MyDugsiStart learning

Surah Al-Fath in Pashto: translation and audio

Surah 48 · الفتح · The Victory · 29 verses

Surah Al-Fath verse by verse: the Arabic with a recitation you can repeat, the transliteration, and the Pashto translation by Zakaria Abulsalam. For the meaning of every word, see Surah Al-Fath word by word in English.

Verse 1

إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا

Transliteration innā fataḥnā laka fatḥan mubīnan

Pashto بېشكه مونږ تا ته فتح دركړې ده، ښكاره فتح

Verse 2

لِّيَغْفِرَ لَكَ ٱللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِن ذَنۢبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُۥ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَٰطًا مُّسْتَقِيمًا

Transliteration liyaghfira laka l-lahu mā taqaddama min dhanbika wamā ta-akhara wayutimma niʿ'matahu ʿalayka wayahdiyaka ṣirāṭan mus'taqīman

Pashto د دې لپاره چې الله تا ته ستا هغه ګناهونه وبخښي چې مخكې تېرې شوي دي او هغه چې وروسته دي او په تا باندې خپل نعمتونه پوره كړي او تا ته نېغه لاره وښيي

Verse 3

وَيَنصُرَكَ ٱللَّهُ نَصْرًا عَزِيزًا

Transliteration wayanṣuraka l-lahu naṣran ʿazīzan

Pashto او د دې لپاره چې الله ستا مدد وكړي، زبردست مدد كول

Verse 4

هُوَ ٱلَّذِىٓ أَنزَلَ ٱلسَّكِينَةَ فِى قُلُوبِ ٱلْمُؤْمِنِينَ لِيَزْدَادُوٓا۟ إِيمَـٰنًا مَّعَ إِيمَـٰنِهِمْ ۗ وَلِلَّهِ جُنُودُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا

Transliteration huwa alladhī anzala l-sakīnata fī qulūbi l-mu'minīna liyazdādū īmānan maʿa īmānihim walillahi junūdu l-samāwāti wal-arḍi wakāna l-lahu ʿalīman ḥakīman

Pashto دغه (الله) هغه ذات دى چې د مومنانو په زړونو كې يې سكون (اطمینان) نازل كړ، د دې لپاره چې دوى د خپل (مخكیني) ایمان سره د ایمان په لحاظ نور ورزیات شي او خاص الله لره د اسمانونو او ځمكې لښكرې دي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى

Verse 5

لِّيُدْخِلَ ٱلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُؤْمِنَـٰتِ جَنَّـٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ خَـٰلِدِينَ فِيهَا وَيُكَفِّرَ عَنْهُمْ سَيِّـَٔاتِهِمْ ۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عِندَ ٱللَّهِ فَوْزًا عَظِيمًا

Transliteration liyud'khila l-mu'minīna wal-mu'mināti jannātin tajrī min taḥtihā l-anhāru khālidīna fīhā wayukaffira ʿanhum sayyiātihim wakāna dhālika ʿinda l-lahi fawzan ʿaẓīman

Pashto د دې لپاره چې هغه مومنان سړي او مومنې ښځې داسې جنتونو ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي او (د دې لپاره چې) هغه (الله) له دوى نه د دوى ګناهونه لرې كړي، او دغه د الله په نیز ډېره لویه كامیابي ده

Verse 6

وَيُعَذِّبَ ٱلْمُنَـٰفِقِينَ وَٱلْمُنَـٰفِقَـٰتِ وَٱلْمُشْرِكِينَ وَٱلْمُشْرِكَـٰتِ ٱلظَّآنِّينَ بِٱللَّهِ ظَنَّ ٱلسَّوْءِ ۚ عَلَيْهِمْ دَآئِرَةُ ٱلسَّوْءِ ۖ وَغَضِبَ ٱللَّهُ عَلَيْهِمْ وَلَعَنَهُمْ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَهَنَّمَ ۖ وَسَآءَتْ مَصِيرًا

Transliteration wayuʿadhiba l-munāfiqīna wal-munāfiqāti wal-mush'rikīna wal-mush'rikāti l-ẓānīna bil-lahi ẓanna l-sawi ʿalayhim dāiratu l-sawi waghaḍiba l-lahu ʿalayhim walaʿanahum wa-aʿadda lahum jahannama wasāat maṣīran

Pashto او د دې لپاره چې منافقو سړیو او منافقو ښځو او مشركو سړیو او مشركو ښځو ته عذاب وركړي، هغه چې په الله باندې ګمان كوونكي دي، بدګمان، په دوى دې د بدۍ راګرځېدل وي، او الله په دوى باندې غضب كړى دى او په دوى يې لعنت كړى دى او د دوى لپاره يې جهنم تیار كړى دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى

Verse 7

وَلِلَّهِ جُنُودُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا

Transliteration walillahi junūdu l-samāwāti wal-arḍi wakāna l-lahu ʿazīzan ḥakīman

Pashto او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې لښكرې دي او الله له ازله ښه غالب، ښه حكمت والا دى

Verse 8

إِنَّآ أَرْسَلْنَـٰكَ شَـٰهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا

Transliteration innā arsalnāka shāhidan wamubashiran wanadhīran

Pashto بېشكه مونږ ته شاهد او زېرى وركوونكى او وېروونكى لېږلى يې

Verse 9

لِّتُؤْمِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَتُعَزِّرُوهُ وَتُوَقِّرُوهُ وَتُسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلًا

Transliteration litu'minū bil-lahi warasūlihi watuʿazzirūhu watuwaqqirūhu watusabbiḥūhu buk'ratan wa-aṣīlan

Pashto د دې لپاره چې تاسو (اى خلقو!) په الله او د هغه په رسول ایمان راوړئ او د هغه (الله) مدد وكړئ او د هغه تعظیم وكړئ او سبا او بېګا د هغه تسبیح بیان كړئ

Verse 10

إِنَّ ٱلَّذِينَ يُبَايِعُونَكَ إِنَّمَا يُبَايِعُونَ ٱللَّهَ يَدُ ٱللَّهِ فَوْقَ أَيْدِيهِمْ ۚ فَمَن نَّكَثَ فَإِنَّمَا يَنكُثُ عَلَىٰ نَفْسِهِۦ ۖ وَمَنْ أَوْفَىٰ بِمَا عَـٰهَدَ عَلَيْهُ ٱللَّهَ فَسَيُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا

Transliteration inna alladhīna yubāyiʿūnaka innamā yubāyiʿūna l-laha yadu l-lahi fawqa aydīhim faman nakatha fa-innamā yankuthu ʿalā nafsihi waman awfā bimā ʿāhada ʿalayhu l-laha fasayu'tīhi ajran ʿaẓīman

Pashto بېشكه هغه كسان چې له تا سره بیعت كوي، بېشكه همدا خبره ده چې دوى خو له الله سره بیعت كوي، د الله لاس د دوى د لاسونو له پاسه دى، نو هغه چا چې (دا بیعت) مات كړ، نو بېشكه همدا خبره ده چې د خپل ځان په ضرر يې ماتوي او هغه څوك چې په هغه څه وفا وكړي چې په هغه يې له الله سره عهد كړى دى، نو ده ته به هغه خامخا ډېر لوى اجر وركړي

Verse 11

سَيَقُولُ لَكَ ٱلْمُخَلَّفُونَ مِنَ ٱلْأَعْرَابِ شَغَلَتْنَآ أَمْوَٰلُنَا وَأَهْلُونَا فَٱسْتَغْفِرْ لَنَا ۚ يَقُولُونَ بِأَلْسِنَتِهِم مَّا لَيْسَ فِى قُلُوبِهِمْ ۚ قُلْ فَمَن يَمْلِكُ لَكُم مِّنَ ٱللَّهِ شَيْـًٔا إِنْ أَرَادَ بِكُمْ ضَرًّا أَوْ أَرَادَ بِكُمْ نَفْعًۢا ۚ بَلْ كَانَ ٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًۢا

Transliteration sayaqūlu laka l-mukhalafūna mina l-aʿrābi shaghalatnā amwālunā wa-ahlūnā fa-is'taghfir lanā yaqūlūna bi-alsinatihim mā laysa fī qulūbihim qul faman yamliku lakum mina l-lahi shayan in arāda bikum ḍarran aw arāda bikum nafʿan bal kāna l-lahu bimā taʿmalūna khabīran

Pashto ژر ده چې تا ته په اَعرابو كې وروسته پاتې كړى شوي كسان ووايي: مونږ خپلو مالونو او خپلوكورنيو مشغول كړي وو، لهٰذا ته زمونږ لپاره بخښنه وغواړه، دوى په خپلو ژبو سره هغه خبرې وايي چې د دوى په زړونو كې هغه نشته، ته (دوى ته) ووایه: نو تاسو لپاره د الله (له عذاب) نه څوك د څه شي اختیار لرلى شي، كه هغه (الله) تاسو ته د ضرر رسولو اراده وكړي، یا تاسو ته د نفعې رسولو اراده وكړي، بلكې الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ؛ ښه خبردار دى

Verse 12

بَلْ ظَنَنتُمْ أَن لَّن يَنقَلِبَ ٱلرَّسُولُ وَٱلْمُؤْمِنُونَ إِلَىٰٓ أَهْلِيهِمْ أَبَدًا وَزُيِّنَ ذَٰلِكَ فِى قُلُوبِكُمْ وَظَنَنتُمْ ظَنَّ ٱلسَّوْءِ وَكُنتُمْ قَوْمًۢا بُورًا

Transliteration bal ẓanantum an lan yanqaliba l-rasūlu wal-mu'minūna ilā ahlīhim abadan wazuyyina dhālika fī qulūbikum waẓanantum ẓanna l-sawi wakuntum qawman būran

Pashto بلكې (اصل خبره دا ده چې) تاسو دا ګمان كړى و چې رسول او مومنان به خپلو كورنيو ته هېڅ كله هم بېرته له سره را ونه ګرځي او دغه خبره ستاسو په زړونو كې ښايسته كړى شوه او تاسو ګمان وكړ، بدګمان، او تاسو هلاكېدونكى قوم شوئ

Verse 13

وَمَن لَّمْ يُؤْمِنۢ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ فَإِنَّآ أَعْتَدْنَا لِلْكَـٰفِرِينَ سَعِيرًا

Transliteration waman lam yu'min bil-lahi warasūlihi fa-innā aʿtadnā lil'kāfirīna saʿīran

Pashto او هر څوك چې په الله او د هغه په رسول ایمان رانه وړي، نو بېشكه مونږ د كافرانو لپاره لمبې وهونكى اور تیار كړى دى

Verse 14

وَلِلَّهِ مُلْكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ يَغْفِرُ لِمَن يَشَآءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَآءُ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا

Transliteration walillahi mul'ku l-samāwāti wal-arḍi yaghfiru liman yashāu wayuʿadhibu man yashāu wakāna l-lahu ghafūran raḥīman

Pashto او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې باچايي ده، چا ته چې وغواړي بخښنه كوي او چا ته چې وغواړي عذاب وركوي او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

Verse 15

سَيَقُولُ ٱلْمُخَلَّفُونَ إِذَا ٱنطَلَقْتُمْ إِلَىٰ مَغَانِمَ لِتَأْخُذُوهَا ذَرُونَا نَتَّبِعْكُمْ ۖ يُرِيدُونَ أَن يُبَدِّلُوا۟ كَلَـٰمَ ٱللَّهِ ۚ قُل لَّن تَتَّبِعُونَا كَذَٰلِكُمْ قَالَ ٱللَّهُ مِن قَبْلُ ۖ فَسَيَقُولُونَ بَلْ تَحْسُدُونَنَا ۚ بَلْ كَانُوا۟ لَا يَفْقَهُونَ إِلَّا قَلِيلًا

Transliteration sayaqūlu l-mukhalafūna idhā inṭalaqtum ilā maghānima litakhudhūhā dharūnā nattabiʿ'kum yurīdūna an yubaddilū kalāma l-lahi qul lan tattabiʿūnā kadhālikum qāla l-lahu min qablu fasayaqūlūna bal taḥsudūnanā bal kānū lā yafqahūna illā qalīlan

Pashto ژر به وروسته پاتې كړى شوي كسان ووايي، كله چې تاسو غنیمتونو ته روان شئ، د دې لپاره چې هغه راونیسئ: تاسو مونږ پرېږدئ چې تاسو پسې روان شو، دوى غواړي چې د الله كلام بدل كړي، ته (دوى ته) ووایه: تاسو به زمونږ پسې له سره رانشئ، الله همداسې مخكې له دې نه فرمایلي دي: بیا به ژر چې دوى ووايي: بلكې تاسو زمونږ سره حسد كوئ (داسې نه ده) بلكې دوى نه پوهېدل مګر ډېر لږ څه

Verse 16

قُل لِّلْمُخَلَّفِينَ مِنَ ٱلْأَعْرَابِ سَتُدْعَوْنَ إِلَىٰ قَوْمٍ أُو۟لِى بَأْسٍ شَدِيدٍ تُقَـٰتِلُونَهُمْ أَوْ يُسْلِمُونَ ۖ فَإِن تُطِيعُوا۟ يُؤْتِكُمُ ٱللَّهُ أَجْرًا حَسَنًا ۖ وَإِن تَتَوَلَّوْا۟ كَمَا تَوَلَّيْتُم مِّن قَبْلُ يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا

Transliteration qul lil'mukhallafīna mina l-aʿrābi satud'ʿawna ilā qawmin ulī basin shadīdin tuqātilūnahum aw yus'limūna fa-in tuṭīʿū yu'tikumu l-lahu ajran ḥasanan wa-in tatawallaw kamā tawallaytum min qablu yuʿadhib'kum ʿadhāban alīman

Pashto په اعرابو كې وروسته پاتې كړى شویو كسانو ته ووایه: ژر ده چې تاسو به له داسې قوم سره (د جنګ كولو) لپاره راوبللى شئ، چې د ډېر سخت جنګ والا دي، تاسو به له هغوى سره جنګ كوئ، یا به هغوى مسلمانېږي، نو كه تاسو اطاعت وكړئ، الله به تاسو ته ډېر ښه اجر دركړي او كه تاسو وګرځېدئ، لكه چې له دې نه مخكې ګرځېدلي وئ (نو) هغه به تاسو ته ډېر دردوونكى عذاب دركړي

Verse 17

لَّيْسَ عَلَى ٱلْأَعْمَىٰ حَرَجٌ وَلَا عَلَى ٱلْأَعْرَجِ حَرَجٌ وَلَا عَلَى ٱلْمَرِيضِ حَرَجٌ ۗ وَمَن يُطِعِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ يُدْخِلْهُ جَنَّـٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ ۖ وَمَن يَتَوَلَّ يُعَذِّبْهُ عَذَابًا أَلِيمًا

Transliteration laysa ʿalā l-aʿmā ḥarajun walā ʿalā l-aʿraji ḥarajun walā ʿalā l-marīḍi ḥarajun waman yuṭiʿi l-laha warasūlahu yud'khil'hu jannātin tajrī min taḥtihā l-anhāru waman yatawalla yuʿadhib'hu ʿadhāban alīman

Pashto نه په ړانده باندې څه ګناه شته او نه په ګوډ باندې څه ګناه شته او نه په بېمار باندې څه ګناه شته او څوك چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي (نو) هغه (الله) به دغه (كس) داسې جنتونو ته داخل كړې چې د هغو له لاندې ولې بهېږي او څوك چې (د الله له احكامو نه) مخ واړوي (،نو) هغه (الله) به ده ته ډېر دردوونكى عذاب وركړي

Verse 18

۞ لَّقَدْ رَضِىَ ٱللَّهُ عَنِ ٱلْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ ٱلشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِى قُلُوبِهِمْ فَأَنزَلَ ٱلسَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَـٰبَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا

Transliteration laqad raḍiya l-lahu ʿani l-mu'minīna idh yubāyiʿūnaka taḥta l-shajarati faʿalima mā fī qulūbihim fa-anzala l-sakīnata ʿalayhim wa-athābahum fatḥan qarīban

Pashto یقینًا یقینًا الله له مومنانو نه راضي شو كله چې دوى له تا سره د ونې لاندې بيعت كاوه، پس ده ته هغه څه معلوم وو چې د دوى په زړونو كې وو، بیا هغه په دوى اطمینان نازل كړ او دوى ته يې په عوض كې نژدې برى وركړ

Verse 19

وَمَغَانِمَ كَثِيرَةً يَأْخُذُونَهَا ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا

Transliteration wamaghānima kathīratan yakhudhūnahā wakāna l-lahu ʿazīzan ḥakīman

Pashto او ډېر غنیمتونه چې دوى به هغه راحاصل كړي او الله له همېشه ډېر غالب، ښه حكمت والا دى

Verse 20

وَعَدَكُمُ ٱللَّهُ مَغَانِمَ كَثِيرَةً تَأْخُذُونَهَا فَعَجَّلَ لَكُمْ هَـٰذِهِۦ وَكَفَّ أَيْدِىَ ٱلنَّاسِ عَنكُمْ وَلِتَكُونَ ءَايَةً لِّلْمُؤْمِنِينَ وَيَهْدِيَكُمْ صِرَٰطًا مُّسْتَقِيمًا

Transliteration waʿadakumu l-lahu maghānima kathīratan takhudhūnahā faʿajjala lakum hādhihi wakaffa aydiya l-nāsi ʿankum walitakūna āyatan lil'mu'minīna wayahdiyakum ṣirāṭan mus'taqīman

Pashto الله له تاسو سره د ډېرو غنیموتونو وعده كړې ده چې تاسو به هغه واخلئ، پس دا (غنیمت) يې تاسو ته ژر دركړ او د خلقو لاسونه يې له تاسو نه بند كړل او د دې لپاره چې دا (كار) د مومنانو لپاره یو نښه شي او د دې لپاره چې هغه تاسو ته نېغه لار وښیي

Verse 21

وَأُخْرَىٰ لَمْ تَقْدِرُوا۟ عَلَيْهَا قَدْ أَحَاطَ ٱللَّهُ بِهَا ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرًا

Transliteration wa-ukh'rā lam taqdirū ʿalayhā qad aḥāṭa l-lahu bihā wakāna l-lahu ʿalā kulli shayin qadīran

Pashto او نور داسې (غنیمتونه) دي چې تاسو لا په هغو قادر شوي نه یئ، یقینًا الله هغه راګېر كړي دي او الله په هر شي باندې ښه قادر دى

Verse 22

وَلَوْ قَـٰتَلَكُمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَوَلَّوُا۟ ٱلْأَدْبَـٰرَ ثُمَّ لَا يَجِدُونَ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا

Transliteration walaw qātalakumu alladhīna kafarū lawallawū l-adbāra thumma lā yajidūna waliyyan walā naṣīran

Pashto او كه كافران شویو كسانو له تاسو سره جنګ كړى وى (نو) دوى به خامخا شاګانې ګرځولې وى، بیا به دوى نه څوك كارساز موندلى و او نه كوم مددګار

Verse 23

سُنَّةَ ٱللَّهِ ٱلَّتِى قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلُ ۖ وَلَن تَجِدَ لِسُنَّةِ ٱللَّهِ تَبْدِيلًا

Transliteration sunnata l-lahi allatī qad khalat min qablu walan tajida lisunnati l-lahi tabdīlan

Pashto الله هغه طریقه جاري كړې ده چې له دې نه مخكې تېره شوې ده او ته به د الله طریقې لره له سره څه تبدیلې ونه مومې

Verse 24

وَهُوَ ٱلَّذِى كَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ عَنْهُم بِبَطْنِ مَكَّةَ مِنۢ بَعْدِ أَنْ أَظْفَرَكُمْ عَلَيْهِمْ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا

Transliteration wahuwa alladhī kaffa aydiyahum ʿankum wa-aydiyakum ʿanhum bibaṭni makkata min baʿdi an aẓfarakum ʿalayhim wakāna l-lahu bimā taʿmalūna baṣīran

Pashto او دى همغه ذات دى چې له تاسو نه يې د هغوى لاسونه بند كړل او له هغوى نه يې ستاسو لاسونه بند كړل، د مكې په داخل كې، وروسته له دې چې تاسو يې پر هغوى غالب كړئ، او الله هغه څه لره چې تاسو يې كوئ ؛ ښه لیدونكى دى

Verse 25

هُمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَصَدُّوكُمْ عَنِ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ وَٱلْهَدْىَ مَعْكُوفًا أَن يَبْلُغَ مَحِلَّهُۥ ۚ وَلَوْلَا رِجَالٌ مُّؤْمِنُونَ وَنِسَآءٌ مُّؤْمِنَـٰتٌ لَّمْ تَعْلَمُوهُمْ أَن تَطَـُٔوهُمْ فَتُصِيبَكُم مِّنْهُم مَّعَرَّةٌۢ بِغَيْرِ عِلْمٍ ۖ لِّيُدْخِلَ ٱللَّهُ فِى رَحْمَتِهِۦ مَن يَشَآءُ ۚ لَوْ تَزَيَّلُوا۟ لَعَذَّبْنَا ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا

Transliteration humu alladhīna kafarū waṣaddūkum ʿani l-masjidi l-ḥarāmi wal-hadya maʿkūfan an yablugha maḥillahu walawlā rijālun mu'minūna wanisāon mu'minātun lam taʿlamūhum an taṭaūhum fatuṣībakum min'hum maʿarratun bighayri ʿil'min liyud'khila l-lahu fī raḥmatihi man yashāu law tazayyalū laʿadhabnā alladhīna kafarū min'hum ʿadhāban alīman

Pashto دوى هغه كسان دي چې كفر يې كړى دى، او تاسو يې له مسجد حرام نه منع كړي يئ او قربانۍ (د هدي څاروي هم)، په دې حال كې چې له دې نه بندې كړى شوي دي چې خپل د حلالې ځاى ته ورسېږي او كه چېرې څه مومن سړي او څه مومنې ښځې نه وى، چې تاسو دوى نه پېژندل، دا چې تاسو به دوى پايمال كړئ، بیا به تاسو ته د دوى په وجه ګناه ورسېږي (، نو د جنګ اجازت به يې دركړى و، خو در يې نه كړ) د دې لپاره چې الله په خپل رحمت كې هغه څوك داخل كړي چې يې غواړي، كه دغه (مسلمانان له كفارو نه) جدا شوي وى، نو مونږ به خامخا په دغو (د مكې په اوسېدونكو) كسانو كې كافران شویو خلقو ته ډېر دردوونكى عذاب وركړى و

Verse 26

إِذْ جَعَلَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فِى قُلُوبِهِمُ ٱلْحَمِيَّةَ حَمِيَّةَ ٱلْجَـٰهِلِيَّةِ فَأَنزَلَ ٱللَّهُ سَكِينَتَهُۥ عَلَىٰ رَسُولِهِۦ وَعَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ وَأَلْزَمَهُمْ كَلِمَةَ ٱلتَّقْوَىٰ وَكَانُوٓا۟ أَحَقَّ بِهَا وَأَهْلَهَا ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمًا

Transliteration idh jaʿala alladhīna kafarū fī qulūbihimu l-ḥamiyata ḥamiyyata l-jāhiliyati fa-anzala l-lahu sakīnatahu ʿalā rasūlihi waʿalā l-mu'minīna wa-alzamahum kalimata l-taqwā wakānū aḥaqqa bihā wa-ahlahā wakāna l-lahu bikulli shayin ʿalīman

Pashto كله چې كافران شویو خلقو په خپلو زړونو كې غیرت واچاوه، د جاهلیت غیرت، نو الله خپل اطمینان په خپل رسول او په مومنانو باندې نازل كړ او په دوى پورې يې د تقوىٰ خبره لازمه (ټینګه) كړه او دوى د دغې ډېر حقدار او د دغې اهل وو او الله همېشه په هر شي ښه پوه دى

Verse 27

لَّقَدْ صَدَقَ ٱللَّهُ رَسُولَهُ ٱلرُّءْيَا بِٱلْحَقِّ ۖ لَتَدْخُلُنَّ ٱلْمَسْجِدَ ٱلْحَرَامَ إِن شَآءَ ٱللَّهُ ءَامِنِينَ مُحَلِّقِينَ رُءُوسَكُمْ وَمُقَصِّرِينَ لَا تَخَافُونَ ۖ فَعَلِمَ مَا لَمْ تَعْلَمُوا۟ فَجَعَلَ مِن دُونِ ذَٰلِكَ فَتْحًا قَرِيبًا

Transliteration laqad ṣadaqa l-lahu rasūlahu l-ru'yā bil-ḥaqi latadkhulunna l-masjida l-ḥarāma in shāa l-lahu āminīna muḥalliqīna ruūsakum wamuqaṣṣirīna lā takhāfūna faʿalima mā lam taʿlamū fajaʿala min dūni dhālika fatḥan qarīban

Pashto یقینًا یقینًا الله خپل رسول ته خوب په حقه سره رښتیا كړ، چې تاسو به، كه الله وغواړي، مسجد حرام ته په امن او ارام سره ننوځئ، چې خپل سرونه به خروونكي یئ او كموونكي به یئ، په داسې حال كې چې تاسو به نه وېرېږئ، پس هغه ته معلوم دي هغه څه چې تاسو ته معلوم نه دي، نو له دغې نه مخكې يې نژدې برى عطا كړ

Verse 28

هُوَ ٱلَّذِىٓ أَرْسَلَ رَسُولَهُۥ بِٱلْهُدَىٰ وَدِينِ ٱلْحَقِّ لِيُظْهِرَهُۥ عَلَى ٱلدِّينِ كُلِّهِۦ ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ شَهِيدًا

Transliteration huwa alladhī arsala rasūlahu bil-hudā wadīni l-ḥaqi liyuẓ'hirahu ʿalā l-dīni kullihi wakafā bil-lahi shahīdan

Pashto دى همغه ذات دى چې خپل رسول يې په هدایت او حق دین سره رالېږلى دى، د دې لپاره چې هغه (الله) دغه (دین) په ټولو دینونو باندې غالب كړي او هم الله كافي دى ښه ګواه

Verse 29

مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ ٱللَّهِ ۚ وَٱلَّذِينَ مَعَهُۥٓ أَشِدَّآءُ عَلَى ٱلْكُفَّارِ رُحَمَآءُ بَيْنَهُمْ ۖ تَرَىٰهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّنَ ٱللَّهِ وَرِضْوَٰنًا ۖ سِيمَاهُمْ فِى وُجُوهِهِم مِّنْ أَثَرِ ٱلسُّجُودِ ۚ ذَٰلِكَ مَثَلُهُمْ فِى ٱلتَّوْرَىٰةِ ۚ وَمَثَلُهُمْ فِى ٱلْإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْـَٔهُۥ فَـَٔازَرَهُۥ فَٱسْتَغْلَظَ فَٱسْتَوَىٰ عَلَىٰ سُوقِهِۦ يُعْجِبُ ٱلزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ ٱلْكُفَّارَ ۗ وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ مِنْهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًۢا

Transliteration muḥammadun rasūlu l-lahi wa-alladhīna maʿahu ashiddāu ʿalā l-kufāri ruḥamāu baynahum tarāhum rukkaʿan sujjadan yabtaghūna faḍlan mina l-lahi wariḍ'wānan sīmāhum fī wujūhihim min athari l-sujūdi dhālika mathaluhum fī l-tawrāti wamathaluhum fī l-injīli kazarʿin akhraja shaṭahu faāzarahu fa-is'taghlaẓa fa-is'tawā ʿalā sūqihi yuʿ'jibu l-zurāʿa liyaghīẓa bihimu l-kufāra waʿada l-lahu alladhīna āmanū waʿamilū l-ṣāliḥāti min'hum maghfiratan wa-ajran ʿaẓīman

Pashto محمد د الله رسول دى او هغه كسان چې له ده سره دي، په كافرانو باندې ډېر سخت دي، په خپل مینځ كې ډېر مهرباني كوونكي دي، ته به دوى وینې چې ركوع كوونكي، سجده كوونكي دي، له الله نه فضل او رضامندي غواړي، د دوى (د دیندارۍ) نښې د دوى په مخونو كې دي د سجدو له اثر نه، دغه په تورات كې د دوى مثال دى او په انجیل كې د دوى مثال دى، لكه هغه فصل چې خپل تېغ راوباسي، بیا هغه قوي كړي، بیا هغه (فصل، تېغ) پېړ او كلك شي بیا دغه (فصل) په خپلو پنډیو (او بېخونو) ودرېږي، په داسې حال چې زمېنداران (كروندګر) په تعجب كې اچوي، د دې لپاره چې په دغو سره كافران په غصه كړي، الله له هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، چې دغه (اصحابان) دي؛ د بخښنې او د ډېر لوى اجر وعده كړې ده

Read Surah Al-Fath in another language

All languages

All 114 surahs in Pashto: the Qur’an in Pashto.

Learn it in MyDugsi

Pashto translation: Zakaria Abulsalam, from Quran.com. Transliteration: Quran.com. Recitation: Mishary Alafasy, from EveryAyah.com. MyDugsi is a learning aid, not a replacement for a qualified teacher.