MyDugsiStart learning

Surah An-Naml in Pashto: translation and audio

Surah 27 · النمل · The Ant · 93 verses

Surah An-Naml verse by verse: the Arabic with a recitation you can repeat, the transliteration, and the Pashto translation by Zakaria Abulsalam. For the meaning of every word, see Surah An-Naml word by word in English.

Verse 1

طسٓ ۚ تِلْكَ ءَايَـٰتُ ٱلْقُرْءَانِ وَكِتَابٍ مُّبِينٍ

Transliteration tta-seen til'ka āyātu l-qur'āni wakitābin mubīnin

Pashto طا، سين، دا د قرآن او څرګند (ښكاره بیانوونكي) كتاب ایتونه دي

Verse 2

هُدًى وَبُشْرَىٰ لِلْمُؤْمِنِينَ

Transliteration hudan wabush'rā lil'mu'minīna

Pashto هدایت او زېرى دى، د مومنانو لپاره

Verse 3

ٱلَّذِينَ يُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤْتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَهُم بِٱلْـَٔاخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ

Transliteration alladhīna yuqīmūna l-ṣalata wayu'tūna l-zakata wahum bil-ākhirati hum yūqinūna

Pashto هغه چې لمونځ قايموي او زكات وركوي او هم دوى په اخرت یقین كوي

Verse 4

إِنَّ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱلْـَٔاخِرَةِ زَيَّنَّا لَهُمْ أَعْمَـٰلَهُمْ فَهُمْ يَعْمَهُونَ

Transliteration inna alladhīna lā yu'minūna bil-ākhirati zayyannā lahum aʿmālahum fahum yaʿmahūna

Pashto بېشكه هغه كسان چې په اخرت ایمان نه راوړي، دوى ته مونږ د دوى عملونه ښايسته كړي دي، نو دوى سرګردانه دي

Verse 5

أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ لَهُمْ سُوٓءُ ٱلْعَذَابِ وَهُمْ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ هُمُ ٱلْأَخْسَرُونَ

Transliteration ulāika alladhīna lahum sūu l-ʿadhābi wahum fī l-ākhirati humu l-akhsarūna

Pashto دغه كسان دي چې د دوى لپاره بد عذاب دى، او دوى به په اخرت كې هم دوى تر ټولو تاوانیان وي

Verse 6

وَإِنَّكَ لَتُلَقَّى ٱلْقُرْءَانَ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ عَلِيمٍ

Transliteration wa-innaka latulaqqā l-qur'āna min ladun ḥakīmin ʿalīmin

Pashto او بېشكه ته (چې يې) خامخا تا ته د ډېر حكمت والا، ښه علم والا (الله) له جانبه قرآن ښوولى (او عطا كولى) شي

Verse 7

إِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِأَهْلِهِۦٓ إِنِّىٓ ءَانَسْتُ نَارًا سَـَٔاتِيكُم مِّنْهَا بِخَبَرٍ أَوْ ءَاتِيكُم بِشِهَابٍ قَبَسٍ لَّعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ

Transliteration idh qāla mūsā li-ahlihi innī ānastu nāran saātīkum min'hā bikhabarin aw ātīkum bishihābin qabasin laʿallakum taṣṭalūna

Pashto (یاد كړه) هغه وخت چې موسٰى خپلې ښځې ته وویل: بېشكه ما اور ولیده، زه به تاسو ته له دغه (ځاى) نه څه خبر راوړم، یا به تاسو ته بله كړى شوې لمبه راوړم، د دې لپاره چې تاسو تاوده شئ

Verse 8

فَلَمَّا جَآءَهَا نُودِىَ أَنۢ بُورِكَ مَن فِى ٱلنَّارِ وَمَنْ حَوْلَهَا وَسُبْحَـٰنَ ٱللَّهِ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ

Transliteration falammā jāahā nūdiya an būrika man fī l-nāri waman ḥawlahā wasub'ḥāna l-lahi rabbi l-ʿālamīna

Pashto نو كله چې دى هغه (اور) ته راغى، اواز وكړى شو، داسې چې بركتي كړى شوى دى هغه چې په اور كې دى او هغه چې د ده (اور) چاپېره دى او پاكي ده الله ته چې رب العلمین دى

Verse 9

يَـٰمُوسَىٰٓ إِنَّهُۥٓ أَنَا ٱللَّهُ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ

Transliteration yāmūsā innahu anā l-lahu l-ʿazīzu l-ḥakīmu

Pashto اى موسٰى! بېشكه شان دا دى چې هم زه الله یم، ښه غالب، ښه حكمت والا

Verse 10

وَأَلْقِ عَصَاكَ ۚ فَلَمَّا رَءَاهَا تَهْتَزُّ كَأَنَّهَا جَآنٌّ وَلَّىٰ مُدْبِرًا وَلَمْ يُعَقِّبْ ۚ يَـٰمُوسَىٰ لَا تَخَفْ إِنِّى لَا يَخَافُ لَدَىَّ ٱلْمُرْسَلُونَ

Transliteration wa-alqi ʿaṣāka falammā raāhā tahtazzu ka-annahā jānnun wallā mud'biran walam yuʿaqqib yāmūsā lā takhaf innī lā yakhāfu ladayya l-mur'salūna

Pashto او ته خپله امسا وغورځوه، نو كله چې هغه دا ولیدله چې خوځېږي، ګویا كې دغه (همسا) نرى سپین تېز مار دى، نو وتېښتېده چې شاكوونكى و او بېرته راونه ګرځېده، اى موسٰى، مه وېرېږه، بېشكه زه چې یم، له ما سره رسولان نه وېرېږي

Verse 11

إِلَّا مَن ظَلَمَ ثُمَّ بَدَّلَ حُسْنًۢا بَعْدَ سُوٓءٍ فَإِنِّى غَفُورٌ رَّحِيمٌ

Transliteration illā man ẓalama thumma baddala ḥus'nan baʿda sūin fa-innī ghafūrun raḥīmun

Pashto خو هغه څوك چې ظلم يې كړى وي، بیا له بدۍ نه پس نېكي په بدل كې راوړي، نو بېشكه زه ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى یم

Verse 12

وَأَدْخِلْ يَدَكَ فِى جَيْبِكَ تَخْرُجْ بَيْضَآءَ مِنْ غَيْرِ سُوٓءٍ ۖ فِى تِسْعِ ءَايَـٰتٍ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَقَوْمِهِۦٓ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ قَوْمًا فَـٰسِقِينَ

Transliteration wa-adkhil yadaka fī jaybika takhruj bayḍāa min ghayri sūin fī tis'ʿi āyātin ilā fir'ʿawna waqawmihi innahum kānū qawman fāsiqīna

Pashto او ته خپل لاس په خپل ګرېوان كې ننباسه، (نو) له بيمارۍ (او عیب) نه بغیر به تك سپین راووځي، (دا حساب دي) په نهو معجزو كې (چې ته ورسره لېږل شوى يې) فرعون او د هغه قوم ته، بېشكه دوى یو فاسق (نافرمانه) قوم دى

Verse 13

فَلَمَّا جَآءَتْهُمْ ءَايَـٰتُنَا مُبْصِرَةً قَالُوا۟ هَـٰذَا سِحْرٌ مُّبِينٌ

Transliteration falammā jāathum āyātunā mub'ṣiratan qālū hādhā siḥ'run mubīnun

Pashto نو كله چې دوى ته زمونږ نښې (معجزې) راغلې، چې روښانه وې، (نو) دوى وویل: دا ښكاره جادو دى

Verse 14

وَجَحَدُوا۟ بِهَا وَٱسْتَيْقَنَتْهَآ أَنفُسُهُمْ ظُلْمًا وَعُلُوًّا ۚ فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلْمُفْسِدِينَ

Transliteration wajaḥadū bihā wa-is'tayqanathā anfusuhum ẓul'man waʿuluwwan fa-unẓur kayfa kāna ʿāqibatu l-muf'sidīna

Pashto او دوى له دغو (معجزو) نه انكار وكړ، د ظلم او سركشۍ په وجه، حال دا چې د دوى نفسونو په دغو یقین كړى و، نو ته وګوره د فساد كوونكو انجام څنګه و؟

Verse 15

وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا دَاوُۥدَ وَسُلَيْمَـٰنَ عِلْمًا ۖ وَقَالَا ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ٱلَّذِى فَضَّلَنَا عَلَىٰ كَثِيرٍ مِّنْ عِبَادِهِ ٱلْمُؤْمِنِينَ

Transliteration walaqad ātaynā dāwūda wasulaymāna ʿil'man waqālā l-ḥamdu lillahi alladhī faḍḍalanā ʿalā kathīrin min ʿibādihi l-mu'minīna

Pashto او یقینًا یقینًا مونږ داود او سلیمان ته (خاص) علم وركړى و او هغو دواړو وویل: ټوله ستاينه خاص د هغه الله لپاره ده چې مونږ ته يې په خپلو مومنو بنده ګانو كې په ډېرو زياتو باندې فضيلت راكړى دى

Verse 16

وَوَرِثَ سُلَيْمَـٰنُ دَاوُۥدَ ۖ وَقَالَ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ عُلِّمْنَا مَنطِقَ ٱلطَّيْرِ وَأُوتِينَا مِن كُلِّ شَىْءٍ ۖ إِنَّ هَـٰذَا لَهُوَ ٱلْفَضْلُ ٱلْمُبِينُ

Transliteration wawaritha sulaymānu dāwūda waqāla yāayyuhā l-nāsu ʿullim'nā manṭiqa l-ṭayri waūtīnā min kulli shayin inna hādhā lahuwa l-faḍlu l-mubīnu

Pashto او سلیمان د داود (په علم، نبوت او سلطنت كې) وارث شو او هغه وویل: اى خلقو! مونږ ته د الوتونكو (مرغانو) خبرې ښوول شوې دي او مونږ ته له هر څیز نه راكړه شوې ده، بېشكه دا، خامخا هم دغه ښكاره فضل دى

Verse 17

وَحُشِرَ لِسُلَيْمَـٰنَ جُنُودُهُۥ مِنَ ٱلْجِنِّ وَٱلْإِنسِ وَٱلطَّيْرِ فَهُمْ يُوزَعُونَ

Transliteration waḥushira lisulaymāna junūduhu mina l-jini wal-insi wal-ṭayri fahum yūzaʿūna

Pashto او د سلیمان لپاره د هغه لښكرې راجمع كړى شوې، چې له پېریانو او انسانانو او مرغانو څخه وې، بیا به د دوى (په ترتیب سره) ډلې جوړولى شوې

Verse 18

حَتَّىٰٓ إِذَآ أَتَوْا۟ عَلَىٰ وَادِ ٱلنَّمْلِ قَالَتْ نَمْلَةٌ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّمْلُ ٱدْخُلُوا۟ مَسَـٰكِنَكُمْ لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَـٰنُ وَجُنُودُهُۥ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ

Transliteration ḥattā idhā ataw ʿalā wādi l-namli qālat namlatun yāayyuhā l-namlu ud'khulū masākinakum lā yaḥṭimannakum sulaymānu wajunūduhu wahum lā yashʿurūna

Pashto تر هغه پورې چې كله دوى د مېږانو په دره راغلل، (نو) یوې مېږۍ وویل: اى مېږانو تاسو خپلو استوګنو ته ننوځئ، چې تاسو سلیمان او د هغه لښكرې مات او چیت پیت نه كړي، په داسې حال كې چې دوى به نه پوهېږي

Verse 19

فَتَبَسَّمَ ضَاحِكًا مِّن قَوْلِهَا وَقَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِىٓ أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ ٱلَّتِىٓ أَنْعَمْتَ عَلَىَّ وَعَلَىٰ وَٰلِدَىَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَـٰلِحًا تَرْضَىٰهُ وَأَدْخِلْنِى بِرَحْمَتِكَ فِى عِبَادِكَ ٱلصَّـٰلِحِينَ

Transliteration fatabassama ḍāḥikan min qawlihā waqāla rabbi awziʿ'nī an ashkura niʿ'mataka allatī anʿamta ʿalayya waʿalā wālidayya wa-an aʿmala ṣāliḥan tarḍāhu wa-adkhil'nī biraḥmatika fī ʿibādika l-ṣāliḥīna

Pashto نو دى د دې په خبره (اول) مسكى شو، چې خندا كوونكى و (ورپسې د خوشحالۍ په وجه) ويې ويل:اى زما ربه! ته ما ته الهام او توفیق راكړه چې زه ستا د هغو نعمتونو شكر وباسم چې تا په ما او زما په مور و پلار انعام (او پېرزو) كړي دي او دا چې زه داسې نېك عمل وكړم چې ته يې خوښوې، او ته ما په خپل رحمت سره په خپلو نېكو بنده ګانو كې داخل كړه

Verse 20

وَتَفَقَّدَ ٱلطَّيْرَ فَقَالَ مَا لِىَ لَآ أَرَى ٱلْهُدْهُدَ أَمْ كَانَ مِنَ ٱلْغَآئِبِينَ

Transliteration watafaqqada l-ṭayra faqāla mā liya lā arā l-hud'huda am kāna mina l-ghāibīna

Pashto او د مرغانو لټونه يې وكړه، نو ويې ويل: ما له څه دي چې زه هدهد (ملاچرګك) نه وینم، بلكې كه هغه له غايب شویو ځنې دى؟

Verse 21

لَأُعَذِّبَنَّهُۥ عَذَابًا شَدِيدًا أَوْ لَأَا۟ذْبَحَنَّهُۥٓ أَوْ لَيَأْتِيَنِّى بِسُلْطَـٰنٍ مُّبِينٍ

Transliteration la-uʿadhibannahu ʿadhāban shadīdan aw laādh'baḥannahu aw layatiyannī bisul'ṭānin mubīnin

Pashto خامخا هرومرو به زه ده ته سزا وركړم، ډېره سخته سزا، یا به خامخا ضرور دى حلال كړم، یا به ضرور هرومرو ما ته ښكاره دلیل راوړي

Verse 22

فَمَكَثَ غَيْرَ بَعِيدٍ فَقَالَ أَحَطتُ بِمَا لَمْ تُحِطْ بِهِۦ وَجِئْتُكَ مِن سَبَإٍۭ بِنَبَإٍ يَقِينٍ

Transliteration famakatha ghayra baʿīdin faqāla aḥaṭtu bimā lam tuḥiṭ bihi waji'tuka min saba-in binaba-in yaqīnin

Pashto نو هغه (هدهد) ایسار شو، خو ډېر نه، (او ژر راغى) نو ويې ويل:ما هغه خبره (په علم كې) ګېره كړې ده چې تا هغه ګېره كړې نه ده او زه تا ته له سبا (ښار) نه په یقیني خبر سره راغلى یم

Verse 23

إِنِّى وَجَدتُّ ٱمْرَأَةً تَمْلِكُهُمْ وَأُوتِيَتْ مِن كُلِّ شَىْءٍ وَلَهَا عَرْشٌ عَظِيمٌ

Transliteration innī wajadttu im'ra-atan tamlikuhum waūtiyat min kulli shayin walahā ʿarshun ʿaẓīmun

Pashto بېشكه ما یوه داسې ښځه وموندله چې په دغو (د سبا ښار په اوسېدونكو) بادشاهي كوي او هغې ته له هر څیز څخه وركړه شوې ده او د هغې یو ډېر لوى تخت دى

Verse 24

وَجَدتُّهَا وَقَوْمَهَا يَسْجُدُونَ لِلشَّمْسِ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَزَيَّنَ لَهُمُ ٱلشَّيْطَـٰنُ أَعْمَـٰلَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ ٱلسَّبِيلِ فَهُمْ لَا يَهْتَدُونَ

Transliteration wajadttuhā waqawmahā yasjudūna lilshamsi min dūni l-lahi wazayyana lahumu l-shayṭānu aʿmālahum faṣaddahum ʿani l-sabīli fahum lā yahtadūna

Pashto ما هغه او د هغې قوم ومونده چې له الله نه غیر لمر ته سجده كوي او دوى ته شیطان خپل عملونه ښايسته كړي دي، نو دوى يې له (حقې) لارې نه منع كړي دي، نو دوى هدایت نه مومي

Verse 25

أَلَّا يَسْجُدُوا۟ لِلَّهِ ٱلَّذِى يُخْرِجُ ٱلْخَبْءَ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَيَعْلَمُ مَا تُخْفُونَ وَمَا تُعْلِنُونَ

Transliteration allā yasjudū lillahi alladhī yukh'riju l-khaba-a fī l-samāwāti wal-arḍi wayaʿlamu mā tukh'fūna wamā tuʿ'linūna

Pashto چې دوى الله ته سجده ونه كړي، هغه چې په اسمانونو او ځمكه كې پټ څیزونه راوباسي او پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې پټوئ او په هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ

Verse 26

ٱللَّهُ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ رَبُّ ٱلْعَرْشِ ٱلْعَظِيمِ ۩

Transliteration al-lahu lā ilāha illā huwa rabbu l-ʿarshi l-ʿaẓīmi

Pashto الله چې دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، د ډېر ستر عرش رب دى

Verse 27

۞ قَالَ سَنَنظُرُ أَصَدَقْتَ أَمْ كُنتَ مِنَ ٱلْكَـٰذِبِينَ

Transliteration qāla sananẓuru aṣadaqta am kunta mina l-kādhibīna

Pashto (سلیمان) وویل: ضرور به مونږ ګورو چې ایا تا رښتیا ویلي دي، یا ته له دروغ ویونكو ځنې وې؟

Verse 28

ٱذْهَب بِّكِتَـٰبِى هَـٰذَا فَأَلْقِهْ إِلَيْهِمْ ثُمَّ تَوَلَّ عَنْهُمْ فَٱنظُرْ مَاذَا يَرْجِعُونَ

Transliteration idh'hab bikitābī hādhā fa-alqih ilayhim thumma tawalla ʿanhum fa-unẓur mādhā yarjiʿūna

Pashto ته زما دا لیك یوسه، نو ته دا دوى ته وروغورځوه، بیا ته له دوى نه مخ وګرځوه، نو وګوره چې دوى څه واپس كوي؟

Verse 29

قَالَتْ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلْمَلَؤُا۟ إِنِّىٓ أُلْقِىَ إِلَىَّ كِتَـٰبٌ كَرِيمٌ

Transliteration qālat yāayyuhā l-mala-u innī ul'qiya ilayya kitābun karīmun

Pashto هغې وویل: اى سردارانو! بېشكه زه چې یم، ما ته یو ډېر عزتناك لیك راغورځول شوى دى

Verse 30

إِنَّهُۥ مِن سُلَيْمَـٰنَ وَإِنَّهُۥ بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ

Transliteration innahu min sulaymāna wa-innahu bis'mi l-lahi l-raḥmāni l-raḥīmi

Pashto بېشكه دا د سلیمان له جانبه (راغلى) دى او بېشكه هغه (داسې) دى: د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

Verse 31

أَلَّا تَعْلُوا۟ عَلَىَّ وَأْتُونِى مُسْلِمِينَ

Transliteration allā taʿlū ʿalayya watūnī mus'limīna

Pashto دا چې تاسو زما په خلاف سركشي مه كوئ او تاسو ما ته راشئ مسلمانان (غاړه ایښودونكي)

Verse 32

قَالَتْ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلْمَلَؤُا۟ أَفْتُونِى فِىٓ أَمْرِى مَا كُنتُ قَاطِعَةً أَمْرًا حَتَّىٰ تَشْهَدُونِ

Transliteration qālat yāayyuhā l-mala-u aftūnī fī amrī mā kuntu qāṭiʿatan amran ḥattā tashhadūni

Pashto هغې وویل: اى سردارانو! تاسو ما ته زما په (دغه) كار كې مشوره راكړئ، زه د كوم كار فیصله كوونكې نه یم تر هغه پورې چې تاسو ما ته حاضر شئ

Verse 33

قَالُوا۟ نَحْنُ أُو۟لُوا۟ قُوَّةٍ وَأُو۟لُوا۟ بَأْسٍ شَدِيدٍ وَٱلْأَمْرُ إِلَيْكِ فَٱنظُرِى مَاذَا تَأْمُرِينَ

Transliteration qālū naḥnu ulū quwwatin wa-ulū basin shadīdin wal-amru ilayki fa-unẓurī mādhā tamurīna

Pashto هغوى وویل: مونږه د قوت والا او د ډېر سخت جنګ والا یو، او (نور) اختیار تا ته دى، نو ته وګوره چې ته څه حكم كوې؟

Verse 34

قَالَتْ إِنَّ ٱلْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا۟ قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوٓا۟ أَعِزَّةَ أَهْلِهَآ أَذِلَّةً ۖ وَكَذَٰلِكَ يَفْعَلُونَ

Transliteration qālat inna l-mulūka idhā dakhalū qaryatan afsadūhā wajaʿalū aʿizzata ahlihā adhillatan wakadhālika yafʿalūna

Pashto هغې وویل: بېشكه بادشاهان (د هغوى لښكرې) چایان چې دي، كله چې دوى كوم كلي (ښار) ته داخل شي (نو) هغه خرابوي، او د هغه عزتمن اوسېدونكي ذلیله ګرځوي او دوى به هم همداسې كوي

Verse 35

وَإِنِّى مُرْسِلَةٌ إِلَيْهِم بِهَدِيَّةٍ فَنَاظِرَةٌۢ بِمَ يَرْجِعُ ٱلْمُرْسَلُونَ

Transliteration wa-innī mur'silatun ilayhim bihadiyyatin fanāẓiratun bima yarjiʿu l-mur'salūna

Pashto او بېشكه زه دوى ته یوه ډالۍ لېږونكې یم، نو كتونكې یم چې په څه خبرې سره لېږل شوي استازي بېرته راځي

Verse 36

فَلَمَّا جَآءَ سُلَيْمَـٰنَ قَالَ أَتُمِدُّونَنِ بِمَالٍ فَمَآ ءَاتَىٰنِۦَ ٱللَّهُ خَيْرٌ مِّمَّآ ءَاتَىٰكُم بَلْ أَنتُم بِهَدِيَّتِكُمْ تَفْرَحُونَ

Transliteration falammā jāa sulaymāna qāla atumiddūnani bimālin famā ātāniya l-lahu khayrun mimmā ātākum bal antum bihadiyyatikum tafraḥūna

Pashto نو كله چې هغه (استازى) سلیمان ته راغى، (نو سلیمان ورته) وویل: ایا تاسو په مال سره زما مدد كوئ، نو هغه چې ما ته الله راكړى دى (هغه) ډېر غوره دى له هغه نه چې تاسو ته يې دركړى دى، بلكې تاسو په خپلې ډالۍ سره خوشالېږئ

Verse 37

ٱرْجِعْ إِلَيْهِمْ فَلَنَأْتِيَنَّهُم بِجُنُودٍ لَّا قِبَلَ لَهُم بِهَا وَلَنُخْرِجَنَّهُم مِّنْهَآ أَذِلَّةً وَهُمْ صَـٰغِرُونَ

Transliteration ir'jiʿ ilayhim falanatiyannahum bijunūdin lā qibala lahum bihā walanukh'rijannahum min'hā adhillatan wahum ṣāghirūna

Pashto ته هغوى ته بېرته لاړ شه، نو مونږ به خامخا هرومرو په دوى پسې داسې لښكرې بوځو، چې په دوى كې به له هغو سره د مقابلې هېڅ طاقت نه وي او مونږ به خامخا هرومرو دوى له هغه (ښاره) وباسو، په دې حال چې چې ذلیل به وي، خوار او سپك به وي

Verse 38

قَالَ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلْمَلَؤُا۟ أَيُّكُمْ يَأْتِينِى بِعَرْشِهَا قَبْلَ أَن يَأْتُونِى مُسْلِمِينَ

Transliteration qāla yāayyuhā l-mala-u ayyukum yatīnī biʿarshihā qabla an yatūnī mus'limīna

Pashto (سلیمان) وویل: اى (د دربار) مخورو! په تاسو كې به څوك ما ته د هغې تخت راوړي، مخكې له دې چې دوى ما ته راشي مسلمانان (غاړه اېښودونكي)؟

Verse 39

قَالَ عِفْرِيتٌ مِّنَ ٱلْجِنِّ أَنَا۠ ءَاتِيكَ بِهِۦ قَبْلَ أَن تَقُومَ مِن مَّقَامِكَ ۖ وَإِنِّى عَلَيْهِ لَقَوِىٌّ أَمِينٌ

Transliteration qāla ʿif'rītun mina l-jini anā ātīka bihi qabla an taqūma min maqāmika wa-innī ʿalayhi laqawiyyun amīnun

Pashto په پېریانو كې ډېر سخت زورور وویل: زه به هغه تا ته راوړم مخكې له دې چې ته له خپل ځاى نه پاڅېږي، او بېشكه زه په دغه (تخت) باندې خامخا قوي (او) امانتګر یم

Verse 40

قَالَ ٱلَّذِى عِندَهُۥ عِلْمٌ مِّنَ ٱلْكِتَـٰبِ أَنَا۠ ءَاتِيكَ بِهِۦ قَبْلَ أَن يَرْتَدَّ إِلَيْكَ طَرْفُكَ ۚ فَلَمَّا رَءَاهُ مُسْتَقِرًّا عِندَهُۥ قَالَ هَـٰذَا مِن فَضْلِ رَبِّى لِيَبْلُوَنِىٓ ءَأَشْكُرُ أَمْ أَكْفُرُ ۖ وَمَن شَكَرَ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِۦ ۖ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ رَبِّى غَنِىٌّ كَرِيمٌ

Transliteration qāla alladhī ʿindahu ʿil'mun mina l-kitābi anā ātīka bihi qabla an yartadda ilayka ṭarfuka falammā raāhu mus'taqirran ʿindahu qāla hādhā min faḍli rabbī liyabluwanī a-ashkuru am akfuru waman shakara fa-innamā yashkuru linafsihi waman kafara fa-inna rabbī ghaniyyun karīmun

Pashto وویل هغه كس چې له هغه سره د كتاب علم و: زه به هغه تا ته راوړم مخكې له دې چې تا ته خپل نظر بیا راګرځي، نو كله چې يې هغه خپلې مخې ته برقرار (حاضر) ولید، ويې ويل: دا زما د رب له فضله ځنې دى، د دې لپاره چې هغه ما وازمايي چې زه شكر وباسم، یا ناشكري كوم او څوك چې شكر وباسي، نو هغه يواځې د ځان لپاره شكر وباسي او څوك چې ناشكري كوي، نو بېشكه زما رب ډېر بې پروا، ډېر كرم كوونكى دى

Verse 41

قَالَ نَكِّرُوا۟ لَهَا عَرْشَهَا نَنظُرْ أَتَهْتَدِىٓ أَمْ تَكُونُ مِنَ ٱلَّذِينَ لَا يَهْتَدُونَ

Transliteration qāla nakkirū lahā ʿarshahā nanẓur atahtadī am takūnu mina alladhīna lā yahtadūna

Pashto ويې ويل:هغې ته خپل تخت نا اشنا كړئ چې وګورو ایا پېژني يې، یا كېږي له هغو كسانو نه چې نه يې پېژني

Verse 42

فَلَمَّا جَآءَتْ قِيلَ أَهَـٰكَذَا عَرْشُكِ ۖ قَالَتْ كَأَنَّهُۥ هُوَ ۚ وَأُوتِينَا ٱلْعِلْمَ مِن قَبْلِهَا وَكُنَّا مُسْلِمِينَ

Transliteration falammā jāat qīla ahākadhā ʿarshuki qālat ka-annahu huwa waūtīnā l-ʿil'ma min qablihā wakunnā mus'limīna

Pashto نو كله چې هغه راغله، (ورته) وویل شول: ایا ستا تخت همداسې دى؟ هغې وویل: ګویا كې دا همغه دى او مونږ ته له دې (معجزې) نه مخكې (د توحید او نبوت) علم راكړى شوى و او مونږ غاړه ايښودونكي (مسلمانان) وو

Verse 43

وَصَدَّهَا مَا كَانَت تَّعْبُدُ مِن دُونِ ٱللَّهِ ۖ إِنَّهَا كَانَتْ مِن قَوْمٍ كَـٰفِرِينَ

Transliteration waṣaddahā mā kānat taʿbudu min dūni l-lahi innahā kānat min qawmin kāfirīna

Pashto او دا (د الله له عبادت نه) منع كړې وه هغه څیز چې دې يې له الله نه غیر عبادت كاوه، یقینًا هغه له كافر قوم ځنې وه

Verse 44

قِيلَ لَهَا ٱدْخُلِى ٱلصَّرْحَ ۖ فَلَمَّا رَأَتْهُ حَسِبَتْهُ لُجَّةً وَكَشَفَتْ عَن سَاقَيْهَا ۚ قَالَ إِنَّهُۥ صَرْحٌ مُّمَرَّدٌ مِّن قَوَارِيرَ ۗ قَالَتْ رَبِّ إِنِّى ظَلَمْتُ نَفْسِى وَأَسْلَمْتُ مَعَ سُلَيْمَـٰنَ لِلَّهِ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ

Transliteration qīla lahā ud'khulī l-ṣarḥa falammā ra-athu ḥasibathu lujjatan wakashafat ʿan sāqayhā qāla innahu ṣarḥun mumarradun min qawārīra qālat rabbi innī ẓalamtu nafsī wa-aslamtu maʿa sulaymāna lillahi rabbi l-ʿālamīna

Pashto هغې ته وویل شول: ته دې صحن ته ننوځه، نو كله چې يې هغه ولیده، نو په هغه يې د ژورو اوبو ګمان وكړ او له خپلو دواړو پنډیو نه يې كپړه پورته كړه هغه (سلیمان) وویل: بېشكه دا هوار ښویه صحن دى چې له شیشو نه (جوړ) دى، هغې وویل: بېشكه ما (مخكى) په خپل ځان ظلم كړى دى او ما له سلیمان سره خاص د الله رب العلمین لپاره اسلام راوړى دى

Verse 45

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَآ إِلَىٰ ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَـٰلِحًا أَنِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ فَإِذَا هُمْ فَرِيقَانِ يَخْتَصِمُونَ

Transliteration walaqad arsalnā ilā thamūda akhāhum ṣāliḥan ani uʿ'budū l-laha fa-idhā hum farīqāni yakhtaṣimūna

Pashto او یقینًا یقینًا مونږ ثمودیانو ته د هغوى ورور صالح لېږلى و، په دې سره چې تاسو د الله عبادت كوئ، نو ناڅاپه هغوى داسې دوه ډلې وې چې په خپل مینځ كې جنګېدلې

Verse 46

قَالَ يَـٰقَوْمِ لِمَ تَسْتَعْجِلُونَ بِٱلسَّيِّئَةِ قَبْلَ ٱلْحَسَنَةِ ۖ لَوْلَا تَسْتَغْفِرُونَ ٱللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ

Transliteration qāla yāqawmi lima tastaʿjilūna bil-sayi-ati qabla l-ḥasanati lawlā tastaghfirūna l-laha laʿallakum tur'ḥamūna

Pashto هغه وویل: اى زما قومه! ولې تاسو په بدۍ (عذاب) سره تادي كوئ، مخكې له نېكۍ (توبې) نه، ولې تاسو له الله نه مغفرت نه غواړئ ؟ د دې لپاره چې په تاسو رحم وكړى شي

Verse 47

قَالُوا۟ ٱطَّيَّرْنَا بِكَ وَبِمَن مَّعَكَ ۚ قَالَ طَـٰٓئِرُكُمْ عِندَ ٱللَّهِ ۖ بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ تُفْتَنُونَ

Transliteration qālū iṭṭayyarnā bika wabiman maʿaka qāla ṭāirukum ʿinda l-lahi bal antum qawmun tuf'tanūna

Pashto هغوى وویل: مونږ په تا او په هغه چا چې له تاسره دي؛ بدفالي نیولې ده، هغه وویل: ستاسو بدفالي د الله په نېز ده، بلكې تاسو داسې قوم یئ چې ازمایل كېږئ

Verse 48

وَكَانَ فِى ٱلْمَدِينَةِ تِسْعَةُ رَهْطٍ يُفْسِدُونَ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ

Transliteration wakāna fī l-madīnati tis'ʿatu rahṭin yuf'sidūna fī l-arḍi walā yuṣ'liḥūna

Pashto او په ښار كې نهه (غټ شریر) سړي وو، چې په ځمكه كې به يې فساد كاوه او اصلاح به يې نه كوله

Verse 49

قَالُوا۟ تَقَاسَمُوا۟ بِٱللَّهِ لَنُبَيِّتَنَّهُۥ وَأَهْلَهُۥ ثُمَّ لَنَقُولَنَّ لِوَلِيِّهِۦ مَا شَهِدْنَا مَهْلِكَ أَهْلِهِۦ وَإِنَّا لَصَـٰدِقُونَ

Transliteration qālū taqāsamū bil-lahi lanubayyitannahu wa-ahlahu thumma lanaqūlanna liwaliyyihi mā shahid'nā mahlika ahlihi wa-innā laṣādiqūna

Pashto هغوى وویل: تاسو په الله قسم وخورئ چې خامخا هرومرو به په ده او د ده په ټبر د شپې حمله كوو، بیا به مونږ د ده ولي (وارث) ته خامخا ضرور (داسې) ووایو چې مونږ د ده هلاكت ته حاضر شوي نه یو او بېشكه مونږ یقینًا رښتیني یو

Verse 50

وَمَكَرُوا۟ مَكْرًا وَمَكَرْنَا مَكْرًا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ

Transliteration wamakarū makran wamakarnā makran wahum lā yashʿurūna

Pashto او دوى مكر وكړ، خاص مكر كول او مونږ هم تدبیر وكړ خاص تدبیر كول، په دې حال كې چې دوى نه پوهېدل

Verse 51

فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ مَكْرِهِمْ أَنَّا دَمَّرْنَـٰهُمْ وَقَوْمَهُمْ أَجْمَعِينَ

Transliteration fa-unẓur kayfa kāna ʿāqibatu makrihim annā dammarnāhum waqawmahum ajmaʿīna

Pashto نو ته وګوره چې د دوى د مكر انجام څنګه و چې بېشكه مونږه دوى او د دوى قوم ټول هلاك كړل

Verse 52

فَتِلْكَ بُيُوتُهُمْ خَاوِيَةًۢ بِمَا ظَلَمُوٓا۟ ۗ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً لِّقَوْمٍ يَعْلَمُونَ

Transliteration fatil'ka buyūtuhum khāwiyatan bimā ẓalamū inna fī dhālika laāyatan liqawmin yaʿlamūna

Pashto نو دغه د دوى كورونه دي، چې وران شوي پراته دي، په سبب د دې چې ظلم (شرك) يې كاوه، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده د هغه قوم لپاره چې پوهېږي

Verse 53

وَأَنجَيْنَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَكَانُوا۟ يَتَّقُونَ

Transliteration wa-anjaynā alladhīna āmanū wakānū yattaqūna

Pashto او مونږ نجات وركړ هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى و او پرهېزګاري يې كوله

Verse 54

وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِۦٓ أَتَأْتُونَ ٱلْفَـٰحِشَةَ وَأَنتُمْ تُبْصِرُونَ

Transliteration walūṭan idh qāla liqawmihi atatūna l-fāḥishata wa-antum tub'ṣirūna

Pashto او (یاد كړه) لوط كله چې ده خپل قوم ته وویل: ایا تاسو فاحشه (د لواطت قبیح كار) كوئ، حال دا چې تاسو وینئ

Verse 55

أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ ٱلرِّجَالَ شَهْوَةً مِّن دُونِ ٱلنِّسَآءِ ۚ بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ

Transliteration a-innakum latatūna l-rijāla shahwatan min dūni l-nisāi bal antum qawmun tajhalūna

Pashto ایا بېشكه تاسو خامخا د خپل شهوت لپاره له خپلو ښځو نه غیر له سړیو سره بدكاري كوئ! بلكې تاسو داسې قوم یئ چې جهالت كوئ

Verse 56

۞ فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِۦٓ إِلَّآ أَن قَالُوٓا۟ أَخْرِجُوٓا۟ ءَالَ لُوطٍ مِّن قَرْيَتِكُمْ ۖ إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ

Transliteration famā kāna jawāba qawmihi illā an qālū akhrijū āla lūṭin min qaryatikum innahum unāsun yataṭahharūna

Pashto نو د ده د قوم جواب نه و غیر له دې نه چې دوى وویل: تاسو د لوط خېلخانه له خپل كلي نه وباسئ، بېشكه دوى داسې خلق دى چې ځانونه ډېر پاك ساتي

Verse 57

فَأَنجَيْنَـٰهُ وَأَهْلَهُۥٓ إِلَّا ٱمْرَأَتَهُۥ قَدَّرْنَـٰهَا مِنَ ٱلْغَـٰبِرِينَ

Transliteration fa-anjaynāhu wa-ahlahu illā im'ra-atahu qaddarnāhā mina l-ghābirīna

Pashto نو مونږ نجات وركړ ده ته، او د ده كورنۍ ته د ده له ښځې نه غیر، مونږ هغه په باقي پاتې كېدونكو كې مقرر كړې وه

Verse 58

وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِم مَّطَرًا ۖ فَسَآءَ مَطَرُ ٱلْمُنذَرِينَ

Transliteration wa-amṭarnā ʿalayhim maṭaran fasāa maṭaru l-mundharīna

Pashto او مونږ په دوى باندې (د كاڼو) باران ووراوه، نو د وېرول شویو باران بد و

Verse 59

قُلِ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ وَسَلَـٰمٌ عَلَىٰ عِبَادِهِ ٱلَّذِينَ ٱصْطَفَىٰٓ ۗ ءَآللَّهُ خَيْرٌ أَمَّا يُشْرِكُونَ

Transliteration quli l-ḥamdu lillahi wasalāmun ʿalā ʿibādihi alladhīna iṣ'ṭafā āllahu khayrun ammā yush'rikūna

Pashto ته ووایه: ټوله ستاينه خاص د الله لپاره ده، او سلام دې وي د هغه په هغو بنده ګانو باندې چې غوره كړي يې دي، ایا الله غوره دى، یا كه هغه چې دوى يې (له الله سره) شریكوي

Verse 60

أَمَّنْ خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَأَنزَلَ لَكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً فَأَنۢبَتْنَا بِهِۦ حَدَآئِقَ ذَاتَ بَهْجَةٍ مَّا كَانَ لَكُمْ أَن تُنۢبِتُوا۟ شَجَرَهَآ ۗ أَءِلَـٰهٌ مَّعَ ٱللَّهِ ۚ بَلْ هُمْ قَوْمٌ يَعْدِلُونَ

Transliteration amman khalaqa l-samāwāti wal-arḍa wa-anzala lakum mina l-samāi māan fa-anbatnā bihi ḥadāiqa dhāta bahjatin mā kāna lakum an tunbitū shajarahā a-ilāhun maʿa l-lahi bal hum qawmun yaʿdilūna

Pashto بلكې هغه ذات (بهتر دى) چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي او تاسو لپاره يې له بره نه اوبه نازلې كړې دي، نو هم مونږ په هغو سره د رونق (او ښايست) والا باغونه زرغون كړل، تاسو لپاره دا طاقت نشته چې تاسو د هغو (باغونو) ونې زرغونې كړئ، ایا له الله سره بل معبود شته؟ بلكې دوى یو داسې قوم دى چې (له الله سره د نورو) برابري كوي

Verse 61

أَمَّن جَعَلَ ٱلْأَرْضَ قَرَارًا وَجَعَلَ خِلَـٰلَهَآ أَنْهَـٰرًا وَجَعَلَ لَهَا رَوَٰسِىَ وَجَعَلَ بَيْنَ ٱلْبَحْرَيْنِ حَاجِزًا ۗ أَءِلَـٰهٌ مَّعَ ٱللَّهِ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

Transliteration amman jaʿala l-arḍa qarāran wajaʿala khilālahā anhāran wajaʿala lahā rawāsiya wajaʿala bayna l-baḥrayni ḥājizan a-ilāhun maʿa l-lahi bal aktharuhum lā yaʿlamūna

Pashto بلكې هغه ذات (غوره دى) چې ځمكه يې د قرار (او ارام) ځاى جوړه كړې ده او د هغې په مینځ كې يې نهرونه جوړ كړي دي او د دې لپاره يې پاخه لوړ غرونه پیدا كړي دي، او د دوو سمندرونو په مینځ كې يې پرده پیدا كړې ده، ایا له الله سره بل معبود شته؟ بلكې د دوى اكثره نه پوهېږي

Verse 62

أَمَّن يُجِيبُ ٱلْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ ٱلسُّوٓءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَآءَ ٱلْأَرْضِ ۗ أَءِلَـٰهٌ مَّعَ ٱللَّهِ ۚ قَلِيلًا مَّا تَذَكَّرُونَ

Transliteration amman yujību l-muḍ'ṭara idhā daʿāhu wayakshifu l-sūa wayajʿalukum khulafāa l-arḍi a-ilāhun maʿa l-lahi qalīlan mā tadhakkarūna

Pashto بلكې هغه ذات (غوره دى) چې د مجبور ( او عاجز) سوال قبلوي، كله چې دغه (الله) وبلي او هغه تكلیف (او سختي) لرې كوي او تاسو د ځمكې خلیفه ګان جوړوي، ایا له الله سره بل معبود شته؟ تاسو ډېر لږ شانته نصیحت قبلوئ

Verse 63

أَمَّن يَهْدِيكُمْ فِى ظُلُمَـٰتِ ٱلْبَرِّ وَٱلْبَحْرِ وَمَن يُرْسِلُ ٱلرِّيَـٰحَ بُشْرًۢا بَيْنَ يَدَىْ رَحْمَتِهِۦٓ ۗ أَءِلَـٰهٌ مَّعَ ٱللَّهِ ۚ تَعَـٰلَى ٱللَّهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ

Transliteration amman yahdīkum fī ẓulumāti l-bari wal-baḥri waman yur'silu l-riyāḥa bush'ran bayna yaday raḥmatihi a-ilāhun maʿa l-lahi taʿālā l-lahu ʿammā yush'rikūna

Pashto بلكې هغه ذات (غوره دى) چې تاسو ته د وچې او سمندر په تیارو كې لاره ښیي او هغه ذات چې له خپل رحمت نه مخكې هواګانې لېږي، چې زېرى وركوونكې وي، ایا له الله سره بل معبود شته؟ الله ډېر اوچت دى له هغو شیانو نه چې دوى يې (له الله سره) شریكوي

Verse 64

أَمَّن يَبْدَؤُا۟ ٱلْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُۥ وَمَن يَرْزُقُكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ ۗ أَءِلَـٰهٌ مَّعَ ٱللَّهِ ۚ قُلْ هَاتُوا۟ بُرْهَـٰنَكُمْ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ

Transliteration amman yabda-u l-khalqa thumma yuʿīduhu waman yarzuqukum mina l-samāi wal-arḍi a-ilāhun maʿa l-lahi qul hātū bur'hānakum in kuntum ṣādiqīna

Pashto بلكې هغه ذات چې اول ځلې مخلوق پیدا كوي، بیا به دغه (مخلوق) بېرته ژوندي كوي او هغه ذات چې تاسو ته له اسمان او ځمكې نه روزي دركوي، ایا له الله سره بل معبود شته ؟ ته (دوى ته) ووایه: تاسو خپل دلیل راوړئ، كه تاسو رښتیني یئ

Verse 65

قُل لَّا يَعْلَمُ مَن فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ٱلْغَيْبَ إِلَّا ٱللَّهُ ۚ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ

Transliteration qul lā yaʿlamu man fī l-samāwāti wal-arḍi l-ghayba illā l-lahu wamā yashʿurūna ayyāna yub'ʿathūna

Pashto ته (دوى ته) ووایه: هر هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي په غیبو نه پوهېږي غیر له الله نه او دوى نه پوهېږي چې كله به دوى بیا ژوندي كولى شي

Verse 66

بَلِ ٱدَّٰرَكَ عِلْمُهُمْ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ ۚ بَلْ هُمْ فِى شَكٍّ مِّنْهَا ۖ بَلْ هُم مِّنْهَا عَمُونَ

Transliteration bali iddāraka ʿil'muhum fī l-ākhirati bal hum fī shakkin min'hā bal hum min'hā ʿamūna

Pashto بلكې د اخرت په باره كې د دوى علم بېخي ختم شوى دى، بلكې دوى د دغه (قیامت) په باره كې په شك كې دي، بلكې دوى له دغه (قیامت) نه ړانده دي

Verse 67

وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَءِذَا كُنَّا تُرَٰبًا وَءَابَآؤُنَآ أَئِنَّا لَمُخْرَجُونَ

Transliteration waqāla alladhīna kafarū a-idhā kunnā turāban waābāunā a-innā lamukh'rajūna

Pashto او كافران شویو كسانو وویل: ایا كله چې مونږه او زمونږ پلرونه خاورې شو، ایا په رښتیا به مونږ خامخا (ژوندي) راوښكلى شو؟

Verse 68

لَقَدْ وُعِدْنَا هَـٰذَا نَحْنُ وَءَابَآؤُنَا مِن قَبْلُ إِنْ هَـٰذَآ إِلَّآ أَسَـٰطِيرُ ٱلْأَوَّلِينَ

Transliteration laqad wuʿid'nā hādhā naḥnu waābāunā min qablu in hādhā illā asāṭīru l-awalīna

Pashto یقینًا یقینًا له دې نه مخكې هم دا وعده مونږ ته او زمونږ پلرونه ته راكړى شوې ده، نه دي دغه (خبرې) مګر د ړومبنو خلقو باطلې قصې

Verse 69

قُلْ سِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَٱنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلْمُجْرِمِينَ

Transliteration qul sīrū fī l-arḍi fa-unẓurū kayfa kāna ʿāqibatu l-muj'rimīna

Pashto ته (دوى ته) ووایه: تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا وګورئ چې د مجرمانو (كافرانو) انجام څنګه و؟

Verse 70

وَلَا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَلَا تَكُن فِى ضَيْقٍ مِّمَّا يَمْكُرُونَ

Transliteration walā taḥzan ʿalayhim walā takun fī ḍayqin mimmā yamkurūna

Pashto او ته په دوى غم مه كوه او په تنګۍ كې مه كېږه، د هغو مكرونو (فریبونو) په سبب چې دوى يې كوي

Verse 71

وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَـٰذَا ٱلْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ

Transliteration wayaqūlūna matā hādhā l-waʿdu in kuntum ṣādiqīna

Pashto او دوى وايي: دا (د عذاب د نازلېدو) وعده به كله وي، كه تاسو رښتیني یئ

Verse 72

قُلْ عَسَىٰٓ أَن يَكُونَ رَدِفَ لَكُم بَعْضُ ٱلَّذِى تَسْتَعْجِلُونَ

Transliteration qul ʿasā an yakūna radifa lakum baʿḍu alladhī tastaʿjilūna

Pashto ته (دوى ته) ووایه چې امېد دى چې په تاسو پسې به پیوست شي ځینې له هغه (عذاب) نه چې تاسو يې په جلتۍ غواړئ

Verse 73

وَإِنَّ رَبَّكَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى ٱلنَّاسِ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَشْكُرُونَ

Transliteration wa-inna rabbaka ladhū faḍlin ʿalā l-nāsi walākinna aktharahum lā yashkurūna

Pashto او بېشكه ستا رب په خلقو باندې خامخا د فضل كولو والا دى او لېكن د دوى اكثره شكر نه وباسي

Verse 74

وَإِنَّ رَبَّكَ لَيَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُورُهُمْ وَمَا يُعْلِنُونَ

Transliteration wa-inna rabbaka layaʿlamu mā tukinnu ṣudūruhum wamā yuʿ'linūna

Pashto او بېشكه ستا رب خامخا پوهېږي په هغه څه چې د دوى سینې يې پټوي او څه چې دوى (خلق) ظاهروي

Verse 75

وَمَا مِنْ غَآئِبَةٍ فِى ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ إِلَّا فِى كِتَـٰبٍ مُّبِينٍ

Transliteration wamā min ghāibatin fī l-samāi wal-arḍi illā fī kitābin mubīnin

Pashto او په اسمان او ځمكه كې هېڅ پټ پناه شى نشته مګر په واضح كتاب كې (لیك) دي

Verse 76

إِنَّ هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانَ يَقُصُّ عَلَىٰ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ أَكْثَرَ ٱلَّذِى هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ

Transliteration inna hādhā l-qur'āna yaquṣṣu ʿalā banī is'rāīla akthara alladhī hum fīhi yakhtalifūna

Pashto بېشكه دا قرآن بني اسرائیلو ته د هغو خبرو زیاتره حصه بیانوي چې دوى په هغو كې اختلاف كوي

Verse 77

وَإِنَّهُۥ لَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ

Transliteration wa-innahu lahudan waraḥmatun lil'mu'minīna

Pashto او بېشكه دا (قرآن) یقینًا هدایت او رحمت دى، لپاره د مومنانو

Verse 78

إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِى بَيْنَهُم بِحُكْمِهِۦ ۚ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْعَلِيمُ

Transliteration inna rabbaka yaqḍī baynahum biḥuk'mihi wahuwa l-ʿazīzu l-ʿalīmu

Pashto بېشكه ستا رب به د دوى په مینځ كې په خپل انصاف سره فیصله كوي، او همغه ډېر غالب، ښه علم والا دى

Verse 79

فَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ ۖ إِنَّكَ عَلَى ٱلْحَقِّ ٱلْمُبِينِ

Transliteration fatawakkal ʿalā l-lahi innaka ʿalā l-ḥaqi l-mubīni

Pashto نو ته خاص په الله باندې توكل وكړه، بېشكه ته په ښكاره حق باندې يې

Verse 80

إِنَّكَ لَا تُسْمِعُ ٱلْمَوْتَىٰ وَلَا تُسْمِعُ ٱلصُّمَّ ٱلدُّعَآءَ إِذَا وَلَّوْا۟ مُدْبِرِينَ

Transliteration innaka lā tus'miʿu l-mawtā walā tus'miʿu l-ṣuma l-duʿāa idhā wallaw mud'birīna

Pashto بېشكه ته مړو ته نشې اورولى او ته كڼو ته (هم) اواز نشې رسولى، كله چې دوى مخ واړوي، په دې حال كې چې شا كوونكي وي

Verse 81

وَمَآ أَنتَ بِهَـٰدِى ٱلْعُمْىِ عَن ضَلَـٰلَتِهِمْ ۖ إِن تُسْمِعُ إِلَّا مَن يُؤْمِنُ بِـَٔايَـٰتِنَا فَهُم مُّسْلِمُونَ

Transliteration wamā anta bihādī l-ʿum'yi ʿan ḍalālatihim in tus'miʿu illā man yu'minu biāyātinā fahum mus'limūna

Pashto او ته ړندو ته د هغوى له ګمراهۍ نه هدایت كوونكى نه يې، ته نشې اورولى مګر هغه چا ته چې زمونږ په ایتونو ايمان راوړي، نو هم دوى مسلمانان دي

Verse 82

۞ وَإِذَا وَقَعَ ٱلْقَوْلُ عَلَيْهِمْ أَخْرَجْنَا لَهُمْ دَآبَّةً مِّنَ ٱلْأَرْضِ تُكَلِّمُهُمْ أَنَّ ٱلنَّاسَ كَانُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا لَا يُوقِنُونَ

Transliteration wa-idhā waqaʿa l-qawlu ʿalayhim akhrajnā lahum dābbatan mina l-arḍi tukallimuhum anna l-nāsa kānū biāyātinā lā yūqinūna

Pashto او كله چې په دوى (د عذاب) خبره ثابته شي (او قیامت رانژدې شي، نو) مونږ به دوى ته له ځمكې نه يوه دابّه (ژوندى خوځنده) راوباسو، چې له دوى سره به خبرې كوي، چې بېشكه خلقو به زمونږ په ایتونو یقین نه كاوه

Verse 83

وَيَوْمَ نَحْشُرُ مِن كُلِّ أُمَّةٍ فَوْجًا مِّمَّن يُكَذِّبُ بِـَٔايَـٰتِنَا فَهُمْ يُوزَعُونَ

Transliteration wayawma naḥshuru min kulli ummatin fawjan mimman yukadhibu biāyātinā fahum yūzaʿūna

Pashto او (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به له هر امت نه (د مشرانو) یوه ډله راجمع كړو، له هغو نه چې زمونږ د ایتونو تكذیب كوي، نو دوى به منع كولى(یوځاى كولى) شي

Verse 84

حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءُو قَالَ أَكَذَّبْتُم بِـَٔايَـٰتِى وَلَمْ تُحِيطُوا۟ بِهَا عِلْمًا أَمَّاذَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

Transliteration ḥattā idhā jāū qāla akadhabtum biāyātī walam tuḥīṭū bihā ʿil'man ammādhā kuntum taʿmalūna

Pashto تر دې چې كله دوى (محشر ته) راشي، وبه وايي (الله): ایا تاسو زما د ایتونو تكذیب كړى و، حال دا چې د علم په لحاظ سره تاسو د هغو احاطه نه وه كړې، ایا څه دي هغه چې تاسو عمل كاوه؟

Verse 85

وَوَقَعَ ٱلْقَوْلُ عَلَيْهِم بِمَا ظَلَمُوا۟ فَهُمْ لَا يَنطِقُونَ

Transliteration wawaqaʿa l-qawlu ʿalayhim bimā ẓalamū fahum lā yanṭiqūna

Pashto او په دوى باندې به (د عذاب) خبره ثابته شي، په سبب د هغه ظلم چې دوى كړى و، نو دوى به خبرې نشي كولى

Verse 86

أَلَمْ يَرَوْا۟ أَنَّا جَعَلْنَا ٱلَّيْلَ لِيَسْكُنُوا۟ فِيهِ وَٱلنَّهَارَ مُبْصِرًا ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ

Transliteration alam yaraw annā jaʿalnā al-layla liyaskunū fīhi wal-nahāra mub'ṣiran inna fī dhālika laāyātin liqawmin yu'minūna

Pashto ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه مونږ شپه پیدا كړې ده، د دې لپاره چې دوى په دې كې سكون (او ارام) وكړي او ورځ مو روښانه (ګرځولې ده) بېشكه په دغو كې خامخا ډېر دلیلونه (نښې) دی د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي

Verse 87

وَيَوْمَ يُنفَخُ فِى ٱلصُّورِ فَفَزِعَ مَن فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَن فِى ٱلْأَرْضِ إِلَّا مَن شَآءَ ٱللَّهُ ۚ وَكُلٌّ أَتَوْهُ دَٰخِرِينَ

Transliteration wayawma yunfakhu fī l-ṣūri fafaziʿa man fī l-samāwāti waman fī l-arḍi illā man shāa l-lahu wakullun atawhu dākhirīna

Pashto او (یاده كړه) هغه ورځ چې په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي، نو سخت به ووېرېږي هغه څوك چې په اسمانونو كې دي او هغه څوك چې په ځمكه كې دي غیر له هغه چا نه چې الله يې وغواړي او دوى ټول به دغه (الله) ته عاجزه (او ذلیله) راشي

Verse 88

وَتَرَى ٱلْجِبَالَ تَحْسَبُهَا جَامِدَةً وَهِىَ تَمُرُّ مَرَّ ٱلسَّحَابِ ۚ صُنْعَ ٱللَّهِ ٱلَّذِىٓ أَتْقَنَ كُلَّ شَىْءٍ ۚ إِنَّهُۥ خَبِيرٌۢ بِمَا تَفْعَلُونَ

Transliteration watarā l-jibāla taḥsabuhā jāmidatan wahiya tamurru marra l-saḥābi ṣun'ʿa l-lahi alladhī atqana kulla shayin innahu khabīrun bimā tafʿalūna

Pashto او ته به غرونه وینې، ته به په دوى د كلكو ولاړو ګمان كوې، حال دا چې دوى به د ورېځې د تېرېدلو په شان تېرېږي، (وګورئ) كاریګري د الله هغه چې هر شى يې محكم كړى دى، بېشكه هغه ښه خبردار دى په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ

Verse 89

مَن جَآءَ بِٱلْحَسَنَةِ فَلَهُۥ خَيْرٌ مِّنْهَا وَهُم مِّن فَزَعٍ يَوْمَئِذٍ ءَامِنُونَ

Transliteration man jāa bil-ḥasanati falahu khayrun min'hā wahum min fazaʿin yawma-idhin āminūna

Pashto هغه څوك چې یوه نېكي (د توحید كلمه) راوړي، نو د هغه لپاره له هغې نه غوره (بدله) ده او دوى به د دغې ورځې د سختې وېرې نه په امان (امن والا) وي

Verse 90

وَمَن جَآءَ بِٱلسَّيِّئَةِ فَكُبَّتْ وُجُوهُهُمْ فِى ٱلنَّارِ هَلْ تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

Transliteration waman jāa bil-sayi-ati fakubbat wujūhuhum fī l-nāri hal tuj'zawna illā mā kuntum taʿmalūna

Pashto او څوك چې یوه بدي (شرك) راوړي، نو د دوى مخونه به په اور كې نسكور وغورځولى شي، (او ورته ویلى به شي) تاسو ته جزا نه دركولى كېږي مګر (جزا د) هغو عملونو چې تاسو به كول

Verse 91

إِنَّمَآ أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ رَبَّ هَـٰذِهِ ٱلْبَلْدَةِ ٱلَّذِى حَرَّمَهَا وَلَهُۥ كُلُّ شَىْءٍ ۖ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ ٱلْمُسْلِمِينَ

Transliteration innamā umir'tu an aʿbuda rabba hādhihi l-baldati alladhī ḥarramahā walahu kullu shayin wa-umir'tu an akūna mina l-mus'limīna

Pashto بېشكه ما ته حكم شوى دى چې يواځې د دې ښار د رب عبادت وكړم، هغه (الله) چې ده ته يې حرمت (عزت) وركړى دى او هر شى خاص د هغه لپاره دى او ما ته حكم راكړى شوى دى چې زه له مسلمانانو څخه شم

Verse 92

وَأَنْ أَتْلُوَا۟ ٱلْقُرْءَانَ ۖ فَمَنِ ٱهْتَدَىٰ فَإِنَّمَا يَهْتَدِى لِنَفْسِهِۦ ۖ وَمَن ضَلَّ فَقُلْ إِنَّمَآ أَنَا۠ مِنَ ٱلْمُنذِرِينَ

Transliteration wa-an atluwā l-qur'āna famani ih'tadā fa-innamā yahtadī linafsihi waman ḍalla faqul innamā anā mina l-mundhirīna

Pashto او داچې د قرآن تلاوت وكړم، نو څوك چې په نېغه لار روان شو، نو بېشكه هغه يواځې د خپل ځان د فايدې لپاره په نېغه لار ځي او څوك چې ګمراه شو، نو ته ووایه: زه خو يواځې له وېروونكو څخه یم

Verse 93

وَقُلِ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ سَيُرِيكُمْ ءَايَـٰتِهِۦ فَتَعْرِفُونَهَا ۚ وَمَا رَبُّكَ بِغَـٰفِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ

Transliteration waquli l-ḥamdu lillahi sayurīkum āyātihi fataʿrifūnahā wamā rabbuka bighāfilin ʿammā taʿmalūna

Pashto او ته ووایه: ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي، هغه به عنقریب په تاسو خپل دلیلونه (نښې) وویني، نو تاسو به هغه وپېژنئ او ستا رب له سره غافل نه دى له هغو كارونو نه چې تاسو يې كوئ

Read Surah An-Naml in another language

All languages

All 114 surahs in Pashto: the Qur’an in Pashto.

Learn it in MyDugsi

Pashto translation: Zakaria Abulsalam, from Quran.com. Transliteration: Quran.com. Recitation: Mishary Alafasy, from EveryAyah.com. MyDugsi is a learning aid, not a replacement for a qualified teacher.