MyDugsiStart learning

Surah Ar-Rahman in Pashto: translation and audio

Surah 55 · الرحمن · The Beneficent · 78 verses

Surah Ar-Rahman verse by verse: the Arabic with a recitation you can repeat, the transliteration, and the Pashto translation by Zakaria Abulsalam. For the meaning of every word, see Surah Ar-Rahman word by word in English.

Verse 1

ٱلرَّحْمَـٰنُ

Transliteration al-raḥmānu

Pashto ډېر زیات مهربان ذات

Verse 2

عَلَّمَ ٱلْقُرْءَانَ

Transliteration ʿallama l-qur'āna

Pashto (دا) قرآن ښودلى دى

Verse 3

خَلَقَ ٱلْإِنسَـٰنَ

Transliteration khalaqa l-insāna

Pashto هغه انسان پیدا كړى دى

Verse 4

عَلَّمَهُ ٱلْبَيَانَ

Transliteration ʿallamahu l-bayāna

Pashto ده ته يې بیان (او وینا) كول ښودلي دي

Verse 5

ٱلشَّمْسُ وَٱلْقَمَرُ بِحُسْبَانٍ

Transliteration al-shamsu wal-qamaru biḥus'bānin

Pashto لمر او سپوږۍ په حساب سره (روان) دي

Verse 6

وَٱلنَّجْمُ وَٱلشَّجَرُ يَسْجُدَانِ

Transliteration wal-najmu wal-shajaru yasjudāni

Pashto او ستوري / واښه او ونې دواړه سجدې كوي

Verse 7

وَٱلسَّمَآءَ رَفَعَهَا وَوَضَعَ ٱلْمِيزَانَ

Transliteration wal-samāa rafaʿahā wawaḍaʿa l-mīzāna

Pashto او اسمان لره، دا هغه پورته (اوچت) كړى دى او تله يې اېښې (مقرر كړې) ده

Verse 8

أَلَّا تَطْغَوْا۟ فِى ٱلْمِيزَانِ

Transliteration allā taṭghaw fī l-mīzāni

Pashto (د دې لپاره) چې تاسو په تله كې تېرى ونه كړئ

Verse 9

وَأَقِيمُوا۟ ٱلْوَزْنَ بِٱلْقِسْطِ وَلَا تُخْسِرُوا۟ ٱلْمِيزَانَ

Transliteration wa-aqīmū l-wazna bil-qis'ṭi walā tukh'sirū l-mīzāna

Pashto او تاسو په انصاف سره وزن برابروئ او په تول كې كمى مه كوئ

Verse 10

وَٱلْأَرْضَ وَضَعَهَا لِلْأَنَامِ

Transliteration wal-arḍa waḍaʿahā lil'anāmi

Pashto او ځمكې لره، هغه دا د ژوندیو لپاره غوړولې ده

Verse 11

فِيهَا فَـٰكِهَةٌ وَٱلنَّخْلُ ذَاتُ ٱلْأَكْمَامِ

Transliteration fīhā fākihatun wal-nakhlu dhātu l-akmāmi

Pashto په دې كې مېوې دي او د پوښونو والا د كجورو ونې دي

Verse 12

وَٱلْحَبُّ ذُو ٱلْعَصْفِ وَٱلرَّيْحَانُ

Transliteration wal-ḥabu dhū l-ʿaṣfi wal-rayḥānu

Pashto او د وښو (بوسو) والا دانې دي او خوشبویه ګلان دي

Verse 13

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو (اى انسانانو او پېریانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ (او ترې منكرېږئ)

Verse 14

خَلَقَ ٱلْإِنسَـٰنَ مِن صَلْصَـٰلٍ كَٱلْفَخَّارِ

Transliteration khalaqa l-insāna min ṣalṣālin kal-fakhāri

Pashto انسان يې د كودرې په شان له وچې كړنګېدونكې خټې نه پیدا كړى دى

Verse 15

وَخَلَقَ ٱلْجَآنَّ مِن مَّارِجٍ مِّن نَّارٍ

Transliteration wakhalaqa l-jāna min mārijin min nārin

Pashto او جان (د پېریانو پلار) يې د اور له خالصې (بې لوګي) شغلې نه پیدا كړى دى

Verse 16

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

Verse 17

رَبُّ ٱلْمَشْرِقَيْنِ وَرَبُّ ٱلْمَغْرِبَيْنِ

Transliteration rabbu l-mashriqayni warabbu l-maghribayni

Pashto (هغه د ژمي او د اوړي) د دواړو مشرقونو رب دى او (د ژمي او د اوړي) د دواړو مغربونو رب دى

Verse 18

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

Verse 19

مَرَجَ ٱلْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ

Transliteration maraja l-baḥrayni yaltaqiyāni

Pashto هغه دوه سمندرونه بهولي دي، په دې حال كې چې یوله بله سره میلاوېږي

Verse 20

بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا يَبْغِيَانِ

Transliteration baynahumā barzakhun lā yabghiyāni

Pashto د دواړو په مینځ كې یوه پرده ده، چې په یو بل باندې نه ورګډېږي

Verse 21

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

Verse 22

يَخْرُجُ مِنْهُمَا ٱللُّؤْلُؤُ وَٱلْمَرْجَانُ

Transliteration yakhruju min'humā l-lu'lu-u wal-marjānu

Pashto له دواړو (د سمندرونو) نه ملغلرې او مرجان راوځي

Verse 23

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

Verse 24

وَلَهُ ٱلْجَوَارِ ٱلْمُنشَـَٔاتُ فِى ٱلْبَحْرِ كَٱلْأَعْلَـٰمِ

Transliteration walahu l-jawāri l-munshaātu fī l-baḥri kal-aʿlāmi

Pashto او خاص هغه لره دي په سمندر كې بادبان پورته كړى شوې بېړۍ، لكه غرونه

Verse 25

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

Verse 26

كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ

Transliteration kullu man ʿalayhā fānin

Pashto هر هغه څوك چې په دې (ځمكې) باندې دي؛ فاني كېدونكي دي

Verse 27

وَيَبْقَىٰ وَجْهُ رَبِّكَ ذُو ٱلْجَلَـٰلِ وَٱلْإِكْرَامِ

Transliteration wayabqā wajhu rabbika dhū l-jalāli wal-ik'rāmi

Pashto او باقي به پاتې شي ستا د رب مخ (ذات) چې د جلال او د عزت خاوند دى

Verse 28

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو (اى انسانانو او پېریانو! ) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې كوم یو دروغ ګڼئ ؟

Verse 29

يَسْـَٔلُهُۥ مَن فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِى شَأْنٍ

Transliteration yasaluhu man fī l-samāwāti wal-arḍi kulla yawmin huwa fī shanin

Pashto له ده نه سوال كوي هر هغه څوك چې په ا سمانونو او ځمكه كې دي، هر وخت هغه په یوكار كې دى

Verse 30

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

Verse 31

سَنَفْرُغُ لَكُمْ أَيُّهَ ٱلثَّقَلَانِ

Transliteration sanafrughu lakum ayyuha l-thaqalāni

Pashto ژر ده چې مونږ به تاسو ته وزګار شو، اى دوه درنو قبیلو (انسانانو او پېریانو!)

Verse 32

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

Verse 33

يَـٰمَعْشَرَ ٱلْجِنِّ وَٱلْإِنسِ إِنِ ٱسْتَطَعْتُمْ أَن تَنفُذُوا۟ مِنْ أَقْطَارِ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ فَٱنفُذُوا۟ ۚ لَا تَنفُذُونَ إِلَّا بِسُلْطَـٰنٍ

Transliteration yāmaʿshara l-jini wal-insi ini is'taṭaʿtum an tanfudhū min aqṭāri l-samāwāti wal-arḍi fa-unfudhū lā tanfudhūna illā bisul'ṭānin

Pashto اى د پېریانو او انسانانو ډلې! كه چېرې تاسو د دې طاقت لرئ چې تاسو د اسمانونو او ځمكې له غاړو نه بهر ووځئ، نو ووځئ او تاسو به بهر ونه وتلى شئ مګر په قوت (او زور) سره

Verse 34

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو (اى پېریانو او انسانانو!) تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

Verse 35

يُرْسَلُ عَلَيْكُمَا شُوَاظٌ مِّن نَّارٍ وَنُحَاسٌ فَلَا تَنتَصِرَانِ

Transliteration yur'salu ʿalaykumā shuwāẓun min nārin wanuḥāsun falā tantaṣirāni

Pashto په تاسو دواړو (ډلو) باندې به د اور خالصې لمبې او لوګى درخوشې كړى شي، بیا به تاسو یوله بل سره مدد نشئ كولى

Verse 36

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو تاسو دواړه (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې له كوم كوم نه انكار كوئ؟

Verse 37

فَإِذَا ٱنشَقَّتِ ٱلسَّمَآءُ فَكَانَتْ وَرْدَةً كَٱلدِّهَانِ

Transliteration fa-idhā inshaqqati l-samāu fakānat wardatan kal-dihāni

Pashto بیا چې كله اسمان څیرې شي، نو سور رنګه ګل به شي، لكه د سرې څرمنې

Verse 38

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو تاسو دواړه (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

Verse 39

فَيَوْمَئِذٍ لَّا يُسْـَٔلُ عَن ذَنۢبِهِۦٓ إِنسٌ وَلَا جَآنٌّ

Transliteration fayawma-idhin lā yus'alu ʿan dhanbihi insun walā jānnun

Pashto نو په دغې ورځ كې به د خپلې ګناه په باره كې نه له انسان نه پوښتنه كولى شي او نه له پېري نه

Verse 40

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو (اى پېریانو او انسانانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

Verse 41

يُعْرَفُ ٱلْمُجْرِمُونَ بِسِيمَـٰهُمْ فَيُؤْخَذُ بِٱلنَّوَٰصِى وَٱلْأَقْدَامِ

Transliteration yuʿ'rafu l-muj'rimūna bisīmāhum fayu'khadhu bil-nawāṣī wal-aqdāmi

Pashto مجرمان به په خپلو نښو سره پېژندلى شي، نو (د مجرمانو) وچولي او قدمونه به ونیولى شي

Verse 42

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو (اى پېريانو او انسانانو!) تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم يوه تكذيب كوئ

Verse 43

هَـٰذِهِۦ جَهَنَّمُ ٱلَّتِى يُكَذِّبُ بِهَا ٱلْمُجْرِمُونَ

Transliteration hādhihi jahannamu allatī yukadhibu bihā l-muj'rimūna

Pashto دا هغه دوزخ دى چې مجرمانو (كافرانو) به دا دروغ ګاڼه

Verse 44

يَطُوفُونَ بَيْنَهَا وَبَيْنَ حَمِيمٍ ءَانٍ

Transliteration yaṭūfūna baynahā wabayna ḥamīmin ānin

Pashto دوى به د دغه (دوزخ) په مینځ كې او د ډېرو ګرمو اوبو په مینځ كې ګرځي

Verse 45

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو (اى پېریانو او انسانانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه انكار كوئ؟

Verse 46

وَلِمَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِۦ جَنَّتَانِ

Transliteration waliman khāfa maqāma rabbihi jannatāni

Pashto او د هغه چا لپاره چې د خپل رب په واړندې له ودرېدلو نه وېرېږي، دوه جنتونه دي

Verse 47

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

Verse 48

ذَوَاتَآ أَفْنَانٍ

Transliteration dhawātā afnānin

Pashto (دغه جنتونه) د ډېرو ډېرو څانګو والا دي

Verse 49

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې كوم كوم دروغ ګڼئ

Verse 50

فِيهِمَا عَيْنَانِ تَجْرِيَانِ

Transliteration fīhimā ʿaynāni tajriyāni

Pashto په دغو دواړو (جنتونو) كې دوه چینې دي چې بهېږي

Verse 51

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې له كوم یو نه انكار كوئ

Verse 52

فِيهِمَا مِن كُلِّ فَـٰكِهَةٍ زَوْجَانِ

Transliteration fīhimā min kulli fākihatin zawjāni

Pashto په دغو (جنتونو) كې له هرې مېوې نه دوه دوه قسمه دي

Verse 53

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

Verse 54

مُتَّكِـِٔينَ عَلَىٰ فُرُشٍۭ بَطَآئِنُهَا مِنْ إِسْتَبْرَقٍ ۚ وَجَنَى ٱلْجَنَّتَيْنِ دَانٍ

Transliteration muttakiīna ʿalā furushin baṭāinuhā min is'tabraqin wajanā l-janatayni dānin

Pashto په داسې حال كې چې دوى به په داسې فرشونو باندې تكیه وهونكي وي چې د هغو استرونه به له پېړو ورېښمو څخه وي او د دواړو جنتونو مېوې به نژدې وي

Verse 55

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

Verse 56

فِيهِنَّ قَـٰصِرَٰتُ ٱلطَّرْفِ لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَآنٌّ

Transliteration fīhinna qāṣirātu l-ṭarfi lam yaṭmith'hunna insun qablahum walā jānnun

Pashto په دغو (جنتونو) كې به د سترګو رامنع كوونكې حورې وي، چې له دغو (جنتي خاوندانو) نه به مخكې دوى ته نه بل انسان لاس وروړى وي او نه پېري

Verse 57

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

Verse 58

كَأَنَّهُنَّ ٱلْيَاقُوتُ وَٱلْمَرْجَانُ

Transliteration ka-annahunna l-yāqūtu wal-marjānu

Pashto ګویا كې دغه (حورې) یاقوت لعل دي، یا مرجان دي

Verse 59

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

Verse 60

هَلْ جَزَآءُ ٱلْإِحْسَـٰنِ إِلَّا ٱلْإِحْسَـٰنُ

Transliteration hal jazāu l-iḥ'sāni illā l-iḥ'sānu

Pashto د احسان بدل نه دى مګر احسان (او نېكي) كول

Verse 61

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

Verse 62

وَمِن دُونِهِمَا جَنَّتَانِ

Transliteration wamin dūnihimā jannatāni

Pashto او له دغو دواړو نه غیر دوه نور جنتونه دي

Verse 63

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

Verse 64

مُدْهَآمَّتَانِ

Transliteration mud'hāmmatāni

Pashto تك تور دي (له ډېر شین والي او خړوب والي نه)

Verse 65

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

Verse 66

فِيهِمَا عَيْنَانِ نَضَّاخَتَانِ

Transliteration fīhimā ʿaynāni naḍḍākhatāni

Pashto په دغو دواړو كې دوه جوش وهونكې چینې دي

Verse 67

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

Verse 68

فِيهِمَا فَـٰكِهَةٌ وَنَخْلٌ وَرُمَّانٌ

Transliteration fīhimā fākihatun wanakhlun warummānun

Pashto په دغو دواړو كې مېوې او كجورې او انار دي

Verse 69

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

Verse 70

فِيهِنَّ خَيْرَٰتٌ حِسَانٌ

Transliteration fīhinna khayrātun ḥisānun

Pashto په دغو (جنتونو) كې ډېرې غوره (نېك سیرتې) ډېرې ښكلې حورې دي

Verse 71

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

Verse 72

حُورٌ مَّقْصُورَٰتٌ فِى ٱلْخِيَامِ

Transliteration ḥūrun maqṣūrātun fī l-khiyāmi

Pashto په خېمو كې محفوظې ساتلې شوې حورې به وي

Verse 73

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

Verse 74

لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَآنٌّ

Transliteration lam yaṭmith'hunna insun qablahum walā jānnun

Pashto چې له دغو (جنتي خاوندانو) نه به مخكې دوى ته نه انسان لاس وروړى وي او نه پېري

Verse 75

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

Verse 76

مُتَّكِـِٔينَ عَلَىٰ رَفْرَفٍ خُضْرٍ وَعَبْقَرِىٍّ حِسَانٍ

Transliteration muttakiīna ʿalā rafrafin khuḍ'rin waʿabqariyyin ḥisānin

Pashto په داسې حال كې چې تكیه كوونكي به وي په شین رنګه بالښتونو او په ډېرو نفیسو ښكلو فرشونو باندې

Verse 77

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

Transliteration fabi-ayyi ālāi rabbikumā tukadhibāni

Pashto نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

Verse 78

تَبَـٰرَكَ ٱسْمُ رَبِّكَ ذِى ٱلْجَلَـٰلِ وَٱلْإِكْرَامِ

Transliteration tabāraka us'mu rabbika dhī l-jalāli wal-ik'rāmi

Pashto ډېر بركتي دى ستا د رب نوم، چې د جلال او د اكرام (عزت وركولو) والا دى

Read Surah Ar-Rahman in another language

All languages

All 114 surahs in Pashto: the Qur’an in Pashto.

Learn it in MyDugsi

Pashto translation: Zakaria Abulsalam, from Quran.com. Transliteration: Quran.com. Recitation: Mishary Alafasy, from EveryAyah.com. MyDugsi is a learning aid, not a replacement for a qualified teacher.