Surah Muhammad in Pashto: translation and audio
Surah 47 · محمد · Muhammad · 38 verses
Surah Muhammad verse by verse: the Arabic with a recitation you can repeat, the transliteration, and the Pashto translation by Zakaria Abulsalam. For the meaning of every word, see Surah Muhammad word by word in English.
Verse 1
ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَصَدُّوا۟ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ أَضَلَّ أَعْمَـٰلَهُمْ
Transliteration alladhīna kafarū waṣaddū ʿan sabīli l-lahi aḍalla aʿmālahum
Pashto هغه كسان چې كافران شوي دي او (خلق يې) د الله له لارې نه منع كړي دي؛ هغه (الله) د دوى (نېك) عملونه خراب (او ضايع) كړي دي
Verse 2
وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ وَءَامَنُوا۟ بِمَا نُزِّلَ عَلَىٰ مُحَمَّدٍ وَهُوَ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ ۙ كَفَّرَ عَنْهُمْ سَيِّـَٔاتِهِمْ وَأَصْلَحَ بَالَهُمْ
Transliteration wa-alladhīna āmanū waʿamilū l-ṣāliḥāti waāmanū bimā nuzzila ʿalā muḥammadin wahuwa l-ḥaqu min rabbihim kaffara ʿanhum sayyiātihim wa-aṣlaḥa bālahum
Pashto او هغه كسان چې ایمان يې راوړ او نېك عملونه وكړل او په هغه (قرآن) يې ایمان راوړ چې په محمد (ﷺ) نازل كړى شوى دى او همدغه د دوى د رب له جانبه حق دى (نو) هغه (الله) به له دوى نه د دوى ګناهونه لرې كړي او د دوى حال به ښه كړي
Verse 3
ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ٱتَّبَعُوا۟ ٱلْبَـٰطِلَ وَأَنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱتَّبَعُوا۟ ٱلْحَقَّ مِن رَّبِّهِمْ ۚ كَذَٰلِكَ يَضْرِبُ ٱللَّهُ لِلنَّاسِ أَمْثَـٰلَهُمْ
Transliteration dhālika bi-anna alladhīna kafarū ittabaʿū l-bāṭila wa-anna alladhīna āmanū ittabaʿū l-ḥaqa min rabbihim kadhālika yaḍribu l-lahu lilnnāsi amthālahum
Pashto دغه په دې سبب چې یقینًا كافران شویو كسانو د باطل پیروي كړې ده او یقینًا هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى د خپل رب له جانبه د حق پېروي كړې ده، همداسې الله خلقو ته د دوى مثالونه (او احوال) بیانوي
Verse 4
فَإِذَا لَقِيتُمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فَضَرْبَ ٱلرِّقَابِ حَتَّىٰٓ إِذَآ أَثْخَنتُمُوهُمْ فَشُدُّوا۟ ٱلْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنًّۢا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَآءً حَتَّىٰ تَضَعَ ٱلْحَرْبُ أَوْزَارَهَا ۚ ذَٰلِكَ وَلَوْ يَشَآءُ ٱللَّهُ لَٱنتَصَرَ مِنْهُمْ وَلَـٰكِن لِّيَبْلُوَا۟ بَعْضَكُم بِبَعْضٍ ۗ وَٱلَّذِينَ قُتِلُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ فَلَن يُضِلَّ أَعْمَـٰلَهُمْ
Transliteration fa-idhā laqītumu alladhīna kafarū faḍarba l-riqābi ḥattā idhā athkhantumūhum fashuddū l-wathāqa fa-immā mannan baʿdu wa-immā fidāan ḥattā taḍaʿa l-ḥarbu awzārahā dhālika walaw yashāu l-lahu la-intaṣara min'hum walākin liyabluwā baʿḍakum bibaʿḍin wa-alladhīna qutilū fī sabīli l-lahi falan yuḍilla aʿmālahum
Pashto نو كله چې تاسو له كافران شویو خلقو سره (په جنګ كې) مخامخ شئ، نو (اول كار د دوى) د څټونو وهل دي، تر هغه پورې چې كله تاسو دوى ښه ډېر ووژنئ، نو بیا تړل ښه مضبوط كړئ (بیا رسۍ ښې مضبوطې وتړئ) بیا له دې نه بعد یا خو احسان كول دي (په دوى احسان وكړئ) او یا خو فدیه كول دي (د عوض په بدل كې يې ازاد كړئ) (له دوى سره جنګ كوئ) تر هغه پورې چې جنګ (والا) خپلې وسلې كېږدي، دغه (د الله حكم ) دى او كه الله غوښتلي وى (نو) له دوى نه به يې خامخا بدل اخيستى و او لېكن د دې لپاره (يې تاسو ته د جهاد حكم وكړ) چې ستاسو ځینې په ځینو نورو سره وازمايي، او هغه كسان چې د الله په لاره كې ووژل شي، نو هغه (الله) به د دوى عملونه له سره ضايع نه كړي
Verse 5
سَيَهْدِيهِمْ وَيُصْلِحُ بَالَهُمْ
Transliteration sayahdīhim wayuṣ'liḥu bālahum
Pashto هغه (الله) به دوى ته خامخا لار ښوونه وكړي او د دوى حال به ښه كړي
Verse 6
وَيُدْخِلُهُمُ ٱلْجَنَّةَ عَرَّفَهَا لَهُمْ
Transliteration wayud'khiluhumu l-janata ʿarrafahā lahum
Pashto او دوى به جنت ته داخل كړي چې هغه يې دوى ته ورښودلى دى
Verse 7
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِن تَنصُرُوا۟ ٱللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ
Transliteration yāayyuhā alladhīna āmanū in tanṣurū l-laha yanṣur'kum wayuthabbit aqdāmakum
Pashto اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه چېرې تاسو د الله مدد وكړئ، هغه به ستاسو مدد وكړئ او ستاسو قدمونه به ثابت (او ټینګ) كړي
Verse 8
وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فَتَعْسًا لَّهُمْ وَأَضَلَّ أَعْمَـٰلَهُمْ
Transliteration wa-alladhīna kafarū fataʿsan lahum wa-aḍalla aʿmālahum
Pashto او هغه كسان چې كافران شوي دي، نو د دوى لپاره هلاكوالى دى او هغه (الله) د دوى عملونه ضايع كړي دي
Verse 9
ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَرِهُوا۟ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَـٰلَهُمْ
Transliteration dhālika bi-annahum karihū mā anzala l-lahu fa-aḥbaṭa aʿmālahum
Pashto دا ځكه چې یقینًا دوى هغه (قرآن) بد ګڼلى دى چې الله نازل كړى دى، نو هغه (الله) د دوى عملونه برباد كړل
Verse 10
۞ أَفَلَمْ يَسِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَيَنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ دَمَّرَ ٱللَّهُ عَلَيْهِمْ ۖ وَلِلْكَـٰفِرِينَ أَمْثَـٰلُهَا
Transliteration afalam yasīrū fī l-arḍi fayanẓurū kayfa kāna ʿāqibatu alladhīna min qablihim dammara l-lahu ʿalayhim walil'kāfirīna amthāluhā
Pashto ایا نو دوى په ځمكه كې نه ګرځې، نو چې ووینې چې د هغو كسانو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو، الله په دوى تباهي راوسته، او د كافرانو لپاره د دغه (انجام) په مثل مثالونه شته
Verse 11
ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ مَوْلَى ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَأَنَّ ٱلْكَـٰفِرِينَ لَا مَوْلَىٰ لَهُمْ
Transliteration dhālika bi-anna l-laha mawlā alladhīna āmanū wa-anna l-kāfirīna lā mawlā lahum
Pashto دغه ځكه چې یقینًا الله د هغو كسانو دوست (او مددګار) دى چې ایمان يې راوړى دى او دا چې یقینًا كافران (چې دي) د دوى لپاره مددګار (او دوست) نشته
Verse 12
إِنَّ ٱللَّهَ يُدْخِلُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ جَنَّـٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ ۖ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ يَتَمَتَّعُونَ وَيَأْكُلُونَ كَمَا تَأْكُلُ ٱلْأَنْعَـٰمُ وَٱلنَّارُ مَثْوًى لَّهُمْ
Transliteration inna l-laha yud'khilu alladhīna āmanū waʿamilū l-ṣāliḥāti jannātin tajrī min taḥtihā l-anhāru wa-alladhīna kafarū yatamattaʿūna wayakulūna kamā takulu l-anʿāmu wal-nāru mathwan lahum
Pashto بېشكه الله به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، داسې جنتونه ته داخلوي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي او هغه كسان چې كافران شوي دي، دوى فايده اخلي او خوراك كوي لكه څنګه چې څاروي خوراك كوي او اور د دوى استوګنه ده
Verse 13
وَكَأَيِّن مِّن قَرْيَةٍ هِىَ أَشَدُّ قُوَّةً مِّن قَرْيَتِكَ ٱلَّتِىٓ أَخْرَجَتْكَ أَهْلَكْنَـٰهُمْ فَلَا نَاصِرَ لَهُمْ
Transliteration waka-ayyin min qaryatin hiya ashaddu quwwatan min qaryatika allatī akhrajatka ahlaknāhum falā nāṣira lahum
Pashto او ډېر داسې كلي چې هغه ستا له هغه كلي نه چې ته يې اېستلى يې ؛ په قوت كې زیات سخت وو؛ مونږ هغوى هلاك كړل، نو د هغوى هیڅوك مددګار نه و
Verse 14
أَفَمَن كَانَ عَلَىٰ بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِۦ كَمَن زُيِّنَ لَهُۥ سُوٓءُ عَمَلِهِۦ وَٱتَّبَعُوٓا۟ أَهْوَآءَهُم
Transliteration afaman kāna ʿalā bayyinatin min rabbihi kaman zuyyina lahu sūu ʿamalihi wa-ittabaʿū ahwāahum
Pashto ایا نو هغه كس چې د خپل رب له جانبه په ښكاره دلیل (روان) وي د هغه كس په شان دى چې هغه ته خپل بد عمل ښايسته كړى شوى وي او دوى د خپلو خواهشاتو پیروي كړې وي
Verse 15
مَّثَلُ ٱلْجَنَّةِ ٱلَّتِى وُعِدَ ٱلْمُتَّقُونَ ۖ فِيهَآ أَنْهَـٰرٌ مِّن مَّآءٍ غَيْرِ ءَاسِنٍ وَأَنْهَـٰرٌ مِّن لَّبَنٍ لَّمْ يَتَغَيَّرْ طَعْمُهُۥ وَأَنْهَـٰرٌ مِّنْ خَمْرٍ لَّذَّةٍ لِّلشَّـٰرِبِينَ وَأَنْهَـٰرٌ مِّنْ عَسَلٍ مُّصَفًّى ۖ وَلَهُمْ فِيهَا مِن كُلِّ ٱلثَّمَرَٰتِ وَمَغْفِرَةٌ مِّن رَّبِّهِمْ ۖ كَمَنْ هُوَ خَـٰلِدٌ فِى ٱلنَّارِ وَسُقُوا۟ مَآءً حَمِيمًا فَقَطَّعَ أَمْعَآءَهُمْ
Transliteration mathalu l-janati allatī wuʿida l-mutaqūna fīhā anhārun min māin ghayri āsinin wa-anhārun min labanin lam yataghayyar ṭaʿmuhu wa-anhārun min khamrin ladhatin lilshāribīna wa-anhārun min ʿasalin muṣaffan walahum fīhā min kulli l-thamarāti wamaghfiratun min rabbihim kaman huwa khālidun fī l-nāri wasuqū māan ḥamīman faqaṭṭaʿa amʿāahum
Pashto د هغه جنت حال (او صفت) چې پرهېزګارانو ته يې وعده وركړى شوې ده، په هغو كې د داسې اوبو ولې دي چې خرابېدونكې نه دي او د داسې شيدو (پيو) ولې دي چې خوند (او مزه) به يې تغیر نه مومي (نه خرابېږي) او د داسې شرابو ولې دي چې څښونكو ته مزه وركوونكي وي او د صفا كړى شویو شاتو ولې دي او د دوى لپاره په دغو (جنتونو) كې هر قسمه مېوې دي او د خپل رب له جانبه مغفرت دى (ایا دغه كس) د هغه چا په شان دى چې هغه په اور كې تل ترتله وي او په دوى ډېري ګرمې اوبه ورڅښولى شي، نو د دوى كولمې به ټوټې ټوټې كړي
Verse 16
وَمِنْهُم مَّن يَسْتَمِعُ إِلَيْكَ حَتَّىٰٓ إِذَا خَرَجُوا۟ مِنْ عِندِكَ قَالُوا۟ لِلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْعِلْمَ مَاذَا قَالَ ءَانِفًا ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ طَبَعَ ٱللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ وَٱتَّبَعُوٓا۟ أَهْوَآءَهُمْ
Transliteration wamin'hum man yastamiʿu ilayka ḥattā idhā kharajū min ʿindika qālū lilladhīna ūtū l-ʿil'ma mādhā qāla ānifan ulāika alladhīna ṭabaʿa l-lahu ʿalā qulūbihim wa-ittabaʿū ahwāahum
Pashto او په دوى كې ځینې هغه دي چې تا ته غوږ ږدي تر دې چې كله ستا له خوا نه بهر ووځي، (نو) هغو كسانو ته ووايي چې علم ورته وركړى شوى دى: ده (محمدﷺ) اوس څه وویل؟ دغه هغه كسان دي چې الله د دوى په زړونو مهر لګولى دى او دوى د خپلو خواهشاتو پیروي كړې ده
Verse 17
وَٱلَّذِينَ ٱهْتَدَوْا۟ زَادَهُمْ هُدًى وَءَاتَىٰهُمْ تَقْوَىٰهُمْ
Transliteration wa-alladhīna ih'tadaw zādahum hudan waātāhum taqwāhum
Pashto او هغه كسان چې هدایت يې موندلى دى، هغه (الله) دوى ته هدایت ورزیات كړى دى او دوى ته يې د دوى پرهېزګاري وركړې ده
Verse 18
فَهَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا ٱلسَّاعَةَ أَن تَأْتِيَهُم بَغْتَةً ۖ فَقَدْ جَآءَ أَشْرَاطُهَا ۚ فَأَنَّىٰ لَهُمْ إِذَا جَآءَتْهُمْ ذِكْرَىٰهُمْ
Transliteration fahal yanẓurūna illā l-sāʿata an tatiyahum baghtatan faqad jāa ashrāṭuhā fa-annā lahum idhā jāathum dhik'rāhum
Pashto نو دوى انتظار نه كوي مګر د قیامت (یعنې) چې په دوى ناڅاپه راشي، نو یقینًا د ده نښې راغلې دي، نو د دوى لپاره به د دوى پند اخيستل څنګه (مفید) وي چې كله په دوى (قیامت) راشي
Verse 19
فَٱعْلَمْ أَنَّهُۥ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا ٱللَّهُ وَٱسْتَغْفِرْ لِذَنۢبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُؤْمِنَـٰتِ ۗ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوَىٰكُمْ
Transliteration fa-iʿ'lam annahu lā ilāha illā l-lahu wa-is'taghfir lidhanbika walil'mu'minīna wal-mu'mināti wal-lahu yaʿlamu mutaqallabakum wamathwākum
Pashto نو ته پوه شه چې بېشكه شان دا دى چې د عبادت هېڅ لايق نشته مګر الله دى او د خپلې ګناه مغفرت وغواړه او د مومنو سړیو او مومنو ښځو لپاره هم، او الله ستاسو په ګرځېدنځى او اوسېدنځى عالِم دى
Verse 20
وَيَقُولُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَوْلَا نُزِّلَتْ سُورَةٌ ۖ فَإِذَآ أُنزِلَتْ سُورَةٌ مُّحْكَمَةٌ وَذُكِرَ فِيهَا ٱلْقِتَالُ ۙ رَأَيْتَ ٱلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ نَظَرَ ٱلْمَغْشِىِّ عَلَيْهِ مِنَ ٱلْمَوْتِ ۖ فَأَوْلَىٰ لَهُمْ
Transliteration wayaqūlu alladhīna āmanū lawlā nuzzilat sūratun fa-idhā unzilat sūratun muḥ'kamatun wadhukira fīhā l-qitālu ra-ayta alladhīna fī qulūbihim maraḍun yanẓurūna ilayka naẓara l-maghshiyi ʿalayhi mina l-mawti fa-awlā lahum
Pashto او هغه كس چې ایمان يې راوړى دى، وايي: ولې یو (داسې) سورت نه نازلول كېږي (چې د جهاد حكم په كې وي)، نو كله چې یو محكم سورت نازل كړى شي او په هغه كې جنګ یاد كړى شوى وي (نو) ته به هغه كسان وینې چې د هغوى په زړونو كې (د نفاق) مرض دى، چې تا ته به ګوري د هغه كس د كتو په شان چې په هغه د مرګ له وجې بې هوشي راغلې وي، نو د دوى لپاره دې هلاكت وي
Verse 21
طَاعَةٌ وَقَوْلٌ مَّعْرُوفٌ ۚ فَإِذَا عَزَمَ ٱلْأَمْرُ فَلَوْ صَدَقُوا۟ ٱللَّهَ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ
Transliteration ṭāʿatun waqawlun maʿrūfun fa-idhā ʿazama l-amru falaw ṣadaqū l-laha lakāna khayran lahum
Pashto (دوى وايي: زمونږ كار) اطاعت دى او نېكه خبره كول دي، نو كله چې كار (د جهاد) فرض (او لازم) شي، نو كه دوى له الله سره صدق كړى وى (نو) یقینًا دا به د دوى لپاره ډېر غوره و
Verse 22
فَهَلْ عَسَيْتُمْ إِن تَوَلَّيْتُمْ أَن تُفْسِدُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوٓا۟ أَرْحَامَكُمْ
Transliteration fahal ʿasaytum in tawallaytum an tuf'sidū fī l-arḍi watuqaṭṭiʿū arḥāmakum
Pashto نو ایا تاسو، كه چېرې حاكمان شئ، دې ته نژدې يئ چې تاسو به په ځمكه كې فساد وكړئ او خپل قرابتونه (خپلویانې) به پرې كړئ
Verse 23
أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ لَعَنَهُمُ ٱللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَىٰٓ أَبْصَـٰرَهُمْ
Transliteration ulāika alladhīna laʿanahumu l-lahu fa-aṣammahum wa-aʿmā abṣārahum
Pashto دا هغه كسان دي چې الله په دوى لعنت كړى دى، نو دوى يې كاڼه كړي دي او د دوى سترګې يې ړندې كړې دي
Verse 24
أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ ٱلْقُرْءَانَ أَمْ عَلَىٰ قُلُوبٍ أَقْفَالُهَآ
Transliteration afalā yatadabbarūna l-qur'āna am ʿalā qulūbin aqfāluhā
Pashto ایا نو دوى په قرآن كې فكر نه كوي، بلكې (د دوى) په زړونو د دغو تالې پرتې دي
Verse 25
إِنَّ ٱلَّذِينَ ٱرْتَدُّوا۟ عَلَىٰٓ أَدْبَـٰرِهِم مِّنۢ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ ٱلْهُدَى ۙ ٱلشَّيْطَـٰنُ سَوَّلَ لَهُمْ وَأَمْلَىٰ لَهُمْ
Transliteration inna alladhīna ir'taddū ʿalā adbārihim min baʿdi mā tabayyana lahumu l-hudā l-shayṭānu sawwala lahum wa-amlā lahum
Pashto بېشكه هغه كسان چې په خپلو شاګانو (له ایمانه) بېرته ګرځېدلي دي، وروسته له دې چې دوى ته هدایت ښكاره شو، دوى ته شیطان (خپل عملونه) ښايسته كړي دي او دوى ته يې مهلت ښكاره كړى دى
Verse 26
ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا۟ لِلَّذِينَ كَرِهُوا۟ مَا نَزَّلَ ٱللَّهُ سَنُطِيعُكُمْ فِى بَعْضِ ٱلْأَمْرِ ۖ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ إِسْرَارَهُمْ
Transliteration dhālika bi-annahum qālū lilladhīna karihū mā nazzala l-lahu sanuṭīʿukum fī baʿḍi l-amri wal-lahu yaʿlamu is'rārahum
Pashto دغه په دې سبب چې یقینًا دوى هغو كسانو ته، چې دغه (قرآن) بد ګڼي چې الله نازل كړى دى، وویل: په ځینو كارونو كې به مونږ ژر ستاسو حكم ومنو او الله د دوى په پټو خبرو پوهېږي
Verse 27
فَكَيْفَ إِذَا تَوَفَّتْهُمُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَـٰرَهُمْ
Transliteration fakayfa idhā tawaffathumu l-malāikatu yaḍribūna wujūhahum wa-adbārahum
Pashto نو څنګه حال به وي، كله چې ملايك د دوى روحونه قبض كوي، په داسې حال كې چې دغه (ملايك) به د دوى مخونه او د دوى شاګانې وهي
Verse 28
ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمُ ٱتَّبَعُوا۟ مَآ أَسْخَطَ ٱللَّهَ وَكَرِهُوا۟ رِضْوَٰنَهُۥ فَأَحْبَطَ أَعْمَـٰلَهُمْ
Transliteration dhālika bi-annahumu ittabaʿū mā askhaṭa l-laha wakarihū riḍ'wānahu fa-aḥbaṭa aʿmālahum
Pashto دغه په دې سبب چې یقینًا دوى د هغه شي متابعت وكړ چې الله يې ناراضه كړ او دوى د هغه رضامندي بده وګڼله، نو هغه د دوى عملونه برباد كړل
Verse 29
أَمْ حَسِبَ ٱلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌ أَن لَّن يُخْرِجَ ٱللَّهُ أَضْغَـٰنَهُمْ
Transliteration am ḥasiba alladhīna fī qulūbihim maraḍun an lan yukh'rija l-lahu aḍghānahum
Pashto ایا هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې (د نفاق) بېماري ده؛ دا ګمان كړى دى چې الله به د دوى پټې كينې له سره نه څرګندوي
Verse 30
وَلَوْ نَشَآءُ لَأَرَيْنَـٰكَهُمْ فَلَعَرَفْتَهُم بِسِيمَـٰهُمْ ۚ وَلَتَعْرِفَنَّهُمْ فِى لَحْنِ ٱلْقَوْلِ ۚ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ أَعْمَـٰلَكُمْ
Transliteration walaw nashāu la-araynākahum falaʿaraftahum bisīmāhum walataʿrifannahum fī laḥni l-qawli wal-lahu yaʿlamu aʿmālakum
Pashto او كه مونږ وغواړو (نو) تا ته به دوى خامخا وښیو، نو ته به دوى خامخا په خپلو خاصو نښو سره وپېژنې او ته به دوى خامخا ضرور د خبرو په اړولو كې وپېژنې او الله ستاسو په عملونو عالِم دى
Verse 31
وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ حَتَّىٰ نَعْلَمَ ٱلْمُجَـٰهِدِينَ مِنكُمْ وَٱلصَّـٰبِرِينَ وَنَبْلُوَا۟ أَخْبَارَكُمْ
Transliteration walanabluwannakum ḥattā naʿlama l-mujāhidīna minkum wal-ṣābirīna wanabluwā akhbārakum
Pashto او مونږ به تاسو خامخا ضرور ازمایو تر دې چې مونږ په تاسو كې جهاد كوونكي وپېژنو (ظاهر كړو) او صبر كوونكي او ستاسو خبرونه وازمایو
Verse 32
إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَصَدُّوا۟ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ وَشَآقُّوا۟ ٱلرَّسُولَ مِنۢ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ ٱلْهُدَىٰ لَن يَضُرُّوا۟ ٱللَّهَ شَيْـًٔا وَسَيُحْبِطُ أَعْمَـٰلَهُمْ
Transliteration inna alladhīna kafarū waṣaddū ʿan sabīli l-lahi washāqqū l-rasūla min baʿdi mā tabayyana lahumu l-hudā lan yaḍurrū l-laha shayan wasayuḥ'biṭu aʿmālahum
Pashto بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي او د الله له لارې نه منع شوي دي او د رسول مخالفت كوي، وروسته له دې چې دوى ته هدایت ښكاره شو، دوى به الله ته له سره هېڅ شى ضرر ونه رسولى شي او هغه به ضرور د دوى عملونه برباد كړي
Verse 33
۞ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُوا۟ ٱلرَّسُولَ وَلَا تُبْطِلُوٓا۟ أَعْمَـٰلَكُمْ
Transliteration yāayyuhā alladhīna āmanū aṭīʿū l-laha wa-aṭīʿū l-rasūla walā tub'ṭilū aʿmālakum
Pashto اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله اطاعت كوئ او د رسول اطاعت كوئ او خپل عملونه مه تباه كوئ
Verse 34
إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَصَدُّوا۟ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ ثُمَّ مَاتُوا۟ وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَن يَغْفِرَ ٱللَّهُ لَهُمْ
Transliteration inna alladhīna kafarū waṣaddū ʿan sabīli l-lahi thumma mātū wahum kuffārun falan yaghfira l-lahu lahum
Pashto بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي او د الله له لارې نه منع كېږي، بیا دوى په داسې حال كې مړه شي چې كافران دي، نو الله به دوى ته له سره بخښنه ونه كړي
Verse 35
فَلَا تَهِنُوا۟ وَتَدْعُوٓا۟ إِلَى ٱلسَّلْمِ وَأَنتُمُ ٱلْأَعْلَوْنَ وَٱللَّهُ مَعَكُمْ وَلَن يَتِرَكُمْ أَعْمَـٰلَكُمْ
Transliteration falā tahinū watadʿū ilā l-salmi wa-antumu l-aʿlawna wal-lahu maʿakum walan yatirakum aʿmālakum
Pashto نو تاسو سستي مه كوئ او سولې ته بلنه مه وركوئ، په داسې حال كې چې هم تاسو به غالب یئ، او الله له تاسو سره دى او هغه به ستاسو عملونه له سره ضايع (او كم) نه كړي
Verse 36
إِنَّمَا ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ ۚ وَإِن تُؤْمِنُوا۟ وَتَتَّقُوا۟ يُؤْتِكُمْ أُجُورَكُمْ وَلَا يَسْـَٔلْكُمْ أَمْوَٰلَكُمْ
Transliteration innamā l-ḥayatu l-dun'yā laʿibun walahwun wa-in tu'minū watattaqū yu'tikum ujūrakum walā yasalkum amwālakum
Pashto بېشكه هم دا خبره ده چې دنيايي ژوند خو بس لوبې او مشغولتیا ده او كه تاسو ایمان راوړئ او پرهېزګاره شئ (نو) هغه به تاسو ته ستاسو اجرونه دركړي او له تاسو نه به ستاسو مالونه ونه وغواړي
Verse 37
إِن يَسْـَٔلْكُمُوهَا فَيُحْفِكُمْ تَبْخَلُوا۟ وَيُخْرِجْ أَضْغَـٰنَكُمْ
Transliteration in yasalkumūhā fayuḥ'fikum tabkhalū wayukh'rij aḍghānakum
Pashto كه هغه له تاسو نه دغه (مال) وغواړي، پس په تاسو ښه كوشش وكړي (نو) تاسو به بخل وكړئ، او هغه (الله) به ستاسو پټې كينې راوباسي
Verse 38
هَـٰٓأَنتُمْ هَـٰٓؤُلَآءِ تُدْعَوْنَ لِتُنفِقُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ فَمِنكُم مَّن يَبْخَلُ ۖ وَمَن يَبْخَلْ فَإِنَّمَا يَبْخَلُ عَن نَّفْسِهِۦ ۚ وَٱللَّهُ ٱلْغَنِىُّ وَأَنتُمُ ٱلْفُقَرَآءُ ۚ وَإِن تَتَوَلَّوْا۟ يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوٓا۟ أَمْثَـٰلَكُم
Transliteration hāantum hāulāi tud'ʿawna litunfiqū fī sabīli l-lahi faminkum man yabkhalu waman yabkhal fa-innamā yabkhalu ʿan nafsihi wal-lahu l-ghaniyu wa-antumu l-fuqarāu wa-in tatawallaw yastabdil qawman ghayrakum thumma lā yakūnū amthālakum
Pashto خبردار شئ! تاسو اى دغو كسانو! تاسو رابللى شئ، د دې لپاره چې تاسو د الله په لاره كې مال ولګوئ، نو په تاسو كې ځینې بخل كوي او څوك چې بخل وكړي، نو یقینًا هم دا خبره ده چې هغه له خپل ځان نه (د خير په منع كولو سره) بخل كوي او هم دا الله غني (ښه بې پروا) دى او هم تاسو فقیران یئ او كه تاسو وګرځېدئ (نو) هغه به له تاسو نه غیر بل قوم په بدل كې راولي، بیا به هغوى ستاسو په شان نه وي
Read Surah Muhammad in another language
- English (word by word)
- Albanian
- Amazigh
- Amharic
- Assamese
- Azerbaijani
- Bambara
- Bangla
- Bosnian
- Bulgarian
- Chechen
- Chinese
- Czech
- Dari
- Dhivehi
- Dutch
- Finnish
- French
- German
- Gujarati
- Hausa
- Hebrew
- Hindi
- Indonesian
- Italian
- Japanese
- Kannada
- Kazakh
- Khmer
- Kinyarwanda
- Korean
- Kurdish
- Luganda
- Malay
- Malayalam
- Maranao
- Marathi
- Nepali
- Norwegian
- Oromo
- Persian
- Polish
- Portuguese
- Romanian
- Russian
- Sindhi
- Sinhala
- Somali
- Spanish
- Swahili
- Swedish
- Tagalog
- Tajik
- Tamil
- Tatar
- Telugu
- Thai
- Turkish
- Ukrainian
- Urdu
- Uyghur
- Uzbek
- Vietnamese
- Yao
- Yoruba
All 114 surahs in Pashto: the Qur’an in Pashto.
Pashto translation: Zakaria Abulsalam, from Quran.com. Transliteration: Quran.com. Recitation: Mishary Alafasy, from EveryAyah.com. MyDugsi is a learning aid, not a replacement for a qualified teacher.