Surah Yunus in Pashto: translation and audio
Surah 10 · يونس · Jonah · 109 verses
Surah Yunus verse by verse: the Arabic with a recitation you can repeat, the transliteration, and the Pashto translation by Zakaria Abulsalam. For the meaning of every word, see Surah Yunus word by word in English.
Verse 1
الٓر ۚ تِلْكَ ءَايَـٰتُ ٱلْكِتَـٰبِ ٱلْحَكِيمِ
Transliteration alif-lam-ra til'ka āyātu l-kitābi l-ḥakīmi
Pashto الف، لام، را، دا له حكمت نه د ډك كتاب ایتونه دي
Verse 2
أَكَانَ لِلنَّاسِ عَجَبًا أَنْ أَوْحَيْنَآ إِلَىٰ رَجُلٍ مِّنْهُمْ أَنْ أَنذِرِ ٱلنَّاسَ وَبَشِّرِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَنَّ لَهُمْ قَدَمَ صِدْقٍ عِندَ رَبِّهِمْ ۗ قَالَ ٱلْكَـٰفِرُونَ إِنَّ هَـٰذَا لَسَـٰحِرٌ مُّبِينٌ
Transliteration akāna lilnnāsi ʿajaban an awḥaynā ilā rajulin min'hum an andhiri l-nāsa wabashiri alladhīna āmanū anna lahum qadama ṣid'qin ʿinda rabbihim qāla l-kāfirūna inna hādhā lasāḥirun mubīnun
Pashto ایا د خلقو لپاره دا د تعجب خبره ده چې مونږ په دوى كې یو سړي ته دا وحي وكړه چې ته خلق ووېروه او هغو كسانو ته زېرى وركړه چې ایمان يې راوړى دى چې یقینًا د دوى لپاره د خپل رب په نیز لویه رښتینې مرتبه ده (نو) كافرانو وویل: بېشكه دا یقینًا ښكاره جادوګر دى
Verse 3
إِنَّ رَبَّكُمُ ٱللَّهُ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ فِى سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ ٱسْتَوَىٰ عَلَى ٱلْعَرْشِ ۖ يُدَبِّرُ ٱلْأَمْرَ ۖ مَا مِن شَفِيعٍ إِلَّا مِنۢ بَعْدِ إِذْنِهِۦ ۚ ذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبُّكُمْ فَٱعْبُدُوهُ ۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ
Transliteration inna rabbakumu l-lahu alladhī khalaqa l-samāwāti wal-arḍa fī sittati ayyāmin thumma is'tawā ʿalā l-ʿarshi yudabbiru l-amra mā min shafīʿin illā min baʿdi idh'nihi dhālikumu l-lahu rabbukum fa-uʿ'budūhu afalā tadhakkarūna
Pashto بېشكه چې ستاسو رب هم هغه الله دى چې پیدا كړي يې دي اسمانونه او ځمكه په شپږو ورځو كې، بیا دى په عرش باندې برقرار شو، دى د ټولو كارونو تدبیر كوي، هېڅ سفارشي نشته مګر د هغه له اجازت نه وروسته، دغه الله ستاسو رب دى، نو تاسو د ده عبادت كوئ، ایا نو تاسو نصیحت نه اخلئ!
Verse 4
إِلَيْهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا ۖ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقًّا ۚ إِنَّهُۥ يَبْدَؤُا۟ ٱلْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُۥ لِيَجْزِىَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ بِٱلْقِسْطِ ۚ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَهُمْ شَرَابٌ مِّنْ حَمِيمٍ وَعَذَابٌ أَلِيمٌۢ بِمَا كَانُوا۟ يَكْفُرُونَ
Transliteration ilayhi marjiʿukum jamīʿan waʿda l-lahi ḥaqqan innahu yabda-u l-khalqa thumma yuʿīduhu liyajziya alladhīna āmanū waʿamilū l-ṣāliḥāti bil-qis'ṭi wa-alladhīna kafarū lahum sharābun min ḥamīmin waʿadhābun alīmun bimā kānū yakfurūna
Pashto خاص هم ده ته ستاسو د ټولو واپسي ده، الله حقه وعده كړې ده، بېشكه دى مخلوق لره اول ځل پیدا كوي، بیا يې دوباره ژوندي كوي، د دې لپاره چې هغو خلقو ته چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي په انصاف سره بدله وركړي، او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، د دوى لپاره ایشېدلې ګرمې اوبه دي او بېخي دردناك عذاب دى، په دې سبب چې دوى به كفر كاوه
Verse 5
هُوَ ٱلَّذِى جَعَلَ ٱلشَّمْسَ ضِيَآءً وَٱلْقَمَرَ نُورًا وَقَدَّرَهُۥ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُوا۟ عَدَدَ ٱلسِّنِينَ وَٱلْحِسَابَ ۚ مَا خَلَقَ ٱللَّهُ ذَٰلِكَ إِلَّا بِٱلْحَقِّ ۚ يُفَصِّلُ ٱلْـَٔايَـٰتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ
Transliteration huwa alladhī jaʿala l-shamsa ḍiyāan wal-qamara nūran waqaddarahu manāzila litaʿlamū ʿadada l-sinīna wal-ḥisāba mā khalaqa l-lahu dhālika illā bil-ḥaqi yufaṣṣilu l-āyāti liqawmin yaʿlamūna
Pashto هم هغه (الله) دى چې (ټیكلى د) لمر يې تېز ځلېدونكى ګرځولى دى او (ټيكلى د) سپوږمۍ يې روښانه او هغه يې منزلونه منزلونه مقرر كړه (او منزلونه يې مقرر كړل)، د دې لپاره چې تاسو د كلونو شمېره او حساب معلوم كړئ ، الله دغه (څیزونه) نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره، هغه ایتونه (دلیلونه) په تفصیل سره بیانوي، د هغو خلقو لپاره چې پوهېږي
Verse 6
إِنَّ فِى ٱخْتِلَـٰفِ ٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ وَمَا خَلَقَ ٱللَّهُ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ لَـَٔايَـٰتٍ لِّقَوْمٍ يَتَّقُونَ
Transliteration inna fī ikh'tilāfi al-layli wal-nahāri wamā khalaqa l-lahu fī l-samāwāti wal-arḍi laāyātin liqawmin yattaqūna
Pashto بېشكه د شپې او ورځې په اختلاف (بدلېدو رابدلېدو) كې او په هغو (شیانو) كې چې الله په اسمانونو او ځمكه كې پیدا كړي دي، خامخا نښې دي د هغو خلقو لپاره چې وېرېږي
Verse 7
إِنَّ ٱلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَآءَنَا وَرَضُوا۟ بِٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَٱطْمَأَنُّوا۟ بِهَا وَٱلَّذِينَ هُمْ عَنْ ءَايَـٰتِنَا غَـٰفِلُونَ
Transliteration inna alladhīna lā yarjūna liqāanā waraḍū bil-ḥayati l-dun'yā wa-iṭ'ma-annū bihā wa-alladhīna hum ʿan āyātinā ghāfilūna
Pashto بېشكه هغه كسان چې زمونږ د ملاقات امېد نه لري او پر دنيايي ژوند راضي شوي دي او پر دې (ژوند) مطمئن دي او هغه كسان چې دوى زمونږ له ایتونو نه غافلان دي
Verse 8
أُو۟لَـٰٓئِكَ مَأْوَىٰهُمُ ٱلنَّارُ بِمَا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ
Transliteration ulāika mawāhumu l-nāru bimā kānū yaksibūna
Pashto دغه كسان، د دوى استوګنه اور دى، په سبب د هغو كارونو چې دوى به كول
Verse 9
إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ يَهْدِيهِمْ رَبُّهُم بِإِيمَـٰنِهِمْ ۖ تَجْرِى مِن تَحْتِهِمُ ٱلْأَنْهَـٰرُ فِى جَنَّـٰتِ ٱلنَّعِيمِ
Transliteration inna alladhīna āmanū waʿamilū l-ṣāliḥāti yahdīhim rabbuhum biīmānihim tajrī min taḥtihimu l-anhāru fī jannāti l-naʿīmi
Pashto بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى رب به دوى ته د خپل ایمان په سبب لارښوونه كوي، د نعمتونو په باغونو كې به د دوى له لاندې نهرونه بهېږي
Verse 10
دَعْوَىٰهُمْ فِيهَا سُبْحَـٰنَكَ ٱللَّهُمَّ وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلَـٰمٌ ۚ وَءَاخِرُ دَعْوَىٰهُمْ أَنِ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ
Transliteration daʿwāhum fīhā sub'ḥānaka l-lahuma wataḥiyyatuhum fīhā salāmun waākhiru daʿwāhum ani l-ḥamdu lillahi rabbi l-ʿālamīna
Pashto د دوى وینا به په دغو (جنتونو) كې سُبْحَانَكَ اللهم (اى الله! ستا پاكي بیانوو) وي او په دغو (باغونو) كې به د دوى ډالۍ سلام وي او د دوى د وینا اخر به دا وي چې ټول صفتونه خاص الله لره دي چې د ټولو عالمونو ښه پالونكى دى
Verse 11
۞ وَلَوْ يُعَجِّلُ ٱللَّهُ لِلنَّاسِ ٱلشَّرَّ ٱسْتِعْجَالَهُم بِٱلْخَيْرِ لَقُضِىَ إِلَيْهِمْ أَجَلُهُمْ ۖ فَنَذَرُ ٱلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَآءَنَا فِى طُغْيَـٰنِهِمْ يَعْمَهُونَ
Transliteration walaw yuʿajjilu l-lahu lilnnāsi l-shara is'tiʿ'jālahum bil-khayri laquḍiya ilayhim ajaluhum fanadharu alladhīna lā yarjūna liqāanā fī ṭugh'yānihim yaʿmahūna
Pashto او كه چېرې الله خلقو ته بدي (تكليف) جلت ورسوي، په شان د جلت غوښتلو د دوى خیر لره (، نو) خامخا دوى ته به د دوى موده پوره كړى شوې وى، نو مونږه هغه كسان چې زمونږ د ملاقات امېد نه لري په خپلې سركشۍ كې پرېږدو، چې سرګردانه وي
Verse 12
وَإِذَا مَسَّ ٱلْإِنسَـٰنَ ٱلضُّرُّ دَعَانَا لِجَنۢبِهِۦٓ أَوْ قَاعِدًا أَوْ قَآئِمًا فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُ ضُرَّهُۥ مَرَّ كَأَن لَّمْ يَدْعُنَآ إِلَىٰ ضُرٍّ مَّسَّهُۥ ۚ كَذَٰلِكَ زُيِّنَ لِلْمُسْرِفِينَ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ
Transliteration wa-idhā massa l-insāna l-ḍuru daʿānā lijanbihi aw qāʿidan aw qāiman falammā kashafnā ʿanhu ḍurrahu marra ka-an lam yadʿunā ilā ḍurrin massahu kadhālika zuyyina lil'mus'rifīna mā kānū yaʿmalūna
Pashto او كله چې انسان ته تكلیف ورسېږي (نو) په خپل اړخ باندې (پروت)، یا ناست، یا په ولاړه مونږ بلي، نو كله چې مونږ له هغه نه د هغه تكلیف لرې كړو (نو داسې) تېرېږي لكه چې ده مونږ نه وو بللي (د) هغه تكليف (لرې كولو) ته چې ده ته رسېدلى و، همدارنګه له حد نه تېرېدونكو ته هغه عملونه ښايسته كړى شول چې دوى به كول
Verse 13
وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا ٱلْقُرُونَ مِن قَبْلِكُمْ لَمَّا ظَلَمُوا۟ ۙ وَجَآءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِٱلْبَيِّنَـٰتِ وَمَا كَانُوا۟ لِيُؤْمِنُوا۟ ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْقَوْمَ ٱلْمُجْرِمِينَ
Transliteration walaqad ahlaknā l-qurūna min qablikum lammā ẓalamū wajāathum rusuluhum bil-bayināti wamā kānū liyu'minū kadhālika najzī l-qawma l-muj'rimīna
Pashto او یقینًا یقینًا ستاسو نه مخكې قومونه (مخكیني نسلونه) مونږ هلاك كړل كله چې هغوى ظلم وكړ او هغوى ته خپلو رسولانو ښكاره معجزې راوړې وې او هغوى له سره داسې نه وو چې ایمان يې راوړى وى، همدارنګه مونږ مجرمو خلقو ته سزا وركوو
Verse 14
ثُمَّ جَعَلْنَـٰكُمْ خَلَـٰٓئِفَ فِى ٱلْأَرْضِ مِنۢ بَعْدِهِمْ لِنَنظُرَ كَيْفَ تَعْمَلُونَ
Transliteration thumma jaʿalnākum khalāifa fī l-arḍi min baʿdihim linanẓura kayfa taʿmalūna
Pashto بیا مونږه له هغوى نه وروسته تاسو په ځمكه كې ځاى ناستي جوړ كړئ، د دې لپاره چې مونږ وګورو تاسو څنګه عمل كوئ
Verse 15
وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَاتُنَا بَيِّنَـٰتٍ ۙ قَالَ ٱلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَآءَنَا ٱئْتِ بِقُرْءَانٍ غَيْرِ هَـٰذَآ أَوْ بَدِّلْهُ ۚ قُلْ مَا يَكُونُ لِىٓ أَنْ أُبَدِّلَهُۥ مِن تِلْقَآئِ نَفْسِىٓ ۖ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَىٰٓ إِلَىَّ ۖ إِنِّىٓ أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّى عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ
Transliteration wa-idhā tut'lā ʿalayhim āyātunā bayyinātin qāla alladhīna lā yarjūna liqāanā i'ti biqur'ānin ghayri hādhā aw baddil'hu qul mā yakūnu lī an ubaddilahu min til'qāi nafsī in attabiʿu illā mā yūḥā ilayya innī akhāfu in ʿaṣaytu rabbī ʿadhāba yawmin ʿaẓīmin
Pashto او كله چې په دوى باندې زمونږ ایتونه، چې واضح دي، ولوستل شي، هغه كسان ووايي چې زمونږ د ملاقات امېد نه لري: ته له ده نه غیر قرآن راوړه، یا په ده كې تبدیلي وكړه، ته (ورته) ووایه: ما ته دا حق نشته چې زه په ده كې له خپله ځانه تبدیلي وكړم، زه پیروي نه كوم مګر د هغه چې ما ته وحي كولى شي، بېشكه زه د ډېرې سترې ورځې له عذاب نه وېرېږم كه د خپل رب نافرماني وكړم
Verse 16
قُل لَّوْ شَآءَ ٱللَّهُ مَا تَلَوْتُهُۥ عَلَيْكُمْ وَلَآ أَدْرَىٰكُم بِهِۦ ۖ فَقَدْ لَبِثْتُ فِيكُمْ عُمُرًا مِّن قَبْلِهِۦٓ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ
Transliteration qul law shāa l-lahu mā talawtuhu ʿalaykum walā adrākum bihi faqad labith'tu fīkum ʿumuran min qablihi afalā taʿqilūna
Pashto ته ووایه: كه چېرې الله غوښتلى (،نو) ما به دا (قرآن) پر تاسو باندې نه و لوستى او نه به هغهٔ، تاسو پر ده عالمان كړي وى، پس یقینًا ما له ده نه مخكې په تاسو كې ډېر عمر تېر كړى دى، ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ!
Verse 17
فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِـَٔايَـٰتِهِۦٓ ۚ إِنَّهُۥ لَا يُفْلِحُ ٱلْمُجْرِمُونَ
Transliteration faman aẓlamu mimmani if'tarā ʿalā l-lahi kadhiban aw kadhaba biāyātihi innahu lā yuf'liḥu l-muj'rimūna
Pashto نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، یا د هغه د ایتونو تكذیب كوي، بېشكه شان دا دى چې مجرمان به خلاصى ونه مومي
Verse 18
وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنفَعُهُمْ وَيَقُولُونَ هَـٰٓؤُلَآءِ شُفَعَـٰٓؤُنَا عِندَ ٱللَّهِ ۚ قُلْ أَتُنَبِّـُٔونَ ٱللَّهَ بِمَا لَا يَعْلَمُ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَلَا فِى ٱلْأَرْضِ ۚ سُبْحَـٰنَهُۥ وَتَعَـٰلَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ
Transliteration wayaʿbudūna min dūni l-lahi mā lā yaḍurruhum walā yanfaʿuhum wayaqūlūna hāulāi shufaʿāunā ʿinda l-lahi qul atunabbiūna l-laha bimā lā yaʿlamu fī l-samāwāti walā fī l-arḍi sub'ḥānahu wataʿālā ʿammā yush'rikūna
Pashto او دوى له الله نه غير د هغو څیزونو عبادت كوي چې نه دوى ته ضرر رسولى شي او نه دوى ته نفع رسولى شي او دوى وايي: دا د الله په وړاندې زمونږ سفارشیان دي، ته ووایه: ایا تاسو الله پر هغه څه خبروئ چې هغه يې نه په اسمانونو كې پېژني او نه يې په ځمكه كې، هغه ډېر پاك دى او ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې ورسره شریكوي
Verse 19
وَمَا كَانَ ٱلنَّاسُ إِلَّآ أُمَّةً وَٰحِدَةً فَٱخْتَلَفُوا۟ ۚ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ لَقُضِىَ بَيْنَهُمْ فِيمَا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ
Transliteration wamā kāna l-nāsu illā ummatan wāḥidatan fa-ikh'talafū walawlā kalimatun sabaqat min rabbika laquḍiya baynahum fīmā fīhi yakhtalifūna
Pashto او (په شروع كې) ټول خلق یو امت وو، بیا دوى سره مختلفه شول او كه چېرې نه وى هغه خبره چې ستا د رب له خوا مخكې ثابته شوې ده (، نو) خامخا د دوى په مینځ كې به د هغو خبرو فیصله شوې وى چې دوى په كې اختلاف كوي
Verse 20
وَيَقُولُونَ لَوْلَآ أُنزِلَ عَلَيْهِ ءَايَةٌ مِّن رَّبِّهِۦ ۖ فَقُلْ إِنَّمَا ٱلْغَيْبُ لِلَّهِ فَٱنتَظِرُوٓا۟ إِنِّى مَعَكُم مِّنَ ٱلْمُنتَظِرِينَ
Transliteration wayaqūlūna lawlā unzila ʿalayhi āyatun min rabbihi faqul innamā l-ghaybu lillahi fa-intaẓirū innī maʿakum mina l-muntaẓirīna
Pashto او دوى وايي: ولې په ده باندې د خپل رب له جانبه معجزه نه ده نازله كړى شوې؟ نو ته (ورته) ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې (علم د) غیب د الله لپاره خاص دى، نو تاسو انتظار كوئ، بېشكه زه له تاسو سره له انتظار كوونكو څخه یم
Verse 21
وَإِذَآ أَذَقْنَا ٱلنَّاسَ رَحْمَةً مِّنۢ بَعْدِ ضَرَّآءَ مَسَّتْهُمْ إِذَا لَهُم مَّكْرٌ فِىٓ ءَايَاتِنَا ۚ قُلِ ٱللَّهُ أَسْرَعُ مَكْرًا ۚ إِنَّ رُسُلَنَا يَكْتُبُونَ مَا تَمْكُرُونَ
Transliteration wa-idhā adhaqnā l-nāsa raḥmatan min baʿdi ḍarrāa massathum idhā lahum makrun fī āyātinā quli l-lahu asraʿu makran inna rusulanā yaktubūna mā tamkurūna
Pashto او كله چې مونږ په خلقو باندې څه رحمت وڅكو، وروسته له هغه تكلیف نه چې دوى ته رسېدلى وي (، نو) ناڅاپه دوى زمونږ په ایتونو كې مكرونه (او سازشونه) شروع كړي، ته ووایه: الله د مكر په لحاظ سره تر ټولو جلت دى، بېشكه زمونږ رسولان (ملايك) لیكي هغه څه چې تاسو كوم مكر كوئ
Verse 22
هُوَ ٱلَّذِى يُسَيِّرُكُمْ فِى ٱلْبَرِّ وَٱلْبَحْرِ ۖ حَتَّىٰٓ إِذَا كُنتُمْ فِى ٱلْفُلْكِ وَجَرَيْنَ بِهِم بِرِيحٍ طَيِّبَةٍ وَفَرِحُوا۟ بِهَا جَآءَتْهَا رِيحٌ عَاصِفٌ وَجَآءَهُمُ ٱلْمَوْجُ مِن كُلِّ مَكَانٍ وَظَنُّوٓا۟ أَنَّهُمْ أُحِيطَ بِهِمْ ۙ دَعَوُا۟ ٱللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ لَئِنْ أَنجَيْتَنَا مِنْ هَـٰذِهِۦ لَنَكُونَنَّ مِنَ ٱلشَّـٰكِرِينَ
Transliteration huwa alladhī yusayyirukum fī l-bari wal-baḥri ḥattā idhā kuntum fī l-ful'ki wajarayna bihim birīḥin ṭayyibatin wafariḥū bihā jāathā rīḥun ʿāṣifun wajāahumu l-mawju min kulli makānin waẓannū annahum uḥīṭa bihim daʿawū l-laha mukh'liṣīna lahu l-dīna la-in anjaytanā min hādhihi lanakūnanna mina l-shākirīna
Pashto هم هغه دى چې تاسو په وچه او بحر كې ګرځوي، تر دې چې كله تاسو په كښتیو كې (سواره) شئ، او دا (كښتۍ) له دوى سره په ښې (موافِقې) هوا سره روانې شي او په دې سره دوى خوشحاله شي (،نو) په دې (كښتیو) باندې سخت تېز باد راشي او په دې (خلقو) باندې له هر ځایه چپې راشي او دوى یقین وكړي چې بېشكه دوى ګېر كړى شول (بیا) دوى الله بلي، په داسې حال كې چې خاص هغه لره دین (عبادت) خالص كوونكي وي (او وايي) یقینًا كه چېرې تا مونږ ته له دې (مصیبت) نه خلاصى راكړ(،نو) مونږ به هرومرو لازمًا له شكر كوونكو څخه شو
Verse 23
فَلَمَّآ أَنجَىٰهُمْ إِذَا هُمْ يَبْغُونَ فِى ٱلْأَرْضِ بِغَيْرِ ٱلْحَقِّ ۗ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنَّمَا بَغْيُكُمْ عَلَىٰٓ أَنفُسِكُم ۖ مَّتَـٰعَ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ۖ ثُمَّ إِلَيْنَا مَرْجِعُكُمْ فَنُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
Transliteration falammā anjāhum idhā hum yabghūna fī l-arḍi bighayri l-ḥaqi yāayyuhā l-nāsu innamā baghyukum ʿalā anfusikum matāʿa l-ḥayati l-dun'yā thumma ilaynā marjiʿukum fanunabbi-ukum bimā kuntum taʿmalūna
Pashto نو كله چې هغه، دوى ته نجات وركړي ناڅاپه دوى په ځمكه كې ناحقه ظلم فساد شروع كړي، اى خلقو! بېشكه همدا خبره ده چې ستاسو ظلم او سركشي د خپلو ځانونو په ضرر ده. د دنيايي ژوند فايده (واخلئ) بیا خاص مونږ ته ستاسو واپس راتله دي، نو مونږ به تاسو پر هغو عملونو خبر كړو چې تاسو به كول
Verse 24
إِنَّمَا مَثَلُ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا كَمَآءٍ أَنزَلْنَـٰهُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ فَٱخْتَلَطَ بِهِۦ نَبَاتُ ٱلْأَرْضِ مِمَّا يَأْكُلُ ٱلنَّاسُ وَٱلْأَنْعَـٰمُ حَتَّىٰٓ إِذَآ أَخَذَتِ ٱلْأَرْضُ زُخْرُفَهَا وَٱزَّيَّنَتْ وَظَنَّ أَهْلُهَآ أَنَّهُمْ قَـٰدِرُونَ عَلَيْهَآ أَتَىٰهَآ أَمْرُنَا لَيْلًا أَوْ نَهَارًا فَجَعَلْنَـٰهَا حَصِيدًا كَأَن لَّمْ تَغْنَ بِٱلْأَمْسِ ۚ كَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ ٱلْـَٔايَـٰتِ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ
Transliteration innamā mathalu l-ḥayati l-dun'yā kamāin anzalnāhu mina l-samāi fa-ikh'talaṭa bihi nabātu l-arḍi mimmā yakulu l-nāsu wal-anʿāmu ḥattā idhā akhadhati l-arḍu zukh'rufahā wa-izzayyanat waẓanna ahluhā annahum qādirūna ʿalayhā atāhā amrunā laylan aw nahāran fajaʿalnāhā ḥaṣīdan ka-an lam taghna bil-amsi kadhālika nufaṣṣilu l-āyāti liqawmin yatafakkarūna
Pashto بېشكه همدا خبره ده چې د دنيايي ژوند مثال د هغو اوبو په شان دى چې مونږ له بره نازلې كړې، بیا په (سبب د) هغو سره د ځمكې زرغونه ښه ګډه وډه شي له هغو څیزونو ځنې چې خلق او څاروي يې خوري، تر دې چې كله ځمكه خپل زینت واخلي او ښه ښكلې شي او د هغې خاوندان یقین وكړي چې یقینًا دوى پر دې قادر دي (، نو) هغې ته زمونږ حكم د شپې راشي، یا د ورځې، نو مونږ هغه رېبل شوې كړو، ګویا كې دغه (اباده زرغونه ځمكه) پرون له سره موجود نه وه، همدارنګه مونږه ایتونه په تفصیل سره بیانوو د هغو خلقو لپاره چې ښه فكر كوي
Verse 25
وَٱللَّهُ يَدْعُوٓا۟ إِلَىٰ دَارِ ٱلسَّلَـٰمِ وَيَهْدِى مَن يَشَآءُ إِلَىٰ صِرَٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ
Transliteration wal-lahu yadʿū ilā dāri l-salāmi wayahdī man yashāu ilā ṣirāṭin mus'taqīmin
Pashto او الله د سلامتۍ كور ته بلنه كوي او چا ته چې وغواړي هغه ته د نېغې لارې هدایت كوي
Verse 26
۞ لِّلَّذِينَ أَحْسَنُوا۟ ٱلْحُسْنَىٰ وَزِيَادَةٌ ۖ وَلَا يَرْهَقُ وُجُوهَهُمْ قَتَرٌ وَلَا ذِلَّةٌ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلْجَنَّةِ ۖ هُمْ فِيهَا خَـٰلِدُونَ
Transliteration lilladhīna aḥsanū l-ḥus'nā waziyādatun walā yarhaqu wujūhahum qatarun walā dhillatun ulāika aṣḥābu l-janati hum fīhā khālidūna
Pashto د هغو كسانو لپاره چې نېكي يې كړي ده ډېره نېكه بدله ده او زیادت (د اجر هم شته) او د دوى مخونه به نه هېڅ تور ګرد او غبار پټوي او نه څه ذلت، دغه كسان د جنت والا دي دوى به په هغه كې همېشه وي
Verse 27
وَٱلَّذِينَ كَسَبُوا۟ ٱلسَّيِّـَٔاتِ جَزَآءُ سَيِّئَةٍۭ بِمِثْلِهَا وَتَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ ۖ مَّا لَهُم مِّنَ ٱللَّهِ مِنْ عَاصِمٍ ۖ كَأَنَّمَآ أُغْشِيَتْ وُجُوهُهُمْ قِطَعًا مِّنَ ٱلَّيْلِ مُظْلِمًا ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلنَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَـٰلِدُونَ
Transliteration wa-alladhīna kasabū l-sayiāti jazāu sayyi-atin bimith'lihā watarhaquhum dhillatun mā lahum mina l-lahi min ʿāṣimin ka-annamā ugh'shiyat wujūhuhum qiṭaʿan mina al-layli muẓ'liman ulāika aṣḥābu l-nāri hum fīhā khālidūna
Pashto او هغه كسان چې بد كارونه يې كړي دي (د دوى) د بدۍ جزا د هغې په مثل ده او ذلت به دوى لره پټوي، د دوى لپاره به د الله (له عذاب) نه هېڅ ساتونكى نه وي، ګویاكې د دوى مخونه د تكې تیارې شپې په ټكړو پټ كړى شوي دي، دغه كسان د اور والا دي، دوى به په هغه كې همېشه وي
Verse 28
وَيَوْمَ نَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا ثُمَّ نَقُولُ لِلَّذِينَ أَشْرَكُوا۟ مَكَانَكُمْ أَنتُمْ وَشُرَكَآؤُكُمْ ۚ فَزَيَّلْنَا بَيْنَهُمْ ۖ وَقَالَ شُرَكَآؤُهُم مَّا كُنتُمْ إِيَّانَا تَعْبُدُونَ
Transliteration wayawma naḥshuruhum jamīʿan thumma naqūlu lilladhīna ashrakū makānakum antum washurakāukum fazayyalnā baynahum waqāla shurakāuhum mā kuntum iyyānā taʿbudūna
Pashto او هغه ورځ چې مونږ به دوى ټول راجمع كړو، بیا به مونږ هغو كسانو ته چې شرك يې كړى دى، ووایو: تاسو او ستاسو شریكان پر خپل ځاى ټینګ ودرېږئ، نو مونږ به د دوى په مینځ كې بېلتون راولو او د دوى شریكان به ووايي: تاسو خو زمونږ عبادت نه كاوه
Verse 29
فَكَفَىٰ بِٱللَّهِ شَهِيدًۢا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ إِن كُنَّا عَنْ عِبَادَتِكُمْ لَغَـٰفِلِينَ
Transliteration fakafā bil-lahi shahīdan baynanā wabaynakum in kunnā ʿan ʿibādatikum laghāfilīna
Pashto نو الله ښه كافي ګواه دى زمونږ په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې، بېشكه شان دا دى چې مونږ ستاسو له عبادته یقینًا ناخبره وو
Verse 30
هُنَالِكَ تَبْلُوا۟ كُلُّ نَفْسٍ مَّآ أَسْلَفَتْ ۚ وَرُدُّوٓا۟ إِلَى ٱللَّهِ مَوْلَىٰهُمُ ٱلْحَقِّ ۖ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَفْتَرُونَ
Transliteration hunālika tablū kullu nafsin mā aslafat waruddū ilā l-lahi mawlāhumu l-ḥaqi waḍalla ʿanhum mā kānū yaftarūna
Pashto په دغه ځاى كې به هر نفس وازمايي هغه څه چې ده مخكې لېږلي دي او دوى به خپل حق مولٰی (مالك ) ته واپس بوتلى شي او له دوى نه به هغه څه ورك شي چې دوى به له ځانه دروغ جوړول
Verse 31
قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ أَمَّن يَمْلِكُ ٱلسَّمْعَ وَٱلْأَبْصَـٰرَ وَمَن يُخْرِجُ ٱلْحَىَّ مِنَ ٱلْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ ٱلْمَيِّتَ مِنَ ٱلْحَىِّ وَمَن يُدَبِّرُ ٱلْأَمْرَ ۚ فَسَيَقُولُونَ ٱللَّهُ ۚ فَقُلْ أَفَلَا تَتَّقُونَ
Transliteration qul man yarzuqukum mina l-samāi wal-arḍi amman yamliku l-samʿa wal-abṣāra waman yukh'riju l-ḥaya mina l-mayiti wayukh'riju l-mayita mina l-ḥayi waman yudabbiru l-amra fasayaqūlūna l-lahu faqul afalā tattaqūna
Pashto ته ووایه: تاسو ته له اسمان او ځمكې نه روزي څوك دركوي؟ یا د غوږونو او سترګو مالك څوك دى اوڅوك ژوندى له مړي راوباسي او مړى له ژوندي راوباسي او څوك د كارونو تدبیر كوي؟ نو یقینًا دوى به وايي چې الله دى، (نو ته ووايه:) ایا نو تاسو نه وېرېږئ!
Verse 32
فَذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبُّكُمُ ٱلْحَقُّ ۖ فَمَاذَا بَعْدَ ٱلْحَقِّ إِلَّا ٱلضَّلَـٰلُ ۖ فَأَنَّىٰ تُصْرَفُونَ
Transliteration fadhālikumu l-lahu rabbukumu l-ḥaqu famādhā baʿda l-ḥaqi illā l-ḍalālu fa-annā tuṣ'rafūna
Pashto نو دغه الله ستاسو په حقه رب دى، نو له حق نه بعد نشته مګر ګمراهي، نو تاسو كوم طرف ته ګرځولى شئ؟
Verse 33
كَذَٰلِكَ حَقَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ عَلَى ٱلَّذِينَ فَسَقُوٓا۟ أَنَّهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ
Transliteration kadhālika ḥaqqat kalimatu rabbika ʿalā alladhīna fasaqū annahum lā yu'minūna
Pashto همدارنګه ستا د رب كلمه په هغو كسانو باندې چې فسق يې كړى دى، ثابته شوه چې یقینًا دوى ایمان نه راوړي
Verse 34
قُلْ هَلْ مِن شُرَكَآئِكُم مَّن يَبْدَؤُا۟ ٱلْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُۥ ۚ قُلِ ٱللَّهُ يَبْدَؤُا۟ ٱلْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُۥ ۖ فَأَنَّىٰ تُؤْفَكُونَ
Transliteration qul hal min shurakāikum man yabda-u l-khalqa thumma yuʿīduhu quli l-lahu yabda-u l-khalqa thumma yuʿīduhu fa-annā tu'fakūna
Pashto ته (دوى ته) ووایه: ایا ستاسو په شریكانو كې داسې څوك شته چې مخلوق لره اول ځل پیدا كوي، بیا يې دوباره ژوندي كوي؟ ته ووایه: الله مخلوق لره اول ځل پیدا كوي، بیا به يې دوباره ژوندي كوي، نو تاسو كوم اړخ ته اړول كېږئ؟
Verse 35
قُلْ هَلْ مِن شُرَكَآئِكُم مَّن يَهْدِىٓ إِلَى ٱلْحَقِّ ۚ قُلِ ٱللَّهُ يَهْدِى لِلْحَقِّ ۗ أَفَمَن يَهْدِىٓ إِلَى ٱلْحَقِّ أَحَقُّ أَن يُتَّبَعَ أَمَّن لَّا يَهِدِّىٓ إِلَّآ أَن يُهْدَىٰ ۖ فَمَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ
Transliteration qul hal min shurakāikum man yahdī ilā l-ḥaqi quli l-lahu yahdī lil'ḥaqqi afaman yahdī ilā l-ḥaqi aḥaqqu an yuttabaʿa amman lā yahiddī illā an yuh'dā famā lakum kayfa taḥkumūna
Pashto ته (دوى ته) ووایه: ایا ستاسو په شریكانو كې داسې څوك شته چې د حق طرف ته هدایت كوي؟ ته ووایه: الله حق ته لار ښوونه كوي، ایا نو هغه څوك چې حق ته لار ښوونه كوي زیات حقدار دى چې متابعت يې وكړى شي، یا كه هغه څوك چې (پخپله هم) لاره نشي موندلى مګر دا چې لار ورته وښودلى شي؟ نو پر تاسو څه شوي دي، تاسو څنګه فیصله كوئ؟
Verse 36
وَمَا يَتَّبِعُ أَكْثَرُهُمْ إِلَّا ظَنًّا ۚ إِنَّ ٱلظَّنَّ لَا يُغْنِى مِنَ ٱلْحَقِّ شَيْـًٔا ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌۢ بِمَا يَفْعَلُونَ
Transliteration wamā yattabiʿu aktharuhum illā ẓannan inna l-ẓana lā yugh'nī mina l-ḥaqi shayan inna l-laha ʿalīmun bimā yafʿalūna
Pashto او د دوى زیاتره پیروي نه كوي مګر د ګمان، بېشكه ګمان د حق په مقابله كې هېڅ فايده نه وركوي، بېشكه الله ښه پوه دى پر هغو كارونو چې دوى يې كوي
Verse 37
وَمَا كَانَ هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانُ أَن يُفْتَرَىٰ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلَـٰكِن تَصْدِيقَ ٱلَّذِى بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ ٱلْكِتَـٰبِ لَا رَيْبَ فِيهِ مِن رَّبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ
Transliteration wamā kāna hādhā l-qur'ānu an yuf'tarā min dūni l-lahi walākin taṣdīqa alladhī bayna yadayhi watafṣīla l-kitābi lā rayba fīhi min rabbi l-ʿālamīna
Pashto او دا قرآن هیڅكله هم داسې نه دى چې له الله نه غير دې په دروغو جوړ كړى شي او لېكن دا تصدیق دى د هغو (كتابونو) چې له ده نه مخكې دي او د رب العلمین له جانبه د كتاب تفصیل دى چې هېڅ شك په كې نشته
Verse 38
أَمْ يَقُولُونَ ٱفْتَرَىٰهُ ۖ قُلْ فَأْتُوا۟ بِسُورَةٍ مِّثْلِهِۦ وَٱدْعُوا۟ مَنِ ٱسْتَطَعْتُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ
Transliteration am yaqūlūna if'tarāhu qul fatū bisūratin mith'lihi wa-id'ʿū mani is'taṭaʿtum min dūni l-lahi in kuntum ṣādiqīna
Pashto ایا دوى وايي چې ده دا له ځانه جوړ كړى دى، ته (دوى ته) ووایه: نو تاسو یو وړوكى سورت د ده په مثل راوړئ او له الله نه پرته چې څوك كولى شئ راوبلئ، كه چېرې تاسو رښتینې یئ
Verse 39
بَلْ كَذَّبُوا۟ بِمَا لَمْ يُحِيطُوا۟ بِعِلْمِهِۦ وَلَمَّا يَأْتِهِمْ تَأْوِيلُهُۥ ۚ كَذَٰلِكَ كَذَّبَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۖ فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلظَّـٰلِمِينَ
Transliteration bal kadhabū bimā lam yuḥīṭū biʿil'mihi walammā yatihim tawīluhu kadhālika kadhaba alladhīna min qablihim fa-unẓur kayfa kāna ʿāqibatu l-ẓālimīna
Pashto بلكې دوى د هغه (قرآن) تكذیب وكړ چې دوى د هغه د علم احاطه نه وه كړې، او دوى ته لا د ده حقیقت نه و راغلى، همدارنګه تكذیب كړى و هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، نو ته وګوره د ظالمانو انجام څنګه و؟
Verse 40
وَمِنْهُم مَّن يُؤْمِنُ بِهِۦ وَمِنْهُم مَّن لَّا يُؤْمِنُ بِهِۦ ۚ وَرَبُّكَ أَعْلَمُ بِٱلْمُفْسِدِينَ
Transliteration wamin'hum man yu'minu bihi wamin'hum man lā yu'minu bihi warabbuka aʿlamu bil-muf'sidīna
Pashto او ځینې په دوى كې هغه څوك دي چې پر ده ایمان راوړي او ځینې په دوى كې هغه څوك دي چې پر ده ایمان نه راوړي، او ستا رب پر فساد كوونكو تر ټولو ښه پوه دى
Verse 41
وَإِن كَذَّبُوكَ فَقُل لِّى عَمَلِى وَلَكُمْ عَمَلُكُمْ ۖ أَنتُم بَرِيٓـُٔونَ مِمَّآ أَعْمَلُ وَأَنَا۠ بَرِىٓءٌ مِّمَّا تَعْمَلُونَ
Transliteration wa-in kadhabūka faqul lī ʿamalī walakum ʿamalukum antum barīūna mimmā aʿmalu wa-anā barīon mimmā taʿmalūna
Pashto او كه چېرې دوى ستا تكذیب وكړي، نو ته (دوى ته) ووایه: زما لپاره زما عمل دى او ستاسو لپاره ستاسو عمل دى، او تاسو له هغه عمل نه بېزاره یئ چې زه يې كوم او زه له هغه عمل نه بېزاره یم چې تاسو يې كوئ
Verse 42
وَمِنْهُم مَّن يَسْتَمِعُونَ إِلَيْكَ ۚ أَفَأَنتَ تُسْمِعُ ٱلصُّمَّ وَلَوْ كَانُوا۟ لَا يَعْقِلُونَ
Transliteration wamin'hum man yastamiʿūna ilayka afa-anta tus'miʿu l-ṣuma walaw kānū lā yaʿqilūna
Pashto او ځینې په دوى كې هغه كسان دي چې تا ته په غور سره غوږ نیسي، ایا نو ته كڼو ته اورول كولى شې اګر كه دوى عقل هم ونه لري؟
Verse 43
وَمِنْهُم مَّن يَنظُرُ إِلَيْكَ ۚ أَفَأَنتَ تَهْدِى ٱلْعُمْىَ وَلَوْ كَانُوا۟ لَا يُبْصِرُونَ
Transliteration wamin'hum man yanẓuru ilayka afa-anta tahdī l-ʿum'ya walaw kānū lā yub'ṣirūna
Pashto او ځینې په دوى كې هغه كسان دي چې تا ته ګوري، ایا نو ته ړندو ته لار ښودلى شې اګر كه هغوى لیدل هم نه كوي
Verse 44
إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَظْلِمُ ٱلنَّاسَ شَيْـًٔا وَلَـٰكِنَّ ٱلنَّاسَ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ
Transliteration inna l-laha lā yaẓlimu l-nāsa shayan walākinna l-nāsa anfusahum yaẓlimūna
Pashto بېشكه الله په خلقو باندې هېڅ شى ظلم نه كوي او لېكن همدا خلق پر خپلو ځانونو ظلم كوي
Verse 45
وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ كَأَن لَّمْ يَلْبَثُوٓا۟ إِلَّا سَاعَةً مِّنَ ٱلنَّهَارِ يَتَعَارَفُونَ بَيْنَهُمْ ۚ قَدْ خَسِرَ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِلِقَآءِ ٱللَّهِ وَمَا كَانُوا۟ مُهْتَدِينَ
Transliteration wayawma yaḥshuruhum ka-an lam yalbathū illā sāʿatan mina l-nahāri yataʿārafūna baynahum qad khasira alladhīna kadhabū biliqāi l-lahi wamā kānū muh'tadīna
Pashto او هغه ورځ چې هغه (الله) به دوى راجمع كړي، په دې حال كې چې لكه دوى (په دنيا كې) نه وو اوسېدلي مګر د ورځې یوه ګړۍ، دوى به په خپل مینځ كې یو بل پېژني، یقینًا هغه كسان تاوانیان شول چې د الله د ملاقات تكذیب يې كړى و او دوى هدایت موندونكي نه وو
Verse 46
وَإِمَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ ٱلَّذِى نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ ٱللَّهُ شَهِيدٌ عَلَىٰ مَا يَفْعَلُونَ
Transliteration wa-immā nuriyannaka baʿḍa alladhī naʿiduhum aw natawaffayannaka fa-ilaynā marjiʿuhum thumma l-lahu shahīdun ʿalā mā yafʿalūna
Pashto او كه كله هم مونږ تا ته ځینې هغه څه وښیو چې مونږ يې له دوى سره وعده كوو، یا تا وفات كړو، نو خاص زمونږ طرف ته د دوى واپس راتلل دي، بیا الله ښه ګواه دى پر هغو كارونو چې دوى يې كوي
Verse 47
وَلِكُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولٌ ۖ فَإِذَا جَآءَ رَسُولُهُمْ قُضِىَ بَيْنَهُم بِٱلْقِسْطِ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ
Transliteration walikulli ummatin rasūlun fa-idhā jāa rasūluhum quḍiya baynahum bil-qis'ṭi wahum lā yuẓ'lamūna
Pashto او دهر امت لپاره یو رسول و، نو كله چې به د هغوى رسول راغى د هغوى په مینځ كې به په انصاف سره فیصله وكړى شوه، په داسې حال كې چې پر هغوى به ظلم نه كېده
Verse 48
وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَـٰذَا ٱلْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ
Transliteration wayaqūlūna matā hādhā l-waʿdu in kuntum ṣādiqīna
Pashto او دوى وايي: دا وعده كله ده كه چېرې تاسو رښتیني یئ؟
Verse 49
قُل لَّآ أَمْلِكُ لِنَفْسِى ضَرًّا وَلَا نَفْعًا إِلَّا مَا شَآءَ ٱللَّهُ ۗ لِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌ ۚ إِذَا جَآءَ أَجَلُهُمْ فَلَا يَسْتَـْٔخِرُونَ سَاعَةً ۖ وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ
Transliteration qul lā amliku linafsī ḍarran walā nafʿan illā mā shāa l-lahu likulli ummatin ajalun idhā jāa ajaluhum falā yastakhirūna sāʿatan walā yastaqdimūna
Pashto ته (دوى ته) ووایه: زه د خپل ځان لپاره نه د هېڅ ضرر او نه د هېڅ فايدې مالك یم مګر هغه چې الله يې وغواړي، د هر امت لپاره یوه نېټه ده (،نو) كله چې د دوى نېټه راشي، نو دوى به نه یوه ګړۍ وروسته كېږي او نه مخكې كېږي
Verse 50
قُلْ أَرَءَيْتُمْ إِنْ أَتَىٰكُمْ عَذَابُهُۥ بَيَـٰتًا أَوْ نَهَارًا مَّاذَا يَسْتَعْجِلُ مِنْهُ ٱلْمُجْرِمُونَ
Transliteration qul ara-aytum in atākum ʿadhābuhu bayātan aw nahāran mādhā yastaʿjilu min'hu l-muj'rimūna
Pashto ته (دوى ته) ووایه: تاسو خبر راكړئ! كه چېرې پر تاسو د هغه عذاب د شپې راشي، یا د ورځې، (نو) څه دى هغه (عذاب) چې مجرمان يې په تلوار غواړي؟
Verse 51
أَثُمَّ إِذَا مَا وَقَعَ ءَامَنتُم بِهِۦٓ ۚ ءَآلْـَٔـٰنَ وَقَدْ كُنتُم بِهِۦ تَسْتَعْجِلُونَ
Transliteration athumma idhā mā waqaʿa āmantum bihi āl'āna waqad kuntum bihi tastaʿjilūna
Pashto ایا بیا به تاسو پر دې (عذاب) ایمان راوړئ كله چې واقع شي؟ ایا اوس (ایمان راوړئ چې عذاب نازل شو؟)!، حال دا چې یقینًا تاسو وئ چې د دغه (عذاب) به مو جلتي كوله
Verse 52
ثُمَّ قِيلَ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ ذُوقُوا۟ عَذَابَ ٱلْخُلْدِ هَلْ تُجْزَوْنَ إِلَّا بِمَا كُنتُمْ تَكْسِبُونَ
Transliteration thumma qīla lilladhīna ẓalamū dhūqū ʿadhāba l-khul'di hal tuj'zawna illā bimā kuntum taksibūna
Pashto بیا به ظالمانو ته وویل شي: تاسو د همېشه والي عذاب وڅكئ، تاسو ته سزا نه دركولى شي مګر په سبب د هغه (عمل) چې تاسو به كاوه
Verse 53
۞ وَيَسْتَنۢبِـُٔونَكَ أَحَقٌّ هُوَ ۖ قُلْ إِى وَرَبِّىٓ إِنَّهُۥ لَحَقٌّ ۖ وَمَآ أَنتُم بِمُعْجِزِينَ
Transliteration wayastanbiūnaka aḥaqqun huwa qul ī warabbī innahu laḥaqqun wamā antum bimuʿ'jizīna
Pashto او دوى له تا نه پوښتنه كوي چې ایا دا حق دى؟ ته (ورته) ووایه: هو! پر خپل رب مې دې قسم وي چې بېشكه دغه خامخا حق دى او تاسو (الله لره) عاجزه كوونكي نه یئ
Verse 54
وَلَوْ أَنَّ لِكُلِّ نَفْسٍ ظَلَمَتْ مَا فِى ٱلْأَرْضِ لَٱفْتَدَتْ بِهِۦ ۗ وَأَسَرُّوا۟ ٱلنَّدَامَةَ لَمَّا رَأَوُا۟ ٱلْعَذَابَ ۖ وَقُضِىَ بَيْنَهُم بِٱلْقِسْطِ ۚ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ
Transliteration walaw anna likulli nafsin ẓalamat mā fī l-arḍi la-if'tadat bihi wa-asarrū l-nadāmata lammā ra-awū l-ʿadhāba waquḍiya baynahum bil-qis'ṭi wahum lā yuẓ'lamūna
Pashto او كه چېرې حقيقتًا د هر هغه نفس لپاره چې ظلم يې كړى دى، هغه څه وي چې په ځمكه كې دي، نو خامخا به يې فدیه كړي او دوى به پښیماني پټه كړي كله چې دوى عذاب وویني او د دوى په مینځ كې به فیصله په انصاف سره وكړى شي، په دې حال كې چې پر دوى به ظلم نه كېږي
Verse 55
أَلَآ إِنَّ لِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۗ أَلَآ إِنَّ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقٌّ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ
Transliteration alā inna lillahi mā fī l-samāwāti wal-arḍi alā inna waʿda l-lahi ḥaqqun walākinna aktharahum lā yaʿlamūna
Pashto اګاه شئ! بېشكه خاص د الله لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، اګاه شئ! بېشكه د الله وعده حقه ده او لېكن د دوى اكثره نه پوهېږي
Verse 56
هُوَ يُحْىِۦ وَيُمِيتُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ
Transliteration huwa yuḥ'yī wayumītu wa-ilayhi tur'jaʿūna
Pashto هغه ژوند وركوي او مرګ وركوي او خاص د هغهٔ په طرف به تاسو ورګرځولى شئ
Verse 57
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ قَدْ جَآءَتْكُم مَّوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَشِفَآءٌ لِّمَا فِى ٱلصُّدُورِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ
Transliteration yāayyuhā l-nāsu qad jāatkum mawʿiẓatun min rabbikum washifāon limā fī l-ṣudūri wahudan waraḥmatun lil'mu'minīna
Pashto اى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه نصیحت راغلى دى او په سینو كې چې څه (مرضونه) دي د هغو لپاره ستره شفا ده او د مومنانو لپاره هدایت او رحمت دى
Verse 58
قُلْ بِفَضْلِ ٱللَّهِ وَبِرَحْمَتِهِۦ فَبِذَٰلِكَ فَلْيَفْرَحُوا۟ هُوَ خَيْرٌ مِّمَّا يَجْمَعُونَ
Transliteration qul bifaḍli l-lahi wabiraḥmatihi fabidhālika falyafraḥū huwa khayrun mimmā yajmaʿūna
Pashto ته ووایه: د الله په فضل سره او د هغه په رحمت سره، لهذا په دې سره دې دوى خوشحاله شي، دا ډېر غوره دى له هغه نه چې دوى يې جمع كوي
Verse 59
قُلْ أَرَءَيْتُم مَّآ أَنزَلَ ٱللَّهُ لَكُم مِّن رِّزْقٍ فَجَعَلْتُم مِّنْهُ حَرَامًا وَحَلَـٰلًا قُلْ ءَآللَّهُ أَذِنَ لَكُمْ ۖ أَمْ عَلَى ٱللَّهِ تَفْتَرُونَ
Transliteration qul ara-aytum mā anzala l-lahu lakum min riz'qin fajaʿaltum min'hu ḥarāman waḥalālan qul āllahu adhina lakum am ʿalā l-lahi taftarūna
Pashto ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه رزق چې الله تاسو لپاره نازل كړى دى، نو تاسو له هغه نه څه حرام او څه حلال ګرځولى دى، ته (ورته) ووایه: ایا الله تاسو ته د دې اجازت (خبر) دركړى دى، یا تاسو په الله پورې دروغ تړئ ؟
Verse 60
وَمَا ظَنُّ ٱلَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى ٱلنَّاسِ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَشْكُرُونَ
Transliteration wamā ẓannu alladhīna yaftarūna ʿalā l-lahi l-kadhiba yawma l-qiyāmati inna l-laha ladhū faḍlin ʿalā l-nāsi walākinna aktharahum lā yashkurūna
Pashto او د هغو كسانو، چې په الله باندې له ځانه دروغ تپي، څه ګمان دى، د قیامت په ورځ كې (به ورسره څه كېږي) بېشكه الله په خلقو باندې خامخا د فضل كولو والا دى او لېكن د دوى زیاتره شكر نه وباسي
Verse 61
وَمَا تَكُونُ فِى شَأْنٍ وَمَا تَتْلُوا۟ مِنْهُ مِن قُرْءَانٍ وَلَا تَعْمَلُونَ مِنْ عَمَلٍ إِلَّا كُنَّا عَلَيْكُمْ شُهُودًا إِذْ تُفِيضُونَ فِيهِ ۚ وَمَا يَعْزُبُ عَن رَّبِّكَ مِن مِّثْقَالِ ذَرَّةٍ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَا فِى ٱلسَّمَآءِ وَلَآ أَصْغَرَ مِن ذَٰلِكَ وَلَآ أَكْبَرَ إِلَّا فِى كِتَـٰبٍ مُّبِينٍ
Transliteration wamā takūnu fī shanin wamā tatlū min'hu min qur'ānin walā taʿmalūna min ʿamalin illā kunnā ʿalaykum shuhūdan idh tufīḍūna fīhi wamā yaʿzubu ʿan rabbika min mith'qāli dharratin fī l-arḍi walā fī l-samāi walā aṣghara min dhālika walā akbara illā fī kitābin mubīnin
Pashto او ته نه يې په كوم كار كې (مشغوله) او نه ته لولې له دې نه، یعنې له قرآنه او نه تاسو څه عمل كوئ مګر مونږ پر تاسو باندې شاهدان یو كله چې تاسو په هغه كې بوختېږئ او ستا له رب نه په ځمكه كې او نه په اسمان كې د ذرې په اندازه (شى) هم نه پټېږي او نه له دې نه زیات وړوكى شى او نه له دې نه زیات غټ مګر په واضحه كتاب كې دي
Verse 62
أَلَآ إِنَّ أَوْلِيَآءَ ٱللَّهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
Transliteration alā inna awliyāa l-lahi lā khawfun ʿalayhim walā hum yaḥzanūna
Pashto اګاه شئ! بېشكه د الله دوستان چې دي؛ پر هغوى باندې نه څه وېره شته او نه دوى غمژن كېږي
Verse 63
ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَكَانُوا۟ يَتَّقُونَ
Transliteration alladhīna āmanū wakānū yattaqūna
Pashto هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او ځان (له نافرمانیو) ساتي
Verse 64
لَهُمُ ٱلْبُشْرَىٰ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَفِى ٱلْـَٔاخِرَةِ ۚ لَا تَبْدِيلَ لِكَلِمَـٰتِ ٱللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ
Transliteration lahumu l-bush'rā fī l-ḥayati l-dun'yā wafī l-ākhirati lā tabdīla likalimāti l-lahi dhālika huwa l-fawzu l-ʿaẓīmu
Pashto د همدوى لپاره په دنيايي ژوند كې زېرى دى او په اخرت كې (هم). د الله كلماتو لره هېڅ تبديلي نشته، همدغه ډېر ستر برى دى
Verse 65
وَلَا يَحْزُنكَ قَوْلُهُمْ ۘ إِنَّ ٱلْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا ۚ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ
Transliteration walā yaḥzunka qawluhum inna l-ʿizata lillahi jamīʿan huwa l-samīʿu l-ʿalīmu
Pashto او د دوى وینا دې تا غمژن نه كړي، بېشكه عزت ټول خاص د الله لپاره دى، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
Verse 66
أَلَآ إِنَّ لِلَّهِ مَن فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَن فِى ٱلْأَرْضِ ۗ وَمَا يَتَّبِعُ ٱلَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ شُرَكَآءَ ۚ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا ٱلظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ
Transliteration alā inna lillahi man fī l-samāwāti waman fī l-arḍi wamā yattabiʿu alladhīna yadʿūna min dūni l-lahi shurakāa in yattabiʿūna illā l-ẓana wa-in hum illā yakhruṣūna
Pashto خبردار شئ! بېشكه خاص د الله مملوك دي هغه څوك چې په اسمانونو كې دي او هغه څوك چې په ځمكه كې دي او پیروي نه كوي هغه كسان چې له الله نه پرته شریكان بلي، دوى پیروي نه كوي مګر د ګمان او نه دي دوى مګر دا چې اټكل چلوي
Verse 67
هُوَ ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلَّيْلَ لِتَسْكُنُوا۟ فِيهِ وَٱلنَّهَارَ مُبْصِرًا ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍ لِّقَوْمٍ يَسْمَعُونَ
Transliteration huwa alladhī jaʿala lakumu al-layla litaskunū fīhi wal-nahāra mub'ṣiran inna fī dhālika laāyātin liqawmin yasmaʿūna
Pashto دى همغه ذات دى چې تاسو لپاره يې شپه جوړه كړې ده، د دې لپاره چې تاسو په دې كې په ارام شئ او ورځ يې روښانه (ګرځولې ده)، بېشكه په دې كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې اوري
Verse 68
قَالُوا۟ ٱتَّخَذَ ٱللَّهُ وَلَدًا ۗ سُبْحَـٰنَهُۥ ۖ هُوَ ٱلْغَنِىُّ ۖ لَهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۚ إِنْ عِندَكُم مِّن سُلْطَـٰنٍۭ بِهَـٰذَآ ۚ أَتَقُولُونَ عَلَى ٱللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ
Transliteration qālū ittakhadha l-lahu waladan sub'ḥānahu huwa l-ghaniyu lahu mā fī l-samāwāti wamā fī l-arḍi in ʿindakum min sul'ṭānin bihādhā ataqūlūna ʿalā l-lahi mā lā taʿlamūna
Pashto دوى وايي: الله (د ځان لپاره) اولاد نیولى دى، هغه پاك دى، هم دى غني (بې پروا) دى، خاص ده لره دي هغه څه چې اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي تاسو سره په دې خبره هېڅ دلیل نشته، ایا تاسو په الله باندې هغه خبره ورتپئ چې پرې نه پوهېږئ؟
Verse 69
قُلْ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ
Transliteration qul inna alladhīna yaftarūna ʿalā l-lahi l-kadhiba lā yuf'liḥūna
Pashto ته ووایه: بېشكه هغه كسان چې په الله باندې له ځانه دروغ تړي؛ دوى به خلاصى ونه مومي
Verse 70
مَتَـٰعٌ فِى ٱلدُّنْيَا ثُمَّ إِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ نُذِيقُهُمُ ٱلْعَذَابَ ٱلشَّدِيدَ بِمَا كَانُوا۟ يَكْفُرُونَ
Transliteration matāʿun fī l-dun'yā thumma ilaynā marjiʿuhum thumma nudhīquhumu l-ʿadhāba l-shadīda bimā kānū yakfurūna
Pashto په دنیا كې لږه فايده اخيستل دي، بیا خاص مونږ ته د دوى واپس راتلل دي، بیا به مونږ پر دوى د ډېر سخت عذاب مزه وڅكو، په سبب د دې چې دوى كفر كاوه
Verse 71
۞ وَٱتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ نُوحٍ إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِۦ يَـٰقَوْمِ إِن كَانَ كَبُرَ عَلَيْكُم مَّقَامِى وَتَذْكِيرِى بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ فَعَلَى ٱللَّهِ تَوَكَّلْتُ فَأَجْمِعُوٓا۟ أَمْرَكُمْ وَشُرَكَآءَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُنْ أَمْرُكُمْ عَلَيْكُمْ غُمَّةً ثُمَّ ٱقْضُوٓا۟ إِلَىَّ وَلَا تُنظِرُونِ
Transliteration wa-ut'lu ʿalayhim naba-a nūḥin idh qāla liqawmihi yāqawmi in kāna kabura ʿalaykum maqāmī watadhkīrī biāyāti l-lahi faʿalā l-lahi tawakkaltu fa-ajmiʿū amrakum washurakāakum thumma lā yakun amrukum ʿalaykum ghummatan thumma iq'ḍū ilayya walā tunẓirūni
Pashto او ته دوى ته د نوح خبر ولوله، كله چې هغه خپل قوم ته وویل: اى زما قومه! كه چېرې پر تاسو باندې زما اوسېدل او د الله په ایتونو سره (تاسو ته) زما نصیحت كول سخت (او ګران) وي، نو ما خاص په الله باندې توكل كړى دى، نو تاسو له خپلو شریكانو سره د خپل كار پخه اراده وكړئ، بیا دې پر تاسو باندې خپله معامله پټه نه وي، بیا ما ته ضرر راورسوئ او ما ته مهلت (هم) مه راكوئ
Verse 72
فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَمَا سَأَلْتُكُم مِّنْ أَجْرٍ ۖ إِنْ أَجْرِىَ إِلَّا عَلَى ٱللَّهِ ۖ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ ٱلْمُسْلِمِينَ
Transliteration fa-in tawallaytum famā sa-altukum min ajrin in ajriya illā ʿalā l-lahi wa-umir'tu an akūna mina l-mus'limīna
Pashto نو كه تاسو (زما له نصيحت نه) وګرځېدئ، پس ما له تاسو نه هېڅ مزدوري نه ده غوښتې، زما اجر يواځې پر الله دى او ما ته حكم شوى دى چې زه شم له مسلمانانو څخه
Verse 73
فَكَذَّبُوهُ فَنَجَّيْنَـٰهُ وَمَن مَّعَهُۥ فِى ٱلْفُلْكِ وَجَعَلْنَـٰهُمْ خَلَـٰٓئِفَ وَأَغْرَقْنَا ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا ۖ فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلْمُنذَرِينَ
Transliteration fakadhabūhu fanajjaynāhu waman maʿahu fī l-ful'ki wajaʿalnāhum khalāifa wa-aghraqnā alladhīna kadhabū biāyātinā fa-unẓur kayfa kāna ʿāqibatu l-mundharīna
Pashto پس هغوى د ده تكذیب وكړ، نو مونږ ده ته او هغه چا ته چې له ده سره په بېړۍ كې (سواره) وو، نجات وركړ او مونږ دوى خلیفګان (ځاى ناستي) جوړ كړل او هغه كسان مو غرق كړل چا چې زمونږ د ایتونو تكذیب كړى و، نو ته وګوره د وېرول شویو انجام څنګه و؟
Verse 74
ثُمَّ بَعَثْنَا مِنۢ بَعْدِهِۦ رُسُلًا إِلَىٰ قَوْمِهِمْ فَجَآءُوهُم بِٱلْبَيِّنَـٰتِ فَمَا كَانُوا۟ لِيُؤْمِنُوا۟ بِمَا كَذَّبُوا۟ بِهِۦ مِن قَبْلُ ۚ كَذَٰلِكَ نَطْبَعُ عَلَىٰ قُلُوبِ ٱلْمُعْتَدِينَ
Transliteration thumma baʿathnā min baʿdihi rusulan ilā qawmihim fajāūhum bil-bayināti famā kānū liyu'minū bimā kadhabū bihi min qablu kadhālika naṭbaʿu ʿalā qulūbi l-muʿ'tadīna
Pashto بیا مونږ له ده نه بعد خپلو قومونو ته نور رسولان ولېږل، نو هغوى ته يې څرګند دلیلونه راوړل، پس دوى داسې نه وو چې پر هغه څه يې ایمان راوړى وى چې له دې نه مخكې يې د هغه تكذیب كړى و، همدارنګه (په دې وجه) مونږ د زیاتي كوونكو پر زړونو مهر لګوو
Verse 75
ثُمَّ بَعَثْنَا مِنۢ بَعْدِهِم مُّوسَىٰ وَهَـٰرُونَ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَإِي۟هِۦ بِـَٔايَـٰتِنَا فَٱسْتَكْبَرُوا۟ وَكَانُوا۟ قَوْمًا مُّجْرِمِينَ
Transliteration thumma baʿathnā min baʿdihim mūsā wahārūna ilā fir'ʿawna wamala-ihi biāyātinā fa-is'takbarū wakānū qawman muj'rimīna
Pashto بیا مونږ له دوى نه بعد موسٰی او هارون ولېږل په ښكاره معجزو سره فرعون او د هغه سردارانو ته، نو هغوى تكبر وكړ او هغوى مجرمان خلق وو
Verse 76
فَلَمَّا جَآءَهُمُ ٱلْحَقُّ مِنْ عِندِنَا قَالُوٓا۟ إِنَّ هَـٰذَا لَسِحْرٌ مُّبِينٌ
Transliteration falammā jāahumu l-ḥaqu min ʿindinā qālū inna hādhā lasiḥ'run mubīnun
Pashto پس كله چې زمونږ له خوا نه دوى ته حق راغى، دوى وویل: بېشكه دا یقینًا ښكاره جادو دى
Verse 77
قَالَ مُوسَىٰٓ أَتَقُولُونَ لِلْحَقِّ لَمَّا جَآءَكُمْ ۖ أَسِحْرٌ هَـٰذَا وَلَا يُفْلِحُ ٱلسَّـٰحِرُونَ
Transliteration qāla mūsā ataqūlūna lil'ḥaqqi lammā jāakum asiḥ'run hādhā walā yuf'liḥu l-sāḥirūna
Pashto موسٰی وویل: ایا تاسو حق ته (جادو) وایئ كله چې تاسو ته راغى، ایا جادو دا دى؟، حال دا چې جادوګر خو برى نه مومي
Verse 78
قَالُوٓا۟ أَجِئْتَنَا لِتَلْفِتَنَا عَمَّا وَجَدْنَا عَلَيْهِ ءَابَآءَنَا وَتَكُونَ لَكُمَا ٱلْكِبْرِيَآءُ فِى ٱلْأَرْضِ وَمَا نَحْنُ لَكُمَا بِمُؤْمِنِينَ
Transliteration qālū aji'tanā litalfitanā ʿammā wajadnā ʿalayhi ābāanā watakūna lakumā l-kib'riyāu fī l-arḍi wamā naḥnu lakumā bimu'minīna
Pashto دوى وویل: ایا ته مونږ ته د دې لپاره راغلى يې چې مونږ له هغې (لارې) نه واړوي چې پر هغې مونږ خپل پلرونه موندلي دي او په ځمكه كې تاسو دواړو ته لويي (غلبه) حاصله شي؟ او مونږ پر تاسو دواړو ایمان راوړونكي نه یو
Verse 79
وَقَالَ فِرْعَوْنُ ٱئْتُونِى بِكُلِّ سَـٰحِرٍ عَلِيمٍ
Transliteration waqāla fir'ʿawnu i'tūnī bikulli sāḥirin ʿalīmin
Pashto او فرعون وویل: تاسو ما ته هر ښه پوه (ماهر)جادوګر راولئ
Verse 80
فَلَمَّا جَآءَ ٱلسَّحَرَةُ قَالَ لَهُم مُّوسَىٰٓ أَلْقُوا۟ مَآ أَنتُم مُّلْقُونَ
Transliteration falammā jāa l-saḥaratu qāla lahum mūsā alqū mā antum mul'qūna
Pashto نو كله چې جادوګر راغلل، موسٰی دوى ته وویل: وغورځوئ هغه څه چې تاسو يې غورځوونكي یئ
Verse 81
فَلَمَّآ أَلْقَوْا۟ قَالَ مُوسَىٰ مَا جِئْتُم بِهِ ٱلسِّحْرُ ۖ إِنَّ ٱللَّهَ سَيُبْطِلُهُۥٓ ۖ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُصْلِحُ عَمَلَ ٱلْمُفْسِدِينَ
Transliteration falammā alqaw qāla mūsā mā ji'tum bihi l-siḥ'ru inna l-laha sayub'ṭiluhu inna l-laha lā yuṣ'liḥu ʿamala l-muf'sidīna
Pashto پس كله چې دوى (امساګانې او پړي) وغورځول، موسٰی وویل: هغه څه چې تاسو راوړي دي، واقعي جادو دى، بېشكه الله به يې ژر تباه (بې اثره) كړي، بېشكه الله د فساد كوونكو كار نه جوړوي
Verse 82
وَيُحِقُّ ٱللَّهُ ٱلْحَقَّ بِكَلِمَـٰتِهِۦ وَلَوْ كَرِهَ ٱلْمُجْرِمُونَ
Transliteration wayuḥiqqu l-lahu l-ḥaqa bikalimātihi walaw kariha l-muj'rimūna
Pashto او الله په خپلو كَلِمو سره حق ثابتوي اګر كه مجرمان يې بد ګڼي
Verse 83
فَمَآ ءَامَنَ لِمُوسَىٰٓ إِلَّا ذُرِّيَّةٌ مِّن قَوْمِهِۦ عَلَىٰ خَوْفٍ مِّن فِرْعَوْنَ وَمَلَإِي۟هِمْ أَن يَفْتِنَهُمْ ۚ وَإِنَّ فِرْعَوْنَ لَعَالٍ فِى ٱلْأَرْضِ وَإِنَّهُۥ لَمِنَ ٱلْمُسْرِفِينَ
Transliteration famā āmana limūsā illā dhurriyyatun min qawmihi ʿalā khawfin min fir'ʿawna wamala-ihim an yaftinahum wa-inna fir'ʿawna laʿālin fī l-arḍi wa-innahu lamina l-mus'rifīna
Pashto نو پر موسٰی ایمان رانه وړ مګر د هغه له قومه څو ځلمیانو، د فرعون او د هغوى د سردارانو څخه په دې وېره كې چې دوى به يې په فتنه كې واچوي او بېشكه فرعون په ځمكه كې سركشي كوونكى و او بېشكه هغه له حده تېرېدونكو څخه و
Verse 84
وَقَالَ مُوسَىٰ يَـٰقَوْمِ إِن كُنتُمْ ءَامَنتُم بِٱللَّهِ فَعَلَيْهِ تَوَكَّلُوٓا۟ إِن كُنتُم مُّسْلِمِينَ
Transliteration waqāla mūsā yāqawmi in kuntum āmantum bil-lahi faʿalayhi tawakkalū in kuntum mus'limīna
Pashto او موسٰی وویل: اى زما قومه! كه چېرې تاسو (داسې) یئ چې پر الله مو ایمان راوړى دى، نو خاص په هغه باندې توكل وكړئ كه چېرې تاسو مسلمانان یئ
Verse 85
فَقَالُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ تَوَكَّلْنَا رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِّلْقَوْمِ ٱلظَّـٰلِمِينَ
Transliteration faqālū ʿalā l-lahi tawakkalnā rabbanā lā tajʿalnā fit'natan lil'qawmi l-ẓālimīna
Pashto پس دوى وویل: خاص په الله باندې مونږ توكل كړى دى، اى زمونږه ربه! مونږ د ظالمو خلقو لپاره فتنه مه جوړوه
Verse 86
وَنَجِّنَا بِرَحْمَتِكَ مِنَ ٱلْقَوْمِ ٱلْكَـٰفِرِينَ
Transliteration wanajjinā biraḥmatika mina l-qawmi l-kāfirīna
Pashto او په خپل رحمت سره مونږ ته له كافرو خلقو نه نجات راكړه
Verse 87
وَأَوْحَيْنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰ وَأَخِيهِ أَن تَبَوَّءَا لِقَوْمِكُمَا بِمِصْرَ بُيُوتًا وَٱجْعَلُوا۟ بُيُوتَكُمْ قِبْلَةً وَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ ۗ وَبَشِّرِ ٱلْمُؤْمِنِينَ
Transliteration wa-awḥaynā ilā mūsā wa-akhīhi an tabawwaā liqawmikumā bimiṣ'ra buyūtan wa-ij'ʿalū buyūtakum qib'latan wa-aqīmū l-ṣalata wabashiri l-mu'minīna
Pashto او مونږ موسٰی او د هغه ورور ته وحي وكړه دا چې تاسو د خپل قوم لپاره په مصر كې څه كوټې مقررې كړئ او خپلې كوټې قبله وګرځوئ او تاسو لمونځ قايموئ او ته مومنانو ته زېرى وركړه
Verse 88
وَقَالَ مُوسَىٰ رَبَّنَآ إِنَّكَ ءَاتَيْتَ فِرْعَوْنَ وَمَلَأَهُۥ زِينَةً وَأَمْوَٰلًا فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا رَبَّنَا لِيُضِلُّوا۟ عَن سَبِيلِكَ ۖ رَبَّنَا ٱطْمِسْ عَلَىٰٓ أَمْوَٰلِهِمْ وَٱشْدُدْ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُوا۟ حَتَّىٰ يَرَوُا۟ ٱلْعَذَابَ ٱلْأَلِيمَ
Transliteration waqāla mūsā rabbanā innaka ātayta fir'ʿawna wamala-ahu zīnatan wa-amwālan fī l-ḥayati l-dun'yā rabbanā liyuḍillū ʿan sabīlika rabbanā iṭ'mis ʿalā amwālihim wa-ush'dud ʿalā qulūbihim falā yu'minū ḥattā yarawū l-ʿadhāba l-alīma
Pashto او موسٰی وویل: اى زمونږ ربه! بېشكه هم تا فرعون او د هغه سردارانو ته په دنيايي ژوند كې زینت او مالونه وركړي دي، اى زمونږ ربه! د دې لپاره چې دوى ستا له لارې نه (خلق) بې لارې كړي، اى زمونږ ربه! ته د دوى مالونه محوه كړه او د دوى پر زړونو سختي راوله، پس چې دوى ایمان رانه وړي تر هغه چې ډېر دردناك عذاب وویني
Verse 89
قَالَ قَدْ أُجِيبَت دَّعْوَتُكُمَا فَٱسْتَقِيمَا وَلَا تَتَّبِعَآنِّ سَبِيلَ ٱلَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ
Transliteration qāla qad ujībat daʿwatukumā fa-is'taqīmā walā tattabiʿānni sabīla alladhīna lā yaʿlamūna
Pashto ويې ويل: یقینًا ستاسو د دواړو دعا قبوله كړى شوه، لهذا سم ولاړ اوسئ او هيڅكله هم د هغو خلقو د لارې پیروي مه كوئ چې نه پوهېږي
Verse 90
۞ وَجَـٰوَزْنَا بِبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱلْبَحْرَ فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ وَجُنُودُهُۥ بَغْيًا وَعَدْوًا ۖ حَتَّىٰٓ إِذَآ أَدْرَكَهُ ٱلْغَرَقُ قَالَ ءَامَنتُ أَنَّهُۥ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا ٱلَّذِىٓ ءَامَنَتْ بِهِۦ بَنُوٓا۟ إِسْرَٰٓءِيلَ وَأَنَا۠ مِنَ ٱلْمُسْلِمِينَ
Transliteration wajāwaznā bibanī is'rāīla l-baḥra fa-atbaʿahum fir'ʿawnu wajunūduhu baghyan waʿadwan ḥattā idhā adrakahu l-gharaqu qāla āmantu annahu lā ilāha illā alladhī āmanat bihi banū is'rāīla wa-anā mina l-mus'limīna
Pashto اومونږه بني اسرائیل له سمندر نه پورې وېستل، نو فرعون او د هغه لښكر د ظلم او زیاتي كولو لپاره په دوى پسې شول، تر دې چې كله دى غرقېدو راونیوه (په ډوبېدو شو)، ده وویل: ما ایمان راوړ پر دې (خبره) چې یقینًا شان دا دى چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هغه ذات چې بني اسرائیلو پر هغه ایمان راوړى دى او زه له مسلمانانو څخه یم
Verse 91
ءَآلْـَٔـٰنَ وَقَدْ عَصَيْتَ قَبْلُ وَكُنتَ مِنَ ٱلْمُفْسِدِينَ
Transliteration āl'āna waqad ʿaṣayta qablu wakunta mina l-muf'sidīna
Pashto ایا اوس (ته ایمان راوړې)؟! حال دا چې یقینًا له دې نه مخكې تا نافرماني كوله او ته له فساد كوونكو څخه وې
Verse 92
فَٱلْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ ءَايَةً ۚ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ ٱلنَّاسِ عَنْ ءَايَـٰتِنَا لَغَـٰفِلُونَ
Transliteration fal-yawma nunajjīka bibadanika litakūna liman khalfaka āyatan wa-inna kathīran mina l-nāsi ʿan āyātinā laghāfilūna
Pashto پس نن ورځ به مونږ ستا بدن پر لوړ ځاى واچوو، د دې لپاره چې ته د هغه چا لپاره چې له تا نه وروسته دي، نښه جوړ شې او بېشكه په خلقو كې ډېر زمونږ له ایتونو څخه یقینًا غافلان دي
Verse 93
وَلَقَدْ بَوَّأْنَا بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ مُبَوَّأَ صِدْقٍ وَرَزَقْنَـٰهُم مِّنَ ٱلطَّيِّبَـٰتِ فَمَا ٱخْتَلَفُوا۟ حَتَّىٰ جَآءَهُمُ ٱلْعِلْمُ ۚ إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِى بَيْنَهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ فِيمَا كَانُوا۟ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ
Transliteration walaqad bawwanā banī is'rāīla mubawwa-a ṣid'qin warazaqnāhum mina l-ṭayibāti famā ikh'talafū ḥattā jāahumu l-ʿil'mu inna rabbaka yaqḍī baynahum yawma l-qiyāmati fīmā kānū fīhi yakhtalifūna
Pashto او یقینًا یقینًا مونږه بني اسرائیلو ته د عزت استوګنه وركړه او مونږه دوى ته له پاكیزه څیزونو څخه روزي وركړه، نو دوى اختلاف ونه كړ تر هغه پورې چې دوى ته علم راغى، بېشكه ستا رب به د دوى په مینځ كې د قیامت په ورځ فیصله كوي په هغه څیز كې چې دوى په هغه كې اختلاف كاوه
Verse 94
فَإِن كُنتَ فِى شَكٍّ مِّمَّآ أَنزَلْنَآ إِلَيْكَ فَسْـَٔلِ ٱلَّذِينَ يَقْرَءُونَ ٱلْكِتَـٰبَ مِن قَبْلِكَ ۚ لَقَدْ جَآءَكَ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلْمُمْتَرِينَ
Transliteration fa-in kunta fī shakkin mimmā anzalnā ilayka fasali alladhīna yaqraūna l-kitāba min qablika laqad jāaka l-ḥaqu min rabbika falā takūnanna mina l-mum'tarīna
Pashto نو كه چېرې ته د هغه (قرآن) په باره كې په شك كې يې چې مونږ تا ته نازل كړى دى، نو ته له هغو كسانو څخه پوښتنه وكړه چې له تا نه مخكې كتاب لولي، یقینًا یقینًا ستا د رب له جانبه تا ته حق راغلى دى، نو ته هیڅكله هم له شك كوونكو څخه مه كېږه
Verse 95
وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ فَتَكُونَ مِنَ ٱلْخَـٰسِرِينَ
Transliteration walā takūnanna mina alladhīna kadhabū biāyāti l-lahi fatakūna mina l-khāsirīna
Pashto او هیڅكله هم مه كېږه له هغو كسانو څخه چې د الله د ایتونو تكذیب يې كړى دى، نو ګنې شې به ته له تاوانیانو څخه
Verse 96
إِنَّ ٱلَّذِينَ حَقَّتْ عَلَيْهِمْ كَلِمَتُ رَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ
Transliteration inna alladhīna ḥaqqat ʿalayhim kalimatu rabbika lā yu'minūna
Pashto بېشكه هغه كسان چې ستا د رب خبره پرې ثابته شوې ده، دوى ایمان نه راوړي
Verse 97
وَلَوْ جَآءَتْهُمْ كُلُّ ءَايَةٍ حَتَّىٰ يَرَوُا۟ ٱلْعَذَابَ ٱلْأَلِيمَ
Transliteration walaw jāathum kullu āyatin ḥattā yarawū l-ʿadhāba l-alīma
Pashto اګر كه دوى ته هره نښه راشي تر هغه پورې چې دوى ډېر دردناك عذاب وویني
Verse 98
فَلَوْلَا كَانَتْ قَرْيَةٌ ءَامَنَتْ فَنَفَعَهَآ إِيمَـٰنُهَآ إِلَّا قَوْمَ يُونُسَ لَمَّآ ءَامَنُوا۟ كَشَفْنَا عَنْهُمْ عَذَابَ ٱلْخِزْىِ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَمَتَّعْنَـٰهُمْ إِلَىٰ حِينٍ
Transliteration falawlā kānat qaryatun āmanat fanafaʿahā īmānuhā illā qawma yūnusa lammā āmanū kashafnā ʿanhum ʿadhāba l-khiz'yi fī l-ḥayati l-dun'yā wamattaʿnāhum ilā ḥīnin
Pashto نو ولې یو داسې كلى نه و چې ایمان يې راوړى وى، بیا هغه ته د هغه ایمان فايده رسولې وى غير د یونس له قوم نه، كله چې دوى ایمان راوړ (،نو) مونږ له دوى نه په دنيايي ژوند كې د رسوايۍ عذاب لرې كړ او دوى ته مونږ تر یو وخته پورې فايده وركړه
Verse 99
وَلَوْ شَآءَ رَبُّكَ لَـَٔامَنَ مَن فِى ٱلْأَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِيعًا ۚ أَفَأَنتَ تُكْرِهُ ٱلنَّاسَ حَتَّىٰ يَكُونُوا۟ مُؤْمِنِينَ
Transliteration walaw shāa rabbuka laāmana man fī l-arḍi kulluhum jamīʿan afa-anta tuk'rihu l-nāsa ḥattā yakūnū mu'minīna
Pashto او كه چېرې ستا رب غوښتلى (، نو) خامخا ایمان به راوړى و هغه چا چې په ځمكه كې دي ټول په ټولو، ایا نو ته خلق مجبوروې تر هغه چې دوى مومنان شي؟
Verse 100
وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَن تُؤْمِنَ إِلَّا بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۚ وَيَجْعَلُ ٱلرِّجْسَ عَلَى ٱلَّذِينَ لَا يَعْقِلُونَ
Transliteration wamā kāna linafsin an tu'mina illā bi-idh'ni l-lahi wayajʿalu l-rij'sa ʿalā alladhīna lā yaʿqilūna
Pashto او د هېڅ نفس لپاره ممكن نه دي چې ایمان راوړي مګر په اذن (ارادې) د الله سره او هغه ( الله) عذاب پر هغو كسانو اچوي چې له عقل نه كار نه اخلي
Verse 101
قُلِ ٱنظُرُوا۟ مَاذَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ وَمَا تُغْنِى ٱلْـَٔايَـٰتُ وَٱلنُّذُرُ عَن قَوْمٍ لَّا يُؤْمِنُونَ
Transliteration quli unẓurū mādhā fī l-samāwāti wal-arḍi wamā tugh'nī l-āyātu wal-nudhuru ʿan qawmin lā yu'minūna
Pashto ته (ورته) ووایه: تاسو وګورئ په اسمانونو او ځمكه كې څه (څه دلیلونه) دي او هغه قوم ته له ایتونو او وېروونكیو څخه فايده نه رسي چې ایمان نه راوړي
Verse 102
فَهَلْ يَنتَظِرُونَ إِلَّا مِثْلَ أَيَّامِ ٱلَّذِينَ خَلَوْا۟ مِن قَبْلِهِمْ ۚ قُلْ فَٱنتَظِرُوٓا۟ إِنِّى مَعَكُم مِّنَ ٱلْمُنتَظِرِينَ
Transliteration fahal yantaẓirūna illā mith'la ayyāmi alladhīna khalaw min qablihim qul fa-intaẓirū innī maʿakum mina l-muntaẓirīna
Pashto پس دوى انتظار نه كوي مګر په شان د هغو خلقو د بدو ورځو چې له دوى نه مخكې تېر شوي دي، ته (ورته) ووایه: پس تاسو انتظار كوئ، بېشكه زه (هم) له تاسو سره له انتظار كوونكو څخه یم
Verse 103
ثُمَّ نُنَجِّى رُسُلَنَا وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ۚ كَذَٰلِكَ حَقًّا عَلَيْنَا نُنجِ ٱلْمُؤْمِنِينَ
Transliteration thumma nunajjī rusulanā wa-alladhīna āmanū kadhālika ḥaqqan ʿalaynā nunji l-mu'minīna
Pashto بیا مونږ خپلو رسولانو ته نجات وركوو او همدارنګه هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى، پر مونږ ثابته ده دا چې مونږ به مومنانو ته نجات وركوو
Verse 104
قُلْ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِن كُنتُمْ فِى شَكٍّ مِّن دِينِى فَلَآ أَعْبُدُ ٱلَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلَـٰكِنْ أَعْبُدُ ٱللَّهَ ٱلَّذِى يَتَوَفَّىٰكُمْ ۖ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ
Transliteration qul yāayyuhā l-nāsu in kuntum fī shakkin min dīnī falā aʿbudu alladhīna taʿbudūna min dūni l-lahi walākin aʿbudu l-laha alladhī yatawaffākum wa-umir'tu an akūna mina l-mu'minīna
Pashto ته ووایه: اى خلقو! كه چېرې تاسو زما د دین په باره كې په شك كې یئ، نو زه خو د هغو څیزونو عبادت نه كوم چې تاسو يې له الله نه غير عبادت كوئ او لېكن زه د هغه الله عبادت كوم چې تاسو وفات كوي او ما ته حكم شوى دى چې زه شم له مومنانو څخه
Verse 105
وَأَنْ أَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ
Transliteration wa-an aqim wajhaka lilddīni ḥanīfan walā takūnanna mina l-mush'rikīna
Pashto او دا چې ته خپل مخ دین ته سم ودروه، په دې حال كې چې له باطله حق ته مايله يې او ته هیڅكله هم له مشركانو څخه مه كېږه
Verse 106
وَلَا تَدْعُ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَنفَعُكَ وَلَا يَضُرُّكَ ۖ فَإِن فَعَلْتَ فَإِنَّكَ إِذًا مِّنَ ٱلظَّـٰلِمِينَ
Transliteration walā tadʿu min dūni l-lahi mā lā yanfaʿuka walā yaḍurruka fa-in faʿalta fa-innaka idhan mina l-ẓālimīna
Pashto او له الله نه غير هغه شى مه رابله چې تا ته نه فايده دررسولى شي او نه تا ته ضرر دررسولى شي، نو كه چېرې ته دغه (كار) وكړې، نو بېشكه ته به په دغه وخت كې له ظالمانو څخه يې
Verse 107
وَإِن يَمْسَسْكَ ٱللَّهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهُۥٓ إِلَّا هُوَ ۖ وَإِن يُرِدْكَ بِخَيْرٍ فَلَا رَآدَّ لِفَضْلِهِۦ ۚ يُصِيبُ بِهِۦ مَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ ۚ وَهُوَ ٱلْغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ
Transliteration wa-in yamsaska l-lahu biḍurrin falā kāshifa lahu illā huwa wa-in yurid'ka bikhayrin falā rādda lifaḍlihi yuṣību bihi man yashāu min ʿibādihi wahuwa l-ghafūru l-raḥīmu
Pashto او كه چېرې الله تا ته څه تكلیف درورسوي، نو له هغه نه غير هیڅوك هغه (تكلیف) لره لرې كوونكى نشته او كه چېرې هغه له تا سره د خیر اراده وكړي، نو د هغه فضل لره هېڅ منع كوونكى نشته، په خپلو بنده ګانو كې چا ته چې وغواړي وررسوي يې او هماغه ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
Verse 108
قُلْ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ قَدْ جَآءَكُمُ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكُمْ ۖ فَمَنِ ٱهْتَدَىٰ فَإِنَّمَا يَهْتَدِى لِنَفْسِهِۦ ۖ وَمَن ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا ۖ وَمَآ أَنَا۠ عَلَيْكُم بِوَكِيلٍ
Transliteration qul yāayyuhā l-nāsu qad jāakumu l-ḥaqu min rabbikum famani ih'tadā fa-innamā yahtadī linafsihi waman ḍalla fa-innamā yaḍillu ʿalayhā wamā anā ʿalaykum biwakīlin
Pashto ته ووایه: اى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه حق راغى، نو هغه چا چې هدایت اختيار كړ، نو بېشكه همدا خبره ده چې هغه د خپل ځان لپاره هدایت حاصلوي اوڅوك چې بې لارې شي، نو بېشكه همدا خبره ده چې هغه د خپل ځان په ضرر ګمراه كېږي او زه پر تاسو باندې نګران نه یم
Verse 109
وَٱتَّبِعْ مَا يُوحَىٰٓ إِلَيْكَ وَٱصْبِرْ حَتَّىٰ يَحْكُمَ ٱللَّهُ ۚ وَهُوَ خَيْرُ ٱلْحَـٰكِمِينَ
Transliteration wa-ittabiʿ mā yūḥā ilayka wa-iṣ'bir ḥattā yaḥkuma l-lahu wahuwa khayru l-ḥākimīna
Pashto او ته متابعت كوه د هغه څه چې تا ته وحي كولى شي او صبر كوه تر هغه پورې چې الله فیصله وكړي او هغه تر ټولو غوره فیصله كوونكى دى
Read Surah Yunus in another language
- English (word by word)
- Albanian
- Amazigh
- Amharic
- Assamese
- Azerbaijani
- Bambara
- Bangla
- Bosnian
- Bulgarian
- Chechen
- Chinese
- Czech
- Dari
- Dhivehi
- Dutch
- Finnish
- French
- German
- Gujarati
- Hausa
- Hebrew
- Hindi
- Indonesian
- Italian
- Japanese
- Kannada
- Kazakh
- Khmer
- Kinyarwanda
- Korean
- Kurdish
- Luganda
- Malay
- Malayalam
- Maranao
- Marathi
- Nepali
- Norwegian
- Oromo
- Persian
- Polish
- Portuguese
- Romanian
- Russian
- Sindhi
- Sinhala
- Somali
- Spanish
- Swahili
- Swedish
- Tagalog
- Tajik
- Tamil
- Tatar
- Telugu
- Thai
- Turkish
- Ukrainian
- Urdu
- Uyghur
- Uzbek
- Vietnamese
- Yao
- Yoruba
All 114 surahs in Pashto: the Qur’an in Pashto.
Pashto translation: Zakaria Abulsalam, from Quran.com. Transliteration: Quran.com. Recitation: Mishary Alafasy, from EveryAyah.com. MyDugsi is a learning aid, not a replacement for a qualified teacher.