Surah Maryam in Pashto: translation and audio
Surah 19 · مريم · Mary · 98 verses
Surah Maryam verse by verse: the Arabic with a recitation you can repeat, the transliteration, and the Pashto translation by Zakaria Abulsalam. For the meaning of every word, see Surah Maryam word by word in English.
Verse 1
كٓهيعٓصٓ
Transliteration kaf-ha-ya-ain-sad
Pashto كاف، ها، يا، عين، صاد
Verse 2
ذِكْرُ رَحْمَتِ رَبِّكَ عَبْدَهُۥ زَكَرِيَّآ
Transliteration dhik'ru raḥmati rabbika ʿabdahu zakariyyā
Pashto (دا) ستا د رب د رحمت ذكر دى په خپل بنده زكریا باندې
Verse 3
إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُۥ نِدَآءً خَفِيًّا
Transliteration idh nādā rabbahu nidāan khafiyyan
Pashto كله چې ده خپل رب ته اواز وكړ ډېر ورو اواز
Verse 4
قَالَ رَبِّ إِنِّى وَهَنَ ٱلْعَظْمُ مِنِّى وَٱشْتَعَلَ ٱلرَّأْسُ شَيْبًا وَلَمْ أَكُنۢ بِدُعَآئِكَ رَبِّ شَقِيًّا
Transliteration qāla rabbi innī wahana l-ʿaẓmu minnī wa-ish'taʿala l-rasu shayban walam akun biduʿāika rabbi shaqiyyan
Pashto ويې ويل: اى زما ربه! یقینًا زه چې یم زما هډوكي كمزوري (ضعیف) شوي دي او سر مې د سپین والي په وجه شغلې وهي، په دې حال كې چې اى زما ربه! زه هيڅكله له تا نه په سوال سره محروم (او نا امېده) نه یم پاتې شوى
Verse 5
وَإِنِّى خِفْتُ ٱلْمَوَٰلِىَ مِن وَرَآءِى وَكَانَتِ ٱمْرَأَتِى عَاقِرًا فَهَبْ لِى مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا
Transliteration wa-innī khif'tu l-mawāliya min warāī wakānati im'ra-atī ʿāqiran fahab lī min ladunka waliyyan
Pashto او بېشكه زه چې یم، خپل وروسته له خپلوانو نه وېرېږم، او زما ښځه له شروع نه شنډه ده، نو ته ما ته له خپل جانب نه یو وارث راكړه
Verse 6
يَرِثُنِى وَيَرِثُ مِنْ ءَالِ يَعْقُوبَ ۖ وَٱجْعَلْهُ رَبِّ رَضِيًّا
Transliteration yarithunī wayarithu min āli yaʿqūba wa-ij'ʿalhu rabbi raḍiyyan
Pashto چې وارث شي د دين زما او وارث شي د دين د اولاد د يعقوب او دى وګرځوه اى ربه غوره شوى
Verse 7
يَـٰزَكَرِيَّآ إِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلَـٰمٍ ٱسْمُهُۥ يَحْيَىٰ لَمْ نَجْعَل لَّهُۥ مِن قَبْلُ سَمِيًّا
Transliteration yāzakariyyā innā nubashiruka bighulāmin us'muhu yaḥyā lam najʿal lahu min qablu samiyyan
Pashto اى زكریا! بېشكه مونږ تا ته د داسې هلك زېرى دركوو چې د ده به نوم یحیٰی وي، مونږ ده ته له دې نه مخكې څوك همنامى نه دى ګرځولى
Verse 8
قَالَ رَبِّ أَنَّىٰ يَكُونُ لِى غُلَـٰمٌ وَكَانَتِ ٱمْرَأَتِى عَاقِرًا وَقَدْ بَلَغْتُ مِنَ ٱلْكِبَرِ عِتِيًّا
Transliteration qāla rabbi annā yakūnu lī ghulāmun wakānati im'ra-atī ʿāqiran waqad balaghtu mina l-kibari ʿitiyyan
Pashto ده وویل: اى زما ربه! زما لپاره به هلك څنګه كېږي، په داسې حال كې چې زما ښځه له شروع نه شنډه ده اویقینًا زه د ډېر زوړوالي په وجه ډېرې كمزورۍ ته رسېدلى یم
Verse 9
قَالَ كَذَٰلِكَ قَالَ رَبُّكَ هُوَ عَلَىَّ هَيِّنٌ وَقَدْ خَلَقْتُكَ مِن قَبْلُ وَلَمْ تَكُ شَيْـًٔا
Transliteration qāla kadhālika qāla rabbuka huwa ʿalayya hayyinun waqad khalaqtuka min qablu walam taku shayan
Pashto (الله) ورته وویل: هم داسې دي، ستا رب فرمایلي دي چې دغه (كار) ما ته ډېر اسان دى او تحقیق ته ما پیدا كړى يې له دې نه مخكې، حال دا چې ته هېڅ شى نه وې
Verse 10
قَالَ رَبِّ ٱجْعَل لِّىٓ ءَايَةً ۚ قَالَ ءَايَتُكَ أَلَّا تُكَلِّمَ ٱلنَّاسَ ثَلَـٰثَ لَيَالٍ سَوِيًّا
Transliteration qāla rabbi ij'ʿal lī āyatan qāla āyatuka allā tukallima l-nāsa thalātha layālin sawiyyan
Pashto ده وویل: اى زما ربه! ته زما لپاره یوه نښه مقرر كړه (الله) وویل: ستا نښه داده چې ته به له خلقو سره درې شپې (او ورځې) خبرې نشې كولى، په داسې حال كې چې ته به ښه روغ يې
Verse 11
فَخَرَجَ عَلَىٰ قَوْمِهِۦ مِنَ ٱلْمِحْرَابِ فَأَوْحَىٰٓ إِلَيْهِمْ أَن سَبِّحُوا۟ بُكْرَةً وَعَشِيًّا
Transliteration fakharaja ʿalā qawmihi mina l-miḥ'rābi fa-awḥā ilayhim an sabbiḥū buk'ratan waʿashiyyan
Pashto نو دى په خپل قوم باندې له عبادت ځاى څخه راووت، پس دوى ته يې اشاره وكړه داسې چې تاسو سبا او بېګاه تسبیح وایئ
Verse 12
يَـٰيَحْيَىٰ خُذِ ٱلْكِتَـٰبَ بِقُوَّةٍ ۖ وَءَاتَيْنَـٰهُ ٱلْحُكْمَ صَبِيًّا
Transliteration yāyaḥyā khudhi l-kitāba biquwwatin waātaynāhu l-ḥuk'ma ṣabiyyan
Pashto اى یحیٰی! ته دغه كتاب په قوت سره ونیسه، او مونږ ده ته حكم (حكمت او نبوت) وركړ، په داسې حال كې چې دى هلك و
Verse 13
وَحَنَانًا مِّن لَّدُنَّا وَزَكَوٰةً ۖ وَكَانَ تَقِيًّا
Transliteration waḥanānan min ladunnā wazakatan wakāna taqiyyan
Pashto او له خپل جانب نه مو (ده ته)، مهرباني (وركړې وه) او پاكي او دى ډېر پرهېزګاره و
Verse 14
وَبَرًّۢا بِوَٰلِدَيْهِ وَلَمْ يَكُن جَبَّارًا عَصِيًّا
Transliteration wabarran biwālidayhi walam yakun jabbāran ʿaṣiyyan
Pashto او له خپل مور و پلار سره نېكي كوونكى و، او سركشه، نافرمانه نه و
Verse 15
وَسَلَـٰمٌ عَلَيْهِ يَوْمَ وُلِدَ وَيَوْمَ يَمُوتُ وَيَوْمَ يُبْعَثُ حَيًّا
Transliteration wasalāmun ʿalayhi yawma wulida wayawma yamūtu wayawma yub'ʿathu ḥayyan
Pashto او پر ده دې سلام وي په هغې ورځ چې دى پيدا شو او په هغې ورځ چې دى به مري او په هغې ورځ چې دى به بیا ژوندى راپورته كړى شي
Verse 16
وَٱذْكُرْ فِى ٱلْكِتَـٰبِ مَرْيَمَ إِذِ ٱنتَبَذَتْ مِنْ أَهْلِهَا مَكَانًا شَرْقِيًّا
Transliteration wa-udh'kur fī l-kitābi maryama idhi intabadhat min ahlihā makānan sharqiyyan
Pashto او ته په كتاب كې (قصه د) مریم یاده كړه كله چې هغه له خپلې كورنۍ نه هغه ځاى ته په څنګ شوه چې (د كور) مشرقي جانب و
Verse 17
فَٱتَّخَذَتْ مِن دُونِهِمْ حِجَابًا فَأَرْسَلْنَآ إِلَيْهَا رُوحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِيًّا
Transliteration fa-ittakhadhat min dūnihim ḥijāban fa-arsalnā ilayhā rūḥanā fatamathala lahā basharan sawiyyan
Pashto نو دې د دوى په طرف پرده ونیوله، نو مونږ دې ته خپل روح (مَلَك جبريل) ولېږه، نو هغه دې ته د كامل سړي په شكل كې څرګند شو
Verse 18
قَالَتْ إِنِّىٓ أَعُوذُ بِٱلرَّحْمَـٰنِ مِنكَ إِن كُنتَ تَقِيًّا
Transliteration qālat innī aʿūdhu bil-raḥmāni minka in kunta taqiyyan
Pashto (نو) دې وویل: بېشكه زه له تا نه په رحمٰن پورې پناه نیسم، كه چېرې ته پرهېزګاره يې
Verse 19
قَالَ إِنَّمَآ أَنَا۠ رَسُولُ رَبِّكِ لِأَهَبَ لَكِ غُلَـٰمًا زَكِيًّا
Transliteration qāla innamā anā rasūlu rabbiki li-ahaba laki ghulāman zakiyyan
Pashto هغه وویل: یقینًا زه خو يواځې ستا د رب رسول (استاځى) یم، د دې لپاره چې (د خپل رب په حكم) تا ته یو ډېر پاك هلك دركړم
Verse 20
قَالَتْ أَنَّىٰ يَكُونُ لِى غُلَـٰمٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِى بَشَرٌ وَلَمْ أَكُ بَغِيًّا
Transliteration qālat annā yakūnu lī ghulāmun walam yamsasnī basharun walam aku baghiyyan
Pashto دې وویل: زما به هلك څنګه پیدا شي؟ حال دا چې ما ته هېڅ يو بشر لاس هم نه دى راوړى، او زه چېرې بدكاره هم نه یم
Verse 21
قَالَ كَذَٰلِكِ قَالَ رَبُّكِ هُوَ عَلَىَّ هَيِّنٌ ۖ وَلِنَجْعَلَهُۥٓ ءَايَةً لِّلنَّاسِ وَرَحْمَةً مِّنَّا ۚ وَكَانَ أَمْرًا مَّقْضِيًّا
Transliteration qāla kadhāliki qāla rabbuki huwa ʿalayya hayyinun walinajʿalahu āyatan lilnnāsi waraḥmatan minnā wakāna amran maqḍiyyan
Pashto ويې ويل: خبره همداسې ده (لېكن) ستا رب فرمایلي دي: دغه كار ما ته ډېر اسان دى او د دې لپاره چې مونږ هغه (ماشوم) د خلقو لپاره نښه وګرځوو او له خپل جانب نه رحمت او دغه یو فیصله شوى كار دى
Verse 22
۞ فَحَمَلَتْهُ فَٱنتَبَذَتْ بِهِۦ مَكَانًا قَصِيًّا
Transliteration faḥamalathu fa-intabadhat bihi makānan qaṣiyyan
Pashto نو (مریم) په دغه (عیسٰی) سره حامله شوه، نو له دغه (حمل) سره یو لرې ځاى ته په څنګ شوه
Verse 23
فَأَجَآءَهَا ٱلْمَخَاضُ إِلَىٰ جِذْعِ ٱلنَّخْلَةِ قَالَتْ يَـٰلَيْتَنِى مِتُّ قَبْلَ هَـٰذَا وَكُنتُ نَسْيًا مَّنسِيًّا
Transliteration fa-ajāahā l-makhāḍu ilā jidh'ʿi l-nakhlati qālat yālaytanī mittu qabla hādhā wakuntu nasyan mansiyyan
Pashto نو دغه (مریم) د لنګوال درد د كجورې د ونې تنې (ډډ) ته راوسته، دې وویل: اى كاشكې زه له دې نه مخكې مړه شوې وى او زه بېخي هېره شوې، له زړونو وتلې وى
Verse 24
فَنَادَىٰهَا مِن تَحْتِهَآ أَلَّا تَحْزَنِى قَدْ جَعَلَ رَبُّكِ تَحْتَكِ سَرِيًّا
Transliteration fanādāhā min taḥtihā allā taḥzanī qad jaʿala rabbuki taḥtaki sariyyan
Pashto نو دې ته يې د دې له لاندې نه اواز وكړ چې مه خفه كېږه، یقینًا ستا رب له تا نه لاندې چینه روانه كړې ده
Verse 25
وَهُزِّىٓ إِلَيْكِ بِجِذْعِ ٱلنَّخْلَةِ تُسَـٰقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًا جَنِيًّا
Transliteration wahuzzī ilayki bijidh'ʿi l-nakhlati tusāqiṭ ʿalayki ruṭaban janiyyan
Pashto او خپل ځان ته د كجورې تنه راوخوځوه، هغه به پر تا پخې تازه لوندې كجورې راوغورځوي
Verse 26
فَكُلِى وَٱشْرَبِى وَقَرِّى عَيْنًا ۖ فَإِمَّا تَرَيِنَّ مِنَ ٱلْبَشَرِ أَحَدًا فَقُولِىٓ إِنِّى نَذَرْتُ لِلرَّحْمَـٰنِ صَوْمًا فَلَنْ أُكَلِّمَ ٱلْيَوْمَ إِنسِيًّا
Transliteration fakulī wa-ish'rabī waqarrī ʿaynan fa-immā tarayinna mina l-bashari aḥadan faqūlī innī nadhartu lilrraḥmāni ṣawman falan ukallima l-yawma insiyyan
Pashto پس (دغه كجورې) خوره او (دغه اوبه) څښه او (په عیسٰی سره) سترګې یخې كړه، نو كه خامخا تا له خلقو ځنې یو څوك ولیده، نو (ورته) وایه: بېشكه ما د رحمٰن لپاره پر ځان د روژې نذر منلى دى، پس نن ورځ به زه له سره خبرې ونه كړم له هېڅ یوه انسان سره
Verse 27
فَأَتَتْ بِهِۦ قَوْمَهَا تَحْمِلُهُۥ ۖ قَالُوا۟ يَـٰمَرْيَمُ لَقَدْ جِئْتِ شَيْـًٔا فَرِيًّا
Transliteration fa-atat bihi qawmahā taḥmiluhu qālū yāmaryamu laqad ji'ti shayan fariyyan
Pashto نو دې (مریمې) هغه (عیسٰی) خپل قوم ته راوړ، چې دى يې راپورته كړى و، دوى (ورته) وویل: اى مریمې! یقینًا یقینًا تا ډېر بد كار كړى دى
Verse 28
يَـٰٓأُخْتَ هَـٰرُونَ مَا كَانَ أَبُوكِ ٱمْرَأَ سَوْءٍ وَمَا كَانَتْ أُمُّكِ بَغِيًّا
Transliteration yāukh'ta hārūna mā kāna abūki im'ra-a sawin wamā kānat ummuki baghiyyan
Pashto اى د هارون خورې! ستا پلار خو بد سړى نه و او نه ستا مور بدكاره (بد عمله) وه
Verse 29
فَأَشَارَتْ إِلَيْهِ ۖ قَالُوا۟ كَيْفَ نُكَلِّمُ مَن كَانَ فِى ٱلْمَهْدِ صَبِيًّا
Transliteration fa-ashārat ilayhi qālū kayfa nukallimu man kāna fī l-mahdi ṣabiyyan
Pashto نو هغې دغه (عیسٰی) ته اشاره وكړه، دوى وویل: مونږ له هغه چا سره څنګه خبرې وكړو چې دى په غېږ كې دى، چې وړوكى دى
Verse 30
قَالَ إِنِّى عَبْدُ ٱللَّهِ ءَاتَىٰنِىَ ٱلْكِتَـٰبَ وَجَعَلَنِى نَبِيًّا
Transliteration qāla innī ʿabdu l-lahi ātāniya l-kitāba wajaʿalanī nabiyyan
Pashto ده وویل: بېشكه زه د الله بنده یم، هغهٔ ما ته كتاب راكړى دى او زه يې نبي ګرځولى یم
Verse 31
وَجَعَلَنِى مُبَارَكًا أَيْنَ مَا كُنتُ وَأَوْصَـٰنِى بِٱلصَّلَوٰةِ وَٱلزَّكَوٰةِ مَا دُمْتُ حَيًّا
Transliteration wajaʿalanī mubārakan ayna mā kuntu wa-awṣānī bil-ṣalati wal-zakati mā dum'tu ḥayyan
Pashto او زه يې بركت ناك ګرځولى یم په هر ځاى كې چې اوسم او ده ما ته په لمانځه او زكات سره كلك حكم راكړى دى، تر څو چې زه ژوندى یم
Verse 32
وَبَرًّۢا بِوَٰلِدَتِى وَلَمْ يَجْعَلْنِى جَبَّارًا شَقِيًّا
Transliteration wabarran biwālidatī walam yajʿalnī jabbāran shaqiyyan
Pashto (او زه يې ګرځولى یم) له خپلې مور سره نېكي كوونكى او زه يې سركشه، بدبخته نه یم ګرځولى
Verse 33
وَٱلسَّلَـٰمُ عَلَىَّ يَوْمَ وُلِدتُّ وَيَوْمَ أَمُوتُ وَيَوْمَ أُبْعَثُ حَيًّا
Transliteration wal-salāmu ʿalayya yawma wulidttu wayawma amūtu wayawma ub'ʿathu ḥayyan
Pashto او پر ما دې سلام وي په هغې ورځ چې زه پيدا شوم او په هغې ورځ چې زه به مرم او په هغې ورځ چې زه به بیا ژوندى راپورته كولى شم
Verse 34
ذَٰلِكَ عِيسَى ٱبْنُ مَرْيَمَ ۚ قَوْلَ ٱلْحَقِّ ٱلَّذِى فِيهِ يَمْتَرُونَ
Transliteration dhālika ʿīsā ub'nu maryama qawla l-ḥaqi alladhī fīhi yamtarūna
Pashto دغه عیسٰى د مریمې زوى دى (الله د ده باره كې) حقه خبره كړې ده، هغه چې دوى په هغې كې سره جګړې كوي
Verse 35
مَا كَانَ لِلَّهِ أَن يَتَّخِذَ مِن وَلَدٍ ۖ سُبْحَـٰنَهُۥٓ ۚ إِذَا قَضَىٰٓ أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُۥ كُن فَيَكُونُ
Transliteration mā kāna lillahi an yattakhidha min waladin sub'ḥānahu idhā qaḍā amran fa-innamā yaqūlu lahu kun fayakūnu
Pashto د الله لپاره نه ښايېږي چې دى دې څوك اولاد ونیسي، ده لره پاكي ده، دى چې كله د څه كار فیصله وكړي، نو بېشكه همدا خبره ده چې ده ته وايي: وشه! نو هغه (كار) وشي
Verse 36
وَإِنَّ ٱللَّهَ رَبِّى وَرَبُّكُمْ فَٱعْبُدُوهُ ۚ هَـٰذَا صِرَٰطٌ مُّسْتَقِيمٌ
Transliteration wa-inna l-laha rabbī warabbukum fa-uʿ'budūhu hādhā ṣirāṭun mus'taqīmun
Pashto او بېشكه چې الله زما رب دى او ستاسو رب دى، نو تاسو د ده عبادت كوئ، دا ډېره نېغه لار ده
Verse 37
فَٱخْتَلَفَ ٱلْأَحْزَابُ مِنۢ بَيْنِهِمْ ۖ فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِن مَّشْهَدِ يَوْمٍ عَظِيمٍ
Transliteration fa-ikh'talafa l-aḥzābu min baynihim fawaylun lilladhīna kafarū min mashhadi yawmin ʿaẓīmin
Pashto نو دغه ډلې په خپل منځ كې سره مختلفې شوې، نو كافران شویو كسانو لپاره د ډېرې سترې ورځې له حاضرېدو هلاكت (او خرابي) دى
Verse 38
أَسْمِعْ بِهِمْ وَأَبْصِرْ يَوْمَ يَأْتُونَنَا ۖ لَـٰكِنِ ٱلظَّـٰلِمُونَ ٱلْيَوْمَ فِى ضَلَـٰلٍ مُّبِينٍ
Transliteration asmiʿ bihim wa-abṣir yawma yatūnanā lākini l-ẓālimūna l-yawma fī ḍalālin mubīnin
Pashto دوى به څه ښه اورېدونكي او څه ښه لیدونكي وي! په هغې ورځ چې مونږ ته به راځي، لېكن ظالمان نن ورځې په ښكاره ګمراهۍ كې دي
Verse 39
وَأَنذِرْهُمْ يَوْمَ ٱلْحَسْرَةِ إِذْ قُضِىَ ٱلْأَمْرُ وَهُمْ فِى غَفْلَةٍ وَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ
Transliteration wa-andhir'hum yawma l-ḥasrati idh quḍiya l-amru wahum fī ghaflatin wahum lā yu'minūna
Pashto او ته دوى د حسرت (او ارمان) له ورځې نه ووېروه كله چې به كار فیصله كړى شي، حال دا چې دوى (اوس) په غفلت كې دي او دوى ایمان نه راوړي
Verse 40
إِنَّا نَحْنُ نَرِثُ ٱلْأَرْضَ وَمَنْ عَلَيْهَا وَإِلَيْنَا يُرْجَعُونَ
Transliteration innā naḥnu narithu l-arḍa waman ʿalayhā wa-ilaynā yur'jaʿūna
Pashto بېشكه مونږ چې یو، همدا مونږ د ځمكې او د هغه چا چې په دغه (ځمكه) باندې دي؛ وارثان كېږو او خاص مونږ ته به دوى بېرته راوستى شي
Verse 41
وَٱذْكُرْ فِى ٱلْكِتَـٰبِ إِبْرَٰهِيمَ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ صِدِّيقًا نَّبِيًّا
Transliteration wa-udh'kur fī l-kitābi ib'rāhīma innahu kāna ṣiddīqan nabiyyan
Pashto او په كتاب كې ابراهیم یاد كړه، بېشكه دى ډېر رېښتینى (او) نبي و
Verse 42
إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ يَـٰٓأَبَتِ لِمَ تَعْبُدُ مَا لَا يَسْمَعُ وَلَا يُبْصِرُ وَلَا يُغْنِى عَنكَ شَيْـًٔا
Transliteration idh qāla li-abīhi yāabati lima taʿbudu mā lā yasmaʿu walā yub'ṣiru walā yugh'nī ʿanka shayan
Pashto كله چې ده خپل پلار ته وویل: اى زما پلار جانه! ته ولې د هغه څیز عبادت كوې چې نه (څه) اوري او نه ویني او له تا نه هېڅ شى (تكلیف) نشي لرې كولى؟
Verse 43
يَـٰٓأَبَتِ إِنِّى قَدْ جَآءَنِى مِنَ ٱلْعِلْمِ مَا لَمْ يَأْتِكَ فَٱتَّبِعْنِىٓ أَهْدِكَ صِرَٰطًا سَوِيًّا
Transliteration yāabati innī qad jāanī mina l-ʿil'mi mā lam yatika fa-ittabiʿ'nī ahdika ṣirāṭan sawiyyan
Pashto اى زما پلار جانه! بېشكه زه چې یم یقینًا ما ته (د الله له جانبه) هغه علم راغلى دى چې تا ته نه دى راغلى، نو ته زما پیروي وكړه، زه به تا ته نېغه (سمه) لار وښیم
Verse 44
يَـٰٓأَبَتِ لَا تَعْبُدِ ٱلشَّيْطَـٰنَ ۖ إِنَّ ٱلشَّيْطَـٰنَ كَانَ لِلرَّحْمَـٰنِ عَصِيًّا
Transliteration yāabati lā taʿbudi l-shayṭāna inna l-shayṭāna kāna lilrraḥmāni ʿaṣiyyan
Pashto اى زما پلار جانه! د شيطان بندګي مه كوه، يقينًا شيطان خود رحمان نافرمان دى
Verse 45
يَـٰٓأَبَتِ إِنِّىٓ أَخَافُ أَن يَمَسَّكَ عَذَابٌ مِّنَ ٱلرَّحْمَـٰنِ فَتَكُونَ لِلشَّيْطَـٰنِ وَلِيًّا
Transliteration yāabati innī akhāfu an yamassaka ʿadhābun mina l-raḥmāni fatakūna lilshayṭāni waliyyan
Pashto اى زما پلارجانه! بېشكه زه چې یم، زه له دې نه وېرېږم چې تا ته به د رحمٰن له جانبه عذاب درورسېږي، نو ته به د شیطان دوست شې
Verse 46
قَالَ أَرَاغِبٌ أَنتَ عَنْ ءَالِهَتِى يَـٰٓإِبْرَٰهِيمُ ۖ لَئِن لَّمْ تَنتَهِ لَأَرْجُمَنَّكَ ۖ وَٱهْجُرْنِى مَلِيًّا
Transliteration qāla arāghibun anta ʿan ālihatī yāib'rāhīmu la-in lam tantahi la-arjumannaka wa-uh'jur'nī maliyyan
Pashto هغه (پلار د ابراهیم) وویل: اى ابراهیمه! ایا ته زما له معبودانو نه مخ ګرځوونكى يې، یقینًا كه ته منع نه شوې، نو زه به تا خامخا ضرور سنګسار كړم او له ما څخه ډېره موده لرې (او جدا) شه
Verse 47
قَالَ سَلَـٰمٌ عَلَيْكَ ۖ سَأَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّىٓ ۖ إِنَّهُۥ كَانَ بِى حَفِيًّا
Transliteration qāla salāmun ʿalayka sa-astaghfiru laka rabbī innahu kāna bī ḥafiyyan
Pashto ده وویل: پر تا دې سلام وي، ضرور به زه تا لپاره له خپل رب نه مغفرت غواړم، بېشكه دى په ما باندې ډېر مهربان دى
Verse 48
وَأَعْتَزِلُكُمْ وَمَا تَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَأَدْعُوا۟ رَبِّى عَسَىٰٓ أَلَّآ أَكُونَ بِدُعَآءِ رَبِّى شَقِيًّا
Transliteration wa-aʿtazilukum wamā tadʿūna min dūni l-lahi wa-adʿū rabbī ʿasā allā akūna biduʿāi rabbī shaqiyyan
Pashto او زه جدا كېږم له تاسو نه او له هغو څیزونو نه چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، او زه خپل رب رابلم، امېد دى چې زه به د خپل رب په رابللو سره بدبخته نشم
Verse 49
فَلَمَّا ٱعْتَزَلَهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَهَبْنَا لَهُۥٓ إِسْحَـٰقَ وَيَعْقُوبَ ۖ وَكُلًّا جَعَلْنَا نَبِيًّا
Transliteration falammā iʿ'tazalahum wamā yaʿbudūna min dūni l-lahi wahabnā lahu is'ḥāqa wayaʿqūba wakullan jaʿalnā nabiyyan
Pashto نو كله چې دى له دوى نه او له هغو نه چې دغه خلق يې له الله نه غیر عبادت كوي؛ بېل شو (، نو) مونږ ده ته اسحق او یعقوب عطا كړل او دا هر یو مونږ نبیان ګرځولي وو
Verse 50
وَوَهَبْنَا لَهُم مِّن رَّحْمَتِنَا وَجَعَلْنَا لَهُمْ لِسَانَ صِدْقٍ عَلِيًّا
Transliteration wawahabnā lahum min raḥmatinā wajaʿalnā lahum lisāna ṣid'qin ʿaliyyan
Pashto مونږ دغو ته له خپل رحمته عطا وركړه او مونږ دوى ته د صدق ډېره اوچته ژبه وركړې وه
Verse 51
وَٱذْكُرْ فِى ٱلْكِتَـٰبِ مُوسَىٰٓ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ مُخْلَصًا وَكَانَ رَسُولًا نَّبِيًّا
Transliteration wa-udh'kur fī l-kitābi mūsā innahu kāna mukh'laṣan wakāna rasūlan nabiyyan
Pashto او په كتاب كې موسٰی یاد كړه، بېشكه چې دى خالص كړى شوى و او رسول (او)، نبي و
Verse 52
وَنَـٰدَيْنَـٰهُ مِن جَانِبِ ٱلطُّورِ ٱلْأَيْمَنِ وَقَرَّبْنَـٰهُ نَجِيًّا
Transliteration wanādaynāhu min jānibi l-ṭūri l-aymani waqarrabnāhu najiyyan
Pashto او مونږ ده ته د طور غر له ښي اړخ نه اواز كړى و او مونږ دى قریب كړ، چې د راز خبرې مو ورسره كولې
Verse 53
وَوَهَبْنَا لَهُۥ مِن رَّحْمَتِنَآ أَخَاهُ هَـٰرُونَ نَبِيًّا
Transliteration wawahabnā lahu min raḥmatinā akhāhu hārūna nabiyyan
Pashto او مونږ ده ته له خپل رحمته د ده ورور هارون وركړ، چې نبي و
Verse 54
وَٱذْكُرْ فِى ٱلْكِتَـٰبِ إِسْمَـٰعِيلَ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ صَادِقَ ٱلْوَعْدِ وَكَانَ رَسُولًا نَّبِيًّا
Transliteration wa-udh'kur fī l-kitābi is'māʿīla innahu kāna ṣādiqa l-waʿdi wakāna rasūlan nabiyyan
Pashto او په كتاب كې اسماعیل یاد كړه، بېشكه دى د وعدې رښتینى و او رسول (او) نبي و
Verse 55
وَكَانَ يَأْمُرُ أَهْلَهُۥ بِٱلصَّلَوٰةِ وَٱلزَّكَوٰةِ وَكَانَ عِندَ رَبِّهِۦ مَرْضِيًّا
Transliteration wakāna yamuru ahlahu bil-ṣalati wal-zakati wakāna ʿinda rabbihi marḍiyyan
Pashto او ده به خپل اهل ته د لمانځه او زكات حكم كاوه او دى د خپل رب په نیز پسندیده و
Verse 56
وَٱذْكُرْ فِى ٱلْكِتَـٰبِ إِدْرِيسَ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ صِدِّيقًا نَّبِيًّا
Transliteration wa-udh'kur fī l-kitābi id'rīsa innahu kāna ṣiddīqan nabiyyan
Pashto او په كتاب كې ادریس یاد كړه، يقينًا دى رښتينى (او) نبي و
Verse 57
وَرَفَعْنَـٰهُ مَكَانًا عَلِيًّا
Transliteration warafaʿnāhu makānan ʿaliyyan
Pashto او دى مونږ ډېر اوچت ځاى ته پورته كړى دى
Verse 58
أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ أَنْعَمَ ٱللَّهُ عَلَيْهِم مِّنَ ٱلنَّبِيِّـۧنَ مِن ذُرِّيَّةِ ءَادَمَ وَمِمَّنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ وَمِن ذُرِّيَّةِ إِبْرَٰهِيمَ وَإِسْرَٰٓءِيلَ وَمِمَّنْ هَدَيْنَا وَٱجْتَبَيْنَآ ۚ إِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتُ ٱلرَّحْمَـٰنِ خَرُّوا۟ سُجَّدًا وَبُكِيًّا ۩
Transliteration ulāika alladhīna anʿama l-lahu ʿalayhim mina l-nabiyīna min dhurriyyati ādama wamimman ḥamalnā maʿa nūḥin wamin dhurriyyati ib'rāhīma wa-is'rāīla wamimman hadaynā wa-ij'tabaynā idhā tut'lā ʿalayhim āyātu l-raḥmāni kharrū sujjadan wabukiyyan
Pashto دغه خلق هغه كسان دي چې الله په دوى باندې له انبیاوو ځنې انعام كړى دى، د ادم په اولاده كې او د هغه چا (په اولاد كې) چې مونږ له نوح سره بار كړي وو او د ابراهیم او اسرائیل (یعقوب) په اولاده كې او له هغه چا نه چې مونږ (ورته) هدایت كړى و او مونږ غوره كړي وو كله چې به پر دوى د رحمٰن ایتونه ولوستى شول( نو) دوى به پرېوتل، سجده كوونكي او ژړېدونكي
Verse 59
۞ فَخَلَفَ مِنۢ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَٱتَّبَعُوا۟ ٱلشَّهَوَٰتِ ۖ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيًّا
Transliteration fakhalafa min baʿdihim khalfun aḍāʿū l-ṣalata wa-ittabaʿū l-shahawāti fasawfa yalqawna ghayyan
Pashto نو له دوى نه وروسته داسې بد ځاى ناستي پېدا شول چې لمونځونه يې ضايع كړل او د شهوتونو پیروي يې وكړه، نو ژر به دوى د خپلې بدۍ له انجام سره ملاقات وكړي
Verse 60
إِلَّا مَن تَابَ وَءَامَنَ وَعَمِلَ صَـٰلِحًا فَأُو۟لَـٰٓئِكَ يَدْخُلُونَ ٱلْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ شَيْـًٔا
Transliteration illā man tāba waāmana waʿamila ṣāliḥan fa-ulāika yadkhulūna l-janata walā yuẓ'lamūna shayan
Pashto مګر هغه څوك چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو دغه كسان دي چې دوى به جنت ته داخلېږي او پر دوى به هېڅ شى ظلم نه كېږي
Verse 61
جَنَّـٰتِ عَدْنٍ ٱلَّتِى وَعَدَ ٱلرَّحْمَـٰنُ عِبَادَهُۥ بِٱلْغَيْبِ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ وَعْدُهُۥ مَأْتِيًّا
Transliteration jannāti ʿadnin allatī waʿada l-raḥmānu ʿibādahu bil-ghaybi innahu kāna waʿduhu matiyyan
Pashto د تل اوسېدونې جنتونو ته، هغه چې رحمٰن يې وعده كړې ده له خپلو بنده ګانو سره په نالیدلو، بېشكه دى (الله) چې دى، د ده وعده (خامخا) راتلونكې ده
Verse 62
لَّا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا إِلَّا سَلَـٰمًا ۖ وَلَهُمْ رِزْقُهُمْ فِيهَا بُكْرَةً وَعَشِيًّا
Transliteration lā yasmaʿūna fīhā laghwan illā salāman walahum riz'quhum fīhā buk'ratan waʿashiyyan
Pashto دوى به په دغو (جنتونو) كې لغوه خبرې نه اوري بس سلام به اوري، او د دوى لپاره په دغو (جنتونو) كې سبا او بېګاه د دوى رزق دى
Verse 63
تِلْكَ ٱلْجَنَّةُ ٱلَّتِى نُورِثُ مِنْ عِبَادِنَا مَن كَانَ تَقِيًّا
Transliteration til'ka l-janatu allatī nūrithu min ʿibādinā man kāna taqiyyan
Pashto دغه هغه جنتونه دي چې مونږ يې په خپلو بنده ګانو كې هغه څوك وارث ګرځولو چې پرهېزګاره وي
Verse 64
وَمَا نَتَنَزَّلُ إِلَّا بِأَمْرِ رَبِّكَ ۖ لَهُۥ مَا بَيْنَ أَيْدِينَا وَمَا خَلْفَنَا وَمَا بَيْنَ ذَٰلِكَ ۚ وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا
Transliteration wamā natanazzalu illā bi-amri rabbika lahu mā bayna aydīnā wamā khalfanā wamā bayna dhālika wamā kāna rabbuka nasiyyan
Pashto او (جبریل وویل) مونږ نه راكوزېږو مګر د خپل رب په امر سره، خاص د هغه لپاره دي هغه څه چې زمونږ په وړاندې دي او هغه چې زمونږ وروسته دي او هغه څه چې د دغو په مینځ كې دي او ستا رب هیڅكله هېروونكى نه دى
Verse 65
رَّبُّ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا فَٱعْبُدْهُ وَٱصْطَبِرْ لِعِبَـٰدَتِهِۦ ۚ هَلْ تَعْلَمُ لَهُۥ سَمِيًّا
Transliteration rabbu l-samāwāti wal-arḍi wamā baynahumā fa-uʿ'bud'hu wa-iṣ'ṭabir liʿibādatihi hal taʿlamu lahu samiyyan
Pashto (دغه) د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دغو دواړو په مینځ كې دي، نو ته د ده عبادت كوه او د ده پر عبادت ښه ټینګ اوسه، ایا ته د ده كوم همنام پېژنې!
Verse 66
وَيَقُولُ ٱلْإِنسَـٰنُ أَءِذَا مَا مِتُّ لَسَوْفَ أُخْرَجُ حَيًّا
Transliteration wayaqūlu l-insānu a-idhā mā mittu lasawfa ukh'raju ḥayyan
Pashto او دغه (له بعث نه منكر) انسان وايي: ایا كله چې زه مړ شم خامخا عنقریب به زه بیا ژوندى را ایستلى شم
Verse 67
أَوَلَا يَذْكُرُ ٱلْإِنسَـٰنُ أَنَّا خَلَقْنَـٰهُ مِن قَبْلُ وَلَمْ يَكُ شَيْـًٔا
Transliteration awalā yadhkuru l-insānu annā khalaqnāhu min qablu walam yaku shayan
Pashto ایا دغه انسان نه یادوي چې بېشكه مونږ دى له دې نه مخكې پیدا كړى و، او دى هېڅ شى نه و
Verse 68
فَوَرَبِّكَ لَنَحْشُرَنَّهُمْ وَٱلشَّيَـٰطِينَ ثُمَّ لَنُحْضِرَنَّهُمْ حَوْلَ جَهَنَّمَ جِثِيًّا
Transliteration fawarabbika lanaḥshurannahum wal-shayāṭīna thumma lanuḥ'ḍirannahum ḥawla jahannama jithiyyan
Pashto نو قسم دى ستا په رب چې مونږ به خامخا ضرور دوى او شیطانان ټول راجمع كړو، بیا به مونږ دوى خامخا ضرور د دوزخ چاپېره په ګونډو پراته راحاضر كړو
Verse 69
ثُمَّ لَنَنزِعَنَّ مِن كُلِّ شِيعَةٍ أَيُّهُمْ أَشَدُّ عَلَى ٱلرَّحْمَـٰنِ عِتِيًّا
Transliteration thumma lananziʿanna min kulli shīʿatin ayyuhum ashaddu ʿalā l-raḥmāni ʿitiyyan
Pashto بیا به خامخا ضرور مونږ له هرې ډلې نه راوباسو هر هغه څوك چې د سركشۍ په لحاظ په رحمٰن باندې ډېر سخت دى
Verse 70
ثُمَّ لَنَحْنُ أَعْلَمُ بِٱلَّذِينَ هُمْ أَوْلَىٰ بِهَا صِلِيًّا
Transliteration thumma lanaḥnu aʿlamu bi-alladhīna hum awlā bihā ṣiliyyan
Pashto بیا خامخا مونږ په هغو خلقو ښه عالمان یو چې هغوى دغه (دوزخ) ته د داخلولو (او سوځولو) ښه لايق دي
Verse 71
وَإِن مِّنكُمْ إِلَّا وَارِدُهَا ۚ كَانَ عَلَىٰ رَبِّكَ حَتْمًا مَّقْضِيًّا
Transliteration wa-in minkum illā wāriduhā kāna ʿalā rabbika ḥatman maqḍiyyan
Pashto او نشته دى په تاسو كې هیڅوك مګر ده ته واردېدونكى دى دغه (واردېدل) ستا د رب په ذمه یقیني او فیصله كړى شوي دي
Verse 72
ثُمَّ نُنَجِّى ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوا۟ وَّنَذَرُ ٱلظَّـٰلِمِينَ فِيهَا جِثِيًّا
Transliteration thumma nunajjī alladhīna ittaqaw wanadharu l-ẓālimīna fīhā jithiyyan
Pashto بیا به مونږ هغو كسانو ته نجات وركړو چې پرهېزګاري يې كړې ده او ظالمان (كافران) به په دغه (دوزخ) كې په ګونډو پراته پرېږدو
Verse 73
وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتُنَا بَيِّنَـٰتٍ قَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لِلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَىُّ ٱلْفَرِيقَيْنِ خَيْرٌ مَّقَامًا وَأَحْسَنُ نَدِيًّا
Transliteration wa-idhā tut'lā ʿalayhim āyātunā bayyinātin qāla alladhīna kafarū lilladhīna āmanū ayyu l-farīqayni khayrun maqāman wa-aḥsanu nadiyyan
Pashto او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه لوستى شي، چې ښه واضح دي، (، نو) كافران شوي كسان هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى؛ وايي په دغو دواړو ډلو كې كومه یوه د مقام په لحاظ ډېره غوره او د مجلس په لحاظ ډېر ښايسته ده
Verse 74
وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّن قَرْنٍ هُمْ أَحْسَنُ أَثَـٰثًا وَرِءْيًا
Transliteration wakam ahlaknā qablahum min qarnin hum aḥsanu athāthan wari'yan
Pashto او له دوى نه مخكې مونږ څومره ډېر قرنونه (امتونه) هلاك كړي دي، چې هغوى د سامانونو او لیدنې (شكل) په لحاظ ډېر ښه وو
Verse 75
قُلْ مَن كَانَ فِى ٱلضَّلَـٰلَةِ فَلْيَمْدُدْ لَهُ ٱلرَّحْمَـٰنُ مَدًّا ۚ حَتَّىٰٓ إِذَا رَأَوْا۟ مَا يُوعَدُونَ إِمَّا ٱلْعَذَابَ وَإِمَّا ٱلسَّاعَةَ فَسَيَعْلَمُونَ مَنْ هُوَ شَرٌّ مَّكَانًا وَأَضْعَفُ جُندًا
Transliteration qul man kāna fī l-ḍalālati falyamdud lahu l-raḥmānu maddan ḥattā idhā ra-aw mā yūʿadūna immā l-ʿadhāba wa-immā l-sāʿata fasayaʿlamūna man huwa sharrun makānan wa-aḍʿafu jundan
Pashto ته (دوي ته) ووایه: هر هغه څوك چې په ګمراهۍ كې وي، نو رحمٰن دې ده ته مهلت وركړي، مهلت وركول ، تر هغه پورې چې كله دوى هغه څه وویني چې له دوى سره يې وعده كولى شي، یا عذاب، یا قیامت، نو دوى به ژر پوه شي چې څوك دى د ځاى په لحاظ ډېر بد او د لښكر په لحاظ ډېر كمزورى
Verse 76
وَيَزِيدُ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ٱهْتَدَوْا۟ هُدًى ۗ وَٱلْبَـٰقِيَـٰتُ ٱلصَّـٰلِحَـٰتُ خَيْرٌ عِندَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَخَيْرٌ مَّرَدًّا
Transliteration wayazīdu l-lahu alladhīna ih'tadaw hudan wal-bāqiyātu l-ṣāliḥātu khayrun ʿinda rabbika thawāban wakhayrun maraddan
Pashto او الله هغو كسانو ته هدایت نور هم زیاتوي چې نېغه لار يې موندلې ده، او نېكۍ باقي پاتې كېدونكې ستا د رب په نیز د ثواب په لحاظ ډېرې غوره دي او د بېرته ورتللو په لحاظ ډېرې ښې دي
Verse 77
أَفَرَءَيْتَ ٱلَّذِى كَفَرَ بِـَٔايَـٰتِنَا وَقَالَ لَأُوتَيَنَّ مَالًا وَوَلَدًا
Transliteration afara-ayta alladhī kafara biāyātinā waqāla laūtayanna mālan wawaladan
Pashto ایا تا هغه كس لیدلى چې زمونږ په ایتونو باندې كافر شوى دى او وايي چې ما ته به (په اخرت كې) خامخا ضرور مال او اولاد راكول كېږي
Verse 78
أَطَّلَعَ ٱلْغَيْبَ أَمِ ٱتَّخَذَ عِندَ ٱلرَّحْمَـٰنِ عَهْدًا
Transliteration aṭṭalaʿa l-ghayba ami ittakhadha ʿinda l-raḥmāni ʿahdan
Pashto ایا دى په غیبو خبر شوى دى، یا ده د رحمٰن په نیز كومه وعده اخيستې ده
Verse 79
كَلَّا ۚ سَنَكْتُبُ مَا يَقُولُ وَنَمُدُّ لَهُۥ مِنَ ٱلْعَذَابِ مَدًّا
Transliteration kallā sanaktubu mā yaqūlu wanamuddu lahu mina l-ʿadhābi maddan
Pashto داسې نه ده ضرور مونږ لیكو هغه څه چې دى يې وايي او ده ته به له عذابه وغځوو، غځول
Verse 80
وَنَرِثُهُۥ مَا يَقُولُ وَيَأْتِينَا فَرْدًا
Transliteration wanarithuhu mā yaqūlu wayatīnā fardan
Pashto او په میراث به اخلو هغه څه چې دى يې وايي، او دى به مونږ ته يواځې (ځانله) راځي
Verse 81
وَٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِ ٱللَّهِ ءَالِهَةً لِّيَكُونُوا۟ لَهُمْ عِزًّا
Transliteration wa-ittakhadhū min dūni l-lahi ālihatan liyakūnū lahum ʿizzan
Pashto او دوى له الله نه غیر (نور) معبودان ونیول، د دې لپاره چې دغه (معبودان) د دوى د عزت سبب شي
Verse 82
كَلَّا ۚ سَيَكْفُرُونَ بِعِبَادَتِهِمْ وَيَكُونُونَ عَلَيْهِمْ ضِدًّا
Transliteration kallā sayakfurūna biʿibādatihim wayakūnūna ʿalayhim ḍiddan
Pashto داسې نه ده، ژر به دغه (معبودان) د دوى په عبادت سره منكر شي او دغه به د دوى په ضد (او خلاف) شي
Verse 83
أَلَمْ تَرَ أَنَّآ أَرْسَلْنَا ٱلشَّيَـٰطِينَ عَلَى ٱلْكَـٰفِرِينَ تَؤُزُّهُمْ أَزًّا
Transliteration alam tara annā arsalnā l-shayāṭīna ʿalā l-kāfirīna ta-uzzuhum azzan
Pashto ایا ته نه ګورې چې مونږ شیطانان په كافرانو باندې راخوشې كوو، چې دوى تېزوي، تېزول
Verse 84
فَلَا تَعْجَلْ عَلَيْهِمْ ۖ إِنَّمَا نَعُدُّ لَهُمْ عَدًّا
Transliteration falā taʿjal ʿalayhim innamā naʿuddu lahum ʿaddan
Pashto نو ته په دوى باندې (د عذاب په راتلو كې) تلوار مه كوه، بېشكه مونږ د دوى لپاره شمېرل كوو، شمېرل
Verse 85
يَوْمَ نَحْشُرُ ٱلْمُتَّقِينَ إِلَى ٱلرَّحْمَـٰنِ وَفْدًا
Transliteration yawma naḥshuru l-mutaqīna ilā l-raḥmāni wafdan
Pashto (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به متقیان راجمع كړو د رحمٰن په طرف بلل شوي سواره مېلمانه
Verse 86
وَنَسُوقُ ٱلْمُجْرِمِينَ إِلَىٰ جَهَنَّمَ وِرْدًا
Transliteration wanasūqu l-muj'rimīna ilā jahannama wir'dan
Pashto او مجرمان (كافران) به د جهنم په طرف تږي پیاده شړو
Verse 87
لَّا يَمْلِكُونَ ٱلشَّفَـٰعَةَ إِلَّا مَنِ ٱتَّخَذَ عِندَ ٱلرَّحْمَـٰنِ عَهْدًا
Transliteration lā yamlikūna l-shafāʿata illā mani ittakhadha ʿinda l-raḥmāni ʿahdan
Pashto هغوى د شفاعت اختیار نه لري، مګر هغه څوك چې د رحمٰن په نيز يې وعده اخيستې ده
Verse 88
وَقَالُوا۟ ٱتَّخَذَ ٱلرَّحْمَـٰنُ وَلَدًا
Transliteration waqālū ittakhadha l-raḥmānu waladan
Pashto او دغه (كافران) وايي: رحمٰن د ځان لپاره اولاد نیولى دى
Verse 89
لَّقَدْ جِئْتُمْ شَيْـًٔا إِدًّا
Transliteration laqad ji'tum shayan iddan
Pashto یقینًا یقینًا تاسو ډېره لویه د ګناه خبره وكړه
Verse 90
تَكَادُ ٱلسَّمَـٰوَٰتُ يَتَفَطَّرْنَ مِنْهُ وَتَنشَقُّ ٱلْأَرْضُ وَتَخِرُّ ٱلْجِبَالُ هَدًّا
Transliteration takādu l-samāwātu yatafaṭṭarna min'hu watanshaqqu l-arḍu watakhirru l-jibālu haddan
Pashto نژدې دي چې اسمانونه له دې نه وچوي او ځمكه ټوټې ټوټې شي او غرونه راولوېږي ذرې ذرې
Verse 91
أَن دَعَوْا۟ لِلرَّحْمَـٰنِ وَلَدًا
Transliteration an daʿaw lilrraḥmāni waladan
Pashto په دې خبره چې دوى د رحمٰن لپاره اولاد وباله
Verse 92
وَمَا يَنۢبَغِى لِلرَّحْمَـٰنِ أَن يَتَّخِذَ وَلَدًا
Transliteration wamā yanbaghī lilrraḥmāni an yattakhidha waladan
Pashto او رحمٰن ته نه ښايي چې اولاد ونیسي
Verse 93
إِن كُلُّ مَن فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ إِلَّآ ءَاتِى ٱلرَّحْمَـٰنِ عَبْدًا
Transliteration in kullu man fī l-samāwāti wal-arḍi illā ātī l-raḥmāni ʿabdan
Pashto نه دي دغه هر یو چې په اسمانونو او ځمكه كې دي مګر رحمٰن ته راتلونكي دي، په دې حال كې چې بنده به وي
Verse 94
لَّقَدْ أَحْصَىٰهُمْ وَعَدَّهُمْ عَدًّا
Transliteration laqad aḥṣāhum waʿaddahum ʿaddan
Pashto یقینًا یقینًا ده دوى راګېر كړي دي او دوى يې شمېرلي دي، شمېرل
Verse 95
وَكُلُّهُمْ ءَاتِيهِ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ فَرْدًا
Transliteration wakulluhum ātīhi yawma l-qiyāmati fardan
Pashto او هر يو له دوى نه ده ته راتلونكى دى په ورځ د قیامت كې يواځې
Verse 96
إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ ٱلرَّحْمَـٰنُ وُدًّا
Transliteration inna alladhīna āmanū waʿamilū l-ṣāliḥāti sayajʿalu lahumu l-raḥmānu wuddan
Pashto بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي ژر به رحمٰن د دوى لپاره (د خلقو په زړونو كې) مینه (او محبت) پیدا كړي
Verse 97
فَإِنَّمَا يَسَّرْنَـٰهُ بِلِسَانِكَ لِتُبَشِّرَ بِهِ ٱلْمُتَّقِينَ وَتُنذِرَ بِهِۦ قَوْمًا لُّدًّا
Transliteration fa-innamā yassarnāhu bilisānika litubashira bihi l-mutaqīna watundhira bihi qawman luddan
Pashto پس بېشكه همدا خبره ده چې مونږ دغه (قرآن) ستا په ژبه آسان كړى دى، د دې لپاره چې ته په ده سره پرهېزګارانو ته زېرى وركړې او ته په ده سره ډېر جګړه كوونكى قوم ووېروې
Verse 98
وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّن قَرْنٍ هَلْ تُحِسُّ مِنْهُم مِّنْ أَحَدٍ أَوْ تَسْمَعُ لَهُمْ رِكْزًۢا
Transliteration wakam ahlaknā qablahum min qarnin hal tuḥissu min'hum min aḥadin aw tasmaʿu lahum rik'zan
Pashto او له دوى نه مخكې مونږه څومره ډېر قرنونه هلاك كړي دي! ايا ته په دوى كې يو تن محسوسوې، يا ته د دوى كوم نرم غږ (اواز) هم اورې
Read Surah Maryam in another language
- English (word by word)
- Albanian
- Amazigh
- Amharic
- Assamese
- Azerbaijani
- Bambara
- Bangla
- Bosnian
- Bulgarian
- Chechen
- Chinese
- Czech
- Dari
- Dhivehi
- Dutch
- Finnish
- French
- German
- Gujarati
- Hausa
- Hebrew
- Hindi
- Indonesian
- Italian
- Japanese
- Kannada
- Kazakh
- Khmer
- Kinyarwanda
- Korean
- Kurdish
- Luganda
- Malay
- Malayalam
- Maranao
- Marathi
- Nepali
- Norwegian
- Oromo
- Persian
- Polish
- Portuguese
- Romanian
- Russian
- Sindhi
- Sinhala
- Somali
- Spanish
- Swahili
- Swedish
- Tagalog
- Tajik
- Tamil
- Tatar
- Telugu
- Thai
- Turkish
- Ukrainian
- Urdu
- Uyghur
- Uzbek
- Vietnamese
- Yao
- Yoruba
All 114 surahs in Pashto: the Qur’an in Pashto.
Pashto translation: Zakaria Abulsalam, from Quran.com. Transliteration: Quran.com. Recitation: Mishary Alafasy, from EveryAyah.com. MyDugsi is a learning aid, not a replacement for a qualified teacher.