MyDugsiStart learning

Surah An-Nahl in Pashto: translation and audio

Surah 16 · النحل · The Bee · 128 verses

Surah An-Nahl verse by verse: the Arabic with a recitation you can repeat, the transliteration, and the Pashto translation by Zakaria Abulsalam. For the meaning of every word, see Surah An-Nahl word by word in English.

Verse 1

أَتَىٰٓ أَمْرُ ٱللَّهِ فَلَا تَسْتَعْجِلُوهُ ۚ سُبْحَـٰنَهُۥ وَتَعَـٰلَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ

Transliteration atā amru l-lahi falā tastaʿjilūhu sub'ḥānahu wataʿālā ʿammā yush'rikūna

Pashto د الله حكم راغى، نو تاسو هغه په تلوار مه غواړئ، هغه لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغه څه نه چې دوى يې ورسره شریكوي

Verse 2

يُنَزِّلُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةَ بِٱلرُّوحِ مِنْ أَمْرِهِۦ عَلَىٰ مَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦٓ أَنْ أَنذِرُوٓا۟ أَنَّهُۥ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّآ أَنَا۠ فَٱتَّقُونِ

Transliteration yunazzilu l-malāikata bil-rūḥi min amrihi ʿalā man yashāu min ʿibādihi an andhirū annahu lā ilāha illā anā fa-ittaqūni

Pashto هغه په خپل حكم ملايك له وحي سره نازلوي په هغه چا باندې چې يې وغواړي په خپلو بنده ګانو كې، چې تاسو (خلق) خبردار كړئ، په دې خبره چې بېشكه حقيقت دا دى چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر زه یم، نو تاسو له ما نه ووېرېږئ

Verse 3

خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ بِٱلْحَقِّ ۚ تَعَـٰلَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ

Transliteration khalaqa l-samāwāti wal-arḍa bil-ḥaqi taʿālā ʿammā yush'rikūna

Pashto هغهٔ اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي، هغه اوچت دى له هغه چې دوى يې ورسره شریكوي

Verse 4

خَلَقَ ٱلْإِنسَـٰنَ مِن نُّطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ مُّبِينٌ

Transliteration khalaqa l-insāna min nuṭ'fatin fa-idhā huwa khaṣīmun mubīnun

Pashto هغهٔ، انسان له نطفې نه پیدا كړى دى، بيا نو ناڅاپه دغه (انسان) ښه ښكاره سخت جګړه كوونكى دى

Verse 5

وَٱلْأَنْعَـٰمَ خَلَقَهَا ۗ لَكُمْ فِيهَا دِفْءٌ وَمَنَـٰفِعُ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ

Transliteration wal-anʿāma khalaqahā lakum fīhā dif'on wamanāfiʿu wamin'hā takulūna

Pashto او څاروي، هغه يې پیدا كړي دي، تاسو لپاره په دوى كې د ګرمۍ اسباب او (نورې) ګټې دي او ځینې په دوى كې تاسو خورئ

Verse 6

وَلَكُمْ فِيهَا جَمَالٌ حِينَ تُرِيحُونَ وَحِينَ تَسْرَحُونَ

Transliteration walakum fīhā jamālun ḥīna turīḥūna waḥīna tasraḥūna

Pashto او تاسو لپاره په دوى كې جمال (او ښايست) دى كله چې يې بېرته ماښام (كور ته) راولئ او كله چې يې د څر لپاره بوځئ

Verse 7

وَتَحْمِلُ أَثْقَالَكُمْ إِلَىٰ بَلَدٍ لَّمْ تَكُونُوا۟ بَـٰلِغِيهِ إِلَّا بِشِقِّ ٱلْأَنفُسِ ۚ إِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ

Transliteration wataḥmilu athqālakum ilā baladin lam takūnū bālighīhi illā bishiqqi l-anfusi inna rabbakum laraūfun raḥīmun

Pashto او دوى ستاسو درانه بارونه پورته كوي هغه ښار ته چې تاسو هغه ته رسېدونكي نه وئ مګر د ځانونو په مشقت سره، بېشكه ستاسو رب یقینًا ډېر نرمي كوونكى، بې حده مهربان دى

Verse 8

وَٱلْخَيْلَ وَٱلْبِغَالَ وَٱلْحَمِيرَ لِتَرْكَبُوهَا وَزِينَةً ۚ وَيَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُونَ

Transliteration wal-khayla wal-bighāla wal-ḥamīra litarkabūhā wazīnatan wayakhluqu mā lā taʿlamūna

Pashto او اسونه او قچر او خره (يې پیدا كړي دي،) د دې لپاره چې تاسو په دغو باندې سواره شئ او د زینت لپاره او پیدا كوي هغه څه چې تاسو يې نه پېژنئ

Verse 9

وَعَلَى ٱللَّهِ قَصْدُ ٱلسَّبِيلِ وَمِنْهَا جَآئِرٌ ۚ وَلَوْ شَآءَ لَهَدَىٰكُمْ أَجْمَعِينَ

Transliteration waʿalā l-lahi qaṣdu l-sabīli wamin'hā jāirun walaw shāa lahadākum ajmaʿīna

Pashto او خاص په الله باندې د سمې لارې بیان دى او ځینې په دغو (نورو لارو) كې كږې دي او كه هغه غوښتلى(،نو) لازمًا به يې تاسو ټولو ته هدایت كړى و

Verse 10

هُوَ ٱلَّذِىٓ أَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً ۖ لَّكُم مِّنْهُ شَرَابٌ وَمِنْهُ شَجَرٌ فِيهِ تُسِيمُونَ

Transliteration huwa alladhī anzala mina l-samāi māan lakum min'hu sharābun wamin'hu shajarun fīhi tusīmūna

Pashto دى همغه ذات دى چې تاسو لپاره يې له بره نه اوبه نازلې كړې دي، تاسو ته له هغو ځنې مشروب (څښاك) دى او له هغو ځنې ونې (واښه) هم رازرونېږي چې په هغو كې تاسو (څاروي) څروئ

Verse 11

يُنۢبِتُ لَكُم بِهِ ٱلزَّرْعَ وَٱلزَّيْتُونَ وَٱلنَّخِيلَ وَٱلْأَعْنَـٰبَ وَمِن كُلِّ ٱلثَّمَرَٰتِ ۗ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ

Transliteration yunbitu lakum bihi l-zarʿa wal-zaytūna wal-nakhīla wal-aʿnāba wamin kulli l-thamarāti inna fī dhālika laāyatan liqawmin yatafakkarūna

Pashto هغهٔ په دې (اولو) سره تاسو لپاره فصل او زیتون او كجورې او انګور او هر قسمه مېوې زرغونوي، بېشكه په دغو كې خامخا لویه نښه ده د هغو خلقو لپاره چې ښه غور فكر كوي

Verse 12

وَسَخَّرَ لَكُمُ ٱلَّيْلَ وَٱلنَّهَارَ وَٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ ۖ وَٱلنُّجُومُ مُسَخَّرَٰتٌۢ بِأَمْرِهِۦٓ ۗ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ

Transliteration wasakhara lakumu al-layla wal-nahāra wal-shamsa wal-qamara wal-nujūmu musakharātun bi-amrihi inna fī dhālika laāyātin liqawmin yaʿqilūna

Pashto او هغه مُسخَّر كړې ده تاسو لپاره شپه او ورځ او لمر او سپوږمۍ. او ستوري د هغه په حكم سره مُسَخَّر دي، بېشكه په دغو كې خامخا ډېرې نښې دي د هغو خلقو لپاره چې له عقل نه كار اخلي

Verse 13

وَمَا ذَرَأَ لَكُمْ فِى ٱلْأَرْضِ مُخْتَلِفًا أَلْوَٰنُهُۥٓ ۗ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً لِّقَوْمٍ يَذَّكَّرُونَ

Transliteration wamā dhara-a lakum fī l-arḍi mukh'talifan alwānuhu inna fī dhālika laāyatan liqawmin yadhakkarūna

Pashto او (مُسخر كړي يې دي) هغه څه چې تاسو لپاره يې په ځمكه كې پیدا كړي دي، په داسې حال كې چې رنګونه يې مختلف دي، بېشكه په دغو كې یقینًا لویه نښه ده د هغو خلقو لپاره چې نصیحت قبلوي

Verse 14

وَهُوَ ٱلَّذِى سَخَّرَ ٱلْبَحْرَ لِتَأْكُلُوا۟ مِنْهُ لَحْمًا طَرِيًّا وَتَسْتَخْرِجُوا۟ مِنْهُ حِلْيَةً تَلْبَسُونَهَا وَتَرَى ٱلْفُلْكَ مَوَاخِرَ فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا۟ مِن فَضْلِهِۦ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

Transliteration wahuwa alladhī sakhara l-baḥra litakulū min'hu laḥman ṭariyyan watastakhrijū min'hu ḥil'yatan talbasūnahā watarā l-ful'ka mawākhira fīhi walitabtaghū min faḍlihi walaʿallakum tashkurūna

Pashto دى همغه ذات دى چې سمندر يې مُسخر كړى دى، د دې لپاره چې تاسو له هغه نه تازه غوښه وخورئ او له هغه نه ګاڼه (زېورات) راوباسئ چې تاسو يې اغوندئ او تهٔ په ده كې بېړۍ وینې، چې اوبه څيرونكې وي او د دې لپاره چې تاسو د هغه فضل طلب كړئ او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ

Verse 15

وَأَلْقَىٰ فِى ٱلْأَرْضِ رَوَٰسِىَ أَن تَمِيدَ بِكُمْ وَأَنْهَـٰرًا وَسُبُلًا لَّعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ

Transliteration wa-alqā fī l-arḍi rawāsiya an tamīda bikum wa-anhāran wasubulan laʿallakum tahtadūna

Pashto او هغهٔ په ځمكه كې پاخه غرونه غورځولي دي چې پر تاسو باندې ونه ښورېږي او (پیدا كړي يې دي) ولې (نهرونه) او لارې، د دې لپاره چې تاسو لار ومومئ

Verse 16

وَعَلَـٰمَـٰتٍ ۚ وَبِٱلنَّجْمِ هُمْ يَهْتَدُونَ

Transliteration waʿalāmātin wabil-najmi hum yahtadūna

Pashto او علامې (يې مقرر كړې دي) او په ستورو سره دوى لار مومي

Verse 17

أَفَمَن يَخْلُقُ كَمَن لَّا يَخْلُقُ ۗ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ

Transliteration afaman yakhluqu kaman lā yakhluqu afalā tadhakkarūna

Pashto ایا نو هغه ذات چې پیدا كوي په شان د هغه چا دى چې (څه) نشي پیدا كولى؟ ایا نو تاسو پند نه اخلئ!

Verse 18

وَإِن تَعُدُّوا۟ نِعْمَةَ ٱللَّهِ لَا تُحْصُوهَآ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ

Transliteration wa-in taʿuddū niʿ'mata l-lahi lā tuḥ'ṣūhā inna l-laha laghafūrun raḥīmun

Pashto او كه چېرې تاسو د الله نعمتونه شمېرل شروع كړئ، (، نو) هغه به ونشمېرلى شئ، بېشكه الله یقینًا ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

Verse 19

وَٱللَّهُ يَعْلَمُ مَا تُسِرُّونَ وَمَا تُعْلِنُونَ

Transliteration wal-lahu yaʿlamu mā tusirrūna wamā tuʿ'linūna

Pashto او الله ته معلوم دي هغه څه چې تاسو يې پټوئ او هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ

Verse 20

وَٱلَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ لَا يَخْلُقُونَ شَيْـًٔا وَهُمْ يُخْلَقُونَ

Transliteration wa-alladhīna yadʿūna min dūni l-lahi lā yakhluqūna shayan wahum yukh'laqūna

Pashto او هغه كسان چې دوى يې له الله نه غیر بلي، هغوى هېڅ شى نشي پیدا كولى، په دې حال كې چې دوى پخپله پیداكاوه شي

Verse 21

أَمْوَٰتٌ غَيْرُ أَحْيَآءٍ ۖ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ

Transliteration amwātun ghayru aḥyāin wamā yashʿurūna ayyāna yub'ʿathūna

Pashto مړه دي، ژوندي نه دي او دوى نه پوهېږي چې كله به دوى بیا راژوندي كولى شي

Verse 22

إِلَـٰهُكُمْ إِلَـٰهٌ وَٰحِدٌ ۚ فَٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱلْـَٔاخِرَةِ قُلُوبُهُم مُّنكِرَةٌ وَهُم مُّسْتَكْبِرُونَ

Transliteration ilāhukum ilāhun wāḥidun fa-alladhīna lā yu'minūna bil-ākhirati qulūbuhum munkiratun wahum mus'takbirūna

Pashto ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو هغه كسان چې پر اخرت ایمان نه راوړي د هغوى زړونه مُنكِر دي او دوى تكبر كوونكي دي

Verse 23

لَا جَرَمَ أَنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ ۚ إِنَّهُۥ لَا يُحِبُّ ٱلْمُسْتَكْبِرِينَ

Transliteration lā jarama anna l-laha yaʿlamu mā yusirrūna wamā yuʿ'linūna innahu lā yuḥibbu l-mus'takbirīna

Pashto حقیقت دا دى چې بېشكه الله پوهېږي پر هغه څه چې دوى يې پټوي او پر هغه څه چې دوى يې څرګندوي، بېشكه هغه (الله) تكبر كوونكي نه خوښوي

Verse 24

وَإِذَا قِيلَ لَهُم مَّاذَآ أَنزَلَ رَبُّكُمْ ۙ قَالُوٓا۟ أَسَـٰطِيرُ ٱلْأَوَّلِينَ

Transliteration wa-idhā qīla lahum mādhā anzala rabbukum qālū asāṭīru l-awalīna

Pashto او كله چې دوى ته وویل شي: ستاسو رب څه نازل كړي دي؟ دوى وايي: د پخوانیو (خلقو) باطلې افسانې

Verse 25

لِيَحْمِلُوٓا۟ أَوْزَارَهُمْ كَامِلَةً يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۙ وَمِنْ أَوْزَارِ ٱلَّذِينَ يُضِلُّونَهُم بِغَيْرِ عِلْمٍ ۗ أَلَا سَآءَ مَا يَزِرُونَ

Transliteration liyaḥmilū awzārahum kāmilatan yawma l-qiyāmati wamin awzāri alladhīna yuḍillūnahum bighayri ʿil'min alā sāa mā yazirūna

Pashto د دې لپاره چې دوى خپل پېټي پوره پورته كړي د قیامت په ورځ او د هغو خلقو له پېټو نه (هم پورته كړي) چې دوى يې په جهالت سره ګمراه كوي، خبردار شئ! بد دى هغه څیز چې دوى يې باروي

Verse 26

قَدْ مَكَرَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَأَتَى ٱللَّهُ بُنْيَـٰنَهُم مِّنَ ٱلْقَوَاعِدِ فَخَرَّ عَلَيْهِمُ ٱلسَّقْفُ مِن فَوْقِهِمْ وَأَتَىٰهُمُ ٱلْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ

Transliteration qad makara alladhīna min qablihim fa-atā l-lahu bun'yānahum mina l-qawāʿidi fakharra ʿalayhimu l-saqfu min fawqihim wa-atāhumu l-ʿadhābu min ḥaythu lā yashʿurūna

Pashto یقینًا له دوى نه مخكې خلقو مكر كړى و، نو الله د دوى عمارتونه له بنیادونو نه ونړول، نو په دوى باندې د دوى له پاسه چتونه راپرېوتل او دوى ته عذاب له هغه ځایه راغى چې دوى يې شعور (او ګمان) هم نه لاره

Verse 27

ثُمَّ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ يُخْزِيهِمْ وَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَآءِىَ ٱلَّذِينَ كُنتُمْ تُشَـٰٓقُّونَ فِيهِمْ ۚ قَالَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْعِلْمَ إِنَّ ٱلْخِزْىَ ٱلْيَوْمَ وَٱلسُّوٓءَ عَلَى ٱلْكَـٰفِرِينَ

Transliteration thumma yawma l-qiyāmati yukh'zīhim wayaqūlu ayna shurakāiya alladhīna kuntum tushāqqūna fīhim qāla alladhīna ūtū l-ʿil'ma inna l-khiz'ya l-yawma wal-sūa ʿalā l-kāfirīna

Pashto بیا به هغه د قیامت په ورځ دوى رسوا كوي او وايي به: زما هغه شریكان چېرته دي چې تاسو به د هغوى په باره كې (له اهل حقو سره جګړي) مخالفتونه كول؟ وبه وايي هغه كسان چې علم ورته وركړ شوى دى: بېشكه په نن ورځ كې رسوايي او بدي په كافرانو باندې ده

Verse 28

ٱلَّذِينَ تَتَوَفَّىٰهُمُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ ظَالِمِىٓ أَنفُسِهِمْ ۖ فَأَلْقَوُا۟ ٱلسَّلَمَ مَا كُنَّا نَعْمَلُ مِن سُوٓءٍۭ ۚ بَلَىٰٓ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌۢ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

Transliteration alladhīna tatawaffāhumu l-malāikatu ẓālimī anfusihim fa-alqawū l-salama mā kunnā naʿmalu min sūin balā inna l-laha ʿalīmun bimā kuntum taʿmalūna

Pashto هغه كسان چې ملايك يې (روح) قبضوي، په داسې حال كې چې دوى په خپلو ځانونو ظلم كوونكي وي، نو دوى به روغه (تسليمي) وړاندې كړي چې مونږ هېڅ بد عمل نه كاوه، ولې نه! بېشكه الله ښه پوه دى پر هغو عملونو چې تاسو به كول

Verse 29

فَٱدْخُلُوٓا۟ أَبْوَٰبَ جَهَنَّمَ خَـٰلِدِينَ فِيهَا ۖ فَلَبِئْسَ مَثْوَى ٱلْمُتَكَبِّرِينَ

Transliteration fa-ud'khulū abwāba jahannama khālidīna fīhā falabi'sa mathwā l-mutakabirīna

Pashto نو تاسو د جهنم په دروازه كې ننوځئ، په داسې حال كې، چې په ده كې به همېشه وئ، نو یقینًا د تكبر كوونكو استوګنه بده ده

Verse 30

۞ وَقِيلَ لِلَّذِينَ ٱتَّقَوْا۟ مَاذَآ أَنزَلَ رَبُّكُمْ ۚ قَالُوا۟ خَيْرًا ۗ لِّلَّذِينَ أَحْسَنُوا۟ فِى هَـٰذِهِ ٱلدُّنْيَا حَسَنَةٌ ۚ وَلَدَارُ ٱلْـَٔاخِرَةِ خَيْرٌ ۚ وَلَنِعْمَ دَارُ ٱلْمُتَّقِينَ

Transliteration waqīla lilladhīna ittaqaw mādhā anzala rabbukum qālū khayran lilladhīna aḥsanū fī hādhihi l-dun'yā ḥasanatun waladāru l-ākhirati khayrun walaniʿ'ma dāru l-mutaqīna

Pashto او هغو كسانو ته به وویل شي چې تقوىٰ يې غوره كړې ده: ستاسو رب څه نازل كړي دي؟ هغوى به ووايي: خیر (يې نازل كړى دى). د هغو كسانو لپاره چې په دې دنیا كې يې نېكي كړې ده ؛ نېكه بدله ده او یقینًا د اخرت كور ډېر غوره دى او یقینًا ښه كور د متقیانو دى

Verse 31

جَنَّـٰتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ ۖ لَهُمْ فِيهَا مَا يَشَآءُونَ ۚ كَذَٰلِكَ يَجْزِى ٱللَّهُ ٱلْمُتَّقِينَ

Transliteration jannātu ʿadnin yadkhulūnahā tajrī min taḥtihā l-anhāru lahum fīhā mā yashāūna kadhālika yajzī l-lahu l-mutaqīna

Pashto چې د همېشه اوسېدلو جنتونه دي چې دوى به هغو ته داخلېږي، د هغو له لاندې ولې بهېږي، د دوى لپاره په دغو (جنتونو) كې هغه څه دي چې دوى يې غواړي، همدارنګه الله متقیانو ته بدله وركوي

Verse 32

ٱلَّذِينَ تَتَوَفَّىٰهُمُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ طَيِّبِينَ ۙ يَقُولُونَ سَلَـٰمٌ عَلَيْكُمُ ٱدْخُلُوا۟ ٱلْجَنَّةَ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

Transliteration alladhīna tatawaffāhumu l-malāikatu ṭayyibīna yaqūlūna salāmun ʿalaykumu ud'khulū l-janata bimā kuntum taʿmalūna

Pashto هغه كسان چې ملايك يې (روح) قبض كوي، په دې حال كې چې هغوى پاك وي، دوى به (ورته) وايي: پر تاسو دې سلام وي، تاسو جنت ته داخل شئ، په سبب د هغو (نېكو) عملونو چې تاسو به كول

Verse 33

هَلْ يَنظُرُونَ إِلَّآ أَن تَأْتِيَهُمُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ أَوْ يَأْتِىَ أَمْرُ رَبِّكَ ۚ كَذَٰلِكَ فَعَلَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ وَمَا ظَلَمَهُمُ ٱللَّهُ وَلَـٰكِن كَانُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ

Transliteration hal yanẓurūna illā an tatiyahumu l-malāikatu aw yatiya amru rabbika kadhālika faʿala alladhīna min qablihim wamā ẓalamahumu l-lahu walākin kānū anfusahum yaẓlimūna

Pashto دوى انتظار نه كوي مګر د دې چې دوى ته ملايك راشي، یا ستا د رب حكم راشي، همدارنګه كار كړى و هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو او الله پر هغوى ظلم نه و كړى او لېكن هغوى پر خپلو ځانونو ظلم كاوه

Verse 34

فَأَصَابَهُمْ سَيِّـَٔاتُ مَا عَمِلُوا۟ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ

Transliteration fa-aṣābahum sayyiātu mā ʿamilū waḥāqa bihim mā kānū bihi yastahziūna

Pashto نو هغوى ته د خپلو عملونو بدي ورسېدله او هغوى ګېر كړل هغه څه چې دوى به ورپورې استهزا كوله

Verse 35

وَقَالَ ٱلَّذِينَ أَشْرَكُوا۟ لَوْ شَآءَ ٱللَّهُ مَا عَبَدْنَا مِن دُونِهِۦ مِن شَىْءٍ نَّحْنُ وَلَآ ءَابَآؤُنَا وَلَا حَرَّمْنَا مِن دُونِهِۦ مِن شَىْءٍ ۚ كَذَٰلِكَ فَعَلَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ فَهَلْ عَلَى ٱلرُّسُلِ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ

Transliteration waqāla alladhīna ashrakū law shāa l-lahu mā ʿabadnā min dūnihi min shayin naḥnu walā ābāunā walā ḥarramnā min dūnihi min shayin kadhālika faʿala alladhīna min qablihim fahal ʿalā l-rusuli illā l-balāghu l-mubīnu

Pashto او وویل هغو كسانو چې شرك يې كړى و: كه چېرې الله غوښتلې (، نو) مونږ به له هغه نه غير د هېڅ شي عبادت نه و كړى او نه به زمونږ پلرونو او نه به مونږ د هغه (له حكم) نه غير څه شى حرام كړى و، همدارنګه كار كړى و هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، نو د رسولانو په ذمه نشته مګر ښكاره رسَوَل

Verse 36

وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِى كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولًا أَنِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ وَٱجْتَنِبُوا۟ ٱلطَّـٰغُوتَ ۖ فَمِنْهُم مَّنْ هَدَى ٱللَّهُ وَمِنْهُم مَّنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ ٱلضَّلَـٰلَةُ ۚ فَسِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَٱنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلْمُكَذِّبِينَ

Transliteration walaqad baʿathnā fī kulli ummatin rasūlan ani uʿ'budū l-laha wa-ij'tanibū l-ṭāghūta famin'hum man hadā l-lahu wamin'hum man ḥaqqat ʿalayhi l-ḍalālatu fasīrū fī l-arḍi fa-unẓurū kayfa kāna ʿāqibatu l-mukadhibīna

Pashto او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ، نو په دوى كې ځینو ته الله هدایت وكړ او ځینې په دوى كې هغه دي چې ګمراهي پرې ثابته شوه، نو تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا وګورئ چې د تكذیب كوونكو انجام څنګه و؟

Verse 37

إِن تَحْرِصْ عَلَىٰ هُدَىٰهُمْ فَإِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى مَن يُضِلُّ ۖ وَمَا لَهُم مِّن نَّـٰصِرِينَ

Transliteration in taḥriṣ ʿalā hudāhum fa-inna l-laha lā yahdī man yuḍillu wamā lahum min nāṣirīna

Pashto كه ته د دوى په هدایت راړولو باندې حرص وكړې، نو بېشكه الله هدایت نه كوي هغه چا ته چې هغه يې ګمراه كړي او د دوى لپاره هیڅوك مدد كوونكي نشته

Verse 38

وَأَقْسَمُوا۟ بِٱللَّهِ جَهْدَ أَيْمَـٰنِهِمْ ۙ لَا يَبْعَثُ ٱللَّهُ مَن يَمُوتُ ۚ بَلَىٰ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ

Transliteration wa-aqsamū bil-lahi jahda aymānihim lā yabʿathu l-lahu man yamūtu balā waʿdan ʿalayhi ḥaqqan walākinna akthara l-nāsi lā yaʿlamūna

Pashto او دوى په (نوم د) الله باندې قسمونه كوي، خپل پاخه قسمونه، چې الله به هغه څوك بیا راژوندي نه كړي چې وفات كېږي، ولې نه! (ژوندي كوي به يې، ځكه چې وعده يې كړې ده) وعده حقه پر هغه لازمه او لېكن اكثره خلق نه پوهېږي

Verse 39

لِيُبَيِّنَ لَهُمُ ٱلَّذِى يَخْتَلِفُونَ فِيهِ وَلِيَعْلَمَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَنَّهُمْ كَانُوا۟ كَـٰذِبِينَ

Transliteration liyubayyina lahumu alladhī yakhtalifūna fīhi waliyaʿlama alladhīna kafarū annahum kānū kādhibīna

Pashto لپاره د دې چې د دوى لپاره هغه شى ښه واضحه كړي چې دوى په هغه كې اختلاف كوي او لپاره د دې چې هغه كسان چې كفر يې كړى دى، پوه شي چې یقینًا دوى دروغژن وو

Verse 40

إِنَّمَا قَوْلُنَا لِشَىْءٍ إِذَآ أَرَدْنَـٰهُ أَن نَّقُولَ لَهُۥ كُن فَيَكُونُ

Transliteration innamā qawlunā lishayin idhā aradnāhu an naqūla lahu kun fayakūnu

Pashto همدا خبره ده چې زمونږ وینا یو شي ته چې كله يې مونږ اراده وكړو؛ دا ده چې مونږ هغه ته وایو: وشه نو هغه وشي

Verse 41

وَٱلَّذِينَ هَاجَرُوا۟ فِى ٱللَّهِ مِنۢ بَعْدِ مَا ظُلِمُوا۟ لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِى ٱلدُّنْيَا حَسَنَةً ۖ وَلَأَجْرُ ٱلْـَٔاخِرَةِ أَكْبَرُ ۚ لَوْ كَانُوا۟ يَعْلَمُونَ

Transliteration wa-alladhīna hājarū fī l-lahi min baʿdi mā ẓulimū lanubawwi-annahum fī l-dun'yā ḥasanatan wala-ajru l-ākhirati akbaru law kānū yaʿlamūna

Pashto او هغه كسان چې د الله لپاره يې هجرت كړى دى وروسته له دې چې ظلم پرې شو خامخا هرومرو به مونږ دوى ته په دنیا كې ښه ځاى وركړو او یقینًا د اخرت اجر تر ټولو لوى دى، كه چېرې وى دوى چې پوهېدلى

Verse 42

ٱلَّذِينَ صَبَرُوا۟ وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ

Transliteration alladhīna ṣabarū waʿalā rabbihim yatawakkalūna

Pashto هغه كسان چې صبر كوي او خاص په خپل رب باندې دوى توكل كوي

Verse 43

وَمَآ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ إِلَّا رِجَالًا نُّوحِىٓ إِلَيْهِمْ ۚ فَسْـَٔلُوٓا۟ أَهْلَ ٱلذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ

Transliteration wamā arsalnā min qablika illā rijālan nūḥī ilayhim fasalū ahla l-dhik'ri in kuntum lā taʿlamūna

Pashto او مونږ له تا نه مخكې نه دي لېږلي مګر سړي (پېغمبران) چې مونږ هغوى ته وحي كوله، نو تاسو له اهلِ علمو نه تپوس وكړئ كه چېرې یئ تاسو چې نه پوهېږئ

Verse 44

بِٱلْبَيِّنَـٰتِ وَٱلزُّبُرِ ۗ وَأَنزَلْنَآ إِلَيْكَ ٱلذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ

Transliteration bil-bayināti wal-zuburi wa-anzalnā ilayka l-dhik'ra litubayyina lilnnāsi mā nuzzila ilayhim walaʿallahum yatafakkarūna

Pashto په څرګندو معجزو او كتابونو سره او مونږ تا ته ذكر (وحي) نازل كړى دى، د دې لپاره چې ته خلقو ته هغه څه ښه واضحه كړې چې دوى ته نازل كړى شوي دي او د دې لپاره چې دوى ښه فكر وكړي

Verse 45

أَفَأَمِنَ ٱلَّذِينَ مَكَرُوا۟ ٱلسَّيِّـَٔاتِ أَن يَخْسِفَ ٱللَّهُ بِهِمُ ٱلْأَرْضَ أَوْ يَأْتِيَهُمُ ٱلْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ

Transliteration afa-amina alladhīna makarū l-sayiāti an yakhsifa l-lahu bihimu l-arḍa aw yatiyahumu l-ʿadhābu min ḥaythu lā yashʿurūna

Pashto ایا نو هغه كسان چې ناكاره مكرونه يې كړي دي؛ له دې نه په امن كې شوي دي چې الله دوى په ځمكه كې ډوب كړي یا دوى ته عذاب له داسې ځایه راشي چې دوى (پرې) نه پوهېږي

Verse 46

أَوْ يَأْخُذَهُمْ فِى تَقَلُّبِهِمْ فَمَا هُم بِمُعْجِزِينَ

Transliteration aw yakhudhahum fī taqallubihim famā hum bimuʿ'jizīna

Pashto یا دوى ونیسي د خپلو ګرځېدو په وخت كې، نو دوى هیڅكله هم (الله لره) عاجزه كوونكي نه دي

Verse 47

أَوْ يَأْخُذَهُمْ عَلَىٰ تَخَوُّفٍ فَإِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ

Transliteration aw yakhudhahum ʿalā takhawwufin fa-inna rabbakum laraūfun raḥīmun

Pashto یا دوى په وېره ونیسي، پس یقینًا ستاسو رب خامخا ډېر نرمي كوونكى، بې حده مهربان دى

Verse 48

أَوَلَمْ يَرَوْا۟ إِلَىٰ مَا خَلَقَ ٱللَّهُ مِن شَىْءٍ يَتَفَيَّؤُا۟ ظِلَـٰلُهُۥ عَنِ ٱلْيَمِينِ وَٱلشَّمَآئِلِ سُجَّدًا لِّلَّهِ وَهُمْ دَٰخِرُونَ

Transliteration awalam yaraw ilā mā khalaqa l-lahu min shayin yatafayya-u ẓilāluhu ʿani l-yamīni wal-shamāili sujjadan lillahi wahum dākhirūna

Pashto ایا دوى د الله پیدا كړي كوم شي ته نه دي كتلي چې د هغه سیوري له ښي اړخ او چپو اړخونو نه ګرځي، چې الله ته سجده كوونكي دي، په داسې حال كې چې دوى عاجزي كوونكي دي

Verse 49

وَلِلَّهِ يَسْجُدُ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ مِن دَآبَّةٍ وَٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ وَهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ

Transliteration walillahi yasjudu mā fī l-samāwāti wamā fī l-arḍi min dābbatin wal-malāikatu wahum lā yastakbirūna

Pashto او خاص د الله لپاره سجده كوي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي له خوځنده څیزونو څخه او ملايك هم، په داسې حال كې چې دوى تكبر نه كوي

Verse 50

يَخَافُونَ رَبَّهُم مِّن فَوْقِهِمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ ۩

Transliteration yakhāfūna rabbahum min fawqihim wayafʿalūna mā yu'marūna

Pashto دوى له خپل رب څخه وېرېږي چې د دوى له پاسه دى او دوى كوي هغه څه چې دوى ته حكم كاوه شي

Verse 51

۞ وَقَالَ ٱللَّهُ لَا تَتَّخِذُوٓا۟ إِلَـٰهَيْنِ ٱثْنَيْنِ ۖ إِنَّمَا هُوَ إِلَـٰهٌ وَٰحِدٌ ۖ فَإِيَّـٰىَ فَٱرْهَبُونِ

Transliteration waqāla l-lahu lā tattakhidhū ilāhayni ith'nayni innamā huwa ilāhun wāḥidun fa-iyyāya fa-ir'habūni

Pashto او الله وویل: تاسو دوه معبودان مه نیسئ، همدا خبره ده چې هغه یو معبود دى، نو تاسو خاص له ما نه ووېرېږئ

Verse 52

وَلَهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَلَهُ ٱلدِّينُ وَاصِبًا ۚ أَفَغَيْرَ ٱللَّهِ تَتَّقُونَ

Transliteration walahu mā fī l-samāwāti wal-arḍi walahu l-dīnu wāṣiban afaghayra l-lahi tattaqūna

Pashto او خاص د هغهٔ لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او عبادت خاص هم د دهٔ لپاره دى، همېشه، ایا نو تاسو غير له الله نه (له بل چا نه) وېرېږئ؟

Verse 53

وَمَا بِكُم مِّن نِّعْمَةٍ فَمِنَ ٱللَّهِ ۖ ثُمَّ إِذَا مَسَّكُمُ ٱلضُّرُّ فَإِلَيْهِ تَجْـَٔرُونَ

Transliteration wamā bikum min niʿ'matin famina l-lahi thumma idhā massakumu l-ḍuru fa-ilayhi tajarūna

Pashto او پر تاسو چې هر نعمت شوى دى، نو د الله له طرفه دى، بیا چې كله تاسو ته ضرر درورسېږي، نو (بيا هم) خاص هغه ته زاري كوئ

Verse 54

ثُمَّ إِذَا كَشَفَ ٱلضُّرَّ عَنكُمْ إِذَا فَرِيقٌ مِّنكُم بِرَبِّهِمْ يُشْرِكُونَ

Transliteration thumma idhā kashafa l-ḍura ʿankum idhā farīqun minkum birabbihim yush'rikūna

Pashto بیا كله چې هغه له تاسو نه تكلیف لرې كړي (، نو) ناڅاپه یوه ډله په تاسو كې له خپل رب سره شریكان جوړوي

Verse 55

لِيَكْفُرُوا۟ بِمَآ ءَاتَيْنَـٰهُمْ ۚ فَتَمَتَّعُوا۟ ۖ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ

Transliteration liyakfurū bimā ātaynāhum fatamattaʿū fasawfa taʿlamūna

Pashto د دې لپاره چې ناشكري وكړي د هغه څه چې مونږ دوى ته وركړي دي، نو تاسو فايده واخلئ، پس ژر به تاسو پوه شئ

Verse 56

وَيَجْعَلُونَ لِمَا لَا يَعْلَمُونَ نَصِيبًا مِّمَّا رَزَقْنَـٰهُمْ ۗ تَٱللَّهِ لَتُسْـَٔلُنَّ عَمَّا كُنتُمْ تَفْتَرُونَ

Transliteration wayajʿalūna limā lā yaʿlamūna naṣīban mimmā razaqnāhum tal-lahi latus'alunna ʿammā kuntum taftarūna

Pashto او دوى د هغه څه لپاره چې پر هېڅ نه پوهېږي؛ برخه مقرروي په هغه څه كې چې مونږ دوى ته وركړي دي، قسم دى پر الله چې خامخا له تاسو به هرومرو پوښتنه كېږي، د هغه څه په باره كې چې تاسو به دروغ تړل

Verse 57

وَيَجْعَلُونَ لِلَّهِ ٱلْبَنَـٰتِ سُبْحَـٰنَهُۥ ۙ وَلَهُم مَّا يَشْتَهُونَ

Transliteration wayajʿalūna lillahi l-banāti sub'ḥānahu walahum mā yashtahūna

Pashto او دوى د الله لپاره لوڼه مقرروي، (حال دا چې) هغه (له دې نه) پاك دى، او د دوى لپاره (بيا) هغه (زامن) دي چې دوى يې خوښوي

Verse 58

وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُم بِٱلْأُنثَىٰ ظَلَّ وَجْهُهُۥ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ

Transliteration wa-idhā bushira aḥaduhum bil-unthā ẓalla wajhuhu mus'waddan wahuwa kaẓīmun

Pashto او كله چې په دوى كې یو ته د لور زېرى وركړى شي د هغه مخ تك تور شي، په دې حال كې چې له قهره ډك وي

Verse 59

يَتَوَٰرَىٰ مِنَ ٱلْقَوْمِ مِن سُوٓءِ مَا بُشِّرَ بِهِۦٓ ۚ أَيُمْسِكُهُۥ عَلَىٰ هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُۥ فِى ٱلتُّرَابِ ۗ أَلَا سَآءَ مَا يَحْكُمُونَ

Transliteration yatawārā mina l-qawmi min sūi mā bushira bihi ayum'sikuhu ʿalā hūnin am yadussuhu fī l-turābi alā sāa mā yaḥkumūna

Pashto له خلقو څخه پټ ګرځي د هغه څه د بدۍ په وجه چې ده ته يې زېرى وركړى شوى دى (او سوچ كوي چې)، ایا دى دغه (لور) سره له ذلته وساتي، یا هغه په خاورو كې ومنډي، خبردار شئ ! بد دي هغه څه چې دوى يې فیصله كوي

Verse 60

لِلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱلْـَٔاخِرَةِ مَثَلُ ٱلسَّوْءِ ۖ وَلِلَّهِ ٱلْمَثَلُ ٱلْأَعْلَىٰ ۚ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ

Transliteration lilladhīna lā yu'minūna bil-ākhirati mathalu l-sawi walillahi l-mathalu l-aʿlā wahuwa l-ʿazīzu l-ḥakīmu

Pashto د هغو كسانو لپاره چې پر اخرت ایمان نه راوړي بد مثال دى او خاص د الله لپاره تر ټولو لوړ مثال دى او هم هغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى

Verse 61

وَلَوْ يُؤَاخِذُ ٱللَّهُ ٱلنَّاسَ بِظُلْمِهِم مَّا تَرَكَ عَلَيْهَا مِن دَآبَّةٍ وَلَـٰكِن يُؤَخِّرُهُمْ إِلَىٰٓ أَجَلٍ مُّسَمًّى ۖ فَإِذَا جَآءَ أَجَلُهُمْ لَا يَسْتَـْٔخِرُونَ سَاعَةً ۖ وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ

Transliteration walaw yuākhidhu l-lahu l-nāsa biẓul'mihim mā taraka ʿalayhā min dābbatin walākin yu-akhiruhum ilā ajalin musamman fa-idhā jāa ajaluhum lā yastakhirūna sāʿatan walā yastaqdimūna

Pashto او كه چېرې الله خلق د ظلم په وجه نیولى (، نو) هغهٔ به د دې (ځمكې) پر سر هېڅ خوځنده نه و پریښى او لېكن هغه دوى تر مقررې نېټې وروسته كوي، نو كله چې د دوى نېټه راشي (بيا به نو) دوى یوه ګړۍ نه وروسته كېږي او نه مخكې كېږي

Verse 62

وَيَجْعَلُونَ لِلَّهِ مَا يَكْرَهُونَ وَتَصِفُ أَلْسِنَتُهُمُ ٱلْكَذِبَ أَنَّ لَهُمُ ٱلْحُسْنَىٰ ۖ لَا جَرَمَ أَنَّ لَهُمُ ٱلنَّارَ وَأَنَّهُم مُّفْرَطُونَ

Transliteration wayajʿalūna lillahi mā yakrahūna wataṣifu alsinatuhumu l-kadhiba anna lahumu l-ḥus'nā lā jarama anna lahumu l-nāra wa-annahum muf'raṭūna

Pashto او دوى د الله لپاره هغه څه ثابتوي چې (پخپله) يې بد ګڼي او د دوى ژبې دروغ بیانوي چې بېشكه د همدوى لپاره تر ټولو ښه حالت دى، حقیقت دا دى چې بېشكه د همدوى لپاره اور دى او بېشكه همدوى تر ټولو مخكې لېږدول شوي دي

Verse 63

تَٱللَّهِ لَقَدْ أَرْسَلْنَآ إِلَىٰٓ أُمَمٍ مِّن قَبْلِكَ فَزَيَّنَ لَهُمُ ٱلشَّيْطَـٰنُ أَعْمَـٰلَهُمْ فَهُوَ وَلِيُّهُمُ ٱلْيَوْمَ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

Transliteration tal-lahi laqad arsalnā ilā umamin min qablika fazayyana lahumu l-shayṭānu aʿmālahum fahuwa waliyyuhumu l-yawma walahum ʿadhābun alīmun

Pashto قسم دى پر الله! یقینًا یقینًا مونږ امتونو ته له تا نه مخكې رسولان لېږلي وو، نو شیطان دوى ته د دوى عملونه ښكلي كړل، نو نن ورځ همغه د دوى دوست دى او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى

Verse 64

وَمَآ أَنزَلْنَا عَلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبَ إِلَّا لِتُبَيِّنَ لَهُمُ ٱلَّذِى ٱخْتَلَفُوا۟ فِيهِ ۙ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ

Transliteration wamā anzalnā ʿalayka l-kitāba illā litubayyina lahumu alladhī ikh'talafū fīhi wahudan waraḥmatan liqawmin yu'minūna

Pashto او مونږ په تا باندې كتاب نه دى نازل كړى مګر د دې لپاره چې ته دوى ته هغه (كار) ښه واضحه كړې چې دوى په هغه كې اختلاف كوي او د هغه قوم د هدایت او رحمت لپاره (مو نازل كړى دي) چې ایمان لري

Verse 65

وَٱللَّهُ أَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً فَأَحْيَا بِهِ ٱلْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَآ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً لِّقَوْمٍ يَسْمَعُونَ

Transliteration wal-lahu anzala mina l-samāi māan fa-aḥyā bihi l-arḍa baʿda mawtihā inna fī dhālika laāyatan liqawmin yasmaʿūna

Pashto او الله له بره نه اوبه نازلې كړې دي، بیا يې په هغو سره ځمكه راژوندۍ كړې ده د هغې له مرګ نه پس، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده د هغو خلقو لپاره چې (حق او نصيحت) اوري

Verse 66

وَإِنَّ لَكُمْ فِى ٱلْأَنْعَـٰمِ لَعِبْرَةً ۖ نُّسْقِيكُم مِّمَّا فِى بُطُونِهِۦ مِنۢ بَيْنِ فَرْثٍ وَدَمٍ لَّبَنًا خَالِصًا سَآئِغًا لِّلشَّـٰرِبِينَ

Transliteration wa-inna lakum fī l-anʿāmi laʿib'ratan nus'qīkum mimmā fī buṭūnihi min bayni farthin wadamin labanan khāliṣan sāighan lilshāribīna

Pashto او بېشكه تاسو لپاره په څارویو كې خامخا لوى عبرت دى، مونږ پر تاسو څښوو ځینې له هغو څیزونو څخه چې د دوى په ګېډو كې دي د غوشايیو او وینې په مینځ كې خالص شیده (پۍ) چې د څښونكو لپاره له حلق نه په اسانۍ سره تېرېدونكي دي

Verse 67

وَمِن ثَمَرَٰتِ ٱلنَّخِيلِ وَٱلْأَعْنَـٰبِ تَتَّخِذُونَ مِنْهُ سَكَرًا وَرِزْقًا حَسَنًا ۗ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ

Transliteration wamin thamarāti l-nakhīli wal-aʿnābi tattakhidhūna min'hu sakaran wariz'qan ḥasanan inna fī dhālika laāyatan liqawmin yaʿqilūna

Pashto او د كجورو او انګورو له مېوو څخه، تاسو له دغو نه نشه كوونكي (څيزونه) او ښكلى رزق جوړوئ، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده د هغو خلقو لپاره چې له عقل نه كار اخلي

Verse 68

وَأَوْحَىٰ رَبُّكَ إِلَى ٱلنَّحْلِ أَنِ ٱتَّخِذِى مِنَ ٱلْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ ٱلشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ

Transliteration wa-awḥā rabbuka ilā l-naḥli ani ittakhidhī mina l-jibāli buyūtan wamina l-shajari wamimmā yaʿrishūna

Pashto او ستا رب د شاتو مچیو ته په زړه كې واچوله چې په غرونو كې كورونه جوړ كړه او په ونو كې او په هغو (ځايونو، چوپالونو) كې چې خلق يې لوړ جوړوي

Verse 69

ثُمَّ كُلِى مِن كُلِّ ٱلثَّمَرَٰتِ فَٱسْلُكِى سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلًا ۚ يَخْرُجُ مِنۢ بُطُونِهَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَٰنُهُۥ فِيهِ شِفَآءٌ لِّلنَّاسِ ۗ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ

Transliteration thumma kulī min kulli l-thamarāti fa-us'lukī subula rabbiki dhululan yakhruju min buṭūnihā sharābun mukh'talifun alwānuhu fīhi shifāon lilnnāsi inna fī dhālika laāyatan liqawmin yatafakkarūna

Pashto بیا ته خوره له هر قسمه مېوو څخه، نو ته ځه د خپل رب په لارو باندې چې اسانې دي، د دوى له خېټو نه مشروب راوځي چې رنګونه يې مختلف دي، په ده كې د خلقو لپاره شفا ده، بېشكه په دې كې لویه نښه ده د هغه قوم لپاره چې ښه فكر كوي

Verse 70

وَٱللَّهُ خَلَقَكُمْ ثُمَّ يَتَوَفَّىٰكُمْ ۚ وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَىٰٓ أَرْذَلِ ٱلْعُمُرِ لِكَىْ لَا يَعْلَمَ بَعْدَ عِلْمٍ شَيْـًٔا ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌ قَدِيرٌ

Transliteration wal-lahu khalaqakum thumma yatawaffākum waminkum man yuraddu ilā ardhali l-ʿumuri likay lā yaʿlama baʿda ʿil'min shayan inna l-laha ʿalīmun qadīrun

Pashto او الله تاسو پیداكړي یئ، بیا به هغه تاسو وفات كوي او په تاسو كې ځینې هغه دي چې ډېر خوار ژوندون ته ورګرځولى شي، د دې لپاره چې له علم نه بعد پر هېڅ شي پوه نشي، بېشكه الله ښه عالم، ښه قادر دى

Verse 71

وَٱللَّهُ فَضَّلَ بَعْضَكُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ فِى ٱلرِّزْقِ ۚ فَمَا ٱلَّذِينَ فُضِّلُوا۟ بِرَآدِّى رِزْقِهِمْ عَلَىٰ مَا مَلَكَتْ أَيْمَـٰنُهُمْ فَهُمْ فِيهِ سَوَآءٌ ۚ أَفَبِنِعْمَةِ ٱللَّهِ يَجْحَدُونَ

Transliteration wal-lahu faḍḍala baʿḍakum ʿalā baʿḍin fī l-riz'qi famā alladhīna fuḍḍilū birāddī riz'qihim ʿalā mā malakat aymānuhum fahum fīhi sawāon afabiniʿ'mati l-lahi yajḥadūna

Pashto او الله ستاسو ځینې په ځینو نورو باندې په رزق كې غوره كړي دي، نو هغه كسان چې غوره كړى شوي دي هغوى خپل رزق لره ورګرځوونكي (وركوونكي) نه دي هغو كسانو ته چې دوى يې مالكان شوي دي، (د دوى وينځې غلامان دي) نو دوى په دغه (رزق) كې برابر دي؟ ایا نو د الله له نعمتونو نه دوى انكار كوي

Verse 72

وَٱللَّهُ جَعَلَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَٰجًا وَجَعَلَ لَكُم مِّنْ أَزْوَٰجِكُم بَنِينَ وَحَفَدَةً وَرَزَقَكُم مِّنَ ٱلطَّيِّبَـٰتِ ۚ أَفَبِٱلْبَـٰطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَتِ ٱللَّهِ هُمْ يَكْفُرُونَ

Transliteration wal-lahu jaʿala lakum min anfusikum azwājan wajaʿala lakum min azwājikum banīna waḥafadatan warazaqakum mina l-ṭayibāti afabil-bāṭili yu'minūna wabiniʿ'mati l-lahi hum yakfurūna

Pashto او الله تاسو لپاره ستاسو له جنسه جوړې پیدا كړي دي او تاسو لپاره يې ستاسو له جوړو نه زامن او لمسي (اولادونه) پیدا كړي دي او تاسو ته يې له پاكیزه څیزونو څخه روزي دركړې ده، ایا نو په باطل باندې دوى ایمان راوړي او د الله په نعمتونو سره دوى كفر كوي

Verse 73

وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَمْلِكُ لَهُمْ رِزْقًا مِّنَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ شَيْـًٔا وَلَا يَسْتَطِيعُونَ

Transliteration wayaʿbudūna min dūni l-lahi mā lā yamliku lahum riz'qan mina l-samāwāti wal-arḍi shayan walā yastaṭīʿūna

Pashto او دوى له الله نه غیر د هغو څیزونو عبادت كوي چې د دوى لپاره اختیار نه لري د هېڅ رزق له اسمانونو او ځمكې نه د هېڅ شي او نه دوى طاقت لري

Verse 74

فَلَا تَضْرِبُوا۟ لِلَّهِ ٱلْأَمْثَالَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ

Transliteration falā taḍribū lillahi l-amthāla inna l-laha yaʿlamu wa-antum lā taʿlamūna

Pashto نو تاسو د الله لپاره مثالونه مه بیانوئ، بېشكه الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ

Verse 75

۞ ضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلًا عَبْدًا مَّمْلُوكًا لَّا يَقْدِرُ عَلَىٰ شَىْءٍ وَمَن رَّزَقْنَـٰهُ مِنَّا رِزْقًا حَسَنًا فَهُوَ يُنفِقُ مِنْهُ سِرًّا وَجَهْرًا ۖ هَلْ يَسْتَوُۥنَ ۚ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

Transliteration ḍaraba l-lahu mathalan ʿabdan mamlūkan lā yaqdiru ʿalā shayin waman razaqnāhu minnā riz'qan ḥasanan fahuwa yunfiqu min'hu sirran wajahran hal yastawūna l-ḥamdu lillahi bal aktharuhum lā yaʿlamūna

Pashto الله یو مثال بيانوي چې یو مملوك مريى دى چې پر هېڅ شي قدرت نه لري او (بل) هغه څوك دى چې مونږ هغه ته له خپل جانبه ښكلى رزق وركړى دى، نو هغه له ده نه په پټه او ښكاره انفاق كوي، ایا دوى سره برابرېږي؟ ټولې ستاينې خاص الله لره دي، بلكې د دوى زیاتره نه پوهېږي

Verse 76

وَضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلًا رَّجُلَيْنِ أَحَدُهُمَآ أَبْكَمُ لَا يَقْدِرُ عَلَىٰ شَىْءٍ وَهُوَ كَلٌّ عَلَىٰ مَوْلَىٰهُ أَيْنَمَا يُوَجِّههُّ لَا يَأْتِ بِخَيْرٍ ۖ هَلْ يَسْتَوِى هُوَ وَمَن يَأْمُرُ بِٱلْعَدْلِ ۙ وَهُوَ عَلَىٰ صِرَٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ

Transliteration waḍaraba l-lahu mathalan rajulayni aḥaduhumā abkamu lā yaqdiru ʿalā shayin wahuwa kallun ʿalā mawlāhu aynamā yuwajjihhu lā yati bikhayrin hal yastawī huwa waman yamuru bil-ʿadli wahuwa ʿalā ṣirāṭin mus'taqīmin

Pashto او الله یو مثال بیانوي چې دوه سړي دي، په دواړو كې یو ګونګى دى، پر هېڅ شي قدرت نه لري، په دې حال كې چې هغه په خپل بادار باندې بار (بوج) دى، چې چېرته يې هم ولېږي هېڅ خیر نه راوړي، ایا برابرېږي دغه كس او هغه څوك چې په انصاف سره حكم كوي او هغه په نېغې لارې باندې قايم دى

Verse 77

وَلِلَّهِ غَيْبُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ وَمَآ أَمْرُ ٱلسَّاعَةِ إِلَّا كَلَمْحِ ٱلْبَصَرِ أَوْ هُوَ أَقْرَبُ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ

Transliteration walillahi ghaybu l-samāwāti wal-arḍi wamā amru l-sāʿati illā kalamḥi l-baṣari aw huwa aqrabu inna l-laha ʿalā kulli shayin qadīrun

Pashto او خاص د الله لپاره دي غیب د اسمانونو او ځمكې، او د قیامت امر نه دى مګر په شان د رپ د سترګو، یا هغه زیات قریب دى (له دې نه هم) بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى

Verse 78

وَٱللَّهُ أَخْرَجَكُم مِّنۢ بُطُونِ أُمَّهَـٰتِكُمْ لَا تَعْلَمُونَ شَيْـًٔا وَجَعَلَ لَكُمُ ٱلسَّمْعَ وَٱلْأَبْصَـٰرَ وَٱلْأَفْـِٔدَةَ ۙ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

Transliteration wal-lahu akhrajakum min buṭūni ummahātikum lā taʿlamūna shayan wajaʿala lakumu l-samʿa wal-abṣāra wal-afidata laʿallakum tashkurūna

Pashto او الله تاسو د خپلو میندو له خیټو نه راووېستئ، په داسې حال كې چې پر هېڅ شي نه پوهېدلئ او تاسو ته يې غوږونه او سترګې او زړونه در كړل، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ

Verse 79

أَلَمْ يَرَوْا۟ إِلَى ٱلطَّيْرِ مُسَخَّرَٰتٍ فِى جَوِّ ٱلسَّمَآءِ مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلَّا ٱللَّهُ ۗ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ

Transliteration alam yaraw ilā l-ṭayri musakharātin fī jawwi l-samāi mā yum'sikuhunna illā l-lahu inna fī dhālika laāyātin liqawmin yu'minūna

Pashto ایا دوى مرغانو ته نه دي كتلي چې د اسمان په فضا كې مُسَخَّر شوي دي، دوى لره نه ساتي (له غورځېدلو نه) مګر الله، بېشكه په دغو (څيزونو) كې خامخا ډېرې نښې دي د هغو خلقو لپاره چې ایمان راوړي

Verse 80

وَٱللَّهُ جَعَلَ لَكُم مِّنۢ بُيُوتِكُمْ سَكَنًا وَجَعَلَ لَكُم مِّن جُلُودِ ٱلْأَنْعَـٰمِ بُيُوتًا تَسْتَخِفُّونَهَا يَوْمَ ظَعْنِكُمْ وَيَوْمَ إِقَامَتِكُمْ ۙ وَمِنْ أَصْوَافِهَا وَأَوْبَارِهَا وَأَشْعَارِهَآ أَثَـٰثًا وَمَتَـٰعًا إِلَىٰ حِينٍ

Transliteration wal-lahu jaʿala lakum min buyūtikum sakanan wajaʿala lakum min julūdi l-anʿāmi buyūtan tastakhiffūnahā yawma ẓaʿnikum wayawma iqāmatikum wamin aṣwāfihā wa-awbārihā wa-ashʿārihā athāthan wamatāʿan ilā ḥīnin

Pashto او الله تاسو لپاره ستاسو له كورونو نه د استوګنې ځایونه جوړ كړي دي او تاسو لپاره يې د څارویو له څرمنو نه كورونه جوړ كړي دي چې تاسو يې د خپل سفر په ورځ سپك مومئ او د اقامت په ورځ هم او د هغو له وړیو او د هغو له وېښتانو او د هغو له وژغنو نه يې اسبابونه او تر یو وخته پورې د نفعې سامانونه (جوړ كړي دي)

Verse 81

وَٱللَّهُ جَعَلَ لَكُم مِّمَّا خَلَقَ ظِلَـٰلًا وَجَعَلَ لَكُم مِّنَ ٱلْجِبَالِ أَكْنَـٰنًا وَجَعَلَ لَكُمْ سَرَٰبِيلَ تَقِيكُمُ ٱلْحَرَّ وَسَرَٰبِيلَ تَقِيكُم بَأْسَكُمْ ۚ كَذَٰلِكَ يُتِمُّ نِعْمَتَهُۥ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْلِمُونَ

Transliteration wal-lahu jaʿala lakum mimmā khalaqa ẓilālan wajaʿala lakum mina l-jibāli aknānan wajaʿala lakum sarābīla taqīkumu l-ḥara wasarābīla taqīkum basakum kadhālika yutimmu niʿ'matahu ʿalaykum laʿallakum tus'limūna

Pashto او الله له خپلو پيدا كړيو څیزونو نه تاسو لپاره سیوري تيار كړي دي او تاسو لپاره يې په غرونو كې پټ ځایونه جوړ كړي دي او تاسو لپاره يې داسې قمیصونه پیدا كړي دي چې تاسو له ګرمۍ نه ساتي او داسې قمیصونه (زغرې) چې تاسو له جنګ نه ساتي، همدارنګه هغه خپل نعمتونه پر تاسو باندې پوره كوي، د دې لپاره چې تاسو اسلام راوړئ

Verse 82

فَإِن تَوَلَّوْا۟ فَإِنَّمَا عَلَيْكَ ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ

Transliteration fa-in tawallaw fa-innamā ʿalayka l-balāghu l-mubīnu

Pashto نو كه دوى مخ واړوي، نو همدا خبره ده چې په تا باندې يواځې ښكاره رَسَوَل (تبليغ كول) لازم دي

Verse 83

يَعْرِفُونَ نِعْمَتَ ٱللَّهِ ثُمَّ يُنكِرُونَهَا وَأَكْثَرُهُمُ ٱلْكَـٰفِرُونَ

Transliteration yaʿrifūna niʿ'mata l-lahi thumma yunkirūnahā wa-aktharuhumu l-kāfirūna

Pashto دوى د الله نعمتونه پېژني، بیا له هغو نه انكار كوي او د دوى زیاتره كافران دي

Verse 84

وَيَوْمَ نَبْعَثُ مِن كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا ثُمَّ لَا يُؤْذَنُ لِلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ

Transliteration wayawma nabʿathu min kulli ummatin shahīdan thumma lā yu'dhanu lilladhīna kafarū walā hum yus'taʿtabūna

Pashto او هغه ورځ چې مونږ به له هر امت نه یو ګواه راپورته كړو، بیا به هغو كسانو ته چې كفر يې كړى دى، اجازت نه وركولى شي او نه به له دوى نه د راضي كولو طلب كولى شي

Verse 85

وَإِذَا رَءَا ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ ٱلْعَذَابَ فَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُمْ وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ

Transliteration wa-idhā raā alladhīna ẓalamū l-ʿadhāba falā yukhaffafu ʿanhum walā hum yunẓarūna

Pashto او كله چې هغه كسان چې ظلم يې كړى دى عذاب وویني، نو له دوى نه به هغه سپك (كم) نه كړى شي او نه به دوى ته مهلت وركولى شي

Verse 86

وَإِذَا رَءَا ٱلَّذِينَ أَشْرَكُوا۟ شُرَكَآءَهُمْ قَالُوا۟ رَبَّنَا هَـٰٓؤُلَآءِ شُرَكَآؤُنَا ٱلَّذِينَ كُنَّا نَدْعُوا۟ مِن دُونِكَ ۖ فَأَلْقَوْا۟ إِلَيْهِمُ ٱلْقَوْلَ إِنَّكُمْ لَكَـٰذِبُونَ

Transliteration wa-idhā raā alladhīna ashrakū shurakāahum qālū rabbanā hāulāi shurakāunā alladhīna kunnā nadʿū min dūnika fa-alqaw ilayhimu l-qawla innakum lakādhibūna

Pashto او كله چې مشركان خپل شریكان وویني، دوى به ووايي: اى زمونږ ربه! دا زمونږ هغه شریكان دي چې مونږ به له تا نه غیر بلل، نو شریكان به دوى ته خبره وروغورځوي (جواب به وركړي) چې بېشكه تاسو یقینًا دروغجنا یئ

Verse 87

وَأَلْقَوْا۟ إِلَى ٱللَّهِ يَوْمَئِذٍ ٱلسَّلَمَ ۖ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَفْتَرُونَ

Transliteration wa-alqaw ilā l-lahi yawma-idhin l-salama waḍalla ʿanhum mā kānū yaftarūna

Pashto او مشركان به په دغې ورځې كې الله ته تسليمي وړاندې كړي او له دوى نه به هغه څه ورك شي چې دوى به دروغ تړل

Verse 88

ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَصَدُّوا۟ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ زِدْنَـٰهُمْ عَذَابًا فَوْقَ ٱلْعَذَابِ بِمَا كَانُوا۟ يُفْسِدُونَ

Transliteration alladhīna kafarū waṣaddū ʿan sabīli l-lahi zid'nāhum ʿadhāban fawqa l-ʿadhābi bimā kānū yuf'sidūna

Pashto هغه كسان چې كفر يې كړى دى او د الله له لارې نه يې بندول كړي دي، مونږ به هغوى ته عذاب د عذاب له پاسه ورزیات كړو، په سبب د هغه چې دوى به فساد كاوه

Verse 89

وَيَوْمَ نَبْعَثُ فِى كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا عَلَيْهِم مِّنْ أَنفُسِهِمْ ۖ وَجِئْنَا بِكَ شَهِيدًا عَلَىٰ هَـٰٓؤُلَآءِ ۚ وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبَ تِبْيَـٰنًا لِّكُلِّ شَىْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَىٰ لِلْمُسْلِمِينَ

Transliteration wayawma nabʿathu fī kulli ummatin shahīdan ʿalayhim min anfusihim waji'nā bika shahīdan ʿalā hāulāi wanazzalnā ʿalayka l-kitāba tib'yānan likulli shayin wahudan waraḥmatan wabush'rā lil'mus'limīna

Pashto او په هغې ورځې كې چې مونږ به په هر امت كې یو ګواه راپورته كړو د دوى په خلاف د همدوى له نفسونو نه او مونږ به تا په دوى باندې ګواه راولو او مونږ په تا باندې كتاب نازل كړى دى، په داسې حال كې چې (د دين) د هر شي لپاره (په كې) واضحه بیان دى او هدایت او رحمت او زېرى دى د مسلمانانو لپاره

Verse 90

۞ إِنَّ ٱللَّهَ يَأْمُرُ بِٱلْعَدْلِ وَٱلْإِحْسَـٰنِ وَإِيتَآئِ ذِى ٱلْقُرْبَىٰ وَيَنْهَىٰ عَنِ ٱلْفَحْشَآءِ وَٱلْمُنكَرِ وَٱلْبَغْىِ ۚ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ

Transliteration inna l-laha yamuru bil-ʿadli wal-iḥ'sāni waītāi dhī l-qur'bā wayanhā ʿani l-faḥshāi wal-munkari wal-baghyi yaʿiẓukum laʿallakum tadhakkarūna

Pashto بېشكه الله د انصاف كولو او احسان كولو او خپلوانو ته د وركړې حكم كوي او له فحاشۍ او بدو كارونو او سركشۍ نه منع كوي، هغه تاسو ته وعظ كوي، د دې لپاره چې تاسو نصیحت قبول كړئ

Verse 91

وَأَوْفُوا۟ بِعَهْدِ ٱللَّهِ إِذَا عَـٰهَدتُّمْ وَلَا تَنقُضُوا۟ ٱلْأَيْمَـٰنَ بَعْدَ تَوْكِيدِهَا وَقَدْ جَعَلْتُمُ ٱللَّهَ عَلَيْكُمْ كَفِيلًا ۚ إِنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ

Transliteration wa-awfū biʿahdi l-lahi idhā ʿāhadttum walā tanquḍū l-aymāna baʿda tawkīdihā waqad jaʿaltumu l-laha ʿalaykum kafīlan inna l-laha yaʿlamu mā tafʿalūna

Pashto او تاسو د الله وعده پوره كړئ كله چې تاسو وعده وكړئ او خپل قسمونه د هغو له پخولو نه بعد مه ماتوئ، حال دا چې تاسو الله پر خپلو ځانونو كفیل (ضامن) ګرځولى دى، بېشكه الله پوهېږي پر هغه څه چې تاسو يې كوئ

Verse 92

وَلَا تَكُونُوا۟ كَٱلَّتِى نَقَضَتْ غَزْلَهَا مِنۢ بَعْدِ قُوَّةٍ أَنكَـٰثًا تَتَّخِذُونَ أَيْمَـٰنَكُمْ دَخَلًۢا بَيْنَكُمْ أَن تَكُونَ أُمَّةٌ هِىَ أَرْبَىٰ مِنْ أُمَّةٍ ۚ إِنَّمَا يَبْلُوكُمُ ٱللَّهُ بِهِۦ ۚ وَلَيُبَيِّنَنَّ لَكُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ مَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ

Transliteration walā takūnū ka-allatī naqaḍat ghazlahā min baʿdi quwwatin ankāthan tattakhidhūna aymānakum dakhalan baynakum an takūna ummatun hiya arbā min ummatin innamā yablūkumu l-lahu bihi walayubayyinanna lakum yawma l-qiyāmati mā kuntum fīhi takhtalifūna

Pashto او تاسو د هغې ښځې په شان مه كېږئ چې خپل ورېشلي تارونه به يې له مضبوطوالي نه پس بېرته اومه كول، په دې حال كې چې ټوټې ټوټې وي، تاسو خپل قسمونه په خپل مینځ كې د ټګۍ ذریعه جوړوئ، په دې وجه چې شي یوه ډله، هغه ډېره زیاته (غالبه او فايده اخيستونكې) له بلې ډلې نه، همدا خبره ده چې الله تاسو په دې سره ازمايي او خامخا ضرور به د قیامت په ورځ تاسو ته بیانوي هغه څه چې تاسو به په هغه كې اختلاف كاوه

Verse 93

وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَٰحِدَةً وَلَـٰكِن يُضِلُّ مَن يَشَآءُ وَيَهْدِى مَن يَشَآءُ ۚ وَلَتُسْـَٔلُنَّ عَمَّا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

Transliteration walaw shāa l-lahu lajaʿalakum ummatan wāḥidatan walākin yuḍillu man yashāu wayahdī man yashāu walatus'alunna ʿammā kuntum taʿmalūna

Pashto او كه چېرې الله غوښتلى (نو) خامخا تاسو به يې یو امت ګرځولي وى او لېكن هغه ګمراه كوي چا چې وغواړي او هدایت وركوي چا ته چې وغواړي او خامخا ضرور به له تاسو نه تپوس كېږي د هغو عملونو په باره كې چې تاسو به كول

Verse 94

وَلَا تَتَّخِذُوٓا۟ أَيْمَـٰنَكُمْ دَخَلًۢا بَيْنَكُمْ فَتَزِلَّ قَدَمٌۢ بَعْدَ ثُبُوتِهَا وَتَذُوقُوا۟ ٱلسُّوٓءَ بِمَا صَدَدتُّمْ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ ۖ وَلَكُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ

Transliteration walā tattakhidhū aymānakum dakhalan baynakum fatazilla qadamun baʿda thubūtihā watadhūqū l-sūa bimā ṣadadttum ʿan sabīli l-lahi walakum ʿadhābun ʿaẓīmun

Pashto او تاسو خپل قسمونه په خپل مینځ كې د ټګۍ ذریعه مه جوړوئ، نو (ګنې) قدم به (پر اسلام) د هغه له ټېنګېدلو نه پس وښويېږي او تاسو به بدي وڅكئ، په سبب د هغه چې تاسو د الله له لارې نه بندول كړي دي او تاسو لپاره ډېر لوى عذاب دى

Verse 95

وَلَا تَشْتَرُوا۟ بِعَهْدِ ٱللَّهِ ثَمَنًا قَلِيلًا ۚ إِنَّمَا عِندَ ٱللَّهِ هُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ

Transliteration walā tashtarū biʿahdi l-lahi thamanan qalīlan innamā ʿinda l-lahi huwa khayrun lakum in kuntum taʿlamūna

Pashto او تاسو د الله په عهد سره لږې پیسې (دنياوي مال و دولت) مه اخلئ، بېشكه هغه څه چې د الله په نیز دي هغه تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه چېرې تاسو پوهېږئ

Verse 96

مَا عِندَكُمْ يَنفَدُ ۖ وَمَا عِندَ ٱللَّهِ بَاقٍ ۗ وَلَنَجْزِيَنَّ ٱلَّذِينَ صَبَرُوٓا۟ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ

Transliteration mā ʿindakum yanfadu wamā ʿinda l-lahi bāqin walanajziyanna alladhīna ṣabarū ajrahum bi-aḥsani mā kānū yaʿmalūna

Pashto هغه څه چې له تاسو سره دي هغه ختمېږي او څه چې له الله سره دي هغه باقي دي او خامخا ضرور به مونږ هغو كسانو ته په عوض كې د هغوى اجر وركړو چې صبر يې كړى دى د هغو تر ټولو ښو عملونو په بدل كې چې دوى به كول

Verse 97

مَنْ عَمِلَ صَـٰلِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُۥ حَيَوٰةً طَيِّبَةً ۖ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ

Transliteration man ʿamila ṣāliḥan min dhakarin aw unthā wahuwa mu'minun falanuḥ'yiyannahu ḥayatan ṭayyibatan walanajziyannahum ajrahum bi-aḥsani mā kānū yaʿmalūna

Pashto چا چې نېك عمل وكړ، سړى وي، يا كه ښځه، په داسې حال كې چې مومن وي، نو خامخا هرومرو به مونږ هغه ته ژوند وركړو، ډېر پاكېزه ژوند او خامخا هرومرو به مونږ هغوى ته د هغوى د اجر جزا وركړو د هغو تر ټولو ښو عملونو په بدل كې چې دوى به كول

Verse 98

فَإِذَا قَرَأْتَ ٱلْقُرْءَانَ فَٱسْتَعِذْ بِٱللَّهِ مِنَ ٱلشَّيْطَـٰنِ ٱلرَّجِيمِ

Transliteration fa-idhā qarata l-qur'āna fa-is'taʿidh bil-lahi mina l-shayṭāni l-rajīmi

Pashto نو كله چې ته قرآن لولې، نو د الله پناه وغواړه د رټل شوي شیطان (له شر) نه

Verse 99

إِنَّهُۥ لَيْسَ لَهُۥ سُلْطَـٰنٌ عَلَى ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ

Transliteration innahu laysa lahu sul'ṭānun ʿalā alladhīna āmanū waʿalā rabbihim yatawakkalūna

Pashto بېشكه چې دى، نشته ده ته هېڅ غلبه په هغو كسانو باندې چې ایمان يې راوړى دى او چې خاص په خپل رب باندې هغوى توكل كوي

Verse 100

إِنَّمَا سُلْطَـٰنُهُۥ عَلَى ٱلَّذِينَ يَتَوَلَّوْنَهُۥ وَٱلَّذِينَ هُم بِهِۦ مُشْرِكُونَ

Transliteration innamā sul'ṭānuhu ʿalā alladhīna yatawallawnahu wa-alladhīna hum bihi mush'rikūna

Pashto همداخبره ده چې د ده غلبه په هغو كسانو باندې ده چې له ده سره دوستي كوي او په هغو كسانو باندې چې هغوى له هغه (الله) سره شریك جوړونكي دي

Verse 101

وَإِذَا بَدَّلْنَآ ءَايَةً مَّكَانَ ءَايَةٍ ۙ وَٱللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يُنَزِّلُ قَالُوٓا۟ إِنَّمَآ أَنتَ مُفْتَرٍۭ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

Transliteration wa-idhā baddalnā āyatan makāna āyatin wal-lahu aʿlamu bimā yunazzilu qālū innamā anta muf'tarin bal aktharuhum lā yaʿlamūna

Pashto او كله چې مونږ یو ایت د بل ایت په ځاى كې تبديل كړو، او الله ښه پوه دى پر هغه څه چې هغه يې نازلوي، دوى وايي: خبره همدا ده چې ته دروغ تړونكى يې، بلكې د دوى اكثره نه پوهېږي

Verse 102

قُلْ نَزَّلَهُۥ رُوحُ ٱلْقُدُسِ مِن رَّبِّكَ بِٱلْحَقِّ لِيُثَبِّتَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَهُدًى وَبُشْرَىٰ لِلْمُسْلِمِينَ

Transliteration qul nazzalahu rūḥu l-qudusi min rabbika bil-ḥaqi liyuthabbita alladhīna āmanū wahudan wabush'rā lil'mus'limīna

Pashto ته ووایه: هغه ستا د رب له جانبه په حقه سره روح القدس (جبریل) نازل كړى دى، د دې لپاره چې هغه كسان ثابت او ټینګ كړي چې ایمان يې راوړى دى او د مسلمانانو د هدایت او زېري لپاره

Verse 103

وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّهُمْ يَقُولُونَ إِنَّمَا يُعَلِّمُهُۥ بَشَرٌ ۗ لِّسَانُ ٱلَّذِى يُلْحِدُونَ إِلَيْهِ أَعْجَمِىٌّ وَهَـٰذَا لِسَانٌ عَرَبِىٌّ مُّبِينٌ

Transliteration walaqad naʿlamu annahum yaqūlūna innamā yuʿallimuhu basharun lisānu alladhī yul'ḥidūna ilayhi aʿjamiyyun wahādhā lisānun ʿarabiyyun mubīnun

Pashto او یقینًا یقینًا مونږ پوهېږو چې بېشكه دوى وايي: خبره همدا ده چې ده ته یو انسان ښوونه كوي، د هغه كس ژبه چې دوى هغه ته نسبت كوي؛ عجمي ده او دا (قرآن) واضحه عربي ژبه ده

Verse 104

إِنَّ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ لَا يَهْدِيهِمُ ٱللَّهُ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

Transliteration inna alladhīna lā yu'minūna biāyāti l-lahi lā yahdīhimu l-lahu walahum ʿadhābun alīmun

Pashto بېشكه هغه كسان چې د الله په ایتونو باندې ایمان راوړي، الله دوى ته هدایت نه كوي او دوى ته ډېر دردوونكى عذاب دى

Verse 105

إِنَّمَا يَفْتَرِى ٱلْكَذِبَ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ ۖ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْكَـٰذِبُونَ

Transliteration innamā yaftarī l-kadhiba alladhīna lā yu'minūna biāyāti l-lahi wa-ulāika humu l-kādhibūna

Pashto خبره همدا ده چې دروغ هغه كسان تړي چې د الله په ایتونو باندې ایمان نه راوړي او همدغه خلق دروغجن دي

Verse 106

مَن كَفَرَ بِٱللَّهِ مِنۢ بَعْدِ إِيمَـٰنِهِۦٓ إِلَّا مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُۥ مُطْمَئِنٌّۢ بِٱلْإِيمَـٰنِ وَلَـٰكِن مَّن شَرَحَ بِٱلْكُفْرِ صَدْرًا فَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ مِّنَ ٱللَّهِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ

Transliteration man kafara bil-lahi min baʿdi īmānihi illā man uk'riha waqalbuhu muṭ'ma-innun bil-īmāni walākin man sharaḥa bil-kuf'ri ṣadran faʿalayhim ghaḍabun mina l-lahi walahum ʿadhābun ʿaẓīmun

Pashto هغه څوك چې په الله سره كافر شو د خپل ایمان له راوړلو نه پس، غیر له هغه كس نه چې زور پرې وكړى شي، په دې حال كې چې د هغهٔ زړهٔ په ایمان سره مطمئن وي او لېكن هغه څوك چې په كفر سره خپله سینه فراخه كړي (له زړه نه پرې راي شي)، نو په دغو خلقو باندې د الله له جانبه غضب دى او د دوى لپاره ډېر لوى عذاب دى

Verse 107

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمُ ٱسْتَحَبُّوا۟ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا عَلَى ٱلْـَٔاخِرَةِ وَأَنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلْكَـٰفِرِينَ

Transliteration dhālika bi-annahumu is'taḥabbū l-ḥayata l-dun'yā ʿalā l-ākhirati wa-anna l-laha lā yahdī l-qawma l-kāfirīna

Pashto دا په سبب د دې چې بېشكه دوى دنيايي ژوند په اخرت باندې غوره كړى دى او دا چې بېشكه الله كافر قوم ته هدایت نه كوي

Verse 108

أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ طَبَعَ ٱللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ وَسَمْعِهِمْ وَأَبْصَـٰرِهِمْ ۖ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْغَـٰفِلُونَ

Transliteration ulāika alladhīna ṭabaʿa l-lahu ʿalā qulūbihim wasamʿihim wa-abṣārihim wa-ulāika humu l-ghāfilūna

Pashto دا همغه كسان دي چې الله د دوى پر زړونو او د دوى پر غوږونو او د دوى پر سترګو باندې مهر لګولى دى او همدغه كسان غافلان دي

Verse 109

لَا جَرَمَ أَنَّهُمْ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ هُمُ ٱلْخَـٰسِرُونَ

Transliteration lā jarama annahum fī l-ākhirati humu l-khāsirūna

Pashto حقیقت دا دى چې بېشكه دوى په اخرت كې، همدوى تاوانیان دي

Verse 110

ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ هَاجَرُوا۟ مِنۢ بَعْدِ مَا فُتِنُوا۟ ثُمَّ جَـٰهَدُوا۟ وَصَبَرُوٓا۟ إِنَّ رَبَّكَ مِنۢ بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ

Transliteration thumma inna rabbaka lilladhīna hājarū min baʿdi mā futinū thumma jāhadū waṣabarū inna rabbaka min baʿdihā laghafūrun raḥīmun

Pashto بیا بېشكه ستا رب د هغو كسانو لپاره چې هجرت يې كړى دى وروسته له دې چې په فتنو كې واچول شول، بیا يې جهاد هم كړى دى او صبر يې كړى دى، بېشكه ستا رب له دې نه پس خامخا ښه مغفرت كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى

Verse 111

۞ يَوْمَ تَأْتِى كُلُّ نَفْسٍ تُجَـٰدِلُ عَن نَّفْسِهَا وَتُوَفَّىٰ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ

Transliteration yawma tatī kullu nafsin tujādilu ʿan nafsihā watuwaffā kullu nafsin mā ʿamilat wahum lā yuẓ'lamūna

Pashto هغه ورځ چې هر كس به په داسې حال كې راځي چې د خپل نفس له طرف نه به جګړه كوي او هر نفس ته به پوره وركړى شي هغه څه چې ده كړي دي، په دې حال كې چې پر دوى به ظلم ونه كړى شي

Verse 112

وَضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلًا قَرْيَةً كَانَتْ ءَامِنَةً مُّطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِّن كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ ٱللَّهِ فَأَذَٰقَهَا ٱللَّهُ لِبَاسَ ٱلْجُوعِ وَٱلْخَوْفِ بِمَا كَانُوا۟ يَصْنَعُونَ

Transliteration waḍaraba l-lahu mathalan qaryatan kānat āminatan muṭ'ma-innatan yatīhā riz'quhā raghadan min kulli makānin fakafarat bi-anʿumi l-lahi fa-adhāqahā l-lahu libāsa l-jūʿi wal-khawfi bimā kānū yaṣnaʿūna

Pashto او الله د یو كلي مثال بیانوي چې د امن والا (او) اطمينان والا و، دغه (كلي) ته به د هغه رزق له هره ځایه پرېمانه راته، نو دغه كلي د الله د نعمتونو ناشكري وكړه، نو الله په دغه كلي باندې د لوږې او وېرې لباس وڅكاوه (لوږه او وېره يې پرې راوستله) په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول

Verse 113

وَلَقَدْ جَآءَهُمْ رَسُولٌ مِّنْهُمْ فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمُ ٱلْعَذَابُ وَهُمْ ظَـٰلِمُونَ

Transliteration walaqad jāahum rasūlun min'hum fakadhabūhu fa-akhadhahumu l-ʿadhābu wahum ẓālimūna

Pashto او یقینًا یقینًا دوى ته له همدوى ځنې رسول راغلى و، نو دوى د هغه تكذیب وكړ، نو دوى عذاب ونیول، په داسې حال كې چې دوى ظالمان وو

Verse 114

فَكُلُوا۟ مِمَّا رَزَقَكُمُ ٱللَّهُ حَلَـٰلًا طَيِّبًا وَٱشْكُرُوا۟ نِعْمَتَ ٱللَّهِ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ

Transliteration fakulū mimmā razaqakumu l-lahu ḥalālan ṭayyiban wa-ush'kurū niʿ'mata l-lahi in kuntum iyyāhu taʿbudūna

Pashto نو تاسو خورئ له هغو (خوراكونو) نه چې تاسو ته الله دركړي دي، چې حلال، پاكيزه دي او تاسو د الله د نعمتونو شكر وباسئ كه چېرې تاسو خاص د هغهٔ عبادت كوئ

Verse 115

إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ ٱلْمَيْتَةَ وَٱلدَّمَ وَلَحْمَ ٱلْخِنزِيرِ وَمَآ أُهِلَّ لِغَيْرِ ٱللَّهِ بِهِۦ ۖ فَمَنِ ٱضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

Transliteration innamā ḥarrama ʿalaykumu l-maytata wal-dama walaḥma l-khinzīri wamā uhilla lighayri l-lahi bihi famani uḍ'ṭurra ghayra bāghin walā ʿādin fa-inna l-laha ghafūrun raḥīmun

Pashto همدا خبره ده چې هغه پر تاسو باندې حرامه كړې ده مرداره او وینه او د خنزیر غوښه او هغه چې په هغه باندې د غیرالله لپاره اواز پورته شوى وي، نو هغه څوك چې مجبوره شي ، په دې حال كې چې نه ظالم وي او نه (له حده) تجاوز كوونكى وي، نو بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

Verse 116

وَلَا تَقُولُوا۟ لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ ٱلْكَذِبَ هَـٰذَا حَلَـٰلٌ وَهَـٰذَا حَرَامٌ لِّتَفْتَرُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ ۚ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ

Transliteration walā taqūlū limā taṣifu alsinatukumu l-kadhiba hādhā ḥalālun wahādhā ḥarāmun litaftarū ʿalā l-lahi l-kadhiba inna alladhīna yaftarūna ʿalā l-lahi l-kadhiba lā yuf'liḥūna

Pashto او په دې وجه چې ستاسو ژبې دروغ بیانوې تاسو دا مه وایئ چې دا حلال دي او دا حرام دي، د دې لپاره چې تاسو په الله باندې له ځانه دروغ جوړ كړئ، بېشكه هغه كسان چې په الله باندې دروغ تپي، هغوى به خلاصى ونه مومي

Verse 117

مَتَـٰعٌ قَلِيلٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

Transliteration matāʿun qalīlun walahum ʿadhābun alīmun

Pashto ډېره لږه فايده ده، او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى

Verse 118

وَعَلَى ٱلَّذِينَ هَادُوا۟ حَرَّمْنَا مَا قَصَصْنَا عَلَيْكَ مِن قَبْلُ ۖ وَمَا ظَلَمْنَـٰهُمْ وَلَـٰكِن كَانُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ

Transliteration waʿalā alladhīna hādū ḥarramnā mā qaṣaṣnā ʿalayka min qablu wamā ẓalamnāhum walākin kānū anfusahum yaẓlimūna

Pashto او په هغو كسانو باندې چې یهودیان شوي دي، مونږ حرام كړي دي هغه څه چې مونږ تا ته له دې نه مخكې بیان كړي دي او مونږ پر هغوى باندې ظلم نه دى كړى او لېكن هغوى وو چې پر خپلو ځانونو يې ظلم كاوه

Verse 119

ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ عَمِلُوا۟ ٱلسُّوٓءَ بِجَهَـٰلَةٍ ثُمَّ تَابُوا۟ مِنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ وَأَصْلَحُوٓا۟ إِنَّ رَبَّكَ مِنۢ بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ

Transliteration thumma inna rabbaka lilladhīna ʿamilū l-sūa bijahālatin thumma tābū min baʿdi dhālika wa-aṣlaḥū inna rabbaka min baʿdihā laghafūrun raḥīmun

Pashto بیا بېشكه ستا رب هغو كسانو ته چې بدي يې په ناپوهۍ سره كړې ده، بیا يې له دې نه بعد توبه ووېستله او اصلاح يې وكړه، بېشكه ستا رب له دې (توبې) نه بعد خامخا ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

Verse 120

إِنَّ إِبْرَٰهِيمَ كَانَ أُمَّةً قَانِتًا لِّلَّهِ حَنِيفًا وَلَمْ يَكُ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ

Transliteration inna ib'rāhīma kāna ummatan qānitan lillahi ḥanīfan walam yaku mina l-mush'rikīna

Pashto بېشكه ابراهیم یو امت و، د الله فرمان منونكى، حق ته مايله او نه و هغه له مشركانو څخه

Verse 121

شَاكِرًا لِّأَنْعُمِهِ ۚ ٱجْتَبَىٰهُ وَهَدَىٰهُ إِلَىٰ صِرَٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ

Transliteration shākiran li-anʿumihi ij'tabāhu wahadāhu ilā ṣirāṭin mus'taqīmin

Pashto د هغهٔ د نعمتونو شكر كوونكى و، الله هغه غوره كړى و او هغه ته يې د نېغې لارې هدایت كړى و

Verse 122

وَءَاتَيْنَـٰهُ فِى ٱلدُّنْيَا حَسَنَةً ۖ وَإِنَّهُۥ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ لَمِنَ ٱلصَّـٰلِحِينَ

Transliteration waātaynāhu fī l-dun'yā ḥasanatan wa-innahu fī l-ākhirati lamina l-ṣāliḥīna

Pashto او مونږ هغه ته په دنیا كې نېكي (او ښېګڼه) وركړې وه او بېشكه هغه په اخرت كې خامخا له صالحانو څخه دى

Verse 123

ثُمَّ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ أَنِ ٱتَّبِعْ مِلَّةَ إِبْرَٰهِيمَ حَنِيفًا ۖ وَمَا كَانَ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ

Transliteration thumma awḥaynā ilayka ani ittabiʿ millata ib'rāhīma ḥanīfan wamā kāna mina l-mush'rikīna

Pashto بیا مونږ تا ته وحي وكړه چې د ابراهیم د ملت پیروي وكړه چې حنیف و او له مشركانو څخه نه و

Verse 124

إِنَّمَا جُعِلَ ٱلسَّبْتُ عَلَى ٱلَّذِينَ ٱخْتَلَفُوا۟ فِيهِ ۚ وَإِنَّ رَبَّكَ لَيَحْكُمُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ فِيمَا كَانُوا۟ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ

Transliteration innamā juʿila l-sabtu ʿalā alladhīna ikh'talafū fīhi wa-inna rabbaka layaḥkumu baynahum yawma l-qiyāmati fīmā kānū fīhi yakhtalifūna

Pashto همدا خبره ده چې (ورځ د) خالي پر هغو كسانو مقرر شوې ده چې په دې كې يې اختلاف كړى و او بېشكه ستا رب به خامخا د دوى په مینځ كې د قیامت په ورځ فیصله كوي په هغه څیز كې چې دوى به په هغه كې اختلاف كاوه

Verse 125

ٱدْعُ إِلَىٰ سَبِيلِ رَبِّكَ بِٱلْحِكْمَةِ وَٱلْمَوْعِظَةِ ٱلْحَسَنَةِ ۖ وَجَـٰدِلْهُم بِٱلَّتِى هِىَ أَحْسَنُ ۚ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِۦ ۖ وَهُوَ أَعْلَمُ بِٱلْمُهْتَدِينَ

Transliteration ud'ʿu ilā sabīli rabbika bil-ḥik'mati wal-mawʿiẓati l-ḥasanati wajādil'hum bi-allatī hiya aḥsanu inna rabbaka huwa aʿlamu biman ḍalla ʿan sabīlihi wahuwa aʿlamu bil-muh'tadīna

Pashto ته د خپل رب لارې ته په حكمت سره او ښكلي نصیحت سره بلنه كوه او له دوى سره په هغې طریقې سره مجادله (مباحثه) كوه چې هغه تر ټولو ښه وي، بېشكه ستا رب (چې دى) هغه ښه پوه دى پر هغه كس چې د هغه له لارې نه ګمراه شوى دى او هغه ښه پوه دى پر لار موندونكو باندې

Verse 126

وَإِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوا۟ بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُم بِهِۦ ۖ وَلَئِن صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَيْرٌ لِّلصَّـٰبِرِينَ

Transliteration wa-in ʿāqabtum faʿāqibū bimith'li mā ʿūqib'tum bihi wala-in ṣabartum lahuwa khayrun lilṣṣābirīna

Pashto او كه تاسو سزا (عذاب) وركوئ، نو د هغې سزا (عذاب) په مثل يې وركوئ چې تاسو ته په هغه سره عذاب دركړى شوى دى او البته كه تاسو صبر وكړئ، (نو) یقینًا دا د صبر كوونكو لپاره ډېر غوره دى

Verse 127

وَٱصْبِرْ وَمَا صَبْرُكَ إِلَّا بِٱللَّهِ ۚ وَلَا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَلَا تَكُ فِى ضَيْقٍ مِّمَّا يَمْكُرُونَ

Transliteration wa-iṣ'bir wamā ṣabruka illā bil-lahi walā taḥzan ʿalayhim walā taku fī ḍayqin mimmā yamkurūna

Pashto او ته صبر كوه او نه دى صبر ستا مګر په توفیق د الله سره او په دوى باندې مه غمژن كېږه او په زړه تنګۍ كې مه پرېوځه د هغو مكرونو (فريبونه) په وجه چې دوى يې كوي

Verse 128

إِنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوا۟ وَّٱلَّذِينَ هُم مُّحْسِنُونَ

Transliteration inna l-laha maʿa alladhīna ittaqaw wa-alladhīna hum muḥ'sinūna

Pashto بېشكه الله د هغو كسانو ملګرى دى چې پرهېزګاري كوي او د هغو كسانو چې هغوى نېكي كوونكي دي

Read Surah An-Nahl in another language

All languages

All 114 surahs in Pashto: the Qur’an in Pashto.

Learn it in MyDugsi

Pashto translation: Zakaria Abulsalam, from Quran.com. Transliteration: Quran.com. Recitation: Mishary Alafasy, from EveryAyah.com. MyDugsi is a learning aid, not a replacement for a qualified teacher.