Surah Al-Ahzab in Pashto: translation and audio
Surah 33 · الأحزاب · The Combined Forces · 73 verses
Surah Al-Ahzab verse by verse: the Arabic with a recitation you can repeat, the transliteration, and the Pashto translation by Zakaria Abulsalam. For the meaning of every word, see Surah Al-Ahzab word by word in English.
Verse 1
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ ٱتَّقِ ٱللَّهَ وَلَا تُطِعِ ٱلْكَـٰفِرِينَ وَٱلْمُنَـٰفِقِينَ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا
Transliteration yāayyuhā l-nabiyu ittaqi l-laha walā tuṭiʿi l-kāfirīna wal-munāfiqīna inna l-laha kāna ʿalīman ḥakīman
Pashto اى نبي! ته له الله نه ووېرېږه او د كافرانو او منافقانو خبره مه منه، بېشكه چې الله له ازله ښه عالم، ښه حكمت والا دى
Verse 2
وَٱتَّبِعْ مَا يُوحَىٰٓ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا
Transliteration wa-ittabiʿ mā yūḥā ilayka min rabbika inna l-laha kāna bimā taʿmalūna khabīran
Pashto او ته د هغه (حكم) پیروي كوه چې تا ته د خپل رب له جانبه وحي كولى شي، بېشكه الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ(اى خلقو!) ښه خبردار دى
Verse 3
وَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِيلًا
Transliteration watawakkal ʿalā l-lahi wakafā bil-lahi wakīlan
Pashto او ته په الله توكل وكړه او الله ښه كافي دى كار جوړوونكى
Verse 4
مَّا جَعَلَ ٱللَّهُ لِرَجُلٍ مِّن قَلْبَيْنِ فِى جَوْفِهِۦ ۚ وَمَا جَعَلَ أَزْوَٰجَكُمُ ٱلَّـٰٓـِٔى تُظَـٰهِرُونَ مِنْهُنَّ أُمَّهَـٰتِكُمْ ۚ وَمَا جَعَلَ أَدْعِيَآءَكُمْ أَبْنَآءَكُمْ ۚ ذَٰلِكُمْ قَوْلُكُم بِأَفْوَٰهِكُمْ ۖ وَٱللَّهُ يَقُولُ ٱلْحَقَّ وَهُوَ يَهْدِى ٱلسَّبِيلَ
Transliteration mā jaʿala l-lahu lirajulin min qalbayni fī jawfihi wamā jaʿala azwājakumu allāī tuẓāhirūna min'hunna ummahātikum wamā jaʿala adʿiyāakum abnāakum dhālikum qawlukum bi-afwāhikum wal-lahu yaqūlu l-ḥaqa wahuwa yahdī l-sabīla
Pashto الله د هېڅ یو سړي لپاره د هغه په دننه كې دوه زړونه نه دي پیدا كړي او هغه (الله) ستاسو هغه ښځې چې تاسو له هغو نه ظهار كوئ ستاسو میندې نه دي ګرځولي او هغه(الله) ستاسو په زامنو بلل شوي ستاسو (واقعي) زامن نه دي ګرځولي، دغه (درې خبرې) ستاسو (بېكاره) خبرې دي، په خپلو خولو سره، او الله حق وايي او هغه نېغه لار ښیي
Verse 5
ٱدْعُوهُمْ لِـَٔابَآئِهِمْ هُوَ أَقْسَطُ عِندَ ٱللَّهِ ۚ فَإِن لَّمْ تَعْلَمُوٓا۟ ءَابَآءَهُمْ فَإِخْوَٰنُكُمْ فِى ٱلدِّينِ وَمَوَٰلِيكُمْ ۚ وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ فِيمَآ أَخْطَأْتُم بِهِۦ وَلَـٰكِن مَّا تَعَمَّدَتْ قُلُوبُكُمْ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا
Transliteration id'ʿūhum liābāihim huwa aqsaṭu ʿinda l-lahi fa-in lam taʿlamū ābāahum fa-ikh'wānukum fī l-dīni wamawālīkum walaysa ʿalaykum junāḥun fīmā akhṭatum bihi walākin mā taʿammadat qulūbukum wakāna l-lahu ghafūran raḥīman
Pashto تاسو دغه(په زامنو بلل شوي) د هغوى پلرونو ته منسوب كړئ، دغه (كار) د الله په نېز د انصاف والا دى، نو كه تاسو د هغوى پلرونه نه پېژنئ، نو دوى ستاسو وروڼه دي په دین كې او ستاسو دوستان دي، او په تاسو هېڅ ګناه نشته په هغه شي كې چې تاسو په كې خطا شئ او لېكن (ګناه شته د ) هغه (كار) چې ستاسو زړونه د هغه قصد (اراده) وكړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
Verse 6
ٱلنَّبِىُّ أَوْلَىٰ بِٱلْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنفُسِهِمْ ۖ وَأَزْوَٰجُهُۥٓ أُمَّهَـٰتُهُمْ ۗ وَأُو۟لُوا۟ ٱلْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَىٰ بِبَعْضٍ فِى كِتَـٰبِ ٱللَّهِ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُهَـٰجِرِينَ إِلَّآ أَن تَفْعَلُوٓا۟ إِلَىٰٓ أَوْلِيَآئِكُم مَّعْرُوفًا ۚ كَانَ ذَٰلِكَ فِى ٱلْكِتَـٰبِ مَسْطُورًا
Transliteration al-nabiyu awlā bil-mu'minīna min anfusihim wa-azwājuhu ummahātuhum wa-ulū l-arḥāmi baʿḍuhum awlā bibaʿḍin fī kitābi l-lahi mina l-mu'minīna wal-muhājirīna illā an tafʿalū ilā awliyāikum maʿrūfan kāna dhālika fī l-kitābi masṭūran
Pashto نبي (محمدﷺ) په مومنانو باندې د دوى له ځانونو نه زیات حقدار دى او د ده ښځې د دوى میندې دي او د خپلوۍ خاوندان (رشته داران) د الله په كتاب كې د دوى ځینې په ځینو نورو باندې له مومنانو او مهاجرینو نه زیات حق لرونكي دي، مګر دا چې تاسو له خپلو دوستانو سره څه نېكي وكړئ، دغه په كتاب كې لیكل شوي دي
Verse 7
وَإِذْ أَخَذْنَا مِنَ ٱلنَّبِيِّـۧنَ مِيثَـٰقَهُمْ وَمِنكَ وَمِن نُّوحٍ وَإِبْرَٰهِيمَ وَمُوسَىٰ وَعِيسَى ٱبْنِ مَرْيَمَ ۖ وَأَخَذْنَا مِنْهُم مِّيثَـٰقًا غَلِيظًا
Transliteration wa-idh akhadhnā mina l-nabiyīna mīthāqahum waminka wamin nūḥin wa-ib'rāhīma wamūsā waʿīsā ib'ni maryama wa-akhadhnā min'hum mīthāqan ghalīẓan
Pashto او كله چې مونږ له نبیانو نه د دوى پخه وعده واخيسته او له تا نه او له نوح او ابراهیم او موسٰى او د مریمې له زوى عیسٰى نه، او مونږ له دوى نه ډېره پخه مضبوطه وعده واخيسته
Verse 8
لِّيَسْـَٔلَ ٱلصَّـٰدِقِينَ عَن صِدْقِهِمْ ۚ وَأَعَدَّ لِلْكَـٰفِرِينَ عَذَابًا أَلِيمًا
Transliteration liyasala l-ṣādiqīna ʿan ṣid'qihim wa-aʿadda lil'kāfirīna ʿadhāban alīman
Pashto د دې لپاره چې هغه (الله) له صادقانو نه د هغوى د صدق (رښتیاوو) په باره كې تپوس وكړي او هغه د كافرانو لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى
Verse 9
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱذْكُرُوا۟ نِعْمَةَ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَآءَتْكُمْ جُنُودٌ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا وَجُنُودًا لَّمْ تَرَوْهَا ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا
Transliteration yāayyuhā alladhīna āmanū udh'kurū niʿ'mata l-lahi ʿalaykum idh jāatkum junūdun fa-arsalnā ʿalayhim rīḥan wajunūdan lam tarawhā wakāna l-lahu bimā taʿmalūna baṣīran
Pashto اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله هغه نعمت رایاد كړئ چې پر تاسو شوى دى، كله چې په تاسو لښكرې راغلې، نو مونږ پر هغوى باندې باد او داسې لښكرې راخوشې كړې چې تاسو نه لیدلې او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ ښه لیدونكى دى
Verse 10
إِذْ جَآءُوكُم مِّن فَوْقِكُمْ وَمِنْ أَسْفَلَ مِنكُمْ وَإِذْ زَاغَتِ ٱلْأَبْصَـٰرُ وَبَلَغَتِ ٱلْقُلُوبُ ٱلْحَنَاجِرَ وَتَظُنُّونَ بِٱللَّهِ ٱلظُّنُونَا۠
Transliteration idh jāūkum min fawqikum wamin asfala minkum wa-idh zāghati l-abṣāru wabalaghati l-qulūbu l-ḥanājira wataẓunnūna bil-lahi l-ẓunūnā
Pashto كله چې دوى په تاسو راغلل، ستاسو له بره اړخ نه او ستاسو نه له لاندې اړخ نه او كله چې سترګې كږې او زړونه چنغړكو ته ورسېدل او تاسو په الله ګمانونه كول، قسم قسم ګمانونه
Verse 11
هُنَالِكَ ٱبْتُلِىَ ٱلْمُؤْمِنُونَ وَزُلْزِلُوا۟ زِلْزَالًا شَدِيدًا
Transliteration hunālika ub'tuliya l-mu'minūna wazul'zilū zil'zālan shadīdan
Pashto په دغه ځاى (او وخت) كې مومنان وازمایلى شول او وخوځولى شول، ډېر سخت خوځول
Verse 12
وَإِذْ يَقُولُ ٱلْمُنَـٰفِقُونَ وَٱلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌ مَّا وَعَدَنَا ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥٓ إِلَّا غُرُورًا
Transliteration wa-idh yaqūlu l-munāfiqūna wa-alladhīna fī qulūbihim maraḍun mā waʿadanā l-lahu warasūluhu illā ghurūran
Pashto او (یاد كړه) هغه وخت چې منافقانو او هغو كسانو چې د هغوى په زړونو كې مرض و، وویل: مونږ سره الله او د هغه رسول وعده نه ده كړې مګر د دوكې(وعده)
Verse 13
وَإِذْ قَالَت طَّآئِفَةٌ مِّنْهُمْ يَـٰٓأَهْلَ يَثْرِبَ لَا مُقَامَ لَكُمْ فَٱرْجِعُوا۟ ۚ وَيَسْتَـْٔذِنُ فَرِيقٌ مِّنْهُمُ ٱلنَّبِىَّ يَقُولُونَ إِنَّ بُيُوتَنَا عَوْرَةٌ وَمَا هِىَ بِعَوْرَةٍ ۖ إِن يُرِيدُونَ إِلَّا فِرَارًا
Transliteration wa-idh qālat ṭāifatun min'hum yāahla yathriba lā muqāma lakum fa-ir'jiʿū wayastadhinu farīqun min'humu l-nabiya yaqūlūna inna buyūtanā ʿawratun wamā hiya biʿawratin in yurīdūna illā firāran
Pashto او كله چې په دوى كې یوې ډلې وویل: اى د یثرب (مدینې) اوسېدونكو! تاسو لپاره ( د استوګنې) هېڅ ځاى نشته، نو بېرته وګرځئ او په دوى كې يوه ډله له نبي نه د بېرته تللو اجازت غواړي، دوى وايي: بېشكه زمونز كورونه تش پراته دي، حال دا چې هغه تش نه دي پراته، دوى اراده نه لري مګر د تېښتې
Verse 14
وَلَوْ دُخِلَتْ عَلَيْهِم مِّنْ أَقْطَارِهَا ثُمَّ سُئِلُوا۟ ٱلْفِتْنَةَ لَـَٔاتَوْهَا وَمَا تَلَبَّثُوا۟ بِهَآ إِلَّا يَسِيرًا
Transliteration walaw dukhilat ʿalayhim min aqṭārihā thumma su-ilū l-fit'nata laātawhā wamā talabbathū bihā illā yasīran
Pashto او كه په دوى (دغه لښكرې) په دې (مدینه) كې راننه ایستى شي د دې له (ټولو) اړخونو نه، بیا له دوى نه د فتنې (د شرك او له مسلمانانو سره د جنګ) غوښتنه وكړى شي (، نو) دوى به خامخا دغه (كار) وكړي او دوى به په دې كې ځنډ ونه كړي مګر ډېر لږ
Verse 15
وَلَقَدْ كَانُوا۟ عَـٰهَدُوا۟ ٱللَّهَ مِن قَبْلُ لَا يُوَلُّونَ ٱلْأَدْبَـٰرَ ۚ وَكَانَ عَهْدُ ٱللَّهِ مَسْـُٔولًا
Transliteration walaqad kānū ʿāhadū l-laha min qablu lā yuwallūna l-adbāra wakāna ʿahdu l-lahi masūlan
Pashto او یقینًا یقینًا دوى له دې نه مخكې له الله سره عهد كړى و، چې دوى به شاګانې وانه ړوي او د الله عهد دى چې (د ده باره كې) پوښتنه كېږي
Verse 16
قُل لَّن يَنفَعَكُمُ ٱلْفِرَارُ إِن فَرَرْتُم مِّنَ ٱلْمَوْتِ أَوِ ٱلْقَتْلِ وَإِذًا لَّا تُمَتَّعُونَ إِلَّا قَلِيلًا
Transliteration qul lan yanfaʿakumu l-firāru in farartum mina l-mawti awi l-qatli wa-idhan lā tumattaʿūna illā qalīlan
Pashto ته (دوى ته) ووایه: تاسو ته به تېښته له سره نفع در ونه رسوي كه تاسو له مرګ، یا قتل نه وتښتئ او په دغه وخت كې به تاسو ته فايده درنه كړى شي مګر ډېره لږه
Verse 17
قُلْ مَن ذَا ٱلَّذِى يَعْصِمُكُم مِّنَ ٱللَّهِ إِنْ أَرَادَ بِكُمْ سُوٓءًا أَوْ أَرَادَ بِكُمْ رَحْمَةً ۚ وَلَا يَجِدُونَ لَهُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا
Transliteration qul man dhā alladhī yaʿṣimukum mina l-lahi in arāda bikum sūan aw arāda bikum raḥmatan walā yajidūna lahum min dūni l-lahi waliyyan walā naṣīran
Pashto ته (دوى ته) ووایه: څوك دى هغه ذات چې تاسو به له الله نه بچ كړي كه هغه (الله) تاسو ته د تكلیف رسولو اراده وكړي، یا هغه په تاسو د مهربانۍ كولو اراده وكړي؟ او دوى به د خپل ځان لپاره له الله نه غیر نه هېڅ كارساز ومومي او نه مدد ګار
Verse 18
۞ قَدْ يَعْلَمُ ٱللَّهُ ٱلْمُعَوِّقِينَ مِنكُمْ وَٱلْقَآئِلِينَ لِإِخْوَٰنِهِمْ هَلُمَّ إِلَيْنَا ۖ وَلَا يَأْتُونَ ٱلْبَأْسَ إِلَّا قَلِيلًا
Transliteration qad yaʿlamu l-lahu l-muʿawiqīna minkum wal-qāilīna li-ikh'wānihim halumma ilaynā walā yatūna l-basa illā qalīlan
Pashto یقینًا الله ته په تاسو كې (له جهاد نه) منع كوونكي معلوم دي او خپلو وروڼو ته دا ویونكي چې مونږ ته راشئ! او دوى جنګ ته نه راځي مګر ډېر لږ
Verse 19
أَشِحَّةً عَلَيْكُمْ ۖ فَإِذَا جَآءَ ٱلْخَوْفُ رَأَيْتَهُمْ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ تَدُورُ أَعْيُنُهُمْ كَٱلَّذِى يُغْشَىٰ عَلَيْهِ مِنَ ٱلْمَوْتِ ۖ فَإِذَا ذَهَبَ ٱلْخَوْفُ سَلَقُوكُم بِأَلْسِنَةٍ حِدَادٍ أَشِحَّةً عَلَى ٱلْخَيْرِ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ لَمْ يُؤْمِنُوا۟ فَأَحْبَطَ ٱللَّهُ أَعْمَـٰلَهُمْ ۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرًا
Transliteration ashiḥḥatan ʿalaykum fa-idhā jāa l-khawfu ra-aytahum yanẓurūna ilayka tadūru aʿyunuhum ka-alladhī yugh'shā ʿalayhi mina l-mawti fa-idhā dhahaba l-khawfu salaqūkum bi-alsinatin ḥidādin ashiḥḥatan ʿalā l-khayri ulāika lam yu'minū fa-aḥbaṭa l-lahu aʿmālahum wakāna dhālika ʿalā l-lahi yasīran
Pashto په داسې حال كې چې پر تاسو باندې بخل كوونكي دي، نو كله چې وېره راشي (، نو) ته به دوى وینې چې تا ته به ګوري، په داسې حال كې چې د دوى سترګې به (داسې) چورلي، لكه هغه كس چې په هغه د مرګ په وجه بې هوشي راوستلى شوې وي، نو كله چې وېره لاړه شي (نو) دوى تاسو ته ضرر دررسوي په خپلو تېرو ژبو سره، په داسې حال كې چې د خیر(مالِ غنیمت) ډېر حریصان وي، دغو كسانو ایمان نه دى راوړى، نو الله د دوى عملونه برباد كړل او دغه (كار) الله ته ډېر اسان دى
Verse 20
يَحْسَبُونَ ٱلْأَحْزَابَ لَمْ يَذْهَبُوا۟ ۖ وَإِن يَأْتِ ٱلْأَحْزَابُ يَوَدُّوا۟ لَوْ أَنَّهُم بَادُونَ فِى ٱلْأَعْرَابِ يَسْـَٔلُونَ عَنْ أَنۢبَآئِكُمْ ۖ وَلَوْ كَانُوا۟ فِيكُم مَّا قَـٰتَلُوٓا۟ إِلَّا قَلِيلًا
Transliteration yaḥsabūna l-aḥzāba lam yadhhabū wa-in yati l-aḥzābu yawaddū law annahum bādūna fī l-aʿrābi yasalūna ʿan anbāikum walaw kānū fīkum mā qātalū illā qalīlan
Pashto دوى په لښكرو ګمان كوي چې دوى نه دي تللي، او كه دغه لښكرې (بیا) راشي (نو) دوى خوښوي چې كاشكې په رښتیا دوى بانډېسیان وى په اعرابو (صحرايي خلقو) كې، چې ستاسو د خبرونو په باره كې يې پوښتنې كولى، او كه دوى په تاسو كې وى نو دوى به جنګ نه و كړى مګر ډېر لږ
Verse 21
لَّقَدْ كَانَ لَكُمْ فِى رَسُولِ ٱللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُوا۟ ٱللَّهَ وَٱلْيَوْمَ ٱلْـَٔاخِرَ وَذَكَرَ ٱللَّهَ كَثِيرًا
Transliteration laqad kāna lakum fī rasūli l-lahi us'watun ḥasanatun liman kāna yarjū l-laha wal-yawma l-ākhira wadhakara l-laha kathīran
Pashto یقینًا یقینًا تاسو لپاره په (كار د ) رسول الله كې ډېره ښه اقتدا ده، د هغه چا لپاره چې د الله او د وروستنۍ ورځې امېد لري او الله ډېر زیات یادوي
Verse 22
وَلَمَّا رَءَا ٱلْمُؤْمِنُونَ ٱلْأَحْزَابَ قَالُوا۟ هَـٰذَا مَا وَعَدَنَا ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥ وَصَدَقَ ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥ ۚ وَمَا زَادَهُمْ إِلَّآ إِيمَـٰنًا وَتَسْلِيمًا
Transliteration walammā raā l-mu'minūna l-aḥzāba qālū hādhā mā waʿadanā l-lahu warasūluhu waṣadaqa l-lahu warasūluhu wamā zādahum illā īmānan wataslīman
Pashto او كله چې مومنانو ډلې ولیدې، ويې ويل:دا هغه دي چې مونږ سره يې الله او د هغه رسول وعده كړې وه، او الله او د هغه رسول رښتیا ویلي وو، اودوى ته دغو زیات نه كړ مګر ایمان او (د الله حكمونو ته) تسليمېدل
Verse 23
مِّنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا۟ مَا عَـٰهَدُوا۟ ٱللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُۥ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا۟ تَبْدِيلًا
Transliteration mina l-mu'minīna rijālun ṣadaqū mā ʿāhadū l-laha ʿalayhi famin'hum man qaḍā naḥbahu wamin'hum man yantaẓiru wamā baddalū tabdīlan
Pashto په مومنانو كې ځینې داسې سړي دي چې هغه خبره يې رښتیا كړله چې په هغې يې له الله سره عهد كړى و نو ځينې په دوى كې هغه دي چې پوره يې كړ خپل نذر(عهد) او ځینې په دوى كې هغه دي چې انتظار كوي او دوى (په خپله خبره كې) تبدیلي نه ده كړې، هېڅ تبدیلي
Verse 24
لِّيَجْزِىَ ٱللَّهُ ٱلصَّـٰدِقِينَ بِصِدْقِهِمْ وَيُعَذِّبَ ٱلْمُنَـٰفِقِينَ إِن شَآءَ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا
Transliteration liyajziya l-lahu l-ṣādiqīna biṣid'qihim wayuʿadhiba l-munāfiqīna in shāa aw yatūba ʿalayhim inna l-laha kāna ghafūran raḥīman
Pashto د دې لپاره چې الله رښتینو ته د هغوى د رښتیاوو په سبب بدله وركړي او منافقانو ته عذاب وركړي كه يې وغواړي، یا په دوى رجوع وكړي، بېشكه چې الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
Verse 25
وَرَدَّ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا۟ خَيْرًا ۚ وَكَفَى ٱللَّهُ ٱلْمُؤْمِنِينَ ٱلْقِتَالَ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ قَوِيًّا عَزِيزًا
Transliteration waradda l-lahu alladhīna kafarū bighayẓihim lam yanālū khayran wakafā l-lahu l-mu'minīna l-qitāla wakāna l-lahu qawiyyan ʿazīzan
Pashto او الله كافران سره له خپلې غصې نه بېرته وشړل، په داسې حال كې چې هېڅ خیر يې ونه موند او الله مومنان له جنګ نه وساتلاو الله ډېر زورور، ښه غالب دى
Verse 26
وَأَنزَلَ ٱلَّذِينَ ظَـٰهَرُوهُم مِّنْ أَهْلِ ٱلْكِتَـٰبِ مِن صَيَاصِيهِمْ وَقَذَفَ فِى قُلُوبِهِمُ ٱلرُّعْبَ فَرِيقًا تَقْتُلُونَ وَتَأْسِرُونَ فَرِيقًا
Transliteration wa-anzala alladhīna ẓāharūhum min ahli l-kitābi min ṣayāṣīhim waqadhafa fī qulūbihimu l-ruʿ'ba farīqan taqtulūna watasirūna farīqan
Pashto او هغه (الله) هغه كسان چې د دوى مرسته يې كړې وه، چې له اهل كتابو ځنې وو، له خپلو قلاګانو نه راكوز كړل او د دوى په زړونو كې يې وېره وغورځوله، (نو) یوه ډله تاسو وژله او بله ډله تاسو بندي كوله
Verse 27
وَأَوْرَثَكُمْ أَرْضَهُمْ وَدِيَـٰرَهُمْ وَأَمْوَٰلَهُمْ وَأَرْضًا لَّمْ تَطَـُٔوهَا ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرًا
Transliteration wa-awrathakum arḍahum wadiyārahum wa-amwālahum wa-arḍan lam taṭaūhā wakāna l-lahu ʿalā kulli shayin qadīran
Pashto او هغه، تاسو وارثان كړئ د هغوى د ځمكو او د هغوى د كورونو او د هغوى د مالونو او د هغې ځمكې چې تاسو هغه نه وه پایمال كړې، او الله په هر شي باندې له ازله ښه قادر دى
Verse 28
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ قُل لِّأَزْوَٰجِكَ إِن كُنتُنَّ تُرِدْنَ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا وَزِينَتَهَا فَتَعَالَيْنَ أُمَتِّعْكُنَّ وَأُسَرِّحْكُنَّ سَرَاحًا جَمِيلًا
Transliteration yāayyuhā l-nabiyu qul li-azwājika in kuntunna turid'na l-ḥayata l-dun'yā wazīnatahā fataʿālayna umattiʿ'kunna wa-usarriḥ'kunna sarāḥan jamīlan
Pashto اى نبي! ته خپلو ښځو ته ووایه! كه تاسو يئ چې دنيايي ژوند او د ده زینت غواړئ، نو راشئ چې زه تاسو ته څه فايده درورسوم او تاسو خوشې (ازادې) كړم، ډېر ښه ازادول
Verse 29
وَإِن كُنتُنَّ تُرِدْنَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَٱلدَّارَ ٱلْـَٔاخِرَةَ فَإِنَّ ٱللَّهَ أَعَدَّ لِلْمُحْسِنَـٰتِ مِنكُنَّ أَجْرًا عَظِيمًا
Transliteration wa-in kuntunna turid'na l-laha warasūlahu wal-dāra l-ākhirata fa-inna l-laha aʿadda lil'muḥ'sināti minkunna ajran ʿaẓīman
Pashto اوكه تاسو يئ چې الله او د هغه رسول او د اخرت كور (جنت) غواړئ، نو بېشكه الله د نېكي كوونكو ښځو لپاره،چې تاسو يئ، ډېر لوى اجر تیار كړى دى
Verse 30
يَـٰنِسَآءَ ٱلنَّبِىِّ مَن يَأْتِ مِنكُنَّ بِفَـٰحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ يُضَـٰعَفْ لَهَا ٱلْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ ۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرًا
Transliteration yānisāa l-nabiyi man yati minkunna bifāḥishatin mubayyinatin yuḍāʿaf lahā l-ʿadhābu ḍiʿ'fayni wakāna dhālika ʿalā l-lahi yasīran
Pashto اى د نبي ښځو! په تاسو كې چې هر چا ښكاره بدكاري وكړه (نو) هغې ته به عذاب یو په دوه، دوچند كړى شي او دغه (كار) الله ته ډېر اسان دى
Verse 31
۞ وَمَن يَقْنُتْ مِنكُنَّ لِلَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَتَعْمَلْ صَـٰلِحًا نُّؤْتِهَآ أَجْرَهَا مَرَّتَيْنِ وَأَعْتَدْنَا لَهَا رِزْقًا كَرِيمًا
Transliteration waman yaqnut minkunna lillahi warasūlihi wataʿmal ṣāliḥan nu'tihā ajrahā marratayni wa-aʿtadnā lahā riz'qan karīman
Pashto او په تاسو كې چې څوك د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي او نېك عمل وكړي(، نو) مونږ به هغې ته د هغې اجر دوه ځله وركړو او مونږ د هغې لپاره ډېر د عزت رزق تیار كړى دى
Verse 32
يَـٰنِسَآءَ ٱلنَّبِىِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ ٱلنِّسَآءِ ۚ إِنِ ٱتَّقَيْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِٱلْقَوْلِ فَيَطْمَعَ ٱلَّذِى فِى قَلْبِهِۦ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَّعْرُوفًا
Transliteration yānisāa l-nabiyi lastunna ka-aḥadin mina l-nisāi ini ittaqaytunna falā takhḍaʿna bil-qawli fayaṭmaʿa alladhī fī qalbihi maraḍun waqul'na qawlan maʿrūfan
Pashto اى د نبي ښځو! تاسو په (ډلو د) ښځو كې د هېڅ یوې (ډلې ) په شان نه یئ كه تاسو پرهېزګاري وكړئ، نو تاسو په وینا كې نرمي مه كوئ، (ګنې) نو هغه كس به په طمع كې پرېوځي چې د هغه په زړه كې (د نفاق، یا بدكارۍ) مرض وي او تاسو هغه خبره كوئ چې مناسبه وي
Verse 33
وَقَرْنَ فِى بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ ٱلْجَـٰهِلِيَّةِ ٱلْأُولَىٰ ۖ وَأَقِمْنَ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتِينَ ٱلزَّكَوٰةَ وَأَطِعْنَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥٓ ۚ إِنَّمَا يُرِيدُ ٱللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ ٱلرِّجْسَ أَهْلَ ٱلْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا
Transliteration waqarna fī buyūtikunna walā tabarrajna tabarruja l-jāhiliyati l-ūlā wa-aqim'na l-ṣalata waātīna l-zakata wa-aṭiʿ'na l-laha warasūlahu innamā yurīdu l-lahu liyudh'hiba ʿankumu l-rij'sa ahla l-bayti wayuṭahhirakum taṭhīran
Pashto او تاسو په خپلو كورونو كې قرار ونیسئ او تاسو د ړومبني جاهلیت د زینت څرګندونې په شان زینت مه څرګندوئ او تاسو لمونځ قايموئ او زكات ادا كوئ او د الله او د هغه د رسول اطاعت كوئ، بېشكه همدا خبره ده چې الله غواړي چې له تاسو نه، اى اهل بیتو! ګناه لرې كړي او تاسو پاك كړي، پاكول
Verse 34
وَٱذْكُرْنَ مَا يُتْلَىٰ فِى بُيُوتِكُنَّ مِنْ ءَايَـٰتِ ٱللَّهِ وَٱلْحِكْمَةِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ لَطِيفًا خَبِيرًا
Transliteration wa-udh'kur'na mā yut'lā fī buyūtikunna min āyāti l-lahi wal-ḥik'mati inna l-laha kāna laṭīfan khabīran
Pashto او تاسو یادوئ هغه د الله ایتونه او حكمت چې ستاسو په كورونو كې لوستل كېږي، بېشكه الله دى، ډېر باریك بین، ښه خبردار
Verse 35
إِنَّ ٱلْمُسْلِمِينَ وَٱلْمُسْلِمَـٰتِ وَٱلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُؤْمِنَـٰتِ وَٱلْقَـٰنِتِينَ وَٱلْقَـٰنِتَـٰتِ وَٱلصَّـٰدِقِينَ وَٱلصَّـٰدِقَـٰتِ وَٱلصَّـٰبِرِينَ وَٱلصَّـٰبِرَٰتِ وَٱلْخَـٰشِعِينَ وَٱلْخَـٰشِعَـٰتِ وَٱلْمُتَصَدِّقِينَ وَٱلْمُتَصَدِّقَـٰتِ وَٱلصَّـٰٓئِمِينَ وَٱلصَّـٰٓئِمَـٰتِ وَٱلْحَـٰفِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَٱلْحَـٰفِظَـٰتِ وَٱلذَّٰكِرِينَ ٱللَّهَ كَثِيرًا وَٱلذَّٰكِرَٰتِ أَعَدَّ ٱللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا
Transliteration inna l-mus'limīna wal-mus'limāti wal-mu'minīna wal-mu'mināti wal-qānitīna wal-qānitāti wal-ṣādiqīna wal-ṣādiqāti wal-ṣābirīna wal-ṣābirāti wal-khāshiʿīna wal-khāshiʿāti wal-mutaṣadiqīna wal-mutaṣadiqāti wal-ṣāimīna wal-ṣāimāti wal-ḥāfiẓīna furūjahum wal-ḥāfiẓāti wal-dhākirīna l-laha kathīran wal-dhākirāti aʿadda l-lahu lahum maghfiratan wa-ajran ʿaẓīman
Pashto بېشكه مسلمانان او مسلمانانې او مومنان او مومنانې، او اطاعت كوونكي او اطاعت كوونكې او صادقان (رښتيني) او صادقانې او صبر كوونكي او صبر كوونكې اوعاجزي كوونكي او عاجزي كوونكې او خیرات كوونكي او خیرات كوونكې او روژه نیونكي او روژه نیوونكې او د خپلو شرم ځایونو حفاظت كوونكي او حفاظت كوونكې او الله لره ډېر یادوونكي او یادوونكې، الله د دوى لپاره مغفرت او ډېر لوى اجر تیار كړى دى
Verse 36
وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥٓ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ ٱلْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ ۗ وَمَن يَعْصِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَـٰلًا مُّبِينًا
Transliteration wamā kāna limu'minin walā mu'minatin idhā qaḍā l-lahu warasūluhu amran an yakūna lahumu l-khiyaratu min amrihim waman yaʿṣi l-laha warasūlahu faqad ḍalla ḍalālan mubīnan
Pashto او نه دي روا د هېڅ مومن لپاره او نه د مومنې لپاره، كله چې الله او د هغه رسول د یو كار فیصله وكړي دا چې د دوى لپاره دې په خپل كار كې اختیار وي او څوك چې د الله او د هغه د رسول نافرماني كوي، نو یقینًا دغه (كس) ګمراه شو، ښكاره ګمراه كېدل
Verse 37
وَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِىٓ أَنْعَمَ ٱللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَوْجَكَ وَٱتَّقِ ٱللَّهَ وَتُخْفِى فِى نَفْسِكَ مَا ٱللَّهُ مُبْدِيهِ وَتَخْشَى ٱلنَّاسَ وَٱللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَىٰهُ ۖ فَلَمَّا قَضَىٰ زَيْدٌ مِّنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنَـٰكَهَا لِكَىْ لَا يَكُونَ عَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ فِىٓ أَزْوَٰجِ أَدْعِيَآئِهِمْ إِذَا قَضَوْا۟ مِنْهُنَّ وَطَرًا ۚ وَكَانَ أَمْرُ ٱللَّهِ مَفْعُولًا
Transliteration wa-idh taqūlu lilladhī anʿama l-lahu ʿalayhi wa-anʿamta ʿalayhi amsik ʿalayka zawjaka wa-ittaqi l-laha watukh'fī fī nafsika mā l-lahu mub'dīhi watakhshā l-nāsa wal-lahu aḥaqqu an takhshāhu falammā qaḍā zaydun min'hā waṭaran zawwajnākahā likay lā yakūna ʿalā l-mu'minīna ḥarajun fī azwāji adʿiyāihim idhā qaḍaw min'hunna waṭaran wakāna amru l-lahi mafʿūlan
Pashto او (یاد كړه اى نبي!) كله چې تا هغه كس ته چې الله په هغه انعام كړى و او تا ( هم) په هغه (په ازادولو سره) انعام كړى و ؛ ویل: ته خپله ښځه له ځان سره وساته او له الله نه ووېرېږه او تا هغه خبره په خپل زړه كې پټوله چې الله د هغې ښكاره كوونكى و او ته له خلقو نه وېرېدلې او الله زیات حق دار دى چې ته له هغه نه ووېرېږې، نوكله چې زید له هغې نه غرض (حاجت) پوره كړ (نو) مونږ هغه تا ته په نكاح كړه، د دې لپاره چې په مومنانو باندې د خپلو په زامنو بلل شویو، په ښځو كې څه سختي نه وي، كله چې دغه (په زامنو بلل شوي) له دغو (ښځو) نه حاجت پوره كړي او دى د الله كار ادا كړى شوى
Verse 38
مَّا كَانَ عَلَى ٱلنَّبِىِّ مِنْ حَرَجٍ فِيمَا فَرَضَ ٱللَّهُ لَهُۥ ۖ سُنَّةَ ٱللَّهِ فِى ٱلَّذِينَ خَلَوْا۟ مِن قَبْلُ ۚ وَكَانَ أَمْرُ ٱللَّهِ قَدَرًا مَّقْدُورًا
Transliteration mā kāna ʿalā l-nabiyi min ḥarajin fīmā faraḍa l-lahu lahu sunnata l-lahi fī alladhīna khalaw min qablu wakāna amru l-lahi qadaran maqdūran
Pashto په نبي باندې هېڅ قدر حرج (او سختي) نشته په هغه كار(د نكاح) كې چې الله د ده لپاره مقرر كړى و، د الله (مقرر كړې) طریقه ده په هغو (نبیانو) كې چې له ده نه مخكې تېر شوي دي او دى د الله امر قطعي ټاكل شوې فیصله
Verse 39
ٱلَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسَـٰلَـٰتِ ٱللَّهِ وَيَخْشَوْنَهُۥ وَلَا يَخْشَوْنَ أَحَدًا إِلَّا ٱللَّهَ ۗ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ حَسِيبًا
Transliteration alladhīna yuballighūna risālāti l-lahi wayakhshawnahu walā yakhshawna aḥadan illā l-laha wakafā bil-lahi ḥasīban
Pashto هغه (نبیان) چې د الله پېغامونه رسوي او له هغه نه وېرېږي او له الله نه غیر له هیچا نه نه وېرېږي او الله ښه كافي دى حساب كوونكى
Verse 40
مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَآ أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَـٰكِن رَّسُولَ ٱللَّهِ وَخَاتَمَ ٱلنَّبِيِّـۧنَ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمًا
Transliteration mā kāna muḥammadun abā aḥadin min rijālikum walākin rasūla l-lahi wakhātama l-nabiyīna wakāna l-lahu bikulli shayin ʿalīman
Pashto محمد (ﷺ) ستاسو په سړیو كې د هیچا پلار نه دى او لېكن د الله رسول دى او د نبیانو (د لړۍ) ختموونكى دى او الله په هر شي ښه عالم دى
Verse 41
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱذْكُرُوا۟ ٱللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا
Transliteration yāayyuhā alladhīna āmanū udh'kurū l-laha dhik'ran kathīran
Pashto اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو الله یادوئ، ډېر زیات یادول
Verse 42
وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلًا
Transliteration wasabbiḥūhu buk'ratan wa-aṣīlan
Pashto او تاسو د هغه پاكي بیانوئ د ورځې په اوله برخه او اخري برخه كې
Verse 43
هُوَ ٱلَّذِى يُصَلِّى عَلَيْكُمْ وَمَلَـٰٓئِكَتُهُۥ لِيُخْرِجَكُم مِّنَ ٱلظُّلُمَـٰتِ إِلَى ٱلنُّورِ ۚ وَكَانَ بِٱلْمُؤْمِنِينَ رَحِيمًا
Transliteration huwa alladhī yuṣallī ʿalaykum wamalāikatuhu liyukh'rijakum mina l-ẓulumāti ilā l-nūri wakāna bil-mu'minīna raḥīman
Pashto دى همغه ذات دى چې په تاسو ’’صلاۃة‘‘ (شفقت) رالېږي او د هغه ملايك (هم)، د دې لپاره چې هغه تاسو له تیارو نه رڼا ته راوباسي، هغه په مومنانو ډېر رحم كوونكى دى
Verse 44
تَحِيَّتُهُمْ يَوْمَ يَلْقَوْنَهُۥ سَلَـٰمٌ ۚ وَأَعَدَّ لَهُمْ أَجْرًا كَرِيمًا
Transliteration taḥiyyatuhum yawma yalqawnahu salāmun wa-aʿadda lahum ajran karīman
Pashto ( د الله له جانبه) دوى ته پېشكشي به، په هغې ورځ كې چې دوى به له هغه (الله) سره ملاقات كوي، سلام وي، او هغه د دوى لپاره ډېر د عزت اجر تیار كړى دى
Verse 45
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ إِنَّآ أَرْسَلْنَـٰكَ شَـٰهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا
Transliteration yāayyuhā l-nabiyu innā arsalnāka shāhidan wamubashiran wanadhīran
Pashto اى نبي! بېشكه مونږ ته ګواه، او زېرى وركوونكى، او وېروونكى لېږلى يې
Verse 46
وَدَاعِيًا إِلَى ٱللَّهِ بِإِذْنِهِۦ وَسِرَاجًا مُّنِيرًا
Transliteration wadāʿiyan ilā l-lahi bi-idh'nihi wasirājan munīran
Pashto او الله ته د هغه په حكم سره، بلونكى او رڼا كوونكې ډیوه مولېږلى يې
Verse 47
وَبَشِّرِ ٱلْمُؤْمِنِينَ بِأَنَّ لَهُم مِّنَ ٱللَّهِ فَضْلًا كَبِيرًا
Transliteration wabashiri l-mu'minīna bi-anna lahum mina l-lahi faḍlan kabīran
Pashto او ته مومنانو ته زېرى وركړه په دې سره چې بېشكه د دوى لپاره د الله له جانبه ډېر لوى فضل دى
Verse 48
وَلَا تُطِعِ ٱلْكَـٰفِرِينَ وَٱلْمُنَـٰفِقِينَ وَدَعْ أَذَىٰهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِيلًا
Transliteration walā tuṭiʿi l-kāfirīna wal-munāfiqīna wadaʿ adhāhum watawakkal ʿalā l-lahi wakafā bil-lahi wakīlan
Pashto او ته د كافرانو او منافقانو خبره مه منه او د دوى ضرر پرېږده او په الله توكل وكړه او الله ښه كافي دى كارساز
Verse 49
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا نَكَحْتُمُ ٱلْمُؤْمِنَـٰتِ ثُمَّ طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِن قَبْلِ أَن تَمَسُّوهُنَّ فَمَا لَكُمْ عَلَيْهِنَّ مِنْ عِدَّةٍ تَعْتَدُّونَهَا ۖ فَمَتِّعُوهُنَّ وَسَرِّحُوهُنَّ سَرَاحًا جَمِيلًا
Transliteration yāayyuhā alladhīna āmanū idhā nakaḥtumu l-mu'mināti thumma ṭallaqtumūhunna min qabli an tamassūhunna famā lakum ʿalayhinna min ʿiddatin taʿtaddūnahā famattiʿūhunna wasarriḥūhunna sarāḥan jamīlan
Pashto اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو له مومنو ښځو سره نكاح وكړئ، بیا دوى طلاقې كړئ، مخكې له دې چې تاسو هغو ته لاس وروړئ، نو تاسو لپاره په دوى باندې هېڅ عدت نشته، چې تاسو به هغه شمېرئ، نوتاسو دوى ته څه فايده وركړئ او دوى خوشې كړئ، ډېر ښه خوشې كول
Verse 50
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ إِنَّآ أَحْلَلْنَا لَكَ أَزْوَٰجَكَ ٱلَّـٰتِىٓ ءَاتَيْتَ أُجُورَهُنَّ وَمَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ مِمَّآ أَفَآءَ ٱللَّهُ عَلَيْكَ وَبَنَاتِ عَمِّكَ وَبَنَاتِ عَمَّـٰتِكَ وَبَنَاتِ خَالِكَ وَبَنَاتِ خَـٰلَـٰتِكَ ٱلَّـٰتِى هَاجَرْنَ مَعَكَ وَٱمْرَأَةً مُّؤْمِنَةً إِن وَهَبَتْ نَفْسَهَا لِلنَّبِىِّ إِنْ أَرَادَ ٱلنَّبِىُّ أَن يَسْتَنكِحَهَا خَالِصَةً لَّكَ مِن دُونِ ٱلْمُؤْمِنِينَ ۗ قَدْ عَلِمْنَا مَا فَرَضْنَا عَلَيْهِمْ فِىٓ أَزْوَٰجِهِمْ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَـٰنُهُمْ لِكَيْلَا يَكُونَ عَلَيْكَ حَرَجٌ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا
Transliteration yāayyuhā l-nabiyu innā aḥlalnā laka azwājaka allātī ātayta ujūrahunna wamā malakat yamīnuka mimmā afāa l-lahu ʿalayka wabanāti ʿammika wabanāti ʿammātika wabanāti khālika wabanāti khālātika allātī hājarna maʿaka wa-im'ra-atan mu'minatan in wahabat nafsahā lilnnabiyyi in arāda l-nabiyu an yastankiḥahā khāliṣatan laka min dūni l-mu'minīna qad ʿalim'nā mā faraḍnā ʿalayhim fī azwājihim wamā malakat aymānuhum likaylā yakūna ʿalayka ḥarajun wakāna l-lahu ghafūran raḥīman
Pashto اى نبي! بېشكه مونږ تا لپاره ستا هغه ښځې حلالې كړې دي چې تا(هغو ته) خپل مهرونه وركړي دي او هغه ښځې (هم) چې ته يې مالك شوى يې له هغو (وینځو) نه چې الله تا ته (له كفارو نه) راګرځولي دي او (مونږ حلالې كړې دي) ستا د تره لوڼه او ستا د عمو (پلرنۍ تروریانو) لوڼه او ستا د ماما لوڼه او ستا د خاله ګانو (مورنۍ تروريانو) لوڼه، هغه چې له تا سره يې هجرت كړى دى، او (هغه) مومنه ښځه (هم)، كه چېرې هغه خپل ځان نبي ته وبخښي، كه نبي اراده وكړي چې دغه په نكاح واخلي، په داسې حال كې چې (دغه ښځه) له مومنانو نه غیر يواځې تا ته خاص (جايزه ) ده، یقینًا مونږ ته هغه (حكم) معلوم دى چې مونږ په دوى باندې د خپلو ښځو او خپلو وینځو په باره كې فرض كړى دى، د دې لپاره چې په تا هېڅ حرج (او سختي) نه وي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
Verse 51
۞ تُرْجِى مَن تَشَآءُ مِنْهُنَّ وَتُـْٔوِىٓ إِلَيْكَ مَن تَشَآءُ ۖ وَمَنِ ٱبْتَغَيْتَ مِمَّنْ عَزَلْتَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكَ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰٓ أَن تَقَرَّ أَعْيُنُهُنَّ وَلَا يَحْزَنَّ وَيَرْضَيْنَ بِمَآ ءَاتَيْتَهُنَّ كُلُّهُنَّ ۚ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِى قُلُوبِكُمْ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَلِيمًا
Transliteration tur'jī man tashāu min'hunna watu'wī ilayka man tashāu wamani ib'taghayta mimman ʿazalta falā junāḥa ʿalayka dhālika adnā an taqarra aʿyunuhunna walā yaḥzanna wayarḍayna bimā ātaytahunna kulluhunna wal-lahu yaʿlamu mā fī qulūbikum wakāna l-lahu ʿalīman ḥalīman
Pashto ته چې په دغو(ښځو) كې كومه غواړې بېرته (وروسته) كوې يې اوكومه چې غواړې ځان ته يې رانژدې كوې او هغه چې ته يې بیا غواړې له هغو نه چې تالرې كړي وي، نوپه تا هېڅ ګناه نشته دغه (حكم) ډېر نژدي دى چې د دوى سترګې به یخې شي او نه به غمجنې كېږي او دوى ټولې به په هغه راضي كېږي چې ته يې دوى ته وركوې او الله په هغو خبرو پوهېږي چې ستاسو په زړونو كې دي او الله دى ښه عالم، ښه تحمل والا
Verse 52
لَّا يَحِلُّ لَكَ ٱلنِّسَآءُ مِنۢ بَعْدُ وَلَآ أَن تَبَدَّلَ بِهِنَّ مِنْ أَزْوَٰجٍ وَلَوْ أَعْجَبَكَ حُسْنُهُنَّ إِلَّا مَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ رَّقِيبًا
Transliteration lā yaḥillu laka l-nisāu min baʿdu walā an tabaddala bihinna min azwājin walaw aʿjabaka ḥus'nuhunna illā mā malakat yamīnuka wakāna l-lahu ʿalā kulli shayin raqīban
Pashto د دغو (نهو ښځو) نه پس تا ته (نورې) ښځې حلالې نه دي او نه دا (حلال دي) چې ته د دوى په بدل كې نورې ښځې واخلې (راولې) اګر كه د هغوى حسن تا په تعجب كې اچوي، مګر (خو روا دي درته) هغه وېنځي چې ته يې مالك شي او الله دى په هر شي باندې ښه نګران
Verse 53
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَدْخُلُوا۟ بُيُوتَ ٱلنَّبِىِّ إِلَّآ أَن يُؤْذَنَ لَكُمْ إِلَىٰ طَعَامٍ غَيْرَ نَـٰظِرِينَ إِنَىٰهُ وَلَـٰكِنْ إِذَا دُعِيتُمْ فَٱدْخُلُوا۟ فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَٱنتَشِرُوا۟ وَلَا مُسْتَـْٔنِسِينَ لِحَدِيثٍ ۚ إِنَّ ذَٰلِكُمْ كَانَ يُؤْذِى ٱلنَّبِىَّ فَيَسْتَحْىِۦ مِنكُمْ ۖ وَٱللَّهُ لَا يَسْتَحْىِۦ مِنَ ٱلْحَقِّ ۚ وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَـٰعًا فَسْـَٔلُوهُنَّ مِن وَرَآءِ حِجَابٍ ۚ ذَٰلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ ۚ وَمَا كَانَ لَكُمْ أَن تُؤْذُوا۟ رَسُولَ ٱللَّهِ وَلَآ أَن تَنكِحُوٓا۟ أَزْوَٰجَهُۥ مِنۢ بَعْدِهِۦٓ أَبَدًا ۚ إِنَّ ذَٰلِكُمْ كَانَ عِندَ ٱللَّهِ عَظِيمًا
Transliteration yāayyuhā alladhīna āmanū lā tadkhulū buyūta l-nabiyi illā an yu'dhana lakum ilā ṭaʿāmin ghayra nāẓirīna ināhu walākin idhā duʿītum fa-ud'khulū fa-idhā ṭaʿim'tum fa-intashirū walā mus'tanisīna liḥadīthin inna dhālikum kāna yu'dhī l-nabiya fayastaḥyī minkum wal-lahu lā yastaḥyī mina l-ḥaqi wa-idhā sa-altumūhunna matāʿan fasalūhunna min warāi ḥijābin dhālikum aṭharu liqulūbikum waqulūbihinna wamā kāna lakum an tu'dhū rasūla l-lahi walā an tankiḥū azwājahu min baʿdihi abadan inna dhālikum kāna ʿinda l-lahi ʿaẓīman
Pashto اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د نبي كورونو ته مه ننوځئ مګر دا چې تاسو ته طعام (خوړولو) ته اجازت دركړى شي، په داسې حال كې چې د هغه (طعام) پخلي ته انتظار كوونكي نه يئ او لېكن كله چې تاسو وبلل شئ، نو ننوځئ، بیا چې كله طعام وخورئ، نو خوراه شئ او نه دا چې په خبرو سره زړه خوشالوونكي يئ: بېشكه دغه (كار) داسې دى چې نبي ته تكلیف رسوي، نوهغه له تاسو نه حیا كوي او الله د حقې خبرې (له ویلو) نه حیا نه كوي او كله چې تاسو له دغو(پاكو بېبیانو) نه څه سامان غواړئ، نو له دوى نه يې په داسې حال كې غواړئ، چې تاسو له پردې نه د باندې يئ، دا (كار) ډېر پاك ساتونكى دى ستاسو زړونو لره او د هغوى زړونو لره او تاسو ته روا نه دي چې تاسو د الله رسول ته تكلیف ورسوئ او نه دا چې تاسو د هغه له ښځو سره له هغه نه پس نكاح وكړئ، هیڅكله، بېشكه دغه (كار) د الله په نېز ډېر لوى (جرم) دى
Verse 54
إِن تُبْدُوا۟ شَيْـًٔا أَوْ تُخْفُوهُ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمًا
Transliteration in tub'dū shayan aw tukh'fūhu fa-inna l-laha kāna bikulli shayin ʿalīman
Pashto كه چېرې تاسو كوم شى څرګند كړئ، یا هغه پټ كړئ، نو بېشكه الله په هر شي باندې ښه عالم دى
Verse 55
لَّا جُنَاحَ عَلَيْهِنَّ فِىٓ ءَابَآئِهِنَّ وَلَآ أَبْنَآئِهِنَّ وَلَآ إِخْوَٰنِهِنَّ وَلَآ أَبْنَآءِ إِخْوَٰنِهِنَّ وَلَآ أَبْنَآءِ أَخَوَٰتِهِنَّ وَلَا نِسَآئِهِنَّ وَلَا مَا مَلَكَتْ أَيْمَـٰنُهُنَّ ۗ وَٱتَّقِينَ ٱللَّهَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ شَهِيدًا
Transliteration lā junāḥa ʿalayhinna fī ābāihinna walā abnāihinna walā ikh'wānihinna walā abnāi ikh'wānihinna walā abnāi akhawātihinna walā nisāihinna walā mā malakat aymānuhunna wa-ittaqīna l-laha inna l-laha kāna ʿalā kulli shayin shahīdan
Pashto په دغو (ښځو) هېڅ ګناه نشته په (مخامخ كېدو او راتلو د) خپلو پلرونو كې او نه په خپلو زامنو كې او نه په خپلو وروڼو كې او نه په خپلو ورېرونو كې او نه په خپلو خورینو كې او نه په خپلو ښځو كې او نه (ګناه شته) په (مخامخ كېدو او راتلو د) هغو(وېنځو مریانو) كې چې د دغو (ښځو) ښي لاسونه يې مالكان شوي دي او (اى ښځو!) تاسو له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله په هر شي باندې ښه ګواه دى
Verse 56
إِنَّ ٱللَّهَ وَمَلَـٰٓئِكَتَهُۥ يُصَلُّونَ عَلَى ٱلنَّبِىِّ ۚ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ صَلُّوا۟ عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا۟ تَسْلِيمًا
Transliteration inna l-laha wamalāikatahu yuṣallūna ʿalā l-nabiyi yāayyuhā alladhīna āmanū ṣallū ʿalayhi wasallimū taslīman
Pashto بېشكه الله او د هغه ملايك په نبي درود وايي، اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو په دغه(نبي) باندې درود وايئ او سلام وايئ، سلام ویل
Verse 57
إِنَّ ٱلَّذِينَ يُؤْذُونَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ لَعَنَهُمُ ٱللَّهُ فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةِ وَأَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا مُّهِينًا
Transliteration inna alladhīna yu'dhūna l-laha warasūlahu laʿanahumu l-lahu fī l-dun'yā wal-ākhirati wa-aʿadda lahum ʿadhāban muhīnan
Pashto بېشكه هغه كسان چې الله او د هغه رسول ته ایذا (او تكلیف) رسوي، الله په دوى لعنت كړى دى په دنیا او اخرت (دواړو) كې او د دوى لپاره يې سپكوونكى عذاب تیار كړى دى
Verse 58
وَٱلَّذِينَ يُؤْذُونَ ٱلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُؤْمِنَـٰتِ بِغَيْرِ مَا ٱكْتَسَبُوا۟ فَقَدِ ٱحْتَمَلُوا۟ بُهْتَـٰنًا وَإِثْمًا مُّبِينًا
Transliteration wa-alladhīna yu'dhūna l-mu'minīna wal-mu'mināti bighayri mā ik'tasabū faqadi iḥ'tamalū buh'tānan wa-ith'man mubīnan
Pashto او هغه كسان چې مومنو سړیو او مومنو ښځو ته په ناكړي كار(او ناكرده ګناه) تكلیف رسوي، نویقینًا دوى په خپل ځان غټ دروغ او ښكاره ګناه باروي
Verse 59
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ قُل لِّأَزْوَٰجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَآءِ ٱلْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَـٰبِيبِهِنَّ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰٓ أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا
Transliteration yāayyuhā l-nabiyu qul li-azwājika wabanātika wanisāi l-mu'minīna yud'nīna ʿalayhinna min jalābībihinna dhālika adnā an yuʿ'rafna falā yu'dhayna wakāna l-lahu ghafūran raḥīman
Pashto اى نبي! ته خپلو ښځو او خپلو لوڼو او د مومنانو ښځو ته ووایه چې په خپلو ځانونو دې له خپلو څادرو ځنې راخواره ( او راځوړند) كاندي، دغه (د بدن پټول) ډېر نژدې دي دې ته چې دوى به وپېژندل شي (چې پرده دارې دي) نو دوى ته به تكلیف نه رسولى شي او الله دى ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى
Verse 60
۞ لَّئِن لَّمْ يَنتَهِ ٱلْمُنَـٰفِقُونَ وَٱلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَٱلْمُرْجِفُونَ فِى ٱلْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَآ إِلَّا قَلِيلًا
Transliteration la-in lam yantahi l-munāfiqūna wa-alladhīna fī qulūbihim maraḍun wal-mur'jifūna fī l-madīnati lanugh'riyannaka bihim thumma lā yujāwirūnaka fīhā illā qalīlan
Pashto قسم دى كه دغه منافقان او هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې (د بدكارۍ) مرض دى او په مدینه كې بدې (تشویشناكې) اوازې ګډوونكي، منع نشي (نو) مونږ به خامخا ضرور تا په دوى مسلط كړو، بیا به دوى په دې كې له تا سره هَم جواره (په ګاونډ كې) پاتې نشي مګر ډېر لږ (وخت)
Verse 61
مَّلْعُونِينَ ۖ أَيْنَمَا ثُقِفُوٓا۟ أُخِذُوا۟ وَقُتِّلُوا۟ تَقْتِيلًا
Transliteration malʿūnīna aynamā thuqifū ukhidhū waquttilū taqtīlan
Pashto په داسې حال كې چې رټلي ترټل شوي به وي، هر چېرې چې وموندل شي (نو) وبه نیول شي او وبه وژلى شي ډېر بد وژل كېدل
Verse 62
سُنَّةَ ٱللَّهِ فِى ٱلَّذِينَ خَلَوْا۟ مِن قَبْلُ ۖ وَلَن تَجِدَ لِسُنَّةِ ٱللَّهِ تَبْدِيلًا
Transliteration sunnata l-lahi fī alladhīna khalaw min qablu walan tajida lisunnati l-lahi tabdīlan
Pashto دغه لاره د الله (اېښودل شوې) ده د هغو (منافقو) كسانو په باره كې چې له دوى نه مخكې تېر شوي دي او ته به د الله لارې لره هېڅ تبدیلي ونه مومې
Verse 63
يَسْـَٔلُكَ ٱلنَّاسُ عَنِ ٱلسَّاعَةِ ۖ قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِندَ ٱللَّهِ ۚ وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّ ٱلسَّاعَةَ تَكُونُ قَرِيبًا
Transliteration yasaluka l-nāsu ʿani l-sāʿati qul innamā ʿil'muhā ʿinda l-lahi wamā yud'rīka laʿalla l-sāʿata takūnu qarīban
Pashto (اى نبي) خلق له تا نه د قیامت په باره كې تپوس كوي، ته (دوى ته)ووایه چې بېشكه د هغه ( قیامت) علم يواځې الله سره دى، او ته څه شي پوه كړى يې؟ كېدى شي چې قیامت ډېر نژدې وي
Verse 64
إِنَّ ٱللَّهَ لَعَنَ ٱلْكَـٰفِرِينَ وَأَعَدَّ لَهُمْ سَعِيرًا
Transliteration inna l-laha laʿana l-kāfirīna wa-aʿadda lahum saʿīran
Pashto بېشكه الله په كافرانو لعنت كړى دى او د دوى لپاره يې سخت لمبې وهونكى اور تیار كړى دى
Verse 65
خَـٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًا ۖ لَّا يَجِدُونَ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا
Transliteration khālidīna fīhā abadan lā yajidūna waliyyan walā naṣīran
Pashto په داسې حال كې چې په ده كې به همېشه وي، تل ترتله، دوى به نه كوم دوست (كارسازى) مومي او نه مددګار
Verse 66
يَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمْ فِى ٱلنَّارِ يَقُولُونَ يَـٰلَيْتَنَآ أَطَعْنَا ٱللَّهَ وَأَطَعْنَا ٱلرَّسُولَا۠
Transliteration yawma tuqallabu wujūhuhum fī l-nāri yaqūlūna yālaytanā aṭaʿnā l-laha wa-aṭaʿnā l-rasūlā
Pashto په هغې ورځ كې چې د دوى مخونه به په اور كې اړولى راړولى شي، دوى به وايي: اى كاشكي مونږ ! د الله اطاعت كړى وى او د رسول اطاعت مو كړى وى
Verse 67
وَقَالُوا۟ رَبَّنَآ إِنَّآ أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَآءَنَا فَأَضَلُّونَا ٱلسَّبِيلَا۠
Transliteration waqālū rabbanā innā aṭaʿnā sādatanā wakubarāanā fa-aḍallūnā l-sabīlā
Pashto او دوى به وايي: اى زمونږه ربه! بېشكه مونږ د خپلو مشرانو او د خپلو غټانو اطاعت كړى و، نو دوى زمونږ نه حقه لار وركه كړه
Verse 68
رَبَّنَآ ءَاتِهِمْ ضِعْفَيْنِ مِنَ ٱلْعَذَابِ وَٱلْعَنْهُمْ لَعْنًا كَبِيرًا
Transliteration rabbanā ātihim ḍiʿ'fayni mina l-ʿadhābi wal-ʿanhum laʿnan kabīran
Pashto اى زمونږ ربه! ته دوى ته له عذابه دوه چنده وركړه او ته په دوى لعنت وكړه، ډېر لوى لعنت كول
Verse 69
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَكُونُوا۟ كَٱلَّذِينَ ءَاذَوْا۟ مُوسَىٰ فَبَرَّأَهُ ٱللَّهُ مِمَّا قَالُوا۟ ۚ وَكَانَ عِندَ ٱللَّهِ وَجِيهًا
Transliteration yāayyuhā alladhīna āmanū lā takūnū ka-alladhīna ādhaw mūsā fabarra-ahu l-lahu mimmā qālū wakāna ʿinda l-lahi wajīhan
Pashto اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د هغو كسانو په شان مه كېږئ چې موسٰى ته يې تكلیف رسولى و، نو الله هغه (موسٰى) پاك (او بري) كړ د هغه (الزام او دروغو) نه چې دوى ویل او هغه د الله په نېز ډېر مخور و
Verse 70
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَقُولُوا۟ قَوْلًا سَدِيدًا
Transliteration yāayyuhā alladhīna āmanū ittaqū l-laha waqūlū qawlan sadīdan
Pashto اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او خبره كوئ ډېره سمه (درسته) خبره
Verse 71
يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَـٰلَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ ۗ وَمَن يُطِعِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا
Transliteration yuṣ'liḥ lakum aʿmālakum wayaghfir lakum dhunūbakum waman yuṭiʿi l-laha warasūlahu faqad fāza fawzan ʿaẓīman
Pashto هغه به تاسو ته ستاسو عملونه درست (او صالح) كړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او هر څوك چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي، نو یقینًا دغه كامیاب شو، ډېر لوى كامبايېدل
Verse 72
إِنَّا عَرَضْنَا ٱلْأَمَانَةَ عَلَى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَٱلْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَن يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا ٱلْإِنسَـٰنُ ۖ إِنَّهُۥ كَانَ ظَلُومًا جَهُولًا
Transliteration innā ʿaraḍnā l-amānata ʿalā l-samāwāti wal-arḍi wal-jibāli fa-abayna an yaḥmil'nahā wa-ashfaqna min'hā waḥamalahā l-insānu innahu kāna ẓalūman jahūlan
Pashto بېشكه مونږ اسمانونو او ځمكې او غرونو ته امانت وړاندې كړ، نو دوى د ده له پورته كولو نه انكار وكړ او له ده ووېرېدل او انسان دغه (امانت) پورته كړ، بېشكه دغه (انسان) دى، ډېر ظالم، ډېر نادان
Verse 73
لِّيُعَذِّبَ ٱللَّهُ ٱلْمُنَـٰفِقِينَ وَٱلْمُنَـٰفِقَـٰتِ وَٱلْمُشْرِكِينَ وَٱلْمُشْرِكَـٰتِ وَيَتُوبَ ٱللَّهُ عَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُؤْمِنَـٰتِ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًۢا
Transliteration liyuʿadhiba l-lahu l-munāfiqīna wal-munāfiqāti wal-mush'rikīna wal-mush'rikāti wayatūba l-lahu ʿalā l-mu'minīna wal-mu'mināti wakāna l-lahu ghafūran raḥīman
Pashto (دغه وړاندې كول وو) د دې لپاره چې الله منافقانو سړیو او منافقو ښځو او مشركانو سړیو او مشركو ښځو ته عذاب وركړي او چې الله په مومنانو سړیو اومومنو ښځو باندې په رحمت سره رجوع وكړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
Read Surah Al-Ahzab in another language
- English (word by word)
- Albanian
- Amazigh
- Amharic
- Assamese
- Azerbaijani
- Bambara
- Bangla
- Bosnian
- Bulgarian
- Chechen
- Chinese
- Czech
- Dari
- Dhivehi
- Dutch
- Finnish
- French
- German
- Gujarati
- Hausa
- Hebrew
- Hindi
- Indonesian
- Italian
- Japanese
- Kannada
- Kazakh
- Khmer
- Kinyarwanda
- Korean
- Kurdish
- Luganda
- Malay
- Malayalam
- Maranao
- Marathi
- Nepali
- Norwegian
- Oromo
- Persian
- Polish
- Portuguese
- Romanian
- Russian
- Sindhi
- Sinhala
- Somali
- Spanish
- Swahili
- Swedish
- Tagalog
- Tajik
- Tamil
- Tatar
- Telugu
- Thai
- Turkish
- Ukrainian
- Urdu
- Uyghur
- Uzbek
- Vietnamese
- Yao
- Yoruba
All 114 surahs in Pashto: the Qur’an in Pashto.
Pashto translation: Zakaria Abulsalam, from Quran.com. Transliteration: Quran.com. Recitation: Mishary Alafasy, from EveryAyah.com. MyDugsi is a learning aid, not a replacement for a qualified teacher.