-in tawallaw faqul ādhantukum ʿalā sawāin wa-in adrī aqarībun am baʿīdun mā tūʿadūna

Pashto نو كه دوى وګرځېدل، نو ته (ورته) ووایه: ما تاسو په برابرۍ سره خبر كړي یئ او زه نه پوهېږم چې ایا نژدې دى، یا كه لرې دى هغه چې تاسو سره يې وعده كولى شي

Verse 110

إِنَّهُۥ يَعْلَمُ ٱلْجَهْرَ مِنَ ٱلْقَوْلِ وَيَعْلَمُ مَا تَكْتُمُونَ

Transliteration innahu yaʿlamu l-jahra mina l-qawli wayaʿlamu mā taktumūna

Pashto بېشكه هغه (الله) په ښكاره خبره پوهېږي او په هغې هم چې تاسو يې پټوئ

Verse 111

وَإِنْ أَدْرِى لَعَلَّهُۥ فِتْنَةٌ لَّكُمْ وَمَتَـٰعٌ إِلَىٰ حِينٍ

Transliteration wa-in adrī laʿallahu fit'natun lakum wamatāʿun ilā ḥīnin

Pashto او زه نه پوهېږم كېدى شي چې دا (تاخیر د عذاب) تاسو لپاره یو ازمېښت وي او فايده اخيستل وي تر یو وخته پوري

Verse 112

قَـٰلَ رَبِّ ٱحْكُم بِٱلْحَقِّ ۗ وَرَبُّنَا ٱلرَّحْمَـٰنُ ٱلْمُسْتَعَانُ عَلَىٰ مَا تَصِفُونَ

Transliteration qāla rabbi uḥ'kum bil-ḥaqi warabbunā l-raḥmānu l-mus'taʿānu ʿalā mā taṣifūna

Pashto (رسول) وویل: اى زما ربه! په حق سره فیصله وكړه او هم زمونږ رب ډېر مهربان دى، مدد ترې غوښتل شوى په هغو خبرو چې تاسو يې بیانوئ

Read Surah Al-Anbya in another language

All languages

All 114 surahs in Pashto: the Qur’an in Pashto.

Learn it in MyDugsi

Pashto translation: Zakaria Abulsalam, from Quran.com. Transliteration: Quran.com. Recitation: Mishary Alafasy, from EveryAyah.com. MyDugsi is a learning aid, not a replacement for a qualified teacher.