Surah As-Sajdah in Pashto: translation and audio
Surah 32 · السجدة · The Prostration · 30 verses
Surah As-Sajdah verse by verse: the Arabic with a recitation you can repeat, the transliteration, and the Pashto translation by Zakaria Abulsalam. For the meaning of every word, see Surah As-Sajdah word by word in English.
Verse 1
الٓمٓ
Transliteration alif-lam-meem
Pashto الف، لام، ميم
Verse 2
تَنزِيلُ ٱلْكِتَـٰبِ لَا رَيْبَ فِيهِ مِن رَّبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ
Transliteration tanzīlu l-kitābi lā rayba fīhi min rabbi l-ʿālamīna
Pashto د دغه كتاب نازلول، چې په ده كې هېڅ شك نشته، د رب العالمین له جانبه دي
Verse 3
أَمْ يَقُولُونَ ٱفْتَرَىٰهُ ۚ بَلْ هُوَ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ لِتُنذِرَ قَوْمًا مَّآ أَتَىٰهُم مِّن نَّذِيرٍ مِّن قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ يَهْتَدُونَ
Transliteration am yaqūlūna if'tarāhu bal huwa l-ḥaqu min rabbika litundhira qawman mā atāhum min nadhīrin min qablika laʿallahum yahtadūna
Pashto (بلكې) ایا دوى وايي چې ده (محمدﷺ) دا له خپله ځانه جوړ كړى دى، بلكې همدغه ستا د رب له جانبه حق دى، د دې لپاره چې ته هغه قوم ووېروې چې دوى ته له تا نه مخكې هېڅ وېروونكى نه دى راغلى، د دې لپاره چې دوى سمه لاره ومومي
Verse 4
ٱللَّهُ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِى سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ ٱسْتَوَىٰ عَلَى ٱلْعَرْشِ ۖ مَا لَكُم مِّن دُونِهِۦ مِن وَلِىٍّ وَلَا شَفِيعٍ ۚ أَفَلَا تَتَذَكَّرُونَ
Transliteration al-lahu alladhī khalaqa l-samāwāti wal-arḍa wamā baynahumā fī sittati ayyāmin thumma is'tawā ʿalā l-ʿarshi mā lakum min dūnihi min waliyyin walā shafīʿin afalā tatadhakkarūna
Pashto الله هغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه او هر هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا يې په عرش باندې استوا وكړه، ستاسو لپاره له هغه نه غیر نه هېڅ كارساز شته او نه شفاعت كوونكى، ایا نو تاسو پند نه اخلئ!
Verse 5
يُدَبِّرُ ٱلْأَمْرَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ إِلَى ٱلْأَرْضِ ثُمَّ يَعْرُجُ إِلَيْهِ فِى يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُۥٓ أَلْفَ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّونَ
Transliteration yudabbiru l-amra mina l-samāi ilā l-arḍi thumma yaʿruju ilayhi fī yawmin kāna miq'dāruhu alfa sanatin mimmā taʿuddūna
Pashto هغه د كار تدبیر كوي له اسمان نه ځمكې ته (د قیامت د ورځې پورې)، بیا به ده ته دغه (كار) په هغې ورځ كې خېژي چې د هغې مقدار زر كاله دى، له هغو (كلونو) نه چې تاسو يې شمېرئ
Verse 6
ذَٰلِكَ عَـٰلِمُ ٱلْغَيْبِ وَٱلشَّهَـٰدَةِ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ
Transliteration dhālika ʿālimu l-ghaybi wal-shahādati l-ʿazīzu l-raḥīmu
Pashto دغه (الله) د پټو او ښكاره و عالم دى، چې ښه غالب، بې حده مهربان دى
Verse 7
ٱلَّذِىٓ أَحْسَنَ كُلَّ شَىْءٍ خَلَقَهُۥ ۖ وَبَدَأَ خَلْقَ ٱلْإِنسَـٰنِ مِن طِينٍ
Transliteration alladhī aḥsana kulla shayin khalaqahu wabada-a khalqa l-insāni min ṭīnin
Pashto هغه (الله) چې ښايسته كړى يې دى هر شى چې ده هغه پیدا كړى دى، او د انسان تخلیق يې له خټې نه شروع كړى دى
Verse 8
ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهُۥ مِن سُلَـٰلَةٍ مِّن مَّآءٍ مَّهِينٍ
Transliteration thumma jaʿala naslahu min sulālatin min māin mahīnin
Pashto بیا يې د هغه نسل د ضعیفو حقیرو اوبو له خلاصې نه پیدا كړ
Verse 9
ثُمَّ سَوَّىٰهُ وَنَفَخَ فِيهِ مِن رُّوحِهِۦ ۖ وَجَعَلَ لَكُمُ ٱلسَّمْعَ وَٱلْأَبْصَـٰرَ وَٱلْأَفْـِٔدَةَ ۚ قَلِيلًا مَّا تَشْكُرُونَ
Transliteration thumma sawwāhu wanafakha fīhi min rūḥihi wajaʿala lakumu l-samʿa wal-abṣāra wal-afidata qalīlan mā tashkurūna
Pashto بیا يې هغه برابر كړ او په هغه كې يې له خپله روحه ځنې پو كړل او د هغه لپاره يې غوږونه او سترګې او زړونه پیدا كړل (خو) تاسو ډېر لږ شكر وباسئ
Verse 10
وَقَالُوٓا۟ أَءِذَا ضَلَلْنَا فِى ٱلْأَرْضِ أَءِنَّا لَفِى خَلْقٍ جَدِيدٍۭ ۚ بَلْ هُم بِلِقَآءِ رَبِّهِمْ كَـٰفِرُونَ
Transliteration waqālū a-idhā ḍalalnā fī l-arḍi a-innā lafī khalqin jadīdin bal hum biliqāi rabbihim kāfirūna
Pashto او دوى وايي: ایا كله چې مونږ په ځمكه كې ورك (او خاورې) شو، ایا مونږ به خامخا په رښتیا سره په نوي تخلیق كې یو! بلكې دوى د خپل رب له ملاقات نه انكار كوونكي دي
Verse 11
۞ قُلْ يَتَوَفَّىٰكُم مَّلَكُ ٱلْمَوْتِ ٱلَّذِى وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ
Transliteration qul yatawaffākum malaku l-mawti alladhī wukkila bikum thumma ilā rabbikum tur'jaʿūna
Pashto ته (دوى ته) ووایه: ستاسو روحونه هغه د مرګ مَلَك قبض كوي چې په تاسو مقرر كړى شوى دى، بیا به تاسو خپل رب ته بېرته ورګرځولى شئ
Verse 12
وَلَوْ تَرَىٰٓ إِذِ ٱلْمُجْرِمُونَ نَاكِسُوا۟ رُءُوسِهِمْ عِندَ رَبِّهِمْ رَبَّنَآ أَبْصَرْنَا وَسَمِعْنَا فَٱرْجِعْنَا نَعْمَلْ صَـٰلِحًا إِنَّا مُوقِنُونَ
Transliteration walaw tarā idhi l-muj'rimūna nākisū ruūsihim ʿinda rabbihim rabbanā abṣarnā wasamiʿ'nā fa-ir'jiʿ'nā naʿmal ṣāliḥan innā mūqinūna
Pashto او كه ته ووینې كله چې مجرمان د خپل رب په وړاندې سركوزي وي (د خپلو سرونو ټیټوونكي وي او وايي به) اى زمونږه ربه! مونږ ولیده او مونږ واورېده، نو ته مونږ بېرته بوځه، چې مونږ نېك عمل وكړو، بېشكه مونږ (اوس) یقین كوونكي یو
Verse 13
وَلَوْ شِئْنَا لَـَٔاتَيْنَا كُلَّ نَفْسٍ هُدَىٰهَا وَلَـٰكِنْ حَقَّ ٱلْقَوْلُ مِنِّى لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ ٱلْجِنَّةِ وَٱلنَّاسِ أَجْمَعِينَ
Transliteration walaw shi'nā laātaynā kulla nafsin hudāhā walākin ḥaqqa l-qawlu minnī la-amla-anna jahannama mina l-jinati wal-nāsi ajmaʿīna
Pashto او كه مونږ غوښتلى (نو) مونږ به خامخا هر نفس ته د هغه هدایت وركړى و او لېكن زما له جانبه دغه خبره ثابته (او لازمه) شوې ده چې زه به جهنّم خامخا ضرور له پېریانو او انسانانو، ټولو نه ډكوم
Verse 14
فَذُوقُوا۟ بِمَا نَسِيتُمْ لِقَآءَ يَوْمِكُمْ هَـٰذَآ إِنَّا نَسِينَـٰكُمْ ۖ وَذُوقُوا۟ عَذَابَ ٱلْخُلْدِ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
Transliteration fadhūqū bimā nasītum liqāa yawmikum hādhā innā nasīnākum wadhūqū ʿadhāba l-khul'di bimā kuntum taʿmalūna
Pashto نو تاسو (دا عذاب) وڅكئ په سبب د دې چې تاسو د خپلې دغې ورځې ملاقات هېر كړى و، بېشكه مونږ (هم) تاسو هېر كړئ، نو تاسو (اوس) دغه دايمي عذاب وڅكئ، په سبب د هغو عملونو چې تاسو به كول
Verse 15
إِنَّمَا يُؤْمِنُ بِـَٔايَـٰتِنَا ٱلَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا۟ بِهَا خَرُّوا۟ سُجَّدًا وَسَبَّحُوا۟ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ ۩
Transliteration innamā yu'minu biāyātinā alladhīna idhā dhukkirū bihā kharrū sujjadan wasabbaḥū biḥamdi rabbihim wahum lā yastakbirūna
Pashto بېشكه زمونږ په ایتونو خو يواځې هغه كسان ایمان راوړي چې كله دوى ته په دغو (ایتونو) سره پند وركړى شي، نو پرېوځي، په داسې حال كې چې سجده كوونكي وي او د خپل رب د ستاينې سره تسبیح وايي او دوى تكبر نه كوي
Verse 16
تَتَجَافَىٰ جُنُوبُهُمْ عَنِ ٱلْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَـٰهُمْ يُنفِقُونَ
Transliteration tatajāfā junūbuhum ʿani l-maḍājiʿi yadʿūna rabbahum khawfan waṭamaʿan wamimmā razaqnāhum yunfiqūna
Pashto د دوى ډډې له خپلو خوب ځایونو نه لرې كېږي، دوى خپل رب بولي په وېرې او طمعې سره او له هغه (مال) نه، چې مونږ دوى ته وركړى دى ؛ څه لګوي
Verse 17
فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَّآ أُخْفِىَ لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَآءًۢ بِمَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ
Transliteration falā taʿlamu nafsun mā ukh'fiya lahum min qurrati aʿyunin jazāan bimā kānū yaʿmalūna
Pashto نو هېڅ یو نفس ته معلوم نه دي هغه څه چې د دوى لپاره پټ كړى شوي دي، د سترګو له یخوالي نه، لپاره د بدلې د هغو عملونو چې دوى به كول
Verse 18
أَفَمَن كَانَ مُؤْمِنًا كَمَن كَانَ فَاسِقًا ۚ لَّا يَسْتَوُۥنَ
Transliteration afaman kāna mu'minan kaman kāna fāsiqan lā yastawūna
Pashto ایا هغه څوك چې مومن وي، د هغه چا په شان دى چې فاسق وي؟ دوى سره نه برابرېږي
Verse 19
أَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ فَلَهُمْ جَنَّـٰتُ ٱلْمَأْوَىٰ نُزُلًۢا بِمَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ
Transliteration ammā alladhīna āmanū waʿamilū l-ṣāliḥāti falahum jannātu l-mawā nuzulan bimā kānū yaʿmalūna
Pashto هر چې هغه كسان دي چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، نو د دوى لپاره د استوګنې باغونه دي، د مېلمستیا په طریقه، په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول
Verse 20
وَأَمَّا ٱلَّذِينَ فَسَقُوا۟ فَمَأْوَىٰهُمُ ٱلنَّارُ ۖ كُلَّمَآ أَرَادُوٓا۟ أَن يَخْرُجُوا۟ مِنْهَآ أُعِيدُوا۟ فِيهَا وَقِيلَ لَهُمْ ذُوقُوا۟ عَذَابَ ٱلنَّارِ ٱلَّذِى كُنتُم بِهِۦ تُكَذِّبُونَ
Transliteration wa-ammā alladhīna fasaqū famawāhumu l-nāru kullamā arādū an yakhrujū min'hā uʿīdū fīhā waqīla lahum dhūqū ʿadhāba l-nāri alladhī kuntum bihi tukadhibūna
Pashto او پاتې شو هغه كسان چې فاسقان شوي دي، نو د دوى استوګنه اور دى، هر كله چې دوى اراده وكړي چې له دغه (اور) نه ووځي (نو) بېرته به په هغه كې واپس كړى شي او دوى ته به وویل شي چې تاسو د اور هغه عذاب وڅَكئ چې تاسو به د ده تكذیب كاوه
Verse 21
وَلَنُذِيقَنَّهُم مِّنَ ٱلْعَذَابِ ٱلْأَدْنَىٰ دُونَ ٱلْعَذَابِ ٱلْأَكْبَرِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ
Transliteration walanudhīqannahum mina l-ʿadhābi l-adnā dūna l-ʿadhābi l-akbari laʿallahum yarjiʿūna
Pashto او مونږ به خامخا هرومرو په دوى د نژدې (لږ) عذاب نه وڅكوو، له ډېر لوى عذاب نه مخكې، د دې لپاره چې دوى (له كفر نه اسلام ته) راوګرځي
Verse 22
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن ذُكِّرَ بِـَٔايَـٰتِ رَبِّهِۦ ثُمَّ أَعْرَضَ عَنْهَآ ۚ إِنَّا مِنَ ٱلْمُجْرِمِينَ مُنتَقِمُونَ
Transliteration waman aẓlamu mimman dhukkira biāyāti rabbihi thumma aʿraḍa ʿanhā innā mina l-muj'rimīna muntaqimūna
Pashto او څوك دى لوى ظالم له هغه چا نه چې هغه ته د خپل رب په ایتونو سره پند وركړى شي، بیا هغه له دغو (ایتونو) نه مخ وګرځوي، بېشكه مونږ له مجرمانو نه انتقام اخيستونكي یو
Verse 23
وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَـٰبَ فَلَا تَكُن فِى مِرْيَةٍ مِّن لِّقَآئِهِۦ ۖ وَجَعَلْنَـٰهُ هُدًى لِّبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ
Transliteration walaqad ātaynā mūsā l-kitāba falā takun fī mir'yatin min liqāihi wajaʿalnāhu hudan libanī is'rāīla
Pashto او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، نو ته د هغه (موسٰى) له ملاقات نه مه په شك كې كېږه او مونږ هغه د بني اسرائیلو لپاره هدایت ګرځولى و
Verse 24
وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا۟ ۖ وَكَانُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا يُوقِنُونَ
Transliteration wajaʿalnā min'hum a-immatan yahdūna bi-amrinā lammā ṣabarū wakānū biāyātinā yūqinūna
Pashto او مونږ په دوى كې ځینې امامان ګرځولي وو چې زمونږ په حكم سره به يې (خلقو ته) لار ښودنه كوله كله چې دوى صبر وكړ، او دوى زمونږ په ایتونو یقین كاوه
Verse 25
إِنَّ رَبَّكَ هُوَ يَفْصِلُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ فِيمَا كَانُوا۟ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ
Transliteration inna rabbaka huwa yafṣilu baynahum yawma l-qiyāmati fīmā kānū fīhi yakhtalifūna
Pashto بېشكه همدغه ستا رب به د قیامت په ورځ د دوى په مینځ كې فیصله كوي، په هغو خبرو كې چې دوى به په هغو كې اختلاف كاوه
Verse 26
أَوَلَمْ يَهْدِ لَهُمْ كَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَبْلِهِم مِّنَ ٱلْقُرُونِ يَمْشُونَ فِى مَسَـٰكِنِهِمْ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍ ۖ أَفَلَا يَسْمَعُونَ
Transliteration awalam yahdi lahum kam ahlaknā min qablihim mina l-qurūni yamshūna fī masākinihim inna fī dhālika laāyātin afalā yasmaʿūna
Pashto ایا دوى ته ښكاره شوې نه ده چې مونږ له دوى نه مخكې څومره ډېرې پېړۍ هلاكې كړې دي، چې دوى د هغو په (ورانو) استوګنو كې (تل) تېرېږي، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي، ایا نو دوى نه اوري!
Verse 27
أَوَلَمْ يَرَوْا۟ أَنَّا نَسُوقُ ٱلْمَآءَ إِلَى ٱلْأَرْضِ ٱلْجُرُزِ فَنُخْرِجُ بِهِۦ زَرْعًا تَأْكُلُ مِنْهُ أَنْعَـٰمُهُمْ وَأَنفُسُهُمْ ۖ أَفَلَا يُبْصِرُونَ
Transliteration awalam yaraw annā nasūqu l-māa ilā l-arḍi l-juruzi fanukh'riju bihi zarʿan takulu min'hu anʿāmuhum wa-anfusuhum afalā yub'ṣirūna
Pashto او ایا دوى نه دي لیدلي چې بېشكه مونږ وچې (ګیاه ختمې شوې) ځمكې ته اوبه لېږو، نو په دغو (اوبو) سره هغه فصل راوباسو چې له هغه نه د دوى څاروي او د دوى نفسونه خوراك كوي، ایا نو دوى نه ویني
Verse 28
وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَـٰذَا ٱلْفَتْحُ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ
Transliteration wayaqūlūna matā hādhā l-fatḥu in kuntum ṣādiqīna
Pashto او دوى وايي: دغه فیصله به كله وي، كه تاسو رښتیني يئ؟
Verse 29
قُلْ يَوْمَ ٱلْفَتْحِ لَا يَنفَعُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِيمَـٰنُهُمْ وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ
Transliteration qul yawma l-fatḥi lā yanfaʿu alladhīna kafarū īmānuhum walā hum yunẓarūna
Pashto ته (دوى ته) ووایه: د فیصلې په ورځ به كافران شویو كسانو ته د هغوى ایمان راوړل فايده ورنكړي او نه به دوى ته مهلت وركولى شي
Verse 30
فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَٱنتَظِرْ إِنَّهُم مُّنتَظِرُونَ
Transliteration fa-aʿriḍ ʿanhum wa-intaẓir innahum muntaẓirūna
Pashto نو ته له دوى نه مخ واړوه او انتظار كوه، بېشكه دوى (هم) انتظار كوونكي دي
Read Surah As-Sajdah in another language
- English (word by word)
- Albanian
- Amazigh
- Amharic
- Assamese
- Azerbaijani
- Bambara
- Bangla
- Bosnian
- Bulgarian
- Chechen
- Chinese
- Czech
- Dari
- Dhivehi
- Dutch
- Finnish
- French
- German
- Gujarati
- Hausa
- Hebrew
- Hindi
- Indonesian
- Italian
- Japanese
- Kannada
- Kazakh
- Khmer
- Kinyarwanda
- Korean
- Kurdish
- Luganda
- Malay
- Malayalam
- Maranao
- Marathi
- Nepali
- Norwegian
- Oromo
- Persian
- Polish
- Portuguese
- Romanian
- Russian
- Sindhi
- Sinhala
- Somali
- Spanish
- Swahili
- Swedish
- Tagalog
- Tajik
- Tamil
- Tatar
- Telugu
- Thai
- Turkish
- Ukrainian
- Urdu
- Uyghur
- Uzbek
- Vietnamese
- Yao
- Yoruba
All 114 surahs in Pashto: the Qur’an in Pashto.
Pashto translation: Zakaria Abulsalam, from Quran.com. Transliteration: Quran.com. Recitation: Mishary Alafasy, from EveryAyah.com. MyDugsi is a learning aid, not a replacement for a qualified teacher.