MyDugsiStart learning

Surah Al-Furqan in Pashto: translation and audio

Surah 25 · الفرقان · The Criterion · 77 verses

Surah Al-Furqan verse by verse: the Arabic with a recitation you can repeat, the transliteration, and the Pashto translation by Zakaria Abulsalam. For the meaning of every word, see Surah Al-Furqan word by word in English.

Verse 1

تَبَارَكَ ٱلَّذِى نَزَّلَ ٱلْفُرْقَانَ عَلَىٰ عَبْدِهِۦ لِيَكُونَ لِلْعَـٰلَمِينَ نَذِيرًا

Transliteration tabāraka alladhī nazzala l-fur'qāna ʿalā ʿabdihi liyakūna lil'ʿālamīna nadhīran

Pashto ډېر بركتناك دى هغه ذات چې په خپل بنده يې فرقان (قرآن) نازل كړى دى، د دې لپاره چې دى د خلقو لپاره وېروونكى شي

Verse 2

ٱلَّذِى لَهُۥ مُلْكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَلَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَمْ يَكُن لَّهُۥ شَرِيكٌ فِى ٱلْمُلْكِ وَخَلَقَ كُلَّ شَىْءٍ فَقَدَّرَهُۥ تَقْدِيرًا

Transliteration alladhī lahu mul'ku l-samāwāti wal-arḍi walam yattakhidh waladan walam yakun lahu sharīkun fī l-mul'ki wakhalaqa kulla shayin faqaddarahu taqdīran

Pashto هغه ذات چې خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او هېڅ اولاد يې نه دى نیولى او د ده لپاره په بادشاهۍ كې هېڅ شریك نشته، او هر شى يې پیدا كړى دى، نو هغه يې په اندازه كړى دى، اندازه كول

Verse 3

وَٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِهِۦٓ ءَالِهَةً لَّا يَخْلُقُونَ شَيْـًٔا وَهُمْ يُخْلَقُونَ وَلَا يَمْلِكُونَ لِأَنفُسِهِمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا وَلَا يَمْلِكُونَ مَوْتًا وَلَا حَيَوٰةً وَلَا نُشُورًا

Transliteration wa-ittakhadhū min dūnihi ālihatan lā yakhluqūna shayan wahum yukh'laqūna walā yamlikūna li-anfusihim ḍarran walā nafʿan walā yamlikūna mawtan walā ḥayatan walā nushūran

Pashto او دوى (كفارو) له هغه نه غیر نور داسې معبودان نیولي دي چې هېڅ شى نشي پیدا كولى، په داسې حال كې چې دوى پیدا كاوه شي او دوى د خپلو ځانونو لپاره نه د ضرر مالكان دي او نه د نفعې او نه د مرګ اختیار لري او نه د ژوند او نه د بیا ژوندي كولو

Verse 4

وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِنْ هَـٰذَآ إِلَّآ إِفْكٌ ٱفْتَرَىٰهُ وَأَعَانَهُۥ عَلَيْهِ قَوْمٌ ءَاخَرُونَ ۖ فَقَدْ جَآءُو ظُلْمًا وَزُورًا

Transliteration waqāla alladhīna kafarū in hādhā illā if'kun if'tarāhu wa-aʿānahu ʿalayhi qawmun ākharūna faqad jāū ẓul'man wazūran

Pashto او كافران شویو خلقو وویل: نه دى دا مګر دروغ چې ده، له ځانه جوړ كړى دى او په ده باندې نورو خلقو د ده مرسته كړې ده، نو یقینًا دغو (كفارو) وكړ لوى ظلم او دروغ

Verse 5

وَقَالُوٓا۟ أَسَـٰطِيرُ ٱلْأَوَّلِينَ ٱكْتَتَبَهَا فَهِىَ تُمْلَىٰ عَلَيْهِ بُكْرَةً وَأَصِيلًا

Transliteration waqālū asāṭīru l-awalīna ik'tatabahā fahiya tum'lā ʿalayhi buk'ratan wa-aṣīlan

Pashto او دوى وویل: (دا) د ړومبنیو خلقو باطلې قصې دي چې ده په چا لیكلي دي، نو هغه ده ته سبا او بېګاه لوستلى شي

Verse 6

قُلْ أَنزَلَهُ ٱلَّذِى يَعْلَمُ ٱلسِّرَّ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا

Transliteration qul anzalahu alladhī yaʿlamu l-sira fī l-samāwāti wal-arḍi innahu kāna ghafūran raḥīman

Pashto ته (دوى ته) ووایه: دا (قرآن) هغه ذات نازل كړى دى چې عالم دى په هر پټ څیز باندې چې په اسمانونو او ځمكه كې دى، بېشكه هغه ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

Verse 7

وَقَالُوا۟ مَالِ هَـٰذَا ٱلرَّسُولِ يَأْكُلُ ٱلطَّعَامَ وَيَمْشِى فِى ٱلْأَسْوَاقِ ۙ لَوْلَآ أُنزِلَ إِلَيْهِ مَلَكٌ فَيَكُونَ مَعَهُۥ نَذِيرًا

Transliteration waqālū māli hādhā l-rasūli yakulu l-ṭaʿāma wayamshī fī l-aswāqi lawlā unzila ilayhi malakun fayakūna maʿahu nadhīran

Pashto او دوى وايي: دې رسول ته څه دي چې طعام خوري او په بازارونو كې ګرځي، ده ته ملايك ولې نه نازلاوه شي، بيا چې له ده سره دغه (ملايك) وېروونكي شي

Verse 8

أَوْ يُلْقَىٰٓ إِلَيْهِ كَنزٌ أَوْ تَكُونُ لَهُۥ جَنَّةٌ يَأْكُلُ مِنْهَا ۚ وَقَالَ ٱلظَّـٰلِمُونَ إِن تَتَّبِعُونَ إِلَّا رَجُلًا مَّسْحُورًا

Transliteration aw yul'qā ilayhi kanzun aw takūnu lahu jannatun yakulu min'hā waqāla l-ẓālimūna in tattabiʿūna illā rajulan masḥūran

Pashto یا ده ته خزانه ولې نه غورځولى كېږي، یا ولې د ده لپاره داسې باغ نه كېږي چې دا له هغه نه خوراك كوي؟ او ظالمانو وویل: تاسو پيروي نه كوئ مګر د داسې سړي چې سحر (جادو) پرې شوى دى

Verse 9

ٱنظُرْ كَيْفَ ضَرَبُوا۟ لَكَ ٱلْأَمْثَـٰلَ فَضَلُّوا۟ فَلَا يَسْتَطِيعُونَ سَبِيلًا

Transliteration unẓur kayfa ḍarabū laka l-amthāla faḍallū falā yastaṭīʿūna sabīlan

Pashto ته وګوره! دوى تا لپاره څنګه مثالونه بیانوي، نو ګمراه شول، نو دوى د (حقې) لارې (د موندلو) هېڅ طاقت نه لري

Verse 10

تَبَارَكَ ٱلَّذِىٓ إِن شَآءَ جَعَلَ لَكَ خَيْرًا مِّن ذَٰلِكَ جَنَّـٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ وَيَجْعَل لَّكَ قُصُورًۢا

Transliteration tabāraka alladhī in shāa jaʿala laka khayran min dhālika jannātin tajrī min taḥtihā l-anhāru wayajʿal laka quṣūran

Pashto ډېر بركتناك دى هغه ذات چې كه وغواړي تا لپاره به د دغو (خزانو) نه غوره وګرځوي (یعنې داسې) باغونه چې د هغو له لاندې ولې بهېږي او تا لپاره به بنګلې جوړې كړي

Verse 11

بَلْ كَذَّبُوا۟ بِٱلسَّاعَةِ ۖ وَأَعْتَدْنَا لِمَن كَذَّبَ بِٱلسَّاعَةِ سَعِيرًا

Transliteration bal kadhabū bil-sāʿati wa-aʿtadnā liman kadhaba bil-sāʿati saʿīran

Pashto بلكې دوى د قیامت تكذیب وكړ او مونږ د هغه چا لپاره چې د قیامت تكذیب كوي ؛ لمبې وهونكى اور تیار كړى دى

Verse 12

إِذَا رَأَتْهُم مِّن مَّكَانٍۭ بَعِيدٍ سَمِعُوا۟ لَهَا تَغَيُّظًا وَزَفِيرًا

Transliteration idhā ra-athum min makānin baʿīdin samiʿū lahā taghayyuẓan wazafīran

Pashto كله چې هغه (اور) دوى لره له ډېر لرې ځاى نه وویني، نو دوى به د هغه خوټكېدل او غورېدل واوري

Verse 13

وَإِذَآ أُلْقُوا۟ مِنْهَا مَكَانًا ضَيِّقًا مُّقَرَّنِينَ دَعَوْا۟ هُنَالِكَ ثُبُورًا

Transliteration wa-idhā ul'qū min'hā makānan ḍayyiqan muqarranīna daʿaw hunālika thubūran

Pashto او كله چې دوى په دغه (دوزخ) كې په تنګ ځاى كې وغورځول شي، په داسې حال كې چې له یو بل سره به په ځنځیرونو تړل شوي وي (، نو) دوى به په دغه ځاى كې مرګ ته چغې وهي

Verse 14

لَّا تَدْعُوا۟ ٱلْيَوْمَ ثُبُورًا وَٰحِدًا وَٱدْعُوا۟ ثُبُورًا كَثِيرًا

Transliteration lā tadʿū l-yawma thubūran wāḥidan wa-id'ʿū thubūran kathīran

Pashto نن ورځ تاسو یو هلاكت (مرګ) ته چغې مه وهئ او (بلكې) تاسو ډېرو هلاكتونو ته چغې ووهئ

Verse 15

قُلْ أَذَٰلِكَ خَيْرٌ أَمْ جَنَّةُ ٱلْخُلْدِ ٱلَّتِى وُعِدَ ٱلْمُتَّقُونَ ۚ كَانَتْ لَهُمْ جَزَآءً وَمَصِيرًا

Transliteration qul adhālika khayrun am jannatu l-khul'di allatī wuʿida l-mutaqūna kānat lahum jazāan wamaṣīran

Pashto ته (دوى ته) ووایه: دغه (خیر) غوره دى، یا كه هغه د همېشه والي جنت چې متقیانو (پرهېزګارو) ته يې وعده وركړى شوې ده؟ دغه به د دوى لپاره بدله او د ورتلو ځاى وي

Verse 16

لَّهُمْ فِيهَا مَا يَشَآءُونَ خَـٰلِدِينَ ۚ كَانَ عَلَىٰ رَبِّكَ وَعْدًا مَّسْـُٔولًا

Transliteration lahum fīhā mā yashāūna khālidīna kāna ʿalā rabbika waʿdan masūlan

Pashto د دوى لپاره به په هغه كې هغه څه وي چې دوى يې غواړي، په داسې حال كې چې دوى به په كې تل وي، دا ستا د رب په ذمه غوښتل شوې وعده ده

Verse 17

وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ فَيَقُولُ ءَأَنتُمْ أَضْلَلْتُمْ عِبَادِى هَـٰٓؤُلَآءِ أَمْ هُمْ ضَلُّوا۟ ٱلسَّبِيلَ

Transliteration wayawma yaḥshuruhum wamā yaʿbudūna min dūni l-lahi fayaqūlu a-antum aḍlaltum ʿibādī hāulāi am hum ḍallū l-sabīla

Pashto او (یاده كړه) هغه ورځ چې هغه (الله) به راجمع كړي دوى او هغه څه چې دوى به يې له الله نه غیر عبادت كاوه، نو وبه وايي: ایا تاسو زما دغه بنده ګان ګمراه كړي وو، یا دوى پخپله (حقه) لاره وركه كړې وه؟

Verse 18

قَالُوا۟ سُبْحَـٰنَكَ مَا كَانَ يَنۢبَغِى لَنَآ أَن نَّتَّخِذَ مِن دُونِكَ مِنْ أَوْلِيَآءَ وَلَـٰكِن مَّتَّعْتَهُمْ وَءَابَآءَهُمْ حَتَّىٰ نَسُوا۟ ٱلذِّكْرَ وَكَانُوا۟ قَوْمًۢا بُورًا

Transliteration qālū sub'ḥānaka mā kāna yanbaghī lanā an nattakhidha min dūnika min awliyāa walākin mattaʿtahum waābāahum ḥattā nasū l-dhik'ra wakānū qawman būran

Pashto دغه (معبودان) به ووايي: تالره پاكي ده، مونږ ته جايز نه ده چې مونږ له تا نه غیر دوستان ونیسو او لېكن تا دوى ته او د دوى پلرونو ته فايده (او ښه زندګي) وركړې وه، تر دې چې دوى ذكر (نصیحت) هېر كړ او دوى هلاكېدونكى قوم و

Verse 19

فَقَدْ كَذَّبُوكُم بِمَا تَقُولُونَ فَمَا تَسْتَطِيعُونَ صَرْفًا وَلَا نَصْرًا ۚ وَمَن يَظْلِم مِّنكُمْ نُذِقْهُ عَذَابًا كَبِيرًا

Transliteration faqad kadhabūkum bimā taqūlūna famā tastaṭīʿūna ṣarfan walā naṣran waman yaẓlim minkum nudhiq'hu ʿadhāban kabīran

Pashto نو یقینًا (اى مشركانو!) دوى تاسو دروغجن كړئ په هغې خبره كې چې تاسو ویله، نو تاسو نه د (عذاب د) ګرځولو طاقت لرئ او نه د مدد كولو، او په تاسو كې هر هغه څوك چې ظلم وكړي! مونږ به هغه ته ډېر لوى عذاب وڅكوو

Verse 20

وَمَآ أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنَ ٱلْمُرْسَلِينَ إِلَّآ إِنَّهُمْ لَيَأْكُلُونَ ٱلطَّعَامَ وَيَمْشُونَ فِى ٱلْأَسْوَاقِ ۗ وَجَعَلْنَا بَعْضَكُمْ لِبَعْضٍ فِتْنَةً أَتَصْبِرُونَ ۗ وَكَانَ رَبُّكَ بَصِيرًا

Transliteration wamā arsalnā qablaka mina l-mur'salīna illā innahum layakulūna l-ṭaʿāma wayamshūna fī l-aswāqi wajaʿalnā baʿḍakum libaʿḍin fit'natan ataṣbirūna wakāna rabbuka baṣīran

Pashto او له تا نه مخكې مونږ رسولان نه دي لېږلي مګر چې یقینًا هغوى به خامخا طعام خواړه، او په بازارونو كې ګرځېدل او مونږه ستاسو ځینې د ځینو نورو لپاره ازمېښت ګرځولي دي (چې) ایا تاسو صبر كوئ (كه نه؟) او ستا رب له ازله ښه ليدونكى دى

Verse 21

۞ وَقَالَ ٱلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَآءَنَا لَوْلَآ أُنزِلَ عَلَيْنَا ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ أَوْ نَرَىٰ رَبَّنَا ۗ لَقَدِ ٱسْتَكْبَرُوا۟ فِىٓ أَنفُسِهِمْ وَعَتَوْ عُتُوًّا كَبِيرًا

Transliteration waqāla alladhīna lā yarjūna liqāanā lawlā unzila ʿalaynā l-malāikatu aw narā rabbanā laqadi is'takbarū fī anfusihim waʿataw ʿutuwwan kabīran

Pashto او وویل هغو كسانو چې زمونږ د ملاقات امېد نه لري: پر مونږ باندې ملايك ولې نه نازلولى شي، یا (ولې) مونږ خپل رب نه وینو، یقینًا یقینًا دوى په خپلو نفسونو كې كبر وكړ، او له حده تېر شول، له حد نه ډېر لوى تېرېدل

Verse 22

يَوْمَ يَرَوْنَ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةَ لَا بُشْرَىٰ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُجْرِمِينَ وَيَقُولُونَ حِجْرًا مَّحْجُورًا

Transliteration yawma yarawna l-malāikata lā bush'rā yawma-idhin lil'muj'rimīna wayaqūlūna ḥij'ran maḥjūran

Pashto (یاده كړه) هغه ورځ چې دوى به ملايك ویني، په دغې ورځ كې به د مجرمانو لپاره هېڅ زېرى (خوشالي) نه وي او وايي به (ملايك چې جنت) بند دى، ممنوع دى

Verse 23

وَقَدِمْنَآ إِلَىٰ مَا عَمِلُوا۟ مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنَـٰهُ هَبَآءً مَّنثُورًا

Transliteration waqadim'nā ilā mā ʿamilū min ʿamalin fajaʿalnāhu habāan manthūran

Pashto او دوى چې څه عمل هم كړى دى هغه ته به مونږ ورسو، نو هغه به خور كړى شوى ګرد وګرځوو

Verse 24

أَصْحَـٰبُ ٱلْجَنَّةِ يَوْمَئِذٍ خَيْرٌ مُّسْتَقَرًّا وَأَحْسَنُ مَقِيلًا

Transliteration aṣḥābu l-janati yawma-idhin khayrun mus'taqarran wa-aḥsanu maqīlan

Pashto جنتیان به په دغې ورځ كې د استوګنې په لحاظ غوره او د ارام ځاى په لحاظ ډېر ښه وي

Verse 25

وَيَوْمَ تَشَقَّقُ ٱلسَّمَآءُ بِٱلْغَمَـٰمِ وَنُزِّلَ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ تَنزِيلًا

Transliteration wayawma tashaqqaqu l-samāu bil-ghamāmi wanuzzila l-malāikatu tanzīlan

Pashto او (یاده كړه) هغه ورځ چې په ورېځو سره به اسمان ټوټې ټوټې شي او ملايك به نازل كړى شي (پرله پسې) نازلول

Verse 26

ٱلْمُلْكُ يَوْمَئِذٍ ٱلْحَقُّ لِلرَّحْمَـٰنِ ۚ وَكَانَ يَوْمًا عَلَى ٱلْكَـٰفِرِينَ عَسِيرًا

Transliteration al-mul'ku yawma-idhin l-ḥaqu lilrraḥmāni wakāna yawman ʿalā l-kāfirīna ʿasīran

Pashto حقیقي بادشاهي به په دغې ورځ كې د رحمن لپاره وي، او وي به دغه په كافرانو ډېره سخته ورځ

Verse 27

وَيَوْمَ يَعَضُّ ٱلظَّالِمُ عَلَىٰ يَدَيْهِ يَقُولُ يَـٰلَيْتَنِى ٱتَّخَذْتُ مَعَ ٱلرَّسُولِ سَبِيلًا

Transliteration wayawma yaʿaḍḍu l-ẓālimu ʿalā yadayhi yaqūlu yālaytanī ittakhadhtu maʿa l-rasūli sabīlan

Pashto او (یاده كړه) هغه ورځ چې ظالم به په خپلو دواړو لاسونو خوله لګوي، په داسې حال كې چې وايي به: اى كاشكې! ما له رسول سره (نېغه) لار نیولې وى

Verse 28

يَـٰوَيْلَتَىٰ لَيْتَنِى لَمْ أَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِيلًا

Transliteration yāwaylatā laytanī lam attakhidh fulānan khalīlan

Pashto اى زما هلاكته! كاشكې ما فلانكى سړى دوست نه وى جوړ كړى

Verse 29

لَّقَدْ أَضَلَّنِى عَنِ ٱلذِّكْرِ بَعْدَ إِذْ جَآءَنِى ۗ وَكَانَ ٱلشَّيْطَـٰنُ لِلْإِنسَـٰنِ خَذُولًا

Transliteration laqad aḍallanī ʿani l-dhik'ri baʿda idh jāanī wakāna l-shayṭānu lil'insāni khadhūlan

Pashto یقینًا یقینًا هغه زه له ذكر (قرآن) نه ګمراه كړم، كله چې هغه (ذكر) ما ته راغى او شیطان انسان لره بې مدده پرېښودونكى دى

Verse 30

وَقَالَ ٱلرَّسُولُ يَـٰرَبِّ إِنَّ قَوْمِى ٱتَّخَذُوا۟ هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانَ مَهْجُورًا

Transliteration waqāla l-rasūlu yārabbi inna qawmī ittakhadhū hādhā l-qur'āna mahjūran

Pashto او رسول وویل: اى زما ربه! بېشكه زما قوم دا قرآن متروك ګرځولى دى

Verse 31

وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِىٍّ عَدُوًّا مِّنَ ٱلْمُجْرِمِينَ ۗ وَكَفَىٰ بِرَبِّكَ هَادِيًا وَنَصِيرًا

Transliteration wakadhālika jaʿalnā likulli nabiyyin ʿaduwwan mina l-muj'rimīna wakafā birabbika hādiyan wanaṣīran

Pashto او همداسې مونږ د هر نبي لپاره له مجرمانو څخه دښمنان ګرځولي وو او ستا رب ډېر كافي دى، سمه لار ښوونكى، او ښه مدد كوونكى

Verse 32

وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَوْلَا نُزِّلَ عَلَيْهِ ٱلْقُرْءَانُ جُمْلَةً وَٰحِدَةً ۚ كَذَٰلِكَ لِنُثَبِّتَ بِهِۦ فُؤَادَكَ ۖ وَرَتَّلْنَـٰهُ تَرْتِيلًا

Transliteration waqāla alladhīna kafarū lawlā nuzzila ʿalayhi l-qur'ānu jum'latan wāḥidatan kadhālika linuthabbita bihi fuādaka warattalnāhu tartīlan

Pashto او كافران شویو خلقو وویل: په ده باندې قرآن ټول یو كرت ولې نه نازلاوه شي؟ همداسې (لږ لږ يې نازلوو) د دې لپاره چې په ده سره مونږ ستا زړه مضبوط كړو او مونږ ښه په ارام لوستى دى دا (قرآن په تا باندې) په ارام لوستل

Verse 33

وَلَا يَأْتُونَكَ بِمَثَلٍ إِلَّا جِئْنَـٰكَ بِٱلْحَقِّ وَأَحْسَنَ تَفْسِيرًا

Transliteration walā yatūnaka bimathalin illā ji'nāka bil-ḥaqi wa-aḥsana tafsīran

Pashto او دوى تا ته كوم مثال (عجیب سوال او اعتراض) نه راوړي مګر مونږ تا ته راوړو (د هغه) حق (جواب) او تر ټولو ښه تفسیر

Verse 34

ٱلَّذِينَ يُحْشَرُونَ عَلَىٰ وُجُوهِهِمْ إِلَىٰ جَهَنَّمَ أُو۟لَـٰٓئِكَ شَرٌّ مَّكَانًا وَأَضَلُّ سَبِيلًا

Transliteration alladhīna yuḥ'sharūna ʿalā wujūhihim ilā jahannama ulāika sharrun makānan wa-aḍallu sabīlan

Pashto هغه كسان چې جهنم ته به په خپلو مخونو جمع كولى شي، دغه كسان د ځاى په لحاظ تر ټولو بد او د لارې په لحاظ تر ټولو ګمراه دي

Verse 35

وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَـٰبَ وَجَعَلْنَا مَعَهُۥٓ أَخَاهُ هَـٰرُونَ وَزِيرًا

Transliteration walaqad ātaynā mūsā l-kitāba wajaʿalnā maʿahu akhāhu hārūna wazīran

Pashto او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و او مونږ له هغه سره د هغه ورور هارون مددګار ګرځولى و

Verse 36

فَقُلْنَا ٱذْهَبَآ إِلَى ٱلْقَوْمِ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا فَدَمَّرْنَـٰهُمْ تَدْمِيرًا

Transliteration faqul'nā idh'habā ilā l-qawmi alladhīna kadhabū biāyātinā fadammarnāhum tadmīran

Pashto نو مونږ وویل: تاسو دواړه هغه قوم ته لاړ شئ چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى، بیا مونږ هغوى (فرعونیان) هلاك كړل، سخت هلاكول

Verse 37

وَقَوْمَ نُوحٍ لَّمَّا كَذَّبُوا۟ ٱلرُّسُلَ أَغْرَقْنَـٰهُمْ وَجَعَلْنَـٰهُمْ لِلنَّاسِ ءَايَةً ۖ وَأَعْتَدْنَا لِلظَّـٰلِمِينَ عَذَابًا أَلِيمًا

Transliteration waqawma nūḥin lammā kadhabū l-rusula aghraqnāhum wajaʿalnāhum lilnnāsi āyatan wa-aʿtadnā lilẓẓālimīna ʿadhāban alīman

Pashto او (مونږ هلاك كړ) د نوح قوم، كله چې هغوى د رسولانو تكذیب وكړ، مونږ هغوى غرق كړل او مونږه دوى د خلقو لپاره (د عبرت) نشان وګرځول او مونږه د ظالمانو لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى

Verse 38

وَعَادًا وَثَمُودَا۟ وَأَصْحَـٰبَ ٱلرَّسِّ وَقُرُونًۢا بَيْنَ ذَٰلِكَ كَثِيرًا

Transliteration waʿādan wathamūdā wa-aṣḥāba l-rasi waqurūnan bayna dhālika kathīran

Pashto او (مونږ هلاك كړي دي) عادیان او ثمودیان او د كوهي والا او د دوى په مينځ كې ډېر زیات نور قومونه

Verse 39

وَكُلًّا ضَرَبْنَا لَهُ ٱلْأَمْثَـٰلَ ۖ وَكُلًّا تَبَّرْنَا تَتْبِيرًا

Transliteration wakullan ḍarabnā lahu l-amthāla wakullan tabbarnā tatbīran

Pashto او (په دوى كې) هر یو ته، مونږ هغه ته مثالونه بیان كړي وو او مونږ ټول هلاك كړل، بېخي هلاكول

Verse 40

وَلَقَدْ أَتَوْا۟ عَلَى ٱلْقَرْيَةِ ٱلَّتِىٓ أُمْطِرَتْ مَطَرَ ٱلسَّوْءِ ۚ أَفَلَمْ يَكُونُوا۟ يَرَوْنَهَا ۚ بَلْ كَانُوا۟ لَا يَرْجُونَ نُشُورًا

Transliteration walaqad ataw ʿalā l-qaryati allatī um'ṭirat maṭara l-sawi afalam yakūnū yarawnahā bal kānū lā yarjūna nushūran

Pashto او یقینًا یقینًا دوى په هغه كلي تېر شوي دي چې په هغه باندې د بدۍ باران ورول شوى و، ایا نو دوى هغه نه لیده ؟ بلكې دوى د بیا ژوندي پورته كېدلو امېد نه لاره

Verse 41

وَإِذَا رَأَوْكَ إِن يَتَّخِذُونَكَ إِلَّا هُزُوًا أَهَـٰذَا ٱلَّذِى بَعَثَ ٱللَّهُ رَسُولًا

Transliteration wa-idhā ra-awka in yattakhidhūnaka illā huzuwan ahādhā alladhī baʿatha l-lahu rasūlan

Pashto او كله چې دوى تا وویني (، نو) دوى تا نه نیسي مګر ځاى د مسخرې (او وايي:) ایا دا هغه سړى دى چې الله، (په طور د) رسول رالېږلى دى؟

Verse 42

إِن كَادَ لَيُضِلُّنَا عَنْ ءَالِهَتِنَا لَوْلَآ أَن صَبَرْنَا عَلَيْهَا ۚ وَسَوْفَ يَعْلَمُونَ حِينَ يَرَوْنَ ٱلْعَذَابَ مَنْ أَضَلُّ سَبِيلًا

Transliteration in kāda layuḍillunā ʿan ālihatinā lawlā an ṣabarnā ʿalayhā wasawfa yaʿlamūna ḥīna yarawna l-ʿadhāba man aḍallu sabīlan

Pashto بېشكه چې دى نژدې و چې مونږ خامخا له خپلو معبودانو نه بې لارې كړي كه مونږ په دوى ټینګ ودرېدلي نه وى (الله فرمايي:) دوى به ژر پوه شي كله چې دوى عذاب ویني چې څوك له (حقې) لارې نه ډېر بې لارې دى

Verse 43

أَرَءَيْتَ مَنِ ٱتَّخَذَ إِلَـٰهَهُۥ هَوَىٰهُ أَفَأَنتَ تَكُونُ عَلَيْهِ وَكِيلًا

Transliteration ara-ayta mani ittakhadha ilāhahu hawāhu afa-anta takūnu ʿalayhi wakīlan

Pashto ایا ته هغه څوك وینې چې خپل معبود يې خپل خواهش ګرځولى دى! ایا نو ته به په ده باندې نګران يې

Verse 44

أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ ۚ إِنْ هُمْ إِلَّا كَٱلْأَنْعَـٰمِ ۖ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلًا

Transliteration am taḥsabu anna aktharahum yasmaʿūna aw yaʿqilūna in hum illā kal-anʿāmi bal hum aḍallu sabīlan

Pashto ایا ته ګمان كوې چې په رښتیا د دوى زیاتره اوري، یا له عقل نه كار اخلي، دوى نه دي مګر په شان د څارویو بلكې دوى د لارې په لحاظ زیات ګمراه دي

Verse 45

أَلَمْ تَرَ إِلَىٰ رَبِّكَ كَيْفَ مَدَّ ٱلظِّلَّ وَلَوْ شَآءَ لَجَعَلَهُۥ سَاكِنًا ثُمَّ جَعَلْنَا ٱلشَّمْسَ عَلَيْهِ دَلِيلًا

Transliteration alam tara ilā rabbika kayfa madda l-ẓila walaw shāa lajaʿalahu sākinan thumma jaʿalnā l-shamsa ʿalayhi dalīlan

Pashto ایا تا (د) خپل رب (قدرت) ته نه دي كتلي چې هغه سیورى څنګه غځولى دى او كه هغه غوښتلى (نو) هغه به يې خامخا ولاړ (ساكن) ګرځولى وى، بیا مونږ په هغه باندې لمر دلیل وګرځاوه

Verse 46

ثُمَّ قَبَضْنَـٰهُ إِلَيْنَا قَبْضًا يَسِيرًا

Transliteration thumma qabaḍnāhu ilaynā qabḍan yasīran

Pashto بیا مونږ هغه خپل طرف ته راټول كړ ډېر اسان راټولول

Verse 47

وَهُوَ ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلَّيْلَ لِبَاسًا وَٱلنَّوْمَ سُبَاتًا وَجَعَلَ ٱلنَّهَارَ نُشُورًا

Transliteration wahuwa alladhī jaʿala lakumu al-layla libāsan wal-nawma subātan wajaʿala l-nahāra nushūran

Pashto او دى هماغه ذات دى چې تاسو لپاره يې شپه لباس او خوب (سبب د) ارام ګرځولى دى او ورځ يې د ګرځېدو وخت ګرځولې ده

Verse 48

وَهُوَ ٱلَّذِىٓ أَرْسَلَ ٱلرِّيَـٰحَ بُشْرًۢا بَيْنَ يَدَىْ رَحْمَتِهِۦ ۚ وَأَنزَلْنَا مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً طَهُورًا

Transliteration wahuwa alladhī arsala l-riyāḥa bush'ran bayna yaday raḥmatihi wa-anzalnā mina l-samāi māan ṭahūran

Pashto او همدى هغه ذات دى چې هواګانې يې له رحمت نه مخكې زېرى وركوونكې لېږلې دي او مونږ له بره نه پاكوونكي اوبه نازلې كړې دي

Verse 49

لِّنُحْـِۧىَ بِهِۦ بَلْدَةً مَّيْتًا وَنُسْقِيَهُۥ مِمَّا خَلَقْنَآ أَنْعَـٰمًا وَأَنَاسِىَّ كَثِيرًا

Transliteration linuḥ'yiya bihi baldatan maytan wanus'qiyahu mimmā khalaqnā anʿāman wa-anāsiyya kathīran

Pashto د دې لپاره چې مونږ په دغو (اوبو) سره مړ ښار راژوندى كړو او چې دا په څارویو او ډېر زیاتو انسانانو وڅښوو، چې زمونږ له مخلوق ځنې دي

Verse 50

وَلَقَدْ صَرَّفْنَـٰهُ بَيْنَهُمْ لِيَذَّكَّرُوا۟ فَأَبَىٰٓ أَكْثَرُ ٱلنَّاسِ إِلَّا كُفُورًا

Transliteration walaqad ṣarrafnāhu baynahum liyadhakkarū fa-abā aktharu l-nāsi illā kufūran

Pashto او یقینًا یقینًا مونږ دا د دوى په مینځ كې په قسم قسم طریقو خورې كړې دي، لپاره د دې چې دوى نصیحت واخلي، نو زیاترو خلقو انكار وكړ مګر له كفر كولو نه

Verse 51

وَلَوْ شِئْنَا لَبَعَثْنَا فِى كُلِّ قَرْيَةٍ نَّذِيرًا

Transliteration walaw shi'nā labaʿathnā fī kulli qaryatin nadhīran

Pashto او كه مونږ غوښتلى (، نو) مونږ به خامخا هر كلي ته یو وېروونكى لېږلى و

Verse 52

فَلَا تُطِعِ ٱلْكَـٰفِرِينَ وَجَـٰهِدْهُم بِهِۦ جِهَادًا كَبِيرًا

Transliteration falā tuṭiʿi l-kāfirīna wajāhid'hum bihi jihādan kabīran

Pashto نو ته د كافرانو اطاعت مه كوه او ته له دوى سره په دې (قرآن) سره جهاد كوه، ډېر لوى جهاد كول

Verse 53

۞ وَهُوَ ٱلَّذِى مَرَجَ ٱلْبَحْرَيْنِ هَـٰذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَهَـٰذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَجَعَلَ بَيْنَهُمَا بَرْزَخًا وَحِجْرًا مَّحْجُورًا

Transliteration wahuwa alladhī maraja l-baḥrayni hādhā ʿadhbun furātun wahādhā mil'ḥun ujājun wajaʿala baynahumā barzakhan waḥij'ran maḥjūran

Pashto او دى هماغه ذات دى چې دوه دریابونه يې خوشې كړې دي (له یو بل سره جوخت) دا خوږ دى، ډېر خوږ (تنده ماتوونكى) او د ا (بل) تریو دى، ښه تریو او د دواړو په مینځ كې يې یوه پرده او بند پیدا كړى دى چې منع كړى شوى دى

Verse 54

وَهُوَ ٱلَّذِى خَلَقَ مِنَ ٱلْمَآءِ بَشَرًا فَجَعَلَهُۥ نَسَبًا وَصِهْرًا ۗ وَكَانَ رَبُّكَ قَدِيرًا

Transliteration wahuwa alladhī khalaqa mina l-māi basharan fajaʿalahu nasaban waṣih'ran wakāna rabbuka qadīran

Pashto او دى همغه ذات دى چې له اوبو نه يې انسان پیدا كړى دى، بیا يې هغه (د) نسب او سخرګنۍ (والا) وګرځاوه او ستا رب ښه قادر دى

Verse 55

وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَنفَعُهُمْ وَلَا يَضُرُّهُمْ ۗ وَكَانَ ٱلْكَافِرُ عَلَىٰ رَبِّهِۦ ظَهِيرًا

Transliteration wayaʿbudūna min dūni l-lahi mā lā yanfaʿuhum walā yaḍurruhum wakāna l-kāfiru ʿalā rabbihi ẓahīran

Pashto او دوى له الله نه غیر د هغه څه عبادت كوي چې دوى ته نه نفع رسولى شي اونه دوى ته ضرر رسولى شي او كافر د خپل رب په مخالفت كې (د شیطان) مدد كوونكى دى

Verse 56

وَمَآ أَرْسَلْنَـٰكَ إِلَّا مُبَشِّرًا وَنَذِيرًا

Transliteration wamā arsalnāka illā mubashiran wanadhīran

Pashto او ته مونږ نه يې لېږلى مګر زېرى وركوونكى او وېروونكى

Verse 57

قُلْ مَآ أَسْـَٔلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِلَّا مَن شَآءَ أَن يَتَّخِذَ إِلَىٰ رَبِّهِۦ سَبِيلًا

Transliteration qul mā asalukum ʿalayhi min ajrin illā man shāa an yattakhidha ilā rabbihi sabīlan

Pashto ته (دوى ته)ووایه: زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ مزدوري (اجرت) نه غواړم خو (غواړم ایمان راوړل د) هغه كس چې غواړي چې د خپل رب په طرف لار ونیسي

Verse 58

وَتَوَكَّلْ عَلَى ٱلْحَىِّ ٱلَّذِى لَا يَمُوتُ وَسَبِّحْ بِحَمْدِهِۦ ۚ وَكَفَىٰ بِهِۦ بِذُنُوبِ عِبَادِهِۦ خَبِيرًا

Transliteration watawakkal ʿalā l-ḥayi alladhī lā yamūtu wasabbiḥ biḥamdihi wakafā bihi bidhunūbi ʿibādihi khabīran

Pashto او ته توكل وكړه په هغه تل ژوندي ذات چې نه مري او ته د هغه له ستاينې سره تسبیح بیانوه او هم الله د خپلو بنده ګانو په ګناهونو ښه كافي خبردار دى

Verse 59

ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِى سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ ٱسْتَوَىٰ عَلَى ٱلْعَرْشِ ۚ ٱلرَّحْمَـٰنُ فَسْـَٔلْ بِهِۦ خَبِيرًا

Transliteration alladhī khalaqa l-samāwāti wal-arḍa wamā baynahumā fī sittati ayyāmin thumma is'tawā ʿalā l-ʿarshi l-raḥmānu fasal bihi khabīran

Pashto هغه (الله) چې اسمانونه او ځمكه، او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا په عرش باندې برقرار شو، (دغه) رحمن دى، نو ته د ده په باره كې له ښه خبردار نه تپوس وكړه

Verse 60

وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ٱسْجُدُوا۟ لِلرَّحْمَـٰنِ قَالُوا۟ وَمَا ٱلرَّحْمَـٰنُ أَنَسْجُدُ لِمَا تَأْمُرُنَا وَزَادَهُمْ نُفُورًا ۩

Transliteration wa-idhā qīla lahumu us'judū lilrraḥmāni qālū wamā l-raḥmānu anasjudu limā tamurunā wazādahum nufūran

Pashto او كله چې دوى ته وویل شي: تاسو رحمٰن ته سجده وكړئ، دوى وايي: رحمن څه شى دى؟ ایا مونږ به هغه څه ته سجده كوو چې ته يې مونږ ته حكم راكوې او دا (رحمٰن ته د سجده كولو حكم) دوى ته منډه تېښته ورزیاته كړي

Verse 61

تَبَارَكَ ٱلَّذِى جَعَلَ فِى ٱلسَّمَآءِ بُرُوجًا وَجَعَلَ فِيهَا سِرَٰجًا وَقَمَرًا مُّنِيرًا

Transliteration tabāraka alladhī jaʿala fī l-samāi burūjan wajaʿala fīhā sirājan waqamaran munīran

Pashto ډېر بركتناك دى هغه ذات چې په اسمان كې يې برجونه پیدا كړي دي او په ده كې يې چراغ (لمر) او رڼا كوونكې سپوږمۍ پیدا كړې ده

Verse 62

وَهُوَ ٱلَّذِى جَعَلَ ٱلَّيْلَ وَٱلنَّهَارَ خِلْفَةً لِّمَنْ أَرَادَ أَن يَذَّكَّرَ أَوْ أَرَادَ شُكُورًا

Transliteration wahuwa alladhī jaʿala al-layla wal-nahāra khil'fatan liman arāda an yadhakkara aw arāda shukūran

Pashto او دى هماغه ذات دى چې شپه او ورځ يې یو له بل پسې راتلونكې پیدا كړي دي، د هغه چا لپاره چې اراده لري چې نصیحت واخلي یا غواړي چې شكر وباسي

Verse 63

وَعِبَادُ ٱلرَّحْمَـٰنِ ٱلَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى ٱلْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ ٱلْجَـٰهِلُونَ قَالُوا۟ سَلَـٰمًا

Transliteration waʿibādu l-raḥmāni alladhīna yamshūna ʿalā l-arḍi hawnan wa-idhā khāṭabahumu l-jāhilūna qālū salāman

Pashto او د رحمن بنده ګان هغه دي چې په ځمكه ورو ګرځي او كله چې له دوى سره جاهلان خطاب (خبره) كوي (نو) دوى سالمه (درسته) خبره كوي

Verse 64

وَٱلَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَقِيَـٰمًا

Transliteration wa-alladhīna yabītūna lirabbihim sujjadan waqiyāman

Pashto او هغه كسان دي چې خپل رب ته شپه تېروي، په داسې حال كې چې سجده كوونكي او قیام كوونكي وي

Verse 65

وَٱلَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا ٱصْرِفْ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَ ۖ إِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًا

Transliteration wa-alladhīna yaqūlūna rabbanā iṣ'rif ʿannā ʿadhāba jahannama inna ʿadhābahā kāna gharāman

Pashto او هغه كسان دي چې وايي: اى زمونږ ربه! ته زمونږ نه د جهنم عذاب وګرځوه، بېشكه د هغه عذاب همېشه لازمېدونكى دى

Verse 66

إِنَّهَا سَآءَتْ مُسْتَقَرًّا وَمُقَامًا

Transliteration innahā sāat mus'taqarran wamuqāman

Pashto بېشكه دا (جهنم) د قرار او استوګنې په لحاظ بد ځاى دى

Verse 67

وَٱلَّذِينَ إِذَآ أَنفَقُوا۟ لَمْ يُسْرِفُوا۟ وَلَمْ يَقْتُرُوا۟ وَكَانَ بَيْنَ ذَٰلِكَ قَوَامًا

Transliteration wa-alladhīna idhā anfaqū lam yus'rifū walam yaqturū wakāna bayna dhālika qawāman

Pashto او هغه كسان دي چې كله انفاق كوي (مال لګوي نو) اسراف نه كوي او بخل هم نه كوي او د دغو (دواړو حالتونو) په مینځ كې میانه حاله وي

Verse 68

وَٱلَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ ٱللَّهِ إِلَـٰهًا ءَاخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ ٱلنَّفْسَ ٱلَّتِى حَرَّمَ ٱللَّهُ إِلَّا بِٱلْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ ۚ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ يَلْقَ أَثَامًا

Transliteration wa-alladhīna lā yadʿūna maʿa l-lahi ilāhan ākhara walā yaqtulūna l-nafsa allatī ḥarrama l-lahu illā bil-ḥaqi walā yaznūna waman yafʿal dhālika yalqa athāman

Pashto او هغه كسان دي چې له الله سره بل معبود نه بلي او هغه نفس چې الله حرام كړى وي؛ ناحقه نه قتلوي او زنا نه كوي او څوك چې د غه (كارونه) وكړي (نو) هغه به د خپلې ګناه له جزا سره ملاقات وكړي

Verse 69

يُضَـٰعَفْ لَهُ ٱلْعَذَابُ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِۦ مُهَانًا

Transliteration yuḍāʿaf lahu l-ʿadhābu yawma l-qiyāmati wayakhlud fīhi muhānan

Pashto د قیامت په ورځ به ده ته عذاب دوه چنده كولى شي او په هغه (عذاب) كې به تل وي، په داسې حال چې چې خوار او ذلیله به وي

Verse 70

إِلَّا مَن تَابَ وَءَامَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَـٰلِحًا فَأُو۟لَـٰٓئِكَ يُبَدِّلُ ٱللَّهُ سَيِّـَٔاتِهِمْ حَسَنَـٰتٍ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا

Transliteration illā man tāba waāmana waʿamila ʿamalan ṣāliḥan fa-ulāika yubaddilu l-lahu sayyiātihim ḥasanātin wakāna l-lahu ghafūran raḥīman

Pashto مګر هغه كس چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو دغه كسان دي چې الله به د دوى بدۍ په نېكۍ سره بدلې كړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

Verse 71

وَمَن تَابَ وَعَمِلَ صَـٰلِحًا فَإِنَّهُۥ يَتُوبُ إِلَى ٱللَّهِ مَتَابًا

Transliteration waman tāba waʿamila ṣāliḥan fa-innahu yatūbu ilā l-lahi matāban

Pashto او هغه څوك چې توبه وباسي او نېك عمل وكړي، نو بېشكه دغه كس الله ته رجوع كوي، رجوع كول

Verse 72

وَٱلَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ ٱلزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا۟ بِٱللَّغْوِ مَرُّوا۟ كِرَامًا

Transliteration wa-alladhīna lā yashhadūna l-zūra wa-idhā marrū bil-laghwi marrū kirāman

Pashto او هغه كسان دي چې باطلو ته نه حاضرېږي او كله چې په بېكاره كار تېرېږي (نو) عزت داره تېرېږي

Verse 73

وَٱلَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا۟ بِـَٔايَـٰتِ رَبِّهِمْ لَمْ يَخِرُّوا۟ عَلَيْهَا صُمًّا وَعُمْيَانًا

Transliteration wa-alladhīna idhā dhukkirū biāyāti rabbihim lam yakhirrū ʿalayhā ṣumman waʿum'yānan

Pashto او هغه كسان دي چې كله دوى ته د خپل رب په ایتونو سره نصیحت وكړى شي (نو) په دې (ایتونو) باندې كاڼه او ړانده نه غورځېږي

Verse 74

وَٱلَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَٰجِنَا وَذُرِّيَّـٰتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَٱجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا

Transliteration wa-alladhīna yaqūlūna rabbanā hab lanā min azwājinā wadhurriyyātinā qurrata aʿyunin wa-ij'ʿalnā lil'muttaqīna imāman

Pashto او هغه كسان دي چې وايي: اى زمونږه ربه! ته مونږ ته زمونږ له ښځو نه او زمونږ له اولادونو نه د سترګو یخ والى راوبښه او ته مونږ د متقیانو امام وګرځوه

Verse 75

أُو۟لَـٰٓئِكَ يُجْزَوْنَ ٱلْغُرْفَةَ بِمَا صَبَرُوا۟ وَيُلَقَّوْنَ فِيهَا تَحِيَّةً وَسَلَـٰمًا

Transliteration ulāika yuj'zawna l-ghur'fata bimā ṣabarū wayulaqqawna fīhā taḥiyyatan wasalāman

Pashto دغه كسان دي چې د صبر كولو په سبب به دوى ته د اوچتو ماڼیو بدله وركولى شي او په دې (جنت) كې به د ژوند په دعا او سلام سره د دوى استقبال كولى شي

Verse 76

خَـٰلِدِينَ فِيهَا ۚ حَسُنَتْ مُسْتَقَرًّا وَمُقَامًا

Transliteration khālidīna fīhā ḥasunat mus'taqarran wamuqāman

Pashto په داسې حال كې چې همېشه به وي دوى په دغه (جنت) كې، د قرار او استوګنې په لحاظ دا ښه ځاى دى

Verse 77

قُلْ مَا يَعْبَؤُا۟ بِكُمْ رَبِّى لَوْلَا دُعَآؤُكُمْ ۖ فَقَدْ كَذَّبْتُمْ فَسَوْفَ يَكُونُ لِزَامًۢا

Transliteration qul mā yaʿba-u bikum rabbī lawlā duʿāukum faqad kadhabtum fasawfa yakūnu lizāman

Pashto ته (دوى ته) ووایه: زما رب ستاسو څه پروا كوي كه ستاسو دعا كول نه وى، نو یقینًا تاسو تكذیب كړى دى، نو ژر به دا (د تكذیب سزا تاسو سره) لازمه وي

Read Surah Al-Furqan in another language

All languages

All 114 surahs in Pashto: the Qur’an in Pashto.

Learn it in MyDugsi

Pashto translation: Zakaria Abulsalam, from Quran.com. Transliteration: Quran.com. Recitation: Mishary Alafasy, from EveryAyah.com. MyDugsi is a learning aid, not a replacement for a qualified teacher.