MyDugsiStart learning

Surah At-Taghabun in Pashto: translation and audio

Surah 64 · التغابن · The Mutual Disillusion · 18 verses

Surah At-Taghabun verse by verse: the Arabic with a recitation you can repeat, the transliteration, and the Pashto translation by Zakaria Abulsalam. For the meaning of every word, see Surah At-Taghabun word by word in English.

Verse 1

يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۖ لَهُ ٱلْمُلْكُ وَلَهُ ٱلْحَمْدُ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ

Transliteration yusabbiḥu lillahi mā fī l-samāwāti wamā fī l-arḍi lahu l-mul'ku walahu l-ḥamdu wahuwa ʿalā kulli shayin qadīrun

Pashto د الله پاكي بیانوي هر هغه څه چې په اسمانونوكې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، خاص د هغه لپاره بادشاهي ده او خاص د هغه لپاره ټول د كمال صفتونه دي او هغه په هر شي باندې ښه قادر دى

Verse 2

هُوَ ٱلَّذِى خَلَقَكُمْ فَمِنكُمْ كَافِرٌ وَمِنكُم مُّؤْمِنٌ ۚ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ

Transliteration huwa alladhī khalaqakum faminkum kāfirun waminkum mu'minun wal-lahu bimā taʿmalūna baṣīrun

Pashto هم دغه (الله) هغه ذات دى چې تاسو يې پیدا كړي یئ، نو په تاسو كې ځینې كافر دي او ځینې په تاسو كې مومن دي او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ ښه ليدونكى دى

Verse 3

خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ بِٱلْحَقِّ وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ ۖ وَإِلَيْهِ ٱلْمَصِيرُ

Transliteration khalaqa l-samāwāti wal-arḍa bil-ḥaqi waṣawwarakum fa-aḥsana ṣuwarakum wa-ilayhi l-maṣīru

Pashto ده اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي او ستاسو صورتونه يې جوړ كړل، پس ستاسو صورتونه يې ډېر ښكلي كړي دي او خاص ده ته بېرته ورتګ دى

Verse 4

يَعْلَمُ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَيَعْلَمُ مَا تُسِرُّونَ وَمَا تُعْلِنُونَ ۚ وَٱللَّهُ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ

Transliteration yaʿlamu mā fī l-samāwāti wal-arḍi wayaʿlamu mā tusirrūna wamā tuʿ'linūna wal-lahu ʿalīmun bidhāti l-ṣudūri

Pashto دى پوهېږي په هر هغه څه چې په اسمانونو اوځمكه كې دي او پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې پټوئ او په هغه څه چې تاسويې څرګندوئ او الله د سینو په (پټو) خبرو هم ښه عالم دى

Verse 5

أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَبَؤُا۟ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِن قَبْلُ فَذَاقُوا۟ وَبَالَ أَمْرِهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

Transliteration alam yatikum naba-u alladhīna kafarū min qablu fadhāqū wabāla amrihim walahum ʿadhābun alīmun

Pashto ایا تاسو ته د هغو خلقو خبر نه دى راغلى چې له دې نه مخكې كافران شوي وو، نو هغوى د خپل عمل سزا وڅكله او د هغوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى

Verse 6

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُۥ كَانَت تَّأْتِيهِمْ رُسُلُهُم بِٱلْبَيِّنَـٰتِ فَقَالُوٓا۟ أَبَشَرٌ يَهْدُونَنَا فَكَفَرُوا۟ وَتَوَلَّوا۟ ۚ وَّٱسْتَغْنَى ٱللَّهُ ۚ وَٱللَّهُ غَنِىٌّ حَمِيدٌ

Transliteration dhālika bi-annahu kānat tatīhim rusuluhum bil-bayināti faqālū abasharun yahdūnanā fakafarū watawallaw wa-is'taghnā l-lahu wal-lahu ghaniyyun ḥamīdun

Pashto دا په دې سبب چې بېشكه شان دا دى چې دوى ته به د دوى رسولان له ښكاره معجزو سره راتلل، نو دوى به ویل چې ایا مونږ ته به بشر (انسانان) لاره ښیي، نو دوى كافر شول او مخ يې وګرځاوه او الله استغنا وكړه او الله ډېر بې پروا، ښه ستايل شوى دى

Verse 7

زَعَمَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَن لَّن يُبْعَثُوا۟ ۚ قُلْ بَلَىٰ وَرَبِّى لَتُبْعَثُنَّ ثُمَّ لَتُنَبَّؤُنَّ بِمَا عَمِلْتُمْ ۚ وَذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرٌ

Transliteration zaʿama alladhīna kafarū an lan yub'ʿathū qul balā warabbī latub'ʿathunna thumma latunabba-unna bimā ʿamil'tum wadhālika ʿalā l-lahi yasīrun

Pashto كافران شوي كسان (دا غلطه) عقیده ساتي چې دوى به له سره بیا راژوندي نه كړى شي، ته (دوى ته) ووایه: ولې نه! زما په خپل رب قسم دى چې تاسو به خامخا ضرور بیا راژوندي كړى شئ، بیا به تاسو ته خامخا ضرور د خپلو كړو عملونو خبر دركولى شي او دا (كارونه) الله ته ډېر اسان دي

Verse 8

فَـَٔامِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَٱلنُّورِ ٱلَّذِىٓ أَنزَلْنَا ۚ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ

Transliteration faāminū bil-lahi warasūlihi wal-nūri alladhī anzalnā wal-lahu bimā taʿmalūna khabīrun

Pashto نو تاسو په الله او د هغه په رسول او په هغې رڼا (قرآن) باندې ایمان راوړئ چې مونږ نازله كړې ده او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه خبردار دى

Verse 9

يَوْمَ يَجْمَعُكُمْ لِيَوْمِ ٱلْجَمْعِ ۖ ذَٰلِكَ يَوْمُ ٱلتَّغَابُنِ ۗ وَمَن يُؤْمِنۢ بِٱللَّهِ وَيَعْمَلْ صَـٰلِحًا يُكَفِّرْ عَنْهُ سَيِّـَٔاتِهِۦ وَيُدْخِلْهُ جَنَّـٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ خَـٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًا ۚ ذَٰلِكَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ

Transliteration yawma yajmaʿukum liyawmi l-jamʿi dhālika yawmu l-taghābuni waman yu'min bil-lahi wayaʿmal ṣāliḥan yukaffir ʿanhu sayyiātihi wayud'khil'hu jannātin tajrī min taḥtihā l-anhāru khālidīna fīhā abadan dhālika l-fawzu l-ʿaẓīmu

Pashto (یاده كړه) هغه ورځ چې تاسو به دى (الله) د جمع كېدلو ورځې ته راجمع كړي، دغه د تاوان د ښكاره كېدو ورځ ده او هغه څوك چې په الله ایمان راوړي او نېك عمل وكړي (،نو) هغه به له هغه نه د هغه ګناهونه لرې كړي او داسې جنتونو ته به يې داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، دغه ډېره لویه كامیابي ده

Verse 10

وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَكَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَآ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلنَّارِ خَـٰلِدِينَ فِيهَا ۖ وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ

Transliteration wa-alladhīna kafarū wakadhabū biāyātinā ulāika aṣḥābu l-nāri khālidīna fīhā wabi'sa l-maṣīru

Pashto او هغه كسان چې كافران شوي دي او زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى دغه كسان د اور والا دي، چې په ده كې به همېشه وي او هغه د ورتلو بد ځاى دى

Verse 11

مَآ أَصَابَ مِن مُّصِيبَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۗ وَمَن يُؤْمِنۢ بِٱللَّهِ يَهْدِ قَلْبَهُۥ ۚ وَٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌ

Transliteration mā aṣāba min muṣībatin illā bi-idh'ni l-lahi waman yu'min bil-lahi yahdi qalbahu wal-lahu bikulli shayin ʿalīmun

Pashto هېڅ یو مصیبت نه رسېږي مګر د الله په حكم سره او هغه څوك چې په الله ایمان راوړي (، نو) هغه به د ده زړه ته هدایت وكړي او الله په هر شي باندې ښه عالم دى

Verse 12

وَأَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُوا۟ ٱلرَّسُولَ ۚ فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَإِنَّمَا عَلَىٰ رَسُولِنَا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ

Transliteration wa-aṭīʿū l-laha wa-aṭīʿū l-rasūla fa-in tawallaytum fa-innamā ʿalā rasūlinā l-balāghu l-mubīnu

Pashto او تاسو د الله اطاعت وكړئ او د رسول اطاعت وكړئ، نو كه تاسو وګرځېدئ، نو یقینًا زمونږ د رسول په ذمه خو يواځې ښكاره پېغام رسونه ده

Verse 13

ٱللَّهُ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُؤْمِنُونَ

Transliteration al-lahu lā ilāha illā huwa waʿalā l-lahi falyatawakkali l-mu'minūna

Pashto الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى او لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي

Verse 14

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِنَّ مِنْ أَزْوَٰجِكُمْ وَأَوْلَـٰدِكُمْ عَدُوًّا لَّكُمْ فَٱحْذَرُوهُمْ ۚ وَإِن تَعْفُوا۟ وَتَصْفَحُوا۟ وَتَغْفِرُوا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

Transliteration yāayyuhā alladhīna āmanū inna min azwājikum wa-awlādikum ʿaduwwan lakum fa-iḥ'dharūhum wa-in taʿfū wataṣfaḥū wataghfirū fa-inna l-laha ghafūrun raḥīmun

Pashto اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه ستاسو په ښځو او اولادونو كې ځينې ستاسو دښمنان دي، نو تاسو له دوى نه محتاط اوسئ او كه چېرې تاسو معافي وكړئ او تېر شئ او بخښنه وكړئ، نو بېشكه چې الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

Verse 15

إِنَّمَآ أَمْوَٰلُكُمْ وَأَوْلَـٰدُكُمْ فِتْنَةٌ ۚ وَٱللَّهُ عِندَهُۥٓ أَجْرٌ عَظِيمٌ

Transliteration innamā amwālukum wa-awlādukum fit'natun wal-lahu ʿindahu ajrun ʿaẓīmun

Pashto بېشكه هم دا خبره ده چې ستاسو مالونه او ستاسو اولادونه ازموینه (او فتنه) ده او الله (چې دى) له هغه سره ډېر لوى اجر دى

Verse 16

فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ مَا ٱسْتَطَعْتُمْ وَٱسْمَعُوا۟ وَأَطِيعُوا۟ وَأَنفِقُوا۟ خَيْرًا لِّأَنفُسِكُمْ ۗ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِۦ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ

Transliteration fa-ittaqū l-laha mā is'taṭaʿtum wa-is'maʿū wa-aṭīʿū wa-anfiqū khayran li-anfusikum waman yūqa shuḥḥa nafsihi fa-ulāika humu l-muf'liḥūna

Pashto نو تاسو له الله نه ووېرېږئ څومره چې تاسو كولى شئ او واورئ او اطاعت وكړئ او انفاق كوئ، (دا به) ستاسو د ځانونو لپاره خیر وي او هغه څوك چې د خپل نفس له د بخیلۍ نه وساتل شو، نو هم دغه خلق كامیاب دي

Verse 17

إِن تُقْرِضُوا۟ ٱللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا يُضَـٰعِفْهُ لَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ۚ وَٱللَّهُ شَكُورٌ حَلِيمٌ

Transliteration in tuq'riḍū l-laha qarḍan ḥasanan yuḍāʿif'hu lakum wayaghfir lakum wal-lahu shakūrun ḥalīmun

Pashto كه چېرې تاسو الله ته قرض وركړئ، ښه قرض، (نو) دى به دغه (قرض) تاسو لپاره دوه چنده كړي او تاسو ته به بخښنه وكړي او الله ښه قدردان، ښه تحمل والا دى

Verse 18

عَـٰلِمُ ٱلْغَيْبِ وَٱلشَّهَـٰدَةِ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ

Transliteration ʿālimu l-ghaybi wal-shahādati l-ʿazīzu l-ḥakīmu

Pashto د غیبو او ښكاره و عالم دى، ښه غالب، ښه حكمت والا دى

Read Surah At-Taghabun in another language

All languages

All 114 surahs in Pashto: the Qur’an in Pashto.

Learn it in MyDugsi

Pashto translation: Zakaria Abulsalam, from Quran.com. Transliteration: Quran.com. Recitation: Mishary Alafasy, from EveryAyah.com. MyDugsi is a learning aid, not a replacement for a qualified teacher.