Surah Ibrahim in Pashto: translation and audio
Surah 14 · ابراهيم · Abraham · 52 verses
Surah Ibrahim verse by verse: the Arabic with a recitation you can repeat, the transliteration, and the Pashto translation by Zakaria Abulsalam. For the meaning of every word, see Surah Ibrahim word by word in English.
Verse 1
الٓر ۚ كِتَـٰبٌ أَنزَلْنَـٰهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ ٱلنَّاسَ مِنَ ٱلظُّلُمَـٰتِ إِلَى ٱلنُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَىٰ صِرَٰطِ ٱلْعَزِيزِ ٱلْحَمِيدِ
Transliteration alif-lam-ra kitābun anzalnāhu ilayka litukh'rija l-nāsa mina l-ẓulumāti ilā l-nūri bi-idh'ni rabbihim ilā ṣirāṭi l-ʿazīzi l-ḥamīdi
Pashto الف، لام، را، (دا) كتاب دى چې مونږ تا ته نازل كړى دى، د دې لپاره چې ته خلق له تیارو نه رڼا ته وباسې د دوى د رب په اذن (او حكم) سره، د ډېر غالب، ډېر ستايل شوي ذات لارې ته
Verse 2
ٱللَّهِ ٱلَّذِى لَهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۗ وَوَيْلٌ لِّلْكَـٰفِرِينَ مِنْ عَذَابٍ شَدِيدٍ
Transliteration al-lahi alladhī lahu mā fī l-samāwāti wamā fī l-arḍi wawaylun lil'kāfirīna min ʿadhābin shadīdin
Pashto چې الله دى، هغه چې خاص د هغهٔ لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي او كافرانو ته له ډېر سخت عذاب نه هلاكت دى
Verse 3
ٱلَّذِينَ يَسْتَحِبُّونَ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا عَلَى ٱلْـَٔاخِرَةِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ فِى ضَلَـٰلٍۭ بَعِيدٍ
Transliteration alladhīna yastaḥibbūna l-ḥayata l-dun'yā ʿalā l-ākhirati wayaṣuddūna ʿan sabīli l-lahi wayabghūnahā ʿiwajan ulāika fī ḍalālin baʿīdin
Pashto هغه كسان چې دنيايي ژوند په اخرت باندې غوره ګڼي او د الله له لارې نه بندول كوي او په دې كې كوږوالى لټوي، دغه كسان په ډېرې لرې ګمراهۍ كې دي
Verse 4
وَمَآ أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِۦ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ ۖ فَيُضِلُّ ٱللَّهُ مَن يَشَآءُ وَيَهْدِى مَن يَشَآءُ ۚ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ
Transliteration wamā arsalnā min rasūlin illā bilisāni qawmihi liyubayyina lahum fayuḍillu l-lahu man yashāu wayahdī man yashāu wahuwa l-ʿazīzu l-ḥakīmu
Pashto او مونږ هېڅ یو رسول نه دى لېږلى مګر د خپل قوم په ژبه، د دې لپاره چې دوى ته بیان (او وضاحت) وكړي، بیا نو الله ګمراه كوي هغه څوك چې يې وغواړي او هدایت وركوي هغه چا ته چې يې وغواړي، او هم دى ښه غالب، ښه حكمت والا دى
Verse 5
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَىٰ بِـَٔايَـٰتِنَآ أَنْ أَخْرِجْ قَوْمَكَ مِنَ ٱلظُّلُمَـٰتِ إِلَى ٱلنُّورِ وَذَكِّرْهُم بِأَيَّىٰمِ ٱللَّهِ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ
Transliteration walaqad arsalnā mūsā biāyātinā an akhrij qawmaka mina l-ẓulumāti ilā l-nūri wadhakkir'hum bi-ayyāmi l-lahi inna fī dhālika laāyātin likulli ṣabbārin shakūrin
Pashto او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى له خپلو معجزو سره لېږلى و (او دا مو ورته ويلي وو) چې خپل قوم له تیارو نه رڼا ته راوباسه او دوى ته د الله د ورځو یادونه وكړه، بېشكه په دغو كې خامخا د هر ښه صبر كوونكي، ډېر شكر كوونكي لپاره نښې دي
Verse 6
وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ ٱذْكُرُوا۟ نِعْمَةَ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ أَنجَىٰكُم مِّنْ ءَالِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوٓءَ ٱلْعَذَابِ وَيُذَبِّحُونَ أَبْنَآءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَآءَكُمْ ۚ وَفِى ذَٰلِكُم بَلَآءٌ مِّن رَّبِّكُمْ عَظِيمٌ
Transliteration wa-idh qāla mūsā liqawmihi udh'kurū niʿ'mata l-lahi ʿalaykum idh anjākum min āli fir'ʿawna yasūmūnakum sūa l-ʿadhābi wayudhabbiḥūna abnāakum wayastaḥyūna nisāakum wafī dhālikum balāon min rabbikum ʿaẓīmun
Pashto او كله چې موسٰى خپل قوم ته وویل: تاسو د الله هغه نعمت رایاد كړئ چې پر تاسو باندې شوى دى، كله چې يې تاسو له اٰلِ فرعون نه خلاص كړئ چې هغوى به تاسو ته ډېر سخت عذاب دررساوه او ستاسو زامن به يې حلالول او ستاسو ښځې (لوڼه) به يې ژوندۍ پرېښودلې او په دې كې ستاسو د رب له جانبه ډېر لوى ازمېښت و
Verse 7
وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِن شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ ۖ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِى لَشَدِيدٌ
Transliteration wa-idh ta-adhana rabbukum la-in shakartum la-azīdannakum wala-in kafartum inna ʿadhābī lashadīdun
Pashto او كله چې ستاسو رب اعلان وكړ چې قسم دى كه تاسو شكر وباسئ (،نو) زه به خامخا هرومرو تاسو ته (په نعمتونو كې) اضافه وكړم او قسم دى كه تاسو ناشكري وكړئ، نو بېشكه زما عذاب خامخا ډېر سخت دى
Verse 8
وَقَالَ مُوسَىٰٓ إِن تَكْفُرُوٓا۟ أَنتُمْ وَمَن فِى ٱلْأَرْضِ جَمِيعًا فَإِنَّ ٱللَّهَ لَغَنِىٌّ حَمِيدٌ
Transliteration waqāla mūsā in takfurū antum waman fī l-arḍi jamīʿan fa-inna l-laha laghaniyyun ḥamīdun
Pashto او موسٰى وويل: كه كافران شئ تاسو او هغه څوك چې په ځمكه كې دي، ټول، نو بېشكه الله خامخا ډېر بې پروا، ډېر ستايل شوى دى
Verse 9
أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَبَؤُا۟ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ ۛ وَٱلَّذِينَ مِنۢ بَعْدِهِمْ ۛ لَا يَعْلَمُهُمْ إِلَّا ٱللَّهُ ۚ جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِٱلْبَيِّنَـٰتِ فَرَدُّوٓا۟ أَيْدِيَهُمْ فِىٓ أَفْوَٰهِهِمْ وَقَالُوٓا۟ إِنَّا كَفَرْنَا بِمَآ أُرْسِلْتُم بِهِۦ وَإِنَّا لَفِى شَكٍّ مِّمَّا تَدْعُونَنَآ إِلَيْهِ مُرِيبٍ
Transliteration alam yatikum naba-u alladhīna min qablikum qawmi nūḥin waʿādin wathamūda wa-alladhīna min baʿdihim lā yaʿlamuhum illā l-lahu jāathum rusuluhum bil-bayināti faraddū aydiyahum fī afwāhihim waqālū innā kafarnā bimā ur'sil'tum bihi wa-innā lafī shakkin mimmā tadʿūnanā ilayhi murībin
Pashto ایا تاسو ته د هغو خلقو خبر نه دى راغلى چې له تاسو نه مخكې وو، چې د نوح قوم او عادیان او ثمودیان وو او هغه كسان چې له دوى نه پس وو، چې يواځې الله پر هغو عالم دى، دوى ته خپلو رسولانو ښكاره دلیلونه راوړي وو، نو دوى خپل لاسونه خپلو خولو ته وګرځول او ويې ويل: بېشكه مونږ كافران شوي یو پر هغه څه چې تاسو په هغه سره رالېږل شوي یئ او بېشكه مونږ یقینًا د هغه څه باره كې چې تاسو مونږ هغهٔ ته بلئ په اضطراب اچوونكي شك كې یو
Verse 10
۞ قَالَتْ رُسُلُهُمْ أَفِى ٱللَّهِ شَكٌّ فَاطِرِ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۖ يَدْعُوكُمْ لِيَغْفِرَ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ وَيُؤَخِّرَكُمْ إِلَىٰٓ أَجَلٍ مُّسَمًّى ۚ قَالُوٓا۟ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا تُرِيدُونَ أَن تَصُدُّونَا عَمَّا كَانَ يَعْبُدُ ءَابَآؤُنَا فَأْتُونَا بِسُلْطَـٰنٍ مُّبِينٍ
Transliteration qālat rusuluhum afī l-lahi shakkun fāṭiri l-samāwāti wal-arḍi yadʿūkum liyaghfira lakum min dhunūbikum wayu-akhirakum ilā ajalin musamman qālū in antum illā basharun mith'lunā turīdūna an taṣuddūnā ʿammā kāna yaʿbudu ābāunā fatūnā bisul'ṭānin mubīnin
Pashto د دوى رسولانو وویل: ایا د الله په باره كې شك دى، چې د اسمانونو او ځمكې پیدا كوونكى دى؟ هغه تاسو رابلي، د دې لپاره چې تاسو لپاره ستاسو څه ګناهونه وبخښي او تاسو مقررې نېټې ته وروسته كړي، دوى وویل: نه یئ تاسو مګر زمونږ په شان انسان، تاسو غواړئ چې مونږ له هغه څه نه منع كړئ چې زمونږ پلرونو يې عبادت كاوه، نو (بيا خو) تاسو مونږ ته ښكاره دلیل(معجزه) راوړئ
Verse 11
قَالَتْ لَهُمْ رُسُلُهُمْ إِن نَّحْنُ إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ وَلَـٰكِنَّ ٱللَّهَ يَمُنُّ عَلَىٰ مَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ ۖ وَمَا كَانَ لَنَآ أَن نَّأْتِيَكُم بِسُلْطَـٰنٍ إِلَّا بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُؤْمِنُونَ
Transliteration qālat lahum rusuluhum in naḥnu illā basharun mith'lukum walākinna l-laha yamunnu ʿalā man yashāu min ʿibādihi wamā kāna lanā an natiyakum bisul'ṭānin illā bi-idh'ni l-lahi waʿalā l-lahi falyatawakkali l-mu'minūna
Pashto دوى ته خپلو رسولانو وویل: مونږ نه یو مګر ستاسو په شان انسانان، او لېكن الله په خپلو بنده ګانو كې چې پر چا وغواړي احسان كوي او مونږ ته له سره اختیار نشته چې تاسو ته كوم دلیل (معجزه) راوړو مګر د الله په حكم سره او لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي
Verse 12
وَمَا لَنَآ أَلَّا نَتَوَكَّلَ عَلَى ٱللَّهِ وَقَدْ هَدَىٰنَا سُبُلَنَا ۚ وَلَنَصْبِرَنَّ عَلَىٰ مَآ ءَاذَيْتُمُونَا ۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُتَوَكِّلُونَ
Transliteration wamā lanā allā natawakkala ʿalā l-lahi waqad hadānā subulanā walanaṣbiranna ʿalā mā ādhaytumūnā waʿalā l-lahi falyatawakkali l-mutawakilūna
Pashto او مونږ ته څه عذر دى چې مونږ به پر الله توكل نه كوو، حال دا چې هغهٔ مونږ ته د خپلو لارو هدایت كړى دى او خامخا هرومرو به مونږ پر هغو تكلیفونو صبر كوو چې تاسو يې مونږ ته راكوئ، او لازم ده چې توكل كوونكي خاص په الله باندې توكل وكړي
Verse 13
وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لِرُسُلِهِمْ لَنُخْرِجَنَّكُم مِّنْ أَرْضِنَآ أَوْ لَتَعُودُنَّ فِى مِلَّتِنَا ۖ فَأَوْحَىٰٓ إِلَيْهِمْ رَبُّهُمْ لَنُهْلِكَنَّ ٱلظَّـٰلِمِينَ
Transliteration waqāla alladhīna kafarū lirusulihim lanukh'rijannakum min arḍinā aw lataʿūdunna fī millatinā fa-awḥā ilayhim rabbuhum lanuh'likanna l-ẓālimīna
Pashto او كافران شویو خلقو خپلو رسولانو ته وویل: خامخا هرومرو به مونږ تاسو له خپلې ځمكې نه وباسو، یا به خامخا هرومرو تاسو زمونږ دین ته راګرځئ، نو دغو (رسولانو) ته خپل رب وحي وكړه چې خامخا ضرور به مونږ ظالمان هلاكوو
Verse 14
وَلَنُسْكِنَنَّكُمُ ٱلْأَرْضَ مِنۢ بَعْدِهِمْ ۚ ذَٰلِكَ لِمَنْ خَافَ مَقَامِى وَخَافَ وَعِيدِ
Transliteration walanus'kinannakumu l-arḍa min baʿdihim dhālika liman khāfa maqāmī wakhāfa waʿīdi
Pashto او خامخا ضرور به مونږ له دوى نه پس تاسو په دغه ځمكه كې اوسوو، دغه (د ظالمانو هلاكول او د نېكانو اوسول حق دي) د هغه چا لپاره چې زما په وړاندې له ودرېدلو نه وېرېږي او زما له وعید نه وېرېږي
Verse 15
وَٱسْتَفْتَحُوا۟ وَخَابَ كُلُّ جَبَّارٍ عَنِيدٍ
Transliteration wa-is'taftaḥū wakhāba kullu jabbārin ʿanīdin
Pashto او (بالاخر) هغو (رسولانو له الله نه) فتح وغوښته او هر متكبر سركشه نامراده شو
Verse 16
مِّن وَرَآئِهِۦ جَهَنَّمُ وَيُسْقَىٰ مِن مَّآءٍ صَدِيدٍ
Transliteration min warāihi jahannamu wayus'qā min māin ṣadīdin
Pashto چې د هغه په وړاندې جهنم دى او پر هغه به د وینو زویو اوبه څښولى شي
Verse 17
يَتَجَرَّعُهُۥ وَلَا يَكَادُ يُسِيغُهُۥ وَيَأْتِيهِ ٱلْمَوْتُ مِن كُلِّ مَكَانٍ وَمَا هُوَ بِمَيِّتٍ ۖ وَمِن وَرَآئِهِۦ عَذَابٌ غَلِيظٌ
Transliteration yatajarraʿuhu walā yakādu yusīghuhu wayatīhi l-mawtu min kulli makānin wamā huwa bimayyitin wamin warāihi ʿadhābun ghalīẓun
Pashto چې هغه به په تكلیف سره ګوټ ګوټ څښي او نژدې به نه وي چې هغه تېرې كړي او ده ته به له هره ځایه مرګ راشي، حال دا چې هغه به مړ كېدونكى نه وي او د ده شا او مخې ته به ډېر سخت عذاب وي
Verse 18
مَّثَلُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِرَبِّهِمْ ۖ أَعْمَـٰلُهُمْ كَرَمَادٍ ٱشْتَدَّتْ بِهِ ٱلرِّيحُ فِى يَوْمٍ عَاصِفٍ ۖ لَّا يَقْدِرُونَ مِمَّا كَسَبُوا۟ عَلَىٰ شَىْءٍ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلضَّلَـٰلُ ٱلْبَعِيدُ
Transliteration mathalu alladhīna kafarū birabbihim aʿmāluhum karamādin ish'taddat bihi l-rīḥu fī yawmin ʿāṣifin lā yaqdirūna mimmā kasabū ʿalā shayin dhālika huwa l-ḍalālu l-baʿīdu
Pashto حال د هغو كسانو چې په خپل رب سره كافران شوي دي، د دوى عملونه د هغه ايرو په شان دي چې په سخته بادي ورځ كې پرې تیز باد راوالوځي، دوى به له خپلو كړو عملونو نه په هېڅ شي قادره نشي، همدغه ډېره لرې ګمراهي ده
Verse 19
أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ بِٱلْحَقِّ ۚ إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ وَيَأْتِ بِخَلْقٍ جَدِيدٍ
Transliteration alam tara anna l-laha khalaqa l-samāwāti wal-arḍa bil-ḥaqi in yasha yudh'hib'kum wayati bikhalqin jadīdin
Pashto ایا ته نه وینې چې بېشكه الله اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي، كه هغه وغواړي(،نو) تاسو به ختم كړي او نوي خلق به راولي
Verse 20
وَمَا ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ بِعَزِيزٍ
Transliteration wamā dhālika ʿalā l-lahi biʿazīzin
Pashto او دغه (كار) په الله باندې هېڅ ګران نه دى
Verse 21
وَبَرَزُوا۟ لِلَّهِ جَمِيعًا فَقَالَ ٱلضُّعَفَـٰٓؤُا۟ لِلَّذِينَ ٱسْتَكْبَرُوٓا۟ إِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًا فَهَلْ أَنتُم مُّغْنُونَ عَنَّا مِنْ عَذَابِ ٱللَّهِ مِن شَىْءٍ ۚ قَالُوا۟ لَوْ هَدَىٰنَا ٱللَّهُ لَهَدَيْنَـٰكُمْ ۖ سَوَآءٌ عَلَيْنَآ أَجَزِعْنَآ أَمْ صَبَرْنَا مَا لَنَا مِن مَّحِيصٍ
Transliteration wabarazū lillahi jamīʿan faqāla l-ḍuʿafāu lilladhīna is'takbarū innā kunnā lakum tabaʿan fahal antum mugh'nūna ʿannā min ʿadhābi l-lahi min shayin qālū law hadānā l-lahu lahadaynākum sawāon ʿalaynā ajaziʿ'nā am ṣabarnā mā lanā min maḥīṣin
Pashto او دوى ټول به په جمع د الله په وړاندې حاضر شي، نو كمزوران به هغو كسانو ته ووايي چې كبر او لويي به يې كوله: بېشكه مونږ ستاسو پیروي كوونكي وو، نو ایا تاسو زمونږ څخه د الله له عذاب نه څه شى لرې كوونكي يئ؟ هغوى به ووايي: كه الله مونږ ته هدایت كړى وى (نو) مونږ به هم تاسو ته لار ښوونه كړې وى، پر مونږ برابر دي كه مونږ شور او فریاد وكړو، یا مونږ صبر وكړو، زمونږ لپاره هېڅ د خلاصي ځاى نشته
Verse 22
وَقَالَ ٱلشَّيْطَـٰنُ لَمَّا قُضِىَ ٱلْأَمْرُ إِنَّ ٱللَّهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ ٱلْحَقِّ وَوَعَدتُّكُمْ فَأَخْلَفْتُكُمْ ۖ وَمَا كَانَ لِىَ عَلَيْكُم مِّن سُلْطَـٰنٍ إِلَّآ أَن دَعَوْتُكُمْ فَٱسْتَجَبْتُمْ لِى ۖ فَلَا تَلُومُونِى وَلُومُوٓا۟ أَنفُسَكُم ۖ مَّآ أَنَا۠ بِمُصْرِخِكُمْ وَمَآ أَنتُم بِمُصْرِخِىَّ ۖ إِنِّى كَفَرْتُ بِمَآ أَشْرَكْتُمُونِ مِن قَبْلُ ۗ إِنَّ ٱلظَّـٰلِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
Transliteration waqāla l-shayṭānu lammā quḍiya l-amru inna l-laha waʿadakum waʿda l-ḥaqi wawaʿadttukum fa-akhlaftukum wamā kāna liya ʿalaykum min sul'ṭānin illā an daʿawtukum fa-is'tajabtum lī falā talūmūnī walūmū anfusakum mā anā bimuṣ'rikhikum wamā antum bimuṣ'rikhiyya innī kafartu bimā ashraktumūni min qablu inna l-ẓālimīna lahum ʿadhābun alīmun
Pashto او كله چې د خبرې فیصله وشي، شیطان به ووايي: بېشكه الله له تاسو سره وعده كړې وه حقه وعده او ما له تاسو سره وعده كړې وه، نو ما له تاسو سره خلاف وكړو، او زما لپاره پر تاسو باندې هېڅ غلبه نه وه غیر له دې نه چې ما تاسو راوبللئ، نو تاسو زما بلنه قبوله كړه (اوس) نو تاسو ما مه ملامتوئ او (بلكې) خپل ځانونه ملامته كړئ، نه زه ستاسو فریادرس یم او نه تاسو زما فریادرسان یئ، بېشكه زه كافر (او بېزاره) شوى یم په هغه څه چې تاسو زه (له الله سره) شریك كړى وم له دې نه مخكې، بېشكه دا ظالمان چې دي د هغوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
Verse 23
وَأُدْخِلَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ جَنَّـٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ خَـٰلِدِينَ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ ۖ تَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلَـٰمٌ
Transliteration wa-ud'khila alladhīna āmanū waʿamilū l-ṣāliḥāti jannātin tajrī min taḥtihā l-anhāru khālidīna fīhā bi-idh'ni rabbihim taḥiyyatuhum fīhā salāmun
Pashto او هغه كسان به چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي داسې جنتونو ته داخل كړى شي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، په دې حال كې چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، د خپل رب په حكم سره او د دوى پېشكشي به په دغو (جنتونو) كې سلام وي
Verse 24
أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِى ٱلسَّمَآءِ
Transliteration alam tara kayfa ḍaraba l-lahu mathalan kalimatan ṭayyibatan kashajaratin ṭayyibatin aṣluhā thābitun wafarʿuhā fī l-samāi
Pashto ایا ته نه وینې چې الله څنګه یو مثال بیانوي: پاكیزه كلمه (چې لا اله الا الله ده) د هغې پاكیزه ونې په شان ده چې د هغې بېخ كلك او مضبوط وي (په ځمكه كې) او د هغې څانګې په اسمان كې وي
Verse 25
تُؤْتِىٓ أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍۭ بِإِذْنِ رَبِّهَا ۗ وَيَضْرِبُ ٱللَّهُ ٱلْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ
Transliteration tu'tī ukulahā kulla ḥīnin bi-idh'ni rabbihā wayaḍribu l-lahu l-amthāla lilnnāsi laʿallahum yatadhakkarūna
Pashto خپله مېوه د خپل رب په حكم سره هر وخت وركوي او الله د خلقو لپاره مثالونه بیانوي، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي
Verse 26
وَمَثَلُ كَلِمَةٍ خَبِيثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِيثَةٍ ٱجْتُثَّتْ مِن فَوْقِ ٱلْأَرْضِ مَا لَهَا مِن قَرَارٍ
Transliteration wamathalu kalimatin khabīthatin kashajaratin khabīthatin uj'tuthat min fawqi l-arḍi mā lahā min qarārin
Pashto او د خبیثې كلمې (چې د كفر كلمه ده) مثال د خبیثې (بدبويې) ونې دى چې د ځمكې له پاسه نه وېستل شوې وي، چې د هغې لپاره هېڅ قدر قرار نه وي
Verse 27
يُثَبِّتُ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِٱلْقَوْلِ ٱلثَّابِتِ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَفِى ٱلْـَٔاخِرَةِ ۖ وَيُضِلُّ ٱللَّهُ ٱلظَّـٰلِمِينَ ۚ وَيَفْعَلُ ٱللَّهُ مَا يَشَآءُ
Transliteration yuthabbitu l-lahu alladhīna āmanū bil-qawli l-thābiti fī l-ḥayati l-dun'yā wafī l-ākhirati wayuḍillu l-lahu l-ẓālimīna wayafʿalu l-lahu mā yashāu
Pashto الله هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى په ثابته خبره باندې مضبوطوي، په دنيايي ژوند كې او په اخرت كې هم او الله ظالمان ګمراه كوي او الله چې څه وغواړي هغه كوي
Verse 28
۞ أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ بَدَّلُوا۟ نِعْمَتَ ٱللَّهِ كُفْرًا وَأَحَلُّوا۟ قَوْمَهُمْ دَارَ ٱلْبَوَارِ
Transliteration alam tara ilā alladhīna baddalū niʿ'mata l-lahi kuf'ran wa-aḥallū qawmahum dāra l-bawāri
Pashto ایا تا نه دي كتلي هغو كسانو ته چې په ناشكرۍ سره يې د الله نعمت بدل كړ او خپل قوم يې د هلاكت كور ته وركوز كړ
Verse 29
جَهَنَّمَ يَصْلَوْنَهَا ۖ وَبِئْسَ ٱلْقَرَارُ
Transliteration jahannama yaṣlawnahā wabi'sa l-qarāru
Pashto چې جهنم دى، دوى به په هغه كې داخلېږي او هغه داستوګنې بد ځاى دى
Verse 30
وَجَعَلُوا۟ لِلَّهِ أَندَادًا لِّيُضِلُّوا۟ عَن سَبِيلِهِۦ ۗ قُلْ تَمَتَّعُوا۟ فَإِنَّ مَصِيرَكُمْ إِلَى ٱلنَّارِ
Transliteration wajaʿalū lillahi andādan liyuḍillū ʿan sabīlihi qul tamattaʿū fa-inna maṣīrakum ilā l-nāri
Pashto او دوى د الله لپاره شریكان مقرر كړل، د دې لپاره چې د هغه له لارې نه (خلق) ګمراه كړي، ته (ورته) ووایه: تاسو نفع واخلئ، پس بېشكه ستاسو بېرته ورتله (د دوزخ) اور ته دي
Verse 31
قُل لِّعِبَادِىَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ يُقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُنفِقُوا۟ مِمَّا رَزَقْنَـٰهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِىَ يَوْمٌ لَّا بَيْعٌ فِيهِ وَلَا خِلَـٰلٌ
Transliteration qul liʿibādiya alladhīna āmanū yuqīmū l-ṣalata wayunfiqū mimmā razaqnāhum sirran waʿalāniyatan min qabli an yatiya yawmun lā bayʿun fīhi walā khilālun
Pashto ته زما هغو بنده ګانو ته ووایه چې ایمان يې راوړى دى چې لمونځ دې قايموي او له هغه مال نه دې چې مونږ دوى ته وركړى دى؛ په پټه او ښكاره انفاق كوي، مخكې له دې نه چې هغه ورځ راشي چې په هغې كې نه اخيستل خرڅول شته او نه دوستي
Verse 32
ٱللَّهُ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَأَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً فَأَخْرَجَ بِهِۦ مِنَ ٱلثَّمَرَٰتِ رِزْقًا لَّكُمْ ۖ وَسَخَّرَ لَكُمُ ٱلْفُلْكَ لِتَجْرِىَ فِى ٱلْبَحْرِ بِأَمْرِهِۦ ۖ وَسَخَّرَ لَكُمُ ٱلْأَنْهَـٰرَ
Transliteration al-lahu alladhī khalaqa l-samāwāti wal-arḍa wa-anzala mina l-samāi māan fa-akhraja bihi mina l-thamarāti riz'qan lakum wasakhara lakumu l-ful'ka litajriya fī l-baḥri bi-amrihi wasakhara lakumu l-anhāra
Pashto الله هغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي او له بره نه يې اوبه نازلې كړې دي، پس په هغو سره يې له مېوو نه تاسو لپاره رزق راويستلى دى او تاسو لپاره يې بېړۍ مُسَخَّرې كړې دي، د دې لپاره چې هغه (بېړۍ) د هغه په حكم سره په سمندر كې روانې وي، او تاسو لپاره يې نهرونه مسخر كړي دي
Verse 33
وَسَخَّرَ لَكُمُ ٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ دَآئِبَيْنِ ۖ وَسَخَّرَ لَكُمُ ٱلَّيْلَ وَٱلنَّهَارَ
Transliteration wasakhara lakumu l-shamsa wal-qamara dāibayni wasakhara lakumu al-layla wal-nahāra
Pashto او تاسو لپاره يي لمر او سپوږمۍ په كار لګولي دي، په داسې حال كې چې د قانون مطابق ګرځي او تاسو لپاره يې شپه او ورځ په كار لګولي دي
Verse 34
وَءَاتَىٰكُم مِّن كُلِّ مَا سَأَلْتُمُوهُ ۚ وَإِن تَعُدُّوا۟ نِعْمَتَ ٱللَّهِ لَا تُحْصُوهَآ ۗ إِنَّ ٱلْإِنسَـٰنَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ
Transliteration waātākum min kulli mā sa-altumūhu wa-in taʿuddū niʿ'mata l-lahi lā tuḥ'ṣūhā inna l-insāna laẓalūmun kaffārun
Pashto او تاسو ته يې له هغو څیزونو نه چې تاسو هغه غوښتي، ځینې دركړي دي او كه تاسو د الله نعمتونه وشمېرئ (نو) تاسو به هغه ونشمېرلى شئ، بېشكه انسان خامخا ډېر ظلم كوونكى، ډېر ناشكره دى
Verse 35
وَإِذْ قَالَ إِبْرَٰهِيمُ رَبِّ ٱجْعَلْ هَـٰذَا ٱلْبَلَدَ ءَامِنًا وَٱجْنُبْنِى وَبَنِىَّ أَن نَّعْبُدَ ٱلْأَصْنَامَ
Transliteration wa-idh qāla ib'rāhīmu rabbi ij'ʿal hādhā l-balada āminan wa-uj'nub'nī wabaniyya an naʿbuda l-aṣnāma
Pashto او (یاد كړه) هغه وخت چې ابراهیم وویل: اى زما ربه! ته دا ښار د امن والا وګرځوه او ما او زما زامن د بتانو له عبادت نه لرې وساته
Verse 36
رَبِّ إِنَّهُنَّ أَضْلَلْنَ كَثِيرًا مِّنَ ٱلنَّاسِ ۖ فَمَن تَبِعَنِى فَإِنَّهُۥ مِنِّى ۖ وَمَنْ عَصَانِى فَإِنَّكَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
Transliteration rabbi innahunna aḍlalna kathīran mina l-nāsi faman tabiʿanī fa-innahu minnī waman ʿaṣānī fa-innaka ghafūrun raḥīmun
Pashto اى زما ربه! بېشكه دغو (بتانو) په خلقو كې ډېر زیات ګمراه كړي دي، نو چا چې زما پيروي وكړه، نو بېشكه هغه زما څخه دى او چا چې زما نافرماني وكړه، نو بېشكه ته ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى يې
Verse 37
رَّبَّنَآ إِنِّىٓ أَسْكَنتُ مِن ذُرِّيَّتِى بِوَادٍ غَيْرِ ذِى زَرْعٍ عِندَ بَيْتِكَ ٱلْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ فَٱجْعَلْ أَفْـِٔدَةً مِّنَ ٱلنَّاسِ تَهْوِىٓ إِلَيْهِمْ وَٱرْزُقْهُم مِّنَ ٱلثَّمَرَٰتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ
Transliteration rabbanā innī askantu min dhurriyyatī biwādin ghayri dhī zarʿin ʿinda baytika l-muḥarami rabbanā liyuqīmū l-ṣalata fa-ij'ʿal afidatan mina l-nāsi tahwī ilayhim wa-ur'zuq'hum mina l-thamarāti laʿallahum yashkurūna
Pashto اى زمونږه ربه! بېشكه ما واوسول خپل ځینې بچي په داسې ناو (دره) كې چې د فصل والا نه دى، ستا د عزتمن كور په خوا كې، اى زمونږ ربه! د دې لپاره چې دوى لمونځ قايم كړي، نو ته د خلقو زړونه راوګرځوه، چې په مینې سره د دوى خوا ته راځغلي او ته دوى ته له مېوو ځنې روزي وركړه، د دې لپاره چې دوى شكر وباسي
Verse 38
رَبَّنَآ إِنَّكَ تَعْلَمُ مَا نُخْفِى وَمَا نُعْلِنُ ۗ وَمَا يَخْفَىٰ عَلَى ٱللَّهِ مِن شَىْءٍ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَا فِى ٱلسَّمَآءِ
Transliteration rabbanā innaka taʿlamu mā nukh'fī wamā nuʿ'linu wamā yakhfā ʿalā l-lahi min shayin fī l-arḍi walā fī l-samāi
Pashto اى زمونږ ربه! بېشكه ته عالم يې پر هغه څه چې مونږ يې پټوو او پر هغه څه چې مونږ يې څرګندوو او په الله باندې هېڅ شى نه پټېږي، په ځمكه كې او نه په اسمان كې
Verse 39
ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ٱلَّذِى وَهَبَ لِى عَلَى ٱلْكِبَرِ إِسْمَـٰعِيلَ وَإِسْحَـٰقَ ۚ إِنَّ رَبِّى لَسَمِيعُ ٱلدُّعَآءِ
Transliteration al-ḥamdu lillahi alladhī wahaba lī ʿalā l-kibari is'māʿīla wa-is'ḥāqa inna rabbī lasamīʿu l-duʿāi
Pashto ټوله ثنا خاص د هغه الله لپاره ده چې ما ته يې سره له زوړوالي نه اسمعیل او اسحق رابخښلې دي، بېشكه زما رب خامخا د دعا ښه اورېدونكى دى
Verse 40
رَبِّ ٱجْعَلْنِى مُقِيمَ ٱلصَّلَوٰةِ وَمِن ذُرِّيَّتِى ۚ رَبَّنَا وَتَقَبَّلْ دُعَآءِ
Transliteration rabbi ij'ʿalnī muqīma l-ṣalati wamin dhurriyyatī rabbanā wataqabbal duʿāi
Pashto اى زما ربه! ته ما د لمونځ همېشه قايموونكى وګرځوه او زما له اولاد ځنې هم (د لمانځه قايموونكي وګرځوه)، اى زما ربه! او ته زما دعا قبوله كړې
Verse 41
رَبَّنَا ٱغْفِرْ لِى وَلِوَٰلِدَىَّ وَلِلْمُؤْمِنِينَ يَوْمَ يَقُومُ ٱلْحِسَابُ
Transliteration rabbanā igh'fir lī waliwālidayya walil'mu'minīna yawma yaqūmu l-ḥisābu
Pashto اى زمونږ ربه! ته ما وبخښه و زما مور و پلار او مومنان په هغې ورځ چې حساب به قايمېږي
Verse 42
وَلَا تَحْسَبَنَّ ٱللَّهَ غَـٰفِلًا عَمَّا يَعْمَلُ ٱلظَّـٰلِمُونَ ۚ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ ٱلْأَبْصَـٰرُ
Transliteration walā taḥsabanna l-laha ghāfilan ʿammā yaʿmalu l-ẓālimūna innamā yu-akhiruhum liyawmin tashkhaṣu fīhi l-abṣāru
Pashto او ته په الله باندې له سره (دا) ګمان مه كوه چې هغه غافله دى له هغو كارونو نه چې ظالمان يې كوي، بېشكه همدا خبره ده چې هغه، دوى هغې ورځې ته وروسته كوي چې په هغې كې به سترګې خلاصې پاتې شي
Verse 43
مُهْطِعِينَ مُقْنِعِى رُءُوسِهِمْ لَا يَرْتَدُّ إِلَيْهِمْ طَرْفُهُمْ ۖ وَأَفْـِٔدَتُهُمْ هَوَآءٌ
Transliteration muh'ṭiʿīna muq'niʿī ruūsihim lā yartaddu ilayhim ṭarfuhum wa-afidatuhum hawāon
Pashto چې منډې وهونكي به وي، د خپلو سرونو اوچت نیوونكي به وي، دوى ته به د خپلو سترګو رپول بېرته نه راګرځي (سترګې به يې خلاصې پاتې وي)، او د دوى زړونه به (له عقل او فهم نه) تش وي
Verse 44
وَأَنذِرِ ٱلنَّاسَ يَوْمَ يَأْتِيهِمُ ٱلْعَذَابُ فَيَقُولُ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ رَبَّنَآ أَخِّرْنَآ إِلَىٰٓ أَجَلٍ قَرِيبٍ نُّجِبْ دَعْوَتَكَ وَنَتَّبِعِ ٱلرُّسُلَ ۗ أَوَلَمْ تَكُونُوٓا۟ أَقْسَمْتُم مِّن قَبْلُ مَا لَكُم مِّن زَوَالٍ
Transliteration wa-andhiri l-nāsa yawma yatīhimu l-ʿadhābu fayaqūlu alladhīna ẓalamū rabbanā akhir'nā ilā ajalin qarībin nujib daʿwataka wanattabiʿi l-rusula awalam takūnū aqsamtum min qablu mā lakum min zawālin
Pashto او ته خلق له هغې ورځې نه ووېروه چې دوى ته به (په هغې كې) عذاب راشي، نو وايي به هغه كسان چې ظلم يې كړى دى: اى زمونږ ربه! ته مونږ تر نژدې نېټې پورې وروسته كړه (مهلت راكړه) ستا بلنه به قبوله كړو او د رسولانو پیروي به وكړو، (الله به ووايي:) ایا تاسو نه وئ چې مخكې له دې نه به مو قسم كاوه چې تاسو لپاره هېڅ زوال نشته
Verse 45
وَسَكَنتُمْ فِى مَسَـٰكِنِ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ وَتَبَيَّنَ لَكُمْ كَيْفَ فَعَلْنَا بِهِمْ وَضَرَبْنَا لَكُمُ ٱلْأَمْثَالَ
Transliteration wasakantum fī masākini alladhīna ẓalamū anfusahum watabayyana lakum kayfa faʿalnā bihim waḍarabnā lakumu l-amthāla
Pashto او تاسو د هغو كسانو په كورونو كې اوسېدلي وئ چې په خپلو ځانونو به يې ظلم كاوه او تاسو ته (دا خبره) ښه څرګنده شوې وه چې مونږ له هغوى سره څنګه كار كړى و، او تاسو ته مونږ مثالونه بیان كړي وو
Verse 46
وَقَدْ مَكَرُوا۟ مَكْرَهُمْ وَعِندَ ٱللَّهِ مَكْرُهُمْ وَإِن كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُولَ مِنْهُ ٱلْجِبَالُ
Transliteration waqad makarū makrahum waʿinda l-lahi makruhum wa-in kāna makruhum litazūla min'hu l-jibālu
Pashto او یقینًا هغوى خپل ټول مكرونه (او فریبونه) تر سره كړل، په دې حال كې چې د دوى مكرونه د الله په وړاندې دي، او د دوى مكرونه داسې نه وو چې د هغو په وجه به غرونه زايل شي
Verse 47
فَلَا تَحْسَبَنَّ ٱللَّهَ مُخْلِفَ وَعْدِهِۦ رُسُلَهُۥٓ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ ذُو ٱنتِقَامٍ
Transliteration falā taḥsabanna l-laha mukh'lifa waʿdihi rusulahu inna l-laha ʿazīzun dhū intiqāmin
Pashto نو ته هیڅكله هم د الله باره كې دا ګمان مه كوه چې هغه به له خپلو رسولانو سره د وعدې خلاف وكړي، بېشكه الله ډېر غالب دى، انتقام والا دى
Verse 48
يَوْمَ تُبَدَّلُ ٱلْأَرْضُ غَيْرَ ٱلْأَرْضِ وَٱلسَّمَـٰوَٰتُ ۖ وَبَرَزُوا۟ لِلَّهِ ٱلْوَٰحِدِ ٱلْقَهَّارِ
Transliteration yawma tubaddalu l-arḍu ghayra l-arḍi wal-samāwātu wabarazū lillahi l-wāḥidi l-qahāri
Pashto (یاده كړه) هغه ورځ چې دغه ځمكه به په بلې ځمكې سره بدله كړى شي او اسمانونه (هم) او دوى (ټول) به خاص الله ته مخامخ ودرېږي چې یو دى، ډېر غالب دى.
Verse 49
وَتَرَى ٱلْمُجْرِمِينَ يَوْمَئِذٍ مُّقَرَّنِينَ فِى ٱلْأَصْفَادِ
Transliteration watarā l-muj'rimīna yawma-idhin muqarranīna fī l-aṣfādi
Pashto او ته به په دغې ورځ كې مجرمان وینې چې یو له بل سره به په زولنو كې تړل شوي وي
Verse 50
سَرَابِيلُهُم مِّن قَطِرَانٍ وَتَغْشَىٰ وُجُوهَهُمُ ٱلنَّارُ
Transliteration sarābīluhum min qaṭirānin wataghshā wujūhahumu l-nāru
Pashto د دوى قمیصونه به د نانزړو وي او د دوى مخونه به اور رالاندې (او پټ) كړي وي
Verse 51
لِيَجْزِىَ ٱللَّهُ كُلَّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ سَرِيعُ ٱلْحِسَابِ
Transliteration liyajziya l-lahu kulla nafsin mā kasabat inna l-laha sarīʿu l-ḥisābi
Pashto د دې لپاره چې الله بدله وركړي هر نفس ته د هغه څه چې ده كړي دي، بېشكه الله ډېر ژر حساب والا دى
Verse 52
هَـٰذَا بَلَـٰغٌ لِّلنَّاسِ وَلِيُنذَرُوا۟ بِهِۦ وَلِيَعْلَمُوٓا۟ أَنَّمَا هُوَ إِلَـٰهٌ وَٰحِدٌ وَلِيَذَّكَّرَ أُو۟لُوا۟ ٱلْأَلْبَـٰبِ
Transliteration hādhā balāghun lilnnāsi waliyundharū bihi waliyaʿlamū annamā huwa ilāhun wāḥidun waliyadhakkara ulū l-albābi
Pashto دا (قرآن) د خلقو لپاره پېغام دى او د دې لپاره چې په ده سره خلق خبردار كړى شي او د دې لپاره چې دوى پر دې پوه شي چې یقینًا همدا خبره ده چې هغه (الله) واحد (بې شریكه) حق معبود دى او د دې لپاره چې د خالصو عقلونو خاوندان نصیحت واخلي
Read Surah Ibrahim in another language
- English (word by word)
- Albanian
- Amazigh
- Amharic
- Assamese
- Azerbaijani
- Bambara
- Bangla
- Bosnian
- Bulgarian
- Chechen
- Chinese
- Czech
- Dari
- Dhivehi
- Dutch
- Finnish
- French
- German
- Gujarati
- Hausa
- Hebrew
- Hindi
- Indonesian
- Italian
- Japanese
- Kannada
- Kazakh
- Khmer
- Kinyarwanda
- Korean
- Kurdish
- Luganda
- Malay
- Malayalam
- Maranao
- Marathi
- Nepali
- Norwegian
- Oromo
- Persian
- Polish
- Portuguese
- Romanian
- Russian
- Sindhi
- Sinhala
- Somali
- Spanish
- Swahili
- Swedish
- Tagalog
- Tajik
- Tamil
- Tatar
- Telugu
- Thai
- Turkish
- Ukrainian
- Urdu
- Uyghur
- Uzbek
- Vietnamese
- Yao
- Yoruba
All 114 surahs in Pashto: the Qur’an in Pashto.
Pashto translation: Zakaria Abulsalam, from Quran.com. Transliteration: Quran.com. Recitation: Mishary Alafasy, from EveryAyah.com. MyDugsi is a learning aid, not a replacement for a qualified teacher.